د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

درسول الله(ص) د لمانځه د ادا کولو ترتیب

حمید هڅــاند
27.08.2010

اسلام علیکم ورحمة الله و برکاته
سره له دې چې د رسول الله(ص) د لمانځه د تریب په اړه چې پوښتنه کوم نو ځواب دا اورم چې: هلکه دا اختلافې مسایل دې، مه پسې ګرځه ؛ مهمه عقېده ده، پروا نه لرې که لاسونه د غوږونو تر نرمیو رسوې او یا داوږې تر سرو او....
خو داچې لمونځ ددین ستن ده او ورسته له ایمان راوړلو څخه ډېر ټینګار په لمانځه شوی دی؛ زما په اند، د لمانځه د اداکولو تریب باید یو وی.
رسول الله (ص) ویلې دې چې داسې لمونځ کوئ لکه زه مو چې لېدلی یم.
هیله لرم د رسول الله(ص) د لمانځه د تریب په اړه مالومات راسره شریک کړئ. او هیله لرم چې احادیث شریف له پښتو ژباړې سره ولیکئ.

په درنښت
حمید هڅاند


مومن مهاجر
27.08.2010

السلام عليکم
حميدهڅاندصاحب تاسوډېره ښه موضوع مطرح کړې زه له خپلومعلوماتوسره سم دالاندي ځواب درکولای شم البته موضوع به په پوره ډول مرتبه نه وي ځکه نبوي لمونځ دحديثوله مخې په ترتيب وړاندي کول ډېروخت غواړي له همدې کبله موعذرومنئ خوداپه يادولرئ چي کوم حديث چي زه راوړم هغه به صحيح حديث وي .
لومړی :-
790 - [ 1 ] ( متفق عليه )
عن أبي هريرة رضي الله عنه : أن رجلا دخل المسجد ورسول الله صلى الله عليه و سلم جالس في ناحية المسجد فصلى ثم جاء فسلم عليه فقال له رسول الله صلى الله عليه و سلم : " وعليك السلام ارجع فصل فإنك لم تصل " . فرجع فصلى ثم جاء فسلم فقال : " وعليك السلام ارجع فصل فإنك لم تصل " فقال في الثالثة أو في التي بعدها علمني يا رسول الله فقال : " إذا قمت إلى الصلاة فأسبغ الوضوء ثم استقبل القبلة فكبر ثم اقرأ بما تيسر معك من القرآن ثم اركع حتى تطمئن راكعا ثم ارفع حتى تستوي قائما ثم اسجد حتى تطمئن ساجدا ثم ارفع حتى تطمئن جالسا ثم اسجد حتى تطمئن ساجدا ثم ارفع حتى تطمئن جالسا " . وفي رواية : " ثم ارفع حتى تستوي قائما ثم افعل ذلك في صلاتك كلها " (مشکوة)

ژباړه : له ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چي يوسړی مسجدته راننووت رسول الله صلی الله عليه وسلم دمسجدپه يوه ګوښه کي ناست ووهغه سړي لمونځ وکړبيايې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته سلام ورواچاوی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل : وعليک السلام ، ولاړشه لمونځ وکړه ځکه لمونځ دي نه دی کړی هغه ولاړی لمونځ يې وکړ،بيايې سلام ورواچاوی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل : وعليک السلام ولاړشه لمونځ وکړه ځکه لمونځ دي نه دی کړی ، هغه په درېيم اوياڅلورم واروويل : اې دالله رسوله! راويې ښيه . نورسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل : کله چي ته لمانځه ته ولاړشې نوپوره اودس وکړه ، بيامخ قبلې ته کړه ، الله اکبرووايه بياچي دقرآن څه درته اسانه وي هغه تلاوت کړه ، بيارکوع وکړه تردې چي په رکوع کي ښه مطمئن شې ، بياسرراپورته کړه تردې چي په ولاړې ښه مطمئن شوې ، بياسجده وکړه تردې چي په سجده کي ښه مطمئن شې ، بياراپورته شه تردې چي په ناستي سره ښه مطمئن شې ، بياسجده وکړه تردې چي په سجده کي ښه مطمئن شې ، بياراپورته شه تردې چي په ناسته ښه مطمئن شې ، په يوه بل روايت کي دي چي بياراپورته شه تردې چي ښه برابرودرېږي بياداکارپه ټول لمانځه کي کوه .
دويم :-
791 - [ 2 ] ( صحيح )
وعن عائشة قالت : كان رسول الله صلى الله عليه و سلم يستفتح الصلاة بالتكبير والقراءة ب ( الحمد لله رب العالمين )
وكان إذا ركع لم يشخص رأسه ولم يصوبه ولكن بين ذلك وكان إذا رفع رأسه من الركوع لم يسجد حتى يستوي قائما وكان إذا رفع رأسه من السجدة لم يسجد حتى يستوي جالسا وكان يقول في كل ركعتين التحية وكان يفرش رجله اليسرى وينصب رجله اليمنى وكان ينهى عن عقبة الشيطان وينهى أن يفترش الرجل ذراعيه افتراش السبع وكان يختم الصلاة بالتسليم . رواه مسلم، مشکوة

