نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دحزب اسلامي مرام
شهاب الدین
01.09.2010
داليکنه دتنويرپه مجله کي نشرشوې ده
دحزب اسلامي مرام
سريزه:
حزب اسلامى افغانستان يو داسې انقلابي او اصولي جمعيت دى چې غواړي د انساني ژوند د سمون او لارښوونې په هکله هغه پراخه تګلاره کومه چې اسلام وړاندې کړې بې له څه زياتوالي او نقصان څخه په پوره ډول عملي کړي.
دا حزب عقيده لري چې د انسان ژوند د ټولو بدمرغيو او کړاوونو د ورکاوي او حل يواځينۍ لار د اسلامي سپيڅلي نظام تحکيم او تطبيق دى ترڅو په اجتماعي ژوند کې اسلامي شريعت عملي او نافذ نشي- بشريت به تل په ربړونو او مشکلاتو کې راګير وي- لوړتيا او پرمختګ ته به يې په هيڅ صورت رسيدل امکان ونلري.
تاريخي ګڼې تجربې په دې شهادت ورکوي هر کله چې د بشري ژوند په کوم اړخ کې فساد او ورانى خپور شوى- د دې وراني په خپرونه کې دې لاندې اساسي او بنيادي عواملو مهم رول لوبولى.
هلته د لوي خداى (ج) د احکامو له مننې څخه سرغړول شوى.
د پيغمبرانو عليهم الصلوة والسلام لارښوونې او هدايات د ژوندانه د نظام بنياد ندى ګرځيدلى.
او هلته د قيامت د ورځې د سوال ځواب احساس انسانانو له لاسه ورکړى، په هره انساني ټولنه کې چې د ژوندانه محور ددې اصولو پر ځاى د زور او قدرت د خاوندانو د خواهشاتو په بنياد څرخيدلى هلته هرومرو د انصاف او عدالت ځاى ظلم او تيري ته خالي شوى. ترڅو د خداى (ج) اطاعت د آخرت په ورځې باور او د رسولانو عليهم الصلوة والسلام لارښوونې د بشري ژوند اساس او بنسټ ونه ګرځي د برابرۍ او انصاف اقامه امکان نلري. ددې اصولي اساساتو نه پرته که د هرې عقيدې او مفکورې په بنسټ د برابرۍ او عدل د منځ ته راتګ هر کوشش وشي هغه به هرومرو د يوه نوي ظلم او تيري په بڼه څرګنديږي.
زمونږ په هيواد کې که څه هم په دې اصولو عقيده لرونکي خلک زښت ډير دي اما هغه عقيده او نظام چې دا قاطع اکثريت يې مني په عملي توګه ندى نافذ شوى- او د دوى د ژوندانه ټول نظام ددې عقيدې په بنسټ نه دى قائم شوى- نو همدا وجه ده سره له دې چې زموږ هيواد يو اسلامي هيواد دى اما ولس د
اسلام له اهدافو او نعمتونو څخه بې برخې پاتې دى. نه په خپله د اسلامي لارښوونو څخه ګټه اخستى شي او نه له نړيوالو سره په دې هکله څه مرسته کولى شي.
دا حزب را اوچت شوى ترڅو په عملي توګه د مسلمانانو په ژوندانه کې د دوى د ژوند ټول ارزښتونه او مناسبات د اسلامي اصولو په بنا تنظيم او ښايسته شي- د اسلامي فکر خپرول له فحاشۍ او ورانکارۍ او د نوي او زاړه جاهليت له بې لاريو سره مقابله ددې نهضت اصولي اهداف تشکيلوي. خو دا حزب په دې عقيده لري ترهغو چې حکومت او حکمرانان اصلاح نشي هيڅ اصلاحي پروګرام امکان نلري وده وکړي.
فاسد حکومتونه تل د اصلاحي پروګرامونو د تطبيق په مخکې ستر خنډ او د فساد او بې لاريتوب د ټولو عواملو ستر ملاتړ وي د حاکمه نظام له اصلاح نه پرته نه فردي اصلاح ترلاسه کيداى شي او نه په ټولنه کې د عدل او انصاف قائيميدل امکان لري- په دې برخه کې به دا حزب ټول ممکن وسايل استخداموي او ټول لازم تدابير به نيسي تر څو د حاکمه نظام د بدلون په لاره کې اساسي ګامونه واخلي.
که وغواړو ددې حزب اهداف په څو لنډو کرښو کښې خلاصه کړو نو دارنګه يې وړاندې کوو:
1. د اسلامي اصولو متابعت او پابندي د راشدينو خلفاوو د کارنامو اطاعت او اسلامي لارښوونې په پوره ډول جاري کول.
2. ظلم- ناروا، استثمار او اخلاقي فساد چې په هره بڼه څرګند شي پاى ته رسول د اسلامي اصولو په بنسټ اجتماعي ژوند تنظيمول او د ژوندانه په ټولو اړخونو کې د عدل اقامه.
3. له ټولو بديو او مفاسدو سره مقابله کول او ټولو نيکيو ته وده ورکول.
4. حاکمه نظام خلکو ته د خدمت په محور څرخول او د اصولو او مقرراتو حاکميت تثبيتول او د مطلق العناني او ديکتاتوري نظامونو ختمول.
5. د وګړو اسلامي فکر- اسلامي ولولو او اسلامي عواطفو او مشاعرو ته وده ورکول.
6. د اسلامي فکر د خپرونې او پراختيا لپاره- او په ټوله نړۍ کې د کلمة الله د اعلاء په خاطر پوره زيار ويستل.
(ومن الله التوفيق)
عموميات
1. دا يو منلى او قطعي حقيقت دى چې افغانستان يو داسې اسلامي هيواد دى چې د مسلمانانو د وينو په بيه جوړ شوى او د ساتنې په خاطر يې په زرګونو مجاهدينو سرښندنې کړي- په دې خاوره کې هر هغه سياسي فعاليت چې وغواړي دا ټولنه په يوې غيراسلامي ټولنې تبديله او يا د داسې عقيدې او نظريې د خپرونې او تطبيق لپاره هڅه وکړي کوم چې د اسلامي فکر او عقيدې پر ضد وي دا به په واقعيت کې د افغانستان د موجوديت د پاى ته رسولو کوښښ وي مونږ به د يو اسلامي تحريک په حيث د داسې غيراسلامي فعاليتونو په کلکه مخنيوى کوو.
2. د افغانستان خپلواکي- يووالى او ارضي تمامييت ساتل د دې تحريک مهمه وجيبه ده.
