نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دعمل خبری ، په عمل خبری اوڅوک عمل ته تیار دی ؟
tandar
28.08.2010
دعمل خبری ، په عمل خبری او څوک عمل ته تیاری دی
ورونو سلامونه٠
سهر وختی دی په خدای که مخ هم مینځلی وی مګر د ځنو ورونو ليکنې مې چه ولوستلې نو مجبور شوم چه دوه ټکی نوشته کړم٠
تاسو خپله ټولی خبری ځواب کړیدی ٠
خدای پوښتانه دومره بد تره کړل چه نن داکثریت په حال کی دسپی او سړی احتیاج دی ٠
زما سوال دادی چه ولی ؟
علت ې څه دی ؟
اکثریت دی او غیرت هم لری، مګر نن تر ټولو بدبخته دی ،ولی؟
ولی دټولو دلوبو اله ګرځیدلی دی؟
ولی په سرو سترګو ناست او ژاړی ؟
زه دا ځواب لرم چه پوښتانه دسر سړی نه لری ،اتفاق نشته،ددوی دراټولیدو کار مګر خدای وکړی، ځکه چه ددوی په سر کی دمغز پر ځای واښه پراته دی او واښه هیڅ وخت کی خپله اینده نشی سنجولای٠
دوی به ې نوره هم په سر وخوری چه هغه وخت به وخت تیر وی٠
دحل لاره اتحاد دی ، ملی پاڅون دی اوپه یوه ملی رهبر راټولیدل دی او یوه سربازی په کار ده، نو بیا به دیوه انسان ژوند ولری او دنیا به ورته دانسان په سترګه وګوری٠
اوداکار ورونو عمل غواړی نه خبری ٠
پتوال صیب دی مخکی شی او دا تاریخی افتخاردی وګټی او بس٠
مننه٠
28.08.2010
باوري صيب له حسن نظر نه مو ډيره مننه ، خو تاسې ولې پتنګ صيب نه راټينګوئ چې دغه مقدسه دنده په غاړه واخلي،
پتنګ هم د عمل سړی دی، هم قاطع دی، هم تجربه لري، هم پاک سړی دی ، هم له طالبانو سره پيژني او د طالبانو بي قيدو شرطه ملاتړ
ته خلک رابولي ، ښايي له طالبانو سر بيره د يو مستقل ملي سياسي غورځنګ رامنځته کول هم زياتي او بې فايدې شغل وبولي
او هم پتنګ صيب له تاسو سره نږدې اوسيږي . داچې تاسو واياست افغانان مشر نه لري - نو اول له پتنګ صيب سره دا خبره سپينه کړئ چې ملاعمر
د افغانانو مشر نه دی ، او که منئ چې ملا عمر د افغانانو ملي مشر دی، بايد لومړنۍ ادعا مو واپس واخلئ او زما
په شمول ټول افغانان د ملاعمر مشرۍ منلو ته راوبولئ، نور خو هرڅه تيار چمتو دي ، جهاد روان دی او دعمل ډګر صرف د طالبانو
ليکو ته ورداخلېدل دي او بس !
او که نه په ټول افغان کې تر هغه پورې بحث ته دوام ورکړئ تر څو چې يو واحد ملي نظر ته ورسيږو، فعلا خو تر اوسه له ما، تا او پتنګ صيب
پرته څلورم چاکوم نظر هم نه دی څرګند کړی . او
[color=red:6de6533992]
که به زما په وزله کيږي ..... خپل سر به زر وارې قربان له وطن کړمه ![/color:6de6533992]
عنوان
tandar
28.08.2010
زمونږ نقص همدغه دی چه دخیرکاروی او دټول ملت خوشبختی په کی وی ، یو پر بل ې ورغورزو٠
په دی قهرمانه قدم کی نه غرزی ، نه ملا عمر او نه کوم خارجی سیاستمدار ته ضرورت شته٠
دا به یوه همه جانبه او دخیر داسی یوه پروسه وی لکه ،،دریمګړی،، او په دی کی ستاسو په مشری داسی انسانان په کار چه څوک ورته ،،قاتل، رهزن، او دنورو جنایتونو ګوته ونه شی نیولی٠
په داسی خلکو باندی دا دردیلی ملت په خپله راټولیږی.
