نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دغندلوو رځ
مجيب انګار
26.04.2004
نن دغندلوورځ ده !
درټلواونفرين ور رځ ده !
دوطن پلورودغندلو، دپردي پالودرټلو اونفرين ورځ !
پريږدئ چې نن ډک زړونه تش کړو،دخپلوټولوبدمرغيواوبرباديوپراصلي عاملينولعت ووايو!
پريږدئ چې دکلونوبړاسونه وباسو.
پريږدئ چې غريومات کړو !
پريږدئ چې دخپل هيواددهرټپي زړه فريادزمزمه کړواودهرې لوټې اړماتې خښتې داشعاردرګه کړوچې :
مرګ پرپردي پالو!
مرګ پربي غيرته کمونستانو !
مرګ دغوايي داوومې دکودتاپرعاملينوچې زموږګلالی وطن يې دمرګونوپرکنډوالوبدل کړ !
نن دغوايي اوومه ده،دنن شعارهمدغه دی،دنن خبره همدغه ده، دنن کريږه اوفريادهمد غه دی. چې مرګ دثوردکرغيړنې کودتاپرعاملينو دازموږدمليونونوجګړوځپليوزړونو فرياداوچيغه ده. دازموږدکنډواله اوسوځيدلي هيواددهرې لوټې شعاردی.
دازمادهيواددکاڼي،بوټي،غره اوراغه زمزمه ده دوی ټول ددغې اوږدې شپې عاملين غندي چې دادی اووه ويشت کاله اوږده شوه.
هوکې ! دثورداوومې کودتاسره چې زموږپرګلالي هيواددمرګونو،بدمرغيواوورانيو کوم توپان راوالوت،کومه سره بړبوکض چې پررې راخپره شوه دادی شوم سيوری يې تراوسه زموږپرهيوادپراته دي.
بې پته اووطن پلوروکمونستانوچې دکرملين په اشاره په هيوادکې دمرګونوکومه لعنتي لوبه پيل کړه،ترننه موميندې ژړوي اودخپلوبچوسرته يې کينوي.
ځکه خونن دغندلوورځ ده، دنفرين اورټلوورځ ده ،که څه هم دنوې ديموکراسۍ سيوري ته پروني کمونستان ترټولوبره ناست دي که څه هم نن زموږدولتي چارواکي دغه ستره جفانه يادوي خوزموږدټپي هيوادپرزړه ټپي اوداغدارې هرې مورچوپ فريادهمدادی، زموږدورانوکليواوچوپوهديروهره شناخته اولويدلی ديوال،همدغه زمزمه کوي چې :
مرګ په پردي پالواوطن پلورو
مرګ پرکمونستانوچې
ګل وطن يې په مرګونواووحشتونوواړاوه
(((دسهارورځپاڼې نه په مننه)))
درنواوپه اسلام ،افغانستان اوپښتومينوپښتنوورونو! زماپردغه شان ليکنوډيرورونه نيوکې کوي خوچې هرڅومره نيوکې کيږي زه پرې خوښيږم ،يوه خبره ديادونې وړبولم چې داډول ليکنې زمادخپل زړه بړاس دی په ټول افغان ويب پاڼه نيوکې مه کوئ.
نقاد
26.04.2004
[quote:e16e4f2bd3]درنواوپه اسلام ،افغانستان اوپښتومينوپښتنوورونو! زماپردغه شان ليکنوډيرورونه نيوکې کوي خوچې هرڅومره نيوکې کيږي زه پرې خوښيږم ،يوه خبره ديادونې وړبولم چې داډول ليکنې زمادخپل زړه بړاس دی په ټول افغان ويب پاڼه نيوکې مه کوئ.[/quote:e16e4f2bd3]
[color=blue:e16e4f2bd3]درونداو منلی انګار صيب ، له سلامونو څخه وروسته:
تاسو چې څه ليکلي ، هغه مو حق او پر ځای ليکلي، ځکه دا يواځې ستا نظر نه دی . دا د ټول افغان اولس ، په تيره تيره بيا د پښتنو د وجدا ن او زخمي زړه فريادي چغه ده ، چې تاسويې دلته په ټول افغان کې د انځورولو هڅه کړې ده . ټول افغان په دغسې ليکنو وياړي چې د افغان اولس د ضمير آواز پورته کوي او د سينې په ټپونو يې دمرهم پټۍ ږدي .
