د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د قران کریم د آیتونو شمیر

Rahmat spesalai
02.09.2010

درنو ښاغلو!
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاتو

هیله ده روغ او جوړ اوسۍ

درنو ښاغلوپه کوچینوالو کښې مې له ملاصاحب نه، په مکتب کښې له استادانو او بیا له ډیرنورو څخه مې اوریدلي دي چې د قران کریم د مبارکو آیتونو شمیر ۶۶۶۶ دي.
څرنګه چې له ماسره کمپیوتر کښې د قران کریم یوه کاپي دPDF فایل په شکل سره شتون لري وخت نا وخت یې تر خپله وسه پوري تلاوت کوم .
ذهن کښې مې دا را و ګرڅیدل چې د قران کریم آیتونه به په همدومره شمیر سره وي که فرق به لري. نوددې ځواب د موندلو لپاره مې د ذکرشوي PDF فایل څخه د ټولوسورتونو د ایتونو شمیر د اکسل په یو جدول کښې را غونډ کړل وروسته مي عمومی مجموعه ورنه راپیداکړه چې په پای کښې د قران کریم دآیتونو شمیر 6191 ورڅخه را ووتوت.
د آیتونو شمیر دسورت نوم شمیره
7 سورت الفاتحة 1
286 سورت البقرة 2
200 سورت ال عمران 3
176 سورت النساء 4
120 سورت المائدة 5
165 سورت الأنعام 6
206 سورت الأعراف 7
75 سورت الأنفال 8
129 سورت التوبة 9
109 سورت یونس 10
123 سورت هود 11
111 سورت یوسف 12
43 سورت الرعد 13
52 سورت ابراهیم 14
99 سورت الحجر 15
128 سورت النحل 16
111 سورت الاسراء 17
110 سورت الکهف 18
98 سورت مریم 19
135 سورت طه 20
112 سورت الأنبیاء 21
78 سورت الحج 22
118 سورت المؤمنین 23
64 سورت النور 24
77 سورت الفرقان 25
227 سورت الشعراء 26
93 سورت النمل 27
88 سورت القصص 28
69 سورت العنکبوت29
60 سورت الروم 30
34 سورت لقمان 31
30 سورت السجدة 32
73 سورت الأحزاب 33
54 سورت سبأ 34
54 سورت فاطر 35
83 سورت یاسین 36
128 سورت الصافات 37
88 سورت ص 38
75 سورت الزمر 39
85 سورت غافر 40
54 سورت فصلت 41
53 سورت الشوری 42
89 سورت الزخرف 43
59 سورت الدخان 44
37 سورت الجاثیه 45
35 سورت الأحقاف 46
38 سورت محمد 47
29 سورت الفتح 48
18 سورت الحجرات 49
45 سورت ق 50
60 سورت الذاریات 51
49 سورت الطور 52
62 سورت النجم 53
55 سورت القمر 54
78 سورت الرحمن 55
96 سورت الواقعة 56
29 سورت الحدید 57
22 سورت المجادلة 58
24 سورت الحشر 59
13 سورت الممتحنة 60
14 سورت الصف 61
11 سورت الجمعة 62
11 سورت المنافقون 63
18 سورت التغابن 64
12 سورت الطلاق 65
12 سورت التحریم 66
30 سورت الملک 67
52 سورت القلم 68
52 سورت الحاقة 69
44 سورت المعراج 70
28 سورت نوح 71
28 سورت الجن 72
20 سورت المزمل 73
56 سورت المدثر 74
40 سورت القیامة 75
31 سورت الانسان 76
50 سورت المرسلات77
40 سورت النبأ 78
46 سورت النازعات 79
42 سورت عبس 80
29 سورت التکویر 81
19 سورت الانفطار 82
36 سورت المطففین 83
25 سورت الانشقاق 84
22 سورت البروج 85
17 سورت الطارق 86
19 سورت الأعلی 87
26 سورت الغاشیة 88
30 سورت الفجر 89
20 سورت البلد 90
15 سورت الشمس 91
21 سورت اللیل 92
11 سورت الضحی 93
8 سورت الانشراح 94
8 سورت التین 95
19 سورت العلق 96
5 سورت القدر 97
8 سورت البینة 98
8 سورت الزلزلة 99
11 سورت العادیات 100
11 سورت القارعة 101
8 سورت التکاثر 102
3 سورت العصر 103
9 سورت الهمزة 104
5 سورت الفیل 105
4 سورت قریش 106
7 سورت الماعون 107
3 سورت الکوثر 108
6 سورت الکافرون 109
3 سورت النصر 110
5 سورت المسد 111
4 سورت الاخلاص 112
5 سورت الفلق 113
6 سورت الناس 114
6191 ټول ټال

