د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دحزب اسلامی دشهادت ورځپاڼی دیوی لیکنی په ځواب کی

رښتینی
18.08.2010

[code:1:59b57c0e65]له ځينو طالبانو څو پوښتني او ځينو ته څو مشورې [/code:1:59b57c0e65]

یعنی دځینی ساده طالبانو د دروهنی له پاره په حزبی مهارتونواوچلوټیو
پوښلی خبری

- [code:1:59b57c0e65]ليكنه: امام [/code:1:59b57c0e65]
په غالب ګومان به دا لیکوال حکمتیار صاحب وی ځکه له (امام)نه په کم مستعار نامه
هغه قناعت نه کوی والعلم عند الله تعالی

[code:1:59b57c0e65]تېرو ترخو تجربو ته په پام سره بايد طالبان د افغانستان د راتلونكي په اړه په عامه توگه او د حزب اسلامي په ارتباط په خاصه توگه خپل موقف د خپلو طالبانو او افغان ولس په وړاندي څرگند او روښانه كړي. كه طالبان پدې فكر وي چي په يوازي سر او مجهول سياست سره كولى شي مخته ولاړشي نو دوى ته په ډېره خواخوږۍ سره وايو چي په دې تگلاري سره به نه يوازي د دوى دا هيله هيڅكله تر سره نشي بلكي ځان، ولس او اسلام ته به نه جبرانېدونكي تاوانونه ورسوي او تر هر چا زيات به په خپله طالبانو ته د دنيا او آخرت زيانونه واړوي.[/code:1:59b57c0e65]

دطالبانو سیاست مجهول ندی بلکی واضح دی او هغوی خپل دستور لری
که څه هم په هغه دستور ښاغلی حکمتیار نیوکه لیکلی ده خو هغه نیوکه هم
مخلصانه نده که څه هم شاید هغه مثبت ټکی ولری

[code:1:59b57c0e65]د پخواني شوروي اتحاد د يرغل په وړاندي د حزب اسلامي مجاهدينو مقاومت او له اسلام او مسلمانانو نه د دفاع په لار كي د دوى بې دريغه قربانۍ هغه څه دي چي هيڅ باضميره مسلمان افغان سترگي نشي پرې پټولى. [/code:1:59b57c0e65]

هوکی ! خو د دښمن پرځای له مجاهدینو سره دحزب اسلامی جګړی او شخړی
هم هرچاته مالومی دی او دا چی په اخر کی دمجاهدینو اختلافات دهغوی په شرمندګی
اورسوایی بدل شول او خبره کورنۍ جګړو ته ورسیده په دی کی دمسعود او حکمتیار برخه هرچاته مالومه ده والله المستعان
[code:1:59b57c0e65]
دا هم يو واقعيت دئ چي د هغه وخت د مقاومت او جهاد لوى پېټي د حزب اسلامى په اوږو پروت وو ځكه د افغانستان د اسلامي نهضت او جهاد باني حزب اسلامي وو. د مهاجرينو لوى سېل چي شمېر ئې تر پنځه ميليونه واوښت، اتيا سلنه ئې په حزب اسلامي پوري تړلي ول، د هغوى پالنه، د دوى د چارو سمبالښت، د كمپونو جوړول او په كمپونو كي مدرسي، مكتبونه، روغتونونه جوړول او دوى ته نور سهولتونه برابرول، د دوى سم تنظيم، او د دوى د سر، مال، حياء او عزت ساتل، په دې ټولو كي د حزب اسلامي ونډه دومره څرگنده او ځلانده وه چي هيڅ افغان مهاجر ترې انكار نشي كولى. [/code:1:59b57c0e65]

اصلا به چی د حزب مشرانو مجاهد یا مهاجر یاداوه نو مراد به یی هغه څوک و چی دحزب غړیتوب به یی لاره او له دی پرته نورو ته نه مجاهد او نه مهاجر ویل کیدل
او دا پورتنی اکثره دعوی دحزبیانو هغه دعوی دی چی ددوی په خولو کی شنی وی
او دبل چا جهاد اوهجرت ته نه و قایل که نه دا نورو تنظیمونو خو په پیښور او نورو
جهادی مراکزو کی شوتلی خرڅولی او په افغانستان کی یی چی کومی ډلی وی
هغوی به هم دچکر له پاره تلو جهاد یواځی دحزب اسلامی مجاهدینو کاوه

