نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د افغانستان مجاهده او وطنپاله کابینه د سي آی اې جاسوسه ده !
کريم
27.08.2010
واشنگتن پست از جاسوسي سازمان سيا در دولت افغانستان پرده برداشت
08-27-2010
روزنامه واشنگتن پست امروز (جمعه) گزارش داد كه سازمان سيا در حال پرداخت پول به شماري زيادي از مقامات دولت حامد كرزاي است.
به گزارش اين روزنامه آمريكايي به نقل از منابع فعلي و سابق آمريكا گزارش داد كه اين پرداختها مدتهاست انجام گرفته و با هدف كمك به سازمان اطلاعات مركزي آمريكا (سيا) براي حفظ يك منبع اطلاعاتي درون دولت افغانستان است.
يك مقام رسمي آمريكا كه خواست نامش فاش نشود، گفت كه برخي از مشاوران حامد كرزاي، رئيس جمهور افغانستان، خبرچينهاي سازمان سيا هستند.
در اين گزارش عنوان شده است: اين پولهاي پرداختي از سوي سازمان سيا به رغم نگرانيهاي اين سازمان در مورد احتمال حمايت از مقامات فاسد دولت ادامه داشته است.
به گزارش خبرگزاري رويترز، اين گزارش درحالي منتشر شده است كه دولت باراك اوباما، رئيس جمهور آمريكا، به شدت نسبت به فساد مالي برخي مقامات دولت كرزاي نگران است و به كرزاي براي ريشه كني فساد مالي در اين كشور فشار آورده است.
واشنگتن پست به نقل از يك مقام سابق سازمان سيا گزارش داد كه اين پرداختهاي سازمان سيا به مقامات افغان امري لازم محسوب ميشد، چون كرزاي همه چيز را به آمريكا نميگفت!
روزنامه نيويورك تايمز نيز گزارش داد كه مشخص شده يكي از مشاوران امنيت ملي كرزاي كه به اتهام دريافت رشوه تحت تحقيقات است، از سوي سازمان سيا پول دريافت كرده است.
روان
27.08.2010
ها!
ای افغانانو!
په وطن مو، د پلار اونيکونو په وطن مو ،
د سي آی اې د جاسوسانو، نوکرانو
لخوا څه غوبل روان دئ،
مرګ دي په تاسو وي،
ولي نه خوځيږی
ولي نه پاڅېږی
دا ژوند دي په تاسو طوق لعنت شي
چي تاسو به لا
وياړی
موږ د افغانستان يو !
موږ افغانان يو
موږ انسانان يو
مرګ په امريکا !
ژوندی دی وی٠
tandar
27.08.2010
ژوندی دی وی خدای ستا غوندی دوه دری نور هم پیداکړی انشاالله چه کار جوړیږی
ټولوکی ښه غیرت پروت دی خو چه لږ وخوریږی٠
دا دفندانی قیصی به لږ کمی شی او دعمل صحنی ته به وړاندی شی٠
پتوال صیبه چیرته ې ، مخکی شه اقدام وکړه چه ټول سره کښینوی چه دخپل وس اوتوان سره دوطن دازادی په لاره کی دعمل یو قدم واخستل شی دا اوږدی قیصی به نوری بس وی٠
ما چه ستا نوشتی او نظریات ارزیابی کړی درهبری وړ شخصیت ې٠
په دی کارکی به خدای او ټول ملت در څخه خوشحاله شی٠
مننه
Re: ژوندی دی وی٠
27.08.2010
[quote:b7da90bd2d="tandar"]ژوندی دی وی خدای ستا غوندی دوه دری نور هم پیداکړی انشاالله چه کار جوړیږی
ټولوکی ښه غیرت پروت دی خو چه لږ وخوریږی٠
دا دفندانی قیصی به لږ کمی شی او دعمل صحنی ته به وړاندی شی٠
پتوال صیبه چیرته ې ، مخکی شه اقدام وکړه چه ټول سره کښینوی چه دخپل وس اوتوان سره دوطن دازادی په لاره کی دعمل یو قدم واخستل شی دا اوږدی قیصی به نوری بس وی٠
ما چه ستا نوشتی او نظریات ارزیابی کړی درهبری وړ شخصیت ې٠
په دی کارکی به خدای او ټول ملت در څخه خوشحاله شی٠
مننه[/quote:b7da90bd2d]
دعمل په طرحه کې به مهم ټکي څه وي ، زما په اند د آزادۍ له پاره تل ٢ کاره اړين وي : يو ملي سياسي غورځنګ او بل ملي وسله وال پاڅون !
سياسي غورځنګ د وسلوال پاڅون ملاتړ کوي او وسله وال پاڅون د ملي سياسي غورځنګ پيروي او اطاعت ! که ملي سياسي غورځنګ نه وي
په وسله وال پاڅون کې بهرنی لاس او لاسوهنه پيدا کيږي، منحرف کيږي ، آن داچې سياسي رهبري يې د بهرنيانو په لاس کې لويږي !
