نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
pattang
14.08.2010
[color=brown:fb9e3c2cd0]دسر لوځ يواځې سر لوڅ ندی بلکې امريکايې دالروننګ او
غيرت ترې وړي اوکوناټي يې هم ور لو څ کړي دي او لکه پخوانی خلقی په څلورو
ولاړ دي :[/color:fb9e3c2cd0]
tolafghan.com
د خطرناکه راتلونکی زیګنال - په کوچيانو ظلمونه
احمدجان اریوزی
14.08.2010 02:29
یو ځل بیا بې وزله او بې وسلې کوچیان چې د هیواد تر ټولو مظلوم اولس جوړوی، د په پردیو پورې د تړلو پاشیستی ډلو تر برید لاندې راغلل. دا برید دا وار د هیواد په پایتخت کې تر سره شو. پاشیستي ډلو په ظاهر کې د سیمې خلکو څخه کار واخیست.
د کوچیانو په وینا په دې برید کې د کوچیانو څو تنه مړه او لس تنه ژوبل شوي او د دوی کیږدیو ته ددې جنایتکارو ډلو له خوا اورونه اچول شوي دي. په دې ډول د مقابل لوري څخه هم څو تنه ژوبل شول. د خلکو په باور دا برید ښايی د ښاغلی کرزی د نېږدې کسانو په واسطه تر سره شوي دی. دا ځکه چې هلته ده یوه ډیره اندازه دولتي ځمکه غصب کړي او غواړي نوره ځمکه هم غصب کړي.
د یادولو وړ ده چې دا پېښه د کوروغ په سیمه کې پیښه شوي ده ، دا د کوچیانو مېنه ده یو شمیر کوچیان د کابل د کورغ د غره په لمن کې د سلګونو کلونو را په دې خوا اړوي.
داسې ښکاری چې دا پاشیستي ډله غواړي په دې برید سره دوې موخې تر سره کړي یو د بهسودو د جګړو او اوس کابل اوبیا د هیواد نورو سیمو ته ولیږدوي. دا ډله هڅه کوي چې د افغانستان خلک د نویو ګواښونو سره مخامخ کړي او د بلې خوا نوي دولتي ځمکه غصب کړي.
د کوچیانو په ضد د یو شمیر پاشیستي کړیو یو پراخ کمپاین پیل کړی او په دې مظلوم اولس باندې د ځمکې مخ سور اور کړی دی.
په دې ټول خلک خبردي د ښاغلی کرزی په دوره کې د کوچیانو سره ډير زیاتي کیږي . په مرکزي افغانستان کې کوچیان ، په زیاته اندازه په شرعي او قانونی اسنادو سره د ځمکو ملکیتونه لري خو اوس مهال په هزاره توکم پورې تړلي پاشیستي ډلې هڅه کوي چې د کوچیانو دا شخصي ملکیتونه لاندې کړی او په اصطلاح یوه خالصه هزاره میشته سیمه رامنځته کړی.
دا چې د کابل واکمنه اداره د پاشیستي متعصبو ډلو د مشارکت او ایتلاف څخه جوړه شوي اداره ده نو لدې امله دا اداره نه شی کولای چې د اړوندو ډلو له خوا د قانون ماتولو مخه ونیسي دا اداره د د خلکو او د عامه د ملکیتونو د غاصبانو د زړه بوګنونکو جنایتونود تورنو ډلو په وړاندې د دریدلو توان نه لری .
دا پاشیستي ډلې په ټول قدرت سره هڅه کوي چې د خلکو او قومونو تر منځ د دښمنۍ اور بل کړي. ددې ډلو سروالان عملا د پښتنو او کوچیانو په ضد ناوړه شعارونه ورکوي. په دې ډول په ډلو پورې تړلو رسنیو له خوا چې د نامعلومو سرچینو له خوا یې ملاتړ کیږي د اولسونو ترمنځ بې اتفاقی ته لمن وهل کیږي.
خلک وایی چې د سږکال په پسرلي مهال په بهسودو کې د کوچیانو په ضد خونړی بریدونه د جمهوري ریاست د ماڼی څخه له خوا رهبری کیدل او په خپله ښاغلی حامد کرزی پرې سترګې پټولې.
خلک ګوري چې ښاغلی حامد کرزی هم د پاشیستي ډلو د غوښتنو سره سم خوځیږي.