ژباړه : له عائشې رضی الله عنها څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم به لمونځ په تکبيراوقرائت په الحمدلله رب العلمين شروع کاوی ، کله چي به رکوع ته ولاړی سربه يې نه لوړاوی اونه به يې ټيټاوی بلکي ددې ترمنځ به وواوپه هرودوورکعتونوکي يې التحيات وايه ، چپه پښه به يې غوړوله اوراسته پښه به يې دروله ، دشيطان په څېرله کښېنستلوڅخه يې منعه کړې ده (هغه داسي چي سړی پښې جګې ودروي اوپرې کښيني البته دامنعه په التحيات کي ده ، ددووسجدوترمنځ داډول ناسته له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابته ده ) اوله دې يې هم منعه کوله چي يوسړی په سجده کي خپل ليچونه ددرنده په څېروغوړوي . رسول الله صلی الله عليه وسلم به لمونځ په سلام پای ته رساوی .
درېيم :-
792 - [ 3 ] ( صحيح )
وعن أبي حميد الساعدي قال : في نفر من أصحاب رسول الله صلى الله عليه و سلم : أنا أحفظكم لصلاة رسول الله صلى الله عليه و سلم رأيته إذا كبر جعل يديه حذاء منكبيه وإذا ركع أمكن يديه من ركبتيه ثم هصر ظهره فإذا رفع رأسه استوى حتى يعود كل فقار مكانه فإذا سجد وضع يديه غير مفترش ولا قابضهما واستقبل بأطراف أصابع رجليه القبلة فإذا جلس في الركعتين جلس على رجله اليسرى ونصب اليمنى وإذا جلس في الركعة الآخرة قدم رجله اليسرى ونصب الأخرى وقعد على مقعدته . رواه البخاري ، مشکوة

ژباړه : له ابوحميدالساعدي رضی الله عنه څخه روايت دی چي ده درسول الله صلی الله عليه وسلم ديوې ډلې اصحابوپه حضورکي وويل : زماترتاسودرسول الله صلی الله عليه لمونځ ښه ياددی ، ماهغه وليدچي کله به يې تکبيرووايه لاسونه به يې تراوږوپورته کړل ، کله چي به يې رکوع وکړه نوکوڼۍ به يې په دواړولاسونوکلکې ونيولې ، بيابه يې شاوغوړوله کله چي به يې سرراپورته کړداسي به برابرشوچي هربندبه خپل ځای ته ورغی ، کله چي به يې سجده وکړه لاسونه به يې کښېښودل نه به يې غوړولي وواونه به يې موټ نيولي وو، ددواړوپښودګوتوسرونه به يې دقبلې خواته کړل کله چي به پردويم رکعت کښېنستی پرچپه پښه به ناست اوښۍ پښه به يې درولې وه کله چي به اخيري ناسته وه نوچپه پښه به يې دمخ خواته وويسته اوښۍ به يې ودروله ، پرخپله مقعده به کښېنستی .
څلورم :-
793 - [ 4 ] ( متفق عليه )
وعن ابن عمر : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم كان يرفع يديه حذو منكبيه إذا افتتح الصلاة وإذا كبر للركوع وإذا رفع رأسه من الركوع رفعهما كذلك وقال : سمع الله لمن حمده ربنا لك الحمد وكان لا يفعل ذلك في السجود . نقله المشکوة

ژباړه : له ابن عمررضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم به دلمانځه په شروع کولوکي لاسونه تراوږوپورته کول کله چي به يې درکوع تکبيرووايه اوله رکوع به يې سرپورته کاوه هم به يې لاسونه هغه ډول پورته کړل اوسمع الله لمن حمده ، ربنالک الحمدبه يې وويل اولاسونه يې دووسجدوترمنځ نه پورته کول .
ان شاء الله دلمانځه په اړه به نورنبوي احاديث وروسته دپښتوترجمې ترڅنګ له تاسوسره شريک کړم .



