د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د طالبانو د پاڅون غندنه د پښتنو دوښمنان کوي .

pattang
26.08.2010

پښتنو ځپل يوه ستره دسيسه ده

جالندري

26.08.2010 08:10

د سيد طيب جواد آغا د کړو وړو په اړه

شاوخوا ۲۷۰ کاله ځپل شوی پښتون اوس له نړۍ او سيمې سره دجګړې په ډګر کې دی. یوازې طالبان یا دروستار تره کی صاحب په وینا وسلوال مقاومت نه دی چې په سنګر کې جنګیږي ، بلکې ټول پښتون ولس که په مرکز کې دی، که په ولایت کې دی او که په کلي کې دنړیوالو اوسیمه ییزې دسیسې ښکار دی . په دې کې شک نشته چې پښتون همیشه دپښتون په زور وهل کیږي خو نن ورځ نړۍ هم دیوې بې رحمه وږې لیوګۍ په توګه دپښتون له زخمي هډنوچاپېره ده او دافغانستان هغه اداره هم دپښتون وژنې په کار کې ترټولو دمخه ده چې بدبختانه دپښتنوپه مشرۍ پرمخ ځي.

پښتنو دوستانو خبردار! امریکا اوس له ایران سره په شریکه دپښتنودوژلو بې پته کولو او بربادۍ لپاره بډې را وهلي . دسیدطیب جواد ایرانپالي جاسوس خبره به وروسته کړم لومړی به څو نور موارد په ګوته کړم چې نن ورځ دپښتنو دوژنې او دغیر پښتنو دعام وتام تقویت او اقتدار لپاره دامریکا ، نړۍ اوسیمې له خوا ترسره کیږي .

۱- دعالي تحصیلاتو وزارت ایران ته سپارل( ولسي جرګې درې ایران پلوي وزیران رد کړل مګر دکرزي دولت په بدمعاشۍ باندې یو ایران پلوی هزاره وزیر سرور دانش چې اوس هم په ایران کې اوسیږي په زور په دغه چوکۍ میخ کړی دی . ) دهزاره توکم لپاره دیوه ځانګړي امریکایي پوهنتون جوړول او دهیواد په نورو پوهنتونونو کې دهزاره ګانو او تاجکانو بې له کانکورازموینې ورکولو داخلول او په مقابل کې یې دپښتنو مخه ډب کول. په ډیر قاطع ډول په بهرنیو سکالرشیپونو او برسونو کې دپښتنوځوانانونه شاملول.

۲- په غیر پښتنو سیمو کې هر اړخیز انکشاف اوپه پښتنو سیمو کې دبمونو ورول او جګړه پرمخ وړل .

۳- دکرزي ټوله اداره ایران ته سپارل او په دولت کې ۹۱ ٪ چوکۍ غیر پښتنو ته ورکول.

۴- دناملي اردو په لیکو کې د ۹۷ ٪ غیر پښتنو مقرري او دپښتنو سپکاوي.

۵- د کورنیو چارو له وزارت څخه دپښتنو د شړلو پروسه پیلول او په ښار کې د پښتنو شدیده زورونه او بندي کول .

۶- دافغانستان ټول زندانونه له پښتنو ځوانانوڅخه ډکول او په یوه اوبل نوم یې پټ اعدامول .
۷- په لومړي قدم کې له شمال څخه دپښتنو شړل او په دویم ګام کې مرکزي افغانستان د پښتنو له وجود څخه پاکول .

۸ – په ارګ کې د داسې ضعیفو او لالچي پښتنولکه هیواد مل ، داودزي ، یون ،زاخیلوال ، فاروق وردګ ، غلام جیلاني پوپل ،رحیم وردګ اونورو کینول چې دیوې نمرې ځمکې په خاطرآن له هر څه څخه هم تیریدی شي .

۹- په کابل کې دسلګونوراډیوګانو ۴۲ پښتون ضد ټلویزیونونواو زرګونو عنوانو جریدو ، اخبارونو،مجلو او چاپی رسنیو او تحصیلي موسساتو تمویل چې امریکا او ایران یې په ګډه په خدمت کې دي .