دملا عمر نه ،داوسنی ګوډاګی ،،شاه شجاع،، دولت،او دپخوانیو کمونیستانو چه په زرهاو انسانان ې ژوندی تر خاورو ګړه دا ټول ملت سر ټکوی او نه پری اعتبار کوی٠
که ورته قرانونه هم وخوری دوی خپل اعتبار عملی له لاسه ورکړی دی٠
دا نوی پروسه چه ستا سو په مشری مینځ ته راشی ،نو دا دریو و خواونه، ځپلی ملت درسره ودریږی لکه دا زه چه چیغی وهم دا ددی ځپلی ملت غږ دی دا ټول له خدایه یو وطنپرست ،پاک او یو ملی شخصیت غواړی او ځان پری وژنی٠
زه درته په همدغی روژی قسم خورم چه دا دریواړه ډلی به په خپله تسلیمیږی بدون له خون ریزی نه او نور جنایت کاران به چیرته ځانته دپناهنده ګی سوړه لټوی٠
دا کار په نوشتو نه کیږی دا یو قوی عزم او اراده او متانت او فداکاری غواړی.
ګاندی په هغه یو متر قد او اسکلټ ځان باندی خپلی خاوری ته څه تاریخ پاتی کړو
شاید تاسو له هغه نه تکړه او ځوان وی او داسی قربانی هغه وخت سړی کولی شی چه په وینه کی ملی درد او احساس ولری نه په خوله ٠
او پتنګ صیب دی خدای راته ژوندی لری هغه یو وړوکی ځوی لری چه له ځانه هم ورباندی ګران دی نو له همدی مشکله په غونډو کی زیات نشی پاتی کیدلای
د قطار په اول او اخر کی مو یوا ځی نه پریږدی دهغه درد تر ټولو زیات دی٠
مننه
28.08.2010
دروند نظره وروره باوري صيب دروند اوسې ، خو زه نه پوهيږم چې په څشي زما ليکنې دومره په درندو کاڼو تلې ، له تاسو پرته خو زه بل څوک
نه وينم چې زما ليکنو ته دوه توته ارزښت هم قايل شوی وي او يا زما په خوله څوک تش ببياز هم وخوري !
په سياسي کړيو کې ټول زما مخالف نظر لري ، ځکه چې زما غوښتنې ترې ناممکنې غوښتنې دي ، زه خو :
١- له طالبانو څخه د خپل ملت له پاره لږ تر لږه امت واکي غواړم ، هغه امت واکي چې د راشيدينو خلفاو لرله ، چې د مسلمان امت له بيعت او انتخاباتو پرته يې
خلافت نه کاوه .
٢- زه له طالبانو څخه ملي استقلاليت او سوچه افغانيت غواړم چې د هېڅ ګاونډي يې په مشرتابه کې لاس ونه لري . دا شرطونه راسره له ولس پرته کوم طالب مني ؟
٣- همدارنګه زه له کمونستانو څخه اسلاميت ، افغانيت او ولسواکي دريواړه غواړم چې يو هم په کې نشته نو څنګه به يې راسره ومني ؟
٤- زه له دموکراتانو څخه اسلاميت او افغانيت غواړم ، دا ترې غواړم چې د غربې ليبرالې دموکراسۍ سره د تل له پاره خدای پاماني
وکړي او ملي اسلامي ولسواکۍ او امت واکۍ ته تن کيږدي ، هغه ولسواکي چې لږ تر لږه اوامر( فرض او واجب) له استثنا پرته پلي کوي او له
له نواهيو (حرامو ) څخه په کلکه ډډه کول غواړي !
