د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

پښتنې لورې ....!!

رښتینی
17.08.2010

[img:86cec7571c]http://sphotos.ak.fbcdn.net/hphotos-ak-snc4/hs187.snc4/37679_136086929756984_130500323648978_237649_2056422_n.jpg[/img:86cec7571c]

.
.
چه په کومه ورځ وجود د ستا پیدا شو
پښتـنې لورې بابا دی په سـودا شـو
په خپل کور کې خپل نصیب درته سور اور شو
ستـا وجـود دخـپـل پـردی مـخکې پیغـور شو
په خپل کور کی ورور دخـور نـه مـعـتـبـر شو
خـور کـمـزورې ورور ئې مـټـې د ټـبر شو
خپل اولاد وی یو بـی وزله بل بهتر شو
عـجـیـبـه غوندې قانون د زورور شو
کـور بـهـر د نـاریـنـه حـکـم چـلیـږی
ښـځه غـلې وی کـه هـر څـه پـه تـیـریـږی
نر نیـازبین وی د هر چـا د سـتـرګـو تـور وی
ښـځـه تـور وی ښځـه شـرم وی پیغور وی
په نـازک وجـود هـر کار د دې په غـاړه
کـور، پـټـی ،اوبـه لرګی واښـه ټـول واړه
که اوبـه دی که لـرګی کـه ځناور دی
پـخـول او مـړول د دې په سـر دی
د ازل نه تر ابده کړی کارونه
د خندا په بدله اخلی غمونه
کله وخوری کله څملی بی خوړو نه
که څه پاتې شی کټوئ کښې د سړو نه
چه وړه وی د خپل پلار په کور دیره وی
چه شی لویه بیا د بل په کور سپیره وی
چه ځوانی وی د خاوند د کور هرکاره
چه زړه شی د لمسو شی څوکیداره
چه د کور کارونه پاتی شی ترې واړه
ماشومان چرګی چرګان ئې شی په غاړه
دغه ښځه چه انسان ئې زیږولې
بیا ئې ولې په مرئ دې سړې غلې؟


عادل عادل
19.08.2010

سلامونه

د ژوند سختې به زغمو د زړګي سرې
د لالا وي دولس میاشتې مسافرې

تاته کور کالي خواړه ټول برابر کړي
هم دې هسکه په همزولو د ګاونډ کړي

هم پیزوان درته د زړه په وینو راوړي
هم نکریزې د اختر دې په بل واوړي

لکه ګل چې نه تر لمر وي نه تر سیوري
پاسبانان دې د پردې وي رڼه ستوري

داسې نه چې ته بابا سخت زړئ بولې
بابا ستا په درد درمنددی د خدای جوړې

نور بیا ........


اور- بل
21.08.2010

.................................... [color=yellow:d02a64642c]د قفس آزادي [/color:d02a64642c]
[color=blue:d02a64642c]
که مرغه په پنجره کې وي آزاد
..................................نو پاوا بڼ او ځنګلۀ کې وي بر باد؟

که جامه خوراک يې ښه اوسي په بند کې
................................. انسان ولې په زندان کې نه وي ښاد

له تعليم او کار محرومه ښځه هېڅ ده
...............................که نور لښته د چندړ وي که شمشاد

کار تعليم چې تامين نه کاندي د ښځو
....................................... په هغه رژيم څوک نه کا اعتماد

يوه لور چې بې تعليمه رالويږي
........................................... ورباريږي په ټولنه يو فساد

د هغې اولاد بې علمه بې ادبه
...................................په وحشي توګه را غټ شي نامراد

تو لعنت په هغه پلار او هغې مور شه
.......................... چې محروم کاندي له علمه خپل اولاد[/color:d02a64642c]


عادل عادل
21.08.2010

سلامونه

د خیرن ګاونډ دستور کې څالاکي ده
د پتمنو بربڼډتوب بوالهوسي ده

ستا د پوهې څه ثواب به د بابا شي
که دې حسن خپل پردي ته برلا شي

په کور ناسته عایشه او فاطمه یې
په دین پوهه لکه شمعه پښتنه یې

نور بیا ......


