د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د تدبر اوتأمل په رڼا کې د تيروتنو شننه او د ننګونو حل موندنه

ډاکتر وطنمل
24.08.2010

درنو ، محترمو او مکرمو دينپوهانو ، عالمانو او د نظر خاوندانو السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !
له شک پرته تَدَبُر او تأمُل د اسلامي سياست يو زرين آر ګڼل شوی دی( [color=yellow:3990695409]فتدبر وتأمل [/color:3990695409]) چې Rationality او د تفکر لب و لعاب ورته ويلی شو .
لکه څنګه چې منطق په قياس او تفکر په اجماع کې لويه برخه لري دغسې تدبر او تأمل هم له ايت او حديث وروسته په اسلامي سياست ،
ټولنيزو چارو په تنظيمولو، پوځي او اداري چارو کې اغيزمن او اصولي رکن بريښي ، که همداسې وي تاسو قدرمنو دينپوهانو
لومړی دغه اصل د ديني احکامو او ارشاداتو له مخې ښه روښانه کړئ او
بيا هغه حساسې ستونزې په ګوته کړئ چې د حل له پاره يې
طالبانو ورونو د خپل قدرت په تيره دوره کې د سهوې يا غفلت له امله له [color=blue:3990695409]فتدبر وتأمل [/color:3990695409]له حکم څخه سم کار
وانخيستلی شو او د هغو ستوزو او ننګونو په تشخيص کې مرسته وکړئ چې دوی ورسره اوس يا قدرت ته د بيا رسيدو په وخت کې
مخاخ کيږي، چې دحل لپاره يې بايدپه تاخير ناپذيره توګه له دغه زرين آر څخه کار واخلي !
الله تعالی دې ټولې نېکې مشورې د مبارکې روژې په عباداتو کې حساب کړي!


رښتینی
25.09.2010

.
نه پوهیږم د ډاکټر صیب دی مهمی موضوع ته ولی چا توجه نده
کړی سره له دی چی داډیره مهمه او اساسی موضوع ده او د درنو
طالبانو وروڼو له پاره د تأمل او تدبر په اهمیت خبری کول زما په
اند ډیر ی مهمی دی .

ټولو وروڼو ته په کار ده چی دی لورته توجه وکړی او په دی اړه خپلی
رایی او مشوری ونه سپموی



01.10.2010

څنګه چې انسان يو متفکر موجود دی ، نو الله تعالی ورته امر کوي چې له ايت او حديث وروسته له خپل فکر، تدبير او تدبر څخه کار واخله !
خو د ايت او حديث څخه وروسته دوه نور ې انتقالي پوړۍ د اجماع او قياس دي چې تر ډيره حده په هغې کې هم د امت تفکر او تدبر برخه لري .
دغه څلور دلايل ( ايت، حديث ، قياس او اجماع ) د شريعت له پاره کافي ګڼل شوي
خو د نور ژوندانۀ مسايل چې ورځ په ورځ ډيرښت ،
پراختيا او تنوع په کې راځي د انسان خپل تدبر او تفکر ته محوليږي . په دې برخه کې اسلامي هيوادونه يو داسې اساسي قانون ته اړکيږي چې
د شريعت احکام په کې خوندي او د ژوند چارې په کې د تدبر او تفکر په مټ تنظيم شوي اوسي ! له دې کبله تدبر ته د ژوند ډيره برخه سپارل کيږي ، ځکه هغه پرمختګ ، وده او تکامل چې د قران له نزول ورسته مسلمانان د قيامت تر ورځې پورې کوي په شرعي تلسټ د مسلمانانو د تدبر او تفکر
پواسطه رامنځته او بدرګه کيږي . په دې کې شک نشته چې د مسلمانانو د انساني تدبر او تفکر لومړۍ دنده او نتيجه د يو داسې اسلامي نظام او حکومت
رامنځته کول دي چې په نړيواله کچه ورته اسلامي خلافت ، خو په ملي کچه همغه رژيم ته اسلامي امت واکي ويل کيږي .
په اوس وخت کې ژوند هغسې ساده نه دی پاتې چې د راشدينو خلفاو په وخت کې و، دژوند مسايل ډير شوي، هر اړخيز شوي او پېچلي شوي دي،
نو په همغه پيمانه سره زياته شننه او څېړنه غواړي اوزيات مسوليت ، زيات تفکر او تدبر ته اړتيا لري!
خو سره دې ټولو تغيراتو ، بدلونو او ننګونو چې په ملي او ټولنيز ژوند کې مسلمانان ورسره مخ دي ، بايد تدبر او تفکر د څلورو شرعي دلايلو سره خپله اړيکه ټينګه وساتي ، وې پالي او پياوړې يې کړي !
[color=red:7610abc894]ددې له پاره بايد د اسلامي هيوادونو حکومتونه - په تيره بيا افغاني رژيم هم ملي، هم اسلامي او هم امت واک اوسي !
ومن الله التوفيق [/color:7610abc894]



ع کريم حليمي
01.10.2010

ډېر درندو مکرمو او محترمو استادانو ، ډاکتر وطنمل صاحب ، پتوال صاحب
او مونږ ته ګران ، زموږحامد صاحب
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته ،

مکرم ډاکتر صاحب لیکلي چه :
طالبانو ورونو د خپل قدرت په تيره دوره کې د سهوې يا غفلت له امله له فتدبر وتأمل له حکم څخه سم کار وانخيستلی شو او د هغو ستوزو او ننګونو په تشخيص کې مرسته وکړئ چې دوی ورسره اوس يا قدرت ته د بيا رسيدو په وخت کې مخاخ کيږي، چې دحل لپاره يې بايدپه تاخير ناپذيره توګه له دغه زرين آر څخه کار واخلي !
ډاکتر صاحب ، اول زه ایمن او مطمئن نه یم !!! چه د غورڅنګ له عسکر
څخه نیولې بیا تر لوی ملا صاحب پوري يې له فکره کار اخستئ وي ، دوئ ته امر کېدلئ چه داسي وکړئ ، او دوئ بېله تاخيره امر عملي کاوه او بس
څوک چه یواري غلامي وکړي بیا هم غلامي کوي ، تاریخي جبر

له تدبر او تأمل نه هغه څوک کار اخلي چه مستقل وي ، مکمل استقلال خو
په دغه جهان کښي نسته ، څوک ، سیاست چه نیمه استقلال ولري ، هغوئ له تدبر او فکر نه کار اخستلی شي ،

دوئ !! لار ښونکي لري ، هغوي لار ښوونکي‌يې ډېر متفکر خلګ دي .
دوئ ته مشوره ورکول اصلا هغوئ ته مشوره ده !!!

