د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

د ښځو د مساوي حقونو تلسټ


26.08.2010

د ښځې او نارينه حقوق هغه وخت مساوي دي چې هر يو د کور او عيال د پالنې او روزنې په لګښتونو کې مساوي ونډه پريکړي !
په سپېڅلي اسلامي شريعت کې ښځه د ځان کور او عيال له مصارفوڅخه خلاصه ده او هغه ټول د ميړۀ په غاړه دي، نو ځکه د هغه حقوق هم پر ښځه ډير دي !
هغه مهاجرې ښځې چې ژوند په په لوېديځ کې کوي ، خو کار نه کوي او مصارف نه پريکوي ، ولې د لوېديځوالو ښځو په شان
حقوق غواړي او د ميړه له اسلامي حقونو څخه سرغړونه کوي ، بايد دې مسوليت ته هم متوجه شي چې د لويديځ د ښځينه و په څير دې بيا
خپل اقتصادي مسوليت هم د نارينه سره مساوي تر سره کړي !
او که نه د ښځو حقوق دې په دې يو اړخيز تلسټ و ولاړ وي چې :
....................................................... [color=red:a1f1445e11]تورې به لا لا وهي مړۍ دې حمد الله وهي ؟؟؟؟؟؟؟، که څنګه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:a1f1445e11]


عبد السلام
05.09.2010

تر هر څه دمخه درنو خویندو او ورنو ته سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم :
او بیا دښاغلی پتوال صاحب سوالیه ډوله څرګندونو ته .

پتوال صاحب لیکلي :
[quote:4ea7a6e3db]د ښځې او نارينه حقوق هغه وخت مساوي دي چې هر يو د کور او عيال د پالنې او روزنې په لګښتونو کې مساوي ونډه پريکړي![/quote:4ea7a6e3db]
زما په اندد انسانی اساسی حقوقو اصل او بنسټ چې په ډیره غوره توګه دبشری حقوقو په نړیواله اعلامیه کې څرګند شوی ،
چې دپوره پښتو متن لینک یې دا دی :

http://www.ohchr.org/EN/UDHR/Documents/UDHR_Translations/pbu.pdf

سطحی مادی شرایط یې داصولو دجملې څخه ندي ګڼل شوي . دا ځکه چې اساسي حقوق ، اومادی شتمنی ،اویا د مادی شتمنۍ د دخل استعداد او توان ، دټولنې په نورو بیوزلو اوخوارو غړو د عدلی او حقوقی امتیاز او برلاسي عامل نشی ګڼل کیدای . که ګڼل کیدای شوای ، دنړۍ تر ټولو شتمنو کسانو حقوق به دعامو وګړو په پرتله یا خو به زیات وای او یاهم د مختلفه حقونو خاوندان وای ، خو شکر دی چې انسانان په عقلی لحاظ دې سطحې ته رسیدلی چې دعدالت په تله دشتمنۍ او استعداد په ځای دافرادو اعمال تلي .

په درنښت


عبد السلام
05.09.2010

تر هر څه دمخه درنو خویندو او ورنو ته سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم :
او بیا دښاغلی پتوال صاحب سوالیه ډوله څرګندونو ته .
پتوال صاحب لیکلي :
[quote:829535a26f]د ښځې او نارينه حقوق هغه وخت مساوي دي چې هر يو د کور او عيال د پالنې او روزنې په لګښتونو کې مساوي ونډه پريکړي![/quote:829535a26f]
زما په اندد انسانی اساسی حقوقو اصل او بنسټ چې په ډیره غوره توګه دبشری حقوقو په نړیواله اعلامیه کې څرګند شوی ،

چې د پښتوژبې پوره متن یې دا دی :

http://www.ohchr.org/EN/UDHR/Documents/UDHR_Translations/pbu.pdf

سطحی مادی شرایط یې داصولو دجملې څخه ندي ګڼل شوي . دا ځکه چې اساسي حقوق ، اومادی شتمنی ، یو تر بله هیڅ ربط نلري ، اویا د مادی شتمنۍ د دخل استعداد او توان ، دټولنې په نورو بیوزلو اوخوارو غړو د عدلی او حقوقی امتیاز او برلاسي عامل نشی ګڼل کیدای . که ګڼل کیدای شوای ، دنړۍ تر ټولو شتمنو کسانو حقوق به دعامو وګړو په پرتله یا خو به زیات وای او یاهم د مختلفه حقونو خاوندان وای ، خو شکر دی چې انسانان په عقلی لحاظ دې سطحې ته رسیدلی چې دعدالت په تله دشتمنۍ او استعداد په څای دافرادو اعمال تلي .


pattang
05.09.2010

اوازادنظره ! پتوال په حاشيوکې ګډ دی او ته يې په متن کې .
پر داسې حقوقو دې نالت وي چې قيمت يې په سانتي متر وضعه کېږي!