عادل عادل
22.08.2010

سلامونه

که سرتور، وروځې نرئ وي زلفې لنډې
لوړې پوندې هم یې مټې وي بربنډې

له ټکري هم له حجابه یې نفرت وي
مساوي او تساوي نه یې نشات وي

که هر څو وي باسواده دغه لښتې
دې ته مه وایه ژوندئ، ژوندئ دي خښې

د پښتو دستور ته شا نن روڼ اندي ده
د شیطان پر لاره تلل دموکراسي ده

لورې ځار چې ښکار دې نکړي دا دجال
علم بویه خو پام ډیر لرې وبال



22.08.2010

فاطمه او عايشه وې عالمانې
........................................... په آيت او په حديٍث کې استادانې

په هغه وخت ټوله پوهه صرف ديني وه
........................................... نور تعليم او نه پوهنه مسلکي وه

مساوات په علم و کار کې ضروري دی
............................... اسلامي حجاب ساتل په کې حتمي دی

د صحت او معارف وزارتونه
.......................................... کړي ځانګړي ښځينه و ته کارونه

څيړنځي او پوهنځي د ښځينه و
.......................................... بيل دې وي آن وزارت له نارينه و

په سړو شي نامحرم سره خبرې
.........................................قطعا ً بندې له نږدي وي که له لرې

د کار ځای دې ښځينه له پاره بېل وي
................................. خياطي که اشپزي که بل کار-خېل وي

بيا تعليم ، پوهه ، تحصيل کې څه نقصان دی؟
.................................... ښځه هم د خدای بنده آخر انسان دی !


رښتینی
22.08.2010

ځینی لیکوالان یاشاعران دولس له ناخوالو زوریږی ، په ولس کی
دنیاو اوعدل نشتوالی یی زړوی اوزوروی ،او دهغوپه یوه بل ظلم
چی وینی نوپه قلم کی یی زور اوشور پیداشی او په دی اړه چی څه
لیکی نیت یی داوی چی که خدای وکړی ظالم له ظلمه لاس واخلی
بیلاری اوسرټمبه خلک سمی لاری ته برابرشی او که نه نو ددوی په
ظلم چوپه خوله پاتی کیدل هم ګناه بولی او هڅه کوی څو ددوی له
ناسمواو نارواووخلک خبر کړی .

اوخینی لیکوالان او شاعران بیا دخپل ولس په مثبتو پواینټونو
پسی ګرځی او دخپل قوم په حماسی اوتاریخی پیښو کی ګرځی
خو دخپل ولس مثبت ټکی په دی نیت را خیستل چی کوم رغنده
کار ته هڅونه پکی وی بیا خوو دا هم دخیر کار بللی شو او که ددی
له پاره وی چی دویاړونو او افتخاراتو قصیدی اوبوللی ورنه جوړی
کړی او دخپل ملی غروراوتکبر تسکین پری وکړی نو بیا داکار
زما په اندګناه ده بیا په تیره په داسی حالت کی چی موږ فعلا
ورسره مخامخ یو

عادل صاحب اوپتوال صاحب ستاسو له شعرونو نه مننه کوم
دښځو دحقوقو دموضوع په اړه باید خبره په دووه لوریو کی منحصره
نکړو یعنی یوغرب او غرب پلوه خلک او بل مسلمانان او اسلام
نو اوس که څوک دښخو دحقوقو خبره په خوله اخلی هغه به غربی بلل کیږی
او دهغه خبره به ردکول کیږی او په رد کی به یی داسلام له تاریخ نه بیلګی
را اخلو او داسی نور

وروڼو دلته باید موږ ځمکنی حقایقو ته هم لیږ متوجه شو او باید وګورو چی
زموږ په کور کلی او سیمه کی له میرمنو سره څه چلند کیږی ؟؟؟

په دی کی شک نشته چی دلته ظلمونه شته او روان دی او ددی ظلم پر خلاف
هراواز ته باید دشک په ستر ګه ونه ګورو او هر اواز باید له غرب نه نشأت
اخیستونکی هم ونه بولو


عادل عادل
22.08.2010

سلامونه

په تیر پسې ....

