د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ترهګر

نفيسه جلال
30.08.2010

چې څنګه چورلکو په کلي وزرونه راټيټ کړل، له زړو برجونو کوترې داسې په هوا شوې لکه هغوى چې د سولې له منځه وړلو پسې راغلې وي .

شېبه په شېبه لړزونکو غږونو کلى خوځاوه ، الوتکې به لکه وږي بازان په کلي غوټه شوې ، شېبه وروسته به خړ کورونه اوشينکي باغونه لمبو په غيږ کې پټ کړل او څو ستړې ارواګانې به هواته پورته شوې .

لږ وروسته چورلکې پناه شوې ، خلک په منډو وو ، يو شور جوړ وو ، تر ديوالونو لاندې بدنونه ښکاريدل لا به ترې خاورې لرې شوې نه وې چې زګيروي به غلي شول .

موږ يو ماشوم چې وچه ډوډۍ يې هماغه شان په وړومنګلو کې ټينګه نيولې وه ، له لوټو راوويست لا مو ورته زنه تړلې نه وه ، چې دوه ځوانان په منډه انګړ ته راننوتل :

په يوه خوله يې غږ کړ : هغوى ټول نه شته ...

يو بل ته مو وکتلې، يوه وويل: دوى لکه چې د ګلاب کورنۍ ښيي .

د ګلاب کره له څو کالونو ځنډ ه وروسته زوى شوى و، د کلي خلک ورته غونډ شوي وو، په منډه يې بې وره انګړ ته چې له خونو يې شنه لوګي پورته کېدل ور غلو .

ټولې خونې ړنګې وې، تا به وې چا هديره سپړلې ، ځاى - ځاى هډونه پراته وو ، تر ونې لاندې له غورځېدلې زانګو لوګي پورته کېدل يو تور شى په کې پروت و .

تر ماښامه مو لوټې واړولې را واړولې خو مکمل جسدونه مو پيدا نه کړل ، د ښځو او نرو د غوښو توپير نه کېده .

د کلي ملا صيب وويل : د ا شهيدان دي ، کفن او غسل ته ضرورت نه لري ، ټول يوځاى راټول او ښخ يې کړئ .

سهار وختي ټول همدې انګړ ته له قران شريفونو سره راټول شوو ، چې ختم نه خلاص شو يوه سپين ږيري غږ کړ :

په دې کاپرو اتبار نشته ، راډو چالانه کړى بيا خوبه بمبار نه کوي .

له څو لنډو خبرونو وروسته يوه خبر کې زموږ دکلي نوم واخيستل شو، ټول راډيو ته رانږدې شوو .

خبريال له يوه چاسره په همدې اړه خبرې کولې،که څه هم موږ د هغه په خبرو نه پوهېدو ، خو د هغه لنډې لنډې خبرې ترجمه کېدې .

هغه وويل: په دې کور کې يوه ډله ترهګر د جګړې د پلان لپاره راټول شوي وو، زموږ استخباراتي سرچينو کشف کړل او مخکې له دې چې بريد وکړي الوتکو تباه کړل .

موږ کله يو بل او کله سوزېدلې ځانګو ته کتلې او راډيو هماغه شان چالانه وه .

[url]http://www.alemarah-iea.com/index.php?option=com_content&view=article&id=3109:2010-08-15-04-31-01&catid=2:articles&Itemid=4[/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more