هوکی په دی معنی دجهاد پیټۍ دحزب پر وږو پروت و چی سی ای ای او ای ایس ای
دنړیوالو دمرستو ډیره برخه حزب اسلامی ته ورکوله

[code:1:59b57c0e65]په هغه وخت كي د حزب اسلامي د پراخو فرهنگي، امنيتي او استخباراتي فعاليتونو له امله چا د بى حيايۍ او اسلام ضد حركاتو جرئت هم نشو كولى. هغه مهال دKGB استخباراتي او جاسوسي شبكه د نړۍ تر ټولو استخباراتي شبكو وړاندي وه او هيچا ئې د مقابلې توان په ځان كي نه ليدو، سي آى اې ئې په وړاندي ماتې خوړلې وه، خو حزب اسلامي وتوانېدو چي همدغي خطرناكي او بدنامي شبكې ته په ټولو محاذونو كي ماتې وركړي، چي كله به د دې شبكې كوم جاسوس له كابل نه وخوزېد نو لا به له سرحده نه وو اوښتى چي د حزب اسلامي د امنيتي ادارې په مضبوطو منگولو كي به پرېوت، او د الله تعالى په مرسته به د ډېرو بوږنونكو پېښو مخنيوى وشو. د دغي اوږدې دېرش كلني مبارزې په دوران كي چا ندي اوريدلي چي د حزب اسلامي په كمپ، قرارگاه، غونډ، دفتر يا سلاح كوټ كي انفجار شوى وي. دا په داسي حال كي چي د جمعيت د ډلي په ټولو سلاح كوټونو كي؛ گرم چشمه، چترال، باجوړ، پېښور، دره آدمخېل، هنگو، سده، پاړه چنار، ميرانشاه، انگور اډه او نورو كي پر له پسې انفجارات شوي. [/code:1:59b57c0e65]

دلته هم له حزب اسلامی پرته دنورو ټولو مجاهدینو پر جهاد خاوری اړول شوی دی
او کی جی بی ته ماتی یواځی دحزب افتخار بلل شوی دی داخبری دهجرت د دیار
په لیسو کی تنکیو ځوانانو منلی وی چی یوڅه وخت ددی دروغو په برکت په حزب کی پاتی وخو وروسته بیا ټولو خپلی لاری ونیولی

[code:1:59b57c0e65]
د شوروي اتحاد فوځي يرغلگرو او د هغوى د خلقي او پرچمي گوډاگيانو د جنايتونو او ظلمونو په وړاندي د افغانستان مظلوم او مسلمان ملت په عامه توگه ډېره قرباني وركړه، خو په دې لړ كي حزب اسلامي په خاصه توگه د خپلو عقيدوي اصولو پر بنسټ او د الله تعالى د رضا ترلاسه كولو او له دين، ناموس او وطن څخه د دفاع په خاطر خپل ډېر مهم اعضاء، پوه او با بصيرت علمي شخصيتونه، علماء كرام، استادان، نظامى قومندانان، فوځي افسران، ډاكټران، انجنيران، تجاران، طالبان، متعلمين، محصلين او نور .... له لاسه وركړي، او د الله تعالى په لار كي شهيدان شوي. د دغو ټولو قربانيو په نتيجه كي الله تعالى د زمكي پر سر يو لوى طاغوتي او شيطاني قوت (اتحاد شوروي) له منځه يووړ.[/code:1:59b57c0e65]

په دی جریان کی ځینی ډیر پاک مجاهدین او منورین او علما‌ء هم د حزب له خوا له
شهیدان شوی دی او ځینی ډیر دجهاد دسنګر تکړه مجاهدین او ان په خپله دحزب
ځینی ډیر پاک مجاهدین دحزب اسلامی دشمشتو د دار الافتاء له خوا په مرګ
محکوم شوی دی او وژل شوی دی نور خو لا پریږده دحزب اسلامی دپاکو مجاهدینو نومونه هم راته مالوم دی چی تری تم شوی دی چی یادولوته یی اړتیا نشته

