د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په خبريالانو به د برياليتوب خبره سپينه کړو

كريم كامران
29.08.2010

طالبان :په خبريالانو به د برياليتوب خبره سپينه کړو

دخپریدو نیټه 2010-08-29 م
صميم (سيال)

طالبانو د امريکايي جنرال پيټرييس دوروستۍ ادعا دسپيناوي په موخه د ريښتيني قضاوت وړانديز وکړ .
په سهيلي ولايتونو کي د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بينوا ته وويل دا چي په دي وروستيو کي امريکايي جنرال پيټريوس ادعا کړي ده او ويلي يي دا چي دوي د طالبانو سره په روانه جګړه کي بريالي دي او بري يي وړي دۍ ، طالبان وايي چي د نوموړي دا خبري تشي ادعاوي او لاپي دي .
احمدي وايي چي دوي د بهرنيو سرتيرو سره په روانه جګړه کي زيات بريالي دي او دا مهال داسي ډيري نښي دي چي په افغانستان کي د دوي د ماتي ښکارندويي کوي .
قاري يوسف احمدي وايي ددې لپاره چې نړيوالو او هيوادوالو دافغانستان له روان وضعيت څخه يوواقعي برداشت درلودلي وي او دده په وينا د دوي ددښمن دداډول په لوړه کچه خوبي اساسه تبليغاتو له اغيزې خوندې پاته سوي وي دافغانستان اسلامي امارت درښتيني وضعيت دمطبوعاتي کولو وړانديزکوي ،
دي وايي نوموړي وړانديز په داسې شکل دي چې دنړيوالو او هيوادنيو رسنيو دخبريالانويو ټيم دې تشکيل سي ،اودهيواد دجنوبي او مرکزي سيمو اوپه خاص ډول دهغوسيمو چي امريکايې جنرال پکې دپر مختګ ادعا کوي، وضعيت دې په خپله وارزوي اوبيادې په افغانستان کې په روانو واقعيتونو مشتمل ، رښتيني اوهراړخيزراپور نړۍ والوته وړاندې کړي ترڅومعلومه سي چي دنوموړي جنرال خبري څومره حقيقت لري .
دي وايي دافغانستان اسلامي امارت دداسې يوې حقيقت موندنې لپاره له خپله اړخه دخبريالانو دامنيت تضمين وړاندې کوې اوورسره دهراړخيزې همکارۍ وعده کوي خودا عمليه هغه وخت عملي بڼه موندلي سي چې بهرني يرغلګر هم په دې اړوند ورته دريځ ولري او دامنيت تضمين ورکړي .
دي وايي زمونږ په باور دجنرال پيټرييس ترقومانده لاندې امريکايي پوځي مشران که چيرې دنړۍ او خپل اولس دتيرايستلو اراده ونه لري دابه نړيوالو ته دافغانستان په اړه ديوه واقعي انځور دورکولو ښه موقع وبولي او موافقه به ورسره اعلان کړي .


monir
29.08.2010

سلامونه او ښې چارې!
زما په نظر د جنګ جګړې د دواړو خواوو په څرګندونو کې کامران صیب مبالغه کېږي. حکومت او دهغه ملاتړ بهرني هڅه کوي چې آرامۍ تمثیل کړي او طالبان هڅه کوي چې نا آرامۍ او وحشت خپور کړي.
د امنیت او آرامۍ خوندي کولو لپاره لوی ځواک ته اړتیا شته خو د وحشت خپرولو لپاره څو تنه محدود کسان کفایت کوي. د څه مودې لپاره د یوې لرې پرتې ولسوالۍ نیول چې لس پنځلس سرتېري لري هم دومره مشکل کار ندﺉ خو له تبلیغاتی له لحاظه ډېره اغېزه لري.
د طالبانو رهبری پدې ښه پوهېږي چې دوی په جګړې کې د بریاليتوب شانس نلري هغه څو ولسوالۍ چۍ په هلمند کې کنترولې ، اوسمهال ځینې یې له لاسه هم ورکړي دي. له همدې کبله دوی پر تخریبکارۍ لاسپورې کوي او زړونه پرې خوښوي چې دولت د بیا رغاونو کارونو له لارې محبوبیت تر لاسه نکري او دا غمیزه نوره هم او.ده شی.
دولت سړک او پلونه جوړي او طالبان یې ویجاړوي او کار ګران یې وژني. ډېر ښه مثال یې دوه اونۍ د مخه په هلمند کې د سړک جوړولو د کار کوونکو او محافظینو وژل وو!
دولت ښونځي جوړوي چې افغان بچیان ښونځیو ته لاړ خو طالبان یې په ځانګړي تو ډپښتنو په سیمو کې سوزوي او معلمین وژني او تهدیدوي.

ڼو داسې هر یو پخپل کار لګیا دی !