منتخب حکومتونه دي چه نیمه ازادي لري ، او مشورې ته ضرورت لري او مشوره ورکول ښه اخلاق دي

کابل معلوم او د سر چنګک (امریکا) یي معلوم ، نن کابل یو چاریاک ۱/۴:ازاري ، حریت ، لري داسي ورځ راروانه ده چه نیمه ازادي به ولري

هر هغه حرکت چه : طرف يې معلوم نه وي، متشرعین هم نه وي هغوته مشوره ورکول اصلا مشروعیت ورکول دئ ، بد کار يې ګڼم
نه پوهیږم چه : تاسو ولي ډبي چالۍ یعني نامعلومي رهبرۍ ته د مشورېٖ آرزو لرئ ،ایا دا ګناه نه ده ؟؟ حتی الامکان : په داسي امام پسي د اقتداء حق نه لرو ، چه لیدلی يې نه شو ، او که مو نه پېږندلئ نو د تقلید او متابعت او پیروۍ اجازه نسته مونږ او تاسو لره ، پر هر چا لازمه ده چه اول مبارک صلی الله علیه وسلم و پېژني او بیا درود پر ووایی

ډېر ګران پتوال صاحب ، تاسو ولي د مریض بړستن پر سر راکش کړ
(په نړيواله کچه ورته اسلامي خلافت) ، دوئ بېچاره ګانو تر اوسه د خلافت
پر تعریف او مشخصاتو په يوه خوله ندي ، او حضرت عمر رضي الله عنه
خلافت رد کړي وو ، ځان يې د مسلمانانو امیر ګڼلۍ نه خلیفه !!!

حضرت عمر رضي الله عنه چه ۲۰ رکاته تراویح په جماعت کړېٖ ، نو د روژېٖ
۲۰ رکاته تراویح سنت شوېٖ ، او چه ښکار او واضح يې ویل چه زه خلیفه نه یم ، دوئ چمېدلی خلافت غواړي ، او چه پوښتنه ترېٖ وکړي چه خلافت تعریف وکه !! او مشخصات يې څه شي دي، نو په جواب کښی و وايي چه :
أهل الحل والعقد له خوا خلیفه ټاکل کیږي . دا یوه ښه خبره ده ، د شریعت محمدي سره تړاو نه لري ، د نبی خلف خلګو انتخاب کړي ، د أهل الحل والعقد خبره هغه وخت نه وه !!! ، هغه وخت خبره د قریش او نا قریش وه

زه و هغه سیاسي نظام ته مشوره یو اخلاقي کار ګڼم :شُوْرَى و لري
او د دغه شُوْرَى مجلسیان معلوم وي ، هو !!! نه هغه شُوْرَى چه : محل ئې
او مکان ئې یوازي او یوازي پېریانانو ته معلوم وي


درنښت


pattang
01.10.2010

[quote:4d02d43aca]ډاکتر صاحب ، اول زه ایمن او مطمئن نه یم !!! چه د غورڅنګ له عسکر
څخه نیولې بیا تر لوی ملا صاحب پوري يې له فکره کار اخستئ وي ، دوئ ته امر کېدلئ چه داسي وکړئ ، او دوئ بېله تاخيره امر عملي کاوه او بس
څوک چه یواري غلامي وکړي بیا هم غلامي کوي ، تاریخي جبر[/quote:4d02d43aca]

نوددې مشر پښتون ملا صيب او د هغه شويه محقق به څه فرق سره کيږي
خودواړه د خپلواکي دوښمنان او د دالرو مزدوران دي٠
هر هغه مشر چې په طالبي غورځنګ تور تړي او واقعي څېره يې نه پيژني
پښتانه بايد ځان ور څخه لرې وساتي اوخرڅ شوی يې وپېژني٠



ع کريم حليمي
02.10.2010

[quote:6ad009c336="pattang"][quote:6ad009c336]ډاکتر صاحب ، اول زه ایمن او مطمئن نه یم !!! چه د غورڅنګ له عسکر
څخه نیولې بیا تر لوی ملا صاحب پوري يې له فکره کار اخستئ وي ، دوئ ته امر کېدلئ چه داسي وکړئ ، او دوئ بېله تاخيره امر عملي کاوه او بس
څوک چه یواري غلامي وکړي بیا هم غلامي کوي ، تاریخي جبر[/quote:6ad009c336]

نوددې مشر پښتون ملا صيب او د هغه شويه محقق به څه فرق سره کيږي
خودواړه د خپلواکي دوښمنان او د دالرو مزدوران دي٠
هر هغه مشر چې په طالبي غورځنګ تور تړي او واقعي څېره يې نه پيژني
پښتانه بايد ځان ور څخه لرې وساتي اوخرڅ شوی يې وپېژني٠[/quote:6ad009c336]

د خدای لعنت دي وي پر هر هغه پښتون چه د ډالرو په سبب تر افغانیت او ایماني عقیده تېرېږي ، او لعنت پر هر ملي خاین او د سترګو پر خاین ( مېله چه د کوربه ناموس ته د سترګو تر کنجانو په خیانت ګوري )


مومن مهاجر
02.10.2010

وروڼو!که سالم نظرلرئ په مؤدبانه الفاظویې وړاندي کړئ . یوبل ته سپکي سپوري ویل نه دحل لاره ده اونه معقولیت . همدارنګه بحث ته وړاندي شوې موضوع هم ترسیوري لاندي راولي یعنی په خپله بحث کوونکي هم دتدبراوتفکرجوګه نه دي .


