نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
مه پريږدۍ چې د پښتونستان ورځ له نظره ولويږي
اور- بل
29.08.2010
درنو ورونو او خويندو تاسو په دې اړه څه نظر لرئ :
د لومړي مخ دغه لاندې مضمون په حوصله ولولئ او خپل نظر پرې ورکړئ :
څه مهال وړاندې هېواد ته په سفر ، د نورو ځایو تر څنګ کابل کې مې د پښتونستان پر چوک سترګې ولګېدي . که څه هم چوک پخپل ځای پاتې وو ، خو د پښتونستان بېرغ او نښان چې پخوا هلته موجود وو ، اوس له هغه ځایه لری شوی . په چوک کې د اوبو شراره وچه شوې او نوره ښکلا يي هم له منځه تللي . چوک یوې کنډوالې ته پاتیږي او دا هرڅه ارګ ته نږدې په ۵۰ مترۍ کې د ولسمشر تر زنې لاندې تر سترګو کیږي . همداراز چال چلن جلال اباد کې پښتونستان واټ سره هم کیږي او په نورو ځایو کې هم حال دغسې بوله .
خو دا چوک لا اوس هم د خلکو په منځ کې د پښتونستان چوک په نوم یادیږي. کله چې خلک په سرویس ، ټکسې یا بل موټر او یا پلي له دې ځایه تیریږي ترخپل منځ نښه يي د پښتونستان چوک وي. دې چوک کې تېرمهال د پښتنو وتلو مشرانو لکه ارواښاد فخرافغان باچاخان ، ارواښاد ولیخان د پښتونستان د خپلواکۍ په اړه د ورځې تودې خبرې کولې او کله به د پښتنو انقلابي شاعر ارواښاد اجمل خټک په دې اړه خپل سوځنده شعرونه لوستل .
سره له دې چې پخوانیو دولتونو هم د پښتونستان ورځ تر ډېره حده تشریفاتي او نمایشي لمانځله او یوازې به يي په دې ورځ د کوزو پښتنو او بلوڅو سره پيوستون ته پام کېده او نور ټول کال به د پښتنو او بلوڅو په اړه د پنجابي ښکېلاک چپه میچنو ته د خیرات پر غونډۍ ناست وو ، خو د مجاهدینو په تېره بیا په دویمه سقاوۍ کې د رباني د واکمنۍ په مهال دا ورځ پنجاب ته ، پاکستان کې د مجاهدینو د استوګنې په بدله کې د سوغات پتوګه بیخي له پامه وغورځول شوه او له کوزو پښتنو او بلوڅو سره د پيوستون او ملاتړ ځای له هغو سره په کرکې او دوښمنۍ بدل شو .
اوس هم د کرزي په اداره کې د وږي نهمې یانې د پښتونستان ورځې سره د میری مور چلن کیږي . په دولت کې ځيني کړۍ د پنجاب د خوښۍ لپاره حالات داسې برابروي چې دا ورځ ورو ورو له افغان دولت اوهم افغان ولس څخه هېره شی او کوز پښتانه او بلوڅ له خپلو برو افغاني وروڼو له ملاتړ څخه بې برخې شي . تېر کال هم دا ورځ زړه نازړه یوازې د اقوامو او قبایلو وزارت له لارې په ډېره پيکه بڼه ولمانځل شوه .
دا اوس ټولو ته څرګنده ده چې د کوزو پښتنو او بلوڅوسره د پيوستون په اړه ، دلته موږ په افغانستان کې تل له دوه ګونې چلن سره مخ یوو . یو د افغان ملت او بل د افغاني بېلابېلو حکومتونو له چلن سره.
خو د وږې نهمه او د پښتونستان غورځنګ یوازې د افغانستان د دولتونو د نیتونو په شپول او لمن کې نه دی ایسار . دا غورځنګ د ډيورنډ د تپلې کرښې په دواړو غاړو له ځان سره پراخ ولسي ملاتړ لري . افغانان ، پښتانه او بلوڅ په لسګونو او سلګونو ګډې ریښې لري . دوی ګډ تاریخ ، یوه جغرافیوي سیمه ، ګډه ژبه او شریک روایات لري . لکه څنګه چې اوبه په ډانګ نه بېلیږي همداشان دوی هم څوک نه شي بېلولای .
