د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دشامي کتاب څنګه دی؟

شهاب الدین
30.08.2010

شامي څنګه کتاب دی؟
دشامي کتاب په اړه ډېري متضادي نظريې دديني عالمانوترمنځ
شتون لري:
ځيني يې ډېره ستاينه کوي،تردې چي دشامي دفتوی دشتون په وخت
کي نوروکتابونوته التفات نکوي .
خوځيني علماءبياداکتاب نه خوښوي،تردې چي
دمولاناسرفرازخان صفدرپه کتاب(رسالۀ سماع الموتی)کي مي ولوستل چي دسعودي حکومت شامي کتاب خپل هيوادته نه پرېږدي .
که درنواومعززوملګروخپله معلومات دتحقيق پراساس راسره شريک کړئ مهرباني به مووي


و.افغان
02.09.2010

حقيار صاحب:
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
که تاسو محترم د دغه کتاب په اړه لوستونکو ته معلومات وړاندې کړئ؛ نو بې ګټې
به نه وي.
پاتې شوه په سعودې کې د دغه کتاب د بندېدو خبره؛ نو بې بنسټه ځکه ده، چې په سعودي
کې د روانې بيان ازادۍ څخه په استفادې ډېر خلک خپل داسې کتابونه خپروي، چې
د شر سلنه يې د خير په نسبت ډېره لوړه وي.
څه وخت وړاندې د سعودي دولت د اعلام وزير خلکو ته اعلان کړه چې د کتاب د
بندېدو يواځې او يواځې څلور وجهې کېدلی شي:
الهي ذات جل جلاله ته سپکاوۍ، نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته سپکاوۍ، د سعودي
دولت سياسي مؤسسې ته سپکاوۍ، د تکفير او عنصريت له لارې ملي وحدت ته زيان
رسول.
په درنښت


عبدالحميد/افغ
11.09.2010

بسمه تعالی
لومړب دعربستان دحکومتت اودملایانوپه باره کی څه ووايم
،۱،حکومت سعودی لوموده مخکی پع غارخراژ شريف کښي بیزوګیان ایله کړه ددې دپاره چي حاجيان ورنسی اوودوۍ ته وايې چي داهم یوغر دی لکه څنګه چي په افغانستان وغيره هيوادوکی دی، ۲،دصحابه کرامووقبرومبارکوته يو حاجی نه پزېږدی،۳،حنفي مذهب هيڅ بلکي مذهب يې نه بولي،۴،دوهابيانو،سلفيان،اهل حدیث، بنیادپه همدې ځاۍ کی دی ،۵،ټول امت ماسوا له ځانو مشرکان بولی،۶،دوۍ وایی چي وتقليدته ضرورت نسته موږته خداۍ پاک عقل راکړیدۍ اودوۍ په خپلودماغو،اوفکرو باندی مسائلی اواحکام له قرآن پاک اوحديث پاک څخه راباسی همداوجه ده چي داسی عقیدې لری چي که څوک کعبه شريفه یامدينه منوره مچه کړي اوتبرک په حاصل کړی نودوۍ یې مشرک بولی ،العياذبالله تعالی

اوداټولي دمشاهدې خبري دی
اوشامي خوداسي کتاب دی چي که په يوه خبره جزم وکړی نوبياپه هغه کی بله خبره نه جوړیږي، والسلام ومن الله التوفيق


و.افغان
11.09.2010

محترم او دروند فاضل وروره!
السلام عليکم
له هر څه مخکې تاسې ته د کمکي مبارک اختر مبارکي وايم.
محترما!
د وهمونو په نړۍ کې ډوب يې، وروره! د بېزوګانو خبره دې غلطه ده، تقريبا هره ورځ
مونږ له حاجيانو او معتمرينو سره مخ کيږو، له هغوی څخه يوه هم دا خبره نه ده کړې،
او که هلته بېزوګان وګرځي هم، نو څه ناروا خبره نه ده، ځکه چې دغه ځای داسې خاص
قداست نه لري، چې د بيزوګانو ورتګ دې هلته منع وي، تاسو به دلته بلد نه ياست،
د مکي مکرمې، طائف، او د مدينې او مکې مکرمې په لارو، او خوړونو کې بلا ډېر
بېزوګان اوسيږي، جبل النور چې غار حراء په کې واقع دی، هغه هم د دغو غرونو سلسله
ده، چې ښه ډېر بېزوګان په کې تر سترګو کيږي، او له عامو خلکو وېره او ترهه هم نه
احساسوي، خلک ورته قسماقسم خوراکي شيان د خوراک لپاره اچوي.
نو يا به داسې کيږي، چې له ټول غره څخه کنډک تار تاو کړی شي، نو بيا به هلته نه بيزوګان ورتلای شي، او نه حاجيان، او يا دا چې لاره خلاصه وي، نوکه د حاجيانو
تر څنګه په غره بيزوګان خيږي؛ نو څه ستونځه په کې ده.
ځينې اهل تصوف خو د دې تمنا کوي، چې سپۍ دې وي، خو چې دمکې اومدينې په
لارو او کوڅو کې ګرځېدلی !!!! :wink:

پاتې ستا دا خبره چې دوی بيخي حنفي مذهب نه مني، بلکه بيخي یې مذهب نه بولي،
نو سوچه دروغ دي، نن سبا چې دوی د حنفي کتابونو په څومره خدمت لګيا پخپله
احناف ترې غافل دي.
تاسې به ابو جعفر الطحاوي پېژنئ، او د هغه د حديثي کتاب شرح معاني الآثار نوم
به مو ضرور اورېدلی وي، دا اوس په الجامعة الاسلامية کې دغه کتاب په 18 دوکتورا
رسائلو کې تحقيقيږي (توثيقيږي)، چې د دغه تحقيق لپاره له 8 خطي نسخو څخه
کار اخيستل کيږي، د نصوصو خدمت هم له تحقيق څنګ په څنګ تر سره کيږي.

ستا به کېدای شي، تر اوسه پورې هغه د کنداريانو خبره د توثيق او تحقيق په مطلب
سر نه خلاصيږي.
دا بله خبرې له نورو ټولو ضعيفه او سوچ درواغ دي، چې سلفيان يا اهل حديث
ټول امت ماسوا له ځانو مشرکان بولی.
آيا کولای شې، چې د دې خبرې لپاره کوم مصدر يا مأخذ وړاندې کړې.
ډېر نه، يواځې يومأخذ، او بس.

په درنښت

[quote:671a07816c="فاضل"]بسمه تعالی
لومړب دعربستان دحکومتت اودملایانوپه باره کی څه ووايم
،۱،حکومت سعودی لوموده مخکی پع غارخراژ شريف کښي بیزوګیان ایله کړه ددې دپاره چي حاجيان ورنسی اوودوۍ ته وايې چي داهم یوغر دی لکه څنګه چي په افغانستان وغيره هيوادوکی دی، ۲،دصحابه کرامووقبرومبارکوته يو حاجی نه پزېږدی،۳،حنفي مذهب هيڅ بلکي مذهب يې نه بولي،۴،دوهابيانو،سلفيان،اهل حدیث، بنیادپه همدې ځاۍ کی دی ،۵،ټول امت ماسوا له ځانو مشرکان بولی،۶،دوۍ وایی چي وتقليدته ضرورت نسته موږته خداۍ پاک عقل راکړیدۍ اودوۍ په خپلودماغو،اوفکرو باندی مسائلی اواحکام له قرآن پاک اوحديث پاک څخه راباسی همداوجه ده چي داسی عقیدې لری چي که څوک کعبه شريفه یامدينه منوره مچه کړي اوتبرک په حاصل کړی نودوۍ یې مشرک بولی ،العياذبالله تعالی

اوداټولي دمشاهدې خبري دی
اوشامي خوداسي کتاب دی چي که په يوه خبره جزم وکړی نوبياپه هغه کی بله خبره نه جوړیږي، والسلام ومن الله التوفيق[/quote:671a07816c]

:wink:


عبدالحميد/افغ
14.09.2010

دسی دېرموږلېدلی چی له دوۍ سره یې یوڅوورځی تېرې کړیوی نوچي راسی بس همداسی وایې داځکه چي څوک تعويذکړی دوۍ وایې شرک دی وکړ که څوک زيارت وکړي دوۍ وایې مشرک سوی نوبس په همدې وجه ټول مشرکان بولی اوخپل ديوڅومحدود کسان عبارت بولی له ټول امت محمدي، صلی الله تعالی عليه وسلم ،څخه ،قال النبی علیه الصلاة والسلام(اتبعواالسوادالاعظم فان من شذ شذ في النار)


و.افغان
14.09.2010

فاضل خانه پر ما ګرانه، طالب جانه!
ته خو عقيده لرې چې وهابيان د محمد بن عبد الوهاب پيروان دي، اګر که دا خبره غلطه
هم ده، خو بيا يې فرضا وتقديرا دلته درسره منم، نو محترما د تعويذ په اړه اختلاف
ډېر قديم (پخوانۍ) دی، که چېرې په تعويذ کې قرآن او نبوي معوذات وليکل شي، نو
هغه څوک چې ورته ناروا وايي، نو بدعت يې بولي، او که چېرته په کې شرک ليکل
شوی وي، نو د ټول امت په اتفاق شرک دی.
ما په پېښور د تعويذونو ډېر کتابونه ليدلي دي، چې په بازار کې خرڅيږي، او ځينو
ملايانو رانيولي هم دي، او تعويذونو ترې جوړوي، ما سره خپله په کور کې هم پراته وو
له مسنونه اذکارو خالي وو، سوچه له شرک نه به ډک وو، او يا به يې شرکي دعاګانې
له مسنونو سره ګډې کړې وې، خانې خانې به وه، شيطان ته به
په کې پناه وړل شوې وه، يا کوم پير ته، يا نورو مخلوقاتو ته، نو دا خو بالاتفاق شرک دی.

پاتې شوه: اتبعوا السواد الأعظم.
نو د دې په معنا صحي پوهېدل پکار دي، الله جل جلاله فرمايي: وان تطع اکثر من في
الأرض يضلوک عن سبيل الله، ژباړه: که چېرې ته د ځمکې دخلکو د اکثريت پيروي
وکړې؛ نو تا به د الله جل جلاله له لارې ګمراه کړي.

نو ګرانه: ته اوس قرآن منې، او که حديث؟
صحيح خبره دا ده، چې ووايي: دواړه منم، نو له حديث څخه مطلب دا دی چې د عامو
مسلمانانو له جماعت او ډلې څخه مه جلا کېږئ، که يو مسلمان ورور دې خطا کيږي؛
لاره ورته ښايه، د هغه په مخ کې اسلحه مه پورته کوه، د ځان لپاره نوې نوې ډلې مه
جوړوه، شاذ کېږه مه.
دې ته لزوم الجماعة وايي، او په همدې وجه اهل السنتو ته اهل السنة والجماعة وايي،
په الجماعة سره ډېر ګمراه ډلې ووځي، او په ځانګړي ډول سره خوارج ووځي، کوم چې
په وړو يا کبيرة ګناهونو مسلمانان تکفيروي، او د هغه وينه او مال حلال ګڼي، نو د
مسلمانانو له ټولي او جماعت څخه ووځي، او د هغوی په مقابل کې جګړه اعلان کړي.