عادل عادل
03.10.2010

سلامونه

له ډیره وخته د ښاغلي ډاکټر صیب وطنمل لیکنه چې خورا دروند او د اهمیت نه ډک ټکئ یې پکې را اخیستئ دی، همداسې پې ځوابه او بې له تعلیقه پاتې وه.

[quote:bf3591beff]نه پوهیږم د ډاکټر صیب دی مهمی موضوع ته ولی چا توجه نده
کړی سره له دی چی داډیره مهمه او اساسی موضوع ده او د درنو
طالبانو وروڼو له پاره د تأمل او تدبر په اهمیت خبری کول زما په
اند ډیر ی مهمی دی .

ټولو وروڼو ته په کار ده چی دی لورته توجه وکړی او په دی اړه خپلی
رایی او مشوری ونه سپموی[/quote:bf3591beff]

له ډیر وخت وروسته ښاغلي حامد صیب بې له دې چې د موضوع په اړه څه ولیکي او یا ولیکلای شي، نو یوځل بیا یې په ټولو غږ وکړ چې په دې موضوع یو څه ولیکي.

زه خو په دې باور یم چې حتمي نده چې هر څوک دې د هرې موضوع په اړه حتما بشپړه پوهه ولري، دا چې د ډاکټر صیب لیکنه بې ځوابه او یا هم بې له تعلیقه پاتې شوې همدا د بحث د ګډونوالو د تدبر او تامل ښکاره بیلګه ده، ما شخصا په دې اړه په لاندې دوو سببونو سره څه نه دي لیکلي:

1-زما تر سویې او پوهې لوړه موضوع ده
2-ډاکټر صیب خپله هم څه نه دي پرې لیکلي، ....ګران حامد ورور یې هم متابعت کړی


رښتینی
03.10.2010

عادل صيب له نطر نه مو ډیره مننه کوم

یاره وروره تاته خو به پته یی دا لیکنی هم لکه شعر داسی وی
کله چی تبیت برابر وی خوښه او که نه نو هرڅه لیکل هم نه دی ضروری
او بل تاسو د سویی خبره کړی ده دا نه درسره منم ځکه مهمه نده چی پر
یوه موضوع دی کلی احتاطه وکړل شی او دهغی اړوند دی ټول تشفی
مضمون را واخیستل شی
بلکی له خپلی پوهی سره سم باید نظر ښکاره او په اړوند موضوع نسبی رڼا
وغورځول شی

اوبل نیت لاره چی په دی برخه کی څه ولیکم خو باور وکړه چی دحلیمی صیب
خبرو خواشینی کړم حلیمی صیب ته زه بیخی ډیر احترام لرم خو دلته یی نظر
معاندانه راته ښکاره شو نه مخلصانه !! :?

ایا په طالبانو کی دومره خیر نشته چی ددی وړ هم ندی چی سړی دی
نیکی مشوری ورکړی ؟؟؟
دابیخی ناسم اند دی !!

خدای دی وکړی حلیمی صیب خپه نشی او دخپل نظر په اړه ژور سوچ او
بیا کتنه وکړی او له انصاف او نیاو نه کار واخلی



ع کريم حليمي
03.10.2010

[quote:e5c3a2bddc]همداسې پې ځوابه او بې له تعلیقه پاتې وه[/quote:e5c3a2bddc]

ښه شو چه !!! پر مغلق عبارت يې تاسو حاشیه ولیکل ، تشکر چه :هغه مغلق متن دي واضح او روښانه کړئ

مکرم حامد صاحب !
هو !! زه طالب ته مخلص نه یم ، زه لیکلو ته مخلص کیږم !!!
د طالب لیکلی مي مخته کښېږده ، چه مخلص کېږم که نه ، دڅه شي مخلص شم ؟؟؟؟
یو نظام نامېٖ ته مخلص کېږم نه فرد ته ، فرد مرګ لري ، فرضاً سبا لوی ملا صاحب مړ شو ، نو بیا يې د زوئ مخلص شم ؟؟؟؟
پوښتنه : ته ورته مخلص يي‌ ؟؟؟‌ او ولي ؟؟؟ ، د طالب په سیاسي تحریک کښي د ملت څه منافع او سود سته ؟؟؟؟
دغه تحریک دئ چه کرغېړن او معاندانه پلانونه لري ، که کړغېړن او معاندانه
پلانونه نه لري نو ولي ملت ته مرامنامه نه اعلانوي ، او اوږد مهال ، لنډ مهال
پلان کښي څه لري ، خلافت راولي ، جمهوریت راولي ، پاچاهي‌

و څه ته مخلص شم ؟؟؟؟؟؟؟ غل هم نارېٖ وهي چه : راګرځوه يي ، د کور خاوند هم نارېٖ وهي چه راګرځوه يي څوک ټنګ کړم ؟؟؟؟
د خداي د دین نه دئ ټېکدار دي نه زه !!!!!!
درنښت


كريم كامران
03.10.2010

السلام عليكم.

يو خو د حلیمي صاحب د لیکنو ژبه دومره درنده او پیچلې وي چې هرکله زه د حلیمي صاحب تبصره پای ته ورسوم یو اوږد اسویلی مې له خولې ووځي لکه یو دروند بار مې له اوږو کوز شي.
خو بیا هم دحلیمي صاحب دلیکنو نه د تدبر او تامل په زور اخذ کولی شم.