په تیر فرمان کې چې د ښاغلی کرزی له نومه په بهسودو کې د ستونزو د اوارولو د پاره صادر شوي و ویل شوي و چې ټول کوچیان به په درې میاشتو کې میشت کیږي خو دولت دا ونه کړل چې کوچیانو ته خپل شخصی ملکیتونه په مرکزی افغانستان کې چې د سیمه ایزو پاشیستي ډلو له خوا اشغال شوي بیرته خپلو اصلی مالکانو ته مسترد کړي.
اوس ټولوته دا جوته ده چې د کوچیانو او په ټولیز ډول د پښتنو په ضد دا ډول چلندونه یو ناڅاپي کار نه دی بلکې دا د یوه ډیر لوی پلان برخه ده چې د پاشیستي ډلو او د هغوی بهرنیو ملاتړو له خوا عملي کیږي چې د هغه په بشپړ عملي کیدو سره به افغانستان ټوټې ټوټې شي. چې دا ناممکنه ده.
د ویلو وړ ده چې وسله والو واکمنو پاشیستي ډلو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د شتون څخه ناوړه ګټه پورته کړي او په دې ډول د نورو خلکو او قومونو د حقوقو د تر پښو لاندې کولو ته دوام ورکوي.
دا پاشیستي ډلې د ښاغلي کرزي او نړیوالې ټولنې د ځینو ناوړو مصلحتونو او تېریدنو له امله ډیرې زړورې شوي دي د کتونکو په باور اوس غواړي نړیواله ټولنه او ښاغلی حامد کرزی د نویو ګواښونو سره مخامخ کړي.
ښاغلی کرزی چې د هیواد د اساسي قانون د تطبیق او د هیواد د خاورې د تمامیت ساتل یې له مهمو دندو څخه ګڼل کیږي په دې هکله د معاملو اود غلي ساتلو سیاست مخې ته بیولی دی . مګر دې ته یې پام نه دی چې ورو ورو دا ستونزه پراخیږي. او داسې مهال به راشي چې بحران به تر کنترول څخه ووزي.
دا ټولو ته جوته ده چې موجوده اداره یوازې په کمزورو خلکو باندې د قانون تطبیقوی خو بیا د زورواکانو سره د قانون په ماتولو کې مرسته کوي. د ساري په ډول د اساسي قانون له مخې شخصي ملکیتونه د تعرض څخه خوندي دي ددې قانون سره سم باید اوس په مرکزی افغانستان کې کوچیانو خپل ملکیتونه تر لاس کړي وی.
ښاغلی کرزی کولای شول د کوچیانو او د پاشیستي ډلو تر منځ لانجې د اساسي قانون په رڼا کې حل کړي مګر ده د قانون ته و نه کتل بلکې د جمهوری ارګ څخه دده په نوم داسې فرمانونه ورکړل شول چې خلک د هغه په هکله راز راز پوښتنې لري او دا فرمانونه یو طرفه او د پاشیستي ډلو په ګټه یې بولي.
د ساری په ډول د منازعی د سیمې په اړوند دولت ته اړینه وه چې دواړه خواوې د ستونزې د اساسی حل تر وخته د سیمې څخه ووزی مګر ښاغلی کرزی کوچیانو ته د وتلو امر وکړ او په پاشیستي ډلو پورې تړلو ډلو پورې وسله والو ته ېې سیمو ته د ننوتلو اجازه ورکړه.
په کابل کې په کوچیانو باندې د پاشیستی ډلو نوموړی وحشیانه بریدونو د افغانستان خلکو، اوسنیو چارواکو او نړیوالې ټولنې ته د یوه نوي خطرناک راتلونکي زیګنال ورکوي.
دا برید په کابل او د هیواد په نورو سیمو کې د نویو نا ارامیو ا و جګړو د پیل نښه ده تر دې د مخه چې شرایط د کنتروله ووځي اړینه ده چې نړیواله ټولنه او شخصا ښاغلی کرزی باید ورته پاملرنه وکړي. دا اړینه ده چې په جنایتونو باندې تورنو کسانو ته سخته او وړ جزا ورکړل شي.
نړیواله ټولنه او د افغانستان جمهور ریس باید د قانوني لارو خخه په استفادې سره ټولې زورواکي پاشیستي ډلې مهار کړی .
دا ځکه چې شرایط نوره د خلکو د پاره د زغم څخه د وتلو په حال کې دی. او خلک دی ته اړ کیږی چې د پاشیستي ډلو په وړاندې غبرګون وښیي. په هغه مهال کې څه چې پیښیږي مسوولیت به یې لومړی د ښاغلی حامد کرزی او دده د نږدې همکارانو او د نړیوالې ټولنی په غاړه وي.