« په ۱۳۲۸ لمریز کال ، په پغمان کې د ټولې پښتونخوا قومي مشرانو ، د لرو پښتنو د ملتپالو ګوندونو سرمشرانو او استازو ، د برو پښتنو د سیاسي کړیو استازو او د افغاني دولت لوړ پوړو چارواکو په یوې سترې ملي جرګې کې پریکړه وکړه چې د وږي ۹ مه به د افغانانو ، پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ وي او د پښتونستان د ورځې په نوم به یادیږي . همدارنګه نوموړې جرګه کې د پښتونستان په ملي ترانه هم هوکړه وشوه چې دا ترانه به تل د پښتنو او بلوڅو لپاره د کابل راډيو د هغه مهال د خپرونې په پای کې د شپې د اتو بجو د پښتو خبري سرویس څخه مخکې خپرېده . »
د ۱۳۲۸ کال روسته افغان ولس پرته له دې چې حکومتونو له دې ورځې او په ټولیزه کې د کوزو پښتنو د خپلواکۍ غورځنګ سره څه چلن کړي دا ورځ يي پخپلو غونډو ، لاریونونو ، مشاعرو او رسنیو کې په پراخ غبرګون سره پاللې ده .
د دولت برعکس افغان ولس اوس هم ، له پنجابي ښکېلاکه د خپلواکۍ لپاره د کوزو پښتنو او بلوڅو سره د هراړخیز ملاتړ روحیه ژوندۍ ساتلې ده.
د سړې جګړې په مهال کوم رول چې لویديځو هېوادو پاکستان ته د سیمې د ژاندارم پتوګه او یا په دې سیمه کې د خپلواکۍ غورځنګونو د ټکولو لپاره ورکړی و ، د سړې جګړې په ختمېدو سره هغه پایته رسېدلی دی . اوس چې پاکستان نه یوازې سیمې بلکې ټولې نړۍ ته د ترهګرو د استولو زیرمتون ګرځېدلی او خپل زوړ یار لویدیځ هم پاکستان سره پزې ته راغلی ، د پاکستان د شتون په اړه پوښتنې رامنځته کیږي !
بلخوا دا چې د سړې جګړې روسته د یمن دوه بېل هېوادونه په یوه هېواد بدلېدلای شي ، د ویتنام دیموکراتیک جمهوریت کې سهیلي او شمالي ویتنام یوځايیدلی شي او د برلین دیوال ړنګ او په اروپا کې بېرته واحد او پياوړی جرمنې جوړېدلای شي ، د ډیورنډ تپلې کرښې دواړو غاړو ته په کوم لامل یو واحد پښتون ملت نشي جوړیدای او ولې د ډیورنډکرښه نشي ړنګېدلای !
همدارنګه د حالاتو بهیر ښۍ چې د پنجاب پر ستوني د القاعده او ترهګرو د پالنې له کبله د نړیوال فشار کړۍ ورځ تربلې تنګیږي ، پنجاب په سیمه او نړۍ کې خپل اغیز له لاسه ورکوی او بلخوا د پنجاب په وړاندې د افغانستان دریځ په سیمیځه او نړیواله کچه غښتلی او پیاوړي کیږي چې دا پخپل وار له پنجاب څخه د افغانانو د ملي او تاریخي غوښتنو په طرحه او لاسته راوړلو کې مرستندوی واقع کیږي .
له یادشویو خبرو څخه جوتیږي چې د وږي ۹ مه او د پښتنو او بلوڅو سره د افغانانو د پيوستون او ملاتړ په موضوع باید د رامنځته شویو نویو حالاتو په چوکاټ کې له سره کتنه وشي .
نوې کتنه کې لاندې چارې په زغرده مطرح شي :
ــ د وږي ۹ مه د پښتونستان ورځ باید په ملي او دولتي پرتمینو مراسمو سره یوازې په کابل ، جلال اباد او د اقوامو قبایلو د وزارت په چوکاټ کې نه ، بلکې په ټول هېواد کې د دولت په کچه ولمانځل شي.
ــ د ډیورند کرښې تړون چې په ۱۸۹۳ کال کې د انګریز او د هغه مهال افغان امیرعبدالرحمان خان لخوا د واک د سیمو د ویش په اړه « نه د نړیوالو ارونو پر بنسټ د دوو بېلو او واکمنو هېوادو د سرحد پتوګه » لاسلیک شوې ، هغه له ګونګتیا راووځي او د ولس پوهاوي لپاره د هغه په اړه سراسري کمپاین پکار واچول شي . په دې اړه افغانان حق لري افغانستان سره د ډیورنډ پورې غاړه پښتنې سیمو د بېرته یوځایولو خبره ، له انګریزدولت او پنجاب سره چې هیڅکله هم د پښتنو د سیمو په اړه د انګریز میراثخور نشي ګڼل کېدی ، راپورته کړي .