عبد السلام
06.09.2010

[quote:5ca51475f1]اوازادنظره ! [color=darkblue:5ca51475f1]پتوال په حاشيوکې ګډ دی او ته يې په متن کې .[/color:5ca51475f1]
پر داسې حقوقو دې نالت وي چې قيمت يې په سانتي متر وضعه کېږي![/quote:5ca51475f1]
پتنګ خانه ! خدای دې لره ، رښتیاوایی زه هم پرې پوه یم !
مګر نه دې دي اوریدلي چې وايي : کتاب چې په حاشوشي ، او .... چې په کوشتوشي بلا دې په داوړو شي ! (( کوشتې خو به پیژنی)) :wink:

ښه خبر به داوه که چیرته تا هم د [color=blue:5ca51475f1]نالت[/color:5ca51475f1] ضمیر دحقوقو پایمالونکو ته راجع کړی وی نه حقوقو ته .


pattang
08.09.2010

[quote:c8baab11eb="عبد السلام"]
(( کوشتې خو به پیژنی)) :wink:
ښه خبر به داوه که چیرته تا هم د [color=blue:c8baab11eb]نالت[/color:c8baab11eb] ضمیر دحقوقو پایمالونکو ته راجع کړی وی نه حقوقو ته .[/quote:c8baab11eb]
عبدالسلام خانه!
له دپنځلسم سپوږمۍورک يې بيا را پيدا شې !
ستا له نوم سره زما يو ټولګيوال چې عبدالسلام نومېده را په يادشي او سترګو
ته مې نيغ ودرېږي ، که ژوندی وي خدای پاک دې ابادلري اوکه مړوي خدای پاکدې جنتي کړي٠
د هېواد ترخې بوټي مې هم په ياد دي ،کوشتې خو يې لا څکوې !
زمامقصد سوبيکت وو چې اوبيکت په پښو دروي ،خوکله کله ميرزايې رانه
هېره شي ، داسې مالومېږي چې ځوانې ولاړه او زړبو دي راغلې ده٠


pattang
09.09.2010

تکراروه؛ړنګه سوه


اور- بل
11.09.2010

درنو ورونو او ګرانو خويندو، په اصل کې خو زه هم د ښاغلي پتوال سره موافقه نه لرم ، خو يو شی بايد روښانه وي چې د پتوال موخه شايد دنوموړو حقونو د نه مسا وات تلسټ وي، نه د نارينه او ښځينه و د حقوقو د مساوات تلسټ !

ځکه عملا خو د ښڅو او نارينه و د حقونو مساوات هېڅ چيرې هم نشته ، څو تلسټ يې هم ولټول شي . څه چې شته هغه ټول نۀ مساوات دی ،
او ددې غيرمساوات تلسټ پتوال په نامساوي اقتصاد او نابرابر مولديت کې ويني !
که د پتوال اندنه داسې وي ،لکه چې همدغسې ښکاري ، نو پتوال دالته د نر او ښحې مساوات او نه مساوات دواړه په يو عيني تاريخي
عامل پورې تړي او هېخ له دې نه بحث نه کوي چې د دده، زما او ستا ، بل اوبل غوښتنه، آرزو ، ميل او خواهش د ښځو او نارينه د حقوقو په اړه څه دی
يا څنګه بآيد دغه حقوق بيان، جمله بندي، او په قوانينو کې خوندي شي ؟
د پتوال هدف دادی چې قوانين به له دغو عيني امکاناتو څخه ښه هم موجود وي او بد هم ، نو اوس د ذهني غبرګونونو له پاره دوه امکانات پاتې کيږي :
١- که څوک غواړي چې د نوموړو عيني امکاناتو څخه چې پتوال يې معيار په ګوته کړی لوړ يا برابر حقوق دې ښځينه و ته ورکړل شي ، نو د پتوال په په ليکنه کې خو زه داسې کوم ټکی نه وينم چې ذګواکې پتوال دې ورسره مخالف وي ، بلکې برعکس دپتوال معيار دا په ګوته کوي چې که په رښتيا څوک د ښځو د حقوقو پلي کول غواړي نو به تشو غوښتنو هېڅم نه کيږي، ښه داده چې د ښځينه و مولديت په ټوله کې لوړ کړای شي :
ددې معنی داده چې ټولې نجونې او ښځې بايد ښونځيو ته لاړې شي او له نارينه و څخه دې ددوی د کوالېفيکشن سطحه ټيټه پاتې نشي !
ددې له پاره بايد نورې بشبړونکې مرستې له ښځينه و سره وشي تر څو وکولای شي
د نارينه و د فيصدۍ سره په مساوي فيصدوی دوی هم ښونځيو او نورو تعليمي موسسو څخه ګټه پورته کړي !

