نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
فعتبرو يا اُولِلابصار
25.08.2010
ملا برادر د افغانستان د سولې د تخريب لپاره نيول شوى دى
امجد سرتور
25.08.2010 08:34
د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د يکشنبې په ورځ د پاکستاني چارواکو له قوله ليکي چې د طالبانو د دوهمې کچې مشر ملابرادر د سولې لپاره د افغان دولت د هلو ځلو د تخريب لپاره نيول شوى دى.
اوس چې د ملا برادر له نيول کيدو څخه اوه مياشتې تيريږي پاکستاني چارواکي وايي چې دى يې د دې لپاره نيولى دى چې ده له افغان دولت سره د سولې د خبرو اترو لپاره پاکستان نه و خبر کړى.
نيويارک ټايمز د يوه پاکستاني چارواکي له قوله ليکي: « مونږ ملابرادر او نور د دې لپاره چې پرته د مونږ له خوښې يې غوښتل هڅه وکړي نيولي دي. «
نيويارک ټايمز د يو پاکستاني له قوله چې نه دي يې غوښتلي نوم يې واخلي زياتوي: مونږ له طالبانو ملاتړ کوو، دوى له مونږ سره تړلي دي. مونږ به دوى ته اجازه ورنکړو چې له کرزي او هندوانو سره سوله وکړي.
د ناټو يو چارواکي ويلي دي چې پاکستان غواړي ځان ته وخت ورکړي چې ايا د ولسمشر اوباما کړنلاره به بريالى شي کنه، که بريالى شي پاکستان به طالبانو ته اجازه ورکړي چې معامله ورکړي.
خو که امريکا ماتې وخوري او خپل سرتيري وباسي دوى به طالبانو د خپلو دوستانو په توګه وساتي.
نيويارک ټايمز د يو افغان چارواکي له قوله ليکي چې افغان دولت له يو شمير طالب مشرانو سره ليدلي دي ترڅو سوله ورسره وکړي چې د دوى په منځ کې ملابرادر او طيب آغا شامل و.
[color=red:3e6ff280be]نولطفا" طالبا ن دې سپينا وې وکړي !
په د رنښت [/color:3e6ff280be]
http://www.tolafghan.com/posts/19320
نوروز خان
25.08.2010
ماچې په ټول افغان کې د هدایت الله هدایت هغه لیکنه لوسته چې دغربي مشهورورسنیو په هکله وه دامې په کې وموندل چې دنیویارک ټایمز نه نیولې بیاترواشنګټن پوسټ ګارډين او نورو پورې ټولې یي دغربي یهودي لابۍ ترتسلط او قومانده لاندې کارکوي .
نوبناء دیومسلمان له دریځه خوباید دیهودو پروپاګند بې سپیناوي رد شي او دلته دداخلي تربګنۍ پاللو او الزام تراشي لپاره کومه بله منبع وموندل شي ځکه یهودو تردې پخوا نور تورونه هم لګولي اوله حقایقو دانکارپه هڅه کې يې تحریفات هم کړي چې که ټولوته سپیناوی لټوو ښایي خبره تاریخي څیړنواوسپیناویو ته ولاړه شي
زه وایم ددوی داډول بدګوماني پیداکوونکوهڅو په وړاندې به زمونږ لپاره په دې ایمان کافي وي چې
لتجدن اشدالناس عداوة للذین آمنو الیهود.....
اوبل پتوال خانه که دخپلي بدې لیکنې ښه سرلیک دې لږ اصلاح کړي ښه به وي زما دمعلوماتو له مخې دقرانکریم رسم الخط هم موقوفي دی والله اعلم نوپه قرانکریم کې فاعتبروا راغلی اوتافعتبرو لیکلی چې سم خوند نه کوي
26.08.2010
سلام
نوروز خانه سرزوري ګټه نه لري : ته چې د چا دفاع کوي دغه خبر پخپله د همغو پاکستاني چارواکو له خولې نشر ته سپارل شوی ،
هغوی پرې اقرار او اعتراف کوي چې دا کار مونږه کړی ، خو
ته ترې داسې دفاع کوې چې نه دا کار تاسو نه دی کړی ، دا د يهودو له خوا کنترول شوی خبر ستاسو په ضد حتما ً دروغ دی ، او ورته وايې چې زه ستا په اړه
دا خبر نه منم نو ته يې څنګه منې ؟
ځال داچې تر څو د ISI نوموړي چارواکي ميدان ته راوتي نه وي او په ډاګه يې دغه خبرونه ښکاره رد کړي نه وي
او له ځانه يې بريالۍ دفاع نه وي کړې، تر هغه وخته پورې ددوی نوموړو اعترافاتو ردول هېڅوک نشي کولی !