اوس زما پوښتنه داده چې د قران کریم د آیتونو دقیق شمیر څومره دي هم هغه 6666
دي او که نه؟
زما په محاسبه یا PDF فایل کښې غلطي ده ؟ او که نور؟

هیله ده پوښتنه په ځواب سره بشپړه کړی.

په ډیردرنښت
رحمت



02.09.2010

داسې يو پوخ معلومات له يو پوخ سړي نه پکار دی چې دا هم ځواب کړي :

ټول قران او بيا هر صورت د ابجد په حساب څومره دی ؟


كريم كامران
02.09.2010

وعليكم السلام

د قرآن کریم د ایتونو په شمیر کې تر شپږ زرو پورې د ټولو علماوو اتفاق دی.
اما له ۶۰۰۰ څخه په ورپورته شمیر کې له پخوا زمانې څخه اختلاف شتون لري.
ځینې وايي چې همدا شپږزره دي، او زیاتونه پکې نه کوي.
ځینې وايي: او دوه سوه څلور ایته دي، یعنې ۶۲۰۴
څوک وايي: ۶۰۱۴
- ۶۰۱۹
- ۶۰۲۵
-۶۰۳۶

د پورتني اختلاف سبب دسورتونو د ایتونو په شمیر کې د علماوو اختلاف ته راجع کیږي.
هغه سورتونه چې د ایتونو د شمیر په اړه یې ټول علماء یوه خوله دي، څلوېښت سورته دي. او د پاتې سورتونو د ایتونو په شمیر کې د علماوو اختلاف لیدل کیږي.
دا چې ولې علماء کرام د ایتونو په شمیر کې یوه خوله نه دي، امام الزرقاني په خپل کتاب مناهل العرفان فی علوم القرآن کې داسې وايي:
د ایتونو د نزول په وخت کې ددې لپاره چې صحابه کرام وپوهیږي چې یو ایت پای ته ورسید او اوس بل ایت شروع شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هر ایت په پای کې وقفه کوله او بیا به یې بل ایت شروع کړ.
وروسته چې صحابه کرام وپوهیدل چې فلانی ایت په فلاني ځای ختم شوی او فلانی په فلاني.... نو بیا چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم ایتونه تلاوت کول نو د یوې موضوع پورې اړوند ټول ایتونه به یې پرته له کومې وقفې او بې له کومې فاصلې تلاوت کول ترڅو بشپړه معنی افاده کړي.
نو ځینو صحابه وو داسې ګومان وکړ چې پخوا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په کوم ځای وقفه کړې هغه د ددوه وو ایتونو د فاصلې نقطه نه وه، نو په همدې شکل یې ډیر ایتونه له یو بل سره ونښلول او تر منځ فاصلې یې ترې وویستې، او ډیر ایتونه په څو نورو ایتونو وویشل.

دا یو سبب.
بل سبب یې دا دی چې ځینې علماء کرام بسملة (بسم الله الرحمن الرحیم) د سورت جزء ګڼي او مستقل ایت یې بولي، او ځینې نور یې فقط د دوه وو سورتونو د فاصل په توګه پیژني او مستقل ایت ورته نه وايي.

دا دوه عمده سببونه دي چې د قرآن کریم د ایتونو په شمیر کې تر نن ورځې پورې علماء کرام متفق نه دي.

