نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
له الشرق الاوسط سره د قاري یوسف احمدي مرکه
كريم كامران
26.08.2010
د الشرق الاوسط جریدې سره د طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي مرکه
http://www.aawsat.com/details.asp?section=1&issueno=11512&article=572648
دا مرکه ډیره اوږده ده څو مهم ټکي مې ترې راوژباړل:
نوموړی د ځینو پوښتنو په ځواب کې وايي:
-په کابل باندې د شپې له پلوه مونږ حکومت کوو، او په کندهار باندې په شپه او ورځ کې ۲۱ ساعته واکمني زمونږ وي.
-د اسلامي امارت او دکرزي ادارې ترمنیځ هیڅکله مذاکرات نه دي ترسره شوي، او کوم راپورونه چې خپاره شوي له طالبانو څخه د بېلو شويو او تسلیم شویو او دکرزي دادارې د ځینې عناصرو ترمینځ ترسره شوي.
-ددې راپورونو ترشا اصلي هدف د مجاهدینو د مورال ځپل دي چې ګویا طالبان د خپل اعلان شوي دریځ پر خلاف د خارجي قواوو په شتون کې په مذاکراتو لاس پورې کړی.
-په اوسني وخت کې د طالبان لوړ هدف له هیواد څخه د اشغالګرو شړل، او د اسلامي حکومت قایمول دي.
دښځینه زده کوونکیو د تعلیم په اړه قاري یوسف احمدي وايي:
-د طالبانو تحریک هیڅکله ښځینه زده کوونکې له زده کړې نه دې منعه کړي، بلکې هغه تبشیري (مسیحیت ته وربلوونکې) موسسې له فعالیته منعه کولې چې غوښتل یې په افغانستان کې تعلیمي چارو ته لاس راوږد کړي، کومو چې له ښځو، کونډو، او یتیمانو سره د مرستې تر نامه لاندې هڅه کوله د ښځینه طبقې مینځ ته ځان ورسوي ترڅو د هغوی اخلاق او دین ولوټوي. دا کسان مونږ منع کړي وه.
ددې ترڅنګ نړیوال اقتصادي بندیزونه، او داخلي جګړې هغه څه وه چې یوازې د ښځینه تعلیم نه، بلکې د هرډول زده کړې په لار کې خنډونه ډیر کړي وه. او که د الله تعالی اراده وه د اسلامي امارت د بیا راتګ څخه وروسته به د ښځینه زده کوونکیو د تعلیم په ډګر کې ستر نوښتونه ترسترګو شي.
-مونږ هیڅکله تلویزون حرام نه دی ګرځولی بلکې هغه غیر اسلامي پروګرامونه مو بند کړی وو چې د تلویزون له لارې خپریدل.
په افغانستان او بهر او عربي نړۍ کې علماوو مونږ ته په دې اړه فتوا راکړې وه زمونږ تایید یې کړی وه، او یا چوپ پاتې شوي وه او نظر یې نه وه څرګند کړی. که چیرته مونږ دا کار غلط کړی وای هغوی به مونږ متوجه کړي وو او مونږ به یې منښته کړې وه. ځکه چې علماء زمونږ مشران دي مونږ یې پیروي او ورپسې اقتدا کوو. او کله چې د الله په مرسته مونږ یو ځل بیا کابل ته وروګرځو مونږ به بیا هم په دې هکله د اسلامي نړۍ له علماوو، چې دهغوی له ډلې څخه د سعودي عربستان علماء هم دي، څخه د تلویزوني خپرونو، او عربي او اسلامي چاینلونو په اړه فتوا وغواړو او د هغوی فتوا به عملي کوو.
په پورتنۍ مرکه زما لپاره ترټولو جالبه نقطه ترټولو وروستۍ جمله ده په کومه کې چې قاري یوسف احمدي ديني علماء خپل مشران بللي او دهغوی دهرې خبرې منل یې پرځان لازمي ګڼلي.
په دې سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو مبارک حدیث شریف راپه زړه شو چې فرمايي:
إذا رأيتم العلماء على أبواب الملوك فبئس العلماء وبئس الملوك، وإذا رأيتم الملوك على أبواب العلماء فنعم العلماء ونعم الملوك.
که چیرته تاسو علماء ولیدل چې د پاچاهانو دروازو ته ولاړ وي نو دا علماء ترټولو بدترین علماء دي او دا پاچاهان ترټولو بدترین پاچاهان دي، او که چیرته مو ولیدل چې پاچاهان د علماوو دروازو ته ولاړ وي نو ترټولو بهترین علماء همدا دي او ترټولو بهترین پاچاهان هم همدا دي.
له الله تعالی نه سوال کوو چې طالبان په همدې مبدا باندې لاپسې ټینګ کړي او دعلماوو په اقتدا او پیروۍ لاپسې کلک پاتې شي او د بهترینو واکمنو په ډله کې حساب شي. آمین
ارسلارحماني
27.08.2010
خوارنشی کریم خان کامران ګله مبارک احادیث په غلط ځای کی مه استعماله علماتنهادینی علماندي دساینس په برخه کي چی کوم علمادي طالبانوشړي و زه وایم داحدیث دیني اوساینسی علماو ته شالمل دی.