ټول هغه تحريکونه چې ددې خاورې د تجزيې لپاره ژبني- منطقوي نژادي او طبقاتي تعصبات راپاروي زمونږ له کلکې مقابلې سره به مخامخ شي- زموږ له نظره د دې خاورې د ټولو مسلمانانو او ذميانو اوسيدونکو سلامتيا د وطن خپلواکي او موجوديت هله ترسره کيداى شي چې په ملت کې د پوره يووالي او وروګلوۍ احساس راژوندى او يو داسې اجتماعي عادلانه نظام قائم شي چې په هغې کې ټول ولس پرته له کوم ژبني نژادي- منطقوي او طبقاتي توپير څخه په پوره ډاډ او اطمينان ژوند تير کړي- صرف تقوا او خدا پرستي د برترۍ معيار وګڼل شي.
3. زمونږ په نزد په افغانستان کې تر هغو پورې يو سم او مستحکم نظام نشي قايميدلاى ترڅو دا لاندې مطالپ په پوره اخلاص او ايماندارۍ ونه منل شي.
الف- څنګه چې د هيواد قاطع اکثريت د اسلامي نظام د تحکيم او تعميل غوښتنه کوي- بايد ددې نظام حاکميت په عملي توګه قبول کړاى شي که څوک له دې حقيقت سره موافق نه وي او په وطن کې د کوم غيراسلامي نظام د تسلط لپاره هڅې کوي داسې کسان د افغانستان د مسلمان ولس واقعي غليمان دي له داسې ډلو سره کلکه مبارزه د هر مسلمان وګړي ايماني وجيبه ده.
ب: دا وطن د افغانستان د ټولو مسلمانانو ګډه خاوره ده او د کومې خاصې کورنۍ خصوصي ملکيت نه دى په دې اساس هيڅوک دا حق نلري چې د کوم استبدادي او مطلق العنان رژيم د ټينګښت او استحکام لپاره کوښښ روان کړي- او د ملت لاس په ملي مسائلو کې د مداخلې او شرکت څخه وتړي- او حکومت کول د ځان لپاره مخصوص ميراثي مال وګرځوي.
ج. په دې هيواد کې سياسي زعامت بايد د ولس د حقيقي نمايندګانو د لارښوونو په اساس د اسلامي اصولو سره سم د چارو جريان سمبال کړي- هغه سياسي مشران چې د ملت د نمايندګانو اعتماد يې نه وي حاصل کړى او د شرعي احکامو په بناء د رژيم سمبالول نه وي ور په غاړه شوي- نشي کولى د شخړو او ګډوډيو مخه ونيسي او د وطن د لوړتيا او پرمختګ په هکله مثبت ګامونه اوچت کړي.
د: هر مسلمان فرد کولاى شي او دا حق لري چې په قانوني ليارو او وسيلو خپله رايه خلکو ته وړاندې کړي په دې حق بنديز لګول- خلک د اقتدار د لاسته راوړو نورو ليارو ته چې په مسلم ډول ملت ته په درانه قميت تماميږي مجبوروي.
ﻫ. د داسې سياسي ډلو ټپلو د سياسي هڅو او فعاليتونو په کلکه مخه نيول کوم چې د افغانستان اسلامي حيثيت نه تائيدوي او په دې خاوره کې د کوم غيراسلامي نظام منځ ته راوړل غواړي او يا د افغانستان د سلامتيا او يووالي مخالفت کوي.
و. دا حزب د يوه داسې اجتماعي ژوند د جوړښت لپاره هڅه کوي چې د ژوند په مختلفو اړخونو کې په لاندې ډول ارزښتونه- اصول او پروګرامونه ولري.
د قانون په برخه کښې:
1. عظيم الشان قرآن او نبوي مبارک احاديث به په واضح او څرګندو الفاظو د قانون لومړنى ماخذ وي او په اجتهادي مسائلو کې به د حنفي فقهې سره سم عمل کيږي.
2. يوه داسې مقتدره او باصلاحيته اداره به پرانستل کيږي چې ژر تر ژره ټول قوانين او لايحې د اسلام له روحيې سره مطابق کړي.
٣. قضائيه قوې ته به پوره صلاحيت ورکول کيږي او له هر ډول اغيزې او تاثير نه به ازاده وي. دا منصب به صرف هغو علماوو ته سپارل کيږي چې په پوره تقوى او ديانت مشهور وي.
٤. د ټولو اسلامي احکامو د جاري کولو لپاره به ژر تر ژره لايحې جوړيږي.
٥. ټول هغه ظالمانه او جابرانه قانوني مواد چې د هغو په وسيله حاکمه محافل د خلکو مشروع انساني حقوق او آزادي ختموي او د رايې د څرګندولو مخه نيسي او په مشروعو تبليغاتو او خپرونو ناروا بنديزونه لګوي په پوره ډول لغوه کيږي.
٦. داسې قوانين به تصويب کيږي چې د هغې په ذريعه ژر تر ژره د زنا- شراب خوړلو- جوارۍ- فحاشۍ او اخلاقي فساد مخنيوى وشي او فاسدوونکي فلمونه- کتابونه مجلى او رسالې به بنديږي.
٧. د ښځو شرعي حجاب به منځ ته راځي او د هغوى شرعي حقوق به په قانوني توګه احياء کيږي.
٨. د اسلامي اصولو سره سم به د خلکو د اجتماعي ژوند او معاشرې د اصلاح او سمون لپاره مربوط قوانين نافذ کيږي.
٩. عسکري ظالمانه حکومتونه به پاى ته رسول کيږي.
١٠. د اضطراري حالاتو او نظامي حکومت په ادامه او اعلان به داسې شرايط ولګول شي چې بې له قيد او شرطه اختيارات په معقول چوکاټ کې محدود کړى شي.
١١. نظامي محاکمې به په کامله توګه لغوه کيږي او د عسکري منصبدارانو او نظامي افراد و محاکمات به هم يواځې د قضائيه قوې له لارې عملي کيږي.
١٢. د آزادانه انتخاباتو په بنا به پارلمان منځ ته راځي- پارلمان به د وطن د باديانته افرادو څخه متشکل وي.
١٣. د محاکمو په لوايحو کې به داسې ترميمونه او اصلاحات منځ ته راځي چې په هغې سره ژر ترژره د خلکو مشکلات رفع او په اسانۍ سره منصفانه قضاوتونه وکړى شي.