۱۰ – دشیعه پراختیا لپاره د شیخ اصف محسیني لپاره د ۲۲ میلیونو ډالرو په لګښت دیوې( شیعه خانې ) جوړول چې ټولې یادې شوې پیسې دامریکا استخباراتو ورکړي دي او دخوشحال بابا دلیسې ځمکه یې دپښتنو پرضد دغې شیعه خانې ته په اختیار کې ورکړې ده .

۱۱- دپښتنو پرضد ډول ډول نورې دسیسې چې دټولویادونه یې ډیراوږد وخت او ډیرزیارته اړتیا لري .

امریکا دعربو پرضد دایران دپراختیا لپاره له یوې خوا په عراق کې دصدام رژیم په ګونډو کړ اوپه افغانستان کې یې طالبان را نسکور کړل، اوپه افغانستان کې دغیر پښتنو دانکشاف په صورت کې غواړي افغانستان په راتلونکو دوو لسیزو کې ایران ته وسپاري .

اوس راځم دسید طیب آغا صاحب کارنامو ته ، دده پښتون ضد کارنامې هم تر ویښتو ډیرې دي خو څو خبرې مې چې دده تر سترې رسوایې دادي :

دملي امنیت یو متقاعد افسر خبره کوله : (( ۲۰۰۴ کال و سیدطیب دکرزي ددفتر رییس و د لویې جرګې په خیمه کې یونندارتون جوړ شوی و زه دامنیت مسوول ټاکل شوی وم . سید طیب اغا حکم صادرکړ چې ایرانیانو ته په کې مفتې غرفې ورکړی. دنندارتون مسوول ورته وویل چې صاحبه بیا به نو دشرکت پیسې څوک ورکوي ، سید طیب ځواب ورکړ . دا لغمانیان او پښتانه دڅه لپاره دي په دوی باندې دغرفو ټیکس درې برابره کړی ، مګر ایراني دوستان خفه نه کړی. کله چې دجلال اباد دوه شرکتونه خبرشول نو شور یې جوړ . سید طیب حکم وکړ چې دا خره پښتانه دي دوی بې نظمي جوړوي له کارنر څخه یې بهر اوباسی . ))

یوه پښتنه محصله جهموري ریاست ته د چا په واسطه تللې وه چې د لوړو زده کړو هزراه وزیر (حسنیار) ورته قصدا برس نه ورکوي او ګوندې له کرزي نه به ځانګړی حکم واخلي ، کله چې ارګ ته ورغله نو سید طیب ورته وویل : [color=brown:6252765ef4](( تاسې پښتانه رښتیا هم ټول د پاکستان جاسوسان یاست . ته څو کلنه یې چې په پوهنتون کې درس وایې . انجلۍ په شرمناکه لهجه وویل صاحب زما عمر ۲۵ کاله دی . سید صاحب ورته په ډیره بې شرمۍ وویل ته تشناب ته ننوځه چې زه دې ووینم چې څو کلنه یې درواغجنې ، ورکه شه د رییس صاحب وخت مه ضایع کوه . تاسې خرو پښتنو پخواهم په لیاقت برسونه نه دي اخیستي ارګ مو په قواله و او د نورو ملیتونو حق مو خوړلی دی. ))[/color:6252765ef4]دې ته ورته نورې ډیرې ناخوالې مې واوریدې چې دسید طیب صاحب په پښتون دښمنۍ دلالت کوي خو دټولو دبیان ځای دا نه دی . خدای (ج) به وخت راوړي .


افسوس کوم

tandar
26.08.2010

پتنګ صیب بریالی اوسی٠


دیوه ازاد هیواد په مید٠



27.08.2010

پتنګ خانه خبرې دې ټولې ښې دي او ددې فاسد ، ضد ملي او ضدداسلامي ګوډاګي رژيم او اشغالګرو بادارانو پر ضد يې جهاد فرض دی ،
خوپه يو شرط چې له يو دوښمن څخه بل (پنجابي) دوښمن ته پناه وېنئسو :
نو يواځينۍ لاره داده چې طالبان هم دغه ملي شرط ومني
او تطبيق يې کړي نو هله بيا ټول پښتانه بايد د ملي انقلاب او اسلامي جهاد ليکو ته ورودانګي ، نه داچې د سيند او ... تر منځ ... خوښوي او
د سيند پر ضد خدای مکړه د پنجابي په سوټي سپور جهاد کوي (!! )