ــ اوس چې انګریز ، امریکا او د لویدیځ زیات شمېر هېوادونه افغانستان کې ښکېل دي ، د دوی له شتون څخه پنجاب سره د ملي او تاریخي ستونځو په حل کې همکاري او مرسته جلب شي
ــ افغان دولت باید په صفا ټکو کې د کوزو پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون او ملاتړ په اړه خپله تګلار روښانه کړي . په تګلارکې باید ټولې تتې او ګونګې خواوې روښانه وي . د ګونګو خواو رڼاوي کې دا هم راتلای شي د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو پښتنو قومونو ته واک ورکړل شي چې یوې ټولپوښتنه « ریفرنډم » کې د خپلې راتلونکې په اړه هوډ ونیسي ! کوزو پښتنو ته دا واک هم وي چې افغانستان سره یو ځاییږي او د لوی افغانستان پنوم یو هېواد جوړوي او یا د پښتونستان پنوم د پاکستان په تشکیل کې پخپل پوره ملي واک بسیا کوي !
د لروبرو پښتنو د پلپسې سرښندنو او هڅو په مټ پنجاب دې ته اړویستل شو چې له انګریزي ښکېلاک پاتې نوم صوبه سرحد لری او پرځای د پښتونخوا نوم ومني . که څه هم پنجاب د پښتونخوا له نوم سره د خیبر روستاړی هم ورګډ کړی چې د پنجاب شوم او بد نیت څرګندوي ، خو بیا هم د پښتونخوا نوم د پښتنو یو بری ګڼل کیږي . که لروبر پښتانه د نویو حالاتو سره سم ځان جوړکړي په راتلونکې کې به ډېرې نوې ملي بریاوې ترلاسه کړي . که افغاني طالبانو په ریښتیا د افغان مور شېدې خوړلې وي ، ځان به د نړیوالو ترهګرو او القاعده څخه راجلاکړي او د خپلو ټوپکونه خوله به د خپل هېواد افغانستان پرځای د پنجاب په لور وروګرځوي !
ددې ملې او بختورې ورځې په ویاړ ټولو لروبرو پښتنو ته مبارکي وایم !
د ټول افغان له لومړي مخ څخه په مننه!
عزمندی خور ته سلام او احترام٠
tandar
31.08.2010
عزمندی خور ته سلام او احترام٠
زه له خپله نظره ستا پوښتنه په یوه متل کی لنډ ځوابوم.
یو سړی چا په کیلی نه پریښودو او ده ویل چه اسپ می دملک صیب کره وتړی٠
نن ته په خپل کور کی ځای نه لری دتللی کور یاده او دعوا به څنګه وکړی٠ ؟
اول خو دی ددغه اوسنی ټاټوبی غم وخوره چه ازاد شی، خبره ې چه اشغال شویدی؟
چه هر هکله دی دخپلی کور او کوډی واک په لاس کی شو او په پښو ودریدلی بیا به زړو قیصو پسی ګرځو٠
اصلی پوښتو نیستان کلمه نن نشته ټول یو افغان دی او وو٠
دافغانانو سرحدونه معلوم دی مګر مونږ خو په اوسنی کور کی هم استقلال نه لرو
نو راشه دخور په صفت د وطن اصلی بچیانو ته لمن وغوړوه چه ننګ او غیرت نه کار واخلی او له یر غلګرو دا خپل ټاټوبی ازاد کړی٠
په درنښت ستا ورور٠
Re: عزمندی خور ته سلام او احترام٠
pattang
01.09.2010
په قلم او احساساتو دې برکت شه ، ډېره معقوله خبره دې کړې :
[quote:2f6b5ccf85="tandar"]عزمندی خور ته سلام او احترام٠
زه له خپله نظره ستا پوښتنه په یوه متل کی لنډ ځوابوم.
