د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دې درواغوته هم غوږشئ (سيد عبدالقادر الجيلاني رحمه االله پوري تهمتونه لګول )

مومن مهاجر
24.08.2010

د غوث الثقلين رحمه الله عجيبه كرامت
September 7, 2009 – 6:05 am د مشائخو يوې ټولۍ داسي ويلي دي :

يوې ښځي خپل زوى د سيد عبدالقادر الجيلاني رحمه االله په حضور كي حاضر كړ او وه يې ويل زما ددې زوى زړه ستا سره ډېره ښه مينه لري او ستا سره يې زړه كلك تړلى دى ما وده ته دالله جل جلاله لپاره خپل حق ور خپل كړى دى. شيخ هم هغه قبول كړ، په مجاهده سره يې امر كړ او د صالحينو پر لاره د تللو امر يې ورته وكړ .

بله كومه ورځ دهمدا مور راغله خپل زوى يې وليدى چي رنګ يې ډير ژړ، بدن يې ډير ډنګر شوى وو او دلوږي نښي پكښي ليدل كيدلې، يوه داوربشيني ډوډۍ څنډه يې په لاس كي وه او هغه يې خوراك وو وروسته د شيخ عبدالقادر الجيلاني رضي الله عنه حضور ته راغله .

دهغه په مخ كي يې يو لوښى وليدى چي دخوړل شوي چرګ هډوكي پكښي پراته وه، دهلك مور وويل زما سرداره ته چرګ خورې او زما زوى اوربښينه وچه ډوډۍ خوري سيدعبدالقادر الجيلاني ( رح) په هغه هډوكو لاس تير كړ او وه يې ويل : ( قم باذن الله الذي يحي العظام وهي رميم )

دهغه لوى څښتن جل جلاله په امر پورته سه كوم چي وراسته هډوكي ژوندي كوي، چرك ودريد او اذان يې وكړ شيخ عبدالقادر الجيلاني (رح) ورته وويل: كله چي ستا زوى ودې درجې ته ورسيدى نو بيا چي څه خوري و دې يې خوري . (۱)
د غوث الاعظم پيران پير صاحب ولایت
September 9, 2009 – 10:50 am د غوث الثقلېن د مبارك زوى سيد شيخ ابوبكر عبدالرزاق رحمه الله څخه روايت دى دى فرمايې چي شيخ عبدالقادر الجيلاني رحمه الله تعالى څخه وپوښتل سول ته كله و پوهيدلې چي ته دالله جل جلاله ولي يې ؟

ده مبارك وفرمايل كله چه زه لس كلن وم يوه ورځ په خپل ښار كي د

خپل كوره ووتلم تر څو مكتب ته ولاړ سم دوې ملكي مي وليدلې چي كوچنيانو ته وايې ځاى پراخه كړئ ودې ولي الله ته تر څو كښيني .

په همدې وخت كي يو سړى تيريدى كوم چي ما نه پيژندى د ملائكو ځخه يې همداخبره واوريدل يوې ملكي ته يې وويل داڅنګه كوچنى دى ملكي ورته وويل ډير ژر به دده يو لوى شان وي ده ته به هر څه وركړل سي او الله جل جلاله ته به نږدې كيږي .

وروسته تر څلويښت كلونو څخه ما همهغه سړى و پيژندى چه د هغه وخت د ابدالانو څخه وو .

دى مبارك فرمايې كله چه زه كوچنى وم او وه به مي غوښتل تر څو دكوچنيانو سره بازۍ وكړم يو اواز به مي واوريدى چي راته به وويل شوه چيرته ځې اې مباركه ! زه به وويريدم او خپل ځان به مي دمور په غيږ كي واچاوه

------------------------------------
درانه لوستونکي دئ متوجه وي چه : تاریخ شاهدي ورکوي چه سيد عبدالقادر الجيلاني رحمه االله یو وتلی ذاهد او متقی او غوث شخص وو ،
http://www.youtube.com/watch?v=6CpG8LB0RIw
حلیمي


شهاب الدین
13.09.2010

جناب مهاجرصاحب!سلامونه اونېکي هيلي مي ومنه !
په رښتياهم چي داسي دروغ شته،ډېرخلګ داسي خبري بيانوي چي دروغ
عقل خاوندیې هيڅکله منلوته نه چمتوکيږي خوله بده مرغه ځيني دورستوعقلونو
خاوندان نه يوازي داچي مني يې،بلکي ددې سره سره نورهم دداسي دروغو
منلوته هڅوي .
په تاسف سره چي زموږدهيوادځيني منطقيان تش په نوم عالمان هم داسي عقيدې لري.
په داسي عقلونوافسوزپکاردی چي دروغ اورښتيانه سره پېژني .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more