نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دچااوڅه لپاره جنګيږو؟
شهاب الدین
30.08.2010
داليکنه دشهادت له برېښناپاڼي رااخيستل شوې ده.
د چا او څه لپاره جنګيږو؟!
30-08-2010
صادق افغان
د ډيرو په ذهن او فکر کې شايد دا خبره را څرخيږى چې گويا افغان مجاهدين د خپلو موخو او اهدافو لپاره نه بلکې د بهرنيو اطرافو د ستراتيژيو لپاره جنگيږى او يا دا چې د تنظيمى او گروهى سياستونو د اقامى پخاطر جنگيږى او يا دا چې د فلان او علان د شخصى مجد او تمجيد لپاره جنگيږى د دغه تشکيکى خبرو تر شا د مافيايې تورى (Black Miadya) ميډيا لاس دى د بيلگى په توگه د امريکا غږ په اصطلاح د آزادى نه د غلامى او د امپرياليزم توره تبليغاتى راډيو ښودلى شو او همدارنگه د شيطان غږ راډيو ، B.B.c چې د څو عقدونو راهسى شيطانى زهر شيندى په گوته کولى شو دغه دوه راډيوگانو چې تر شايې حاقد او حاسد يهودان قرار لرى د ساړه جنگ پر مهال او تردى دمه يې تل کوښښ کړى چې مسلمانان خصوصاً افغانان په خپلو مقدسو غوښتنو کې چې عبارت ده له دين وطن او آزادى څخه مشکوک او مايوس کړى او همدارنگه هغه شخصيتونه او جهادى قايدين چې د آزادى او خپلواکۍ جنگ رهبرى کوى تر تورو تبليغاتى شعاوو لاندې راولى دا چې زمونږ د عام اولس علمى او سياسى بصيرت کمزورى دى کله نا کله د دغه ډول تبليغاتو تراثر لاندې راغلى او د حاقد مغرض شيطان صفته دښمن د تبليغاتو ښکار شوى خو د افسوس خبره داده چې مونږ بيا ولى د دښمن دغه دوه راډيو گانى اورو پداسى حال کې چې د امريکا غږ او بى بى سى راډيو ټول معلومات ناسم او توجيه شوى کِټَه گورى شوى دى چې د معينو او خاصو سياسى تبيلغاتى موخو لپاره خپريږى د امريکا غږ راډيو سره له B.B.c راډيو په زرگونو کار کوونکى لرى او همدارنگه په زرگونو خبريالان (جاسوسان) لرى د جاسوسانو لفظ مې ځکه استعمال کړ چې د دغه راډيوگانو مراسلين (خبريالان) سره د C.N.N تلويزيونى شبکى خبريالان اکثريت داسى اخبار خپروى چې په بشپړ ډول زمونږ د ملى او دينى اقدارو سره ټکر کوى زه د دغه چينلونو د بهرنيو خبريالانو خبره نه کوم بلکى د هغه خبريالانو خبره کوم چې افغانان دى او ځانته مسلمانان هم وايې د بيلگې په توگه د تير جهاد پر مهال په کابل کې د بى بى سى راډيو خبريال ميرويس جليل ښودلى شو دغه افغان خبريال د مجاهدينو ترمنځ خپلمنځى جگړى داسى گرمولى چې د جنگ يو او بل طرف ته به يې د مقابل طرف شيطانى کوله او پر ځاى د دى چې د يوه انسان او افغان او مسلمان خبريال په صفت د دواړو طرفونو ترمنځ د خيره خبره وکړى نوموړى به داسې څه خورول چې د مزيد جنگ سبب به شو ځکه عامه مجاهدينو خصوصاً هغه مجاهدين چې د جنگ په صحنه کې به حاضر وو حتماً يې يوه کوچنى راډيو درلوده او د معلوماتو يوازنى مصدر او منبع به يې هم همدا د امريکا غږ او بى بى سى راډيو وه اوريدلى خو د څه وخت د تيريدو نه بعد مجاهدين وپوهيدل چې ميرويس جليل يو آزاد خبريال نه بلکې د بى بى سى د استخباراتى او معلوماتى څانگى جاسوس دى پدى وجه هغه يې د خپلو منطقو او سنگرو له ليدلو او کتلو څخه منع کړ.