١٤. کومو خلکو ته چې حکومتي پوستونه سپارل کيږي په هغوى به دا پابندي او ټينګار کيږي چې په ديانت او ايماندارۍ سره خپلې فريضې او مسئوليتونه سرته ورسوي. او په خپل شخصي ژوند کې به د اسلامي احکامو پابندي کوي- هغه مامورين چې د کوم غټ اسلامي جرم مرتکب وګرځي د هغه په ترفيع او عندالزوم په برطرفۍ به اثر غورزوي.
٢. مذهبي او اخلاقي اصلاحات:-
د ګران هيواد د وګړو د مذهبي او اخلاقي وضعې د سمون او اصلاح لپاره مونږ لاندې پروګرامونه لرو:
١٥. د لمانځه د فريضې د اداء کولو لپاره به ټول ممکن تدبيرونه پکار اچول کيږي او د دولت د مامورينو او کارکوونکو لپاره به په دې برخه کې لازمې اسانتياوې برابريږي او د رسمي وظائفو په نسبت به د مامورينو زياته توجه د ديني فرائضو اداء کولو ته اړول کيږي.
١٦. د مبارکې روژې احترام به د شرعي اصولو سره سم په پوره ډول ساتل کيږي.
١٧. د حج د فريضې د اداء کولو لپاره به خلکو ته پوره اسانتياوې برابريږي او دا اوسني ټول ناروا بنديزونه به له منځه ځي.
١٨. د جوماتونو هغه اساسي نقش به چې د مسلمانانو په اجتماعي ژوند کې يې بايد ولري يو ځل بيا راژوندى کيږي او د امامانو او خطيبانو او د مساجدو د سرپرستانو مناسب او ابرومند انتظام به نيول کيږي.
١٩. د اسلامي عالي تعليماتو- عقايدو او احکامو نه د خلکو د پوهولو لپاره به ټول کوښښونه کيږي او دا هڅه به کيږي چې هر مسلمان لږ تر لږه د دين له هغو ضروري هداياتو نه خبر شي کوم چې د يوه مسلمان په حيث د ژوند د تيرولو لپاره د هغوى پيژندل او زده کړه په کار ده.
٢٠. ديني مدارسو او دارالحفاظونو ته به داسې منظمه پراختيا ورکول کيږي چې د علماوو او قاريانو د روزنې مشکلات په ښه سويه د هيواد د دننه رفع شي او د اسلامي تعليماتو زده کړه په هر ولايت کې په وړيا او منظم طور خلکو ته ميسره شي.
٢١. د قانوني ټولو لارو چارو او د حکومت په ټولو ذريعو او وسائلو په ټول طاقت سره به دا کوښښ کيږي چې ټولنه له اخلاقي فساد او بديو څخه پاکه او هغه اسباب او وسايل ختم شي کوم چې په هغې سره اخلاقي فساد او جرمونه په ولس کې وده مومي.
٢٢. د ولس د اخلاقي روزنې او د عامه او مروجو اخلاقو د اصلاح په لړ کې به په پراخه پيمانه داسې تدبيرونه نيول کيږي چې د هغو په وسيله په خلکو کې له خداى (ج) څخه ويره او د خدا ى (ج) د اطاعت او بندګۍ احساس را ژوندى شي خپل فرايض او مکلفيتونه وپيژني او شرعي قانون ته د احترام ولوله او جذبه په کې پيدا شي او زمونږ اجتماعي ژوند د اخلاقو داسې يوې لوړې مرحلې ته ورسيږي چې په هغې کې د بديو او بدکاريو بنديز او د اجتماعي فرايضو اداء کول يواځې د قانون زور او قوت ته اړ نه وي.
٢٣. د مساجدو ترميم د ديني علماوو او قاريانو روزنه او د امامت درنده وظيفه چا ته ورپه غاړه کول او د امامانو د مادي تکاليفو چاره سازي به د اوقافو مهمه وظيفه وي. د امام او مؤذن مادي تکاليف د خلکو په غاړه اچول د دين او اسلام سپکاوى بلل کيږي.
٢٤. دولت به مکلف وي چې مرتد عناصر د شريعت سره سم محاکمه او مجازات کړي.
٢٥. نامسلمان اقليتونه به د شرعي احکامو سره سم له خپلو جايزو حقوقو څخه مستقيد وي او د دوى په هکله به شرعي حدود کاملاً مراعات کيږي.
٣.د فرهنګ ښوونې او روزنې اصلاحات:-
د پوهنې په ساحه کې:-
مونږ پوهنې ته پاملرنه يو اساسي امر ګڼو او په دې هکله لاندې پروګرامونه لرو.
٢٦.د پوهنې او روزنې د ادارو او پروګرامونو سيستم کاملاً بيرته پاتې شکل دى دلته يواځې فني اشخاص تربيه او روزل کيږي د محصلينو او زده کوونکو اخلاقي. روحي او ديني روزنې ته بالکل پاملرنه نشته په اوسنيو تعليمي موسساتو کې په پراخه پيمانه ذهني او فکري خلا موجوده ده ددې خلا په نتيجه کې هر پريوتى فکر کولى شي دلته وده وکړي.
ټول تعليمي نظام به داسې تنظيميږي چې په هغې کې به د تعليم د لومړنيو نه تر وروستنيو مراحلو دا په نظر کې وي چې دا مؤسسات داسې فني اشخاص تربيه او وړاندې کړي چې اسلامي فکر پوره اندازه په هغو کې وده کړې وي. او د خپل ټاکلي فن مشخص ديني احکام په ياد ولري او همدا راز ددې پروګرام په ټولو اوږدو کې به داسې ديني مضامين تدريس کيږي چې په زده کوونکي کې د خداى (ج) د اطاعت احساس ژوندى وساتي تعليم به تش د علومو تريادونې او لوستلو پورې تړلى نه وي بلکې په هره څانګه کې به اخلاقي او روحي روزنه شامله وي. ترڅو ټولنې ته متقي له خداى (ج) ويريدونکي کارکوونکي وړاندې شي.
٢٧. په تعليمي مراحلو کې به په تدريجي ډول هر مسلمان زده کړې د اسلامي عقيدې او اسلامي ژوند له ضروري احکامو او هداياتو څخه پوهه پيدا کوي او د قرانکريم د لوستلو څخه به د هغه په معنى د پوهيدلو تر حده مخکې بيول کيږي.
٢٨. د علومو د پلټنې او څيړنې له پاره به په لوړه سويه د تحقيق او څيړنې مؤسسات منځ ته راځي او د اسلامي علومو څيړنې ته به په پراخه پيمانه توجه کيږي.
٢٩. داسې لازم تدابير نيول کيږي چې د تعليم د پراختيا کار آسانه کړي او څوک د وسايلو نشت والي په خاطر د زده کړې او تحصيل له ادامې څخه بې برخې پاتې نشي.