[quote:afa48ca52b]له تدبر او تأمل نه هغه څوک کار اخلي چه مستقل وي ، مکمل استقلال خو
په دغه جهان کښي نسته ، څوک ، سیاست چه نیمه استقلال ولري ، هغوئ له تدبر او فکر نه کار اخستلی شي[/quote:afa48ca52b]
حلیمي صاحب که په همدې فورمول کې تاسو واچوو داسې ښکاري چې تاسو هم په شخصي توګه د استقلالیت له افتقار سره مخامخ یاست ستاسو استقلال هم سلب شوی راته ښکاري ځکه خو پرته له تدبر او تامل په پټو سترګو هغه څه واياست چې صرف او صرف د نیویارک دحکومتي چارواکو، د میډیا، رسنیو، او مطبوعاتو رسمي پالیسي او د خلکو په اذهانو کې یې پیچکاري کول غواړي. او چا ته دا اجازه نه ورکوي چې دطالبانو په رابطه د تدبر او تامل په رڼا کې قضاوت او تصمیم ګیري وکړي.

[quote:afa48ca52b]دوئ بېچاره ګانو تر اوسه د خلافت
پر تعریف او مشخصاتو په يوه خوله ندي ، او حضرت عمر رضي الله عنه
خلافت رد کړي وو ، ځان يې د مسلمانانو امیر ګڼلۍ نه خلیفه !!! [/quote:afa48ca52b]
نه پوهیږم پورتنۍ جملې د عدم تفکر او تامل زیږنده دي، او که د عدم علم او عدم مطالعې ثمره ده؟؟؟؟

لطفا که ثبوت په لاس راکړئ اومرجع ذکر کړئ چې په کوم ځای کې حضرت عمر رضي الله عنه خلافت رد کړی وو؟
زما د معلوماتو مطابق حضرت عمر رضي الله عنه خلافت نه دی رد کړی، بلکې کیسه داسې وه چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو پرځای یې ابوبکر الصدیق رضي الله عنه خلیفه وټاکل شو هغه به یې (خلیفة رسول الله) باله، کله چې ابوبکر وفات شو او پرځای یې حضرت عمر خلیفه شو نو هغه ته به یې (خلیفة خلیفة رسول الله) ویل، بیا صحابه وو فکر وکړ چې دا لړۍ خو همداسې اوږدیږي ترڅو به دراتلونکي هرخلیفه په نامه کې د خلیفة کلمه وراضافه کیږي؟؟ نو په دې باندې اتفاق وشو چې د (خلیفة خلیفة رسول الله) پرځای حضرت عمر رضي الله عنه ته د(امیر المؤمنین) لقب ورکړل شي. او اولنی خلیفه چې د امیرالمؤمنین لقب ورکړ شو حضرت عمر وه.

په دې روایت کې که چیرته له تدبر اوتامل څخه کار واخلو حضرت عمر رضي الله عنه خلافت نه دی رد کړی، یوازې دالفاظو بدلون رامینځ ته شوی د خلیفة لپاره یې د امیرالمؤمنین لفظ اختیار کړی، هغه هم په دې اساس نه چې ګنې خلافت رد کړل شي، بلکې دالقابو د سلسلې د اوږدیدو له غمه یې د خلیفه لقب ایسته کړ. که داسې نه وای شوي حضرت عثمان به (خلیفة خلیفة خلیفة رسول الله) وه، او حضرت علي رضي الله عنه به د (خلیفة خلیفة خلیفة خلیفة رسول الله) په نامه یادیده. او خدای خبر چې د امویانو او عباسیانو خلفاوو القاب به څو صفحو کې ځاییدل؟؟
نو صحابه وو له تدبر او تامل څخه واخیست او خلکو ته یې کار اسانه کړ، یوازې د خلیفه لقب بدل شو، اداري تشکیل ته ترنن ورځې پورې خلافت ویل کیږي، نه چا رد کړی او نه یې څوک ردولای شي.

نو حلیمي صاحب یو احتمال به خامخا شتون لري چې پر بنسټ یې تاسو پورتنی نظر خپل کړی یا به (عدم تفکر او تامل) وي او یا (عدم علم او معرفت). دکوم په نتیجه کې چې په لیکنو او تبصرو کې همیشه ستاسو پښه ښوییدلې ښکاري.
هیله ده ځواب یې راکړئ ترڅو وپوهیږم چې ستاسو پاتې نظریات هم د همدې احتمال نه سرچینه اخلي، او د طالبانو په اړه ستاسو منفي نظر هم په دې ځواب (عدم تدبر، عدم علم) قیاسیږي.