شايد ځينى لوستونکى دا پوښتنه وکړى چې د راډيو په څانگه کې استخبارات څه کوى دا خو راډيو ده يوازى آزاد ناپييلى خبرونه خپروى او خصوصاً د بى بى سى او امريکا راډيوگانى خو آزادى خپلواکى خپرونى لرى، خو د دى ځواب ډير ساده دى او هغه دا چې ايا انگريزان او د دوى اصلى بچيان امريکايان رښتيا هم د زرگونو ډالرو مصرف زمونږ د اولس پخاطر کوى که نه څه گټى او موخى په نظر کى لرى دا يوه واضحه او ښکاره خبره ده چې دغه راډيوگانى د همدغه هيوادونو د استخباراتى شبکو (سکوتلنديارډ C.I.A او F.B.I) تر قوماندى او توجيه لاندې کار کوى که داسى نه وى دوى دى مهربانى وکړى خپل خبريالان دى هغه منطقو ته وليږى چې مجاهدين پکې عمليات کوى دغه راډيوگانى په ډيرو قاحت او بى شرمى سره غلط او ناسم خبرونه خپروى او هغه دا چې کله کوم امريکايې ټانگ له منځه ولاړ شى او ټوټه ټوټه شى او حتى هغه ټوټى افغان ماشومان د کباړ لپاره يوسى او خرڅى يې هم کړى نو د امريکا غږ او بى بى سى راډيو او C.N.N تلويزيون به په زغرده او بى له کوم خجالته ووايې چې يو امريکايى ټانگ د بهرنيو قواوو مخالفينو د ريموټ کنټرول بم په واسطه والوزاوه او څلور امريکايان پکى سپاره وو يو يې لږ په پښه باندې زخمى شو درى نور يې روغ او جوړ دى نو اوس تاسو ووايې چې دا خبره او دا غلط او درواغجن خبر به ماشومان هم تصديق کړى ټانگ او چورلکه ټوټه کيږى خو دا د نر بچې امريکايې عسکر ترينه روغ رمټ راوزى دا خو هيچاته د منلو وړ خبرونه ندې نو کله چې دا د بى بى سى امريکا غږ او C.N.N حال وى نو د نورو دښمنو او غير دښمنو راډيوگانو او تلويزيونونو به څه حال وى، ولى الحمد الله د دښمن ددغه درواغجنو راډيوگانو او تلويزيونونو په مقابل کې زمونږ مجاهد وروڼه ټولى جنگى صحنى په خپلو تلويزيونى الاتو سره په بشپړ ډول تصويروى او آزاد و نړيوالو رسنيو ته يې ليگى او سپارى چې پکې هيڅوک هم شک او شبه نشى کولى او بله د خوشحالى خبره داده چې الحمدلله زمونږ مجاهدين د ميډيا او رسنيو پر اهميت او ضرورت پوه دى هر تازه خبر تازه په تازه بې له مبالغى او زياتوالى رسنيو ته سپارى، پدې کار سره د B.B.C امريکا غږ او C.N.N مصداقيت تر سوال لاندې راغلى او الحمدلله مجاهدينو د جنگى ميدان سره سره تبليغاتى ميدان هم گټلى بلکې ويلاى شو چې مجاهدين پر رسنيو پوره تاثير او اغيز لرى سره لدې چې امريکايان او انگلستان د نورو تبليغاتو لپاره (Black Propaganda) لپاره په ميليونونو ډالر او يورو مصرفوى بيا هم د بشپړى ناکامى سره مخ دى مجاهدينو د تورو تبليغاتو په مقابل کې سپين او شفاف تبليغات پرمخ بيايې چې د مؤمنانو زړونه پرى شفا مؤمى ( ويشفِ صدور قوم مؤمنين) او عام نړيوال او غوليدلى غربى اولسونه پرى قناعت کوى دا وجه ده چې غربى ناخبره اولسونه اوس پوه شوى او د خپلو درواغجنو مشرانو پر خلاف دلته او هلته مظاهرى کوى.
او د خپلو قواوو د راوتلو غوښتنه کوى او د همدغه تبليغاتى جنگ په درشل کې امريکايان په بشپړ ډول له عراق څخه ووتل پدغه جنگى او تبليغاتى ميدان کې عراقى مجاهدينو امريکايان په بشپړ ډول مات کړل د امريکا ټولى جنگى او تبليغاتى نسخى ايکسپاير (ختمى شوى) نو ځکه يې د عراق پر مجاهد او اکثريت سنى اولس (شيعه ايتلاف) حاکم کړ نورى المالکى يو ستر متعصب شيعه دى دغه اقليتى شيعه ډلگى د امريکايانو لپاره د وروستى وقايوى او په شاتگ لپاره د نسخى حيثيت لرى ترڅو عراقيان په خپلو منځونو کې وجنگوى خو اميد دى چې امريکايان به د عراقى شيعه گانو پر لاس څه لاسته راوړنى ونلرى او ورسره به د ايرانى استعمار هيلى هم ناهيلى شى په عراق کې د امريکايانو عسکرى او سياسى ماته د ايران لپاره هم يو اخطار او وار ننگ (خبردارى) دى چې سره له نن څخه دى په عراق کې لاسوهنى نکوى که نه د ايران مصير به هم د امريکايانو مصيروى همدارنگه په افغانستان کې د امريکايانو حتمى ماته د ايران پرمخ څپيړه ده ځکه ايرانيانو په عراق او افغانستان کې د صليبى ايتلاف سره کومک کړى وو او د دغه دوه سنى هيوادونو په اشغال کې يې پوره ونډه اخستى وه نو ځکه خو يې پښى بايد ولړزيږى .