او بيا د يوۀ فرد لکه هدايت الله تش يو اټکل تاته څنګه د ټول لوېديځ د مطبوعاتو د آزادۍ پر ضد د کاڼي کرښه ښکاري چې په خلاف يې
هېڅ ټکی نه اورېدلی او نه منلی شې ، ولې ؟ که ISI په اند دا خبر دروغ وي نو د ثبوت غوښتنه به حتما ترې وکړي او
په مقابل کې يې د نوموړي چارواکي مصؤنيت او امتيازات تضمين کړي . داچې تضمين يې ورکولی نشي او بې تضمينه پوښتلی نشي
نو د خبر په رښتينوالي شک کول هم بېځايه دي !
په دې خو هر څوک پوهيږي چې يهود د نړۍ په مطبواتو د هغه کنترول سلمه برخه هم نشي لرلی لکه څومره کنترول چې په
پاکستان او لرو بر طالبانو لري ، نو بيا څنګه يو منل کيږي او د هغې سل چنده زيات هغه بل کنترول نه منل کيږي او سترګې پرې پټيږي ؟
او داچې د هدايت الله په يو ټکي ادعا د ټول جهان مطبوعات باطل ګڼې تاته دې هم خدای ددومره قهرمانۍ او اندي قربانۍ اجرونه درکړي !
که سبا ملابرادر ازاد او تاته يې در پشا کړي او په لاره کې د نړيوالوخبرونو مطابق ټوله کيسه درته په غوږ کې زمزمه کړي ،
نو بيا يې هم بايد و نه منې ، چې ګواکې په دې د يهودو د کنترول لاندې نړيوال خبر تاييديږي ، که څنګه ؟؟؟؟؟
هو، که داسې څوک پيدا شي چې تعصب ښه شی وګڼي، بيا هم بايد يو حد او سرحد ولري !
نوروز خان
26.08.2010
پتوال خانه
سلام
ته یې سرزوري بوله خوزماپه باور په طالبانو پسې داډول خبرې چې همدااوس یې په یهودي مطبوعاتو کې خورا بُژ اخیستی یوسیستماتیکه تبلیغاتي او بدناموونکي هڅه ده چې باید زما اوستا داندملګري دواړه ورته بیدار واوسي ،
ته ګوره په پله پسې توګه په تیرو څو میاشتو یااونیو کې په غربي مطبوعاتو کې څه بې بنسټه راپورونه راغلل،طالبانوپه سنګین کې اوه کلن هلک اعدام کړی ،طالبانوپه کندزکې ښځه اعدام کړې ،طالبانوپه بادغیس کې ښځه دوه سوه دورې وهلې بیایی ویشتلې او زاني سړی یي په رشوت خوشی کړی ،طالبانو دیوې ښځې پوزه په بیخ کې ورپرې کړې ،دطالبانو مشر دآی ایس اي سره قرنطین دی او اوس دده په نامه ټول پیغامونه پاکستان نشروي ،دطالبانو ترمابین سخت اختلاف راپورته شوی ،او په دې وروستیو کې همدا دملابرادر اخوند دنیولو مسله چې هلته غربي تبلیغاتي کمپاینرانو او دلته ستا غوندې داوطلبه تورلګونکو ته یوه وړیا او تل پاتې پروپاګندیزه سوژه ښکاري .
زما په باور خو په طالبانو پسې داډول منظم تبلیغات دجګړې په ډګر کې زیړسترګي دښمن ته ورپاته هغه یوازینۍ حربه ده چې اوس پرې خپل مات زړه او لړزیدلی دریځ ټکوروي او هڅه کوي چې که له دې لارې طالبان وجزوي او مصروف یي کړي .
پتوال صیب ستا لیکنې چې لولم نو ډیر ژور لیکوال راته ښکاره شې خو بیامې داځای ډیر وځوروي چې په داسې ښکاره مسائلو دې لاهم سرندی خلاص شوی چې ماشومان هم دلویانو غوندې پرې پوهیږي نیویارک ټایمزوغیره وغیره امریکایانو ددې لپاره نه دې جوړې کړې چې پيسې پرې زیاتې وې یایي په دنیا کې درښتیاوو درابرسیره کولو لپاره خراباتونه کول بلکې لکه دوی چې وایي چې همدایي دحکومتي سیستم چې بهرنۍ استعماري تګلاره یې مهم مکلفیت دی دڅلورمې قوې اعتبار لري چې بایدخپل بوج پورته کړي .