[code:1:59b57c0e65]
خو كله چي د مجاهدينو د واقعي اسلامي نظام حاكمېدو ورځي را نږدې كېدلي د اسلام او افغانستان داخلي او بهرني دښمنانو لاسونه سره وركړل او د واقعي مجاهدينو په ضد ئې خطرناكي توطئي جوړي كړې. په كابل كي د شمالي ائتلاف ټولي ډلي ټپلي؛ كمونيستان او هغه ډلي چي ظاهراً ئې د اسلام نارې وهلې خو په زړه كي ئې نوري خبري وې، ټولو د اسلام له بهرنيو خطرناكو دښمنانو سره لاسونه يو كړل، او هغه په فساد كي غرق حكومت ئې جوړ كړ چي د خونړيو جگړو باعث شو او په كمين كي د ناستو دښمنانو هيلي ئې تر سره كړې. د دغي توطئې په سبب د حق او باطل تر منځ يوه بله جگړه چي ډېره دردوونكې وه رامنځته شوه چي يوې خوا ته ئې كمونيستان، په نوم جهادي تنظيمونه لكه ربانى، سياف، شيعه ډلي، د دوستم مليشه، مجددى، گيلانى، مرحوم مولوي محمد نبي او تر شا ئې خارجى دښمنان لكه روسيه، هند، امريكا او گاونډي هيوادونه وو او بل خوا ته يوازي حزب اسلامي د حكمتيار په مشرۍ ولاړ وو. [/code:1:59b57c0e65]

هوکی ! همداسی ده هغه مهال حزب اسلامی غوښتل چی دحکومت په سرکی قرار ولری او له دی رالاندی په نورو چوکیو نه قانع کیده بل لورته مسعود اوربانی هم دومره وړی سپږی نه و چیچلی او نه یی غوښتل دحزب اسلامی ارمان ترسره شی په پایله کی چی
څه پیښ شول هغه ټول ملت ولیدل او دښاغلی لیکوال دی پورتنی عبارت ته یواځی حزبی تعبیر ورکړی دی او اسلامی اسلامی ټکی یی ور اضافه کړی دی نور دی خیر یوسی حزب یی دتولو جهادی قوتونو په مقابل کی درولی دی !!

[code:1:59b57c0e65]كله چي د حزب اسلامي مجاهدين د دغه شوم ائتلاف په مقابل كي برياليتوب ته نږدې شول، [/code:1:59b57c0e65]
ددی شوم ائتلاف په مقابل کی څنګه بریالیتوب ته نږدی شو ؟؟
هغه داسی چی ددی شوم ائتلاف ترټولو بدمرغه ډله ( د دوستم ګوند) یی د
ځان ملګری کړ او شوری هماهنګی یی جوړه کړه !!!
او همدی ته دا حزبی اشنا خپل بریالیتوب وایی !!!
هغه مهال حکمتیار صاحب څو نور تکړه خلک هم پیدا کړی وو او په دی ډاډ
یی ځان بریالی باله هغه وخت دحزب ډیرو نیکو غړیو حزب ته شا کړه او له حکمتیار
سره یی اړیکی وشلولی خو ده به ویل چی ما ته له سلو نهضتی ملګرو یو
زرداد غوره ده په شمال کی خپل مخلص قومندانان د دوستم په لاس سپکه سپانده کړل
اوداسی نور ....
داکیسی خو په دا لنډ وخت کی تیری شوی دی د هیچا هم ندی هیری تاسو ولی دخلکو په سترګو کی خاوری شندئ ؟؟

[code:1:59b57c0e65]

نو د اسلام دښمنان يو ځل بيا وخوزېدل او د حزب اسلامي په ضد ئې بله توطئه پيل كړه، سياسي څېړونكي وايي چي جنرال نصيرالله بابر په پټه، د انگرېزانو په مشوره او د ځينو عربو هېوادو په مالي مرسته د طالبانو تحريك په نوم غږ پورته كړ، ظاهراً خو طالبان د صلح شعار سره ښه معلومېدل خو د پټو خبرو معلومات ئې هرچاته نه كېدو.
د شمالي ائتلاف ډلو قومندانانو په قندهار او شاوخوا سيمو كي داسى جنايات شروع كړي وو چي هيچا ئې تصور نشو كولى، د طالبانو د ظهور په لومړيو كي د حزب اسلامي مجاهدينو، د حاجى سركاتب تر قومندي لاندي له طالبانو سره ډېري مرستي او همكارۍ وكړې. خو كله چي د طالبانو تحريك د قندهار ولايت ونيوو نو بيا ئې د شمالي ائتلاف قومندانان لكه ملا راكټي، ملانقيب او داسي نور ..... د قدرت په گدۍ كښېنول او په گډه ئې د حزب اسلامي مجاهدين له قندهار څخه وايستل، [/code:1:59b57c0e65]