٢ - هغه کسان چې وايي تر څو چې ښځې مولديت په ټولنه کې له نارينه سره برابر شوی نه وي تر خپل مولديت لوړ حقوق غوښتل پر نارينه و
ظلم يا د هغه د مولديت تلف کېدل دي يعنې د پتوال خبره تورې به لا لا وهي مړۍ به امدلا وهي . نو دا کار رښتيا هم اول کېدای نشي، که وشي استثنا يي به وي ، په محدود مکان او محدود زمان له پاره به وشي ، خو تعميم او دوام به ونه کړي !

خو زه له پتوال څخه دومره هيله کوم چې يو ځو تاريخي مثالونه هم ددغه مساوات يا نه مساوات له پاره هم راوړي ، څو هدف ښه روښانه شي ! په درنښت !


عبد السلام
12.09.2010

دټول افغان دبحثونو درنې اونازولې خور غوټۍ وربل! السلام علیکم....:
دپتوال اوپتنګ تر څنګه مو په دې پاڼه کې زیار ته دقدر په لوړه اودرنه سترګه ګورم خدادي دخیر په لار ه کې نور توفیق هم در په برخه کړي .

زماپه نشت حساب نظر ، صاف اوپوست کنده، دانسانی وګړو حقوق یو تر بله په هیڅ ډول سره توپیر ، لږ او ډیر نلري ، ددوي ترمنځه فزیکی ، عقلی اومعنوی ځواک نعمت دی نه تر خیص . دځواک سره د مسؤلیت د پیټې درنوالی لاهم زیاتیږي . اوهمداراز په سالمه ټولنه کې دیوه فزیکی اویاعقلی بې وزلي وګړي حقوقو دمعیوبیت دعذر له امله په بې عذره اوسلیمه غړو لا نور هم زیات وي نه کم ، دا په عامه توګه .
او په خاصه بیا ،دټولنې دسمو نیمو روغو اورمټو وګړو د بنسټیزو حقوقو پایمال یواځې اويواځې په دې علت چې زه او ته( غوټۍ ) یې په نس کړي ،زېږولي ، رودلي او روزلي یو دفزیکی غښتلتیا برعکس یې ضعف او نیم ګړتیا ګڼو ، دا نوزمونږ وچ جهالت دی نه ددوي حقوقی نیمګړتیا .

نور بیا

په درنښت



12.09.2010

له سلام او درناوي وروسته : بالکل محترمي خور غوټۍ وربل !
همدغسې ده چې تاسو روښانه کړې ده، په دواړو صورتونو کې د ښځو د حقونو برابري لازموي چې د ښځو د مولديت د لوړولو له پاره دمساوي تعليماتو او کوالېفېکشنو تامينونکي تدابير ونيول شي د او په هېڅ يوه پلمه سره ښځې او نجونې له دې حقونو څخه بې برخې نشي !
بنسټيز او مهم سوال دادی چې آيا طالبان مني چې د ښځو تعليمات او مولده ځواکونه دې د نارينه و سره سمه او برابره وده وکړي ؟
دا اساسي پوښتنه ده ، که طالبان ورته هو وايي نو دا بيا دويمه خبره ده چې د اسلامي چوکاټ په داخل کې دې ددوی تعليمات
او مسلکي روزنې تر سره شي . دا بالکل کېدای شي چې ښځې عالي تعليمات او عالي تحصيلات د اسلامي حجاب په ساتلو سره تعقيب کړي .
په اداري، طبي ، روزنيزو او ښونيزو موسسو ،د ترانسپورت او مخابراتو ، مطبوعاتو . کلتو وزارتونو او نورو اجتماعي مرکزونو
او د ښځو د چارو به وزارت کې کار وکړي او په خپلو اسلامي دندو او وجايبو هم کلکې پابندې اوسي !
په تاريخي لحاذ د کار مولديت هغه ځواک و چې ښځې يې نږدي ٢٠ -٣٠ [color=red:4b174de078]زره کاله [/color:4b174de078]د ټولنې سالارې کړې وې او ښځسالاري يا مادرسالاري يې کوله !
هو، شل زره کله هسې په خولې ياديږي ، خو د بشري تاريخ تر ټولو اوږده او غځېدلې دوره زن سالاري او مادر سلاري وه ،
نۀ مرد سالاري او پدر سالاري ! داځکه چې د نارينه و د کار او توليد کچه او مولديت د صفر په شاو خوا ټالۍ (دورې ) وهلې !
له دغو ٢٠ زرو کالو وروسته چې کله د نارينه و د کار مولديت شروع شو، نو تر هرڅه دمخه يې ښځې د استثمار او استعمار لاندې ونيولې!
آن هاغه وخت چې استثمار او استعمار لا په اصلي معنی نه و راپيل شوی ، ښځينه سالاري ختمه او د ښځو ښکېلاک او استعمار پيل شو ، کوم چې تر نن ورځې پورې هم د مولديت د نه مساوات په تلسټ دوام لري !