31.08.2010

[quote:8e3b167361]کله چي به اخيري ناسته وه نوچپه پښه به يې دمخ خواته وويسته اوښۍ به يې ودروله ، پرخپله مقعده به کښېنستی [/quote:8e3b167361]

آيا دغه حالت تاسو تجربه کړی چې چپه پښه دومره مخې خواته وباسئ چې پرې ناسته ونکړی شئ؟؟
په دې صورت کې مو ورنونه او زنګونونه هم سره موازي نه پاتې کيږي او په دې حالت کې مو زور د شا کيڼې
خواته په لاندينيو پوښتيو او ترې لاندې پلو راځي او يو څه درد کوي، نو ښايي چې دا ډول ناسته هغه مبارک نه وي کړي
چې د فشار او درد سبب وګرځي ، او که څنګه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟.


كريم كامران
01.09.2010

[quote:67ad318d1b="پتوال"][quote:67ad318d1b]کله چي به اخيري ناسته وه نوچپه پښه به يې دمخ خواته وويسته اوښۍ به يې ودروله ، پرخپله مقعده به کښېنستی [/quote:67ad318d1b]

آيا دغه حالت تاسو تجربه کړی چې چپه پښه دومره مخې خواته وباسئ چې پرې ناسته ونکړی شئ؟؟
په دې صورت کې مو ورنونه او زنګونونه هم سره موازي نه پاتې کيږي او په دې حالت کې مو زور د شا کيڼې
خواته په لاندينيو پوښتيو او ترې لاندې پلو راځي او يو څه درد کوي، نو ښايي چې دا ډول ناسته هغه مبارک نه وي کړي
چې د فشار او درد سبب وګرځي ، او که څنګه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟.[/quote:67ad318d1b]

پتوال صاحب، دا ډول ناسته هغه مبارک کړې. خو دا د امام الشافعی رحمه الله مذهب دی.

د امام ابو حنیفه رحمه الله په مذهب کې دا ډول ناسته یوازې د ښځو لپاره ښودل شوې.
او سړي باید د چپې پښې په تلي باندې کیني او ښۍ پښه په داسې توګه ودرول شي چې د ګوتو څوکې قبلې ته مخامخ وي.

امام ابو حنیفه رحمه الله په دې احادیثو استدلال کوي:

۱- حديث وائل بن حجر : " أنه رأى النبي صلی الله علیه وسلم يصلي فسجد ثم قعد فافترش رجله اليسرى "
رواه أحمد وأبو داود والنسائي وابن ماجه والترمذي وقال حسن صحيح .

۲- حديث عائشة : كان يقول في كل ركعتين التحية وكان يفرش رجله اليسرى وينصب رجله اليمنى " رواه مسلم .

۳- حديث رفاعة بن رافع : " أن النبي صلی الله علیه وسلم قال للأعرابي إذا سجدت فمكن لسجودك فإذا جلست فاجلس على رجلك اليسرى "
رواه أحمد وأبو داود ولا مطعن في إسناده.

ژباړه یې په مومن مهاجر صاحب.

هغه وايي چې ددې احادیثو راویانو په مطلقه توګه ویلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د تشهد په حالت کې داسې کیناست، داول او دوهم تشهد یادونه یې نه ده کړې.