زه حیران یم چې تاسې سترګې او غوږونه لرئ مګربیا هم ددیموکراسي او بیان دازادۍ غوندې دنړیوالو غولوونکو شعارونو په حقیقت سرنه دی خلاص او نعوذبالله هرڅه یي دقران ټکی بولئ
26.08.2010
دروند ورور فيروز خانه سلام او درناوی !
[quote:518fe2c5bb]ته ګوره په پله پسې توګه په تیرو څو میاشتو یااونیو کې په غربي مطبوعاتو کې څه بې بنسټه راپورونه راغلل،طالبانوپه سنګین کې اوه کلن هلک اعدام کړی ،طالبانوپه کندزکې ښځه اعدام کړې ،طالبانوپه بادغیس کې ښځه دوه سوه دورې وهلې بیایی ویشتلې او زاني سړی یي په رشوت خوشی کړی ،طالبانو دیوې ښځې پوزه په بیخ کې ورپرې کړې [/quote:518fe2c5bb]
تر دغه ځايه يې زه هم در سره منم چې لوېديځوال په تيره امريکا له مبالغو، تبليغ او پروپاګندا څخه بشپړ کار اخلي، خو له دې سره دې نورې
داسې جملې ور زياتې کړي چې په اړه يې ماته وايې :
[quote:518fe2c5bb]په داسې ښکاره مسائلو دې لاهم سرندی خلاص شوی چې ماشومان هم دلویانو غوندې پرې پوهیږي[/quote:518fe2c5bb]
هو، ماشومان او عادي طالبان چې د پيچلو سياسي او نړيوالو مسايوڅخه څه درک لري ، ماته د منلو وړ نه دی، داچې تاسې هم
ځان دماشومانو او نوموړو غټانود درک سطحې ته را ټيټوئ ستاسې خپل کار دی ، نورو ته يې د معيار په توګه معرفي کول سم کار نه دی .
خو هغه څه چې دلته امريکا يې له پاکستان سره په خپل زوجيت کې د بدګمانۍ سبب بولي د هغې علت له مونږ سره د پاکستان د پخې ،
اوږدې او تاريخي دوښمنۍ سره تړاو لري او مونږ او تاسو ته د اظهر من الشمس پشان څرګند دي، مونږ يې بآيد د ويکېلېکس ، امريکايي
ورځپاڼو، پاکُستاني چارواکو خبرونو او اعترافاتو پورې ونه تړو، دغه منابع خو صرف د منکرينو د قناعت او ړندو سترګو د روښانولو له پاره دي ، نو که لوېديځوال يې
ونۀ وايي هم دغه ټکي
معلوم حقيقتونه دي او بالکل پر ځای بريښي چې [quote:518fe2c5bb]،دطالبانو مشر دآی ایس اي سره قرنطین دی او اوس دده په نامه ټول
پیغامونه پاکستان نشروي ،[/quote:518fe2c5bb]( دا ريالستي اټکل ډير پخوا ما هم وړاندې کړی و چې دمشر ملا صيب په نامه ISI پښتو ليکنې
وړاندې کوي ، نو اوس يې چې ددوی د خپلو چارواکو له خوا اعلاميږي نو حق د چا پر خوا او ګناه د چا ده ؟ ). ځکه مونږ افغانانو ته خو پخپله
ډيره ښه معلومه ده چې پاکستان مجبور دی خپل بخت او نيکمرغي د افغانانو په تيره د پښتنو په بدبختۍ او بدمرغۍ کې،
خپله ارتقا د افغانانو په ذلت، خپل بری د افغانانو په ماتې او خپل وجود او هستي د افغانستان په نيستۍ او نابودۍ کې غواړي !