د قرآن کریم د ایتونو، سورتونو، حروفو، اجزاوو او......... په شمیره کې معاصرو علماوو ډیرې په زړه پورې څیړنې کړي او تقریبا یو مستقل علم دی، چې د (الاعجاز الرقمي، یا الاعجاز العددي في القرآن) باندې یادیږي. چې د قرآن د اعجاز په هکله یې ډیر ښه استنباطات کړي.
ان شاء الله په راتلونکي کې به د قرآن کریم د عددي اعجاز په اړه معلومات سره شریک کړو.

په درنښت


Samim Tawana
08.09.2010

[quote:f680582c0d="پتوال"]داسې يو پوخ معلومات له يو پوخ سړي نه پکار دی چې دا هم ځواب کړي :

ټول قران او بيا هر صورت د ابجد په حساب څومره دی ؟[/quote:f680582c0d]
زما سلامونه او نېکې پېرزوینې قبولې کړئ.
پتوال صیب د هرڅه نه مخکې باید د (صورت) او (سورت) په فرق پوه شئ.
کوم معلومات چې تاسو غواړئ دا په نوي پښتو تفسیر عزیزالتفاسیر کې راغونډ شوي دي. لیکوال د هر سورت په شروع کې د هغه سورت د کلیمو او حروفو شمېر لیکلی. تاسو کولای شې د هر سورت د کلیمو تعداد راغونډ او بیا یې پخپله جمع کړئ. د ټول قران د کلیمو او حروفو تعداد به په لاس درشي.
والسلام


pattang
08.09.2010

پتوال خانه ! د ابجد حساب څه شی دی ? لکه دشلغمکو ملا صيب اوس خو به دکوډې نوي شروع کړې ??

[quote:2fd9bc19d3="پتوال"]داسې يو پوخ معلومات له يو پوخ سړي نه پکار دی چې دا هم ځواب کړي :

ټول قران او بيا هر صورت د ابجد په حساب څومره دی ؟[/quote:2fd9bc19d3]



09.09.2010

منلی صميم ، ښاغلي پتنګ خان او درنو لوستونکو سلامونه او سبا د نيکمرغه کوچنې اختر مبارکي وړاندې کوم او د ټولو عباداتو د قبولتوب دعا
ورته ډالۍ کوم !
صميم خانه د صورت او سورة توپير خو هرچاته څرګند دی، خو (س) او (ص) ته کله په عجله کې پام له پامه لويږي، له يادونې څخه مو مننه !
د تورو او کلمو شمير زما پوښتنه نه وه ، خو ستاسو معلومات هم ارزښتمن بولم چې لوستونکو ته مو وړاندې کړی دی !

پتنګ خانه دا چې ستا له انده د ابجدو حساب يواځې د کوډو له پاره پکاريږي، ترې خبر نه وم، خو زه يې چې د څه له پاره غواړم
له لاسته راتګ وروسته به دا پوښتنه هم ځواب کړای شم ! تر هغه پورې درته ډير صبر او حوصله غواړم .



ع کريم حليمي
10.09.2010

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته ،
ډېر ګران مکرم او محترم دانشمند پتوال صاحب ، لمړئ تاسو ته د کوچني اختر مبارکي وایم ، او ستاسو په واسطه ستاسو کورنئ ته ، او زموږ او ستاسو روژېٖ ، تراوېح او عبادتونه دي خدای په خپل دربار کي قبول کړي‌

دغه بحث ، یو خبث او د شرارت بحث راته وملومېدلې غوښتل مي چه بند (قلف)يې کړم ، کله چه تاسو پوښتنه مطرح کړه خوښ شوم او نو یو علمي بحث شو

((ټول قران او بيا هر صورت د ابجد په حساب څومره دی ؟))

داخو تر لمر روښانه خبره ده چه قرآن مجید یو معجزه ده او تر قیامته به
معجزه وي او که هر حرف یی جدا جدا تر نظر لاندي ونیسو ، نو لایتناهي
معجزي په کښي شته ، داد ابجد ډېره ډېره درنه ده ، موچوم يې او ایږدم يي