په درنښت


pattang
29.08.2010

دقندوس دوالي ( عمر ) او دشورايې نظار خبرې :

[quote:e43d785cf3]زما په نظر د جنګ جګړې د دواړو خواوو په څرګندونو کې کامران صیب مبالغه کېږي. حکومت او دهغه ملاتړ بهرني هڅه کوي چې آرامۍ تمثیل کړي او طالبان هڅه کوي چې نا آرامۍ او وحشت خپور کړي [/quote:e43d785cf3]

ناارامي او وحشت خو بيافرق لري :
- دپيسو غلا ، بي مسلکي ، دمځکوغصبول او نيول ، په اکسريت باندې په زور
حکومت کول، فاحشه ګيري ، بجه بازي ، له هلکانو سره ودو نه کول ،دخلکووژل
بندي کول ، وهل ، دنيمو شپو تلا شي ، د عيسوي مذهب پټه خپرونه ، د بې ګناه
خلکو وژل ٠٠٠٠ يو صليبي وحشت ندی ??
چې د ځينو فاسدو ، بې مسلکو ، لغړ مستو ، لډرانو لنډغرو او افغاني اجنټانو سره
يې يو ځای لکه دغلو او جنايت کارو بانډ په ملت تحميل وي ٠ ٠
طالبان به هيڅ وخت خپل ښونځی ، سرک او پل ، ښونکی له منځه يو نشي بلکه
په ډېر جديت به انکشاف ورته ورکړي خوکوم چې په خپل همت ، مېړانه ، په خپل
کلچر ، پښتو او اسلام کې تړلي او دخپل لاس يې وي ٠ دغه ياد شوي مکتبونه ....
د صليبيانو جنتي تحفه غلو او اجنټانو ته يواځې د اولس د مغزو ا و کړو وړو بدلول
، داسلام له منځه وړل اود يوه چټل نظام جوړول هدف دي او بل څه نه٠
پر دې خو خره م پو هيږي چې طالبان له صليبي اشغالګرو سره جبهي جنګ نشي
کولی ، حتا هيڅ يو اسيائي هيواد دې قدرت نلري ، خوپه خپل جنګي تکتيک او
خپل لوجسکتيک طالبان هره مياشت د اشغالګرو څو لسه ( له ٤٠ نيولې تر ...)
عسا کر وژني ٠
طالبان دخپلې خاورې، خپل کتور او خپل دين دازادي لپاره ډېر ډېر ډېر وخت
(په پېړويو) لري،خو اشغالګر او د کرزي فاسد او مفعول رژيم ددې حوصله نلري ٠
مرګ په اشغالګرو او لاسپو څيو٠


monir
29.08.2010

سلامونه او ښې چارې!
[quote:7ac5f8625e="pattang"]
دغه ياد شوي مکتبونه .... د صليبيانو جنتي تحفه غلو او اجنټانو ته يواځې د اولس د مغزو ا و کړو وړو بدلول ، داسلام له منځه وړل اود يوه چټل نظام جوړول هدف دي او بل څه نه٠[/quote:7ac5f8625e]
لومړی خو ښه وشو پتنګ صیب چې دا ځل مو د پخوا پشان انکار ونکړ چې طالبان ښونځي نه سوزوي. تاسو تل ویل چې دا د طالبانو د دښمنانو کار دی او د طالبانو دبدنامۍ لپاره یې پر دوی ټپي!
دوم دا چې ستاسو په خبره که [color=blue:7ac5f8625e]دا ښوونځي د اولس د مغزو ا و کړو وړو بدلولو ، داسلام له منځه وړلو اود يوه چټل نظام جوړولو [/color:7ac5f8625e] لپاره وي نوپر تاسې کې به هیڅ هم پاتې نه وي، ځکه تاسې خو په دوامداره توګه په همغه چټل نظام اوچټله ټولنه کې ژوند کوﺉ. آیا دا ستاسو شعارونه د اغوا لپاره ندي؟
[quote:7ac5f8625e]طالبان دخپلې خاورې، خپل کتور او خپل دين دازادي لپاره ډېر ډېر ډېر وخت (په پېړويو) لري[/quote:7ac5f8625e]
طالبان پېړۍ پېړۍ وخت لری، خو اولس څنګه؟
هیله ده چې د افغان اولس پرته د طالبانواو د پېړیو د تېریدو د مخه خپل نظام جوړ کړي چې بهرنیو ته نوره اړتیا نه وي.
دطالبانو رهبری خو د ښونځیو په کیسې کې هم ندي، ځکه د مظلوموطالبانو ډیرکي هم نالوستي دي او نا لوستی باید هم پاتې شي چې په ښه او بد ونه پوهېږي او هر څه چې ورته ویل کېږي بې له تعقله باور وکړي او ځانونه والوزوي.
خو افسوس د مظلوم اولس پرحال چې باید پېړۍ پېړۍ انتظار وباسی چې طالبان لومړی د نظام خاوند شی بیا یو ډول نه یو ډول دوی خپله سواد پیدا کړي تر څو بیا د اولس وار راشی!

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more