یو سړی چا په کیلی نه پریښودو او ده ویل چه اسپ می دملک صیب کره وتړی٠
نن ته په خپل کور کی ځای نه لری دتللی کور یاده او دعوا به څنګه وکړی٠ ؟
اول خو دی ددغه اوسنی ټاټوبی غم وخوره چه ازاد شی، خبره ې چه اشغال شویدی؟
چه هر هکله دی دخپلی کور او کوډی واک په لاس کی شو او په پښو ودریدلی بیا به زړو قیصو پسی ګرځو٠
اصلی پوښتو نیستان کلمه نن نشته ټول یو افغان دی او وو٠
دافغانانو سرحدونه معلوم دی مګر مونږ خو په اوسنی کور کی هم استقلال نه لرو
نو راشه دخور په صفت د وطن اصلی بچیانو ته لمن وغوړوه چه ننګ او غیرت نه کار واخلی او له یر غلګرو دا خپل ټاټوبی ازاد کړی٠
په درنښت ستا ورور٠[/quote:2f6b5ccf85]
اور- بل
02.09.2010
درنو ورونو !
ورونو لږ زير شئ چې پښتونستان او د پښتونستان ورځ نمانځل سره يوشی نه دي .
تر اوسه خو د افغانستان د استقلال ورځ د کابل حکومت له خوا
لمانځل کيدله ، سره ددې چې اشغال ګر حاکم دي ، چې هغه نمانځل کيږي نو د پښتونستان ورځ له کوم مجبوريته نه نمانځي ؟؟؟؟؟؟
زما نيوکه خو د کابل حکومت ته راجع ده، چې له اشغالګرو (انګليس او امريکا) څخه د ويرې سره سره د استقلال ورځ نمانځي،
نو دپښتونستان ورځ د چا له ويرې نشي نمانځلی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
آيا د کابل حکومت د امريکا او انګليس ګوډاګی دی او که د پاکستان ؟؟؟؟؟؟؟؟
pattang
02.09.2010
داخبره به پتوال صيب در سپينه کړي !
خو زه دومره درته وايم چې يوه مستعمره دبلې مستعمري ازادي نشي غوښتلی
که يې وغواړي دا به يواځې بې ځايه چاپلوسي وي چې اولس پرې غلطوي٠
[quote:ab1de10591]لمانځل کيدله ، سره ددې چې اشغال ګر حاکم دي ، چې هغه نمانځل کيږي نو د پښتونستان ورځ له کوم مجبوريته نه نمانځي ؟؟؟؟؟؟[/quote:ab1de10591]
سلامونه
tandar
02.09.2010
سلامونه او احترامونه عزتمندی خور او پتنګ صیب ته٠
پتنګ صیب ستا لیکونو ډیر وخنده ولم ډیر سخت سپین ګوی ې٠
نو مجبور شوم چه زه هم برخه واخلم٠
اول خو د پتوال صیب شاګردان مشکل حلوی که دوی حل نشو کړلای بیا به پتوال صیب ته تکلیف ورکړو٠
د فارسی متل دی ،، اینرا بګیر ، دیګر را دعوا کن،،٠
خوری ستا احساس دقدر وړ دی ولی نه ،اما څوک ؟او چیرته ؟او څه رقم ؟ او څه وخت کی تجلیل شی؟
پوښتونستان څه افغانستان مو له لاسه ورکړیدی ٠ خپله افغانستان نن ازادی نه لری اونه خپل استقلال تجلیلولی شی ،اول خو ځان په جهان وپیژنو دافغان یواځی نوم دی که می غږ درسیدلای نو په چیغه به می درته ویلی وی چه افغانستان نن دامریکایانو مستعمره ده خپلواکی نه لری د شاه شجاع دوره ده ،ملی قیام غواړی دسر سړی ته ضرورت دی
نن دی دامان الله خان دعکسونو پر ځای دوطن د قاتلونو عکسونه په ټولو دفتر ونو زوړند دی٠
ته د پوښتونستان واټ دهغو پخوانیو بیرغو پوښتنه کوی٠
دهغو بیرغو نه امکان لری دوستمیانو خپلو بچو ته کونسترکی جوړ کړیوی٠
زاړه فکرونه ټول خیال ګرځیدلی دی٠
زما سوال دادی که امکان لری او دنورو با احساسو خویندو سره یو ځای لکه ملاله د یرغلګرو په ضد دوطن د ازادی لپاره یو غږ پورته کړی که خدای په دا بی غیرتو نرانو کی هم لږ غیرت پیدا کړی دا دنیکونو روح به لږ ارام شی٠
دا چه دناتو دقوماندانی په مخ کی فقط ٥٠ خورګانی ورته دا خپل ټکری بیرغ کړی
او په جګ اواز دوطن ازادی وغواړی دملالۍ روح به تازه شی او دټول ملت ته به افتخار وی٠
په درنښت٠
مبارزشاه
02.09.2010
باوري صیب په فکر او نظر دې برکت شه زه ۱۰۰٪ درسره موافق یم.