٣٠. د هيواد په ټولو ګوټونو کې به د ښوونې او روزنې موسسات جوړيږي.
٣١. دا اوسنى ګډ او مختلط سيستم به چې هلکان او نجونې يوځاى په تعليمي مؤسساتو کې روزل کيږي. کاملاً له منځه ولاړ شي.
٣٢. په تعليمي ادارو او مؤسساتو کې به آزاده علمي فضا منځ ته راځي او پوهنتونونه به د تصويب شوې پاليسۍ په چوکاټ کې په پوره ډول خپلواکي ولري.
٣٣.د ښوونکو لپاره به پوره مساعد شرايط برابريږي او دوى ته به د ژوندانه د لوړې سويې د برابرولو لپاره کافي معاش په نظر کې نيول کيږي ترڅو مستعد استعدادونه دې لور ته تشويق کړي شي.
٣٤. د ښوونکو د اساسي روزنې په لور به خاصه پاملرنه کيږي ترڅو له يوه پلوه وکولاى شي چې په زړه پورې استاذان شي او له بله پلوه وکولاى شي چې د محصلينو او زده کوونکو اوچت اسلامي او اخلاقي تربيت په ښه توګه سرته ورسوي.
٣٥. د استاذانو په وظايفو ګمارلو کې به يواځې د دوى علمي اسنادو ته اعتبار نه ورکول کيږي- بلکې دا به هم په نظر کې نيول کيږي چې دوى د افغانستان د بنيادي اسلامي اصولو مخالف نه وي او د خپلو اخلاقو په لحاظ د نوي نسل د اخلاقي تربيې اهليت ولري.
٣٦. په تعليمي مؤسساتو کې به ضروري نظامي تربيت په نظر کې نيول کيږي ترڅو ځوان نسل د وطن د دفاع لپاره چمتو وي.
٣٧. ټول تعليمي نظام به په رسمي ملي ژبو وړاندې بيول کيږي. دا زيار به ويستل کيږي چې هر چا ته د دوى په مورنۍ ژبه ښوونه وشي او د غير رسمي ژبو د ودې لپاره به لازم تدابير نيول کيږي- د عربي ژبې زده کړې ته به خاصه پاملرنه کيږي.
٣٨. د علمي مؤسسو امران به هغه مسلکي کسان مقرريږي چې په ديني علومو مجهز او د ديندارۍ سمبول او نمونه وي ترڅو زده کړې ورڅخه عملي درسونه واخلي.
٣٩. عسکري قواو ته به د اسلامي جهاد ثبات- استقامت- وفادارۍ- پوهې او درايت منظم درس ورکول کيږي. او د حربي تجهيزاتو ترخوا به په اسلامي هداياتو هم روزل کيږي. ترڅو د استبداد د لاس اله ونه ګرځي.
٤- اداري نظام:-
زمونږ په نظر هيڅ ډول اصلاحي پروګرام تر هغو پورې مفيد نشي ثابتيدلاى ترڅو د هغې د تطبيق لپاره سالمې ادارې له ديندارو وظيفه پيژندونکو او بااهليته اشخاصو څخه منځ ته را نشى- دې هدف ته د رسيدو لپاره مونږ لاندې پروګرامونه لرو:
٤٠. له حکومتي ادارو څخه به د بډې اخستلو. ټګۍ او قانون ماتولو د مخنيوي لپاره مؤثر او اغيزه ناک تدابير نيول کيږي. ټول لازم وسايل به راټوليږي چې د هغو په نتيجه کې د مامورينو په منځ کې د بډې اخستلو خطرناکه ناروغي خپره نشي.
٤١. د هرې اوچتې رتبې مامورين چه په لوړو منصبو ټاکل کيږي د ټاکلو په وخت کې به د ده او د ده د نژدې خپلوانو مالي وضعه تثبيتيږي او بيا به ترپايه څارل کيږي چې په هغې کې دومره زياتوالى ونشي چې د دوى د روا او جائزو عايداتو په نسبت زيات توپير ولري.
٤٢. کوم مامورين چې د خپل معاش په نسبت په اوچته سويه ژوند اختيار کړي اويا څه اضافي شتمني. چې روا مدارک يې معلوم نه وي ترلاسه کړي. سمدستي به ترې پوښتنه کيږي او د اساسي تحقيق نه وروسته به شرعي معامله ورسره کيږي.
٤٣. يوه داسې اداره به جوړيږي چې هغه به د حکومتي مامورينو د ظلم اوتيري او د اختياراتو د بې ځايه استعمالولو مخه نيسي او په دې هکله د دوى په خلاف به دولس شکايتونه او اعتراضات اوري.
د داسې ادارو لپاره به ځانګړي لوايح اوقوانين تصويب کيږي.
٤٤. د رسمي ادارو د بې ځايه لګښتونو مخه به په کلکه نيول کيږي او ملي شتمني به د بيځايه خرڅونو څخه ساتل کيږي.
٤٥. دولتي مامورينو ته به د رسمي وظايفو په وخت کې ټاکلى ملي يونوفورم په نظرکې نيول کيږي او هغه يونوفورم علامې او نښانو نه به چې د لويديځ تمدن د نفوذ په اساس يې رواج موندلى له منځه ځي.
٤٦. د جرمونو د تفتيش او پلټنې په وخت کې به ټول هغه وحشيانه او ظالمانه لارې چارې بنديږي کوم چې نن سبا د پوليسو کرغيړن او ناولي لاسونه ورباندې ککړ دي.
٤٧. د خفيه پوليسو او جاسوسي شبکو بې ځايه استعمالول به بنديږي د ويرې اچولواو وحشت فضاء به له منځه ځي او دا شبکې به د بډې خورو او رسمي مامورينو د څارنې او د جرمونو د بنديز په ليارو کې په کار اچول کيږي.
٤٨. په زندانونو کې د بنديانو سره ټولې ناوړې او وحشيانه معاملې به کاملاً ختميږي. او د اسلامي طريقو سره سم به په هغه کې بدلون راځي زندان به د مجرمينو او ورانکارو د تربيې او اصلاح مرکز وي. چې هلته د باشرفه ژوند د تيرولو اهليت لاس ته راوړي.
٤٩. د مامورينو د معاش په هکله به داسې ضروري زياتوالى منځ ته راځي چې د هغو په وسيله د هيواد نه د باندې تګ انديښنه پاى ته ورسيږي.