انګاره وروره ، کمونستان خپلې کرغيړنې تاريخي څېرې د ديموکراسۍ تر شا نشي پټولی ، ځکه دديموکرا سۍ لومړي او اصلي دوښمنان خو همدوی دي ، وو ، تر څو او تر کومه چې دوی کمونستان پاتې وي ، تر هغې پورې به همغومره ددېموکراسۍ هم دوښمنا ن پاتې وي .
خلقيان او پرچميان خپلې کرکمنې او منفورې څېرې او تاريخي جنايتونه د د يو لړ نورو ناخوالو تر شا پټوي : دوی د مجاهد اولس نه، بلکې د جهادي تظيمونو او طالبانو د ﻻ بترو ناخوالو تر شا خپلې ناخوالې پټوي ، او داوبو په خړولو سره ځا نو نه له ګرمتوب (ګناه) څخه خلاصول غواړي. دوی په دې ﻻره کې يو څه موفقيت هم تر ﻻسه کړی دی، خو دا ډير مجازي ، آني او موقتي بری دی ، که ديموکراسي پلې شي او واک اولس ته په ﻻس ورشي ، ددوی سره به داسې اصولي برخورد وشي چې خپله اصولي دوښمني او اولس دوښمنه
اصوليت به ترې هير ، او دلومړي ځل له پاره به دوی پوه شي چې ديموکراسي يا اولسواکي څه ته وايي ، اودوی هم د نورنبرګ په تاريخي محاکمه کې د محکوم شويو نازيانو سره په عمل او کردار کې څه فرق او توپير نه درلود . برعکس نازيانو نه خپل و طن او وطنوال بمبارد کړي دي او نه يې ورپسې کوم بهرنی قدرت راوستی و .
په درنښت. [/color:e16e4f2bd3][list=][/list]
ع کريم حليمي
27.04.2004
محترم پاڅونوال صاحب ،انګار ځوانه او درنو لوستونکو خدای مو د هره شره وساته٠ هم د دنيا او د اخيرت !
هرملې خاين دی خدای زموږ دمملکته ورک کړي ٠ او هر مظلموم دی خدای لظلمه خلاص کړي ٠ هر دربدره
دي خدای خپل کور ته ورسوي ٠ او هر افغان چه ښه مراد په زړه کی لري ٠ په مراد دي و رسېږئ ٠
دوه غمه مو پر سر برابر دي ٠ يونيم مليون شهيدان مو ورکړه ٠ او خپلواکی مو په لاس رانغله
د روس کمونيزم مو لمنځه يووړ ٠ او د جنګ د کاميابۍ سمبول مو پيدا نه کړۍ ٠
ګورګين چه مو مړ کړۍ او ازادی مو واخسته ٠ سمبول مو ميرويس نيکه سو ٠
افغانستان چه ئی چوړ کی ٠ سمبول ئی احمد شاه دی ٠
انګريز چه مو د وطنه و استی سمبول ئی امان الله خان سو ٠
چه په ټولو مو تاريخ ښايسته دئ ٠
زموږ په دا اوږده تاريخ کی يونيم مليونه شهيدا مو د ازادۍ لپاره نوه ورکړي ٠ دغه اول وار دی ٠ چه ډېر مو
مړي ورکړه ٠ او سمبول مو پيدانکړۍ ٠
کله چه يو ملت مورده باد او زنده باد نعری وهی هغه وخت ئی خوند او تأثير ډير وي ٠ چه هيرو ولری ٠
وايی چه که نعوذ بلله که خدای نوای ٠ موږ مجبوره وو چه يو مو پخپله چوړ کړی وای
ډېر لوی مجبوريت دی چه يو ملې سمبول ولرو چه کمونيزم چا لمنځ يووړی ٠
دغه هم يو لوی ظلم راسره سوی دی٠ مرګ پر هغه چا چه زموږ د جهاد سمبول ئی راڅه ورک کړۍ ٠
او يواری بيا داموقع په لاس راغلې ده ٠ چه دخپلواکۍ سمبول جوړ کړو يا ئی پيداکړو ٠
که داسی ونسوه ٠ نو خپلواکی هم مړه سوه ٠
حليمي
مجيب انګار
27.04.2004
مجاهدورورحليمي !
اسلام عليکم...........