داکار د انګليس پواسطه د هند له اشغاله نيولې تر نن ورځې پورې چې انګليس او امريکا افغانستان بيا اشغال کړ دوام لري . څوک وايي چې له هند څخه
پر افغانستان د انګليسانو په درې ګونو پوځي يرغلونو کې پنجابيانو د سر تيرو او تيټرتبه پوځي صاحبمنصبانو په توګه ګډون نه درلود ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
او څوک وايي چې انګليس د هماغو پوځي او غير پوځي پنجابيانو په مشرتابه پاکستان جوړ نکړ چې په افغانستان يې
د انګليس په اشغالګر پوځ په مشرۍ بريدونه نه و کړي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟ او څوک به وويلی شي چې همدغو پنجابيانو او انګليسانو
د پاکستان د افغاني خاورې په لويه برخه کې نه دی جوړ کړی چې نن ورته پښتونستان وايو ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
او کوم داسې ړوند پيدا کولای شئ چې ووايي د افغانستان د آزادۍ، ترقۍ او غښتليا په صورت کې به هم پاکستان
يوه شيبه هم دا ويره هيره کړي چې د افغانانو دغه آبايي او نيکئهنۍ خاوره بيرته استفراق کړي او ددغه تور پنجابي خامار خېټه به
په احمدشاهي توره نه څيرل کيږي او د لوی افغان جنتي او جګرګوشه خاوره به بيرته له خپلې اصلي تنې سره نه يوځای کيږي ؟؟؟؟؟؟
هو دا حقيقت له ما او تانه پنجابي پاکُستان سل او زر ځله ژور درک کړی دی ، نو د افغان د بدبختۍ يوه ثانيه هم د خپل
چانس په توګه بې ناوړه استفادي نشي پريښودلای ! پنجابيان که هر څومره انګليس او امريکا ته په اصطلاح کونه ورکوي ،
خو تر هغې زيات يې خپلې خوټې په افغانانو کې ايښې او پريښې دي . له اباسين تر ديورن لاين پورې اشغال خاوره يې يوه خوټه ده
او په افغاني ډلو ټپلو لکه دجهادي تنظيمونوپه پاتېشونواو طالبانو باندې يې اغيز او کنترول بله خوټه ده چې په افغانستان کې يې
لکه دسرطان پنجې ښخې کړي دي او تر هغه به په جګړو دافغانستان له تنې څخه وينه راکاږي چې د مستقل ژوند له پاره يې
وينه ، زور او ځواک ټول ورختم کړي ، نو هله به يې دا باقي سکلېټ هم په خپل ځان پورې وتړي ! دې نامقدس هدف کې ورسره امريکا
او انګليسي استعمارچيان او امپريالستان يا ستا په وينا يهوديان هم د زړه له کومي په ټول ځواک او قدرت سره ملګري دي .
داچې نن امريکا او انګليس په افغانستان کې پوځي حضور لري دا يو هسې پاس دی چې د ٢١ پيړۍ په دې ستره لوبه کې پاکستان امريکا ته ورکړی دی،
په هدف کې سره شريک دي چې افغانستان نابود يا د نابودۍ سره برابر کړي او په خپلو منځو کې لکه ښکار يې سره وويشي !
هو، دلته دوه طرحې دي،لومړۍ طرحه امريکا يي ده :
که امريکا په افغانستان کې پاتې کيږي نو افغانستان به د آزادۍ په قيمت ښه آباد کړي ، دومره آباد مترقي او پرمختللی وګرځوي چې
له ديرې شکرمندۍ نه به هيڅکله د امريکا په ضد د ډيورن لاين پر ضد کومه غوښتنه نه راپورته کوي ، نو د پاکستان سره به هم دوست وي ،
آن داچې بالاخره به د ډيورنلاين امِا کولو ته هم تن کيږدي . خو په دې طرحه کې پاکستان نه ډيره ګټه ويني او نه بشبړ باور پرې کولای شي . خو ظاهرا يې
له امريکا سره پرې توافق ته رسيدلی دی .خو صرف ظاهرا ً
دويمه طرحه پاکُس تانۍ ده :
افغانستان بايد نه آبادۍ او نه آزادۍ ته پريښدل شي ، که امريکا کاميابه شي نو ا آباد او د جرمني غوندې بالاره آزاد فغانستان رامنځته کيږي
او د پاکُستان له خېټې به پښتونستان راباسي ، لطا د ظاهري توافق
او هغو جعلي همکاريو سره سره چې په مقابل کې ترې پاکُستان په ملياردونو ډالر ترلاسه کوي، بايد امريکا له ماتې سره مخامخ شي
او افغانستان د پاکستان ولکې ته وسپاري . په دې توګه به افغانستان هم له آزادۍ او هم آبادۍ څخه محروم وساتلی شي ،
نه يواځې پښتونستان به هزم کړي بلکې ټول افغانستان به يې هم په لاس کې ولويږي . په دې صورت کې به هم د امريکا له پاره
القاعده له افغانستان او پاکستان څخه وځي .