عبدالله صابر
20.08.2010
السلام عليکم
پتنګ صيب
کوچيان داسي هم نه دي لکه څنګه چي تاسوفکرکوي ،مظلوم نه بلکه ظالمان
دي ،زه دهزاره ووملګرتيانه کوم خوپه کوچيانويی ملامت هم نه بولم ،
تاسونه يی خبرچي همدي کوچيانودپښتانوڅومره ځمکې غصب کړي ؟ تقريبا
هروولايت خلک له کوچيانوسره ستونځې لري ا وله دواړوخواووڅومره کسان
وژل کيږي ،په خوست جلال اباداوکابل کښ دکوچيانواوځايی خلکوشخړوپه
هکله معلومات نه لرئ چي پخپله دپښتانوځمکې يی غصب کړي اوحکومت يی
په مخنيوي کښ پاتي راغلئ بلکي دکرزي حکومت خوياپه کوچيانوزور نه
رسيږي اويايی عملاملاتړکوي ،دهمدي کرزي په حکومت کښ کوچيانو په
زرګونوجريبه دپښتانوځمکه غصب کړي ، دمظلوموپښتانووس نه رسيږي او
حکومت يی ملاتړنه کوي ځکه يی څوک غږنه اوري ،اوهزا ره ګانود نر
زامنوخو کوچيان په منډوکړل اودخپلوځمکوغصب ته يی پرينښودل ، يوبل مثا
ل کوچيانودکابل بتخاک په سيمه کښ زرګونه جريبه دپښتانوځمکه غصب کړي
داځمکې دطالبانوپه وخت کښ پښتانوواخستي اواوس کوچيانودمال چرياددوی
مال څړځای په نوم غصب کړي ،سره ددي چي شرعي قواله هم لري اودځمکې
پخوانې مالکان هم ځانونه خلاص بولي ،ځکه په قوالې کښ ي فرق نشته زورد
بلازوردی ،اوحکومت دکوچيانوپه ويستلوکښ دلچسپې نه لري ، دکوچيانود
ځمکې قواله داده چي دلته يی خيمه وهلي وه اومال يی څره ولئ ،په همدي
قوالې دوی دخلکوځمکې غصب کوي ٠
نوپتنګ که دکوچيان همدا سرزوري وي نوهغه وخت هم لري نه ده چي پښتانه
به دوه برخو ويشل کيږي يعني کوچيان اوغيرکوچيان دواړه لوري پښتانه به
خپل منځ کښ جنګيږي ٠
والسلام
کلاتوال
20.08.2010
عبدالله صابر صیب !
الله موپه خوله برکت کړه یو ډیر لوی او مهم حقیقت مو رابرسیره کړی دی رښتیاهم دافغانستان داسي سیمه نشته چې هلته دي سیمیز خلک له کوچیانو سره ستونزې ونلري زه چې دطالبي په دوران کې دهیوادپه ځینو سیمو ګرځیدلی یم هرځای مې همدا مشکل دسرپه سترګو لیدلی دی دخوست په ولایت کې دفارم باغ ځمکه دغه راز دباک په ولسوالۍ کې دبکر خیلو خوستیانو ځمکې ټولې نیازیو او سلیمانزیو کوچیانوپه زور نیولي دي دپکتیاپه زرمل کې دسهاک قام په زرهاوو جریبه ځمکه هم کوچیانو غصب کړیده او دحتی ددې خلکو اوبه یي هم ورسره نیمې کړیدي دهمدې زرمل په مکاوه کې سلیمانزو او دولت زیو کوچیانو دسیمیزو کلیوالو داسې ځمکي نیولي چې ترپرونه پورې ریشکې او غنم پرې ولاړوه چې ماهلته په خپلو سترګو لیدلي دي پرون له همدې سیمې یوه مجاهدملګري راته دیوه بل جنجال خبره هم وکړه چې ده ویل طالبان یي هم مصروف کړیدي ده ویل خوازکو کوچیانوپه سیمه کې دمموزیواوسیدونکوچې ترروحاني بابا رالاندي پراته دی په ډیره پراخه ځمکه دعوه ورکړې ده چې اوس یي طالبان ترمنځ فیصلي کوي زمونږ په زابل کې خوبیادکوچیانو همدې ضررونو خلک دې ته نږدې کړل چې نږدې قومي بدۍ یې ترمنځ پيښې شي اوس دزابل ځیني ځایي خلک هوتک او توخي قامونه په دې مجبور شوي چې داسي تړون وکړي چې له کوچیانو سره به هیڅ ډول معاملات نه کوي په زابل کې داجنجال له هغه وخت راپیښ شوی چې دپخواني جهاد په وخت کي سلام راکټي دکوچیانو او حمیدالله توخي دځایي خلکو په نمایندګي سره ډغرې وهلي ،دغه ډول جنجالونه دغزني پکتیکا او میدان وردګوپه ولایتو کې هم شته ،اوله هزاره ګانوسره دکوچیانو چلندپه اړه به یوه خاطره درته وکړم نورقضاوت په تاسو .