مومن مهاجر
15.09.2010

هڅاندصاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! هیله ده چي داخترخوښۍ اوخوشالۍ به دي په خیرتېر ې کړې وي .
تاسومنلې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم تور ک کړی اوبیادي لیکلي چي دا دامام شافعي رحمه الله مذهب دی . اوپه حنفي مذهب کي داډول ناسته دمېرمنولپاره خاصه شوې ولي اوپه څه دلیل؟ همدارنګه چي دامام صاحب له خواداستدلال په توګه کوم احادیث وړاندي کړي نوپه هغوکي دمطلقې ناستې په یادونه کي داخبره راغلې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به داسي کښېنستئ چي راسته پښه به یې دروله اوپرچپه پښه به کښېنستی . خودې حدیث ته لږځېرشه :
وعن أبي حميد الساعدي قال : في نفر من أصحاب رسول الله صلى الله عليه و سلم : أنا أحفظكم لصلاة رسول الله صلى الله عليه و سلم رأيته إذا كبر جعل يديه حذاء منكبيه وإذا ركع أمكن يديه من ركبتيه ثم هصر ظهره فإذا رفع رأسه استوى حتى يعود كل فقار مكانه فإذا سجد وضع يديه غير مفترش ولا قابضهما واستقبل بأطراف أصابع رجليه القبلة فإذا جلس في الركعتين جلس على رجله اليسرى ونصب اليمنى وإذا جلس في الركعة الآخرة قدم رجله اليسرى ونصب الأخرى وقعد على مقعدته . رواه البخاري
په دې روایت کي ګوره هغه مطلقه ناسته مقیده شوې ده یعني په اوله ناسته کي باید سړی داسي کښېني چي راسته پښه یې درولې اوچپه پښه یې غوړولې وي اوپه اخیره ناسته کي داسي کښېني چي چپه پښه یې دمخ خواته یوڅه ایستلې اوراسته پښه یې درولې وي چي دې ته تورک وايي . داحنافوداصولوله مخي هم چي کله په یوه موضوع کي ګڼ نصوص راشي نومطلق پرمقیدحمل کېږي چي ښه بېلګه یې دحیواناتودزکوة مسئله ده ځکه هلته په یوه حدیث کي راغلي چي دمطلق حیوان زکوة ورکوي په دې شرط چي نصاب یې پوره شوي خوپه بل نص کي راغلي چي هغو حیواناتوزکوة ورکوي چي سائم یعني پربیابان څړېدونکي وي نوڅرنګه چي یونص مطلق اوبل مقیدراغلی له همدې امله یې هغه مطلق پرمقیدحمل کړی دی .


حمید هڅــاند
17.04.2011

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د اسلام د سپیڅلي دین محترمو پوهانو، هیله لرم جوړ او روغ به یاست.
د رسول الله صلي الله علیه وسلم د لمانځه د ترتیب په اړه مې پوښتنه مطرح کړې وه او زما هیله خو داوه چې د لمانځه د ویلواو اداکولو(حرکاتو) ترتیب په اړه لارښونه راته وکړۍ او غوښتل مې پوه شم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم څنګه لومنځ ادا کاوه. محترم مومن مهاجر ورور ته دي الله پاک اجرونه وکړي چې زما د پوښتنې د ځواب هڅه یې وکړه؛ خو زما زړه بیا هم یخ نه شو....ډېري ويډیو ګاني او کتابونه مي وپلټل...ویره مې داوه او داده چې ما په مسجد کې دینې زده کړي کړې دي خو دینې پوهه مې ضعیفه ده او ډارېږم چې ناسم کار راڅخه و نه شي.... په هرصورت، د لمانځه په اړه د بخاري شریف احادیث لولم او په حیرانونکې توګه مې ډېر داسي څه پکې پیدا کړل چې زه يې په لټه وم او موږ یې په دودیزه توګه نه کوو. په خدای سوګند چې په همدې طریقه لمونځ کولو کې می ډېر سکون وموند ځکه پوهېږم هر کار چې کوم هغه رسول الله هم کړی دی....زه به هغه احادیث ستاسو سره شریک کړم او پښتو ژباړه به یې هم ولیکم، خو درنو پوهانو، زما سره چې بخاری شریف دی، هغه په انګلیسي ژبه دی، زه ډارېږم چې ژباړه یې رانه ونه ښوري، ستاسو نه هیله لرم هره تېروتنه مې سمه کړئ، زه به په روانه ژبه د حدیث شریف ژباړه وکړم او ټکی په ټکي ژباړه چې ما اورېدلي باید د حدیثو وشي زه یې نشم کولی، زه به یې په داسي ډول ولیکم، څنګه چې نوري ژباړي کوم، تاسو مې تېروتني و نیسئ.
بله خبره داده چې مانه د احادیثو علم کړی دی او نه زه دومره نیکمرغه یم چې یو داسي څوک مې ترڅنګ وي چې د احادیثو علم یې کړی وي؛ ځکه خو کیدای شي زما اخیستنه له احادیثو نه سمه نه وي، هیله لرم تاسو یې سم مطلب راته راکړئ.
زه به یې لمړي له هغو احادیثو پیل کړم چې د رفع الیدین په اړه دي:
لمړی حدیث شریف:
Volume No1, Book 12, Number 702:
Narrated Salim bin 'Abdullah:
My father said, "Allah's Apostle used to raise both his hands up to the level of his shoulders when opening the prayer; and on saying the Takbir for bowing. And on raising his head from bowing he used to do the same and then say "Sami a-l-lahu Liman hamida, Rabbana walaka-l-hamd." And he did not do that (i.e. raising his hands) in prostrations.
د عبدالله زوی، سلیم څخه روایت شوی دی:
دی وایې چې زما پلار ویل چې رسول الله(ص) به د لمانځه د پیل په مهال(چې البته موخه یې نیت تړلو مهال دی) خپل دواړه لاسونه د اوږو تر حده پورته کول. بیا به یې د تکبیر په ویلو سره کله چې به رکوع ته ته هم به یې دواړه لاسونه د اوږو تر سرونو پورته کړل. له رکوع څخه د راته پورته کېدو په مهال به یې بیا دواړه لاسونه د اوږو تر حده پورته کړل او سمیع الله لمن حمیده او ربنا و لک الحمد به یې وویل. خو له سجدې څخه ناستې ته د راپورته کېدو په مهال به یې دا کار( دلاسونو پورته کول اوږو ترحده) نه کاوه.
[ددولسم کتاب، لمړی ویلیم، حدیث نمبر۷۰۲]

