اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
یوه پوښتنه
watan1
19.08.2010
دټول افغان ټولوکاروونکوليکونکواولوستونکوته سلامونه وړاندی کوم٠
ورسته له سلام دمحترمو هر يوحليمي صاحب او وهاج ساپی صاحب څخه يوه پوښتنه لرم ٠
پوښتنه
که څوګ دشپی دخپلۍ ميرمنۍ سره يو ځای شې اوبياهمداسی ويده شې غوسل ونکړی
ترڅولمرروخيږی يعنی ترلمرخته وروسته غوسل وکړی٠
څرنګه چی اوس روژه مبارکه ده نو دسړی روژه کيږی اوکه نه ؟ روژه متيږی اوکه نه؟
ستاسي دځواب په تما٠
په درناوی
رښتینی
19.08.2010
که ستاسو مطلب داوی چی دجنابت په حالت کی په روژه کی راویشیدل
اوداخلیدل څنګه دی ؟ نوځواب دادی چی پروا نلری یعنی له سپیده چاود
وروسته چی یوځایوالی ونشی مشکل نشته مطلق دغسل په حالت کی په
روژه کی داخلیدل روژه نه ماتوی خو غوره داده چی مخکی باید غسل وشی
مومن مهاجر
24.08.2010
وروڼو!تریوڅوورځني غیاب وروسته یوځل بیاالسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
داړوندې پوښتنې ځواب حامدصاحب ویلی اونورڅه زیاتولوته اړتیانه برېښي خو یوازي دتائیدپه توګه به ووایم چي که له مېرمنې سره کوروالي ترسپیده چاودمخ ته وشي اوغسل ترسپیده چاودوروسته نوپه دې سره پرروژه هیڅ اثرنه لوېږي . دلیل یې دبخاري هغه حدیث دی چي په کتاب الصوم باب الصائم یصبح جنباکي روایت شوی حدیث دادی :
حدّثناعبدالله بن مسلمه عن مالکٍ عن سُمی مولی ابي بکربن عبدالرحمن بن الحارث بن هشام بن المغیره انه سمع ابابکربن عبدالرحمن قال جئت اناوابی حتی دخلناعلی عائشة وام سلمه ح وحدثناابوالیمان قال اناشعیب عن الزهري اخبرني ابوبکربن عبدالرحمن بن الحارث بن هشام ان اباه عبدالرحمن اخبرمروان ان عائشة وام سلمه اخبرتاه ان رسول الله صلی الله علیه وسلم کان یدرکه الفجروهوجنب الخ .
ددې حدیث لنډه ترجمه داده چي ابوبکروايي زماپلارعبدالرحمن مروان ته وویل چي عائشې اوام سلمې رضی الله عنهما(دادواړې درسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمنې دي) ده ته خبرورکړچي پررسول الله صلی الله علیه وسلم به په داسي حالت کي سهارشوچي دی به له خپلې کوروالاسره دجماع له امله جنب وو. له همدې حدیث نه په ډاګه شوه چي دجنابت په حالت کي که پرسړی سهارراوخېژي نوروژې ته یې هیڅ نقصان نه رسېږي .
watan1
24.08.2010
ستاسي له ځوابونو څخه ډيره ډيره مننه .
اويوه بله پوښتنه لرم که ځواب يي راکړی او لږ تشريح ورکړی .
پوښتنه- مکروه څه ته وايی?