ستاسو خبرې دومره په حقیقت ولاړي او ماته یې دومره خوند راکړو چي دا دی
دې نه پس مې د خپل لاسلیک لپاره ستاسو خبره غوره کړه.
ښاد او اباد اوسې.
ورور دې
مبارزشاه
monir
03.09.2010
سلامونه او ښې چارې!
مونږ افغانان لکه اکثر شاعران له واقعیته لرې په خیالی دنیاکې چکرې وهو! مونږ د چا آزادۍ غواړوو؟
مونږ دهغو خلکو آزادۍ غواړو چې هغوی ځان د هیچا مستعمره نه ګڼي او د پاکستانی پښتون په هویت افتخار کوی.دا یونیم ناراضي په حساب کې نه راځي! آیا پاکستان پښتانه جمهور رئیسان نه درلودل؟ آیا دوی کوم وخت د پښتونستان د آزادۍ غږ پورته کړ؟ آیا همدا اوس د پښتنو سیمو مذهبې او غیر مذهبی ګوندونه په ډېر افتخار د پاکستان د پارلمان غړي ندي؟ آیا دوی کوم وخت په پارلمان کې دپښتونستان د آزادۍ غږ پورته کړﺉ دی؟
د اختر عبدالرحمن او حمید ګل نه نیولي د پاکستان د اردو او استخباراتو اصلی ستنې همدغه پښتانه نه وو او ندي؟
په افغانستان کې د پخوانیو نظامونو د پښتونستان د آزادۍ نارې سورې هم د خلکو د اغوا لپاره و.
دوستانو تاسې خوشې ځانونه پدې شیانو مصروفوﺉ.
زه پوهېږم چې زما لیکنه ځینې تلپاتې احساساتی هېوادوال به وپاروي، خو واقعیت هم باید وویل شی!
په درنښت
pattang
03.09.2010
نه داسې منا فقت زمونږ په زړو کې ندی ، مونږ اوس خپل بريک نيولی ولې چې په جنجال ککړيو او له تور لينګي څخه مرسته غواړو ٠ که مو يووارې لاړې تېرې شوې
بيا به له تور لېنګي سره نورې خبرې کوو ! دپښتون مليت استازيتوب نه کرزی
اجنټ کولی شي او نه حميد ګل او نور يې ٠ دپښتنو اصلي د يووالي قضيه اوس
ژوندۍ خپه ده خو له له زړو نه مو يو ساعت نه وزي ٠
دپښتنو د يووالې لپاره شرائط برابرول په مونږ فرض دي٠
[quote:994dc9b910="monir"]سلامونه او ښې چارې!
مونږ افغانان لکه اکثر شاعران له واقعیته لرې په خیالی دنیاکې چکرې وهو! مونږ د چا آزادۍ غواړوو؟
مونږ دهغو خلکو آزادۍ غواړو چې هغوی ځان د هیچا مستعمره نه ګڼي او د پاکستانی پښتون په هویت افتخار کوی.دا یونیم ناراضي په حساب کې نه راځي! آیا پاکستان پښتانه جمهور رئیسان نه درلودل؟ آیا دوی کوم وخت د پښتونستان د آزادۍ غږ پورته کړ؟ آیا همدا اوس د پښتنو سیمو مذهبې او غیر مذهبی ګوندونه په ډېر افتخار د پاکستان د پارلمان غړي ندي؟ آیا دوی کوم وخت په پارلمان کې دپښتونستان د آزادۍ غږ پورته کړﺉ دی؟
د اختر عبدالرحمن او حمید ګل نه نیولي د پاکستان د اردو او استخباراتو اصلی ستنې همدغه پښتانه نه وو او ندي؟
دوستانو تاسې خوشې ځانونه پدې شیانو مصروفوﺉ.
په افغانستان کې د پخوانیو نظامونو د پښتونستان د آزادۍ نارې سورې هم د خلکو د اغوا لپاره و.
زه پوهېږم چې زما لیکنه ځینې تلپاتې احساساتی هېوادوال به وپاروي، خو واقعیت هم باید وویل شی!
په درنښت[/quote:994dc9b910]
11.09.2010
منير خانه سلامونه،
پتنګ ښه وايي ، خو زما ځواب د پښتونستان په فوروم کې د خسي شوي تاريخ تر سرليک لاندې ولولئ