هیښ
15.09.2010

سلامونه
کله چې دښځو دحقوقو خبرې کوو ،نو مراد دهغوئ ټولنیز،سیاسي ، فرهنګي او انساني اساسي حقونه دي. دا حقونه په مادیاتو ،تخصص،منصب ،مجردتوب ،
متاهل توب او تولیدي مشغولتیا او عایداتو پورې هیڅ اړه نه لري.

اساساًماته د ښځو دحقوقوترنامه لاندې نارې وهل یوه تبعیضي موضوع ښکاري او دا مانا ورکوي چې ښځې دانسانیت دچوکاټ څخه بهر یوبل مخلوق دئ چې باید ورته نارینه دهغوئ دحقوقودپاره قوانین او معیارونه جوړ کړي،ترڅو ددې قوانینو په لمن کې ئې حقوق تعریف او تسجیل شي.
حال داچې ښځه هم دنارینه په شان الله تعالی انسان پیدا کړې او دانسانیت په برخه کې دنارینه سره هیڅ توپیر نه لري ،نو حقونه ئې ولې جدا تر بحث لاندې راوستل شي.
کله چې دښځو انساني مقام او کرامت په رسمیت وپیژندل شي اوټولنه او افرادئې ورته متعهد او قائيل شي ،نوره خبره تمامه ده او ښځې دنارینه وو په شان دخپلو انساني حقونو څخه برخورداره شوي ،ظلم ،تمایز او تبعیض له منځه ولاړ او ټولنیز عدالت برقراره شو.

دا درسته ده چې يوه ټولنه دخپلې رفاه او ترقۍ دپاره دخپلو افرادو(نارینه او ښځینه ) کار او فعالیت ته ضرورت لري او هرڅومره چې دیوې ټولنې افراد خپل استعدادونه او انرژي په دې لاره کې ترګټې لاندې ونیسي په همغه اندازه ئې شخصي او ټولنیز ژوند دارامۍ او اسودګۍ په لوري حرکت کوي .خو ډیره لویه تیروتنه دکار او شغل دمولدیت په برخه کې دا ده ،چې ځنې یوازې هغه شغل ته ارزښت ورکوي او مولد ئې بولي چې مزد او اجره ترې په لاس راوړي که تولیدي کاروي او یا خدماتي، مګرهغه کارونه او شغلونه چې ارزښت ئې په کراتو ډیر دئ او دکورنۍ او ټولنې په نظم او ثبات کې پریکنده رول لري دمادي معاش دنه لاسته راوستلواو دمادي تولید او حاصل دنه منځ ته راوړلو له کبله له پامه غورځوي .لکه دښځو کار د کور او کورنۍ په ماحول کې ،داولادونو روزنه ،پالنه او ساتنه ،دکور دامورو مدیریت او نظارت او داسې نور چې ښځې ئې بې بیې او بې حسابه ترسره کوي او دنارینه دوه چنده وخت ئې هم پرې لګیږي.همدا ښځې دي چې دکورنۍ او ټولنې دا دروندمکلفیت او مسؤلیت ئې په احسنه توګه بې له مادي متاع څخه اجرا کړئ دئ .خو نارینه وو دځان غوښتنې اوجاهلانه غرور له امله چې دټولنې په امورو اواداره مسلط دی دا مهمه او مقدسه دنده یعنی دښځو کار او مصروفیت په کورکې داهمیت اومؤثریت له نظره له بده مرغه نه درک کړئ او نه ئې اقرار ورباندې کړئ دئ، بلکه د پاداش او تحسین په ځائ ئې ورته دحقارت په سترګه کتلي دي .بناءً دنارینه وو کار او دنفقې لاسته راوړنه په هیڅ صورت دهغه دبادارئ او دښځو دغلامئ دستور نه شي توجیه کولائ،بلکه دکورنۍ دننه اوباندې مصروفیتونه دهغو مسؤلیتونو اومکلفیتونو سرته رسول دي چې دکورنۍ دبقا او دټولنې دثبات دپاره حیاتي ارزښت لري نه نر او ښځې ته دامتیاز دورکولو له پاره.