pattang
27.08.2010

انډيواله تور پنجاپی به دماتحت په په توګه به په زاريو خبره راباندې مني نه په زور ٠
په دې اوسني رژيم کې له پښتانه څخه څوک پوښتنه نکوي او زه د پښتون تبايې
پکښې وينم ٠
تورپنجاپی مې له هيوادڅخه نشي شړلی ،نن اوزبک او تاجک پښتانه له شماله
شړي٠ دتور پنجاپي په حکومت کې پښتون هره دولتي چوکۍ لرله او لري يې خو په
افغانستان کې چې ملي افتخارات يې په پښتون پورې تړلي دي پښتون دانسان
رول نلري او ديوه ګاډۍ وان حيثيت لري !
دا خو اسانه خبره ده :
نن دبرو پښتنو مقايسه چې د شورای نظار په مستعمره کې ژوند کوي
دکوزو پښتنو د ژوند او حقوقو سره چې په پاکستان کې ژوند کوي ډېر فرق لري .
په کوزه خوا ، دپاکستان په دولت او سياسي نقشه کې پښتانه اقليت دي او هم
داقليت رول ورکړل شوی ، خو بر خلاف د افغانستان په خاوره کې چې پښتانه
اکسريت دي يومستعمره ډوله حق د اقليت په ګڼه ورکړل شوی او سربېره پردې
هر چېرته په بده سترګه ورته کتل کېږي٠
کرزی او Co٠ بد فعله اجنټان او خرڅ شوي خلک دي٠
ژوندي او بر يالي دې وي طالبان ٠



31.08.2010

ای انسانانو، دا د فکرونو،خبرو او بحثونو کار نه دی، دا د سياست يا واک او ځواک خبره ده. نو که تاسې غواړئ چې واک او ځواک ته ورسئ
نو دوې لارې دي :
يوه داده چې يا خدای مکړه له اشغالګرو او د هغه د بې ناموسه ګوډاګي رژيم سره يوځای شئ او غلامۍ ته يې تن کيږدئ او
يا د طالبانو ديکتاتوري ومنئ او په افغان ملت د پاکيانو نادودو ته غاړه کيږدئ !
دويمه لار يې مستقله عملي ملي او اسلامي مبارزه او جهاد دی
که له دې لارې ځان ملي اسلامي واک او ځواک ته رسول غواړئ نو لومړي سره يو موټی شئ او بياد عمل ډګر ته ورودانګئ !
که له يوموتی کيدو پرته ورودانګئ نو ضعيف او ناتوانه به پاتې شئ او دبهر مرستو ته به مو لاسونه وغځيږي او هغوی به مو ژر
په خپله لومه کې ښکېل کاندي ! لکه د شهيد داود له رژيم نه نيولې چې بيا تر نني رژيم او مقاومت پورې ښکېل پاې شول اوزمونږ
پر مظلوم ولس پر ضد يې ناورينونه وزيږول او لا زيږوي يې !