دملانقیب او راکټی رول هرچاته معلوم ده هغوی ته هیڅ قدرت ندی ورکړل شوی
راکټی ښه په نره دطالبانو ملګرتیا وکړه او ترپایه له طالبانو سره وږه په وږه جنګیدی
او سرکاتب له طالبانو سره مقابله غوره کړه چی په پایله کی له صحنی لری شو

[code:1:59b57c0e65]
د شمال ائتلاف مشر استاد رباني او آمر مسعود په طيارو كي طالبانو ته له افغانيو ډك كانتينرونه د ملانقيب او نورو په لاس رسول . د دې مفسد ائتلاف طيارو به د حزب اسلامي سنگرونه د طالبانو په گټه بمباري كول، د حزب اسلامي مجاهدينو په دې هيله چي طالبان اسلام غواړي نو د مقابلې پرځاى ئې د دوى مرسته كوله او خپلي سيمي ئې له جگړي پرته پرېښودلې، تر هغه چي طالبان تر كابله ورسېدل.[/code:1:59b57c0e65]

دحزب اسلامی دمیدان ښآر یوه قومندان خپلو ملګروته ویلی و چی په سیمه کی به سپين خر هم نه پریږدئ او ولئ یه یی داراز په غزنی کی حزبیان ترخپله وسه ښه وجنګیدل او په پکتیکا کی هم قومندان خالد خپل وس ونه سپماوه دحزب قومندانان په لویه پکتیا او غزنی او لوګر کی له خپله وسه جنګیدلی دی اوپاتی برخی ته یی وروسته راځو

[code:1:59b57c0e65]
د طالبانو تحريك د دې پر ځاى چي د حق او باطل تر منځ رواني جگړي كي د واقعي مجاهدينو ملاتړ او ملگرتيا وكړي او په كابل كي د پردي پال شمالي ائتلاف له مفسد حكومت سره چي د ټولو بدبختيو عامل وو وجنگېږي، د دې خلاف ئې لومړي په چار آسياب كي د حزب اسلامي مجاهدينو په ضد اقدام وكړ او ټولي نړي بالخصوص امريكا او انگليستان ډېر خوشحاله شول او د طالبانو لپاره به ئې ډېر زيات تبليغات كول او ويل به ئې چي د سولي سپينى كوتري مخ پر وړاندي رواني دي.[/code:1:59b57c0e65]

ښاغلی لیکوال دا ندی لیکلی چی حزب اسلامی چی په لوګر اوجلال ابادکی
ماتی وخوړله بیا یی څه وکړل ؟؟؟؟ :D :D
بیا یی چی څه وکړل هغه داچی د خپل ازلی دښمن احمدشا مسعود اوربانی غیږی
ته یی پنا یوړه !!!
که چیرته حزب له طالبانو سره یو ه زره خواخوږی لرلی نو هغه مهال یی کولی شوی طالبانو ته ځان تسلیم کړی او دهغو په لیکو کی له خپل ازلی دښمن سره وجنګیږی
حزب اسلامی له دوستم سره ائتلاف کولی شوی له طالبانو سره یی ولی نه کاوه ؟؟
حزب اسلامی له ربانی او سعود سره ائتلاف کولی شوی له طالبانو
سره یی ولی نه کاوه ؟؟؟
[code:1:59b57c0e65]
طالبانو ډېره زياته خفيفه او ثقيله سلاح د حزب اسلامي تر واك لاندي سيمو له عام ولس او مجاهدينو نه راغونډي كړې او د دوى قومندانانو په پاكستان كي وپلورلې. په ظاهر كي د طالبانو شعار د شر و فساد مقابله او صلح راوستل وو خو كله چي كابل ته راورسېدل بيا دوى په خپله د جنگ او شر او فساد عامل شول، اوه كاله مكمل د طالبانو تحريك په نامعلومه او بى هدف جگړه كي بوخت وو، د كابل هغه مخكنۍ محدوده جگړه تر پروان، هرات، فارياب، مزار، كندز او تخار پوري وغزېده او په زرگونو افغانان په كي ووژل شول، بيا هر خلقي او د شمالي ائتلاف هر مسلح جنگيالى له ږيري او توري لنگي سره د طالبانو په صف كي طالب او مولوي شو.[/code:1:59b57c0e65]