له دې کبله زما په نظر په ټولنه کې داساسي حقوقو بنیاد په انسان او دهغه په کرامت ولاړدئ،نه دهغه په جنسیت ،مولدیت او مشغولیت باندې.که ښځې دانساني مقام څخه برخورداره شي او په رنګارنګ بانو ئې ددې حق مخه ونه نیول شي ،دمولدیت او مشغولیت مسئله په بلفعل ډول حل کیږي .نورحقونه او مسؤلیتونه به دمذاکراتواومفاهماتو له لارې تعریفیږي او تاءمینږي او دګډو تصمیمونو په نیولو سره به د ټولو هغه خڼډونو،ننګونو او پرابلمونودپاره چې دوخت اوزمان دتغیر له لحاظه ټولنه ورسره مخامخ کیږي معقولې اومناسبې دحل لارې پیدا کړي.

لاکن دايوارمان دئ او ددې ارمان دپوره کیدو دپاره هر اړخیزې او دوامداره مبارزې ته ضرورت دئ او داډیر وخت غواړي ترڅو زموږ دنرانو په سرونو کې دخپلومیندو، خویندو،لوړنواو میرمنوپه هکله هغه وروست او خوسا ذهنیت چې ښځو ته ددوهم کلاس موجود په سترګه ګوري او دیوه مریه په توګه ورسره رویه کوي او یا ئې دشیطاني هوسونو دپوره کیدو وسیله او اوبیکت بولي له منځه ولاړشي او د افغاني ښځو اوسنئ فلاکت باره او غیرانساني حالت چې دانسانیت په لمن تورداغ دئ ختم شي او خپل وړځائ ئې په کورنۍ او ټولنه کې تثبیت شي.