هيله ده چې اوس دې پرې سر خلاص شوی وي، زمونږ ورور يې، مسائل مطرحوه، بحث
به پرې کوو، او د متقابل احترام د اصولو درناوۍ به ساتو.

په درنښت

[quote:86a9399e07="فاضل"]دسی دېرموږلېدلی چی له دوۍ سره یې یوڅوورځی تېرې کړیوی نوچي راسی بس همداسی وایې داځکه چي څوک تعويذکړی دوۍ وایې شرک دی وکړ که څوک زيارت وکړي دوۍ وایې مشرک سوی نوبس په همدې وجه ټول مشرکان بولی اوخپل ديوڅومحدود کسان عبارت بولی له ټول امت محمدي، صلی الله تعالی عليه وسلم ،څخه ،قال النبی علیه الصلاة والسلام(اتبعواالسوادالاعظم فان من شذ شذ في النار)[/quote:86a9399e07]


عبدالحميد/افغ
14.09.2010

السلام م عليکم ورحمة الله تعالی وبرکاته
ګرانه وروره داخلګ خوله څلورومذهبوخارج دی ، امام صاوي رحمه الله تعالی عليه ليکي (فالخارج عن المذاهب الاربعة ضال ومضل) قاضي ثناءالله پاني پتی ليکي (فقدانعقدالاجماع علی بطلان قول من يخالف کلهم) وغيرهما اوتابه هغه کتاب کتلۍ وی کوم چي په لیکلی دی چی پرحنفيانورسول اکرم علیه الصلاة والسلام لعنت کړیدۍ وغيره ډېرافتراوی يې لیکلی دی دارنګه دلته یوسلفی دی کله وعظ کوی یوه ورځ وایې چي ،درسول په وجه دنیانه ده پیداسوی لکن دوۍ دلته په نورظلم کی لیکی لولاک الخ ،وغیره دېرې بې ادبه خبری لیکی اشعريه اوماتريه له اهل السنة خارج بولی،انشاءالله تعالی چی وخت بیداکړم شه تفصیل به درته وکړم[/img]


مومن مهاجر
15.09.2010

ترهرڅه مخ کي درنوګډونوالوته په ځانګړي ډول محترم وهاج ساپي صاحب ته دزړه له کومي احترامات اودنېکمرغه کوچني اخترمبارکي ډالۍ کوم .
یوځل خوبه ښاغلي فاضل ته ووایم چي نه یوازي سلفیان بلکه هرهغه څوک چي لږ غوندي عقل هم ولري هغه په دې نظردی چي دنیادرسول الله له وجې نه ده پیداشوې دنیادهغه څه لپاره پیداشوې چي الله یې بیان کړی هغه داچي : وَمَاخَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْاِنْسَ اِلَّالِیَعْبُدُوْنِ . داچي پرتادقرآن خبره بده لګېږي اودیودروغجن روایت په مقابل کي دقرآن آیت ته نه تسلمېږي نودابیاستاتېروتنه ده . پاتي شول ماتریدیان اواشعریان نوته یوځل په بېل بحث کي دهغوئ عقائدله موږسره شریک کړه بیابه دشریعت په رڼاکي هغه وڅېړو. اویوه خبره اړینه بولم هغه داچي کله پریوموضوع بحث کېږي نوهرملګری بایدیاداړوندې موضوع په اړه له ملګروسره نظرشریک کړي اویاکه څه ویل نه غواړي نوچوپ دي پاتي شي،له موضوع بهرخبرې کول،احساساتي کېدل اوبدردویل دهیڅ قانون له مخي جوازنه لري .
په هرحال دلته موضوع دامطرح شوې چي دابن عابدین شامي کتاب ردالمحتارچي دالدرالمختارحاشیه اوهغه بیادتنویرالابصارشرحه ده حیثیت څرنګه دی؟ زه به له خپل وس سره سم وارپرواریوڅه معلومات درسره شریک کړم . داوس لپاره داوګورئ :
((كل إنسان غير الانبياء لا يعلم ما أراد الله تعالى له وبه، لان إرادته تعالى غيب، الا الفقهاء فإنهم علموا إرادته تعالى))

ژباړه : له انبياؤپرته هرانسان په دې نه دی خبرچي الله دده لپاره اوپه ده څه اراده کړې ده؟ ځکه دالله جل جلاله اراده غيب ده خويوازي فقهاء دالله تعالی په اراده پوهېږي .

تاسودې عبارت ته ځيرشئ له يوې خوايې ويلي چي انبياء په غيب خبردي سره له دې چي په قرآن کريم کي الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته داسي وايي :

((قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاَسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَاْ إِلاَّ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ)) (الأعراف : ۱۸۸)

ژباړه : (اې رسوله!) ورته ووايه چي زه دالله جل جلاله له ارادې پرته دځان لپاره نه دګټې واک لرم اونه دتاوان،که زه په غيبوخبروای ځان ته به مي ډيري ښېنګڼې رسولې وې هيڅکله به راته زيان نه وورسېدلی زه يوازي هغوکسانوته ايمان راوړي زېری ورکوونکی اووېروونکی يم .

تاسووګورئ! دانبياؤسردارمحمد(صلی الله عليه وسلم) ته الله جل جلاله امرکوي چي دوئ ته ووايه زه په غيبونه يم خبر،دګټې اوزيان مالک نه يم که مي داواک درلودای نوتل به مي ځان ته ګټه رسوله اوزيان به راته نه وواوښتی،زماټولي چارې دالله جل جلاله په اراده دي هغه دهرڅه واکمن دی اوهرڅه یې په لاس کي دي،زمادنده يوازي داده چي مؤمنان له دوزخه ووېروم اودنيکوکړنوپه بدل کي دجنت زېری ورکړم .

بل ځای یې ليکلي چي فقهاء دالله جل جلاله په اراده خبردي،پورته مووويل چي هيڅوک دالله جل جلاله په اراده خبرنه دی ان دالله وروستی استازی اوترټولوسترپيغمبرله ځانه علم الغيب نيستي کړی اوخلکوته یې ويلي دي چي زه علم الغيب نه لرم نوتاسوفکروکړئ چي دده په امت کي څوک دې ځای ته ورسېږي چي غلم الغيب ترلاسه کړي،ايادادکوم مسلمان ضميرمني؟. دې بل مذهبي تعصب ته وګورئ! :

((إذا سئلنا عن مذهبنا ومذهب مخالفنا قلنا وجوبا: مذهبنا صواب يحتمل الخطأ، ومذهب مخالفنا خطأ يحتمل الصواب، وإذا سئلنا عن معتقدنا ومعتقد خصومنا قلنا وجوبا: الحق ما نحن عليه، والباطل ما عليه خصومنا)) (الدرالمختار،مقدمه)

ژباړه : کله چي له موږڅخه دخپل مذهب (حنفيت) په اړه پوښتنه وشي نوموږبه ورته وايوچي دامذهب حق دی احتمال دخطالري اوزموږددښمن (شافعي،مالکي،حنبلي اوجعفري) مذهب غلط دي احتمال دحق لري اوکله چي له موږڅخه دمذهبي باورپه اړه پوښتنه وشي نوموږبه وايوچي پرکومه عقيده چي موږيوهغه سل په سل کي حق ده اوزموږددښمن (شافعي،مالکي،حنبلي اوجعفري) باطله ده .

اې عاقلانو! تاسوداعبارت لږپه انصاف وګورئ ايايوازي حنفيت حق دی نورټول باطل اودوزخيان دي؟،دکوم مسلمان ضمیردامني چي يوازي حنفيت حق اونورهرمذهب باطل دی ايادادقران اودحديث حکم دی؟. په قرآن کریم کي الله جل جلاله وايي : (واعتصموبحبل الله جميعاولاتفرقوا) ژباړه : ټول دالله جل جلاله پررسۍ منګولې ولګوئ اوډلې ډلې مه کېږئ خوپه لوی لاس هڅه کووچي مسلمانان پرشافعي،حنفي،مالکي،حنبلي اوجعفري ووېشو.

همدارنګه محمد علاء الدين الحصکفي دخپل کتاب الدرالمختارپه مقدمه کي امام ابوحنیفه رحمه الله ته يوډېرسپکوونکی،دهغه له شانه لرې اوله دروغوډک حکایت منسوب کړی په دې اړه هغه ليکي :

((وفي حجته الاخيرة استأذن حجبة الكعبة بالدخول ليلا، فقام بين العمودين على رجله اليمنى ووضع اليسرى على ظهرها حتى ختم القرآن، فلما سلم بكى وناجى ربه وقال: إلهي ما عبدك هذا العبد الضعيف حق عبادتك، لكن عرفك حق معرفتك فهب نقصان خدمته لكمال معرفته، فهتف هاتف من جانب البيت: يا أبا حنيفة قد عرفتنا حق المعرفة وخدمتنا فأحسنت الخدمة، قد غفرنا لك ولمن اتبعك ممن كان على مذهبك الى يوم القيامة))

ژباړه : امام صاحب رحمه الله په خپل وروستي حج کي دشپې مهال دکعبې له متولي دننوتوغوښتنه وکړه هغه اجازه ورکړه کله چي کعبې ته ننووت ددووستنوترمنځ پرښۍ پښه ودرېداوچپه پښه یې دهغې پرشاکېښوده اوقرآن کريم يې ختم کړکله چي یې سلام وګرزاوی ويې ژړل له خپل الله جل جلاله سره یې مناجات وکړاوويې ويل : اې الله! دې ضعيف بنده ستاحق عبادت نه دی کړی خوحق معرفت یې کړی دی نودخدمت زيان یې دمعرفت په کمال ورجبران کړه،ناڅاپه دبيت الله له خواهاتفي ږغ وشو چي اې ابوحنيفه! بې شکه تازموږحقه پېژندنه،ښه اوحق خدمت کړی دی بې شکه تااوهغه چاته موچي ترقيامته ستادمذهب پيروي کوي بخښنه کړې .نعوذبالله!!! نوربیا...