مومن مهاجر
03.10.2010

ټولووروڼوته السلام عیکم ورحمة الله وبرکاته!
زه له خپل شخصي اندسره سم ویلای شم چي طالبان بایدهم اوس اوهم په احتمالي توګه واک ته درسېدوپرمهال څوشیانوته هرومروپاملرنه وکړي :
اول : له عصرسره سم علم ته پوره توجوکول په دې معنی چي طالبان بایدهمدااوس اوس په دې برخه کي داسي کاروکړي چي په وس یې پوره وي داسي ډېرې سیمي شته چي زماله معلوماتوسره سم طالبان په هغوکي پوره واک لري خوهلته دعلم لورته هیڅ توجونه شته په خپله دطالبانوپه لیکوکي هم داسی کسان ډېردي چي که رښتیا ووایم په اسلامي اساسي تعلیماتوکي صفردي . څومره چي ماله خپلوملګروپوښتنه کړې اومعلومات مي راغونډکړي دطالبانوډېرمشران دیونظام په توګه داسي مفکوره اومعلومات نه لري چي په مشخص ډول اولس اواسلامي نړۍ ته خپل اهداف بیان اوهغوئ مطمئن کړي . اصلادطالبانولوړپوړي چارواکي دیوشعوري اسلام پرځای ددودیزاسلام یعني کلیوالي فرهنګ تزاغېزډېرلاندي دي له همدې کبله که پرهمدې حال پاتي شي فکرنه کوم دحکومت په څېریولوی سسټم دي وچلوي په نظام کي ترعنعناتوعلم،پوهي اوتجربې ته ډېره اړتیاده . زماپه نظردطالبانوپه تحریک کي دایوه لویه ستونزه ده چي دوئ بایدورته پوره پاملرنه وکړي .
دویم : اوس مهال ډېره اړینه ده چي اسلامي امارت له خپلوتېروتجربوګټه واخلي هغه نیمګړتیاوې چي ترې شوې جبېره یې کړي اوپه خپلولیکوکي خپلواړوندوکسانوته داسي تربیه ورکړي چي دبې ځایه تشددپه کولوخپل اولس له ځانه خپه نه کړي .
درېیم :له بهرنۍ نړۍ سره داړیکوپه جوړولوکي له معقول اومنطقي سیاست څخه کارواخلي،په یوازي سرهرچاته په هرڅه کي منفي ځواب ورکول لوی اهداف له منځه وړي دتفاهم اوډیپلوماسۍ له لاري تروسه وسه له بهرنۍ نړۍ اوپه ځانګړي ډول له اسلامي دنیاسره ښه روابط ساتل .
څلورم : په اداري تشکیلاتوکي اهلیت ته پاملرنه اولس ته په نظام کي سمه ونډه ورکول څوهغوئ ته دااحساس پیداشي چي اسلامي امارته په هرڅه کي زموږ استازیتوب کوي دیوخاص قشرحرکت نه دی بلکي له ځان سره دهرهغه چاپه ملګرتیاخوشاله دی چي دین اووطن ته وفادرادی په یواوبل نوم بایددخپل اولس په خلکوکي دجلب اوشړلومعیارپلی نه شي بلکي په هرڅه کي له اساسي شرطونوسره سره په اړوندمسؤلیت کي دهغه سړي اهلیت اوقابلیت ته وکتل شي .


نوروز خان
03.10.2010

حلیمي صیب پوهه مې دې منلې وه او منم یې خودګروهې په برخه کې دزیاترو غرب زده ګانو هم داحال وي او د داشان ناپړیتو تمه همیشه ترې کیدلای شي ، خدای دې چاره وکړه ،زماپه اټکل خو به دایوازینی ته یي چې طالبان نه پیژني او یومجهول الهویته جریان یې بولې کنه دافغانستان په لراوبر کې که له څلورکلن ماشوم نه هم پوښتنه وکړې طالبان درته تعریفولای شي .
داچې په پوره ناځواني طالبان له کشره ترمشره دپردیو مزدوران بولې زه یې یوازې دخپل شهیداولس ،هیواد اوسرلوړي اسلام په وړاندې ستره ګستاخي بللی شم



ع کريم حليمي
03.10.2010

وعلیکم السلام و رحمة الله
[quote:b20d635d52="كريم كامران"]
[quote:b20d635d52]له تدبر او تأمل نه هغه څوک کار اخلي چه مستقل وي ، مکمل استقلال خو
په دغه جهان کښي نسته ، څوک ، سیاست چه نیمه استقلال ولري ، هغوئ له تدبر او فکر نه کار اخستلی شي[/quote:b20d635d52]
حلیمي صاحب که په همدې فورمول کې تاسو واچوو داسې ښکاري چې تاسو هم په شخصي توګه د استقلالیت له افتقار سره مخامخ یاست ستاسو استقلال هم سلب شوی راته ښکاري ځکه خو پرته له تدبر او تامل په پټو سترګو هغه څه واياست چې صرف او صرف د نیویارک دحکومتي چارواکو، د میډیا، رسنیو، او مطبوعاتو رسمي پالیسي او د خلکو په اذهانو کې یې پیچکاري کول غواړي. او چا ته دا اجازه نه ورکوي چې دطالبانو په رابطه د تدبر او تامل په رڼا کې قضاوت او تصمیم ګیري وکړي.

[quote:b20d635d52]دوئ بېچاره ګانو تر اوسه د خلافت
پر تعریف او مشخصاتو په يوه خوله ندي ، او حضرت عمر رضي الله عنه
خلافت رد کړي وو ، ځان يې د مسلمانانو امیر ګڼلۍ نه خلیفه !!! [/quote:b20d635d52]
نه پوهیږم پورتنۍ جملې د عدم تفکر او تامل زیږنده دي، او که د عدم علم او عدم مطالعې ثمره ده؟؟؟؟

.[/quote:b20d635d52]

الحمد لله باسواده يي ، اما سواد د پوهۍ معنیٰ نه ور کوي ، څوک چه جمعية كليات څخه فارغ شي داسي معنیٰ نه ور کوي چه : هلک عالم شوو
د کلیاتو فارغه معنیٰ داچه دومره علم يې ورښوولۍ چه څرنکه پوهه پیدا کیږي  
نو پوهي ته دي وخت په کار دۍ !!!