tandar
02.09.2010

پتوال صیب سلامونه.
افغان ملت نن پوه شوی دی ځکه چه دا ٣٠ کاله کم عمر نه دی ټولو ته خائن ، وطن فروش، قاتل، غله او ډاړه ماران لکه لمر معلوم شویدی٠
نور دوی نه غولیږی دلته هری ډلی دخپل قدرت په وخت کی ټول ملت ته امتحان ورکړیدی٠
اما مشکل دلته دی چه دټولونه لاره ورکه ده چه څه وکړی او په چا اعتبار وکړی ؟
زما په نظر دی ملت ته داسی سړی په کار دی لکه اتاترک چه دا بعضی ملایان دماهیپر نه لاندی ګزار کړی٠ مکتبونه رایګان او جبری کړی د بیسوادی کورسونه جبری کړی ،خاریجی لاس وهنی قطع ، دوستانه روابط له نړی سره،داخلی امنیت دیو معین وخت لپاره نظامی اعلان شی٠
اوښ که لوړ دی دشودو طمعه تری مکړه
...................................دروند ې باروه په هډو روغ دی
که چیرته طالبانو موافقه کوله د امنیت ساتلو لپاره به بد نه وی٠
نور سیاسی مثایلو لپاره ډیر روشنفکران شته دی ، دظالم او قاتل سره دشرعیت له قانو ن سره سمه معامله،تبعیضګرانو سره جدی بر خورد٠
کله چه داسی یو سړی پیدا شی او پورتنی ټکی په عمل کی پیاده کړی بیا ملت خپله پخپلو ښو او بدو اګاه کیږی او ددولت نه ملا تړ کوی.
څوک به چا ظلم نه شی کولای حق به حقدار رسږی یو مساوات به مینځ ته راغلی وی
ددولت له بودیجی نه به له غریبو ،ضعیفو،بی کوره او بیکارانو مرسته نظر په توان ددولت کیږی٠
ضمینه دکار برابرول،دفابریکو جوړول،بیا وګوره چه له دی خاوری نه په کم وخت کی دویم جاپان جوړیږی او که نه٠
خو چه یو واقعی وطن پرست پورته شی ، شته خو چه غږ پورته کړی او د،،ځپلی ملت ،، اعتبار هم پری راشی٠
ځپلی ملت به دخائنو او ډاړه مارنو نه فاصیله نیسی ، نو بیا به دانسان په طور په خپل کور کی ژوند ولرو٠
مننه



02.09.2010

انډيواله تور پنجاپی به دماتحت په په توګه به په زاريو خبره راباندې مني نه په زور ٠
په دې اوسني رژيم کې له پښتانه څخه څوک پوښتنه نکوي او زه د پښتون تبايې
پکښې وينم ٠
تورپنجاپی مې له هيوادڅخه نشي شړلی ،نن اوزبک او تاجک پښتانه له شماله
شړي٠ دتور پنجاپي په حکومت کې پښتون هره دولتي چوکۍ لرله او لري يې خو په
افغانستان کې چې ملي افتخارات يې په پښتون پورې تړلي دي پښتون دانسان
رول نلري او ديوه ګاډۍ وان حيثيت لري !
دا خو اسانه خبره ده :
[quote:741289dec7]نن دبرو پښتنو مقايسه چې د شورای نظار په مستعمره کې ژوند کوي
دکوزو پښتنو د ژوند او حقوقو سره چې په پاکستان کې ژوند کوي ډېر فرق لري . [/quote:741289dec7]
د بروپښتنو په رايو ولسمشر ټاکل کيږي، د کوزو نه !
د برو پښتنو ونډه په مرکزي حکومت کې تل خوندي ده د کوزو يا نشته يا موقتي او استثنايي وي .
د برو پښتنو ژبه ملي او رسمي ده او په بله ژبه څبرو او ليکنو ته اړتيا نه لري، د کوزو ملي کيدای نشي ، خو له سيميز رسميت نه هم محرومه ده او د مياشو غوندې په اردو او نګليسي بنګيږي !
بر پښتانه ملتپالان نه تعقيبيږي ، خو لر قام پاله سياستوال درګرده تېرور کيږي !
بر پښتون د پردي حاکميت پر ضد جنګېدی هم شي. خو لر پښتون د پنجا ي حاکميت پر ضد سوڼ هم نشي کولی .
ټول لر پښون طالبان د پنجاب په مشرۍ د ترهګرو بريدونو لاندې نيولی ، بر پښتون ته له خپل قامه طالبانو برته بل هېڅ طرهګر څه نشي ويلی .
بر پښتانه شکر د ورونو قامونو سره يوځای دخپل افغاني دولت ، نشان او حيثيت خاوندان دی ، خو لر پښتون د غلام غلام پاتې دی !
بر پښتانه د افغانستان د آزادۍ ورځ تجليلوي ، خوکوز پښتون د خپل وطن پښتونستان نوم هم د ISI له لاسه په خوله
نشي اخيستلای ، [color=red:741289dec7]حال داچې د طالبانو د ٥ کلنې دورې پرته چې د
ISI له لاسه يې يوکال هم د پښتونستان ورځ ونشوه لمانځلی، [/color:741289dec7]برو پښتنو د پښتونستان ورځ تل لمانځلې ده او لمانځي يې !
بر پښتون نه د خپل هيواد او نه د ګاونډيو د استخباراتو په ولکه کې ښکېل دی ، خو لر پښتون د بر او لر طالب په شمول ټول د ISI په دام کې ښکېل دي او پړکتې په کې وهي !
[quote]په کوزه خوا ، دپاکستان په دولت او سياسي نقشه کې پښتانه اقليت دي /quote] نو د اقليت رول يې هم نيمګړی دی چې ژبه ،
رسميات ، کلتور او سقافت يې د پنجابيانوله خوا غوره شوې او تحميل شوې ژبه اوردی دی. نو اوس ته ووايه چې به بده سترګه چاته او چيرې کتل کيږي !
هو د بر پښتون حقوق يا خوندي دي او يا يې له خپله لاسه په ځان خراب کړي دي، صرف ناز نه ورکول کيږي او په هغو ((کارنامو)) چې دوی يې
تر سره کوي د ناز يې هډو سوال هم نه پيدا کيږي !