اوس دې وروڼه لا محروم دي له تعلیمه
صبر کړه چې دې خوندي کړي له غلیمه

چې په پړي د قانون بد سترګي بند کړي
هم پردي لاسونه دې وطن نه لنډ کړي

کور بهر به دواړه یو شان کړي په امن
غرونه غرونه به درانه شي ستا په لمن

بیا دې خوښه شه ډاکټره یا معماره
په جوړښت کې یې نازکه یا بارداره

تساوي کې مجبورئ دې دي څو واره
اسلامي ټولنه ډیره ستا غمخواره


اور- بل
24.08.2010

[quote:e034495958]اوس دې وروڼه لا محروم دي له تعلیمه
..............................................صبر کړه چې دې خوندي کړي له غلیمه [/quote:e034495958]

چاويل چې له تعليمڅوک څوک محروم دي؟
.............................................محاسبات د نر او ښځو ټول معلوم دي !

[quote:e034495958]بیا دې خوښه شه ډاکټره یا معماره
..............................اسلامي ټولنه ستا ده ښه غمخواره[/quote:e034495958]

په دې ژمنه طالب ورونه قسمي که
.................................. خورې نه چې دې په کور کې بيا بندي که
بيا دکار ، تعليم او ژوند نه شې محرومه
...................................... بيا تياره کنج کې د کور شې نامعلومه
د سړي په کور کې هسې لنګه غوا شې
.....................................هم شيدې کړې هم خدمت ! د کار بلا شې
خوار و زاره استثمار او استعمار شې
.................................... بې تعليمه کور کې خره د هر هر بار شې
لا مړه نه يې چې دې بن راولي کور ته
................................... د مرګي خولې ته دېکه لاړه شې ګور ته
نه دې نوم نه دې نشان پاتې شي چاته
........................................... ته وا هېڅ نه وې راغلې دې دنيا ته
د جاهل په کور کې ستا ژوندون تباه دی
............................... ډير افسوس چې يو پښتون لا ستا آبا دی


عادل عادل
25.08.2010

سلامونه

خدای ته مخ بنده ته شا کړه ګرانې لورې
چې مطلب دې شریعت دی که ملا

په کور ناسته دې هزار ځلې بهتر ده
نه هاغه چې یې بایللې ده حیا

که باور دې په قانون محمدي وي
په خوله مه نیسه طالب او یا ملا

که یې ته، بابا، لالا، طالب ملا
ټول مسوول دي لږ یا ډیر بې استثنا
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ګران ورور حامد صیب او د بحث ګډونوالو هر یو دروند پتوال صیب او پتمنې غوټئ اوربل خورې

زه شخصا د ښځو د حقوقو په اړه د غرب شعارونو ته ځکه د شک په سترګه ګورم چې د ښځو د حقوقو دعوی کوي خو هغه دوه مهم ټولنیز اصله چې د ښځو د حقوقو تحفظ حتمي کوي هغه د منځه وړي، چې عبارت دي له سالم کورني نظام او ټولنې څخه.

پداسې حال کې چې اسلامي شریعت د فرد تر څنګ د سالمې ټولنې د حقوقو خونديتوب تضمینوي، که چیرته ټولنه سالمه وي نو هغه به کوم لیونئ وي چې بیا دې هم ووایي چې ښځه په کور ناسته ښه ده ! سره لدې چې بې له اجباره د کور په ناسته کې هم هیڅ ډول حرج نشته، چیرته چې کورنئ نظام پر ځای پاته وي، هلته د ښځې مسوولیت ډیر اوچت دی، هلته ښځه د ټولنې د تهداب تیږې صیقل کوي، هلته ښځه کافي بوختیاوې لري، هلته ښځه د خستګئ احساس نه کوي، د انسان هستوګنځي ته خو په همدې خاطر سکن ویل شوی دی، کنه د تشو دیوالونو تر منځ سکون له کومه شو.