لنډه يې داچې که امريکا کاميابيږي هم د پاکستان ونډه په دې ښکار کې ستره ده او که پاکستان کاميابيږي هم د لويديځوالو ونډه په دې ښکار کې لويه ده !
دا جګړه ددواړو خوا څخه دقيقاً پلان شوې او په بشپړه همآهنګۍ روانه ده !
نو هم به تا دوښمن ګڼلي يهوديان او هم ستا دوست پنجابيان به ولې ورته په ګډه اتڼ نه کوي ؟
نو وروره که په غسې غميز حالت کې چې دا روان دی ددې ناورين د حقيقت يو وړه رڼا بيرون ته راوځي او رسوا کيږي ، تاسو يې
ولې د يهودو په پلمه بيرته وژنئ ؟ ايا دا ستا د دې مظلوم ملت سره تاريخي جفا نه ده چې ستا د لاسه پوره ده ؟ او همدې ګډې سياسي او پوځي لوبې ته
چې ستا له ملت سره کيږي چک چک کول نه دي ؟
دا خبر زه ټولو درنو لوستونکو ته کوم چې افغانانو شوروي ته ماتې ورکړه خو خبله د پاکستان په لومه کې ښکېل شول اوله هغې وروسته
يې وطن وران ويجاړ کړ ، اوس بايد د امريکا او نورو لوېديځوالو په وړاندې جهاد ته ملا وتړئ ، خو په يو شرط چې : د پاکستان ( ISI)
دام ته به پناه نه وړئ او دلرې موقتي دوښمن ولکه دې په ځان باندې د نږدې او دايمي دوښمن په ولکه نه بدلوي ! ددواړو په ضد
پاڅون وکړئ که چيرې رښتيا د وطن آزادي ، ملي خپلواکي او يوه مستقل هيواد او اسلامي مترقي او اسوده پتمن ژوند غواړ ئ !
و من الله التوفيق
نوروز خان
28.08.2010
پتوال صیب محترم !
خبرې ډيرې سریې یو ،ستاددغې لیکنې غوندې اوږدې پرپړې اوخیالي قیاسونه ماپخوا هم په بیلابیلو رسنیوکې لوستي او اوریدلي اولایي هم هره ورځ ستاغوندې له بې سرحده او اوزګارو صاحبنظرانوپه بیلابیلو بڼو اورم او لولم چې دهرې ورځې لیدلی خوب یي ترپخواني هغه جلاوي او پخواني هغه پخپله ردوي ،زما په شخصي نظر خوبه دا ډیره بې ځایه وي چې اسلامي امت او افغانستان ته په ورپیښو دې سختو امتحاني شرائطو کې دې څوک حالات ددا ډول مالیخولیایي سیاسي شنونکواوحرفوي صاحبنظرانو له عینکووګوري ، زه داوسنیو حالاتو اړوند داډول بیلابیلې لیکنې هره ورځ په مطبوعاتو کې لولم چې ستادلیکنې غوندې یې مدعا اودلیل ظاهرا ډير ښه سره لګیږي خوچې بیا مې واقعیت لیدلی دغه ډول لیکنې یوازې راته دقلم منتر ښکاره شوی چې هیڅ واقعي اړخ نلري ،دبیلګې په توګه څو موده وړاندې مې په یوه عربي ورځپاڼه کې دیوه عرب سیاسي شنونکي مقاله لوسته چې داخبره یي ثابتوله چې ګوندې القاعده ایراني رژیم دعربو دځپلو او بې دخله کولو لپاره جوړه کړې ده نوموړي هغه دچاخبره په څلورمذهبه ثابته کړې وه چې القاعده ایران جوړه ده اواوس هم ایران طالبانو او القاعده والو ته پټ تعلیم او مرستې ورکوي ،دهمدې ورځې په سبامې دتهران له راډیو نه په همدې تول او وزن یو زبردسته مقاله واوریده چې ویل یي القاعده اوطالبان امریکایانو دعربو په مرسته جوړکړل ترڅو په سیمه کې دایران غوندې اسلام ته منسوب حکومتونه او خوځښتونه پرې بدنام او دنړیوال وارته برابرکړي ،دغه دواړه سیاسي شننې دې که په تله کې سره اچولي وای ددلائلو دقوت له درکه به زه وایم پوره مساوي ختلې وې مګر اوس کومه یوه منې کومه ردوې ؟؟؟