هو! ملي اسلامي ولسواکي د قرآني اوامرو په عملي کولو او د نواهي يا حرامو په مخنيوي کې
بالکل ديکتاتوري ده او ددې ديکتاتورۍ په تلسټ به ټولې نورې ملي ولسواکه چارې ولاړ ې وي او دا به د اساسي قانون لومړۍ ماده وي !
هېڅ دولتي ارګان به له جمهور رئيس څخه نيولې تر والي او ولسوال پورې يو هم له آزادو، عامو، سري او عادلانه انتخاباتو پرته نه ټاکل کيږي !
صرف لياقت او تقوا به د کار او وظيفې معيار وي !
د قانون په چوکاټ کې به مطبوعات، رسنۍ او ژورنالستي کواندتياوې مطلقا آزادې وي .
نو دغه شرطونه به کومه سياسي ډله له ما سره ومني؟؟؟؟
حال داچې زما په اند همدغه اصول او ارزښتونه د ټول افغان مسلمان ولس دزړه د تل غوښتنې او پخواني آرمانونه دي !
ټولې ډلې چې له بهرني لاس سره ښکېل دي ولسواکي که هر څومره ملي او اسلامي هم وي نشي منلی ، نو برعکس څوک يې چې نه مني حتما ً له
بهرني لاس سره ښکېل دي ، ځکه خو له ديکتاتورۍ پرته شکر يو ګام هم د خپلو بادارانو له پاره نشي پورته کولی، مګر داچې ملي اسلامي ولسواکي سبوتاژ کاندي او بس !
سلامونه
tandar
28.08.2010
ډیر ډیرسلامونه او احترامونه٠
اوس میلمانه هم لرم او په اخر دمیاشت کی دومره اداری کار لرم چه نور ې ستړی کړی یم٠
ستاسو با ارزخته لیک ته حتمی راځم اوس مو په اسانه له لاسه نه ورکوو یابه دا ټول افغان پریږدو او یا به یوه لاره دحل پیدا کوو٠
په انو او بانو باندی به سره ځان نه خلاصوو٠
او شاید پتنګ صیب هم زما دنظر تاید وکړی٠
تر وروسته٠
مننه
30.08.2010
د شيرسرخ ٩ ورځنۍ لويې جرګې يوه بده عنعنه هم تثبيت کړې ده چې پښتانه په خبرو سره نه راټوليږي . دوی يا د کومې جګړې له پاره او
يا د کوم روحاني په خوله توافق او پريکړې ته سره رسېدای شي . د احمد شاه له خوا رابلل شوې لويه جرګه له روحاني ډوله ملنګ صابر شاه
پرته بالکل ناکامه پاتې او په صفر کې ضرب وه . د احمد خان هډو نوم هم چا نه اخيستۀ او د ٩ ورځو خبرې ټولې صفر او بې نتيجې وې !
خو برعکس د ميرويس نيکه لويه جرګه چې د پاڅون او جګړې پيغام يې درلود
د ميرويس خان په پلان او مشرۍ يې بې له کوم مشکل
څخه پريکړه وکړه او هغه پريکړې يې دقيقا يو په بل پسې پلې کړې ! نو که سره له دې هم تاسو (باوري صيب او پتنګ صيب ) باور لرئ
چې له يو جګړييز پيغام اوکوم روحاني شخصيت پرته به دخبرو له لارې ديو عملي پلان او عملي ګام په اړه سره پريکړې ته ورسيږو
نو بسم الله او الله اکبر ! په اروپاکې د افغاني روښانفکرانو يوه غونډه کولن بن ته راوغواړئ څو خپل بخت و ازمايي ! زه حاضر يم د تدارک
د کمېټې غونډې ته يې درشم او په اصلي غونډه کې يې هم خپل ګډون او کارملنه(همکاري) و نه سپموم!