Volume 1, Book 12, Number 703:
Narrated 'Abdullah bin 'Umar:
I saw that whenever Allah's Apostle stood for the prayer, he used to raise both his hands up to the shoulders, and used to do the same on saying the Takbir for bowing and on raising his head from it and used to say, "Sami a-l-lahu Liman hamida". But he did not do that (i.e. raising his hands) in prostrations.
دعمر له زوی ، عبدالله(رض) څخه روایت شوی دی، نوموړي صحابي وایې چې هر وخت چې ما رسول الله(ص) په لمانځه لیدلی دی، نو ده مبارک به د ودریدو په مهال( چې هماغه د نیت تړلو مهال یې موخه ده) کله چې به یې تکبیر وایه، دواړه لاسونه به یې تر اوږو پوري پورته کړل. هغه مبارک به رکوع ته د تللو په مهال او بیرته د را پورته کېدلو په مهال بیا دا کار تکرار کاوه؛ خو د سجدو ترمینځ ناسته کې به یې دا کار نه کاوه.
[دولسم کتاب، لمړی ولیم ،حدیث نمبر۷۰۳]
Volume 1, Book 12, Number 704:
Narrated Abu Qilaba:
I saw Malik bin Huwairith saying Takbir and raising both his hands (on starting the prayers and raising his hands on bowing and also on raising his head after bowing. Malik bin Huwairith said, "Allah's Apostle did the same."
له ابو قلابه(رض) څخه روایت شوی دی. دی وایې چې ما د حوارث له زوی، مالک(رض) څخه واورېدل چې د لمړنی تکبیر په مهال به رسول الله (ص) خپل دواړه لاسونه پورته کړل، ده مبارک به دا کار رکوع ته د تللو په مهال او له رکوع څخه بيرته درا پورته کېدلو په مهال تکرار کاوه.
[دولسم کتاب، لمړی ولیم، حدیث نمبر ۷۰۴]
په ورته خبرو کې، حدیث نمبر ۷۰۵ او ۷۰۶ هم د همدي کار پخلی کوی.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه د تربیب په اړه به نور احدیث هم دلته رانقل کړم؛ خو مخکي له هغه نه زما دې لاندي پوښتنو ته که مو ځواب ووایه نو بېساری منندوی به مو یم:

[color=white:5f29514299]لومړی:
بخاری شریف وروسته له قران کریم څخه زموږ د ریفرینس لپاره دوهمه لویه منبع ده، نو که بخاري شریف رسا موږ ته یو څه ووایې او موږ بل څه کوو، ایا اړینه نه ده چې بې له درنګه د حدیث شریف په لاره ولاړ شو؟

دوهم:
سره له دې چې د حدیثو علم ډېر ستر دی او متخصصو علماؤ ته اړتیا ده چې موخه یې بیان کړي، خو بیا هم پورتني احادیث خو ډېر واضح دي چې ما غوندي کم علمه خلک هم ورڅخه مطلب اخیستلای شي. نو ایا اړینه نه ده چې لمونځ باید په پرتنۍ طرېقې وشي؟

دریم:
ولي پورتني واضح حدیث شریفونه له پامه غورځول کېږي او لمونځ په بله طریقه کېږي؟؟ ایا ددې حدیثونو تفسیر په بل ډول موجود دي که څنګه؟؟؟؟
[/color:5f29514299]

په درنښت


مومن مهاجر
19.04.2011

محترم حمیدهڅاندصاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
الله جل جلاله دي همداسي هڅانداوځلاندلره .
ښاغلي ! تاته موهیله داده چي همدې پیل کړي لړۍ ته همداسي دوام ورکړې . ان شاء الله زه به ترخپله وسه کومک درسره کوم . ماهم غوښتل چي ستاکړې پوښتنې ته دیوې لړۍ په شکل کي ځواب ووایم ، خودځينوبوختیاووله وجې ونه توانیدم چي داکارترسره کړم . اوس چي تابیاپیل کړه نوکه ضرورت ووان شاء الله زه به له خپل توان سره سم ملګرتیادرسره وکړم .
راځم ستاسوپوښتنوته :
لومړی:
بخاری شریف وروسته له قران کریم څخه زموږ د ریفرینس لپاره دوهمه لویه منبع ده، نو که بخاري شریف رسا موږ ته یو څه ووایې او موږ بل څه کوو، ایا اړینه نه ده چې بې له درنګه د حدیث شریف په لاره ولاړ شو؟
ځواب : هو! همداسي ده چي بخاري دامت دټولوعلماووپه اتفاق ترکتاب الله وروسته داسلامي شرعي تربل هرکتاب عمده مأخذدی . هو! که بخاري اوداحادیثوبل هرکتاب درسول الله صلی الله علیه وسلم یوقول ، فعل اویاتقریرپه صحیح سندنقل کړي اومنسوخ هم نه وي نومنل یي لازمي اوضروري دي ،ځکه الله جل جلاله وايي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً (النساء : ۵۹)
ژباړه : اې مومنانو! دالله ، رسول اوخپلوچارواکواطاعت وکړئ ، که موپه یوشي کي جنجال شي نو( دفیصلې لپاره ) یې الله (قرآ ن ) اودهغه رسول (دده په ژوندکي شخصاده ته اوتروفات وروسته دده فعلي ، قولي اوتقریري احادیثو) ته وسپارئ که تاسوپرالله اودقیامت پرورځ ایمان لرئ . دادرته غوره اودانجام په اعتبارښه ده .
په دې ایت کي الله جل جلاله منازعو،شخړواجنجالونودحل وفصل محک یامعیاریوازي او يوازي قرآن اونبوي احادیث بللي دي چي هرمسلمان بایددپرېکړي اوفیصلي په وخت کي خپل اختلاف په همدې حل کړي . ستاسوخبره بېخي پرځای ده چي دآيت اونبوي صحیح حدیث په شتون کي دهیچاخبره داعتباروړنه ده .
دوهم:
سره له دې چې د حدیثو علم ډېر ستر دی او متخصصو علماؤ ته اړتیا ده چې موخه یې بیان کړي، خو بیا هم پورتني احادیث خو ډېر واضح دي چې ما غوندي کم علمه خلک هم ورڅخه مطلب اخیستلای شي. نو ایا اړینه نه ده چې لمونځ باید په پرتنۍ طرېقې وشي؟
هو! بالکل ضروري دي هرڅوک چي په دې اوداسي ورته احادیثوخبرشي هغوئ بایدلمونځ همداسي وکړي ، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم همداسي لمونځ کړی دی .