مننه



15.09.2010

سلامونه !
د بحث ځينې ګډونوال له يوې خوا په ډيره ښه توګه د ښځو حقونه په هر اړخيزه توګه تثبيت او تائيدوي
[quote:f87e798b82="هیښ"]کله چې دښځو دحقوقو خبرې کوو ،نو مراد دهغوئ ټولنیز،سیاسي ، فرهنګي او انساني اساسي حقونه دي. [/quote:f87e798b82]
خو له بلې خوا دښځو کار ، دنده او حقوق په کورني کار او حقونو محدودوي :
[quote:f87e798b82]دښځو کار د کور او کورنۍ په ماحول کې ،داولادونو روزنه ،پالنه او ساتنه ،دکور دامورو مدیریت او نظارت او داسې نور چې ښځې ئې بې بیې او بې حسابه ترسره کوي او دنارینه دوه چنده وخت ئې هم پرې لګیږي.همدا ښځې دي چې دکورنۍ او ټولنې دا دروندمکلفیت او مسؤلیت ئې په احسنه توګه بې له مادي متاع څخه اجرا کړئ دئ[/quote:f87e798b82]
نو دا پوښتنه را پورته کيږي چې د کور د څلورو ديوالو ترمنځ د ښځو له سياسي :lol: او فرهنګي ... :lol: حقونو څخه مطلب څه دی او دوی ته بايد د کور د څلورو ديوالونو ترمنځ کوم سياسي او فرهنګي فعاليتونه او حقونه وسپارل شي ؟؟؟؟؟
خو هيښ صيب بې له دې چې ښځو ته په کور دننه کوم سياسي او فرهنګي رول ، دنده يا سياسي او فرهنګي حقونه ورکړي ، ټوله خبره په
يوه ګوزار ختمه بولي که چيرې صرف په ذهني توګه د ښحې انساني کرامت ومنل شي :
[quote:f87e798b82]کله چې دښځو انساني مقام او کرامت په رسمیت وپیژندل شي اوټولنه او افرادئې ورته متعهد او قائيل شي ،نوره خبره تمامه ده او ښځې دنارینه وو په شان دخپلو انساني حقونو څخه برخورداره شوي ،ظلم ،تمایز او تبعیض له منځه ولاړ او ټولنیز عدالت برقراره شو.[/quote:f87e798b82]
نو پړه په نارينه و پرته ده چې
[quote:f87e798b82]...هغه کارونه او شغلونه چې ارزښت ئې په کراتو ډیر دئ او دکورنۍ او ټولنې په نظم او ثبات کې پریکنده رول لري دمادي معاش دنه لاسته راوستلواو دمادي تولید او حاصل دنه منځ ته راوړلو له کبله له پامه غورځوي[/quote:f87e798b82] .
که داسې وي نو بيا بايد ومنو چې نارينه بايد د ښځو د کار ارزښت ته، چې د هيښ په خپل اند د نارينه د کار تر ارزښت [color=yellow:f87e798b82](( په کراتو ډیر دئ او دکورنۍ او ټولنې په نظم او ثبات کې پریکنده رول لري)) [/color:f87e798b82]نو دا
هم بايد ومني چې دنارينه معاش يواځې د هغه د خپل کار حاصل نه ، بلکې ددواړو د کار معاش دی، ځکه چې د کورله ښځينه کارونو پرته نارينه هېڅکله نشي کولی د معاش کار ته وخت او فرست تر لاسه کړي . نو دغه ګډ معاش بايد د کار له تناسب سره سم ددواړو ترمنځ وويشل شي . د ويښ د فارمول له مخې د ښځې حق د نارينه په معاش کې تر سړي زيات دی او بايد مياشت په مياشت يې وروسپاري ! دا هماغه نتيجه ده چې په لوېديځ کې ترې د ښځو د کار په برخه کې ګټه اخيستل کيږي ، ځکه
په دې صورت کې به هم دواړه د کور د لګښت او ماشومانو د پالنې او روزنې له پاره مساوي مصارف ورکوي ، کوم کار چې په لوېديځ کې له نارينه و سره د ښځو دحقونو د مساوات سبب ګرځېدلی دی!

خوکه سړی په شفاهي توګه د ښځو کورنی کار تر نارينه کار لوړ ارزوي، خو له مادي مجرا له ورکولو يې سترګې پټوي، نو دا له يوې پلمې زيات ارزښت
او پايښت نلري او کوم عملي او منطقي دليل ورته نشو ويلی ! په تش احترام سره
د ښځو نه مادي او نه معنوي ( فرهنګي سياسي او اجتماعي) حقوق تآمينېدای شي، خو د مادي حقوقو په تامينولو سره معنوي حقوق په اتوماتيک ډول خوندي کيږي ځينې د مادي حقونو د مقدماتو په توګه او ځينې د مادي حقونو د پايلو او حاصلاتو په توګه ! په درنښت !


yuanyiw
04.11.2010

Choosing a bridesmaid is an important thing.Unless you can afford to have everyone one you know, or you only have one friend, this decision can be one of the hradest to make.
[url=http://www.weddingdressale.org/faq.html]prom dresses[/url]
If you’prom dresses ve been to University you probably have a huge crowd of friends and choosing one that is going to be your right hand lady for the day, without upsetting everyone else is hard.
[url=http://www.weddingdressesite.com/faq.html]wedding dresses[/url]
I’wedding dresses d been bridemais 5 times by the time it was my turn to get married and the normal thing to do would have been to return the favour, but I didn;t really want that many.
[url=http://www.uweddinggowns.com]wedding gowns[/url]
So,wedding gowns I stuck to my guns - chose the friend that I’d known the longest and had more or less grown up with and then had little ones.
[url=http://www.uweddingdress.com]wedding dresses[/url]
I asked those that felt they’wedding dresses d been left out to be involved in other ways…one helped me to organise my Hen party as my bridesmaid lived away and didn’t really know any of my local friends.
Another did a reading in the church ceremony for me and others just made sure I had a cracking day!