په افغانستان کې امريکايانو د عراق په څير په اقليتونو تکيه کړى او د افغان اولس له اکثريت سره يې جنگولي چې بيلگې يې د شمال د متحدى اقليتى ډلگى مشران دى او همدارنگه شيعه اقليتى ډلگى دغه اقليتى ډلگى او ايتلافونه د امريکايانو لپاره (بالوکالة) جنگ پرمخ بيايې همدغه ډلگيو د امريکايې اشغال پر مهال ډير خلک ووژل او په شمال او وسط کې يې د عام اولس ډيرى ځمکى په زور لاندې کړى چې دا يو ستر ملى خيانت دى چې په شمال کې ډير پښتانه چې د دى هيواد اکثريت مطلق تشکيلوى له خپلو کورونو او ځمکو وکوچول او افغان تش په نامه دولت هيڅ ډول مثبت رول ادا نکړلى شو چې وروستى پيښى (په بهسودو) کې د کوچيانو او هزاره گانو ترمنځ جگړى ښودلى شو هزاره گانو کوچيان د خپلو تاريخى څړ ځايونو څخه منعه کړل او دا جگړى په راتلونکى کې هم کيدونکى دى ځکه کوچيان به حتماً خپل تاريخى څړ ځايونه تر لاسه کوى دا وجه ده چې افغانان بايد په شريکه دغه د اقليت او اکثريت او د اصلى او مهاجر خبره حل کړى ځکه استعمار غواړى اقليتونه د همدغه موخو لپاره وجنگوى چې دا کار د افغانستان ملى وحدت ته ستر زيان اړولى شى.
اوس بيرته د دى مقالى د عنوان موضوع ته راگرځو د مينځ خبرى هم د عنوان څخه ډيرى لرى نه وى او هغه دا چې د چا او څه لپاره جنگيږو او دا دومره قربانى مو د څه لپاره ورکړى او څه غواړو او د دغه جنگونو څخه هدف څه دى او آيا دا جنگونه کول زمونږ حق دى او که نه ؟
د دى او دى ورته سوالونو ځواب په دوه عمده او اساسى ټکو کى خلاصه کوم او دا زما شخصى غوښتنه او نظر ندى دا زمونږ د اولس د اکثريت غوښتنه او نظر دى او د همدى لپاره اولس قربانوى ورکوى او هغه دا چې د چا لپاره جنگيږو؟!
مونږ د الله جل جلاله د عادل کامل نظام لپاره چې مونږ پرى قناعت کړى او د ځان لپاره يې خوښوو او دا مو حق هم دى جنگيږو که نور په نورو نظامونه خوښ دى مونږ په اسلامى نظام خوښ او راضى يو نړيوال بايد مونږ لدى انسانى غوښتنى څخه منع او محروم نکړى او ددى کار حق هم نلرى ځکه زمونږ اکثريت خلک اسلام او اسلامى نظام غواړى دا خو د نظام خبره شوه ددى نظام لپاره خپله خاوره آزاده او خپلواکه غواړو تر څو خپل آزاد خپلواک اسلامى نظام پکې پلى کړو نړيوالو او غير اسلامى هيوادونو ته پکار ده چې د افغانانو دغه انسانى حق وومنى او افغانان مزيدو جنگونو ته اړ نشى.
اکرم
30.08.2010
حقیار صاحب ، د حکمتیار صاحب دې په قلم برکت وي ښې سیاسی لیکنی کوي ، خو دپروپاګند جنبه یې دغربی میډ یا په کچه صفر عشاریه یوې برخې ته هم نه رسی . پروپاګند مې ځکه یاد کړ چې دحکمتیار صاحب هم ددې لیکنې څخه همدا نیت او هدف دی. خو دغربی میدیا سره په یو وړکوټي توپیر اوهغه داچې غربی میدیا خواه" امریکایی ،اوخواه انګریزی "خپلې ملی ګټي ډیرې ښې پیژنی ،او دخپلو ملی ګټوو دساتلو له پاره تر هرڅه تیر دي او په پوره صداقت یې ساتنه کوي ، ولې د حکمتیار صاحب په نزد د واک او ځواک ارزښت تر ملی ګټو لوړ دی .
حکمتیار صاحب د ميرويس جليل دوژلو په اړه ډیره تواضع کوي چې ګواکی میرویس جلیل د حزب اسلامی د واک دسیمو اوسنګر ونو د لیدلو څخه یواځې منع شوی وو . اوګواکې پیچاره په خپل مرګ ومړ ، او دحزب دټوپک مرمې یې يوا خي په تقدیر کې لیکل شوی وي ، نه داچې حزب اسلامی وواژه .