بله داچی دامرکه مامخکی لیدلی وه اوس بیاولوسته دحافظ یوسف احمدی سوال کوم چی دملاعبدالغنی برادراخوندپه نیولواعتراف کوی اودپاکستان په ښارکی نیول شوی اودبلی پوشتنی په جواب کی فرمایلی دی چی طالبان په ټول افغانستان تسلط لری اوګاونډی ملک تهتګ ته ضورورت نلری. جناب عادل عادل په تیره تبصره کی دی هم دطالبانودفاع کوي اوس دادواړه ضداونقیض خبری څنګه دفعه کوی؟ داپخپله اعتراف ندی چي ملابراردپه پاکستان کی نیول شوی؟ بیاولي پری منکریږي.
عنوان
tandar
27.08.2010
تا سی دواړه دی خدای ژوندی لر ی ٠
سړی مجبور کیږی چه خوله خلاصه کړی.
هره ٤شنبه او یک شنبه چه شل شل سرویزونه د ښکلو ښځو ډک دکابل دښار څخه دامریکایانو دعیاشی لپاره د بګرام میدان ته ور لیږل کیږی دتحمل وړ به وی او که دطالیبانو له خوا د TV منع کول ؟ او یا دښځو لپاره دشرعیت سره سم درس او تعلیم؟
دیرغلګرو په بی ناموسویو باندی هم لږ رڼا واچوی، نن مو ټول ملت دطالب په نوم بدناموی ٠ همدغه طالبان نران دی چه غټ قدرتونه ې ژړا ته راوستی.
دا چه ګوری هریخواته لوړ لوړ غرونه
...........................................له زمریانو ډک په کی پریمانه سنګرونه
تور پټکی په سر دشهادت جام ې په لاس کی
...........................................په الله اکبر لری ایمان ورسره نشته کفنونه
هم ې ځوانې ،هم ې جذبه او هم ې دشمن شته
....................................باوری واې،راځی ورسره یوشوبیابه کله جهادونه کوو
مننه
كريم كامران
27.08.2010
[quote:511b9716b0="ارسلارحماني"]خوارنشی کریم خان کامران ګله مبارک احادیث په غلط ځای کی مه استعماله علماتنهادینی علماندي دساینس په برخه کي چی کوم علمادي طالبانوشړي و زه وایم داحدیث دیني اوساینسی علماو ته شالمل دی.
بله داچی دامرکه مامخکی لیدلی وه اوس بیاولوسته دحافظ یوسف احمدی سوال کوم چی دملاعبدالغنی برادراخوندپه نیولواعتراف کوی اودپاکستان په ښارکی نیول شوی اودبلی پوشتنی په جواب کی فرمایلی دی چی طالبان په ټول افغانستان تسلط لری اوګاونډی ملک تهتګ ته ضورورت نلری. جناب عادل عادل په تیره تبصره کی دی هم دطالبانودفاع کوي اوس دادواړه ضداونقیض خبری څنګه دفعه کوی؟ داپخپله اعتراف ندی چي ملابراردپه پاکستان کی نیول شوی؟ بیاولي پری منکریږي.[/quote:511b9716b0]
قاري یوسف احمدي ښايي دځینو نورو سیاسي او امنیتي محلوظاتو له مخې له دې خبرې انکار کړی وي، خو دا خو کوم بد کار نه دی ډیر ښه کوي، د افغانانو لپاره شرم او عار دی چې ددوی ځینې جهادي مشران په خپل وطن کې دپلورل شویو بې ضمیره افغانانو له لاسه شپه نه شي تیرولای.
خو په پاکستان کې دطالبانو موجودیت هغه وخت ددې معنی درلوده چې طالبان ددوی په اشاره څرخي، چې کله په پاکستان کې ورته هیڅ ډول خطره متوجه نه وه. آیا د ګوانتانامو دبندیانو سم نیمايي شمیر یې همدې پاکستان په لاس نه دي ورکړي؟ په چایې لاس بر شوی او نه یې دی نیولی؟.
له ارسلارحماني او مینه والو یې پوښتنه کوم چې تاسو په جهاد کې دهجرت په معنی پوهیږئ؟ آیا په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې چې کله خپل وطن مکه مکرمه راتنګه شوه مدینې منورې ته یې هجرت ونه کړ؟
ډیر لیرې مه ځه همدا تیر جهاد ته نظر واچوئ چې ملیونونه هغه افغانان چې په روسانو یې ځمکه سره تبۍ ګرځولې وه ګاونډیو هیوادونو ته یې دمهاجرینو په توګه پنا وړې وه.
که چیرته کوم طالب له هیواده بهر پردي هیواد ته پنا وړي دا نه د اسلام سره په ټکر کې ده او نه دتاریخي واقعیتونو سره په ضد کې.
هرکله چې په پاکستان کې دطالب موجودیت له اسلامي اصولو سره مخالف کار نه وي هیڅ څوک حق نه لري طالب ملامت کړي.
هغه څوک چې طالب ملامته ګڼي د شریعت له مخې دې دخپلې خبرې لپاره ثبوت راوړي.
او که یې نه شي راوړی نو لطفا له بېځایه پروپاګنده دې لاس واخلي.