خو دومره کولاي سم چه د بسم الله د ابجد په ترازو وتلو

بسم الله الرحمٰن الرحیم : نولس حرفونه دي او د دوږخ ملائکه هم نولس دي
مسلمان چه بسم الله شریفه ووایی الله به دئ‌ له تسلُطه څخه د دغه ملائکه وو
خلاص کړي ، هر شخص چه کاغذ له مځکي څخه پورته کړي او پر دغه کاغذ بسم الله شریفه نوشته وي ، او پورته کېدل د بسم الله شریفي خاص د پاره
د تعظیم د اسم د الله پاک وي ، دغه پورته کېدونکئ به له ٌدیقینو څخه و شمېرل سي‌ ، او تخفیف د عذاب به له دالدینو څخه د دغه شخص و شي

د حسن او حسین د میاشتی په اَوَلَّه چه یو سل دیرلس واره (۱۱۳) بسم الله
شریفه نوشته شي او دغه تعویذ د ځانه سره ولري و د ته ،او دده و کورنۍ
ته به هیڅ ضرر ونه رسیږي ، هر شخص چه پنځوس واره الرحمٰن نوشته کړي
او دځان سره ئې ولري پر هر ظالم حاکم چه ور داخل سي الله پاک به دئ
له ضرره څخه د دغه ظالم ، محفوظ ولري .په حواله ده
المواهب اللدنيه على الشمائل المحمديه

د ابجد په حساب ۷۸۶ بسم الله ده

بسم الله : ب ۲، س ۶۰ ، م ‍‍‍‍‍۴۰ = ۱۰۲
الله : ا ۱، ل ۳۰ ، ل ۳۰، ه ۵ = ۶۶
الرحمٰن :ا ۱ ، ل ۳۰ ، ر ۲۰۰ ، ح ۸ ، م ۴۰ ، ن ۵۰ = ۳۲۹ 
الرحيم : ا ۱ ، ل ۳۰ ، ر ۲۰۰، ح ۸ ، ی ۱۰ ، م ۴۰ = ۲۸۹
............................................ټوټل = ۷۸۶

تعداد د حروفو ، بسم۳+ الله ۴+ الرحمن ۶+الرحیم ۶ = ۱۹
درنښت


شبيراحمد
10.09.2010

دبحث ټولوګډونوالوته په ټوله مينه
السلام عليکم
له هرڅه مخکي تولووروڼوته دنېکمرغه کوچني اخترمبارکي وايم
اودعبادتونودقبوليت دوعاورته کوم.

محترم حليمي صاحب خداى دي وکړي چې روغ اوخوشحاله به ياست.
محترما! دلته په بحث فورم کي يووخت داسي وچې تعويزنه منل کېده تاسوهغه مهال
چېرته وئ چې داموضوع مومطرح کړي واى؟؟؟
نن مويوازي په بسم الله کي کڼ شمېرتعويزونه جوړکړل .

هيله ده خپه رانه نه شئ هسي مي يوه يادونه کوله
زه وايم که هلته موياده شوي سکالوپرمخ بيولي وايي نونن به مودبسم الله
تعويزهم منل شوى واى هلته هيڅ هم نه منل کېدل يوازي بس نه يې منم له خولوڅخه
راوتل اوبس .



11.09.2010

منلی استاد ، وتلی عالم، محترم او مکرم الحاج مولینا حليمي صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
لومړی تاسوته د نيکمرغه کوچني اختر او د څو څوم ځل له پاره عمرې د حج د ادا کولو مبارکي وايم . په ډير ښه وخت کې مو عمره وکړه، زه ډير
وروسته خبر شوم چې تاسو تللي ياست،
اړونده تن سوېډن ته په اوږده رخصتۍ تللی و او له راستنيدو وروسته يې راته ستاسو خبر راکړ . خو ستاسو په عمره ډير خوشاله شوم ،
الله تعالی دې ډير ثوابونه او اجرونه ، ښه صحت او لا زيات توفيقونه ستاسو په برخه کړي ، امين !
د ابجدو په اړه معلومات نه لرم، خو د صديق کندهاري په تيوري ، چې د نامتو نجومي ابراهيم کندهاري زوی دی، پوهېدل غواړم ،
هغه د قران حينې اعجازات د ابجدو د اعدادو په تړاو بيانوي ، خو اکثره يې سړی له مقدماتې معلواتو لرلو پرته دپوهاوي
په سُر او سرِ نشي پوهېدای خو وايي چې د ټولو کايناتو پلان، راز او حکمت د قران کريم د ابجدو [color=yellow:54263e35c4]په حساب [/color:54263e35c4]کې پروت دی . والله اعلم .


