اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د سهوې سجده
      
      01.09.2010
    
السلام عليکم و رحمة الله !
پوښتنه :
 د سهوې سجده د واجبو په ترک او  د فرضو په تاخير لازميږي، نو  :
د سهوې د سجدې لزوم څشی دی ، واجب ده  ؟
که واجب وي  نو  :
 آيا په يو تش رکعت  کې  سهوا ً په سورة ويلو سره  د فرض رکوع تاخير  او  د درود شريف پواسطه  د لومړۍ  قاعدې  په  غځولو سره  د قيام 
د فرضو تاخير   واقع  کيږي (؟)  او  د سهوې  سجده  واجبيږي که نه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
زما په اټکل د يوه رکن صرف غځولو ته به دبل رکن تاخير نه وايي او که څنګه ؟؟؟؟؟؟؟
      M Tahir
      27.09.2010
    
محترم پتوال صاحب
اسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
د فرضو پۀ تاخير سره هم سجده سهوه لازمېږي . يعني که د فاتحې پۀ سورت پسې سورت وځنډوې (د احنافو پر وړاندې د درې ځلې سبحان ربي العظيم پۀ مقدار)نو د سهوې سجده درباندې لازمه سوه دغه راز تر تشهد (التحيات) وروسته هم پۀ همدې اندازه زيات کېښناستل د سجدې لزوم واقع کوي (البته د احنافو پۀ مذهب کې )
د سهوې د سجدې فارموله : د فرضو پۀ تاخير،د  فرضو پۀ تکرار، د واجبو پۀ تاخير، دواجبو پۀ تکرار او د واجبو پۀ ترک سره سجده لازمېږي[color=white:e2edae41ab]  البته د فرضو پۀ ترک سره د لمانځۀ اعاده کول ضروري دي[/color:e2edae41ab]
پۀ مينه
ستاسو طاهر
      سپیلنی
      27.09.2010
    
محمد طاهر خانه ډیره مننه چې د سهوې سجده مو شرحه کړې ده.
او د سهوې سجدې فارموله مو وړاندې کړه.
خو ستاسو په لیکنه کې یوه املايي سهوه لیدل کیږي هغه دا چې تاسو لیکلي:
[quote:1118229805][color=red:1118229805]اسلام[/color:1118229805] عليکم و[color=red:1118229805]رحمته[/color:1118229805] الله وبرکاته [/quote:1118229805]
رنګ شویې کلیمې داسې لیکه:
السلام.................
ورحمة.................
نور زه خپله هم نه پوهیږم چې ولې به داسې صحیح وي ځکه چې زه په خرپ امي یم او د عربي لیکدود سره هم چندان اشنايي نلرم خو د مشرانو نه مې اوریدلي چې داسې باید ولیکل شي.
ستاسو سپیلینی
      M Tahir
      19.10.2010
    
دروند سپېلنی وروره
ژوندی او ګړندی اوسې٠ ياره يو دا نوم خو دې هومره   خوږ دی څومره چې کلاسيک دی . هغه د کلي ژوند يې راياد کړ چې پۀ کوچنيتوب کې تللی وم او کله کله به مې له غونډيو سپاندې او سپېلني راوړل .
او منندوی مو يم چې ليکنيزو تېروتنو ته مو متوجه کړم . ياره يو خو هغه د اردو دانو پۀ دود پۀ خوند ان پړه يم اوبل اکثر ه مې د موږک لکۍ نيولې وي ځکه ځينې ټکي همداسې ليکم .
پۀ مينه
ستاسو طاهر