نو لومړۍ دنده داده چې په څه پوه افغانان سره راټول او يو ملي سياسي حرکت راپيل کړو!
دوهمه دنده داده چې الحمد ل لله وسله وال پاڅون او مقاومت لرو، په مليتوب کې يې ډير لږ کار او بشپړاوي ته اړتيا شته ، ددې له پاره لومړی
اړينه ده چې د مقاومت مشرتابه ددوښمن له پنجو او اغيز له ساحې څخه راوباسو او د بهرنيو استخباراتو څخه ساتل او امنيت يې
پخپله افغاني مجاهدين په غاړه واخلي ! د ملي آزادي پښخونکي سياسي غورځنګ او ملي آزادي بښخونکي
وسله وال مقاومت تر منځ د اړيکو نيول او ټينګول به د پتنګ خان غوندې ځوانانو ته سپارل کيږي.
د وسلو مرستې به د هر ډول قيدو شرط پرته له چين، روسيې ، هند ځينو نورو هيوادونو څخه او د پيسو مرستې
به له عربي هيوادونو څخه تر لاسه کيږي . هدف به د انګليس - امريکا او پاکُستان د نامقدس دجّالي خبيثه مثلث ماتول او د هيواد آزادول وي !
تاسو ګورئ چې د هيواد آزادولو امکانات شته که چيرې بسم الله کړو او يوبل ته د عملي کار له پاره لاسونه سره ورکړو !
البته ملي غورځنګ رهبر خپله رامنځته کوي، خو مونږ او تاسې بايد لومړی ددغسې ملي سياسي غورځنګ د رامنځته کولو
له پاره کار پيل کړو ! ومن الله التوفيق !
pattang
28.08.2010
انډيواله تندر د پوهنتون شاګرد ندی چې ليکچر ته ضرورت لري هغه تندر
عمل غواړي ( زدکړه په کولو کې / learning bei doing ) !!!!!!!!!!!!!!!!!!
عنوان
tandar
28.08.2010
ماستا ټوله قیصه ولوستله او یوه ټوکه رایاده شه چه واې ،، ټولی نښی صحیح دی،،٠
اما په دی نوشتو خو نه کیږی٠
دا کار له نژدی ناسته غواړی ،طرح او پلان غواړی په یوه واقیعی وجدان سره وفاداری او اقدام غواړی٠
یوه غونډه غواړی ،یوبل ته قناعت او ډنډه سپارل غواړی٠
دانټرنیټ له لاری په زړه خواله سره داسی معنی لری لکه سړی چه په اوښ سپور وی او واې ما څوک نه وینی٠
نور ی خبری په کار نه دی زما په مطلب ښه رسیدلی ې٠
پس ځان وخوروه چه څنګ کی دی ودریږو٠
او دا نوری خبری په درد نه خوری هر څوک چه نن دهری خوا سره مرسته کوی بی مقصده ې نه کوی٠
که دپتنګ صیب نظر می اول لوستلی وی چه تاته ې لیکلی نو زما نوشتی ته ضرورت نه و٠
زه درته وایم چه جګ شه زه خو په چیناې خبری نه کوم په پوښتو ې درته وایم ستا نظریات ما لوستلی یو ملی وطن پرست شخصیت یاستی زما غوندی ډیر دی چه در سره څنګ تر مرګه هم دریږی ، ته زمونږه د ٢٠١٠ کال میرویس خان شوی دعمل میدان ته راوځه او خپل بیرغ پورته کړه٠ بیا دی سیاسی ،نظامی،اجتماعی ،داخلی او خارجی طرحی میدان ته وغورزوه٠ که زما سره تماس غوښتنه غواړی نو د پتنګ صیب له لاری ډیره ساده ده ٠ ستا د یوه قوی عزم په امید٠
مننه
ميوندي
28.08.2010
د ښاغلي عبدالباري جهاني دغه لاندي حماسي شعر چي زموږ د وطن د نن ورځي انځور بيانوي :
زما چمن چمن وطنه !