٥٠. دولت به مؤظف وي چې عسکري افرادو ته عادلانه معاش وټاکي او د نظامي خدمت لپاره هغه افراد په اوله درجه کې استخدام کړي چې پخپله خوښه او رضا د نورو مشاغلو پرځاى جهاد او اسلامي مقدس خدمت ته چمتو کيږي په هر صورت د ملت د نورو وګړو نظامي تربيې لپاره به هم اساسي تدابير په نظر کې نيول کيږي.
٥١. د هيواد نظامي طاقت ته به داسې سالمه وده ورکول کيږي چې د هيواد د دفاع په جهت کې يو مستحکم دفاعي طاقت وي په دې هکله به زياته پاملرنه کيږي چې د هيواد نظامي طاقت د استعماري قوتونو تراغيزې لاندې رانشي.
٥- اقتصادي نظام:-
هغه اقتصادي روابط او مناسبات چې نن سبا زمونږ په هيواد کې د اقتصادي نظام په بنسټ ولاړ دي. ترپايه د ظلم او بې عدالتۍ په اساس يې ټينګښت موندلى- دلته د غيراسلامي نظامونو ټولې ناروا وې ظلمونه فساد را يوځاى شوي او د حکومت غلطې اقتصادي پاليسي دې خرابيو ته لاهم پراختيا ورکړې.
ترڅو په دې نظام کې بنيادي تحولات رانشي امکان نلري چې عدل او انصاف قائم شي- دا بنيادي تحولات به هرومرو د اسلامي اصولو په رڼا کې سرته رسيږي او د وګړو بنيادي حقوق به خوندي ساتل کيږي.
اسلامي لارښوونې د اقتصادي نظام په هکله واضح او څرګند احکام لري او اسلامي فقهې په دې هکله پوره توضيحات کړي- زمونږ اقتصادي نظام به په دې اساسي احکامو او څرګندو فقهي توضيحاتو ولاړ وي.
د اسلامي نظام اقتصادي سياست په دې اساسي موادو مشتمل دى:
١. د اقتصادي نظام په ټولو اړخونو کې د عدل او انصاف مراعات.
٢. د ظلم- ناروا- استثمار ټولې بڼې ختمول.
٣. ولس ته د کارکولو او ګټې اخستلو يو شان مناسب شرايط برابرول.
٤. د لوږې او فقر په ضد مبارزه او په دې لار کې پوره کوښښ کول چې د هيواد هر اوسيدونکى د ژوندانه له طبيعي حقوقو څخه بې برخې نشي.
٥. په ملي او اجتماعي شتمنيو کې عاملانه او عادلانه تصرف.
د پورتنيو اهدافو د ترلاسه کولو په منظور زمونږ پروګرام په څلور برخو ويشل شوى.
الف- کرهڼه:-
د يوې ډيرې اوږدې مودې راهيسې په دې هيواد کې د يوظالمانه او غيراسلامي نظام د جريان له کبله کومې لوړې ژورې او بې عدالتۍ چې د ځمکو د ملکيت او ګټې اخستلو په هکله شوې دي د دې بې انصافيو د ختمولو لپاره به شرعي تدابير په نظر کې نيول کيږي.
٥٢. هغه ناروا ملکيتونه به چې د حکومتي قواو د ناوړه او بېځايه استعمال په اساس د قدرت څښتنان يې د زور، ظلم او زياتي په نتيجه کې خاوندان ګرځيدلي دي د شرعي اصولو سره سم لغوه او خپلو مستحقو کسانو ته سپارل کيږي.
٥٣. دولتي ځمکې به په بې ځمکې بزګرانو او بيا هغه مالکانو ته چې د اقتصادي حد نه کمه ځمکه ولري وړيا او په اسانو قسطونو ورکول کيږي- او په دې هکله به د اوليت حق د نزدې علاقې خلکو ته حاصل وي داسې نه چې په ظالمانه او جابرانه توګه د غير مستحقو خلکو منګلولو ته ولويږي.
٥٤. ټول هغه اسلامي قوانين چې د کرهڼې په هکله ايښودل شوي دي د هغو پاملرنه به په کلکه سره کيږي- او به دې لړ کې په ټولې غيراسلامي لارې چارې کاملاً بنديږي.
٥٥. تروسه وسه به دا زيار ويستل کيږي چې د دولتي ځمکو د ويش په وخت کې هر بزګر او کروندگر ته دومره مځکه ورکړل شي چې د دوى شرافتمندانه ژوند خوندي وساتلى شي.
٥٦. دا هڅه به وشي چې د ځمکې خاوندانو او بزګرانو ته د هغوى د حاصلاتو روا او معقول قيمت په لاس ورشي او د دوى يوه برخه فايده د منځه ګړي جيب ته ونه لويږي په تيره بيا د پنبې په هکله.
٥٧. بزګرانو ته به د کرنې په زړه پورې الات وسايل- ښه تخمونه او سره تهيه کيږي.
٥٨. بې له سوده به تعاوني پورونه بزګرانو ته د مرستې په توګه ورکول کيږي.
٥٩. د ځنګلونو د ساتنې پراختيا ښه استعمال او له هغې څخه د مناسبې ګټې اخستلو لپاره به لازم تدابير نيول کيږي خو د مال دارانو په څړ ځايونو او د خلکو د ورځني معاشرې د اړتياو د پوره کولو په ځايونو به قبضه نه کيږي.
٦٠. د ځمکو حاصل خيزه برخې به په هغه صورت کې چې اسلامي او اقتصادي قوانين يې ونه غواړي د صنعتي او نورو مقاصدو لپاره د استفادې وړ نه ګرځي.
٦١ همدا راز په هيواد کې به د مالدارۍ ودې ته پوره توجه کيږي د مالدارانو د تشويق لپاره به هغوى ته پوره اسانتياوې برابريږي- او د مال د څړ ځايونو د ساتنې لپاره به لازم اقدامات کيږي.
٦٢. په هيواد کې دخوراکي موادو د کموالي چاره به په لاندې طريقو سره کيداى شي.
الف. هغه د کرنې وړ ځمکې به چې بيکاره پرتې دي تر کرنې لاندې نيول کيږي.
ب. شاړې ځمکې به ودانې او د کرنې لپاره به چمتو شي.
ج. د ويالو او بندونو د ايستلو لپاره به لازم کوښښونه کيږي ترڅو بې اوبو حاصل خيزه ځمکې او د شتې ترکرنې لاندې راوستل شي.