عنوان

tandar
05.11.2010

وروڼو په ډیره مهمه او خوږه موضوع باندی لیکنی کوی ،که چیرته ښځه دنر حق او نر دښځی حق وپیژنی یعنی ورته په قدر وګوری هغه ټولنه به ډیره خوشبخه وی٠
ماتر امکانه پوری دهر یو لیکنه ولوستله مګر داخرینی لیکنی می په سترګو تیاره کړه ځکه چه په دی ژبه مکمل نه پوهیږم چه ده به څه لیکلی وی٠
که تاسو په دی هکله بدون له اوږدو تبصیرو اومثالو، ماده وار دهر یوه حقوق ولیکی ،ډیره به ښه وی ٠
دغربی جامعی دښځی اونر حقوق د شرقی جامعی دښځی او نر دحقوقو سره فرق شته او ولی؟
عوامل ې څه شی دی؟
ددواړو متقابل احترام دبشریت او انسانیت په چوکاټ کی ولو که په هر مذهب هم وی یو له مهمو شرطو څخه دی او دیوی ټولنی په یومیه ،صلح امیز ژوند کی ډیرغټ رول لوبوی٠
په یومیه ژوند کی خپل مسئولیت پیژدنه ،حقوق پیژندنه خپل مینځ ته راوړی٠
او بل دانش او پوه ددی حقونو یواځینی کیلی ده ،چه دی یوی سالمی ټولنی ور پری خلاصیږی ٠په غیر له پوهی او دانش نه دیو او بل حق پیژندنه ډیره سخته ده٠
مننه٠


Re: عنوان

tandar
05.11.2010

[quote:5d658d5f67="tandar"]وروڼو په ډیره مهمه او خوږه موضوع باندی لیکنی کوی ،که چیرته ښځه دنر حق او نر دښځی حق وپیژنی یعنی ورته په قدر وګوری هغه ټولنه به ډیره خوشبخه وی٠
ماتر امکانه پوری دهر یو لیکنه ولوستله مګر داخرینی لیکنی می په سترګو تیاره کړه ځکه چه په دی ژبه مکمل نه پوهیږم چه ده به څه لیکلی وی٠
که تاسو په دی هکله بدون له اوږدو تبصیرو اومثالو، ماده وار دهر یوه حقوق ولیکی ،ډیره به ښه وی ٠
دغربی جامعی دښځی اونر حقوق د شرقی جامعی دښځی او نر دحقوقو سره فرق شته او ولی؟
عوامل ې څه شی دی؟
ددواړو متقابل احترام دبشریت او انسانیت په چوکاټ کی ولو که په هر مذهب هم وی یو له مهمو شرطو څخه دی او دیوی ټولنی په یومیه ،صلح امیز ژوند کی ډیرغټ رول لوبوی٠
په یومیه ژوند کی خپل مسئولیت پیژدنه ،حق پیژندنه خپله مینځ ته راوړی٠
او بل دانش او پوهه ددی حقونو یواځینی کیلی ده ،چه د یوی سالمی ټولنی ور پری خلاصیږی ٠په غیر له پوهی او دانش نه دیو او بل حق پیژندنه ډیره سخته ده٠
مننه٠[/quote:5d658d5f67]


پښتون.
05.11.2010

[quote:c6cc8a33b3="yuanyiw"]Choosing a bridesmaid is an important thing.Unless you can afford to have everyone one you know,
[/quote:c6cc8a33b3]
دا ګډی وډی ما نور و ځایونو کی هم ولیدل .دی خپل اعلان تیر کړی.


عنوان

tandar
05.11.2010

پوښتونه ما فکر کولو چه یواځی زه ددغی ژبی سواد نه لرم مګر ته لکه چه له مانه زیات بی سواده ې،کوښښ وکړه چه زده ې کړی څه به پردیو ترجمانانو پسی ګرځیږو٠
خپله لاسه ګله لاسه٠
دتا دنر او دښځی دحقونو په هکله څه نظر دی؟
مننه٠


سلامونه ،ښه چاری

پښتون.
05.11.2010

[quote:c1e1d1a76e="tandar"]پوښتونه ما فکر کولو چه یواځی زه ددغی ژبی سواد نه لرم مګر ته لکه چه له مانه زیات بی سواده ې،کوښښ وکړه چه زده ې کړی څه به پردیو ترجمانانو پسی ګرځیږو٠
خپله لاسه ګله لاسه٠
دتا دنر او دښځی دحقونو په هکله څه نظر دی؟
مننه٠[/quote:c1e1d1a76e]
تندر صیب دا څه وایی، بیسواده !نو هغه وخت چی زه مکتب ته تلمه درسونه په انګریزی نه ووانګریزی یواځی یو مضمون وو.او اوس به نو حتمی دا نوری ژبی مضمون شوی یی او انګریزی به رسمی ژبه شوی وی.
ما هغه پورتنی په انګریزۍ لیکنه پدی خاطر ټوله د اقتباس چوکاټ ته رانوسته چی هسی ځای نیسی.او نور هیڅ هم پکښی نشته د کالو ریکلام یی ورکړی دی.
د ښځو د حقوقو په باره کی باید زه ووایم چی هغه ټول څه چی د اسلام په مبارک دین کی ښځو د حقوقو او د هغوی د درناوی په هکله راغلی او ذکر شوی دی زه یی درناوی کوم .او نور هر انسان ته الله پاک عقل او شعور ورکړی او ښځه ورته لکه مور خور لور او میرمن پیژندل شوی ده.
دلته تاسی او نورو دوستانو ډیر ښه مثالونه راوړی او ښه بحث مو پری کړی دی .
لکه یو ورور چی لیکلی دی د ا هم یو تعصب دی چی مونږه وایو د ښځو حقوق او د سړی حقوق.