سلامونه
tandar
31.08.2010
سلامونه می مشره ومنه٠
نژدی ٢ بجی دشپی دی دکاغذ بازی نه می بس کړه او غوښتل می چه ټول افغان ته لنډ نظر واچوم چه دوستانو څه نوی لیکنی وړاندی کړی٠
د خوشخبری زیری می ستاسو لیکنه کی په سترګو شو خدای شته چه ډیر خوشحاله شوم اوس هر څه په خپله جوړیږی٠
څوک چه واقعی درد دخپل ملت په هکله لری اول په ټول افغان کی باید دوفاداری او همکاری غږ پورته کړی اوکه دیو مصروفیت په هکله خپل یاسین پخوی هم ې حساب معلومیږی٠
مګر له یاده ې ونه باسی چه په کلن کی هم قرانخواره شته دی چه قصه ې دلته په کار نده له پتنګ صیب نه پوره معلومات اخیستلی شی٠
مونږه یو څه تر خپلی وسی پوری عملی منډی کړیدی ٠
مګر جوینده یابینده دی٠
سړی باید مایوسه نه شی٠
دا هلی ځلی چه په هغی کی دټول ملت خوشبختی ښکاری دا په عبادت کی
حسا بیږی ٠
په دی کار کی قاتل ، وطن فروش، ملی خائن،تبعېض زبانی او منطقوی ولری ،د ډالرو جاسوسان دخپلو منافعو لپاره سهم نه اخلی او چه زور ې ورسیږی خپلو تخریباتو ته ادامه ورکوی ځکه هغوی خپله اینده په خطر کی وینی٠
شاید ظاهر دیو ډیر وطنپرست په څیره ځان ښکاره کړی٠
خو دغسی خلکو څیره له لری پیژندل کیږی او عمر ې کم وی او په خپله به تختی٠
د بریا لیتوب او یو ازاد هیواد په امید٠
larghonay laraway
31.08.2010
سلامونه!
متل دی وايي ړوند يو ځل امسا ورکوي. خو زه چې فکر کوم پښتنو ته امسا ورکول په ميراث پاتې دي. د تاريخ په اوږدو کې يې ګڼ پاڅونونه کړي، ځانونه او وطن يې ټوټه ټوټه او قربان کړی خو هيڅکله يې هم دا استعداد نه دی درلودی چې له خپلې قربانۍ لږ تر لږه دښه ژوند، ښه حکومت او ښه سياست له پاره کار واخلي.
که زما منۍ نور پښتنو ته د قربانۍ د ګډورو فکر مه کوئ چې يوازې قرباني پرې کېږي.
راځئ چې پښتنو (خپلو ځانونو) ته د ښو هوښيارو انسانانو په سترګه وګورو له بې ځايه او بې ارزښته وينو تويولو تېر شو او يو څه د ژوند کولو فکر وکړو!
په دروغجنو روحانيونو او دغه د زيارتونو په خوسا، بويناکو او بېلماځو منجورانو هم غټه تيږه کېږدئ.
راځئ له ځانونو سره ايماني او وجداني ژمنه وکړو چې هغه فکر، لاره او خبره به غندو چې پښتانه پرې ټوټه ټوټه او ځپل کېږي.
له دې سره به اسلامي احکام هم په پام کې نيسو او هغه وخت به جهاد او جګړې ته خلک هڅوو چې پوه شو چې په اسلام پوه دي او د جهاد په مطلب پوهېدلې دي.
نور به په وحشي لښکرو او غويمنډونو سره نه راټولېږو، بلکې په شعوري لښکرو به سره راټولېږو چې ښه نتيجه ترې واخلو!
مننه
سلامونه
tandar
31.08.2010
سلامونه٠
پتوال صیب لکه چه دا زمونږ پوهان او دانشمندان او غیرتناک اولس نور نه غواړی چه غلی کښینی او د جنایتونو ننداره وکړی.
