نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
هر پښتون چي په مخه درځي وژنئ يې !
و.افغان
17.08.2010
سالنګی : هر پښتون چي په مخه درځي وژنئ يې !
د کندز ولايت د خان اباد په ولسوالۍ کې پرون يکشنبه د پښتنو د ترور او وژنې سلسلې په دوام يو بل پښتون ځوان هم په شهاد ت ورسيد، په ګور يې رڼا روح يې ښاد.
د ياد ولسوالۍ يو قومي مشر اغا ګل او ميوند ساپي د پيښې پخلى وکړ او وويل، چې نوموړى ځوان ميرويس نومېده. چې د خان اباد ولسوالۍ د چاريکاريانو د کلي اوسيدونکى و.
د نوموړي قومي مشر په خبره چې دلته په پښتنو باندې د زور زياتي جګړه شپږ مياشتې کيږي روانه ده، زرواكان سلوال خپلو شومو موخو ته د رسېدو په خاطر د سيمې پر پښتنو تحميليږي او په دې وسيله قومي شخړو ته لمن وهي. نوموړي قومي مشر زياته کړه، چې د تاجک اورپكو مشري بصير سالنګي او مير عالم کوي او ټول تاجکان يې په سپکو او درنو وسلو سمبال کړي او ورته ويلي يې دي چې هر پښتون په مخه درځي ويې وژنئ تر څو دوى مجبوره او د سيمې پريږدلو ته اړ شي.
د دغسې يوې اورپكې ډلې مشري په نوموړې سيمه كې نويد نامى په غاړه لري او د شپږو مياشتو په در شل کې يې نهه بې ګناه پښتانه شهيدان کړي چي پرون يکشنبه يې يو بل بې ګناه ځوان هم د دوى تعصبونو ښكار او په شهادت يې ورساوه، چې په دې سره نوموړې سيمه كې د بې ګناه انسانانو وژنې شمېر لسو ته ورسېد.
د يادولو وړ ده چې ياد شوي تاجکان د اربکيانو تر نامه لاندې يوازې او يوازې د خلكو ځورولو او وژلو لپاره ګومارل شوي دي چې په څه ډول پښتانه د سمې پرېښودلو ته اړباسي.
http://larawbar.com/article.php?id=20717&date=2010-08-16
larghonay laraway
18.08.2010
السلام عليکم!
ښاغلی وهاج صيب!
هغه خلک چې ګډ هدف، ګډه ژبه، يو ملي مشر او ګډې هلې ځلې ونه لري، بلکې په خېل، زي، سمت او لهجو وېشل شوې وي، د کاذب شهرت ليونيان وي او د افغانستان د دښمنانو له پاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي او لا شرمېږي هم نه؟!
نو ته څه فکر کوې چې سالنګيان او د پښتنو بهرني او کورني دښمنان څه د ملانصرالدين زامن دي چې خوشې تشې يې پر سر ورګرځوي؟
(کوم قوم چې د خدای په ورکړيو نعمتونو شکر ونه باسي، د هغه انجام ورکه ده!
پښتنو ته خدای سپېڅلی اسلام، خوږه پښتو ژبه، وياړلی قوم، ښکلی وطن افغانستان ورکړی خو دوی هميش له (مرکب جهالته) کار اخيستی او هيڅکله يې هم په نړۍ کې د سيال کيدو او يو مټ او بازو کيدو هڅه نه ده کړې، بلکې د څو ټنګو لپاره يې هر څه برباد کړي دي.
په پای کې د فخر افغان يوه خوږه او پخه خبره درته وايم چې:
يا به يو کېږو ګنې ورکېږو!
shokoor
18.08.2010
سلام علیکم
[quote:7f3ea61fd3="larghonay laraway"]السلام عليکم!
ښاغلی وهاج صيب!
هغه خلک چې ګډ هدف، ګډه ژبه، يو ملي مشر او ګډې هلې ځلې ونه لري، بلکې په خېل، زي، سمت او لهجو وېشل شوې وي، د کاذب شهرت ليونيان وي او د افغانستان د دښمنانو له پاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي او لا شرمېږي هم نه؟!
نو ته څه فکر کوې چې سالنګيان او د پښتنو بهرني او کورني دښمنان څه د ملانصرالدين زامن دي چې خوشې تشې يې پر سر ورګرځوي؟
(کوم قوم چې د خدای په ورکړيو نعمتونو شکر ونه باسي، د هغه انجام ورکه ده!
پښتنو ته خدای سپېڅلی اسلام، خوږه پښتو ژبه، وياړلی قوم، ښکلی وطن افغانستان ورکړی خو دوی هميش له (مرکب جهالته) کار اخيستی او هيڅکله يې هم په نړۍ کې د سيال کيدو او يو مټ او بازو کيدو هڅه نه ده کړې، بلکې د څو ټنګو لپاره يې هر څه برباد کړي دي.
په پای کې د فخر افغان يوه خوږه او پخه خبره درته وايم چې:
يا به يو کېږو ګنې ورکېږو![/quote:7f3ea61fd3]
په قلم مو برکت لرغونی لاروی صاحب، حقیقت مو لیکلی دی ! هر څه چې پر مونږ پښتنو کېږي زمونږ د ناپوهۍ، بې تدبیرۍ او بی اتفاقی ثمره ده.
والسلام