دلوی څښتن نه دې سره دټول کړيدلي اوخواروزارافغان مجاهدملت روغ رمټ اوبريالی غواړم.
ګرانه وروره ! په رښتياهم چې دهرشعارلپاره يويوسمبول ته اړتياوي...هرخپلواک قوم اوملت چې دخپلې خپواکۍ ورځ لمانځي نوديوچاانځوريې زړولی وي،ديوچاپه نوم د (ژوندی دې وي،جنتي دي شي)...نارې وهي........خوداچې موږدچانوم واخلو،چاته خپل اتل اوهيروووايوپه دې اړه به دومره درته ووايم چې روسانوته يوازې څوتنودګوندونو مشرانواوليډرانوماته نه ده ورکړې،جهاديوازې دوی نه دی کړی،کمونيزم يوازې دوی نه دی له منځه وړی...بلکې ټول افغان اولس ددې جهاداتلان دي،همدغه اولس ؤچې دروس پرخلاف يې توره اوچته کړه،هجرت يې وکړ........دافغان جهادهرشهيدزموږاتل اوهيرودی که دبل په خوله دجهاداتلان غوره کوونوښاغلو.....خوراته ملي اتل اعلان کړی.......خونه دابه وايوچې هرافغان چې په جهادکې يې برخه اخستې اتل دی
salou
28.04.2004
ښاغلۍ انګارډېرډيرسلامونه،
ددي پرځاي چي پرژوندي سړيخوړونکي مارباندي مو حمله کړي واي
تاسوپر مړه ښامارباندي د توري ګذارونه وکړل.په هرصورت
زه نه پوهيږم چي تاسوڅه غواړۍ،
يو ځاي د (نفرين)نارې وهۍ اوبل ځاي هم د يووالي،
په يوه سترګه ژاړۍ اوپر بله هم خاندۍ،
دغوئي د مياشتي په اوومه ماتم کوي او دغوئي په اتمه أتڼ.
أيا دا دواړه نيټې دهېواد په تاريخ کي ستري غميزي ندي ؟؟؟
خوتاسويوازي اويوازي د
کمونستانو ظلمونو اوجنايتونوته ګوته ونيوه اود سړيخوړونکومجاهدينو پر
تيريو او وحشتونو مو خاشه واچوله.
وروره،
که خواد نه بديږي نو زمونږ لپاره خود دې (غړه کي)شلومبۍ هم د څکلو نه وي،
خو زمونږ بد مرغي پدي کي دي چي هيڅوک هم نه وايي چي
((((((((((((((((((((( زما د غړه کي خوند بد دې.)))))))))))))))))))))))))
أيا دېته تاسو عدالت اوقضاوت واياست؟؟؟
أيادا دافغانستان او همدارنګه ددي نيټې له بيګناه قربانيانوسره خيانت ندي؟؟؟
په درناوي
سالو
مجيب انګار
28.04.2004
سالوته ګيډۍ ګيډۍ ګلونه ورډالۍ کوم!
پس له سلامه ،ګرانه وروره نه پوهيږم چې تازماليکنې ته په کوم نظرکتلي اوته مجاهدينوته څنګه سړي خواره وايې ،که دې مطلب په ځينې جهادې رهبرانواو قومندانانوکې وي خوزه بلاورپسې اوکه نه هرهغه چاته چې دکفراوبهرنيو يرغلګروپرخلاف يې جهادکړی سړي خوروايې نوبياستاسره بحث کول نه دي پکار ځکه چې ستاوينادخپل اولس ترجماني نه کوي،اونه داديوافغان وينااونظرکيدی شي.
په مخه دې ګلونه
salou
28.04.2004
ګران وروره انګار صاحب ،
ډيرډيرسلامونه اونېکي هيلي!
زما مطلب همدغه قوماندانان اوجنګي جنايتکاران دي.
هغه څوک چي نه يي دچاپرمال اوناموس باندي هيله کړي
اونه يي هم دچاپرپت اوعزت.
له بده مرغه
(((((((((((((((((((( په وچوپسي لانده هم سوزي.))))))))))))))))))))
خوزمامطلب په هيڅ ډول په ازادې،اسلام او هېواد مين مجاهدين ندي ،
هغوي چي دپورتنو هدفونولپاره يي دپردو يرغلګروپرضد جهادفيصبيلله
کړۍ دي ،
خپل مال اوسر يي قربان کړي دي،
تل ترتله به زمونږ په زړونو کي وي اوخداي ج دي جنتونه ورپه برخه کړي.