عنوان

tandar
05.11.2010

پوښتونه زه ښه پوهیدمه چه ته دا عکس العمل ښکاره کوی مګر زه له تا مشر یمه او بعضی ځاېو کی دحوصیلی نه کار اخله،ما هم ددی ځخه یو مضمون لرلو او په کارته ٤ کی می دالجا په نوم یو کورس هم نیولی و مګر ماغزه مو دبوسو غوندی وه مکمله مو زده نکړه٠
او بله داخبره ده چه زه او ته نور پروګرامونه زیات حمایه کوولکه ټوکی٠ نو دلته لږ دسیاست نه کار اخیستل په کار دی ،چه دنورو لیکوالو زړه ته وغورځیږی چه مونږه دسیاسی ،اجتماعی او فرهنګی بحثونو دتبصیری ظرفیت هم لرو،مګر تا اوس ترینه قرت وایستل ،په اینده کی لنډه منډه مه کوه ،شاید ما خپله درته دغه ټکی یاد کړی و٠
هغه زما یو سیاسی فالیسی ته دی پلته ووهله ،څه دی ورته پری نه ښوده٠
اصلی په تا انتقاد،تعرض نه و بلکه زه او ته دواړه ددغی سرماې نه محروم یو ٠
که می بی ځایه انتقاد ،یاتیری کړی او سهوی او قصدی وی نو اوس به می درنه معذرت غوښتی وی٠
تربیا


پښتون.
05.11.2010

تندر صیب ما خو دا په پراخه حوصله لیکلی او هیڅ کومه بی حوصله ګی می پکښی نده کړی، واقعیت می لیکلی دی.سیاست خو نن سبا تاسی ته ښه معلوم دی .
د یو روسی سیاستمدار نه چی د یو تلویزون سره یی مرکه لرله ،نطاق تری پوښتنه وکړه چی تاسو خو پخوا د سیاست سره هیڅ اړیکه ندرلوده دا څنګه یو وار د سیاست منځ ته راننوتی؟هغه ځواب ورکړ چی پخوا ما فکر کاوه چی دا سیاستمداران ډیر پوه ،هوښیار،صادقه او ډیر بانزاکته خلک دی . خو یو وار په یوه میلمستیا کی د یو څو سیاستمدارانو سره چی د ډیر پخوا نه یی د سیاست سره سروکار دی برابر شوم او د هغوی سره د یو څو خبرو اترو نه راته دا په ډاګه شوه چی دا خو زما غوندی عادی خلک دی یا په بله عباره هسی شوده ګان دی چی ټول عمر په دروغو او د خلکو په غولولو او د ځان په ستایلو تیروی.نو ما هم همداسی وکړل تصمیم می ونیو چی سیاست ته مخه کړم.

او ما هم پخوا همداسی فکر کاوه لکه دا روسی سیاستمدار.یو او د بل مقوله رانقلول او په منځ کی یی یو څه اضافه کول دا سیاست دی.
زمونږه په لیکنو کی که سیاست نشته نو معنایی داده چی خلک نه غواړو خفه کړو بلکه د ټولو خوشحالی غواړو.
او انشاالله که می ورته هوډ وکړ بیا به دلته زما او له تانه بغیر څوک د سیاست ډګر ته مخه هم نکړی.
ځکه چی مونږه خپلی لیکنی مخامخ یعنی لایف کوو ،دوه دری ورځی تیرول پری نکوو .
ستاسی نیوکه په ځای ده. بیغیر د لنډی منډی او د قوروتو نه.خو زه یی منم.
په راتلونکی کی د شف په ځای سم شفتاالو راته وایه.چی ورور دی لا تر اوسه سیاست ته ندی داخل شوی.
تر بیا پوری مو په خدای سپارم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more