د. د خوراکي موادو د چارچلند به هکله به داسې لازمي تدابير نيول کيږي د کومو په وسيله چې د خوراکي موادو د کموالي اوګرانښت پوره مخنيوى وشي- هم کروند ګرو ته د منلو وړ اومناسب قيمت په لاس ورشي او هم اخستونکو او مصرف کوونکو ته په مناسب قيمت تر لاسه شي.
ﻫ. د خوراکي او تجارتي حاصلاتو په منځ کې به داسې انډول قائم کيږي کوم چې د هغې په نتيجه کې د خوراکي موادو کموالى منځ ته رانشي.
٦٢. په کليو کې به داسې لاسي صنايع وده مومي کوم چې بې وزلي او بې کاري ورکه او د کروندګرو خلکو په عائيداتو کې زياتوالى راشي.
ب. تجارت او صنعت:-
د تيرو حکومتونو د ناوړه پاليسيو په وجه چې شتمني او ثروت د ټاکلو کسانو په لاس کې پنډه شوې او لالګيا دى پنډيږي د دې د مخنيوي او پڼدې شويو سرمايو د خپرولو او په ملي ګټو کې د پکار اچولو د پاره به لاندې تدابير نيول کيږي.
٦٣. سود- جواري- ناروا پيرودل احتکار او دمال د ګټو ټولې هغه ناروا اوناجائزې لارې چارې به کومې چې اسلام حرامې کړي قانوناً له منځه ځي او د شتمنيو دګټلو يواځې حلالې لارې به په رسميت وپيژندل شي- همدا راز د هغو شتمنيو په هکله به شرعي معامله کيږي کوم چې په غيرشرعي طور په خصوصي ملکيت کې راغلي وي.
٦٤. د کمپنيو او بانکونو انتظام به هسې اشخاصو ته سپارل کيږي چې د شريکانو او برخه لرونکو انتخاب شوي نمايندگان وي.
٦٥. د وړو او محدودو شرکتونو لپاره به هم د پور ورکولو د په نظر کې نيولو سره تر څنګ سم د دوى د تشويق لپاره لازم اقدامات کيږي.
٦٦. د محصولاتو د نرخونو په ټاکلو او تشخيص کې به حکومت داسې تدبيرونه نيسي کوم چې نه مستهلک او نه د فابريکو خاوندان زيانمن شي.
٦٧.د شرکتونو او فابريکو خاوندان به مکلف کيږي ترڅو ضروري سامان (لکه ماشينونه پرزې- صنعتي مالونه....) توليد کاندي او د غيرضروري او تجملي شيانو له توليد څخه به ځان ژغوري.
٦٨. د هيواد د داخلي اړتياوو تر سره کولو ته به تر ټولو نه مخکې پوره اهميت ورکړل شي.
٦٩. يواځې هغه صنايع به دحکومت تر کنترول لاندې وي چې حياتي نقش لري او دهغو چار چلند په خصوصي توګه اجتماعي ګټې زيانمنې کوي نور نو مونږ د عام ملي کولو طرفدار نه يو.
٧٠. بانکي سيستم به هرومرو د اسلامي اصولو سره سم د مضاربت او تعاوني مرستې په بنا اصلاح کيږي.
٧١. د ګران هيواد څخه د دفاع په خاطر مونږ د اسلحې جوړولو صنعت ته زيات اهميت ورکوو.
٧٢. ثقيله صنايع به منځ ته راځي او د وړو صنايعو د انکشاف او پراختيا لپاره به لازم تدابير په نظرکې نيول کيږي او په دې لاره کې به د باندينيو هيوادونو له تجربو څخه ګټه اخستل کيږي.
٧٣. مونږ د دې طرفدار يو چې د صنايعو د خورولو کار بايد په مناسبو منطقو کې پراختيا ومومي او يواځې په څو خاصو منطقو کې راګير او مخصوص نکړى شي.
٧٤. د هيواد د صنعتي کولو به ترځ کې به کار او اړتيا ته ترسرمايې زيات اهميت ورکول کيږي.
٧٥. دولت به له خپلو داخلي فابريکو څخه پوره حمايه کوي او د هغو شيانو په واردولو په بنديز لګول کيږي کوم چې په داخل کې په کافي اندازه توليد کيږي.
ج. د ټيټې رتبې د مامورينو او کارګرانو حقوق:-
٧٦. دمعاش دا اوسنۍ وضعه به چې غير عادلانه ده په تدريجې توګه اصلاح کړى شي او دا به تل په نظر کې وي چې د وخت د شرايطو سره سم د بيو له خيال ساتلو نه پس د معاش اندازه على الاقل دومره وي چې د يوې کورنۍ اولنۍ ضروري اړتياوې ترسره کړي. د بيې د ښکته والي او پورته والي سره سره به د معاش اندازه اصلاح کيږي.
٧٧. د ټيټې رتبې مامورينو او ملازمينو ته د هستوګنې- د رمل او د اولاد د ښوونې او روزنې په لړ کې به مناسبې اسانتياوې برابريږي. په ټولو صنايعو کې د کارګرانو او کارکنانو د معاش په هکله به داسې اقدام کيږي چې د پورتنيو شرايطو په نظر کې نيولو سره سره به دوى د فابريکو په ګټه کې د برخې څښتنان وګرځي- ترڅو د دوى دلچسپي او پاملرنه د فابريکو د پرمختګ په هکله پيدا شي.
78. د کار داسې قوانين به تصويب کيږي چې (سرمايې اوکار) په منځ کې د تعاون او مرستې په بناء تناسب ټينګ کړى شي او د کارګرانو جايز حقوق تر پښو لاندې نشي د کارګرانو اود فابريکود خاوندانو په منځ کې د شخړې او جنجال په صورت کې به د فيصلې او روغې داسې اسلامي طريقې انتخاب او غوره شي چې په هغې سره سم انصاف قائم کړى شي.
٧٩. حکومت به د کوچنيو ماشومانو څخه د کاراخستلو نه ډډه کوي او د کوچنيانو د مناسبې ودې لپاره به لازم اقدامات نيسي.
٨٠. د ښځو او نارينه و يو ځاى کار کول به منع او په دې هکله به د اسلامي اصولو پوره مراعات کيږي.
٨١. د ناروغتيا او هغه پيښو په صورت کې چې د کار په وخت کې کارګران له صحي او جسمي پلوه زيانمن شي د دوى د علاج او درمل انتظام به کيداى شي. او په کوم صورت کې چې کارګران ددې حادثاتو په نتيجه کې د کار کولو امکان هم د لاسه ورکوي منصفانه بدله به ورکول کيږي. د تقاعد په حال کې به ورته تقاعدي معاش ټاکل کيږي.