((((((((( پدي کي زما د کورنۍ غړي اوخپلوان هم شامل دي.))))))))))))
خوهغه څه چي لدي نيټي څخه وروسته پرهېوادراغلل ، زمونږټول افتخارات
يي په صفر کي ضرب کړل.
(((((((((( چيزيکه در عيانست:::::حاجت چه به بيان است.))))))))))))))
ځکه وايم چي نن هم د ماتم ورځ دي.
کنه نواوس به پخپل وطن کي سري سترګي ګرځيدو،دلته به مو څه غوښتل.
په ډيردرناوي
سالو
مجيب انګار
29.04.2004
سالو!
اسلام عليکم...
زه خوپه دې خبره ډيرزوريږم چې څوک دغوغلو،شوکمارانو،سړي خورو،ډاکوانو...اودهيواددښمنانوته مجاهدوايي ،مجاهدخپل صفات لري خپل مشخصات لري که داسې وي چې هرڅوک دې راولاړيږي يوڅوکسان دې وژني،څوکورونه دې ورانوي،دملت مال دې لوټي ،ملي اردودې له منځه وړي،دپيغلوعزت دې لوټي.....اوځان ته مجاهدوايي دی خولاڅه چې موږيې هم مجاهدبولونوبياخوداسلام کډه باربوله..........
دغه يوزيات شميرغله چې ځانونه مجاهدين،دجهادګټونکي اودشهيدانووارثان بولي دوی په حقيقت کې دمجاهدينو،شهيدانواوجهادهغه دښمنان دي چې نه يې جهادکړی اونه يې په شوروي ګولۍ ورشړلې. ماهيڅکله هم دخيټه وروقومندانانواورهبرانوملاتړنه دی کړی خوجهاداومجاهدينوته هم په سپکه سترګه نه ګورم ځکه دافغان مجاهدينودتورې برکت ووچې دشوروي له شره خلاص شوو کنه نواوس به په څه حال وو....داچې موږنن مارشالان، ملي اتلان اودملت شهيدان مجاهدين بولوداخوزموږخپله تيروتنه ده،
salou
29.04.2004
انګارصاحب بياهم سلامونه اونېکي هيلي!
(((زه خوپه دې خبره ډيرزوريږم چې څوک دغوغلو،شوکمارانو،سړي خورو،ډاکوانو...اودهيواددښمنانوته مجاهدوايي ،مجاهدخپل صفات لري خپل مشخصات لري که داسې وي چې هرڅوک دې راولاړيږي يوڅوکسان دې وژني،څوکورونه دې ورانوي،دملت مال دې لوټي ،ملي اردودې له منځه وړي،دپيغلوعزت دې لوټي.....اوځان ته مجاهدوايي دی خولاڅه چې موږيې هم مجاهدبولونوبياخوداسلام کډه باربوله.......... )))
د زړه له کومي مننه!
ځکه مي هم هغوي په ذ کرشوي نوم له رښتينو مجاهدينوڅخه رابېل کړل.
ديادولو وړ دي چي اوس
((((((((((((((.......هم د شمشيرزن ناري وهي.))))))))))))))))
دوستم چي د ملي خائن (کارمل) په لارښودنه دپنجشېرله ډاکو سره يو ځاي
شو نو د(قهرمان مجاهد) لقب او(سترجنرالي) يوځاي ورکړل شول او دغلو
ډله ټپله يي اوس هم د ملي اسلامي جنبش په نوم ياديږي.
أيامونږسياستوال لرو؟که لرويي،أيادوي په سياست پوهيږي؟
salou
29.04.2004
وبخښۍ،
دتخنيکي ستونځي له امله زما وروستۍ جمله پاته شوه.
که څوک زما په خبروخوابدي شوي وي،ډيره ډيره بخښنه غواړم!!!!!!!!!!!!
د وخت دنلرلوله امله نه شم کولۍ چي لدي وروسته په سياسي بحثونو کي
ګډون وکړم.خوستاسو نظريي به په ورين تندي لولم.
روغ،جوړاوبريالي اوسۍ!
په ډيره مينه اودرناوي،
ستاسوورورسالو