زماپه باور خواوسني زیاتره دغه ډول مبصرین نفسیاتي مریضان دي چې لیکنې اوپرپړې یې هم دپخواني منطقیانوهغه سفسطي قیاس ته پاته کیږي چې ویل به یي ( ان کان زید ناطق فالحمار ناهق لکن زیدناطق فالحمارناهق ) دوی دلته لازمه بلله چې دزید له خبرو سره دخره اونګیدا هم لازمه کړي ځکه که چیرې یي داسې نه وای کړي بیا یې قاعده خرابیده ځکه ددوی منطقي قاعدې ایجابوله چې دقیاس استثنایي په شکل اول کې نتیجه په وضع دمقدم سره لزوما باید وضع دتالي وي ،نوریې دې ته سترګې نه غړولې چې ته راځه په واقعیت کې وګوره چې رښتیاهم دزید له خبروکولوسره دخره اونګیده تړلې اوکه نه ،نواوسني زیاتره صاحبنظران هم خپل مشخص ذهني جوړښت او ټولنیزدرک لري چې نړیوال حالات یوازې په هغه ترازو تلي پرته لده چې یوځل شته حقائقو او نفس الامر ته هم سترګې وروغړوي دسیاسي مفکرینوداډول اعتیاد څه اوسنی نه ده بلکې پخوایی هم ډيرې پیښې لیدل شویدي ویل کیږي چې افلاطون له ټول عقل سره داباور درلود چې دښځي غاښونه ترنارینه وو ډیر دي دنوموړي په دې خبره دومره باور وه اوپه خپله نظریه دومره مغرور وه چې ترپایه یي یوځل دخپلې ښځې غاښونه هم نه پرې وشمیرل چې ځان ته رښتیاروښانه کړي ترڅوپه همدې ګمراهۍ کې مړ شو .
نوبناء ښاغلی پتوال تاسو هڅه کوئ دخپلې دې اپلت پرانۍ له لارې لوستونکو ته خپل هغه فکر ورولیږدوئ چې ستاسو په باور دنړۍ په تیره دافغانستان حالات دالهي تقدیرپه ځای دامریکایي او انګریزي استخباراتو په اشاره چورلیږي او خبره یوازې داوس نه کوئ بلکې نولسمې پيړۍ ته یي رسوئ زه وایم دابه ښایي دهیچا زړه ته ونه لویږي چې انساني ځواک دې ددومره وخت لپاره دنیمې کرې حالات دریموټي نانځکې غوندې ولوبوي ځکه دلته ددې اوږدې زمانې تحولاتوته په پام سره بنسټيزه پوښتنې راولاړیدای شي .
ښاغلی پتوال باور بیادادی چې ،امریکا له تاریخه دنړیوال امپریالیزم مخکښه ده غواړي افغانستان هم دنورو هیوادونو غوندې اشغال او استثمار کړي ،طالبان چې دمسلمان اولس دوهم نوم دی ددې اشغال دمخنیوي او دافغانستان دخپلواکي لپاره جهاد کوي اوپاکستان ته هیڅ اړتیا نلري ،په دې مابین کې پاکستان ډار اخیستی چې که چیرې امریکاکامیابه شي نوبلوڅان به راته پورته کړي او بلوچستان به جلاکړي دکراچۍ بهاریان چې همدااوس یې له بلک واټرسره پۍ پرې ایښې هغوی به هم خپلواکي ته وهڅوي دسرحدپښتانه به هم خپلواکي ته وهڅوي نوپاته به یوپنجاب شي چې په هندکې دضم کیدلو لپاره به یي هیڅ توجیه هم نه وي پاته ،پاکستان له همدې ویرې کوشش کوي په افغانستان کې امریکاناکامه کړي نوځکه هرهغه چاته پناه ورکوي چې هغه په افغانستان کې دامریکا شکست غواړي زماپه ګومان پاکستان ته نور دامهمه نه ده چې په افغانستان کې باید واک له چاسره وي بلکې داورته مهمه ده چې امریکاناکامه شي ،
پتواله زه به په دې روژه کې له مبالغې او دروغو پرته درته ووایم چې دطالبانو له رهبري نه همدااوس پوره او دقیق معلومات لرم اود لومړۍ کچې پرنفوذ خلک یي له نږدې پیژنم ته ډاډه اوسه چې دطالبانو اوپاکستان ترمابین هیڅ پروتوکول نشته اونه هم کومه جزوي علاقه اوناسته پاسته دغه راز دطالبانو تصمیم نیونه او رهبري سل فیصدي اسلامی اوبیا افغاني دي دطالبانومشران چې زه یي پیژنم له رواني او اخلاقي اړخه کوم داسي څوک نه دي چې له خدایه پرته دکوم بشر فرمان ته غړۍ کوزه کړي هغوی پتوال صیب زما اوستانه زرچنده اسلامي او افغاني غرور لري ،ماددوی له هغومشرانو چې وخت ناوخت په پاکستان کې په پټه اوسي په بیابیا اوریدلي چې داپه مونږ اړه نلري چې پاکستانی حکومت مونږ ته څه نه وایي مونږ اوخدای ښه سره خبریو په خلکو لازمه ده چې خپل علم په خپله راولي مونږ به ترڅو ځانونه له هغې ګناه سپینوو چې کړې مو نده .