اوس مهال دي د لیکني جوابونه نه درکوم ، اما دا یو جواب ضرور درته لیکم
لا تبـــــــــــــــــــــــــــــــخس مقــــــــــــــــــامـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــي شرفه

درنښت



03.10.2010

سلام او درناوی !
ورونو له شک پرته تدبر او تامل په اسلام کې يو مهم رکن دی، او سياست خو وايي تدبر او تآمل ته، نو که څوک د اسلام په نامه سياست کول غواړي
تدبر اړ تآمل يې بآيد خلکو ته په ثبوت رسولی او هر سړی يې د تدبر او تامل لرونکي شخصيت په توګه وپېژني !
په تنظيمي مشرانو او جهادي ډلو چې اوس هم بد ويل کيږي علت يې دادی چې دوی يو هم نه اسلامي، نه ملي او نه سياسي تدبر او تامل درلود
او له همدې خلا او نيمګړتيا د ډکولو له پاره يې د ISI سياسي تدبر او تامل ته تن ايښی او د خپل وطن په ورانولو کې يې د هغوی خير او د هغوی
په خير کې يې بيا خپل خير ليدۀ ! د طالبانو په دوره کې ددې پردي تدبر له مرکز سره اړيکې نورې هم هراړخيزې او غښتلې شوې، ددوی د خپل ملي سياسي
تدبر او تامل په کې څرک هم نشو معلومېدای، په اسلامي تدبر کې يې هم د القاعدې نوم او نښان زيات څرګندېدۀ ! د اسامه او ظواهري تدبر يوې خواته او د
ISI خودغرضه تدبر بلې خواته په ډير ماهرانه توګه طالب مشران ځان ته
حيران کړي وو . خو وايي چې د هرکار نتيجه د هغه
د صحت او بطلان عملي معيار دی . داچې ديرش کاله کيږي د بي تدبره او بې تامله
رهبريو او خود سره واکمنانو له غلطو کړنو او پټو طرحو
څخه زيږېدلي ناورينونو افغان ولس له حده زيات ځپلی دی، نو طبعآ داخبره او دا غوښتنه نه يواځې پر ځای بلکې په ژوره معنی اړينه ده
چې د قدرت کانديدان کوم تدبر او تآ مل ، کوم پلان او کومه طرحه ، کوم اولو يتونه او لومړيتوبونه، کوم اصول او هدفونه ، کومې لارې اوتراتيژۍ
د ژوند په بيلا پيلو برخو کې افغام ملت ته وړاندې کولی اود خپلو نورو نيمګړتياو ، بيکفايتيو، ناپووهيو، پې علميو ، تيروتنو او غوزلېدنو له
ناورين اميزه پايلو څخه يې ژغورلی شي !؟؟؟؟
ملت د اوسنيو او مخکينيو واکمنيو څخه دومره دوه سپېږمو ته رسېدلی چې
د خير د تمې پر ځای وايي :
خير او خيرات تمه درنه نه کوم خو دا سپي دې رانه ونيسه !
د امريکا او نورو اشغالګرو ليوانو له داړلو او خوړلو وروسته به ملت د ISI سپيو له داړلو او دانک دانګ کولو وژغورل شي ؟
که ژغورل کيږي نو آيا ددې له پاره کوم تدبير او تدبر شته ؟؟؟؟؟
د خپلې ناپوهۍ له داړلو او خولولو څخه به ملت په امان وي، که وي ددې له پاره کوم تدبير نيول کيږي اوله کوم تدبر څخه کار اخيستل کيږي ؟؟؟؟
د مجهول المنابع او نامعلومو اوامرو مخه به ونيول شي ؟ په هره اولسوالۍ، ولايت او هيواد په کچه به د اداري او سياسي مدبر
مشرتابه د ملت په رايه اوآزاد انتخاب تر سره شي ؟؟؟؟؟؟ که په دې ټولو اصولو پښې ايښودل کيږي نو دا به
له دوښمن پرته نور د چا د ګټو د تامين له پاره اړين وي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
دې ته ورته سل اوزر پوښتنې او غوښتنې دي چې يواځې د ستر ملي اسلامي تدبر ، تامل او مسوليت له مخې ځوابېدای شي آيا طالب مشران چمتو دي چې
دې ټولو ستونزو ته اقلا د قناعت وړ معقول او مدبرانه نظرې
ځواب ووايي ؟؟؟؟؟؟؟
زه وايم : [color=blue:04fae5c3e1] ومن الله التوفيق ![/color:04fae5c3e1]



ع کريم حليمي
04.10.2010

کامران ته سلامونه
[quote:c876d0553b]استقلالیت له افتقار سره مخامخ یاست ستاسو استقلال هم سلب شوی[/quote:c876d0553b]
نه ! زه له خپل بادار نه ازادي نه غوارم ، ګټه مي ده
ولي چه د نفس له غلامۍ خلاص یم ، د قدرت لوږه او تنده نه لرم ، داچه بادار لرم ، د قدرت تنده نه لرم دغه یو بادار مي بس دئ حَسْبِیَ اللهُ عَلَیْهِ یَتَوَکَّلُ الْمُتَوَکِّلُونَ
د شلو غلامي نه کوم ، بر ځان ظلم نه کوم ( نیویارک دحکومتي چارواکو)

[quote:c876d0553b]لطفا که ثبوت په لاس راکړئ اومرجع ذکر کړئ چې په کوم ځای کې حضرت عمر رضي الله عنه خلافت رد کړی وو؟ [/quote:c876d0553b]
سیرت خلفاءِِِ راشِدین تألیف علّامه عبدالشکور فاروقي لکهنوي رحم لله صفحه ۸۵ / چاپ ۱۳۹۹ هجري

اما تاسو راولاړ شوي یاست د الدكتور محمد بيومي مهران تاریخ پوه لیکنه مو تحریف کړېده هغه لیکي چه : حضرت عمر رضي الله عنه دا هم نه غوشته چه څوک ور ږغ کړي چه یا عمر په جواب کي سې ورته ویل چه : ( أنتم المؤمنون وأنا أميركم ) دايې هم نه غوښتنه چه څوک ورته ووایی
چه : خلیفة ، چا چه به ورته وویل په جواب کي ئې ورته ویل چه (ذاك صاحبكم المفقود ) یعني ابو بکر خلیفه وو