دریم:
ولي پورتني واضح حدیث شریفونه له پامه غورځول کېږي او لمونځ په بله طریقه کېږي؟؟ ایا ددې حدیثونو تفسیر په بل ډول موجود دي که څنګه؟؟؟؟
دامویقیناډېره اړینه اوپه زړه پوري پوښتنه کړي ده . ترکومه ځایه چي دپورتني حدیث په نه عملي کولوپوري تړاولري ، نوکه مجتهداویایوسترفقهي عالم په دې حدیث عمل نه وي کړی هغه کیدای شي داعذرولري چي دده په وخت کي به داحدیث یاورته رسیدلی نه وو،یابه ورته رسیدلی وو خو سندبه یې ضعیف وواویابه په صحیح سندورته رسیدلی ووخوده به هغه حدیث ته دمختلفو دلائلو پربناترجیح ورکړي وي چي رکوع ته دتللواوله هغې دراپورته کیدلوپرمهال نه رفع الیدین پکښي ذکرشوي دي . له همدې کبله هغوئ معذوردي . خواوس زموږپه وخت کي یقیناپه خوراکره اوباوري سندونورفع الیدین په دې دواړوحالتونوکي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي اوهغه حدیث چي په دې دواړوحالتونوکي درفع الیدین نفي کوي هغه دسنداومتن دواړوله مخې کمزوری دی اودرفع الیدین داثبات له دلائلوسره مقابله اومعارضه نه شي کولای .


له لومړی تکبیر څخه وروسته یو لاس په بل لاس اېښودل( له سینې نه لاندي، خو د نامه نه پاس)

حمید هڅــاند
30.04.2011

دروند ورور محترم مومن مهاجر صیب او درنو لوستونکو؛ سلامونه مې ومنئ.
که په دې اړه بل حدیث شریف وي، نو راسر شریک یې کړئ.
[color=white:8992603001]له لومړی تکبیر څخه وروسته یو لاس په بل لاس اېښودل( له سینې نه لاندي، خو د نامه نه پاس)
[/color:8992603001]
Volume 1, Book 12, Number 707:
Narrated Sahl bin Sa'd:
The people were ordered to place the right hand on the left forearm in the prayer. Abu Hazim said, "I knew that the order was from the Prophet ."

د سعد زوی، سهل رضي الله عنه څخه روایت شوی دی. دی وایي چې خلکو ته امر شوی ؤ چې ښی لاس په چپ لاس باندي کېږدي، په داسي توګه چې ښی لاس د چپ لاس د مړوند او سترګۍ( ایلبو) ترمینځ کېښودل شي. ابو حازم وویل چې زه پوهېدم دا امر د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له لوری ؤ.
لومړی ویلیم، دوولسم کتاب، ۷۰۷ نمبر حدیث ـ بخاری شریف.

Book 004, Number 0792: Wa'il b. Hujr reported: He saw the Apostle of Allah (may peace be upon him) raising his hands at the time of beginning the prayer and reciting takbir, and according to Hammam (the narrator), the hands were lifted opposite to ears. He (the Holy Prophet) then wrapped his hands in his cloth and placed his right hand over his left hand. And when he was about to bow down, he brought out his hands from the cloth, and then lifted them, and then recited takbir and bowed down, and when (he came back to the erect position) he recited:" Allah listened to him who praised Him." And when prostrates. he prostrated between the two palms.
وایل رضي الله عنه د حامم څخه نقل کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمړي تکبیر په مهال لاسونه د غوږنو تر مقابله پورته کړل او بیا یې خپل لاسونه په خپلو کالیو کې داسي پټ کړل چې ښی لاس یې په چپ لاس پروت ؤ. او کله یې چې د رکوع نیت وکړ نو خپل لاسونه یې کالیو نه وویستل او بیا یې پورته کړل او تکبیر یې ووایه او رکوع ته لاړ او کله چې بېرته را پورته شو نو سمع الله لمن حمیده یې وویله. سجده یې د ددؤ ورنو ترمینځ ترسره کړه.
څلورم کتاب، حدیث نمبر۷۹۲، مسلم شریف.
هیله ده د راویانو نومونه مې سم لیکلي وي.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more