هو ، چیرته چې کورنئ نظام له منځه تللی وي نو هلته په رښتیا هم په کور د ښځې ناسته هیڅ ډول معنی نلري او نه هم هيڅ ډول ټولنیز رول ادا کولای شي نو ځکه خو یې غربي دیموکراسي د کور نه بهر ته راکاږي تر څو په ټولنه؟ کې د نارینه وو تر څنګ ، ددوی په اصطلاح، اوږه په اوږه کار ... او بار! وکړي.

د فرد د حقوقو ریښتني مدعیان هغه څوک کیدای شي چې د سالمې ټولنې د بنا لپاره هلې ځلې کوي، او د فردي حقوقو په وړاندې د ټولنې حقوق له پامه نه غورځوي.



27.09.2010

سلامونه او درناوی !
[quote:7ea619687f]که چیرته ټولنه سالمه وي نو هغه به کوم لیونئ وي چې بیا دې هم ووایي چې ښځه په کور ناسته ښه ده ![/quote:7ea619687f]
عادل صيب ډيره ښکلې خبره مو کړې ده ، اجرونه دې نصيب شه !
يعنې [color=red:7ea619687f]که سالمه وي [/color:7ea619687f]نو او نارينه بايد دواړه يو ډول د کور بهر مسوليتونه ، کار، ژوند او فعاليتونه و لري او په مساوي توګه ورته تياری ونيسي لکه عمومي تعليم او تربيه، مسلکي روزنې ، عالي تحصيلات او نور ټولو ته بايد يو ډول لاسرسی ولري، خو په يوۀ شرط چې [color=brown:7ea619687f]ټولنه سالمه وي ![/color:7ea619687f]
ددې اصل خو لومړي نتيجه داده :
که چيرې څوک سالمه ټولنه غواړي ، نو لومړی شعار يې بايد په ټولنه کې د نارينه او ښځينه و د مساوي حقونو غوښتنه وي ، نو هغه سړی به ليونی نه وي چې سالمه ټولنه غواړي ، خوددغې ټولنې د جوړولو له پاره يې د نر او ښځې د مساوي حقونو غوښتنه لومړی او ترټولو مهم شعار نه وي ؟ آيا الله تعالی او د هغه رسول اکرم (ص) هغه وخت چې ټولنه د کفر او شرک جهل او بدبختيو په طوفان کې غرقه روانه وه، تر ټولو د مخه د ښځو بدبخته حالت و نۀ غانده او د هغوی د حقوقو د اعادې په اړه ايتونه نازل نشول ؟ او د ښځو په حق غوښتونکو حديٍثونو کې
نړۍ ته د اسلام غږ پورته نشو ؟؟؟
نو د ښځو د حقونو د خوندي کولو او سالمي اسلامي ټولنې د جوړولو غږ يوځای ، يو وخت او سره او غبرګ پورته شوی دی ! نو د سالمي ټولنې او ښځو د حقوقو
غږ سره نشي بېلېدای !
نو که څوک يا کومه ډله يې په هره پلمه چې بيلوي ، هغه دواړو ته خاينه ده هم د سالمې اسلامي ټولنې جوړولو ته ، هم د ښځو
دحقوقو پلي کولو ته او نګه دروغ وايي ،څو د ځان او خپلو بادارانو له پاره په افغانستان کې يوه ديکتاتوري ټولنه رامنځته کړي چې د ملي ګټو تر څنګ په کې تر ټولوزيات د ښځو حقوق پيمال وي او بس !


عادل عادل
28.09.2010

سلامونه

دروند پتوال صیب

د ناسالمې یا فاسدې ټولنې تر ټولو زیات او لومړني قربانيان ښځې دي.

