نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
تاسې دې شرابخور چپي ته ګورۍ !
pattang
02.09.2010
تاسې دې شرابخور چپي ته ګورۍ !
جمعه د ١٣٨٩ لمريز کال د وږي ١٢tolafghan.com
د طالبانو امارت یا د پیریانو پاچايي
سرلوڅ مرادزی
02.09.2010 23:40
په ۹۰ ومو کلونو کې کله چې طالبان پر هیواد واکمن شول ، ای ایس ای او د طالبانوعقیدوي ملګرو به ګونګوسي خپرول ، طالبان چې دومره په بېړه د هیواد یوه او بله سیمه نیسي ، هغوی سره ملایکې ملګرې دي . د جګړې په لومړۍ لیکه ملایکې جنګیږي . لومړی سیمه ملایکې نیسي او روسته يي طالبانو ته پریږدي . ځینو به لا دا هم ویل چې طالبان نه دي دیوان دي .غټ غټ او تنومن دي . هیڅوک ورته د مقابلي او ټینګي نه دي . طالبانو سره پيریان او نااشنا موجودات ملګري دي چې دوښمن يي نه ویني . د دوښمن لښکرې يي مخکې نسوار هم نه دي .
ریښتیا هم د طالبانو مشر ملاعمر نږدې شپږکاله پر هېواد د امارت پنوم واکمني وچلوله ، خو نوموړی هیچا ونه لید . په رسنیو کې څرګند نشو . خبریالانو سره يي ښکاره مرکه ونکړه او په رسنیو کې يي چا د عکس د خپرولو زړه ونکړ .
اوس هم د طالبانو سیوری پر ټولنه لویدلی . ځیني په دې اند دي چې طالبان د ژغورنګ پریښتې دي !
خوځينې بیا دا وايي : طالب او شيطان د یوې سکې دوه مخونه دي . طالب او ملا پخوا هم پرنورو ولسونواو تيرو نسلونو باندې په خپله بدله بڼه يانې د شیطانانو ، دېوانو ، پېريانو ، جادوګرو او کوډګرو په بڼه واکمني کړې او دا وار په خپله اصلي بڼه یانې د ملا او طالب په بڼه زمونږ پر خلکو نازل شوی دی .طالب او ملا ( ۱ ) په نړۍ کې د شیطانانو ، پېريانو، ديوانو ، جادوګرو او کوډګرو لومړنی استاد او پر يوه ولس د رنځونو ، کړاوونو ، بلاګانو او اپتونو د نازلولواو په کوډو او طلسمونو کې دهغو د ښکېلولو د دندې لپاره ځمکې ته رااستول شوی دی.
دوی طالب او ملا هغه تور ښامار بولي چې زمونږ له وطنه تاوراتاو او پر ولس مو کوړۍ کوړۍ پروت دی ، هر څه چې ويني ځان ته يی په اسويلي سره راکاږي او تر خپلې خېټې يی ځاروي .
څوک دا هم وايی :
د طالب پاچايي د اسماني کاڼو ، تندرونو ، جکړونو ، ګرد بادونو ، زلزلو ، توپانونو ، خوړونو او اتش فشانونو ټولګه ده چې د خلکو کورونه ، شتمنۍ او ژوند جاروکوي ، نړوي يي او له بېخه يي چپه کوي.
د طالب واکمني ټولنې ته د نري رنځ ، وبا ، طاعون او نورو عالمګيرو ناروغيو په بيه تماميږي.
طالب واکمني په ځنګله ګې د ځناورو واکمنۍ ته ورته ده . واکمن قانون په دواړو ګې زور دی . طالبان لکه لړمان ، ماران ، لېوان ، شغالان او پړانګان زمونږ د خلکو په برخليک حاکم دي ، هر وخت هغوی پر نېښ وهي ، داړي او څيروي يي .
خو ځيني په دې عقيده دي او وايي چې د طالب پاچايي زمونږ په وطن کې د نوح توپان دی ، هر څه او هر څوک تر اوبو لاندې کوی . زيروح او بې روح یو شان له منځه وړي او د پخواني ژوند ټول اثار د نيستۍ کندې ته ورټيل وهي .
د طالب واکمني يعنې د ژونديو انسانانو هدېره ، دلته به خلک په تن ژوندي خو له ټولو به سا په ژوند ختلې وي . د هيچا پر شونډو به مسکا او پر وچولي خندا نه ليدل کيږی ، ولس به ټول په وير او ساندو اخته وي او وطن به ټول جنازه – جناره وي !
نور بيا وايی :
کوم قوم ته چې خدای په قار شی نو طالب پري واکمن کړي ، د طالب واکمني د يوه قوم د روسته والی لويه نښه ده . طالب د تورتم ، جهل ، بې سوادۍ ، ناپوهۍ ، کرکې او نفرت استازی ؛ د سمتي ، قومي ، ژبني او نژادي توپير او دښمنۍ ستر واعظ دی .
طالب او مجاهد د ولسونو د عزت ، ناموس او پت پلورونکی او د هغو د تاريخ ، موزيمونو ، ارشيف ، تاريخي اثارو او ملي شتمنيو غل ، لوټمار او ستر کباړ دی .
د طالب پاچايي د پرديو استخباراتو ځاله ده او طالب ددې استخباراتو د لاس اله ده . طالب د پرديو لپاره د خپل ولس او وطن شيطاني او جاسوسي کوي . د بيلا- بيلو هېوادو د جاسوسۍ له مرکزونو څخه پيسي او وسلې اخلي او په دې ډول د خپل ولس د غلامولو ، سپکولو او خرڅولو دروند تاريخي مسوليت پر غاړه لري .
دوی د ماشومانو ، نجونو او ښځو په تښتولو ، خرڅولو او ځورولو تورن او لاسونه يي د بېګنا او معصومو انسانانو په وينو ککړ دي .
خو ډېری خلک بيا دا وايی چې طالب د چنګېز ، ګوډ تيمور ، هلاکو ، هتلر ، انګرېز ، روس او نورو تور مخونه ورسپين او هغوی يي تبريه کړل او د تېر تاريخ او بشريت په کچه ، په وحشت او بربریت کې تر ټولو واوښت .
که څه هم دوی هر يو په خپل وار سره رښتيا وايي او دا ټولې خبرې په خپل ځای کې سمې دي ، خو د طالب او مجاهد د جنايتونو په باب ، دا هر څه کم او ناڅيز دي او له سمندر څخه يوازې د څو څاڅکو په اندازه دي !
زه وايم :
که د نړۍ سيندونه او سمندرونه د ليکلو رنګ شي ،
د دنيا ځنګلونه ، ونې او بوټې قلمونه شي ،
د بشريت تېر شوي او اوسني نسلونه کاتبان شي
او زمونږ په وطن ( افغانستان ) کې
د طالب او مجاهد په لاس ترسره شوي جنايتونه وليکي
بيا به هم دا ليست نيمګړی وي
او د دوی د جنايتونو عشر
به هم نه وي بيان شوی !!!
یادونه :
( ۱ ) دلته له طالبه او ملا څخه موخه هيوادپال ملایان او طالبان نه دي بلکې سیاسي او د پردیو نوکران دي