دمیدان وردګودجغتو ولسوالۍ یوتن سپین ږیري وردګ څوکاله مخکي له مونږ سره مزدوري کوله ده همیشه ویل چې دطالبانوپه وخت کې کوچیانوپه هزارګانو سخت ظلمونه وکړل نوځکه اوس هزارګان ورته پورته شویدي ده ویل چې زما یوملګری هزاره چي ظفرنومیده اوډیرغریب سړی وه هغه وخت مي ترې پوښتنه وکړه چې دللمیو درمند دې څومره شو،هغه په ژړغوني غږراته وویل چې سپین بیرغ رپیږي الحمدلله کوچیاامدند وپاک خوردند.....
سره له دي چې هزاره ګان هم دښې ورځي څښتنان نه دي خو کوچیانو ته دې هم خدای څوک نه پاته کوي سره له دې چې دپتنګ صیب له ټولو لیکنو سره زه موافق یم اوهمیشه یي په ډیره مینه لولم خوپه دې موضوع کې چون زما په وړاندې ځیني حقایق پراته وه او په پټه خوله ترې تیریدل راته ناځواني ښکاریده نوځکه مي یادکړل خدای دي وکړي چې څوک پرې باد وانخلي
عادل عادل
23.08.2010
سلامونه
دروند کلاتوال صیب
مونږ ته پکار ده چې د ستونزې اصلي لاملونه وڅیړو.
تر ټولو د مخه کوچیان د ځایي خلکو په شان ددې ولس برخه ده، او هیڅ څوک یې له حقوقو انکار نشي کولای، دا چې ولې د دوی او ځایي خلکو تر منځ اخ او ډب رامنځ ته کیژي؟ دا د روسانو د وتلو او د کمونستانو د شرمیدلي زوال نه را پدیخوا پیل شوې ستونزه ده.
د تیر جهاد په جنګي او سختو شرایطو کې کوچیانو په کوزه پښتونخوا کې د مجبوریت له مخې د ځایي ژوند بڼه غوره کړه، دوی نه توانیدل د معمول سره سم هر پسرلئ سړو سیمو ته وخوځیژي، د کله نه چې روسان ووتل، د غرو لمنې د ماینونو څخه پاکې شوې، نو کوچیانو هم د نورو افغان مهاجرو په شان خپل دودیز کوچیدنه پیل کړه او د ګرمئ په موسم کې سړو سیمو ته راتلل پیل کړل، ځایي خلکو د یوې لسیزې زماني فاصلې په سبب د دوی سره حساسیت ښکاره کاوه او په هر ځای کې ددوی د میشت کیدو خنډ ګرځیدل، پدې منځ کې زما په ګډون نویو او د منځني سن خلکو دوی ته د غاصبینو په سترګه کتل، په داسې حال کې چې د همدغه په اصطلاح غاصبو کوچیانو سپین سرې او سپین ګیري ټول د ځایي میشتو سپین ږیرو او سالخورده خلکو د خورا خوږ روغبړ او ښه راغلاست سره مخ شول، د تیرو کلونو خاطرې، ناسته ولاړه، متقابله لورینه او د راکړې ورکړې او ښې همنشینئ یادونه یې تازه کړل، د ځایي فوت شوو وارثینو ته یې دوعاګانې وکړې او داسې نور .......
