اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د قدر شپه- وخت او نښې
حمید هڅــاند
27.08.2010
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وخت:
د قدر شپه په لوی احتمال د روژې په وروستیو لسو ورځو کې ده.
د قدر شپې د عبادت کولو په موخه مسلمانان
د روژې وروستۍ لس ورځې رڼوي، په ځانګړې توګه طاقې ورځې.
د قدر شپې په اړه یوه وړوکې لیکنه
په اصلاح انلاین کې شوې وه چې زه یې تړونی دلته تړم.
http://eslahonline.net/11207
وخت:
په خلکو کې د قدر شپې په اړه ځینې کېسې شته
او دهغوي پر بنسټ خلک ورته ځېني نښې ورکوي.
لکه، د رڼا لېدل، ونې او بوټې سجده کول او داسې نور.
پوښتنه داده چې:
[color=blue:8a07289b1d] قدر شپه رښتیا هم ځینې نښې لري او که نه.؟[/color:8a07289b1d]
په درنښت
كريم كامران
27.08.2010
وعليكم السلام
هو، لیلة القدر ځینې نښې او علامې لري چې په احادیثو کې ثابتې دي د هغو له جملې څخه ځینې په لاندې ډول دي:
د قدر شپه نه ګرمه وي او نه یخه.
په دې شپه به په ستوریو باندې شیطانان نه ویشتل کیږي.
دا شپه به دنورو شپو په پرتله ډیره روښانه وي. په دې علامه باندې پوهیدل په نن زمانه کې چې مصنوعي رڼاګانې ډیرې دي ګران کار دی، هغه څوک پرې ښه پوهیدلای شي چې له رڼاګانو لیرې چیرته په بیدیا کې اوسیږي.
په دې شپه کې زړونه د نورو شپو په پرتله ډیر مطمئن او ډاډه وي.
په دې شپه باد نه لګیږي، یعنې موسم به مناسب وي.
د لیلة القدر په سهار راختونکی لمر به وړانګې نه لري.
که څه هم داعلامه هغه وخت راڅرګندیږي چې د قدر شپه تیره وي خو دهغه چالپاره د بشارت او زیري معنی لري چې دا شپه یې په عبادت رڼه کړي وي.
او دونو او بوټو سجده، سپیان به په دې شپه نه غاپي، او دا کیسې په احادیثو کې نشته.