pattang
02.09.2010

انډيواله داخبره خو منطقي ډېره غلطه ده (په دوو متضادو لارو يو هدف ته
رسيدل !) او سربېره پردې د طالب په يوه شکمن ، خيالي او تهمتي پړي
(ځنځير،رسۍ)کې تړل او بيا يې يوه مقايسه له کفارو، نجسو ، بېکارو، لنډغرو،
جاهلو ، مفعولو، جاسوسو ، قاتلانو ، چورګرو ، غلو ، لار وهونکو او دبشر په نوم
يادشويو ژويوسره يو ملي ، اسلامي او انساني خيانت دی٠
** که په شعوري او که په غېري شعوري ډول سره وي ، ديوه بل حرکت را منځ ته
کول د جنرال پيتروس د پلان دعملي کولو ملا تړکوي او دپښتانه اولس سره
لوی خيانت دی ٠
الله پاک دې طالبان موفقه کړي چې اولس له فسادونو څخه خلاص کړي .

[quote:7fc7b5261f]يوه داده چې يا خدای مکړه له اشغالګرو او د هغه د بې ناموسه ګوډاګي رژيم سره يوځای شئ او غلامۍ ته يې تن کيږدئ او
يا د طالبانو ديکتاتوري ومنئ او په افغان ملت د پاکيانو نادودو ته غاړه کيږدئ !
دويمه لار يې مستقله عملي ملي او اسلامي مبارزه او جهاد دی[/quote:7fc7b5261f]