٨٢. هر چا ته به دا حق حاصل وي چې خپل روا او جايز حقوق مطالبه کړي حکومت به د شکاياتو د اوريدو کار پوره اسانوي.
د. عام اقتصادي اصلاحات:-
٨٣. حکومت به زکاتونه- صدقات- عشر .... راټولوي او په خپلو شرعي مواردو کې به يې لګوي او ټول محصولات کوم چې شرعي اساس نلري له منځه وړل کيږي.
٨٤. د هيواد د اقتصادي پاليسۍ په تعين کې به د خلکو ټاکلي نمايندګان برخه اخلي او د شورى د تصويب نه وروسته به تر اجرا لاندې نيول کيږي.
٨٥. د دولت خزانه به له حرامو پانګو څخه پاکه او سوچه کيږي.
٨٦. په حرامو او ناروا لارو کې به د شتمنيو لګښت جداً منع وي او په اسراف او بې ځايه لګښتونو به اساسي بنديزونه لګول کيږي په حکومتي نمايشي ودانيو
ج
به د بې ځايه لګښتونو څخه ژغورنه کيږي.
٨٧. هغه عوامل چې د بيو د پورتوالي او ګرانۍ وسايل برابروي پاى ته رسول کيږي.
٨٨. د لټۍ بيکارۍ د پاى ته رسولو لپاره به لازم کوښښونه کيږي.
٨٩. په ټيټه بيه به د دوا درمل چاره کيږي.
٩٠. د شفاخانو او روغتونو د پراختيا لپاره به لازم ګامونه پورته کيږي.
٩١. د بيت المال څخه به ړندو اوبې وزلو وګړو ته کافي معاش چې لباس او طعام يې تامين شي او سوال و گدايۍ ته مجبور نشي. په منظم طور ورکول کيږي او ترمنظمې ديني تربيې لاندې به نيول کيږي.
باندنى سياست:-
په خارجي پاليسۍ کې به هم د داخلي سياست په څير د خپلو اسلامي اصولو په بناء اساسي تصرف کيږي او يو داسې سياست به غوره کيږي چې ددې هيواد پر بنيادي اصولو ولاړ. او ددې اصولي غوښتنو ترسره کوونکى وي- ددې حزب پاليسي په دې هکله په لاندې اساسي ټکو مشتمله ده.
٩٢. مونږ به د حق او عدالت د تحقق له پاره د مبارزې بيرغ اوچت ساتو او د زور ظلم زياتي سره به په کلکه جنګيږو په معاملاتو کې به له رښتين والي نه کار اخلو او نورو ته به هم د صداقت توصيه کوو- خپلو تعهداتو ته به پوره احترام لرو.
٩٣. مونږ په نړۍ کې د صلحې او امنيت طرفداران يو چې د تحقق له پاره يې هيڅ ډول فداکاري نه سپموو. خو مونږ يواځې د جنګ نشتوالي ته صلح او امنيت نه وايو د امنيت او صلحې څخه زمونږ مقصد دا دى چې په ټوله نړۍ کې حق او عدالت قائم شي- داسې مساعده او آزادانه فضا منځ ته راشي چې په هغې کې هيڅ ډول اختلافات او شخړې وجود ونلري. او څوک د چا په جايزو حقوقو تيرى ونشي کړاى اود چا د ارامۍ او پرمختګ په مقابل کې بنديزونه منځ ته رانه وړي. البته دې ستر هدف ته رسيدل هلته ممکن دي چې اسلامي نظام د ژوندانه د سمون او لارښوونې له پاره عملا ومنل شي.
٩٤. مونږ د استعمار- استثمار او استبداد ټولې بڼې په کلکه غندو او استعماري نظام د عدل او انصاف څخه خلاف کار ګڼو. او د ټولو شخړو او مخالفتونو اصلي سبب د استعماري ظلمونو موجوديت بولو.
٩٥.د ختيځ او لويديځ استعمار سره يو شان مبارزه د ټولو وګړو اساسي وظيفه شميرو. او د پاى ته رسولو له پاره يې هلې ځلې په ټول توان سره کوو.
٩٦. مونږ به د اسلامي اصولو سره سم د هغو وروسته پاتې ملتونو تائيد او ملاتړ کوو کوم چې د استعمار په منګولو کې راګير دي.
په تيره بيا په نړۍ کې د هغو مسلمانانو ملتونو سره کوم چې د ظلم تيري او استعمار په لاس کې محکوم دي زمونږ همدردي او مرسته به تل پايښت لري.
٩٧. مونږ د نړۍ ټولو ملتونو سره د متقابله ښيګڼې او تعاوني روابطو ساتل غواړو ولې هيڅ کله داسې تائيد- ملاتړ- دوستي او تړون- ته تيار نه يو چې هغه زمونږ له اصولو او عقايدو څخه مخالف وي او يا زمونږ ملي ګټو او منافعو ته زيان رسوي او يا د داسې تړون له کبله زمونږ په آزادۍ او خپلواکۍ کې ناوړه اغيزه وکړي- او هيڅکله دې ته هم چمتو نه يو چې داسې يوه هيواد سره د دوستۍ دا رنګه اړيکې ټينګې کړو چې د هغو په اساس د دوى عقايد او نظريات ملت ته رادننه شي او ياد دوى د اصولو د تبليغ او خپرولو وظيفه په غاړه واخلو- او د هيواد دروازې د دوى پر مخ پرانيزو.
٩٨. مونږ د نړۍ د لويو استعماري قدرتونو له مسابقو څخه د هيواد ساتل غواړو او په هيڅ يوه بلاک کې د شامليدو غوښتونکي نه يو.
٩٩. په بين المللي مسائلو کې به دولت هيڅکله هغه تصويبونه محترم ونه ګڼې کوم چې د اسلامې نصوصو څخه صراحتاً مخالفت ولري.
١٠٠. له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ دوستانه علائق قايمول غواړو او په دې لاره کې چې اسلامي ملکونه د مشترکو اهدافو په محور سره رانژدې شي د پوره پوره زيار او کوښښ ټينګار کوو. او د دې غوښتونکي يو چې په اوسنيو شرائطو کې د اسلامي نړۍ د ټينګښت او پايښت له پاره د عمل ديووالي احساس راژوندى شي په لاندينيو مواردو کې د اسلامي ملکونو له پاره يو مشترک تجويز لازم ګڼو.
الف. دا چې اسلامي تهذيب او مدنيت راژوندى او د غير اسلامي مدنيتونو له نفوذ څخه په کلکه مخه ونيول شي.