له طالبانو مخکی روانه جګړه چی حزب یی یواړخ و دکوم هدف له پاره وه ؟؟
په هغه جګړه کی کابل ړنګ په ټول هیواد کی فساد خپورشو په زرهاو خلکو
ووژل شول هغه دکوم هدف له پاره وه ؟؟؟
هغه هدف واضح و او هغه داسلامی حزب قدرت ته رسول و او بس

[code:1:59b57c0e65]طبعاً چي د حزب اسلامي مجاهدينو په لومړي سر كي بې خبرو، پاك زړو او مخلصو طالبانو ته په پام سره په هري منطقې كي له طالبانو سره په خلاص لاس مرسته كوله خو كله چي به طالبان پر منطقې حاكم شول نو بيا به هغه پاك زړي طالبان ورك شول، پر ځاى به ئې د شر عامل او د شمالي ائتلاف طالبانو د حزب اسلامي په ضد داسي له دښمنۍ ډك ناروا عملونه كول چي يوازي د كمونيستانو په دور كي ئې بېلگي موندلى شو!! [/code:1:59b57c0e65]

هغه پاک زړی طالبان څنګه ټول ورک شول ؟؟
داد پاک زړی طالبان جمله دمکر اوفریب جمله ده په دی څوک نشی غولیدلی
له هغو پاک زړو طالبانو سره ستاسو هیڅ جوړه نشوای کیدلی خو له پاک زړی دوستم !!او سپین زړی مسعود !! سره مو ائتلاف اسانه وه او هغه هم ددی طالبانو پرخلاف

دلته می دلیکوال له لیکنی نه دقومندان بشیر بغلانی برخه حذف کړه
ځکه په هغه موضوع زما مالومات نیمګړی دی

[code:1:59b57c0e65]دا سوال هم پيدا كيږي چي طالبان حتى كمونيستان، خلقيانو، ظاهرشاهيانو او د غرب گوډاگيانو ته هم ترجيح وركوي او د حزب اسلامي د مؤمنو مجاهدينو په مقابل كي له هغوى سره لاس يو كوي!![/code:1:59b57c0e65]

داسی نده بلکی دطالبانو دواک په مهال دحزب اسلامی کسان هم په حکومت کی و
هغه مهال حکومت و او هرچا ته برخه ورک ول کیده داچی لیکول دڅو کمونستانو بیلګی راوړی دی داهم سمه ده خو دلته یوبل حقیقت را اخلو
دنجیب دحکومت په مهال چی پاچا ګل وفادار کودتا وکړه حکمتیار یی په
پیښورکی حمایت اعلان کړاوټولو خلقیانو ته یی غیږی پرانستله دلته نو هغه دوزی
اومیږی کیسه ښه صدق کوی ځکه له طالبانو سره په اداره کی چی کومو مامورینو کار کړی دی لیکوال نن له هغوی نه لوی کسان جوړکړی دی خو له دی مخکی دپرچم ډله په شوری نظار او دخلق ډله په حزب اسلامی کی مدغم شوه هغه نوخیر ......!!!

دلته لیکوال په ګلاب منګل او جنرال رحمت الله صافی باندی خبری
غځولی دی چی دځواب وړ یی نه بولم

[code:1:59b57c0e65]مرحوم مولوي صاحب منصور چي له ايران سره ئې نږدې اړيكي درلودې او د رباني رژيم ملگرتيا ئې كوله او د همدې ملگرتيا په دوران كي ئې جنرال دوستم ته د خالد بن وليد لقب وركړ، [/code:1:59b57c0e65]

جنرال دوستم ته حضرت صاحب صبغت الله مجددی دخالد بن ولید لقب ورکړی
و نه مولوی منصور او مولوی منصور چی په چاراسیاب کی دحزب له خوا ونیول شو
له هغو نیولو څه موده وروسته په خپل موټرکی شهید شو او په دی کی شک نشته چی هغه موټری بم دحزب اسلامی له خوا دنیولو په مهال دده په موټر کی نصب شوی و او
پهدی اړه هغه ته ځینی کسانو مشوره هم ورکړی وه چی داموټر مه کاروه خو دالله
قضا وه ورسیده نو شهید منصور هم دحزب اسلامی دجهاد قربانی شوی دی !!!