03.09.2010

انډيواله داخبره خو بالکل منطقي ده چې په بيلابيلو لارو هڅه کيدای شي، که يوه لار بشبړه
او بله نيمګړې وي دغه نيمګړتيا به له منځه لاړه شي او ټوله لار به سره يوه شي ، دغسې نيمګړتيا و ته تضاد نه وايي ، فرق ورته وايي،
هو، که تضاد موجود وي هغه به په دې کې وي چې يوه ملي لار وي او بله ضدملي يعنې د ISI لار وي . که له دې تضاد نه غږيږې نو بيا
رښتيا هم د ISI مشري، مرسته او خواخوږي منل او هغه هم بيا د پاکستان دخپل بادار انګليس او امريکا په مقابل کې له افغانستان سره (؟)
، دا خو نه يواځې د ملي ګټو سره متضاد او مرودوده لار ده ، بلکې بالکل ناممکنه هم ده . داچې سره ددې هم دغه پنجابي چَلی تړاو، پنجابي مرسته او د وسلو، پيسو،
جګړه ييزه سازماني، او هر اړخيزې پنجابي اړيکې له طالبانو سره شته، دا د طالبانو سره د پنجابيانو مرستې نه، بلکې بالکل برعکس د پنجابيانو سره د طالبانو مرسته ده . دا ځکه امکان لري چې طالبان آن تر مشر ملاصيب پورې ډير صاف ساده وګړي دي او د اسلام په نامه پنجابي سياستوال ، دغه
د انګريز اصيل زامن طالبان تيرايستلی ، ښکېلولی او د ځان له پاره کارولی شي،
په تيره بيا په داسې شرايطو کې چې اوبه وړی هر بوټي او هر خنډ ته لاس غورځوي. نو څنګه چې طالبان له اخلاص ،سادګۍ او اسلامي جذبو سربيره اوبو هم وړي وو،
نو ولې به يې به اوبو پروت منډه ته لاس نه غورځاوه؟
دوی څه خبر وو چې دا منډه نه، بلکې د پاکستان خوټې (ISI) دی او چې څو پرې پوهېدل بيا واخته د ملا برادر غوندې ښکېل شوي وو .
نو اصلآ که يو واقعي ملي جهاد منځته راځي لومړی بايد طالب مشران د ISI له بند او لومو څخه آزاد کړي او ټول په ګډه د امريکا ، انګليس او پاکستان پر ضد سونه سره ورکړي !
ملابرادر خو ښکاره امريکايانو پخپله ونيوۀ او خپلو پاکستاني همکارانو ته يې وسپاره، څو د سولې خبرې شنډې پاتې شي او جګړه وغځيږي .
په دې کې د افغانستان په ضد د پاکستان او بادارانو شتراتيژي يوه ده، خو د پاکستان موخه يواځې د جنګ غځول نه، بلکې تر هغې
زيات د راتلونکی افغانستان پخپله کنترولول او غلامول دي او ددې له پاره يې زمونږ ساده بوده ، ناخود اګاه طالبان سخت استخدام کړي دي !
امريکا ته پاکستان د خپل کټ فاحشه ښکاري او په هر اړخ يې چې کاروي کارولی يې شي، خو امريکا په دې هم پوهيږي چې ددې فاحشې پښې د امريکې له
بړستنې څخه وتلې دي، که يې پښې پرې راټولې کړي ښايي د بدن هغه برخې يې له بړستنې څخه ووځي چې امريکا پرې سرۀ شوې ده،
نو ځکه ورته څه نشي ويلی او تشې ګيلې ميلې يې فاحشه نه اوري !
ځکه هغه صرف فاحشه نه ، بلکې سيمسزه بلاده بلا او دهد لرپښتون د خوړلو او هضمولو غم وړې ده ، او بلا پوهيږي چې که طالب قدرت ته ونه رسوم
او افغانان پريږدم چې په سوله کې خپل ملت او دولت آباد کړي لرې نه ده چې دا خوړلی لره پښتون او پښتونخوا مې له خېټې څخه څخه را وباسي ،
نوبيابه يواځې په سند او کشمير څه وکړم ؟
لهذا شتراتيژي داده چې افغانستان يا د طالبانو د واکمنۍ پواسطه کنترول ، بدبخته او رټلی ښه دی او يا د جګړې د غځولو
په واسطه تل وران او جګړه ځپلی !
تيرځل خو د پنجشير د جګړې له امله چا جرئت ونکړ چې ډيورنلاين په ملا عمر لاسليک کړي، څو پښتانه د احمدشاه مسعود په خوا ونه دريږي ،
ولې د پښتونستان ورځ يې پرې له منځه وړې وه او د طالبانو په ٥ - کلنه دوره کې
يو ځل هم د پښتونستان عنعنوي ورځ ونه نمانځل شوه
او نه ملاعمر جرئت وکړ چې رخصت خو يې وګڼي ، چې دا د طالبانو په وخت کې بالکل د افغانستان د ملي اسارت او د ISI د کرغېړنې
واکمنۍ يوه څرګنده بيلګه وه ! که پنجشير هم نيول شوی او جګړه ختمه شوې وای ، پښتون به ددوزخ ملايکو ښکېل کړی او د ډيورنلاين به
طالبانو نعوذ بالله لاس ليک کړی وای . اوس د ملي آزادۍ لار او حقيقت د منځ لار ده، چې هم د اشغالګرو او هم د ISI پر ضد ده. دغه لار د ملي
بديل او الترناتيف په توګه لا پخوا امريکايانو او پنجابي سياستوالو په ګډه کوښښ کړی چې له افغان ملت څخه ورکه کړي :
څو افغانان حرکت ونشي کړای او مجبور شي چې يا د امريکا غيږ ته ورولويږي او ياد IS په کونه ورننوځي ، څو په دواړو صورتونو کې افغانستان
بيا هم له دوی سره ښکېل پاتې شي ! خو افغانانو ته په کار دي چې نه د اشغالګرو د بران قبول کړي او نه د ISI د ناوې ته کښيني ، بلکې يو موټی شي
او ددواړو پر ضد سرتاسري ملاي پاڅون پيل کړي . د طالبانو کمال به هغه وي چې د پښتنو په توګه دواړو پر ضد د سرتاسري ملي پاڅون کې مخکښي وکړي
او د خپل پښتون قام له مرۍ څخه دپنجاب چاړه پورته کړي !