له همدې امله خو پتوال صیب زه تا اوټولو داند ملګروته دې چیلیج ورکوم چې داسې یوسند دې راوچوي چې له طالبانو سره دپاکستان دحکومت په اړیکو،ناستو یامرستو باندې دلالت وکړي پرته له هغه چشم پوشي چې پاکستان یي دخپلې بقاء لپاره دامریکا دشکست په موخه دطالبانوپه وجود کوي
30.08.2010
نوروز خانه وروره سلام او درناوی !
[quote:8ee3b22781]نوبناء ښاغلی پتوال تاسو هڅه کوئ دخپلې دې اپلت پرانۍ له لارې لوستونکو ته خپل هغه فکر ورولیږدوئ چې ستاسو په باور دنړۍ په تیره دافغانستان حالات دالهي تقدیرپه ځای دامریکایي او انګریزي استخباراتو په اشاره چورلیږي او خبره یوازې داوس نه کوئ بلکې نولسمې پيړۍ ته یي رسوئ[/quote:8ee3b22781]
وروره که تاسو ته زما ليکنې اپلت پراني بريښي دا په تاسو پورې اړه لري، خو ما ستاسو په اوږده قصه کې دغه څو ټکي د تآمل وړ وموندل
نو غواړم خپل اند درسره شريک کړم .
وروره تاريخ خپل تسلسل لري او هر نوی حالت خپلې تاريخي ريښې لري . الهي تقدير ته هم ځکه تقدير وايي چې داسلسلې ټولې په لمن کې رانغاړي
او د انسانانو تعامل ، هر عمل او عکس العمل په کې له پيله تر پايه خوندي شوی او کوم تازه تصادف نه وي .
تاسو له افغانستان سره د پاکستان له ناپاکو دوه مخي اړيکو څخه انکار نه کوئ چې هيڅوک يې هم نشي کولی، نو علت به يې هم منئ ، او چې علت يې منئ
نو لاچار به په دې اعتراف وکړئ چې داد پاکستان د پرنچوړ تولد
زيږنده او د سيمي په سياست کې د پاکستان انګليس او امريکايي امپرياليزم د پوځي سياسي او اقتصادي ستراتيژيکو کارملنو(همکاريو) په اډانه کې دوام کوي ، که څه هم ددغې ستراتيژي ورځنۍ بڼه په نويو ټاکټيکونو
نويو امکاناتو او ستونزو سره برڅېرن اوظاهرا ً يو څه رنګ بدلوي ، خو دغه نامقدس ښکېلاکګر او اشغالګر امپريالستي مثلث ړنګ نه، بلکې
د نړۍ د يوقطبه کېدو سره لا ځواکمن شوی او په خپل شيطاني ګرداو کې يې د مظلوم افغان ولس سرګردانۍ ته تر پخوا زيات او شدت وربښلی دی .
تاسو پخبله په دې اعتراف کوئ
[quote:8ee3b22781]چې ،امریکا له تاریخه دنړیوال امپریالیزم مخکښه ده غواړي افغانستان هم دنورو هیوادونو غوندې اشغال او استثمار کړي ،[/quote:8ee3b22781] خو دا دهغې نقشې سره تړئ چې دافغانستان له اشغال نه وروسته يو امريکايي جنرال دسيمې دويش
په اړه کښلې او بلوچستان يې سره بېل کړي او افغانستان يې تر آباسينه صرف د پښتنو تاريخي سيموته محدود کړی دی .