لقمان
11.09.2010

[quote:64c3ff7d47]د حسن او حسین د میاشتی په اَوَلَّه چه یو سل دیرلس واره (۱۱۳) بسم الله
شریفه نوشته شي او دغه تعویذ د ځانه سره ولري و د ته ،او دده و کورنۍ
ته به هیڅ ضرر ونه رسیږي ، هر شخص چه پنځوس واره الرحمٰن نوشته کړي
او دځان سره ئې ولري پر هر ظالم حاکم چه ور داخل سي الله پاک به دئ
له ضرره څخه د دغه ظالم ، محفوظ ولري .په حواله ده
المواهب اللدنيه على الشمائل المحمديه [/quote:64c3ff7d47]
حلیمي صیب دا کوم کتاب دی؟
په اول ځل یې نوم اورم شاید ډیر لوستونکي یې د اول ځل لپآره نوم اوري.
که المواهب اللدنیه چېرته په احادیثو حواله ورکړي وي په سرسترګو یې منو.
او که د کتاب ملا د ځانه لیکلي وي نو د کتاب ملا خبره معتبره نده هغه هم لکه زمونږ غوندې عادي انسان دی ده ته له کوم ځایه وحې وشوه چې دا کس به د ظالم له ظلمه په امان وي. او بیا دا ۱۱۳ عدد په کوم اساس ټاکلی.
عبادات هغه عبادات شرعا اعتبار لري چې د الله پیغمبر نه وارد شوي وي.
که داسې نه وي زه به هم له ځانه دعاګانې جوړوم ریان احمدزی به یې هم جوړوي وصیل پیروز به هم له خپلې خېټې دعاګانې راوباسې پتنګ صیب به هم وايي دا دعا که وویل دا فایده لري او هرڅوک به له ځانه دعاګانې اختراع کوي.
دا د دعاګانو او فضایلو ډیره خطرناکه موضوع ده باید له احتیاطه کار پکې واخیستل شي.



ع کريم حليمي
11.09.2010

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
لقمان صاحب ، ستاسو د لیکنو د طومار څخه داسی فهموم چه فرائض ،
واجبات ، سنن ، نوافل ، او پر احکام شرعي پوهه لرئ ، او پر دا ټولو سربېره
طومار مو لیکلې او سلام د قلمه لوېدلئ دی ، چه څرنګه ؟؟
سلام نه اچولو ، بد اخلاقي ده ؟ ، په داسي حال کښي چه بنده ته په رمز ښوونه کوئ چه : دا د دعاګانو او فضایلو ډیره خطرناکه موضوع ده باید له احتیاطه کار پکې واخیستل شي. څرنګه خطرناکه ؟؟؟ ستادي‌ قسم وي چه په خپله لیکنه
پوهېږې چه څه لیکې ؟ زه چه لیکل کوم حواله لرم ، او یا هغه څه لیکم چه پوهېږم چه څه لیکم ،
هر چاچه دا د خطرناکي خبري درس درکړئ ، هغه عرفي جاهل دئ
مکرم لقمان صاحب ، د هر قسم مشروع دعا حق لرو ، او د فضائل اعمال
په متعلق د ضعیف حدیث په بنیاد عمل کوه هم عیب نسته !!!
بسمه تعالی :وَ قالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ ،
طومارونه نسم لیکلی ، عاقلان را اشاره ..... ته درب او دروب