په اصل کې نوموړې زماني فاصله ددې سبب شوه چې کوچیان د نوي نسل د ناوړه غبرګون سره مخ شول، حتی چې په ولسونو کې د خپلمنځي اختلاف سبب وګرزیده، د کلیو مشرانو او سپین ګیرو د دوی سره د نرم برخورد توصیه کوله، او ویل یې چې دا ددوی حق دی، خو چا یې خبرې ته ځکه غوږ نه نیوه چې په هر کور کې ټوپک او د تنظیم سیورئ حاکم وو، نه تنها چې د سپین ګیرو او ولسي مشرانو خبره چا نه اوریده بلکه هغوی یې د کوچیانو سره د ښه برخورد په سبب په رشوت اخیستنه تورنول ............. زه خپله د خپل کلي د هغې چیغې په منځ کې یو برخه وال وم چې د خپل کلي د غره په لوري مو د ړندو په شان ودانګل او بیچاره کوچیان مو، چې ښځې او ماشومان هم پکې وو، د ټوپک په تهدید او سپکو سپورو سره د خپل غره نه ها خوا واړول .......... چې خدای شته ماته یو ډول ظالمانه او شنیع عمل بریښیده ........ والله اعلم ..... چې له بده مرغه په ډیرو ځایونو کې د ځایي خلکو او کوچیانو تر منځ مرګ ژوبله هم پیښه شوه چې تر اوسه یې د دښمنیو اور نه دی مړ شوی.
دا چې د نوموړو غرونو، لمنو، للمو او څړځایونو مالیه کله هم ځایي خلکو نه ده ورکړې او نه هم د سرکار له خوا ترې اخیستل شوې نو ځایي خلک څه حق لري چې کوچیان ترې شړي، ځکه چې دا ډول ملکیتونه په حکومت پورې اړه لري، نو که کوچیان ددې وطن اتباع او زامن وي نو د نوموړو ځمکو پرته به چیرته خپلې کیږدئ پلنوي؟؟؟
عبدالله صابر
23.08.2010
السلام عليکم
نه عادل عادل صاحب
دکوچيانواوځايې خلکوستونځه دزمانې فاصله اونوي نسل خبره نه ده ،ځايی
خلک له کوچيانوسره په دي کښ ستونځه نه لري چي کوچيان دموقتايوځای
کښ واړه وي اوبيادڅوک مخالفت وکړي ،بلکي ستونځه اوشخړه هغه وخت
منځ ته راځي چي کوچيان ددائمي پاتي کيدو اودځای دعوی وکړي ،
کله چي په داډول سره کوچيان دملکيت دعوی وکړي نوبياخلک راپاريږي او
دکوچيانوميشتيدو مخالفت کوي ،کومه سيمه کښ چي دکوچيانواوځايی خلکو
شخړه رامنځ ته شي نوبيا دنوروسيموخلک له همدي امله کوچيان موقتا
ميشتيدو ته هم اجازه نه ورکوي ترڅود راتلونکي لپاره اوبه له ورخه بندی
کړي ،لکه چي ستاسو سيمه کښ کوچيان شړل شوي علت يی همدا دی چي
کوچيان اوس هغه پخواني کوچيان نه دي بلکي اوس دځمکو غاصبين دي اود
دپښتانوترمنځ يولوی جنګ ته لمن وهي ،کنه نوموقتاپه يوځای کښ دکوچيانو
ميشتيدلوسره هيڅوک هم مخالفت نه کوي ٠
pattang
23.08.2010
صابر خانه سلام عليکم !
ډېر افسوس چې دځان خواته فکر کوو او خپل ورور هېروو !
کوچيان ( خوځندويه کډوال ) او ده شين (پراته کډوال ) دپښتنو دقا مونو دوه
پېژندلي بيل ، بيل صفتونه دي ، خو قومي ريښه يې يوه او يو تر بله عزيزان دي .
کوچی او کليوال : عيسی خېل، موسی خېل، ټغر (احمدزي)،سليمانخېل ،
نيازي، نېکزني ، خروټي ، څينزي ، اکاخيل ، بابکر خيل ................يوټبر او عزيزان
دي ٠ يوه دهقاني کوله بل شپني ،چېرې به چې دڅړ اورسو شنه وه هلته به له خپلو
رمو او ګلو سره خوځېدل ٠
داخو ډېره نامردي ده چې خپل عزيزته د اجدادو ميراث ځوک نه ور کوي !
له خپل هېواده او خپل ميراثه څخه يې شړې !
ظالمان دې دکوچيانو ، کوچنيانو او ښځوته وګوري !
په غرو رغو کې هم دې دوی هغه مځکه نه پرې لوريګي چې نه دې دوی په نوم
دي او ندې ماليه ورکړې٠
هغوی هم ژوند ، قلم ،کتاب ، برق اوپاکواوبوته لکه زه او ته ضرورت لري٠
خدای پاک دې طالبان مو فق کړي٠