که دپاکستان د تجزيې له پاره داد امريکا عملي طرحه او سياسي پلان وي نو دا پوښتنې ځوابول غواړي چې
١- پاکستان بيا ولې پخپله د امريکا پر ضد نه جنګيږي چې طالبان جنګوي ؟؟؟؟
٢- که امريکا اړونده سيمه ټوله اشغالوي نو بيا يې د خپلې مستعمرې په توګه ولې اود څه له پاره سره ويشي ؟
٣- که يې نه اشغالوي او پوځونه ترې وباسي، نو بيا ولې هغه آزاد افغانستان چې د پښتنو په سيمه کې تر آباسينه غځېدلی وي يواځې د طالبانو په سترګو کې اغزی دی چې پر ضد يې تر هر چا مخکې جنګيږي ؟؟؟
٤- که امريکا يان ددې وېش له پاره راتلل نو لږ تر لږه اوس ولې مستقيما پاکستان نه اشغالوي چې هر څه په يو وار تصفيه کړي او بري ته ورسيږي ؟
٥- که پلمه اتومي قدرت وي چې له ويرې يې په پاکستان بريد نشي کولی ، نو افغانستان ته د رارسيدو سره سم د نهايي بري او
محبوبيت دواړو له پاره يې ولې سمدلاسه د پښتونستان او بلوچستان د آزادۍ اعلام نه کاوه او پښتون بلوڅ يې پاڅون ته نه هڅول (؟)
٦- که دا تيرايستونکې طرحه صحيح او امريکا د پاکستان دوښمن وای نو بيا د پاکستاني طالبانو هغه مشران چې د ISI اطاعت نه کوي ولې په بې پيلوټه امريکايي الوتکو ويشتل کيږي او د امريکا اولوتکې ولې او څنکه د پاکستان له هوايي ډګرونو څخه پروازونه کولی شي ؟؟؟
٧- که ستاسې طرحه سمه وای، نو د امريکا او پاکستان ستراتيژيکه دوستي څنګه دوام کوي اود پاکستان سره دا په ملياردونو ميلياردونو ډالرو مرستې
ولې ، د څه له پاره او څنګه امکان لري ؟؟؟؟؟؟
٨- که امريکايان د پاکستان د تجزيې له پاره راتلل نو پاکستان څنګه او ولې د خپلو هوايي ډګرونو څخه د خپل دوست طالب رژيم د راپرځولو له پاره
امريکايي بم غورځونکو طيارو ته د پروازونو اجازه ورکوله ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ددې له پاره چې کامياب او بيا پاکستان تجزيه کړي ؟ :lol: :lol: :lol: :lol:
هغه څه چې تاسو يې وايئ هغه هم د امريکا او پاکستان له خوا نه يواځې
دعامه ذهنيت د مغشوشولو له پاره يو پوچ تبليغ دی بلکې
تر ټولو د مخه د طالب جنګياليو د تيرايستنې د دقيق پلان يوه برخه ده او بس !
٩- انګليسان له هند څخه وتلو ته مجبور شول خو د هند دتجزيې په مټ يې پاکستان بالکل تر لاسه کړ، نو د يو انګليسي پاکستان د تجزيې له پلان سره به
امريکا د انګلستان ملاتړ څنګه تر لاسه کړي ؟؟؟؟
برعکس د افغانستان تر لاسه کول د پاکستان انګليس او امريکا مشترک هدف دی : [color=red:8ee3b22781]که چيرې [/color:8ee3b22781]امريکا افغانستان مستقيما
پخپله کنترول نشي کړای نو بيا به يې د پاکستان او د پاکستان په افغاني لاس (طالبانو) کنترولوي !
[color=red:8ee3b22781]ځکه خوبه طالبان هم هېڅکله ددوی دواړو دوښمنانو په ضد له ټول افغان ملت سره يوځای جهاد کولو ته چمتو نشي !
او که دغسې ملي سرتاسري جهاد رامنځته شي نو پاکستان به پرې د هندوانو نوم کيږدي او د طالبانو لومړی برېد به د هغو مجاهدينو پر ضد وي چې د پاکستان پر ضد حرکت کوي !!!!![/color:8ee3b22781]
د طالبانو ورونو په شمول دې مونږ او تاسې ټول الله سبحانه وتعالی په خپلو[color=blue:8ee3b22781]ملّي [/color:8ee3b22781]او [color=red:8ee3b22781]خپلو[/color:8ee3b22781] اسلامې ګټو وپوهوي او طالبان دی خدای نور
ژر تر ژره د پرديو له دام څخه راخلاص کړي او الله تعالی دې ددې هدايت او توفيق ورکړي چې د ټول افغان ملت سره يوځای داشغالګرو پر ضد وجنګيږي !