[code:1:59b57c0e65]د هغه پلويانو د طالبانو په رژيم كي فعاله ونډه درلوده، هغوى د ايران په اشاره له حزب اسلامي سره په ناحقه دښمني كوله، [/code:1:59b57c0e65]

دلته هم ښاغلی لیکوال خبری ته سوچ ندی کړی له ایران سره دمرحوم منصور اړیکی بیخی محدودی وی اویوکم وخت یی دوام لاره ولی لیکوال چی وایی چی دده پلویانو دایران په اشاره له حزبیانو سره دښمنی کوله داخبره بیخی نادره ده ځکه هغه مهال خپله حکمتیار صاحب له ایران سره نږدی اړیکی لرلی او دمولوی منصور دملګرو نه له
ایران سره اړیکی وی او نه یی له ایران سره دومره پخه کړی وه چی دهغه په نغوته له افغانانو سره دښمنی وکړی

[code:1:59b57c0e65]د طالبانو د رژيم له سقوط سره سم د دې ډلي اكثر غړي د كرزي په حكومت كي شامل شول، د طالبانو په ليكو كي د دوى شته والي هم ځيني طالبان د حزب مخالفت ته هڅولي،[/code:1:59b57c0e65]

دمرحوم منصور دډلی ډیرۍ کسان زه پیژنم په هغو کی دوه کسان دی چی دکرزی حکومت ته تللی دی اوبل یی هیڅ کس هم دکرزی په حکومت کی برخه نلری بلکی هغوی معلوم خلک دی او اړوند خلک یی پیژنی نو دلته لیکوال په خپلو دروغو کنترول ندی موندلی او عاجزه پاتی شوی دی
دمولوی منصور دادووه کسان یی ډیرۍ او اکثریت بللی دی ولی دحزب اسلامی
په دریوکی دووه برخی کسان چی فعلا دکرزی په حکومت کی ولاړ دی دهغو په اړه
چوپ پاتی شوی دی !!!
دحزب صدر اعظم استاد فرید او دحزب دفرهنګی کمیټی مشر قطب الدین او داسی
ګڼ شمیر یاران اوس چیری دی ؟؟

څرنګه چی دالیکنهډیره اوږده ده پاتی برخه به یی بیا ځوابوو
ان شاء الله تعالی


..Ahmadzai
18.08.2010

حامد صاحب
جزاك الله خيراً

خبرې دې ټولې سمې دي, أو بالكل د تائيد وړ دي, ټول حقيقت دى.

حكمتيار صاحب بايد نور پدې پوه سي چې نه يواځې حزب بلكې پوره إخوانيت په ټوله نړۍ كې خپل حيثيت بايللى, نور ځوانان پرې اعتبار نسي كولى او د شك ,ريب او ترديد په سترګه ورته ګوري.

حزب كې به اوس يو څو منفعتي كسان پاتې وي, كنه عقيدوي خو به پکې هيڅوك نه وي پاتې, مګر هغه خلك چې له كم پوهۍ غلول سوي وي, او ليا دا زاړه لوبغاړي يې د خرو غوندې د خپلو لا محدودو خواهشاتو لپاره لكه سپرلۍ كاروي.

او كه حزب له تيرو تيروتنو عبرت وانخلي , او لاېې د چوكۍ هوس هماغسې په زړو كې وي, نو زما په نظر دا وارې ټكر كې ېې وركه راغلې او پوپناه به سي, د غرور تيږه به يې ماته سي او بل به هم وپيژني.

د حكمتيار صاحب سياست ناكام سياست وو, حكمتيار صاحب په ټولو إمتحانو كې او ټولو پړاوو كې يو ځل ښه پوخ ناكام سو, پر حكمتيار صاحب هيڅكله پښتانه راټول نسول, د سراسر پښتنو په قيادت قادر نسو, دا په هغه وخت كې چې بديل هم نه وو, اوس چې حزب د مقاومت لسمه برخه هم نه تشكيلوي او يواځې يو برخه كونړيان او د تګاوو يو څو ساپيان يې مخكې كړي او نورو ولاياتو كې كه په نامه څوك ولري هغه هم د ګټې أو منفعې په خاطر نه د إخلاص په خاطر, نور نو نه صليبيان يې دومره پروا لري او نه حكومت او نه پاكستان ځكه چې اهميت د ځواك او رول په اندازه وي, او چې حزب نه رول او نه ځواك لري نو بيا دغه وخت ورته ډير مناسب دى چې نور خپل عناد او ضد پريږدي ځان وپيژني او د أمير المؤمنين قيادت ومني أو ځان منحل اعلان كړي.
كنه تاريخ به ېې هيڅ كله معاف نكړي.
په درنښت