Erfan Wahdat
27.09.2010

مهاجر صاحب، تخلص دی هم مهاجر دی الله ج دی وکی چی په دی وپوهیژی چه دی دنیا کی انسان مهاجر دی. او یو وار به الله ج ته ورحی. زه غوارم چی لاندی لیکنه چی تا کری یو حه تشریح پری وکری

((إذا سئلنا عن مذهبنا ومذهب مخالفنا قلنا وجوبا: مذهبنا صواب يحتمل الخطأ، ومذهب مخالفنا خطأ يحتمل الصواب، وإذا سئلنا عن معتقدنا ومعتقد خصومنا قلنا وجوبا: الحق ما نحن عليه، والباطل ما عليه خصومنا)) (الدرالمختار،مقدمه)

ژباړه : کله چي له موږڅخه دخپل مذهب (حنفيت) په اړه پوښتنه وشي نوموږبه ورته وايوچي دامذهب حق دی احتمال دخطالري اوزموږددښمن (شافعي،مالکي،حنبلي اوجعفري) مذهب غلط دي احتمال دحق لري اوکله چي له موږڅخه دمذهبي باورپه اړه پوښتنه وشي نوموږبه وايوچي پرکومه عقيده چي موږيوهغه سل په سل کي حق ده اوزموږددښمن (شافعي،مالکي،حنبلي اوجعفري) باطله ده

مهاجر صاحب په کوم جای کی یی لیکلی دی چی شافعی، مالکی، حنبلی او جعفری که له حان نه تفسیرونه کوی. باطل نه مراد د تاسی په شان خوارج او روافض دی نه نور مذاهب. نور مذاهب له امام صاحب سره هیح مخالفت نه لره. زه حنفی یمه خو نور مذاهب می د سترگو تور دی. ته مهربانی وکه د مذاهبو د مخالفت او ددوی د نه مخالفت په باره کی پوره معلومات پیدا که. همیشه دی چی په کوم حای شک راته د یو مذهبی عالم نه پوشتنه کوه. په پوشتنه کی خو کوم عیب نشته. په حان دیر مه غره کیژه.

وسلام


مومن مهاجر
28.09.2010

ښاغلی وحدت ! دالاندي لیکنه وګوره اوبیاله خپل وس سره سم دهغوپوښتنوځوابونه راکړه چي په دې لیکنه کي مطرح شوې دي :
بسم الله الرحمن الرحیم

استفتاء (فتوی غوښتنه) :

ډیرو محترمو قدرمنو عالمانو! السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته زموږ دیني مسئله ده، دوه اړخه لري: یو دعالمانو څخه دین زده کول دي.
بل په هغوکي د یوه په نوم مذهب جوړول، او اسلام تقسیمول دي.
دا اړخ موږ ته معلوم دى چی کم سړی نه پوهیږي، هغه دي دعالمانو (اهل الذکر) څخه پوښتنه کوي، او د دین پوهانو (اولي الامر) فرمانبرداري دي کوي، نو کومي مسئلې چی قدرمنو امامانو په متفقانه (بغیراختلافه) فیصلې بیان کړي دي، دهغو په منلو، عملي کولو کي، د دوی فرمانبرداري، راته آسانه ده، په دې کي څه مشکل نه پېښېږي.
مشکل دا دی چی د علماء كرامو د اختلاف په صورت کي څه وكو؟
* آیا زموږ د امام ابوحنیفه رح څخه بغیر بل څوک هم امامان، د دین لوی عالمان (أولي الأمر، أهل الذکر) دي او که نه دی ؟
- که بل څوک نه وي څه دلیل دی ؟
- دا خبره بيا څرنګه ورسره لګيږي چی څلور مذهبه ټوله پر حق دي ؟
- دا خبره به څنګه ورسره لګیږي چی د امام ابوحنیفه رح څخه بغیر دنورو عالمانو کتابو ته په اسلام کی ډیر لوړ مقام ورکړه سوی ؛ لکه: صحیح البخاري چی د قرآن کریم څخه وروسته تر نورو ټولو کتابو صحیح ترین کتاب منل سوی، که دا کتابونه د(اهل الذکر) کتابونه ونه بلل سي، نوبیا څرنګه په اسلام کی په داسي ولړه درجه اعتماد پر کیږي؟
* او که نورهم امامان (اهل الذکر، اولي الامر) سته لکه: امام احمد رح، امام بخاری رح، امام مالک رح، امام شافعی رح او د هغو سره د اسلام حق مسئلې سته، او الله د دوی څخه په پوښتنه اود دوی په فرمانبرداری امرکړي هم یو، نو بیا دهغو د خوا د بیان سوي اسلام د حقو مسئلو پریښودل، پټول، او د هغو څخه د خلګو را بندول، چا موږ ته روا کړي؟
- اود دوی د خوا د بیان سوي اسلام د حقومسئلو منل، او په هغوعمل کول چا حرام کړي؟
* د چا په حکم اسلام پر داسي مذهبي ډلو ویشل سوی چی یوې ډلي ته د بلي ډلي په حق دیني حکم عمل کول ناروا بلل کیږي؟
ـ آیا اسلام د الله په شرعي حکم داسي ویشل سوی او که خلګو په خپل حکم داسي ډلي پکښي جوړي کړي؟
- الله خو په اتفاق امر کړي یو او د اختلاف څخه ئې منع کړي یو، نو بیا چا اتفاق راباندي حرام ، اواختلاف ئې راباندي واجب کی؟
- الله خو په پوره اسلام کي د داخلیدو حکم راته کړی، نو ولي بیا زموږ لپاره په څلورمه برخه د اسلام (٪۲۵) عمل واجب دی، اوپه نورو درې برخو (۷۵٪) عمل نا روا دی؟
- که الله د ټولو امامانو په پیروۍ امر کړي یو، نو بیا ولي د یوه پیروي فرض، او د نورو پیروي پرموږ حرامه بلل کېږي؟
* آیا الله داسي ویلي: د ځینوعالمانو څخه پوښتنه کوﺉ ، د نورو څخه ئې مه کوﺉ ؟
- یا د ځینی عالمانو (اولی الامر) خبره منئ ، د نورو مه منئ ؟
- یا که مو د یوه څخه پوښتنه وکړه، او یوه خبره مو ومنل، د نورو څخه بیا هيڅ پوښتنه مه کوﺉ، اوهیڅه خبره ئی مه منئ ترهغو چي د هغه بل د ټولو خبرو څخه تاسي رجوع نه وي کړې ؟
- كه الله داسي حکم نه وي کړي، نو بیا چا داسي حکم راته کړی ؟
- آیا د دې خبرو فتوی مجتهدینو کرامو (څلورامامانو رح) کړې ؟
- که د صاحبینورح ، زفررح، متأخرینو اوبعض مشائخو پر قول فتوی کیدی سي، او د امام ابوحنیفهرح قول د دوی په وجه پاته کیدی سي، نودامام شافعيرح یا بل پرقول د قوي دلیل په وجه، ولي فتوی نسي کیدی؟
* خلاصه: که نور م‍ذهبونه اسلام وي، موږته په هغه اسلام عمل، په کوم دلیل نا روا دی؟
ـ او موږ ته دهغه حق (اسلام) پټول، او دهغه څخه د خلګو مخنیوی، په کوم دلیل روا دی؟
ـ اوکه نورمذهبونه اسلام نه وي، بیا د هغو خپلو پیروانو ته عمل په کول په کوم دلیل روا دی؟