بسم تعالی : أَ تَأْمُرُونَ النّاسَ بِالْبِرِّ !!!!
او خپل ځان له یاده وتلی ، دا د پخوانیو یهود اخلاق وه ،

تاسو حواله غوښتې وه

http://ia310810.us.archive.org/1/items/95436waq/95436.pdf

اللهم علمنا ما ينفعنا وانفعنا بما علمتنا وزدنا علما يارب العالمين
درنښت


نفيسه جلال
17.09.2010

[quote:95a969fc67]دغه بحث ، یو [color=red:95a969fc67]خبث[/color:95a969fc67] او د [color=red:95a969fc67]شرارت [/color:95a969fc67]بحث راته وملومېدلې [/quote:95a969fc67]
دروند استاذ مولانا حلیمي صیب!
که د سرو کلیمو په اړه لیږ وضاحت راکړئ بده به نه وي. او په بحث کي دخباثت اوشرارت نقطه په ګوته کړئ.
زه خپله پوهه نشوم چی کوم ځای په کی خبث دی؟ داموضوع زما په اټکل په کتابونو کی له مخکي مطرح شوي ده نو یوه علمي او کتابي موضوع ده.
په خورا درناوي



ع کريم حليمي
18.09.2010

پتمني او بي بي نفیسه جلال په دین خور السلام علیکم و رحمة الله
لمړئ به عرض وکړم چه عذر مي ومنۍ ، زه کسالت ته قطعي اجازه نه ورکوم
چه باعث د ټمبلۍ مي شي ، سږ کال حمله راباندي کړېده ، ومي نه کړای شول چه خپل خوږو یارانو ته د اختر د مبارکۍ پېغامونه ولېږم ، معذرت غواړم !
إن شاء الله چه معاف به مي کړئ ؟؟

د ټولو دي د تېر اختر مبارک سي ، بالأخص محترم مکرم استاد قاري صاحب
ګراني پتمني نفیسې جلال ،
له نافذ قانون څخه مخالفت ګناه ده ، د سردار عالم لمړنی اصحاب یوه کمېټه جوړوي او یوه نسخه لیکي او په اکثریت آرا سره ئې تصویبه وي . او د "عشره مبشره" وو څخه ابو بکر صدیق ، حضرت عثمان رضي الله تعالى عنهم په حضور کښی ، (خلفای راشدین !!)
قالَ اللهُ هذا یَوْمُ یَنْفَعُ الصّادِقینَ صِدْقُهُمْ لَهُمْ جَنّاتٌ تَجْری مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهارُ خالِدینَ فیها أَبَداً رَضِیَ اللهُ عَنْهُمْ وَ رَضُوا عَنْهُ ذالِکَ الْفَوْزُ الْعَظیمُ
او په کمېټه کښي د سردار عالم كاتب !! زيد بن ثابت ورسره همرا
او د قرآن مجید د اولي نخسې د لیکلو په حقله لاندي شهادتونه موجود وه
د خواږه نبي جمع کړې نخسه
د مختلفو اصحابیانو خپلي نویشتې
او کمېټې د ارکانو خپله حافظه
او پر هر ایات دوو دوو تنو ګواهي ورکول

او بیا هم بعضي علماء کرام راولاړېږي او ترخزي په کښېباسي ،
دا ترخزي را ایستل د حضرت ابو بکر صدیق او حضرت عثمان بن عفان رضي الله عنه سره مخالفت دی !!!!، او د اسمان سره مخالفت دی!!!
نحن نزلنا الذکر وانا له لحافظون ، صدق الله العظيم !!!!!؟؟؟؟

هو ، په مدرسه کښي د مدرس او متعلمینو تر منځ‌ بحث ته خبث نه ویل کیږي
خو کله چه داسي بحثونه مجلو او اخبارنو ته راایستل خبث يې بولم
هغه مسلمانان چه لوړ علم نه لري ، د هغو د عقیدې پونډېشن ور لړزوي ، او
او کراک او درزي پکښي ور کوي ، د داسي نقادانو نقد او څېړني او کره کتني ګټمني نه تمامیږي ، بلکي تاواني دي !!!‌

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more