ښه خبره دا ده چې نن افغانان په سیاسی دروغو او ریښتیاو تر بل هر چا ښه پوهیږي ،
او دحکمتیار صاحب درواغ نور ور ته زړه تجربه ، او دتیرې ورځې زاړه درواغ ښکاري.
شهاب الدین
31.08.2010
ګرانه وروره!صادق افغان حکمتيارنه دی،بلکي دابل ليکوال دی،يوازي انجينرحکمتيارخوپه مستعارنوم ليکني نه کوي،بلکي
زماپه فکراکثره خلګ په انټرنيټ کي په مستعارونومانوليکني کوي چي يوه بېلګه يې مااوتاهم يو.
زه ډېری ليکوالان وينم چي ستاپه څېرګومانونه کوي،په لوی شمېرکي
دنوروليکوالانوليکني خلګ ښاغلي حکمتيارته منسوبوي،نه پوهيږوچي ولي داکارکوي؟دتبليغاتولپاره اوکه په خطايۍ سره داکارکوي؟
حذيفه
16.11.2010
نه حقيارصاحب !داحکمتياردومره چمګيردی .بل څوک داسي ليکنه نسي کولای .
z.shaheen
23.11.2010
یک جوان با درد افغان که در آلمان زندگی میکند هم درد این جنگ بی مفهوم را دارد و طی آهنگی عقده گشایی میکند. اینک برای کسانیکه به زبان آلمانی بلدیت دارند:
http://www.youtube.com/watch?v=RCg5N7w9_5U
عادل عادل
23.11.2010
سلامونه
حکمتیار صیب حفظه الله تعالی ته خو یوازې همدا یو قلم ورپاته دی، یاران خو یې ټول ترې بې لارې او منحرف شول، ده ته پکار وه چې حزب اسلامي یې منحل اعلان کړی وای او د یوه څادر سره اسلامی امارت ته تسلیم شوی وای، که دا کار هر څو هم ده او دده تنظیم ته غلط کار بریښي خو په لاندې دریو دلایلو سره ډیر پر ځای او موثر دی :
۱- د ټول ولس هیله ده
۲- شرعا هیڅ حرج پکې نشته
۳- د یرغلګرو او هغو پر سر چې زرګونه انسانان یې د شمال په دښتو کې شهیدان کړي، یو فولادي ګوزار دی
بس نو په چا یې منې
د حکمتیار صیب ډیری مخلصین دده د نه بدلیدونکو عادتونو له وجهی د راتلونکو محتملو بین الافغانی فتنو د رامنځ ته کیدو له ویرې ده ته د الله په دربار کې د فی سبیل الله شهادت تمنا کوي.
pattang
24.11.2010
دالنډغرهم ستا غوندې لېونی دی !
[quote:36b5201ba9="z.shaheen"]یک جوان با درد افغان که در آلمان زندگی میکند هم درد این جنگ بی مفهوم را دارد و طی آهنگی عقده گشایی میکند. اینک برای کسانیکه به زبان آلمانی بلدیت دارند:
http://www.youtube.com/watch?v=RCg5N7w9_5U[/quote:36b5201ba9]
z.shaheen
24.11.2010
[quote:985d2a4065="pattang"]دالنډغرهم ستا غوندې لېونی دی !
[/quote:985d2a4065]
کسیکه غیر از جنگ و آدم کشی چیزی دیگری در کله ندارد احساس جوانانیکه ناخواسته قربانی جنگ شده اند را درک کرد ه نمیتواند. مثلیکه کرده های خود و نوکر های آی اس آی را درتصایر شناسایی کردی!
pattang
25.11.2010
ای غداره ! ولې يوې خواته ګورې ، دابلې خواته هم وګوره چې څوک دي او څه کوي ?
[quote:d1a41ffd36="z.shaheen"][quote:d1a41ffd36="pattang"]دالنډغرهم ستا غوندې لېونی دی !
[/quote:d1a41ffd36]
کسیکه غیر از جنگ و آدم کشی چیزی دیگری در کله ندارد احساس جوانانیکه ناخواسته قربانی جنگ شده اند را درک کرد ه نمیتواند. مثلیکه کرده های خود و نوکر های آی اس آی را درتصایر شناسایی کردی![/quote:d1a41ffd36]
حذيفه
27.11.2010
پتنګه وروره!
هسي يي پرېږده داسلام په احکاموهيڅ خبرندی .ږېره په اسلام کي ضروري ده طالبانوچي داکارکاوی نوڅه بدکارخويي نکاوی داسلام يوحکم وواودوئ هغه پرځای کاوی اودی رشخندپه وهي .نه پوهيږي الله دي وپوهه وي .