تر دوهم جهاني جنګ د مخه د جاپان د پاچا لقب (خدای )‌ هم وو
د پاچا امر د خدای امر وو ، کله چه امریکا په جنګ کښي ورسره ودرېدله
جاپانیان نه تسلمېدل ، اټوم استعمال شو بیا هم نه تسلیمېدل، کله چه امریکا د جاپان پاچاته وویل چه را ووځه پر ملت ږغ وکه چه جنګ بند کړي ، نو کله چه د جاپانیانو خدای راووتلۍ ورسته جنګ بند سو
نو هغه وو چه تر تسلیمېدو ورسته اول کار دا وو چه امریکا و پاچا ته وویل
د خدای لقب به له ځان لري کوېٖ ، نو کله چه پاچا د خدايي لقب له منځه وړي ، نو پاچاهي ثابته او محکمه پر ځای پاته شوه تر نن ورځي ،
اما خدایی رد شوه

او داسي هم راغلي چه : اما خودش فرمود که من قابل ان نیستم ، و برای خود یک لفظ ساده امیر المؤمنین را انتخاب کرد ..........
دوهم دلیل مي دادئ چه خلافت رد دئ ، ولي چه یو نفر خلف کیدلئ شي دوهم او دریم نشي کیدلئ چه خلف سي
تاسو هم یوه نازکه اشاره ورته کړېوه
[quote:c876d0553b] حلیمي صاحب یو احتمال به خامخا شتون لري چې پر بنسټ یې تاسو پورتنی نظر خپل کړی یا به (عدم تفکر او تامل) وي او یا (عدم علم او معرفت). دکوم په نتیجه کې چې په لیکنو او تبصرو کې همیشه ستاسو پښه ښوییدلې ښکاري. [/quote:c876d0553b]

دابه ستاسو ساده ګي وي ؟؟ چه زما څخه پوښتنه کوۍ ، زه په خپل ځان ښه
پوه يم چه څومره پوهه لرم او پر څه شي پوهه لرم

قاعده داسي ده چه : پر ما باندي قضاوت ستا او د لوستونکو کار دئ
زه د خپل شخصیت تعین نسم کولئ ،

خلګ حق لري چه د نورو د شخصیت تعین وکړي

درناوئ



04.10.2010

دوستانو کله چې تاسې پټه خزانه لولئ ښايي په لومړي ځل لوستلو مو په هر څه سر خلاص نشي، ځکه چې د هغې په عباراتو کې رښتيا هم
ډير څه پټ او نغښتي دي : د استاد مولينا حليمي صيب ليکنې هم دغسې پرمعنی او له اختصاره ډکې دي، نوکه څوک پرې پوه نشي په دقت دې تکرار
ولولي ، خو د تېښتې بريددې پرې نه کوي اوپه مؤدبانه بڼه دې پوښتنه ترې وکړي او بس ! انشا الله هېڅ مشکل نشته !


عادل عادل
08.10.2010

سلامونه

د غزني په ښار کې یوه دوکاندار ښاروالئ ته عریضه راوړې وه چې د څنګ د دوکان له لوګیو څخه چې عمومي حمام وو، ډیر په تنګ دی، عارض سړئ چې په خټه پښتون و ډیر ډاډه وو، چې د هزاره حمامچي حمام به خامخا تړل کیژي، په دې جمع کې زه هم د خپل کار د اجرا لپاره ناست وم، زما خیال هم دا وو چې خدای دې د بیچاره حمامچي خیر پیښوي، ځکه چې همدا یوه ګناه یې کافي ده چې هزاره دی.

له لږ ځنډ وروسته، د ښاروالئ سرپرت مسوول راغئ، عریضې یې واړولې راواړولې، او پوښتنه یې وکړه چې د حمام په اړه دا عریضه د چا ده؟

سړئ ورمخکې شو، او لومړئ یې حمامچي ورته معرفي کړ، چې هزاره دی، او په حمام کې د موټرو زاړه ټایرونه سیځي، زه او د کوڅې ټول دوکانداران ترې په تنګ یو، نو ځکه مو تاسو ته عریضه راوړې چې که یو څه یې نتبه کړئ؟

طالب چې د ۲۵ کالو په شاوخوا کې عمر درلود، ښکته پورته ورته وکتل، او ځواب یې ورکړ:

شه ! ... اوس رانه په غزني کې د پغمان هوا غواړې؟ ؟!!، په سړه سینه یې عریضه وشلوله، او زیاته یې کړه، چې که نوموړئ حمامچي په شکایت راغئ نو بیا به دې زما فیصله خوښه شي.



13.10.2010

عادل صيب سلامونه او ښې چارې !

نه پوهيږم چې په نوموړې فيصله کې ته څومره تدبر وينې، د يو چارواکي له پاره د يوې ستونزې د حل نه په پوه پلمه ځان خلاصول هم د تدبر مثال کېدلی شي ؟؟؟؟
نوموړي پر حمامچي باندې له کوم ظالمانه فيصلې څخه دډه وکړه، خو د حمام په ګاونډ يو دوکانونو ، کورونو او مرکزونو په حق يې خاورې واړولې او د ښار دهوا
کثافت ته چې رنګارنګ ناروغۍ لکه د ششونو سرطان او نور ترې پيدا کيږي اجازه ورکړه .
دۀ بايد ددې ټولو چارود سمون مسوليت حس کړی اودعارض له تګ وروسته يې حمامچي راغوښتی وای، له ربړې يې خبر کړی او ډاډ يې ورکړی وای چې ستا حمام نه تړل کيږي .
خو دا مشوره راکړه چې څنګه کولی شو په ګډه د ښار هوا د چټلولو او بدبويۍ مخه ونيسو . د ټيرونو سوزول خو يو ډير غيرمسولانه او ناوړه عمل دی
چې مخنيوی يې ښه تدبير او تدبر غواړي ، چې متاسفانه نوموړي طالب چارواکي نه درلود او صرف په يوه يو اړخيزه احساس يې بسنه کړې ده .