د هر آفت د دفع لپاره باید چې د هغوی اسانه او د لومړي ډول په خطر کې مواجه خلک د مقابلې د صف په وروستي سر کې قرار ولري.

که خدای مکړه د شپې په تیاره کې د چا کاله ته غل ور واوړي، نو څه فکر کوئ چې د مقابلې لپاره به یې د کور نر او ښځه دواړه په یو ځایي ډول مقابلې ته راووځي؟

زما په نظر مخکې تر دې چې نارینه یې مقابلې ته راودانګي لومړئ باید چې په کور کې د ننه ښځو د لا خوندیتوب غمه وخوري، ځکه چې د غاصب لپاره اسانه سوبه ښځه ده، د نارینه لپاره لاس او ګریوان کیدل که مغلوب هم شي عیب نه دی، خو د ښځې لپاره لاس، ګریوان او غاړه غړئ کیدل ولو که په غاصب غله باندې غالبه هم واوسي د عیب او ابرو ریزئ خبره ده.

[quote:2ca2ab54d6]نو که څوک يا کومه ډله يې په هره پلمه چې بيلوي ، هغه دواړو ته خاينه ده هم د سالمې اسلامي ټولنې جوړولو ته ، هم د ښځو
دحقوقو پلي کولو ته او نګه دروغ وايي ،څو د ځان او خپلو بادارانو له پاره په افغانستان کې يوه ديکتاتوري ټولنه رامنځته کړي چې د ملي ګټو تر څنګ په کې تر ټولوزيات د ښځو حقوق پيمال وي او بس ![/quote:2ca2ab54d6]

زه خو دروغ نه وایم، او نه هم ښځو ته د مساوي حقوقو تر نامه لاندې هغه څه خوښولئ شم چې د خپل کور او اهل ښځو ته یې نه شم خوښولای.



30.09.2010

[quote:af51115fff]که خدای مکړه د شپې په تیاره کې د چا کاله ته غل ور واوړي، نو څه فکر کوئ چې د مقابلې لپاره به یې د کور نر او ښځه دواړه په یو ځایي ډول مقابلې ته راووځي؟

زما په نظر مخکې تر دې چې نارینه یې مقابلې ته راودانګي لومړئ باید چې په کور کې د ننه ښځو د لا خوندیتوب غمه وخوري، [/quote:af51115fff]
دروند  عادل صيب ته سلام ٠
د ښځو امن او خونديتوب دښځو حق دی او پر ځای کول يې ستاسو په راوړي مثال کې يواځې لومړی کېدی شي  ، نه وروسته ٠  په درنښت 


مسلمان خورته

اسماء بی بی
04.10.2010

ګرانوخوینداووروڼو یوځل بیاسلامونه اونیکي هیلي درته وړاندي کوم

دعلم زده کړه په هرچافرض ده که نروي که ښځه ! خومرادله دي څخه دیني تعلیم دی ،په اوسني وخت کې غربیان اودهغوئ ګوډاګیان په دي هکله کوشش کوي چې مسلماني میرمني دهغوئ دحقوقوپه نامه بربڼډي اودخپلوهوسونو اوخبیث نظرونوقرباني کړي
که کوم عصري تعلیم میرمني کوي بایدپه پرده کې که په لاره ځې راځي هم به په پرده کي وي،اوکه هرځای وي
هسي نه چې دغربیانوپه ډول بربڼډي اونیم بربڼډي وي، زموږډیري هغه خوندي چې په خارج دولتونوکي يي تعلیم حاصل کړی همداسي دي اوهم غواړي په دغه تقلیدنوري خوندي وغولوي اوبربڼډي یي کړي
که له شرعي اموروسره سم میرمني هرډول تعلیم وکړي شریعت یي مانع نه دی اونه هم طالب اوملا،
طالب اوملایواځي له هغه تعلیم سره مخالفت لري چې نارینه اوښځینه مخلوط وي که څه هم هغه دشریعت علم وي
نورموپه الله سپارم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more