نوروز خان
20.08.2010

حامدصیب :الله تعالي مو په قلم برکت کړه الله تعالی مو فکرلا روڼ او ښیرازه کړه الله تعالي مو داحقاني خبرې او دحقیقت دفاع په خپل ستر دربارکي قبوله کړه ،که رښتیادرته ووایم همدالیکنه ماته هم یوه ملګري ایمیل کړې وه او زمادمعلوماتو له مخي همدالیکنه دامام په نامه دکوم مجهول الهویت کس دزړه بړاس نه بلکي دحزب اسلامي رسمی دریځ ده ځکه زما دمعلوماتو له مخي یي یوه کاپي په رسمي توګه دشهادت ویب پاڼي له ځانګړي ادرس څخه دطالبانو یوه خصوصي ادرس ته هم رسیدلې ده له دې څخه داسي ښکاري چې حزب دبغلان له پیښې وروسته یومخ پښې پورته کړي دي او غواړي ددا ډول غورځو او اوتو بوتو له لاري یوځل بیادداخلي منازعې چرګۍ توده کړي .
مګر حامد صیب یوبله نادره به نوتانه وي اوریدلې ،ددې لیکنې له پخش وړاندې حزب له پیښوره دبرهان په نامه یوه مجله خپره کړه چې له پيله ترپایه دهمدې لیکنې په محتویاتو ډکه ده که هغه مجله دي ولیدله نوایله به پوه شي چې حزب ترکومه حده دګمراهۍ او لاابالۍ کندې ته غورځیدلی دی ،په دې مجله کې دطالبانوپه ځینو مشرانوپه سي داسې پوچي او سطحي خبرې شوي دي چې سړي یي په لوستلو شرمیږي دطالبانو دبغلان ولایتي مشران یي په ډیرشنیعو او زړه ته نه لویدونکو اعمالو تورن کړی دي ،په ډیر تاسف حزب داناځواني په داسي حال کي کوی چې طالبانو تراوسه ددوی په وړاندې په خپلو مطبوعاتو کې یوه خبره هم نه ده لیکلې .
الله تعالی دی دغه ازاریانو ته نور هدایت وکړي او که دهدایت وړنه وي لوی خدای دی اولس له شره خلاص او دهلاکت کندي ته وسپاري


رښتینی
20.08.2010

محترم ډاکټر احمدزۍ او ښاغلی نوروزخان صاحب ستاسو له
نظرونو نه ډیره مننه الله مو بریالی اوخوشاله لره
سړی نه پوهیږی چی داخلک به ترڅو دولس په سترګو کی خاوری
شندی زه له خپلو ژمنو وروڼو نه هیله کوم چی ددوی دی پوچو تبلیغاتو
ته ځیر واوسی ځکه دوی ډیر ځله هغه د دروغو دتکرار فارموله هم عملی
کوی څو یی په خلکو ومنی ...

ستاسو حامد


bazgar
25.08.2010

ښاغلى حکمتيار له څو وخته راهيسى.دقحط الرجال له امله پخپله يوشمير روزمره اخباري ليکني کوي چې ځيني يې له ځان ستايني ډګي وي،اوځينې بيا دنورو په خلاف له سخت تعصب ،مبالغې اوبې کچې نفرت نه ډکي وي... په ليکنه کې ددې عناصرو دوجود له امله سړى پوه شي چې دا همغه [color=red:59172a4d91]ديکتاتور[/color:59172a4d91] دي خونن بې وسه دي .دپرون په څير دهربې ګناه پر مرۍ چاړه نشي ښودلى،همدا کرکه دقلم له لاري ظاهروي.[color=darkblue:59172a4d91]واي يو غل بوډا شوى وو،نوريې دغلا وس نه لاره نوچې کله به دشپې دخپل عادت له مخي دغلا شوق ور پورته شو.نودکورله يوې خونې به يې بسترې په شاکړې په انګړکې به چوخ چوخ روان شوپه بله کمره کې به يې همدا بسترې وغورځولې[/color:59172a4d91] حکمتيار صيب نن له پرونۍ بد معاشي لويدلى اوس دقلم لاري دتوپک زوړشوق پوره کوي ،ځکه خويې ليکني دټوپک په څيرتورتي،نيغې اوبې انډوله وي.
پرون به چې دحکمتيارصيب له چاسره لږحريفي راغله،نو دحزب جنډه اود [color=red:59172a4d91]isiبې رحمه ډنډه[/color:59172a4d91] وه،نه يې ملاپريښود،نه ليکوال ،نه پير،نه فقير،هره شپه به دنوروجهادي تنظيمونو دقومندانانو،دفتري کسانو،اوعامو افغانو مړي دپيښور په خړوپړو نهرونوکې غورځول کيدل،اوسهاربه د درپه دره بې وزله افغانانو په اوښکو اوبغاروکې خاوروته سپارل کيدل،دا داسي يوچاړه چي له پخوحزبيانو بغير بل څوک نشوى تر بچ کيدلى،له تنظيم نه استعفا په دي شرط منل کيده،چې له تنظيم سره به هم کار نکوي،اوله سياسته به لاس اخلي،
ښه مي په ياد دي، دا نه يو وو ،نه دوه، بلکې ديوې لسيزي هره شپه ددې شاهده وه ،دهجرت په ديارکې موجود هر افغان ددې شاهد دى،زه دډيرو دجنازو شاهد هم يم او ژوندي ثبتونه هم لرم،خواوس به يې پريږدو.....يار زنده صحبت باقي