pattang
06.09.2010

پتوالاخان هغه هم نغواړي او دغه هم نه غواړي ،داسې راته شکاري چې دغه
ځوان د پېريانو لپاره خپل مارکېټينګ کوي !
پتوالخانه فلسفه او سياست فرق لري ٠



10.09.2010

[quote:d6b92cdbf1]پتوالخانه فلسفه او سياست فرق لري ٠[/quote:d6b92cdbf1]
بالکل ! فرق لري، خو بيل سره نه دي :
فلسفه عامه او سياست خاصه سکالو لري، هېڅ خاص له عام پرته د درک وړ نه دی، لکه سياست چې هم له فلسفې پرته نشي درک کېدای،
نو هر سياست خپله فلسفه لري چې هغې ته سياسي فلسفه وايي . که نه، سياست له خپلې سياسي فلسفې پرته ړوند او ناکام دی،
لکه سياسي فلسفه چې هم له سياست پرته تشه او خالي ګڼلی شو . هو آن دين هم يوه فلسفه ده او داسې ديني احکام نشته چې ديني فلسفه ونه لري،
او يواځې هغه دينپوه او دينداره تر نورو ښه وي چې د احکامو په ديني فلسفه او حکمت هم خبر وي .
او په سياست کې خو آن هغه ماکياو ليزم هم بې فلسفې او پې اصولو نه دی ، او اصول چې څومره عام وي هومره فلسفي وي . دغه اصول دي چې
انسان له تيروتنو ژغوري او د هدف خواته د سړي لارښودنه کوي . که طالب ورونه د ملي اصولو په معنی او ارزښت ځان پوه کړي ، يا تره کي خيلو
ملي اصول پيژندلای او تر پلوريتاري او کريملني اصولو يې نه وای قرباني کړی
مجغدينو هغه په پام کې نيولی وای نو پاکستناي isi څوک و چې
جهاد منحرف او مجاهدين په کورنۍ جګړه اخته کړي او ياپر افغان ولس له اسلام آباده طالبان رانازل کړي .
کمونستان به کمونستان شوي نه وو، مجغدين به د يوملي متحد حکومت په جوړولو کې له ماتې سره مخ شوي نه ووو او طالبان به
چا تيرايستلي نه وو . ددې ټولو ناورينونو علت د سياسي فلسفې په نشتوالي يا نيمګړتيا کې پروت و او پروت دی چې دوښمن وکولای شول
پښتانه د خپلو سياسي موخو له پاره تر ناوړې ګټې اخيستنې لاندې راولي .
که مونږ په سياست کې د سياسي اصولو، سياسي
حکمت او سياسي فلسي نشتوالي ته پې عقلي او کم والي ته يې کم عقلي ووايو،
نو دې متل د پښتنو سياسي ډلو ټپلو په اړه صدق کړی چې :

له بې عقله دوست څخه هوښيار دوښمن ښه وي ، او چې عقل يې کم وي تل به يې په کور غم وي ! داچې د پښتنو غم او غميزي يوه به بل
پسې غځيږي او نه خلاصيږي ، له دېنه دا پوښتنه پيدا کيږي چې دوی نام خدی ښه په تول پوره عقل لري خو ولې ترې
د يوې وربشې قدرې کار هم نشي اخيستلای ؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more