د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتون دوړن ، حق نه لری،چی پوخ سړک ولری

طالب ISI
21.08.2010

ګرانو ورڼو تاسی به خبر وئ، چی په هلمند کی، د سړک جوړولو په امنیتی کار کونکو حمله وشه، ۲۵، تنه ساتونکی شهیدان شوی، او ددوی له قوله ۵۰ تنه طالبان شهیدان شوی، په مجموع کی ۷۵ کسه پښتانه شهیدان شول، خو ولی؟

باید سړک جوړ نه شی؟
ولی دغه پنځوس کسه طالبان د بهرنیانو په خلاف شهیدان نه شول؟
دغه ۲۵ کسه ساتونکی به د ۲۰۰-۳۰۰ پوری ډالرو لپاره کار کوی، تر څو کور ته یو څه زهر او تیر رواړی تر څو د خپلو اولادو دوزخ (نس) پری ډک کړی.

دا چی ۷۵ کورنئ په غم ولړل شوی، دا بیله خبره ده، ددوی کورنئ به تر ۳۰-۴۰ کالو پوری په غم لړلی وی.

که چیری طالبانو د آبادئ له کارو سره مخالفت نه کولائ، نو امنیتی کارکونکو ته به څه ضرورت وو، او دغه قتل به نه کیده.

خو بس طالبان هم ملامت نه دی، ددوی اکثره د څو ډالرو لپاره جنګ کوی، او چی امر بیا له پاکستان څخه راشی، بیا نو دوی څه کولائ شی.

ملامت پښتون دئ ، هلکه پښتونه په سړک څه کوی، خو خپله هم سپیره یی، په خام سړک ګرځه کنه!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more