د مشکلو مسئلو د حل غوښتنه :
جناب محترم مفتی صاحب ! په ډېر درناوی هیله ده چي د نجات لاره را وښیه
موږ چي په قرآن او حدیث کي د تعارض یا مشکل سره مخ سو علماء کرامو ته رجوع کوو، اوس دعلماء کرامو په خبرو کي هم تعارض راته پیدا سوی، اوس دا مشکل څنګه حل کو؟
(۱) د یوې خوا دعقیدې کتاب فرمایی :(وإذا لم يكن في مكان لم يكن في جهة لا علو ولا سفل ولا غيرهما). [شرح العقائد النسفية ص ۳۳ چی د عقیدې درسی عمده کتاب دی].
ترجمه: او چی (الله) په یو ځای کی نه دی، نو په یو طرف کی هم نه دی: نه پورته، نه کښته، او نه بل طرف.
او په عالمګيري کی داسي راغلي :(يكفر بإثبات المكان لله تعالى، فلو قال: أز خدا هیچ مكان خالي نيست يكفر، ولو قال: الله تعالى في السماء فإن قصد حكاية ما جاء فيه ظاهر الأخبار لا يكفر، وإن أراد المكان يكفر، وإن لم تكن له نية، يكفر عند الأكثر، وهو الأصح، وعليه الفتوى، ويكفر بقوله: الله تعالى جلس للإنصاف أوقام له، وبوصفه الله تعالى بالفوق أوبالتحت).
(دمذهب مشهوره فتاوای عالمګيري كتاب السيرالباب التاسع أحكام المرتدين ج۲ ص۲۵۹، اوپه البحرالرائق كتاب السير أحكام المرتدين ج ۵ ص۲۲۰ کی همدغسی سته). ترجمه: الله ته په مکان ثابتولو سړى کافر کیږي، پس که وئې ويل: هيڅ ځای د خدایه نه دی خالي، کافرکیږي.
ـ که ئې وويل: الله پرآسمان دی، نو که د هغه څه قصد ئې کړی وو چي سرسري اخبار پکښې راغلي، نه کافر کیږي، او که د مکان اراده ئې کړې وه کافر کیږي.
ـ که د ده څه نیت نه وو (نه د مکان، نه ده حکایت...) کافر دی داکثریت په فیصله، او دا ډیره صحیح ده، او پرهمدې فتوی ده، اوکافرکیږي په داسي وینا دده: چی الله تعالی کښېنستی دپاره دانصاف یا ورته ودرې دی،
ـ او(کافر کیږي) په دې چی الله لوړ وبولي یا کښته.
(دعالمګیري اوبحرالرائق ترجمه ختم سوه).
اود بلي خوا په تفسیرمظهري کی بیا داسي وائی:(قال أبوحنيفة: إن الله في السماء دون الأرض. رواه البيهقي، وروى عنه من قال: لا أعرف ربي سبحانه في السماء أم في الأرض فقد كفر؛ لأن الله يقول :{الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى}، وعرشه فوق سماواته، وروي عنه أنه قال: من أنكر الله في السماء فقد كفر) .
(تفسيرمظهري دشيخ ثناء الله پاني پتي حنفي ج۳ ص۳۹۷ د يونس د۳ نمبرآیت لاندي).
ترجمه: امام ابوحنیفه وائي چی یقینا الله پر آسمان دی، نه پرمځکه . دا خبره بېهقي نقل کړې، او دغه رنګه ئي د ده څخه نقل کړي: که چا ووئل: زه نه پوهیږم په دې چی زما رب پر آسمان دی که پر مځکه، نو دى كافر سو؛ ځکه الله فرمائې: {رحمن پر عرش لوړ دی}، او د ده څخه نقل سوي: څوک چی نه ومني الله پر آسمان، پس یقینا دی کافر سو. (د تفسير مظهري دلفظونو ترجمه ختم سوه) .
په دې وجه د تفسیر لوی عالم آلوسي حنفي پرهغه خلګو چی دالله د لوړ والی انکار کوي، داسي رد کوي او وايي :(وأنت تعلم أن مذهب السلف إثبات الفوقية لله تعالى كما نص عليه الامام الطحاوي وغيره، واستدلوا لذلك بنحو ألف دليل).
ترجمه: تاته معلومه ده چی د پخوانو عالمانو (صحابهء کرامو، اونورو) مذهب اثبات د لوړوالی دی الله لره؛ لکه څنګه چی تصریح کړې په دې امام طحاوی او نورو، او دوی دلیل نیولی د دې لپاره په نژدې زردلیلونو.
(د پورته لفظونو ترجمه ختم سوه، حواله وروسته ذکر کیږی).
بیا مفسر آلوسي ځیني د دغه دلیلو څخه داسي یادوي :(والآيات والأخبار التي فيها التصريح بما يدل على الفوقية ـ كقوله تعالى :{تنزيل من الله العزيز الحكيم} و{إليه يصعد الكلم الطيب} و{بل رفعه الله إليه} و{تعرج الملائكة والروح إليه} وقوله صلى الله عليه وسلم فیما اخرجه مسلم: وأنت الظاهر فليس فوقك شيئ ـ كثيرة جدا، وكذا كلام السلف في ذلك؛ فمنه ما روى شيخ الإسلام أبوإسماعيل الأنصاري في كتابه الفاروق بسنده إلى أبي مطيع البلخي أنه سأل أباحنيفة رضي الله عنه عمن قال: لا أعرف ربي سبحانه في السماء أم في الأرض فقال: قد كفر؛ لأن الله يقول:{الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى}، وعرشه فوق سبع سماوات. فقال: قلت : فإن قال: إنه على العرش لكن لا أدري العرش في السماء أم في الأرض؟ فقال رضي الله تعالى عنه :هو كافر؛ لأنه أنكر أنه في السماء، ومن أنكر أنه في السماء فقد كفر).
(روح المعاني دشیخ آلوسی حنفي ج۷ ص۱۱۴- ۱۱۶دسورت أنعام د ۱۸نمبرآيت لاندی)[ ].
ترجمه: داسي آیاتونه او حدیثونه ډیر دي چی په هغو کي تصریح ده په دې چی پر دا لوړ والی دلالت کوی: لکه دا وینا د الله: (دا قرآن) نازل سوی د الله دخوا چی زورآور حكمت والا دی. او: ده ته خیژي پاکي خبري. او: بلکي دی الله پورته کړی خپل ځان ته. او: خيژي ملائک او جبریل ده ته. او دا وینا د نبی صلی الله علیه وسلم ـ په روایت د مسلم ـ : او ته ولړ ئي؛ نو نسته پورته تر تا بل شيئ. او دغه رنګه ډیري دي په دې باره کي د اولنو عالمانو ویناوي، د هغه جملې څخه هغه دي چی شیخ الاسلام خواجه عبدالله انصاري صاحب نقل کړي په خپل (الفاروق) نومي کتاب کي په خپل سند سره تر ابومطیع بلخي پوري چی ده پوښتنه وکړه د امام ابوحنیفه رض څخه د هغه چا په باره کي چی وائي: زه نه پوهیږم چی زما رب پر آسمان دی او که پر مځکه؟ نو ده (امام ابوحنیفه) وفرمائل : یقینا دی کافر سو؛ ځکه الله فرمائي :{رحمن پرعرش لوړ دی}، اوعرش دالله تر وو آسمانو ولړ دی. نو ابومطیع وائي: ما ووئل: که دا سړی ووائي: یقینا الله پر عرش دی، خو زه نه یم خبر چی عرش پرآسمان دی اوکه پر مځکه؟ پس ده (امام ابوحنیفه) رض وفرمائل: دغه سړی کافر دی، ځکه ده انکار وکی د دې څخه چی الله پر آسمان دی، او څوک چی انکار وکي د دې څخه چی الله پر آسمان دی، نو بس هغه کافر دی. (د روح المعاني دلفظونو ترجمه ختم سوه).
ابومطیع بلخي د امام صاحب شاګرد دی، انورشاه صاحب وایی: دی د فقه اکبر مصنف دی، صدوق (ډېر صادق) سړی دی، او د دې بیان وروسته داسي لیکي :(فالحاصل أن نزول الباري إلى السماء الدنيا نزول حقيقة يحمل على ظاهره، ويفوض تفصيله وتكييفه إلى الباري عز برهانه وهو مذهب الأئمة الأربعة والسلف الصالحين كما نقله الحافظ في فتح الباري).
(العرف الشذي على جامع الترمذي، أبواب صلاة الليل باب ما جاء في نزول الرب تبارك وتعالى كل ليلة إلى السماء الدنيا: ج۱ ص۵۹).
ترجمه: نو حاصل دا چي دې نژدې آسمان ته د باري تعالی رانازلېدل، حقیقي رانازل دي، پر خپل ظاهره معنی حمل کیږي، تفصیل اوبیان د کیفیت ئې الله ته سپارل کېږي، او دا د څلورو امامانو او د پخوانیو نیکانو مذهب دی؛ لکه څنګه چي حافظ ابن حجر دا په فتح الباري کي رانقل کړي. (ترجمه ختم سوه).
شاه ولي الله رح هم د{ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ} لا ندي لیکلي: باز مستقر شد برعرش.
(د شاه ولي الله صاحب ترجمه د سورهء اعراف د ۵۴ نمبر آیت لاندي).
زموږ ستونزه دا ده چي موږ د الله په باره کي څنګه عقیده خپله کو؟
ـ که ووایو: الله هرځای دی، د عالمګیري په فتوی کافران کیږو.
ـ که ووایو: الله ولړ پر عرش دی، هم دعالمګیری په فتوی کافران کیږو.
ـ که ووایو: الله ولړ (پر عرش) نه دی، د امام صاحب په فتوی کافران کیږو.
ـ که ووایو: نه یو خبر چی پرعرش دی که نه، دامام صاحب په فتوی کافران کیږو.
ـ که ووایو: الله هیچری نه دی: نه پورته نه کښته نه پرعرش نه بل ځای ـ لکه شرح عقائد چی وائي ـ هم د امام صاحب په فتوی کافران کیږو؛ ځکه په دې سره انکار کیږی د دې څه چی الله پرعرش دی.
د چا عقیده صحیح وګڼو؟
ـ که د امام صاحب رح عقیده صحیح وبلل سی دعالمګیري ملایان او دهغو ملګري د ده تر فتوی لاندي کیږي.
ـ که د عالمګیري دملایانو عقیده صحیح وبلل سي، امام صاحب د دوی تر فتوی لاندي کیږي، اوعالمګیری دهندوستان پراخه سیمی دملایانو اجماعي فتاوی ده چی د اختلاف دختمولو په خاطر لیکل سوې، دوى دخپل همدې فتاوی په مقدمه کښې لیکلی چی په دې کتاب کی دوی هغه مسئلې را جمع کړي چی هغه د فتوی وړ، ښو عالمانو ته خوښي او منظور دي.
پر مسلمان د کفر فتوی څه حکم لري ؟
أبوالحسن أشعري رح أو ډېر نور هم په دې عقيده دي چي الله پر عرش لوړ دی.
[رسالة أبي الحسن الأشعري إلى أهل الثغر بباب الأبواب: صـ ۱۳۰- ۱۳۲].
أبوالحسن أشعري په بل کتاب کي د دې مسئلې د اثبات لپاره أته صفحې بحث اودلائل ذکر کړي. (الإبانة في أصول الديانة لأبي الحسن الأشعري صـ ۱۱۹- ۱۲۷). دا (الإبانة في أصول الديانة) د أبوالحسن أشعري د آخرنيو کتابو بلل کېږي، د اهل سنت مذهب د خپلولو وروسته ئې ليکلی، شيخ آلوسي په خپل تفسير کي دهمدې کتابه په دې اړه څه خبري هم يادي کړي.
(روح المعاني: ج ۱۶ص۱۵۷ د طه د ۵ نمبر آيت لاندي). دارنګه ئې د کلام د صفت په اړه د خپل تفسير په مقدمه کي د ده حواله ذکر کړي. (د شيخ آلوسي حنفي د تفسير روح المعاني مقدمه: ج۱ص۱۵).
(۲) پوښتنه: دامام ابوحنیفه رح په مناقبو کي راغلي:(و رآى ربه في المنام مائة مرة، ولها قصة مشهورة).
(رد المحتار على الدرالمختار بحث مناقب الإمام أبي حنيفة ج۱ص۵۱). ترجمه: امام صاحب رح سل واره الله تعالی په خوب لیدلی. (ترجمه ختم سوه).
د روح المعاني مصنف د سوره أعراف د۱۴۳نمبرآیت لاندي په صراحت وايي : ما الله په خوب لیدلي.
تفتازاني صاحب د ډېرو څخه حکایت کوي چي الله ئې په خوب لیدلي.
(ودي کتل سي: شرح عقائد ص۶۰، د رؤیة الله د بحث آخري برخه).
د بلي خوا کتاب راوړي :(و لو قال رجل: رأيت الله في المنام، قال الشيخ الإمام رئيس أهل السنة أبومنصورالماتريدي: هذا الرجل شر من عابد الوثن).
(قاضيخان كتاب الحظر والإباحة، فصل في التسبيح والتسليم والصلاة على النبي صلى الله عليه وسلم:ج۴ ص ۳۷۸، او دغسی په نورو کتابو کی سته لکه: الفتاوى التاتارخانية كتاب أحكام المرتدين ـ المتفرقات : ج ۵ ص۴۷۱، او البحرالرائق كتاب السير أحكام المرتدين ج۵ ص۲۲۰). ترجمه: که سړی وویل: چی ما الله په خوب لیدلی، ابومنصور ماتریدي دعقېدی امام وائي: دا سړی تر بت پرسته ډیر بد دی. (ترجمه ختم سوه).
اوس ده خو دا سړی کافر کی، موږ په دې باره کي څنګه عقیده وساتو؟
