د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دزړه معامله خو انسانانو سره وی نه ماشیننو سره

منلی
02.09.2010

ټولو وروڼو سلامونه قبول کړی
نن می یو بیچاره افغان ولید چی دغه د انسانیت ټیکدارانو ورسره د یو ماشین په شان سلوک کړی وو ولی نن چې زه کوم هیواد کې اوسیږم دلته انسان ته دماشین په سترګه ګوری نه دانسان په سترګه ځکه دوی دانسانی معاملاتو حل په ماشینی طریقه سره کوی حکومتی چارو ته یی همداسی یو څو ماشینی قاعدی او رسمونه ټاکلی دی چی بیا دغه قاعدی او ظابطی په ټولو ادارو ویشل کیږی مامورینو ته ددغه قواعدو او ظوابطو تعلیم ورکول کیږی که چیری کومه مسله پیدا شی نو هغه کتابچی ته ګوره چې دوی ته یی دانسانی ماشینونو لپاره ورکړی وی او بیا دهمدغه کتابچی له مخی هغه مسله حل کوی او دانسانی هیڅ تقاضا پکی ځای نه ورکوی .دغه ماشینی نظام حکومت ته بیوروکریسی وایی یعنی دمیزونو حکومت دفايلونو حکومت دکاغذ حکومت ، په دغه حکومتی نظام کې هغه مامورین له ټولو نه زیات هوښیار ، ذمه وار ، دین دار ، وفادار پیژندل کیږی چی دولس کارونه داسی وروکړی چی هغوی انسانان نه بلکی ماشینونه دی او هغه مامورین چې داسی کوی هغه هم خوشحاله وی چی هغه خپل فرایض په ښه ډول سره ادا کړل او دهغه په سر مامورین او ریسسان هم دهغه تعریف او د فرض شناسی لقب ورکوی . دهغوی دیی خبره سره هیڅ سر او کار نشته چی ددوی دغه کار سره به په هغه انسان څه تیریږی ؟ ولی چې ددغه انسان دغه مشکل دده په ذمه کی نه دی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more