پـر ټوټـې ټوټـې بـدن دي ډلـي ګــرځـي د کــارګـانو
زما چمن چمن وطنه څنګه کور سوې د زاغانــو
بيا دي اوري په لـمن کـي له آسمـانـه سـره اورونـه
بيـا دي وسپـړل پـر مـځـکـه په چينو کي تنورونه
پر ګلڅانګو دي خپاره دي د باروتو تور دودونه
پورته کيږي دي له کلو سوي ساندي فـريـادونـه
بيا ميدان سوې د تاختونو د قدرت د لېـونيـانو
زما چمن چمن وطنه څنګه کور سوې د زاغانــو
نن دي بيا د کور واکدار دئ چي ستا نيل يې سوځلي
نن هغه سړی سردار دئ چي يې ويني بهولي
چي پرون به يې لوټلې هغه نن هم دي ښاغلي
چي تباه يې کړه ستا مينه هغه بيا درته راغلي
بيا يې واغوستلې زغري د ازل ډاره مارانو
زما چمن چمن وطنه څنګه کور سوې د زاغانــو
چا په نوم د عدالت کړې بنديوان د زندانونو
د جهاد په نوم دي جوړ سول منارونه د سرونو
د اسلام په نوم دي لوټ سوې خزانې د تاريخونو
د ورورۍ په نوم سوې لاندي د پرديو تر تېغونو
لا ترڅو به په دوعايې د زړو کفن کښانو
زما چمن چمن وطنه څنګه کور سوې د زاغانــو
دا د تورو شپو مزلونه وايه کله به ختميږي
دا ورک سوي کاروانونه وايه کله را رسيږي
د طالع تور سوی لمر دي وايه کله به ځليږي
ورځ به کله کورته راسي شپې به کله سبا کيږي
لا تر څو پر پله روان يې د ازل د ګمراهانو
زما چمن چمن وطنه څنګه کور سوې د زاغانــو
يو په سپينو جامو غل دئ چي قاتل دي د خپل پلار دئ
هغه بل د پردي زوی دئ د لښکرو چي سالار دئ
دا غــلام درتـه راغلی ستا پر مېنه چـي بــادار دئ
ستا شمله يې ده لوټلې چي په ښار کي دي واکدار دئ
لا بـــه څــو ژونــدی پــه ګــور يې د لستـوڼي د مــارانــو
زما چــمــن چمن وطــنـه څــنګــه کـور سـوې د زاغانــو
لا قسمت بـه دي تـر کـلــه د تيــارو غېـږي تـه ځــغـلي
لابه ولي دي هغه خلک چي يې شمعي لګولې
لا تر کله ډېر به باسې له خپل ښاره له خپل کلي
مدرسې به سي تر کله په تيارو کي وي ساتلي
قاتلان دي د نيکونو خپل انګړ ته را بللي
زوړ دښمن درته راغلی په بدن ناموس يې وزي
لا تر کله به دي وژني نوکران د پرنګيانو
زما چمن چمن وطنه څنګه کور سوې د زاغانــو
چي ستا خور يې کړه سر توره نن په ښار کي کوماندان دئ
چي پوړني يې لوټله هغه نن د کلي خان دئ
چي يې خاوره خرڅوله هم واکدار هم نګهبان دئ
چي لالونه يې پلورله په وطن کي قهرمان دئ
ستا پر پال به کله مات سي تور منتر د ټګمارانو
زما چمن چمن وطنه څنګه کور سوې د زاغانــو
راسه پورته دي ناره که راسه پو که په شپېلۍ کي
لمبې يوسه تر دښتونو اور دې بل که په ګېټۍ کي
يو آواز آسمان ته ورکه بل دي پورته که نړۍ کي
دا زندان که دړي وړي خير دي نسته په بېړۍ کي
سترګي غبرګي ور ړندې که د روڼا د غليمانو
زما چمن چمن وطنه، څنګه کور سوې د زاغانــو
راځه وړونه سره خپل کوکور به خلاص کړو له پرديو
پر يوه کاسه به ټول سوطلسم مات کو د پېړيو
له تربور سره جوړه سولښکر جوړ کو د بګړيو
ساندي وشړو له مېني راته مخ سي د ښاديو
مرور سره جرګه سو اتڼ جوړ کړو د خوښيو
اوښکي وچي کو د سترګو ويني پرېولو له کاليو
لا تر کله به يې پاته د کاروانه د سيالانو
زما چمن چمن وطنه څنګه کور سوې د زاغانــو
ته بيده يې په رباط کي قافلې تر تا تيريږي
جرسونه د وختونو له کلو څخه شرنګيږي
چي بيده په درانه خوب کي اوس پر مړي حسابيږي
د خيالونو په کنډو کي سر و مال به دي لوټيږي
وخت روان لکه سيلاب دئ نه تميږي نه ستنيږي
که نن سترګي روڼي نه کې سبا هم در نه پاتيږي
ته به کله روانېږې په ټولۍ کي د خپلوانو
زما چمن چمن وطنه څنګه کور سوې د زاغانــو
له يوه دامه خلاصېږې په بل دام کي يې لوېدلی
جهان ټول درته صياد سو ته لا نه يې پوهېدلی
د هر غشي په نښان يې په سينه کي يې ويشتلی
دا د چا للو ويده کړې کوم جادو يې غولولی
زلزلې دي پر کور کيږي ته لا نه يې پاڅېدلی
جهان ټول د نور وطن سو پر چاړو يې لمر ختلی
تا په تورو کنډوالو کي زوړ رباب ته غوږ نيولی
دا انګړ ستا د غليم دئ ستا بابا يې دئ وژلی
وايه کله به پر لار سې د نصيب د هوښيارانو
زما چمن چمن وطنه څنګه کور سوې د زاغانــو
پر ټوټې ټوټې بدن دي ډلي ګرځي د کارګانو
زما چمن چمن وطنه څنګه کور سوې د زاغانــو