(۳) پوښتنه: په فتاوای شامي کي راغلي:(وكذا اختاره صاحب الهداية في التجنيس فقال: لو رعف فكتب الفاتحة بالدم على جبهته وأنفه جاز للاستشفاء، وبالبول أيضا إن علم فيه شفاء لا بأس به لكن لم ينقل، وهذا لأن الحرمة ساقطة عند الاستشفاء كحل الخمر والميتة للعطشان والجائع أهـ من البحر. وأفاد سيدي عبد الغني أنه لا يظهر الاختلاف في كلامهم لاتفاقهم على الجواز للضرورة).
(دابن عابدین شامی حنفي رد المحتار كتاب الطهارة مطلب في التداوي بالمحرم: ج۱ ص۱۴۷، او دغه رنګه : فتاوى عالمګيري كتاب الكراهية : الباب الثامن عشر في التداوي والمعالجات: ج ۵ ص ۴۳۵، او دغه رنګه: فتاوای قاضيخان: كتاب الحظر والإباحة: ج ۴ ص ۳۶۵).
ترجمه: او دغه رنګه خوښه کړې صاحب هدایه په تجنیس نومي کتاب کي، پس ویلې دي: که د سړي د پزي ویني بهیدلې نو ده سورهء فاتحه (الحمد لله شریفه) پر خپل تندي او پزه په وینه ولیکل، روا ده لپاره شفا غوښتلو، او په بولو سره همدغه رنګه روا ده، که ده ته شفا پکښې معلومه سوه پروا نه لري.
(په خط نښاني سوي الفاظو ترجمه ختم سوه).
د بلي خوا شیخ عبد العلي دیوبندي صاحب مفتي اعظم دافغانستان فرمایي :(بعض اعمال سته چی سړی په کافر کیږی: لکه سجده کول و بت ته په خپل اختیار، او د قرآن بې عزتي کول، یا د حضرت رسول الله علیه الصلاة والسلام په شان کي بې ادبي کول، کتاب ورته کافر ویلي دي).
(بلوغ المرام د شيخ عبد العلي ديوبندي صاحب صـ۱۶. دغسي حکم په نورو کتابوکی هم سته لکه : شرح عقائد نسفیه صـ: ۸۳، او: شرح د فقه اكبر د ملا علي القارئ صـ۲۷۸).
(۴) پوښتنه: په فتاوای عالمګیري کی راغلی :(ا‍ذا أنکر الرجل آیة من القرآن اوتسخر بآیة من القرآن ـ وفی خزانة المفتین أوعاب ـ کفر، کذا فی التتارخانیة .
اذا أنکر الرجل کون المعوذتین من القرآن لا یکفر، وقال بعض المتأخرین: یکفر؛ لانعقاد الاجماع بعد الصدر الأول علی أنهما من القرآن، والصحیح الأول؛ لأن
الاجماع المتأخر لا یرفع الاختلاف المتقدم، کذا فی الظهیریة).
(فتاوای عالمګیري کتاب السیر الباب التاسع فی أحکام المرتدین، مطلب موجبات الکفر أنواع ... ومنها ما یتعلق بالقرآن ج ۲ ص ۲۶۶- ۲۶۷).
ترجمه: چی کله سړی د قرآن د یوه آیت څخه انکار وکي یا په یوه آیت مسخره وکي ـ او په خزانة المفتین کی وایی: یا عیب پر ولګوي ـ کافرکېږي، داسي په تاتارخانیه فتاوی کی راغلي. چی کله سړی د قل أعوذ برب الفلق او قل أعوذ برب الناس (دوه سورتو) دقرآنیت څخه انکار وکي، نه کافر کېږي، اوځینی ورستنو ویلی: کافرکېږي؛ ځکه د اولي پېړۍ څخه وروسته اتفاق راغلی پر دې چی دا دوه سورتونه د قرآن دي، او صحیح اول قول دی (چی نه کافر کېږی)؛ ځکه وروستنی اتفاق مخکنی اختلاف نه ختموي، داسي په ظهیریه فتاوی کی راغلی. (ترجمه ختم سوه).
څه وجه ده چی د یوه آیت انکار کفر دی، او تر یوه آیت ډېر دوه سورتو انکار کفر نه دی؟
(۵) بله پوښتنه دا ده چي په هدايه شریفه کي راغلي :(وهو نص على أن ما يتخذ من الحنطة والشعير والعسل والذرة حلال عند أبي حنيفة ولا يحد شاربه عنده وإن سكر منه). (الهداية مع شرحها فتح القدير، كتاب الأشربة: ج۱۰ ص۱۱۵).
ترجمه: او دا تصریح ده پر دې خبره چي د غنمو، اوربشو، عسلو او جوارو څخه چي کوم شراب جوړوېږي هغه د امام ابوحنیفه رح په نزد حلال دي، او دهغه چښونکي ته حد (سزا) نسته، که څه هم د دې په وجه نشه سي.
د بلي خوا عقائد نسفيه وایي:(واستحلالُ المعصيةِ ـ صغيرة كانت أوكبيرة ـ كُفرٌ).
ترجمه: د ګناه حلال ګڼل کفر دی، که لویه ګناه وي که کچنۍ.
تفتازاني صاحب ئې په شرح کي وايي:(من استحل حراما وقد علم في دين النبي صلی الله عليه وسلم تحريمه کنکاح ذوي المحارم أوشرب الخمر أوأکل الميتة أوالدم أوالخنزير من غير ضرورة فکافر، وفعل هذه الأشياء بدون الاستحلال فسق، ومن استحل شرب النبيذ إلى أن يسكر كفر).
(شرح العقائد النسفية بتحقيق المولوي عبیدالله القندهاري صـ: ۱۲۰).
ترجمه: هغه سړی کافر دی چي پر حرامو د حلال حکم وکي په داسي حال کي چي د نبي صلی الله عليه وسلم په دين کي دهغه حرام کېدل ښکاره وي، لکه د حرمت والا ښځو سره واده کول، شراب چيښل، خود مرده، وينه يا خنزير بغير ضرورته خوړل.
د حلال د حکم کول بغير د دغه کارونه کول فسق دی.
هغه سړی کافر دی چي د نبیذ چښل د نشې تر وخته حلال وګڼي . (پای)
_______________________________________________________________________________
(۶) پوښتنه (والله تعالى خالق لأفعال العباد من الكفر والإيمان والطاعة والعصيان).
(شرح العقائد النسفية صـ۶۰).
ترجمه: الله تعالى د بندګانو د افعالو، د کفر او د ایمان خالق (پیداکوونکی) دی.
د بلي خوا کتاب داسي راوړي : (وكذا من قال بخلق الإيمان فهو كافر).
(عالمګيري كتاب السير الباب التاسع أحكام المرتدين: ج ۲ ص۲۵۷).
ترجمه: او دا رنګه چي څوک ایمان مخلوق وګڼي هغه سړی کافر دی. (۷) بله پوښتنه : بحرالرایق چي کله هغه أقوال یادوي چي سړی د هغه په ویلو کافر بولي، داسي وایي :(وبقوله: إن الأنبياء عصوا، وإن كل معصية كفرٌ، وبقوله: لم تعص الأنبياء حال النبوة وقبلها؛ لرده النصوص).
(البحرالرائق كتاب السير أحكام المرتدين ج۵ ص۲۲۱).
ترجمه: او په دې (کافر کېږي) چي ووايي: بې شکه پېغمبرانو نافرماني (ګناه) کړې ده، او: بې شکه هره ګناه کفر دی، او په دې چي ووايی: ګناه نه ده کړې پېغمبرانو په وخت کي د نبوت، او نه وروسته دنبوته؛ په دې وجه چي دی نصوص (آیاتونه اوحدیثونه) ردوي. (ترجمه ختم سوه).
مشکل دا دی چي یو خو دغه اوله او دوهمه فتوی څنګه سره ولګوو؟ ځکه که سړی ووايي : ګناه ئې کړې هم ئې کافر کوي، او که ووايي: ګناه ئې نده کړې، هم ئې کافر کوي.
بل دا چي په فقه اکبر کي امام ابوحنیفه رح فرمايی: (والأنبیاء منزهون عن الصغائر والكبائر، والكفر والقبائح، وكانت منهم زلات وخطيات).
ترجمه ئې داسي ورسره لیکل سوې ده: اوپېغمبران علیهم الصلاة والسلام ټول پاک دي له ګناهونو صغیرو نه او لویو نه، او له کفر او بې حیا کارونه، او شوي له هغونه لغزشونه او په خطائي سره کارونه. (فقه الأکبر مترجم فارسي وافغاني صـ ۱۰).
(۸) پوښتنه: ابوبکر الجصاص الرازي الحنفي (المتوفى ۳۷۰) وایي : (فقوله تعالی:{لاَّ تُدْرِكُهُ الأَبْصَارُ} معناه لا تراه الأبصار، وهذا تمدح بنفي رؤية الأبصار كقوله تعالى : لاَ تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلاَ نَوْمٌ، وما تمدح الله بنفيه عن نفسه ، فإن إثبات ضده ذم ونقص، فغير جائز إثبات نقيضه بحال ؛ كما لو بطل استحقاق الصفة بـ{لاَ تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلاَ نَوْمٌ} لم يبطل إلا إلى صفة نقص، فلما تمدح الله بنفي رؤية البصر عنه، لم يجز إثبات ضده ونقيضه بحال؛ إذ كان فيه إثبات صفة نقص .
ولا يجوز أن يكون مخصوصا بقوله تعالى :{وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاضِرَةٌ إِلَى رَبِّهَا نَاظِرَةٌ} ؛ لأن النظر محتمل لمعان : منه انتظار الثواب ؛ كما روي عن جماعة من السلف، فلما كان ذلك محتملا للتأويل، لم يجز الاعتراض عليه بما لا مساغ للتأويل فيه .
والأخبارالمروية في الرؤية إنما المراد بها العلم لو صحت، وهو علم الضرورة الذي لا تشوبه شبهة ولا تعرض فيه الشكوك؛ لأن الرؤية بمعنى العلم مشهورة في اللغة).
﴿أحكام القرآن لأبي بكرالجصاص الرازي الحنفي:ج۳ ص۴- ۵ دسورهء أنعام ١٠٣نمبرآیت لاندي﴾.
خلاصه دا چي د الله د لیدلو څخه ده انکار کړی، بلکي د الله لیدل ئې صفت نقص بللی دى.
د بلي خوا کتاب داسي وايي :(ويجب إكفار من قال: إن الله يَرى، ولا يُرى، والمعتزلي مبتدع إلا إذا قال باستحالة الرؤية فهو حينئذ كافر).
(الفتاوى البزازية على هامش الهندية ، كتاب ألفاظ تكون إسلاما أو كفرا أو خطأ، نوع فيما يتصل بها مما يجب إكفاره من أهل البدع: ج۶ ص۳۱۹).
ترجمه : د هغه چا کافر ګڼل واجب دي چي وایي: الله لیدل کوي، او دی نه لیدل کيږي، اومعتزلي بدعتي دی، مګر کله چې ووايي چي دا رؤیت (د الله لیدل) نا شُونی (نا ممکنه) دی، نو هغه په دې وخت کي کافر دی. (ترجمه ختم سوه).
اوس یوې خواته امام جصاص دی، بلي خوا ته واجب پاته کېږي، څه کول په کار دي؟
د معتزله ؤ په مناسبت داهم یادېږي چي په فقه الأکبر کي د امام ابوحنیفه رح عقیده د الله په شان کي داسي بیان سوې:(وله ید و وجه ونفس کما ذكره الله تعالى في القرآن فهو صفات بلا كيف، ولا يقال: إن يده قدرته أونعمته ؛ لأن فيه إبطال الصفة، وهو قول أهل القدر والاعتزال، ولكن يده صفة بلا كيف).
او ترجمه داسي ورسره لیکل سوې: او د ده لاس اومخ اونفس شته لکه چه ذکر کړېدي خدای تعالی په قرآن کښ، نو دا صفتونه دي چي کیفیت ئې معلوم نه دی، او داسي نه شي ویلي چه په لاس ئې قدرت د ده مراد دی، یا نعمت؛ ځکه چه په دې کښ خو ابطال د صفت دی، او دا قول د قدر اومعتزلو دی، ولیکن لاس د هغه خو یو صفت د هغه دی بې کیفیة. (فقه الأکبر۶- ۷).
د بلي خوا په ډېر کتابو کي دا لیکلي چي د (ید الله) څخه قدرت د الله مراد دی، اوسني علماء کرام په خپلو ترجمو، درسو اوخطبو کي هم دا خبره ډېره کوي، نو دا څه حکم لري؟
(۹) بله پوښتنه داده چي د امام صاحب په مناقبو کي راغلي :(والنعمان بن المرزبان هوالذي أهدى لعلي بن أبي طالب الفالوذج في يوم مهرجان، فقال علي: مهرِجونا كل يوم). [رد المحتار بحث مناقب الإمام أبي حنيفة رح :ج۱ ص ۶۳].
وفي تبييض الصحيفة بمناقب أبي حنيفة صـ۱۸: (والنعمان بن المرزبان هوالذي أهدى لعلي بن أبي طالب الفالوذج في يوم النيروز).
حاصل دا چي د امام صاحب نیکه د نوروز یا د مهرجان په ورځ علي رض ته حلوا ورکړه.
د بلي خوا ملا علي قاري حنفي صاحب د حدیث په شرح کي وایي :(فيه دليل على أن تعظيم النيروز والمهرجان وغيرهما، أي : من أعياد الكفار منهي عنه. قال أبوحفص الكبيرالحنفي: من أهدى في النيروز بيضة إلى مشرك تعظيما لليوم فقد كفربالله تعالى وأحبط أعماله ...).
خلاصه: نوروز اومهرجان د مشرکانو د اخترونو څخه دي، څوک چي د نوروز د ورځي په تعظیم یوه اګۍ مشرک ته ورکي، دا سړی کافر کېږي، عملونه یې بر باد سوه . [المرقاة شرح المشکاة باب صلاة العيدين الفصل الثاني: ج۳ ص۵۴۳ـ ۵۴۴،
بذل المجهود في حل سنن أبي داود باب صلاة العيدين: ج۶ ص۱۵۹.
