وطن پال او نور ګټور شعرونه
دمعارف ترانه
      جاويدشينوارى
      25.04.2004
    
وطنه ګل زار شوچې کامياب شول طالبان دمکتب
                                                             ښکلې کوچنيان د مکتب
                                      کوچنی داخل پکې            پوره کامل شی پکې
                                          جس ورکړې راځې ﻻل و مرجان دمکتب
                                                    ښکلې کوچنيان د مکتب
                                          ړانده بيناسې پکې            وحشې داناشې پکې
                                       دوکان د عقل دی ورځې خريداران د مکتب
                                          دمکتب خوند وګوره              راشه دا پند وګوره 
                                        ډير په عزت ناست دې کرسو کې هلکان دمکتب
                                            مکتبيان ټول ګلونه                  ډک له شرف ګلونه         
                                              ملت مرادته رسوې کاريګاران د مکتب
                                                         ښکلې کوچنيان د مکتب 
                                 چا چی تعليم کړومنظور        خادم د قوم به شی ضرور
                                                    مونږاميدوار يو له پوهان او صالحان د مکتب
                                            څه به عزت وا ی زما              څه به عشرت وای زما
                                                      زه ملنګ جان که وای شامل په ګلستان د مکتب
[color=red:9a84f43bcf][/color:9a84f43bcf][quote:9a84f43bcf][b:9a84f43bcf][/b:9a84f43bcf][/quote:9a84f43bcf]