ب. په ګډه سره په اسلامي ملکونو کې د اسلحې د جوړولو صنعت ته دومره پاملرنه وشي چې دا هيوادونه يوځل بيا په خپلو پښو ودريږي.
ج. عربي ژبه د مسلمانانو د بين المللي ژبې په حيث په رسميت وپيژندل شي او د خپرولو لپاره يې ګډ کوښښونه په کار واچول شي.
د. د اسلامي هيوادو د لانجو- شخړو او کشالو د حل لپاره يوه اسلامي بين المللي محکمه جوړه شي.
ﻫ. اسلامي هيوادونو ته د تګ راتګ اسانه شرايط برابرول.
و. په خپلو منځو کې د مالي چارچلند او تجارت د پراختيا له پاره لازم تدابير نيول.
ز. په مختلفو ملکونو کې د مسلمان اقليت سره چې تر ظلم او تجاوز لاندې شپې او ورځې تيروي اساسي مرسته.
(ومن الله التوفيق))
ننګیالی
01.09.2010
په بحثونو کې له تاسو سره د نوې ملګرتیا په مناسبت تاسو ته سلامونه او نیکې هیلې ډالۍ کوم.
حقیار صیب چې د اسلامي ګوند کومه مرامنامه له تنویر مجلې څخه راکاپي کړې ده زه یې په اړه لاندې ټکي ویل غواړم:
په مجموع کې مرامنامه کوم نوي څه په خپله لمن کې نلري د اسلامي ګوند پیژندل شوي شعارونه او اعلامیې دي چې د مرامنامې په شکل ترتیب شوي دي.
البته یو د پاموړ ټکی مې ترسترګو شو هغه دا چې د حکمتیار ډله تراوسه پورې د حزب، ګوند یا تنظیم ترنومونو لاندې پیژندل کیده او پخپله د حزب رهبر ګلبدین حکمتیار هم دا ډله د ګوند او تنظیم په نامه یادوله، خو په دې مرامنامه کې د حزب له تاسیس څخه وروسته د لومړي ځل لپاره د حزب لپاره د تحریک لفظ کاریدلې او کوښښ شوی حزب د تنظیم له درجې څخه د تحریک درجې ته ورسوي کوم چې د معنا له پلوه د تنظیم په پرتله پراخ مفهوم لري.
زما په اند ددې نوښت اړتیا به د مرامنامې لیکوال ته د لاندې فقرې د لیکلو پر وخت شوې وي، په کومه کې چې حزب اشارةٌ د طالبانو تحریک یادوي چې عقلا یو کوچنی تنظیم حق نلري د تحریک په وړاندې ودریږي تنظیم دې د تحریک تابع وي.
[quote:228e99c1c2]د افغانستان خپلواکي- يووالى او ارضي تمامييت ساتل د دې تحريک مهمه وجيبه ده.
ټول هغه تحريکونه چې ددې خاورې د تجزيې لپاره ژبني- منطقوي نژادي او طبقاتي تعصبات راپاروي زمونږ له کلکې مقابلې سره به مخامخ شي[/quote:228e99c1c2]
د مرامنامې د لوستلو په نتیجه کې مې دا حس کړه چې د لیکوال بنسټیزه موخه د طالبانو د حکومت وزن کمول ده کوم چې د حزب مشرتابه یې په خپلو لیکنو کې د رژیم په نامه یادوي، لیکوال په غیر اختیاري توګه د رژیم کلمه هم کاروي او په داسې ځای کې چې هلته د رژیم کلمه هیڅ معنا نلري او د حکومت لفظ صحیح راځي خو لکه چې مخکې مې نغوته وکړه مرامنامنه د طالبانو په تحریک (رژیم) راڅرخي.
[quote:228e99c1c2]په دې اساس هيڅوک دا حق نلري چې د کوم استبدادي او مطلق العنان رژيم د ټينګښت او استحکام لپاره کوښښ روان کړي[/quote:228e99c1c2]
په مرامنامه کې د عامو انتخاباتو یادونه شوې کوم چې هیڅ شرعي حیثیت نلري.
[quote:228e99c1c2]١٢. د آزادانه انتخاباتو په بنا به پارلمان منځ ته راځي- پارلمان به د وطن د باديانته افرادو څخه متشکل وي. [/quote:228e99c1c2]
لکه څنګه چې مو وویل لیکوال حزب ته له تنظیم څخه تحریک ته ترفیع ورکړه، خو د مرامنامې په پاتې فقرو کې لیکوال خپله حوصله بایللې او نیغ په نیغه دولت ته رسیدلی.
د مرامنامې ستره نیمګړتیا دا ده چې حکومت ته د حزب د شخصي ملکیت په سترګه کتل کیږي، لکه مخکې چې یادونه وشوه حکومت به د عامو انتخاباتو له لیارې رامنځته کیږي خو مرامنامه له دې لحاظه نیمګړې ده که چېرته حزب په انتخاباتو کې شکست وخوري دولت یې ګوتو ته ورنشي او لکه د اوس په شان د یو ګوند په توګه پاتې شي بیا به د حزب مرامنامه څه وي؟
داسې ښکاري چې حزب د یو اسلامي حکومت په چوکاټ کې ځان د یو ګوند په توګه علی الاقل اټکل کولای هم نشي او له اول څخه تر اخیره پورې د دولت لپاره مرامنامې جوړوي.
زما مشوره لیکوال ته دا ده چې په مرامنامه کې یوه ماده داسې ورزیاته کړي چې:
۱۰۱.: حزب یوازې او یوازې هغه وخت د حکومت کولو حق لري چې د عامو انتخاباتو له لیارې لاسته ورشي لکه څنګه چې یې همیشه غوښتنه کړې او د ټوپک په زور به د عامو انتخاباتو غوښتنه نکوي.
۱۰۲. که چیرته حزب په عامو انتخاباتو کې له ماتې سره مخامخ شو:
الف: حزب به د خپل شرعي مکلفیت له مخې د هغه چا بشپړ اطاعت کوي چې د عامو انتخاباتو په نتیجه کې حکومت لاسته ورغلی وي.
ب: د هیڅ راز بغاوت او شورش کوښښ به نه کوي.
ج: که چیرته دې حکومت حزب منحل اعلانوو حزب به یې مخالفت ونکړي او رهبر به یې د یو عادي وګړي په توګه ژوند ته ادامه ورکړي.
که چیرته د تنویر مجله په راتلونکې ګڼه کې پورتنۍ مادې هم ورزیاتې کړي نو خلکو ته به څه ناڅه دا یقین حاصل شي چې حزب هم له حکومت کولو څخه تېریدای شي !