ونحوه في العالمكيرية كتاب السير باب في أحكام المرتدين : ج ۲ص۲۹۶، والبحرالرائق كتاب السير أحكام المرتدين: ج ۵ ص ۲۰۸]. قال القاري:(وفي الخلاصه: من أهدى بيضه إلى المجوس يوم النيروز كفر، أي: لأنه أعانه على كفره وإغوائه، أو تشبه بهم في إهدائه، ومفهومه أنه لو أهدى شيئا في يوم النيروز إلى المسلم لا يكفر، وفيه نظر؛ إذ التشبيه موجود، اللهم إلا إن وقع اتفاقيا من غير قصد إلى النوروزية).
(شرح فقه الأكبر الألفاظ المكفرة التي جمعها العلامة بدرالرشيد من أئمة الحنفية صـ ۱۸۶).
پوښتنه دا ده چي اوس د مسلمانانو په خپل منځ کي داسي کار څه حکم لري؟
(۱۰) پوښتنه: ابن عابدين شامي صاحب د مذهب په اولیاء کرامو فخرکوي داسې فرمايي :(ومنهم ختم دائرة الولاية قطب الوجود سيدي محمد الشاذلي البكري الشهير بالحنفي الفقيه الواعظ أحد من صرفه الله تعالى في الكون، ومكنه من الأحوال ونطق بالمغيبات، وخرق له العوائد وقلب له الأعيان).
(رد المحتار على الدرالمختار مبحث مناقب الإمام أبي حنيفة : ج۱ ص۴۲).
دلته قطب الوجود، په موجوداتو کي تصرف، د غیبي شیانو ږغېدل، د شیانو ذات اړول (دشيانو حقیقت بدلول) وغیره ثابت سوي.
د بلي خوا دی فرمايي:(إن ظن أن الميت يتصرف في الأمور دون الله تعالى، فاعتقاده ذلك كفر).
(رد المحتار آخر كتاب الصوم مطلب في النذر الذي يقع للأموات من أكثر العوام: ج۲ ص ۱۳۱).
ترجمه: که څوک ګمان وکي چي مړی تصرف کوي په کارو کي سوا د الله څخه، نو دغه عقیده جوړول ئې کفر دی. (ترجمه ختم سوه).
دا رنګه امام کردري فرمایي: (تزوج بلا شهود وقال: رسول خدای را وفرشتګان را ګواه کردم، یکفر؛ لأنه اعتقد أن الرسول والملك يعلمان الغيب).
(الفتاوی البزازیة علی هامش الهندية کتاب ألفاظ تکون کفرا أو اسلاما: ج ۶ ص ۳۲۵).
ترجمه: چا بغیر د ګواهانو نکاح وتړل، او وې ویل: پېغمبر خدا او ملایک مي ګواهان کړه، دا کافر کېږي؛ ځکه ده عقیده وکړه چي پېغمبر صلی الله علیه وسلم اوملک په پټو پوهېږي.
بل ځائ امام کردري فرمایي :(قال علماؤنا : من قال : أرواح المشائخ حاضرة تعلم، يكفر، وإذا قال الرجل أو المرأة : أنا أعلم المسروقات، يكفر، و لو قال: أنا أخبر عن الجن، يكفر أيضا ؛ قال الله تعالى : لو كانوا يعلمون الغيب الآية في الجن).
(الفتاوی البزازیة علی هامش الهندية کتاب ألفاظ تکون کفرا أو اسلاما: ج ۶ ص ۳۲۶).
ترجمه: زموږ عالمانو ویلي: که چا وویل: د پيرانو روحان حاضر دي پوهيږي، کافر کيږي. چي کله سړی یا ښځه ووايي: ما ته د غلا سوو شیانو علم سته، کافر کېږي، او که ده وویل: زه د پېریانو د خوا خبر ورکوم، هم کافر کېږي؛ الله فرمايي: که پيریان په پټو پوهیدلای (آیت تر آخره) د پيریانو په باره کي دی.
(۱۱) پوښتنه: په عقائد نسفي كي داسي راغلي :(فتظهر الكرامة على طريق نقض العادة للولي من قطع المسافة البعيدة في المدة القليلة، وظهورالطعام والشراب واللباس عند الحاجة، والمشي على الماء والطيران في الهواء وكلام الجماد والعجماء واندفاع المتوجه من البلاء وكفاية المهم من الأعداء وغير ذلك من الأشياء).
(العقائد النسفية مع شرحها صـ ۱۰۵- ۱۰۶).
دلته په لږ مدت کي د ډېري مسافې طي کول کرامت بلل سوي، ورسره متوجه بلاء دفع کیدل او د دښمن د تشویناک خطر دفع کول وغیره.
د بلي خوا امام کردري حنفي رح فرمايي :(سئل الزعفراني عمن يزعم أنه رأى ابن أدهم يوم التروية بكوفة، ورآه أيضا في ذلك اليوم بمكة، قال : كان ابن مقاتل : يكفره ويقول: ذلك من المعجزات لا من الكرامات، أما أنا فأستجهله ولا أطلق عليه الكفر، وقال محمد بن يوسف : يكفر. وعلى هذا ما يحكيه جهلة خوارزم أن فلانا أتى كان يصلي سنة الفجر بخوارزم، وفرضه بمكة . وقد ذكر علماؤنا أن ما هو من المعجزات الكبار كإحياء الموتى وقلب العصا حية وانشقاق القمر وإشباع الجمع من الطعام القليل وخروج الماء من بين الأصابع، لا يمكن إجراؤه بطريق الكرامة للولي، وطي المسافة من قبيل المعجزات؛ لقوله عليه السلام: زُوِيتْ لي الأرضُ، فلو جاز لغيره لم يبق فائدة التخصيص).
(الفتاوى البزازية علی هامش الهندية كتاب ألفاظ تكون كفرا أو إسلاما : ج ۶ ص ۳۲۶).
ترجمه: د امام زعفراني څخه پوښتنه وسوه د هغه چا په هکله چي وايي: ده ابن ادهم د لوي اختر د میاشتي په اتمه ورځ په کوفه کي ولیدی، او په همدې ورځ ئې دی په مکه کي ولیدی؟ ده وفرمايل: ابن مقاتل رح داسي شخص کافر ګڼی، او ویل ئې : دا کار د معجزاتو څخه دی ، نه د کراماتو څخه، او زه چي یم نو جاهل (ناپوه) ورته وایم، او د کفر اطلاق نه ورباندي کوم، اومحمد بن یوسف ويلي دي: کافر کېږي. او پرهمدې طرز دی حکم د هغه څه چي د خوارزم ناپوهان ئې حکایت کوي چي بې شکه فلانی راغی، د سهار سنت بې په خوارزم (ترکمنستان) کي کول، او فرض بې په مکه کي کول. او زموږ عالمانو دا ذکر کړي چي کوم څه چي د غټو معجزاتو څخه دي، د هغه جاري کېدل، ولي ته کرامت په توګه امکان نه لري، لکه : د مړو ژوندي کول، لکړه په مار بدلول، او د سپوږمۍ چاودل، په لږ خوراک ډېر خلګ مړول، او د ګوتو د مینځه د اوبو راوتل، او د مسافي طي کول د معجزاتو د قبيلې څخه دي؛ ځکه پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي: ما ته مځکه را غونډه (سره لنډه) سوه، نو که بل چا ته هم دا کیدی سوای، د تخصیص څه فایده نه پاته کیدل. (ترجمه ختم سوه).
(۱۲) پوښتنه : په در مختار کي راغلي :(ويجوز تقلد القضاء من السلطان العادل والجائر و لو كافرا، ذكره مسكين وغيره إلا إذا كان يمنعه من القضاء بالحق فيحرم).
ترجمه: روا ده قضاء قبلول د عادل اوظالم پادشاه که څه هم کافر وي، دا خبره ملامسکین او نورو ذکر کړې ده، مګرهغه وخت چي دی په حق فیصله کولو منع کي، نو حرامېږي.
ابن عابدين شامي صاحب دهغه په شرح کي داسي فرمايي :(في التتارخانية: الإسلام ليس بشرط فيه، أي: في السلطان الذي يقلد، وبلاد الإسلام التي في أيدي الكفرة لا شك أنها بلاد الإسلام، لا بلاد الحرب؛ لأنهم لم يظهروا فيها حكم الكفر، والقضاة مسلمون، والملوك الذين يطيعونهم عن ضرورة مسلمون، ولو كانت عن غير ضرورة منهم ففساق).
(ردالمحتارعلى الدرالمختاركتاب القضاء مطلب في حكم تولية القضاء في بلاد تغلب عليها الكفر:ج۴ص۳۲۱).
ترجمه: په تاتارخانیه کي داسي دي: اسلام شرط نه دی په ده کي، یعني په هغه پادشاه کي چي قضاء د چا په غاړه ورکوي، د اسلام هغه ملکونه چي د کافرانو په لاس کي دي، بې شکه چي هغه د مسلمانانو ملکونه دي، دار الحرب نه دي؛ ځکه دوی په هغو کي قانون د کفر نه دی ښکاره کړی، او قاضیان مسلمانان دي، او هغه پادشان مسلمانان دي چي د ضرورت په وجه د کافرانو اطاعت کوي، او که د دوی اطاعت بغیر د ضروته وي نو بیا فاسقان دي (ترجمه ختم).
د بلي خوا عام او خاص د کفر د دولت سره تعاون، د هغوی صف ډېرول، کار ورسره کول، په سخت الفاظو ردوي، او په دې هکله د کفر فتواګاني هم په ډېر ټینګار صادري سوي.
بله پوښتنه دا ده چي دا کوم حق دی چي کافر پادشاه د هغه د فیصلو منع نه کوي؟
آیا د حق دا مطلب اخیستل سم دی چي پرعامو خلګو دي فیصله کېږي ، پادشاه دي معاف وي؟ ځکه کتاب داسي راوړي :(وكل شيئ صنعه الإمام الذي ليس فوقه إمام فلا حد عليه إلا القصاص فإنه يؤخذ به وبالأموال).
(الهداية مع شروحها: كتاب الحدود آخر باب الوطء الذي يوجب الحد والذي لا يوجبه: ج ۵ ص ۲۶۴).
ترجمه: او هر شي چي هغه پادشاه وکي چي تر ده پورته بل پادشاه نه وي، نو پرده حد (سزا) نسته، سوا د قصاصه ؛ بې شکه دی په قصاص او په مال مأخوذه کيږي.
د دې کتابو په باره کي سړی داسي هم نسي ولای چي بس یو خبره ده وېکړه؛ ځکه صاحب د الدرالمختار خپل دکتاب د متن تنوير الأبصار په هکله داسي فرمايي :(فإني أرويه عن شيخنا الشيخ عبد النبي الخليلي عن المصنف عن ابن نجيم المصري بسنده إلى صاحب المذهب أبي حنيفة بسنده إلى النبي صلى الله عليه وسلم المصطفى المختار عن جبريل عن الله الواحد القهار).
ابن عابدين الشامي د [أرويه] د ضمیر په هکله داسي فرمايي:(والضمير لتنوير الأبصار، ولكن روايته عن ابن نجيم باعتبار المسائل التي فيه مع قطع النظر عن صورته المشخصة كما أفاده ح. أو الضمير للعلم المذكور في قوله : لقد أضحت روضة هذا العلم. كما أفاده ط). (مقدمة الدرالمختار مع رد المحتار: ج۱ص ۱۴- ۱۵).
د درمختار شارح ابن عابدین شامي صاحب خپل د کتاب د متن درمختار، یا خپل فقه په هکله هم داسي اوږد سند رسوي تر (أمين الوحي جبريل عليه السلام عن الحكم العدل جل جلاله وتقدست أسماؤه).
(مقدمة رد المحتار لابن عابدین الشامي: ج ۱ ص ۳).
په درمختار کي راغلي :(النظر في كتب أصحابنا أفضل من قيام الليل، وتعلم الفقه أفضل من تعلم باقي القرآن، وجميع الفقه لا بد منه).
(مقدمة الدر المختار فضائل الفقه : ج۱ ص ۲۸).
(۱۳) پوښتنه: د عقيدې کتاب راوړي :(والنصوص من الکتاب والسنة تحمل على ظواهرها). (العقائد النسفية صـ: ۱۱۹).
ترجمه: د قرآن اوسنت عبارات (ألفاظ) پر خپل ظاهر اړول کېږي (پرظاهري معنی چلېږي).
د بلي خوا شیخ حمد الله جان صاحب د صاوي دا وینا تأییدوي چي فرمايي: ولا يجوز تقليد ما عدا المذاهب الأربعة ولو وافق قول الصحابة والحديث الصحيح والآية، فالخارج عن المذاهب الأربعة ضال مضل، وربما أداه ذلك للكفر؛ لأن الأخذ بظاهر الكتاب والسنة من أصول الكفر).
(البصائر صـ۵۲ د شيخ حمد الله جان ډاګي حنفي «هغه شخصیت چي د امارت اسلامي کابل په شریعت ږغ رېډو کي د ده تفسیر نشرېدی». تفسير صاوي ج۳ ص۹۰ د سورهء کهف د ۲۳- ۲۴ نمبر آیت لاندي).
ترجمه: د څلورو مذهبو پرته د بل چا تقلید (په مذهب کېدل) نه دی روا، که څه هم دصحابه ؤ د وینا، یا صحیح حدیث، یا آیت سره موافق سي، نو د څلور مذهبه وتلی ګمراه، ګمراه کوونکی دی، او ډېر ځله دا کار دی وکفر ته رسوي؛ ځکه د قرآن او سنت په ظاهر اخذ کول د کفر د اصولو دي.
(۱۴) پوښتنه: دعقیدې کتابو راوړي:(وکذا اذا صلی بغیرالقبلة أوبغیرالطهارة متعمدا یکفر). (شرح العقائد النسفية بتحقيق المولوي عبید الله القندهاري صـ ۱۲۱).
ترجمه: او دا رنګه چي څوک په قصدا بغیر د قبلې یا بغیر د اودسه لمونځ وکي کافر کېږي.
د فقه په کتابو کي په صراحت سره سته چي امام شافعي رح او د هغه پیروان د ویني په وتلو اودس مات نه ګڼي. (ودي کتل سي مثلا: هدایه د طهارت بحث).