لاروی صیب منطقی نظر چه ستاسو له ښکلو نظریو او تجروبو سره یو ځای شی غرونه به ویلی کړی.
مګر هره لاره خنډونه لری ،څوک چه دقوی ارادی خاوند وی ،خنډونه هدف ته درسیدو مانع کیدای نشی.
یو عده خلک شته چه له هغوی نه ګیله په کار نه ده،مثال ې،، به مه چی،،.
یوه ټوکه را یاده شوه خدای دی وکړی چه څوک ې ځان ته کش نه کړی،مخکی له مخکی عفوه غواړم٠
یو سړی سپی ساتلی و.که دوست به راغلو او دشمن به راغلو ده به ورته لکی خورله
،،لکه جنرال د وستم چه هر څوک به قدرت راغلو ده به ورته غونچه ګلان لاس کی نیولی وه په غیر له طالبانو،،
اخر دی سړی خپل سپی ته وویل چه دجنګ نه ې نو غپیدل خو دی له لاسه پوره دی او که یواځی ډوډی ته پروت ې٠
امید چه په مثال می څوک خفه نشی زما کوم شخص ته خطاب هم نه دی.
مګر هغه څوک چه دوطن واقعی درد او دخپل ملت په رنجونو رنجیږی که په اروپا او یا امریکا کی دی یو غږ خو ایستلی شی ، یوه ټولنه ، غونډه ،بیانیه، شعار خو ورکولی شی٠
ای قاتلانو ،ای ظالمانو ،ای یرغلګرو ددی مظلوم ملت نه څه غواړی؟
ته دا خاوره ماته په زوره ابادوی ، زه په دا خپل لیمڅی خوشحاله یم په تا ې په دی شکل نه ابادوم ،تا خو دا غریبه خواره پخوا هم لیدلی وه، ولی دی په دوستی نه ابادوله؟ په اشغالګری ابادوی ؟ نظامی اډی دڅه لپاره جوړوی؟.
یره ورکوه ې خبری ډیری دی سوالونه ډیر دی نور څه نه ملت پوه دی یو اقدام هغه هم لکه د لاروی صیب خبره په منطق سره په کار دی.
د وروری ،یوالی او ازاد هیواد په امید
pattang
31.08.2010
لر غونيه پسې ور اخيستی يې ، خدای د خير پېښوي ٠
له زيارت او منجورو يې قر بان شم ، خوسا ندي ته يې په قدر نه يې پوه شوی
تا په پردی ژبه کې خپله ژبه هېره کړې !
هر تغير دپښتنو په ګټه ده ، سکون يې دپښتنو زوال دی ، يواځې دغلو پښتنو
ګېډې پرې مړيږي او يو وخت به حساب راکوي٠
له زيارت او منجور سره کړه وړه د سياسي سيستم تابع دي چې تر اوسه پورې په
افغانستان کې ندی جوړ شوی٠
tandar
01.09.2010
پتوال صیب سلامونه٠
ستا سو په لیکلو کی دملی غورځنګ کلیمه ولوستله نو زړی خاطری را یاد کړی.
ما یو وخت په خپل دفتر کی خپل شعر په یوه چوکاټ کی ایښی او دیواله کی می زوړند کړی وو.
هغه داسی ووچه ،،
افغانانو شی راټول ملی اتڼ جوړ کړی
.......................................محمدداود مو له نن ګلشن جوړوی
دکمونیستانو کوده تاه چه وشوه دری میاشتی ې بی کاره کړم وروسته ې له بست ٥ نه بست ٩کی چغچران ته ولیږلم٠
اما زه باید ژوندی نه وی پاتی مګر دلوی زات رحم و چه اوس هم ژوند کوم ٠
په ډیرو جګو سترګو بدون له جنایت او خیانت نه ، شکر له الله نه دی٠
نوری خبری به وروسته په اصلی موضوع باندی سره کوو.
په ډیر احترام٠