عادل عادل
26.08.2010

سلامونه

زه باور لرم چې په روانو نازکو حالاتو کې به هیڅ په دین او وطن مین او دردیدلئ افغان دې ته زړه ښه نکړي چې داسې حقایق څرګند کړي چې د ولس په منځ کې د احتمالي تفرقې سبب جوړ شي.

خو په تاسف سره باید وویل شي چې د حزب اسلامي په خودخواهانه پالیسیو لړلي تبلیغات به آخر د دوی په وړاندې د ډیرو هغو سکوت مات کړي چې حزب اسلامي له هستې څخه پیژني، ددوی د تیرو نادودو، نارواوو او شریعت ضد کارکردګیو عیني شاهدان دي، او داسې نور .

په روان مقاومت کې د حزب اسلامي جهادي ظرفیت دومره کم دی چې حتی نشي کولای د خپلو بې لارې شوو او منحرفو ملګرو څخه د حزب اسلامي نوم وتوګي او یا یې په وړاندې څرګند دریځ غوره کړي، پاتې لا دا چې په داسې یو کمزوري موقف کې بیا د حزب اسلامي مشر د نړیوالو نیواکګرو په وړانډې د جهاد او مقاومت د پیل دعوی وکړي، چې دا ډول غټ ګویئ او غټ بازئ په خپل ذات کې په خپل ځان باندې له مسخرو پرته د بل څه مانا نه لري.

افسوس چې په تیر جهاد کې لاندینی قراني ایت به خدای خبر تر میلیون ځله هم زیات په ورځپاڼو، جنډو، لیکنو او تحلیلونو، مرامونو، اصولو او لایحو کې راغلئ وي خو د خودخواه مشرانو له برکته یې کله هم د شعار نه پورته د عمل جامه خپله نکړه، ..... دې ته وایي د اسلام داعیان، په قران عمل کوونکي او باورلرونکي!!! مشت نمونه خروار.

واعتصمو بحبل الله جمیعا و لاتفرقو


حذيفه
10.11.2010

حامدصاحب !داخودي ښه کړي دي چي دامام ليکنه دي ټکي په ټکي ځواب کړې ده الله دي نورهم توفيق درکړي .حزب ته زمامشوره داده چي نورملت په تاسونه تيروزي ځکه نونوربس کړئ هسي بې ځايه لغتې وهل دي .حزبيانودومره متعصب دي چي له خپل جزب هاخواهيڅوک هم پرحق نه بولي ځکه يي نوويل :دحزب له مجاهدينوسره هغوئ په جنګ بوخت ول .حکمتيالاشرميږي هم نه څومره خلک دي شهيدان کړل وطن دي وران کړل دجهاددوخت سترمشران دي ياپه مرموزه توګه ووژل اويادي په ليکنوکي بدنام کړل خوالحمدلله اوس له صحنې ووتل مجاهدملت يي په شومواهدافوپوه سوځکه نواوس ددويئ غورځي پورځی څه ګټه نلري .


رښتینی
10.11.2010

له ټولو وروڼو نه د زړه له کومی مننه کوم چی په دی موضوع
یی خپل نظرونه ښکاره کړی دی او دحزب اسلامی سیاست
یی غندلی دی

بیا هم مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more