زموږ اوشافعیانو دین خو یو اسلام دی؛ ځکه څلور مذهبه ټوله حق اسلام دی، نو که د دوی لمونځ کول په دې حال کي ثواب لري که څه هم د دوی د بدنه ډېري ویني بهېدلي وي، نو زموږ احنافو لپاره بیا ولي دا کار کفر دی؟
(۱۵) پوښتنه: کتاب راوړي :(حنفي ارتحل الی مذهب الشافعي رحمه الله تعالی یعزر).
(فتاوی عالمګیري کتاب الحدود الباب السابع فصل فی التعزیر: ج ۲ ص ۱۸۷).
ترجمه : حنفي مذهبی چي د شافعي مذهب ته ولاړ سي سزا ورکول کیږي.
بل ځای داهم کتاب راوړي :(ویستوي فیه الحنفي والشافعي). (رد المحتار علی الدرالمختار کتاب الحدود باب التعزیر مطلب فیما اذا ارتحل الی غیرمذهبه: ج ۳ ص ۲۰۹).
ترجمه : د مذهبه د وتلو په سزا کي حنفي او شافعي برابر دي.
د بلي خوا کتاب راوړي:(ولا يقرأ المؤتم خلف الإمام خلافا للشافعي رحمه الله في الفاتحة له أن القراءة ركن من الأركان فيشتركان فيه، ولنا قوله عليه الصلاة والسلام من كان له إمام فقراءة الإمام له قراءة وعليه إجماع الصحابة رضي الله عنهم).
(الهداية مع فتح القدير كتاب الصلاة فصل في القراءة: ج۱ ص ۳۴۵- ۳۴۶).
ترجمه: مقتدی دي په امام پسې قراءت نه کوي، خو امام شافعي رح په دې کي اختلاف کړی، د هغه دليل دا دی چي قراءت د فرضو يو رکن (بنياد) دی، نو مقتدی اوامام په دې کي مشترک دي. زموږ (حنفيانو) دليل دا د پېغمبر عليه السلام حديث دي چي وايي: د چا چي امام وي نو د امام قراءت هغه ته قراءت دی، اوپرهمدې (قراءت نه کولو) د صحابه کرامو اجماع ده .
نورو کتابو په دليل کي دا آيت هم ذکر کړی دی:{وَإِذَا قُرِىءَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ وَأَنصِتُواْ}. ترجمه : چي کله قرآن ويل کېږي ورته غوږ، اوخاموش سئ.
بلکي دحنفي مذهب کتابونه داسی راوړي :(من قرأ خلف الامام ففیه جمرة . وعن سعدبن أبی وقاص أنه قال: من قرأ خلف الامام فسدت صلاته). (العنایة شرح الهدایة کتاب الصلاة فصل فی القراءة: ج۱ ص۳۴۹).
ترجمه: څوک چی د امام پسې قراءت کوي په خوله کي دې سکروټه وي. دسعدبن أبي وقاص څخه نقل دي چی که چا د امام پسې قراءت وکی لمونځ ئې فاسد کېږی.
اوس چي - د دې کتابونو په قول - د امام ابوحنيفه رح دمذهب حکم په درې قوي دليلونو ثابته دی، د دې په مقابل کي شافعيان (د امام شافعي رح پيروان) څه وکي؟
- که دوی په امام پسې قراءت ونکړي، لمونځ ئې فاسد کېږي، د خپل مذهبه بې مذهبه کېږي او سزا ورکول کېږي.
- که په امام پسې قراءت وکړي، د امام ابوحنيفه رح د دغه درو دليلونو(قرآن، حديث اواجماع) مخالف جوړېږي، لعنت پر کېږي (د الله د رحمته لري کېږي).
موږ حنفيانو اوشافعيانو ته په داسي ځايو کي الله څه حکم کړی دی ؟
آيا موږ کولای سو چي داسي ووایو
:ـ که څه هم څلور مذهبه اسلام دی، خو د یوه مذهب خلګ د بل مذهب په اسلامي حکم عمل نسي کولای.
ـ څوک چي ځان ته شافعي مذهبی وائي پرهغه دا فرض دي چی په امام پسې به الحمد لله وائي ، که دی الحمد لله په امام پسې ونه وائي لمونځ ئې صحت نه لري،
د دې مقابل خبره هم سمه ده چي الحمد لله په امام پسې ویل حرامه یا مکروه ده ،
دا هم حق ، د اسلام حکم دی ، د دې پابندي اوعمل پر حنفیانو وړونو واجب دی، ليکن شافعي مذهبو ته عمل په کول ګناه ده، که عمل په وکي لمونځ ئې باطل کیږي.
ـ څوک چي ځان ته حنفي مذهبی وائي پرهغه نه دي فرض چي په امام پسې الحمد لله ووائي، د الحمد لله پرېښودل د ده لمانځه ته هیڅ تاوان نه لري، په امام پسې د الحمد لله ویلو د فرضیت خبره دي هم حقه بولي، د اسلام حکم دی، شافعي مذهبي ته عمل په کول واجب دی، حنفي مذهبي ته عمل په کول ګناه ده، که ده عمل په وکي په خوله کي ئې سکروټي ولېږي، لمونځ ئې فاسد کېږي اولعنت پرکېږي.
(۱٦) پوښتنه: کتاب راوړي :(فلعنة ربنا أعداد رمل على من رد قول أبي حنيفة).
(الدرالمختار مبحث مناقب الإمام أبي حنيفة رح : ج۱ ص ۶۳).
ترجمه: نو زموږ د رب لعنت دي وي د ريګو په شمير پر هغه چا چي د ابوحنيفه قول ردوي.
د بلي خوا د امام أبوحنيفه رح سره د خلګو اختلافونه ډېر دي چي په دوه ډوله تقسيمېږي :
(أ) د نورو مذهبونو اختلافونه :
د فقه په کتابوکي خلافا للشافعي رح، خلافا لمالک رح و... بيخي ډېر ليدل کېږي، دتبليغي جماعت بنښټ ايښودونکي شيخ زكريا صاحب فرمايي:(څلور رکعته لمونځ کښ د نیت تړلو نه ترسلام جار باسلو پوري تقریبا دوه سوه [۲۰۰] مسئلې دڅلورو امامانو په نزد داسی مختلف فیه دي چی زما د کمزوري نظر نه هم تیري سوي). (فضائل أعمال فضائل تبليغ شپږم فصل صـ: ۹۹۴).
نو آيا دا د لعنت ښرا يوازي هغه خلګو ته ده چي ځان دامام صاحب رح مذهبيان بولي ، اوکه هر چا ته شاملېږي ؟
(ب) کورني اختلافونه :
شامي صاحب فرمايي: (فحصل المخالفة من الصاحبين في نحو ثلث المذهب). (رد المحتار مطلب في مولد الأئمة الأربعة و وفاتهم، ومدة حياتهم: ج۱ ص۴۷).
ترجمه : دامام صاحب د شاګردانو د خوا دمذهب په درېمه برخه کي اختلاف سوی.
په ډيرو ځايو کي کتابونه وايي: دلته فتوی د صاحبينو پر قول ده، دلته د امام زفر پر قول ده، دلته د متأخرينو پر قول ده، دلته د بعض المشائخ پر قول ده، او ...
مثلا: پر ديني کارونو مزدوري (تنخا) اخيستل لکه اذان، امامت، تعليم وغيره چي امام ابوحنيفه رح ئې ناروا بولي، خو ځيني مشائخو د امام شافعي رح د قول مطابق روا کړې ده، او پرهمدې فتوی ده. (الهداية كتاب الإجارات باب الإجارة الفاسدة).
دلته چي د دنيوي سهولت لپاره د امام صاحب د مذهب خلاف ورزي سوې ، آيا تر دې ښرا د لاندي کېدو خطره ډېره نه ده ؟
آيا امام أبوحنيفه رح ويلي چي دلته فتوی زما پرقول نده، بلکي د فلاني پرقول ده؟
د امام صاحب قول په دې ځايو کي ولي د فتوی وړ نه بلل کېږي ؟
آيا دلته د امام أبوحنيفه رح سمي د آيت اوحديث موافقي خبري دا خلګو رد کړي، اوکه د امام صاحب په خبرو کي هم د آيت اوحديث خلاف خبري کېدی سي؟
آيا څوک کولای سي چي دامام صاحب په خبروکي کمزوري خبري معلومي کړي؟
آيا مقلد ته دا صلاحيت اواجازه سته چي دخپل امام دخبرو کمزوري معلومه کړي يا دی خپله د آيت يا حديثه حکم را وباسي؟
د کومو دلائلو پر أساس مقلد حکم راباسي او د امام د خبرو کمزوري معلوموي ؟
په آخر کي یو وړاندیز: په درناوی هيله ده چي جواب د منل سوو مجتهدینو (څلور امامانو رح) په حواله راته ولیکئ، که صحيح حديث سره د حوالې، اوآیات، راته ليكئ ډېره ښه خبره ده، ستاسو مزید احسان دی، خو تفسیر، تشریح اواستنباط به ئې د همدې منل سوو مجتهدینو کرامو په مستنده حواله وي.
که د څلورو امامانو رح بغیر بل چا ته ضرورت پیدا سي، نو چي کوم څوک وي د هغو ټولو په هکله تر آخره معلومات لیکل په کار دي، که هغه ناقل وي او که هغه څوک وي چي نقل ورڅخه کېږي؛ ځکه چي د خیر القرون را په دې خوا ښه اوبد سره ګډ سوي، پرهر چا اعتماد سړی د داسي مشکل سره مخ کوي لکه دا اوس چي موږ مسلمانان ورسره مخ یو؛ نو د همدې مشکلاتو د مخنیوي په خاطر دا ضروري ده چي د چا څخه د دین زدکړه کېږي د هغه د اجتهاد او نه اجتهاد په هکله معلومات وسي ځکه د مذهب عمده معتبر کتابونه خو داسي وايي :
* فالأدلة الأربعة إنما يتوصل بها المجتهد لا المقلد، فأما المقلد فالدليل عنده قول المجتهد، فالمقلد يقول :هذا الحكم واقع عندي؛ لأنه أدى إليه رأي أبي حنيفة رحمه الله ، وكل ما أدى إليه رأيه فهو واقع عندي، فالقضية الثانية من أصول الفقه أيضا؛ فلهذا ذكر بعض العلماء في كتب الأصول مباحث التقليد والاستفتاء، فعلى هذا علم أصول الفقه هو العلم بالقواعد التي يتوصل بها إلى مسائل الفقه، ولا يقال: إلى الفقه؛ لأن الفقه هو العلم بالأحكام من الأدلة. وقولنا: على وجه التحقيق، لا ينافي هذا المعنى؛ فإن تحقيق المقلد أن يقلد مجتهدا يعتقد ذلك المقلد حقية رأي ذلك المجتهد. (التوضيح لمتن التنقيح في أصول الفقه لعبيد الله بن مسعود الملقب بتاج الشريعة ابن صدرالشريعة «مبحث تعریف أصول الفقه» ج۱ص ۳۸-۴۰).
ترجمه: نو په څلور دلیلو (کتاب الله، سنة الرسول، اجماع اوقیاس) تنها مجتهد (امام) ځان رسوي ، نه مقلد (د امام د مذهب پیرو)، نو هر څه چي مقلد دی، نو دلیل د ده په نزد د امام خبره ده، نو مقلد وايي: دا حکم زما په نزد ثابت دی؛ ځکه دې ته د ابوحنیفه رح فکر رسېدلی، او هرڅه ته چي د ده فکر رسېدلی وي، نوهغه زما په نزد ثابت دی، نو دا دوهمه قضیه هم د اصول الفقه ده ؛ نو په دې وجه ځینو عالمانو د اصولو په کتابو کي د تقلید او فتوی غوښتني بحثونه هم یاد کړي، بنا پر دې نو تعریف د علم اصول الفقه دا دی: چي هغه علم دی په داسي قوانينو چي رسونه (رسیدګي) کېږي په هغه سره ومسئلو ته د دین پوهني، او داسي نه ویل کېږي چي (رسيدل) ودین پوهني ته؛ ځکه فقه (دین پوهنه) خو په دلیلونو سره د احکامو پيژندل دی، (نوکه فقه یاده سي، مقلد ور څخه وزي)، او (په اول کي د تعریف) زموږ دا وینا :(رسیدل پر طریقه د تحقیق) د دې سره منافات نه لري؛ ځکه د مقلد (په مذهب مقید) تحقیق همدا دی چي د یو امام تقلید وکي (دهغه په مذهب سي) چي دا مقلد دهغه امام د فکر د حقانیت عقیده لري.
* قد استقر رأي الأصوليين على أن المفتي هوالمجتهد، أما غيرالمجتهد ممن يحفظ أقوال المجتهد فليس بمفت، والواجب عليه إذا سئل أن يذكر قول المجتهد كأبي حنيفة على جهة الحكاية، فعرف أن ما يكون في زماننا من فتوى الموجودين ليس بفتوى، بل هو نقل كلام المفتي ليأخذ به المستفتي.
(العالمكيرية كتاب أدب القاضي، الباب الأول في تفسير معنى القضاء وأقسامه وشرائطه ومعرفة من يجوز تقلده منه : ج ۲ ص۲۹۷. وهذه العبارة نفسها مع أقوال مفصلة أخرى في البحر الرائق كتاب القضاء : ج ۶ ص ۴۴۷ ـ ۴۴۸، وفتح القدير شرح الهداية كتاب أدب القاضي: ج ۷ ص ۲۳۸).
ترجمه: د علم اصول الفقه د عالمانو فکر پر دي قرار نیولی چي مفتي همغه مجتهد (امام) دی، او غیر د مجتهده هغه څوک چي د مجتهد (امام) قولونه ئې یاد وي، نوهغه مفتي نه دی، نو د هغه چي کله پوښتنه وسي دا پر واجب دي چي د مجتهد (امام) قول د حکایت په توګه ذکر کړي ؛ لکه امام ابوحنیفه رح، نو دا معلومه سوه چي زموږ په زمانه کي چي د موجودو خلګو فتوی ده، په حقیقت کي هغه فتوی نه ده، بلکي هغه د مفتي دخبري نقل دی د دې لپاره چي فتوی غوښتونکي هغه واخی.
* قال ابن نجيم في الفوائد الزينية:


Erfan Wahdat
17.10.2010

مهاجر خانه ډیره تکلیف دی تیر کړیدی الله ج دی اجر درکړی خو دومره لیکنه به څوک ولولی به هر حال ستا دی لیکنی دوه ټکی ځواب دی:

قال القرطبي في تفسير الجامع لأحكام القرآن: "وقد كان السلف الأول رضي الله عنهم لا يقولون بنفي الجهة ولا ينطقون بذلك بل نطقوا هم والكافة بإثباتها لله تعالى كما نطق كتابه وأخبرت رسله، ولم ينكر أحـد من السلف الصالح أنه استوى على عرشه حقيقة وخص العرش بذلك لأنه أعظم مخلوقاته، وإنما جهلوا كيفية الاستواء فإنه لا تعلم حقيقته، قال مالك رحمه الله: الاستواء معلوم -يعني في اللغة- والكيف مجهول، والسؤال عن هذا بدعة، وكذا قالت أم سلمة رضي الله عنها" (الجامع لأحكام القرآن 7/219)

وسلام


مومن مهاجر
17.10.2010

هو!محترم عرفان وحدت موږلاپخواخلکوته ویلي ووچي په استواء کي تاویل نه دی په کاراستواء دالله صفت دی بس څرنګه چي الله په خپل کلام کي ځان ته ثابت کړی ته یې هم ثبوت ومنه نورکیفیت یې الله جل جلاله ته وسپاره ځکه دالله ټول صفات داسي دي چي دانساني عقل تردرک بېخي پورته دي په دې اړه بحثونه اوتاویلونه کول دسلفوصالحینواوپه خپله دنصوصومخالفت دی . مګرستاشرح العقائداودهغه هم فکره داخبره نه مني اولګیادي پرله پسې دالله په صفاتوکي په درز تاویلونه اوتحریفونه کوي .


حذيفه
18.10.2010

دبحث ګډونوالوته سلامونه اوښې چارې
له ټولودرنووروڼو،مشرانواوکشرانوڅخه هيله لرم چي په ليکنه کي دليکنې،ځای،علماؤاومقابل لوري پوره خيال وساتي .هرموضوع بايدپه ښوڅرګندودلائلوثابته کړای شي .مقابل لوري ته سپک الفاظ کارول نامناسب عمل دی په دي سره بحث هم بې خونده کيږي اوشخصي کرکه هم پيداکيږي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more