عادل عادل
13.10.2010

سلامونه

د جرمني په یوه باروړنکې بحري بیړئ کې یوه افغان د ښپږو میاشتو په موده کې د بیړئ د امنیتي ډلې سره بندي وو، د بند سبب او اوږدوالئ یې دا وو چې نوموړي هیڅ ډول اسناد نه درلودل او نه هم مالومه وه چې دا د خدای بنده د کوم ساحل/بندر څخه دې لویې بیړئ ته لار ومونده؟

د وخت په تیریدو او د پوښتنو ګرویږنو په نتیجه کې د بیړئ عملې ته مالومه شوه چې نوموړئ شخص د افغانستان تابعیت لري، چې دا په خپل وار د دوی لپاره دوهمه درجه ستونزه وه، ځکه له یوې خوا افغانستان له سمندر سره نښتئ ندئ او له بلې خوا د طالبانو د حکومت دوره ده چې په بې انصافه نړئ کې د دوو هیوادو پرته هیچا هم په رسمیت سره نه وو پیژندلي تر څو په جرمني یا بل بهرني هیواد کې د افغانستان د سفارت سره اړیکې ټینګې کړي.

سر به مو نه خوږوم، بیړئ دافغان بندي په شپږمه میاشت کې د فارس په خلیج کې د هرمز تنګي ته رسیدلې وه چې د جرمني سفارت له خوا د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې د طالبانو د سفارت سره اړیکې نیول کیژي او هغوی خبروي چې ستاسو د ملک یو تبعه زمونږ سره بندي دی، او غواړو چې تاسو ته یې وښیو تر څو یې تابعیت ثابت او د سپارلو په اړه یې تصمیم ونیول شي.

بیړئ بالاخره د اماراتو په کوم بندر کې لنګر اچوي او د طالبانو د سفارت څخه خدای خبر څو تنه د نوموړي افغان ملاقاتو ته ورځي.

کله چې طالبان د نوموړي افغان سره مخامخ کیژي نو د اطمنان پر ځای یې رواني حالت لاپسې خرابیژي، ځکه چې ده غوښتل چې د ناچارئ او غربت له لاسه په کوم اروپایي ملک کې پناهندګي واخلي او بهانه به هم خامخا طالبان وو چې په افغانستان کې دده ژوند ته خطر پیښوي.

د سفارت طالبان د نوموړي افغان د تابعیت تصدیق کوي او په ورته وخت کې د بیړئ مربوطه چارواکو ته بې له درنګه لاندینئ وړاندیز کوي چې:-

نوموړي افغان د کوم نامالوم ملک د ساحل نه ستاسو بیړئ ته لار پیدا کړې او دا ټول کړاوونه یې په دې خاطر ګالل چې د یوې مړئ ډوډئ لپاره بهر ته ولاړ شي، نو دا چې تاسو لوی شرکت یاست نو لطفا نوموړي افغان ته په خپل شرکت کې کار ورکړئ او مونږ به دده لپاره ټول قانوني اسناد اماده کړو.

د بیړئ عملې ظاهرا ومنله خو د نهایي فیصلې لپاره یې وخت ترې واخیست، او په سبا یې د دوی وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړ، طالبانو د خپلې ژمنې سره سم نوموړي افغان ته پاسپورټ صادر کړ او د بیړئ په منځ کې یې ورته وسپاره، او خدای دې یې مل شي تر ننه د جرمني هیواد په کوم بندر کې د همدغې بیړئ په مربوطه شرکت کې ابرومندانه کار او ژوند کوي.

خدای پاک دې اوس هیڅ مسلمان افغان مسافر په یوه ملک کې هم د ستونزو سره نه مخ کوي چې افغان سفارتونه او سیاسي نمایندګئ د خپلو شخصي کاروبارنو په وجه دې ته وخت نلري چې د چا پوښتنه وکړي او یایې زړه پرې ودردیژي.

یاددښت :

د کیسې محتوی افاده شوه، که چا ته دقیقه مالومه وي او یا هم پخپله همدا افغان پیژني نو زما د لیکنې اصلاح دې وکړي.


عادل عادل
07.11.2010

سلامونه

د طالبانو په دور کې چې کوم حاجیان د کور او بهر نه حج ته تللي دي، د طالبانو د بې مثاله خدمت خاطرې لري، دا چې له افغانستان څخه ډیرئ د ډیر عمر خلک حج ته ځي نو په همدې اندازه ډیر خدمت ته اړتیا لري، طالبانو د څو محدودو نفرو په وسیله د حاجیانو داسې ډول خدمتونه کړي چې په سبب یې د سعودي د چارواکو د جایزې جوګه شوي دي.

خدمت خو به د هر ملک د اتباعو شوئ وي خو هغه اخلاص چې طالبانو د خپلو حاجیانو په خدمت کې په خرڅ وړئ دی کیدای شي چې ساری به نلري، د مثال په توګه:

یو بوډا سړئ طالب چارواکي ته مراجعه کوي چې زه د رفع حاجت لپاره ضرورت لرم، طالب چارواکئ یې نږدې حمامونو ته رهنمایي کوي، خو بوډا سړئ ورته وایي چې ما به صحرا ته بیایې ، په حمامونو/توالیتونو کې رفع حاجت نشم کولای، طالب مسکین د سپین ږیري غیر معقولې غوښتنې ته په پوره تواضع اوږه ورکوي او حاجي د څو کیلومترونو په واټن سره د ښار په څنډه کې کومې صحرا ته رسوي او تر رفع حاجت وروسته یې بیرته راولي.

د ډم-او-کرسئ او د لاسپوڅي کرزي په دوران کې چې کوم حاجیان حج ته تللي نو د سفر په مهال به یې خامخا د فاسدې ادارې چارواکو ته پوچې ښکنځلې او ښیراوې کړې وي، دوی هم د جاجیانو ښکنځلې په پوره تواضع سره زغملې دي ځکه چې په دې مبارک موسم کې یې تر ښکنځلو زیات جیبونه له ډالرو څخه ‌ډکیژي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more