د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پښتنو د وېشلو د پروسې يوه خونړۍ نتيجه

larghonay laraway
14.08.2010

[size=24:6a867f9578]د پښتنو د وېشلو د پروسې لومړۍ نتيجه:[/size:6a867f9578]
پخوا پښتانه، پښتانه وو، وياړونه او پېغورونه يې شريک وو، د پښتنو رقيبانو هم ټول پښتون ته په يو ډول کتل. د اوسني حکومت په وخت کې د پښتون قوم د وهلو، ځپلو، وېشلو او وژلو لپاره پښتنو او غير پښتنو نه ستړي کيدونکې هلې ځلې وکړې، شپې يې رڼې کړې او ځانونه يې ستړي کړل چې د پښتنو تر منځ يې بلابېل وېشونه او درزونه پيدا کړل.
په دې جنايت کې يو شمېر هغه پښتانه وو چې د پښتنو له دښمنانو (انګرېز يا امريکې) او يا هم پاکستان او نورو څخه يې بودجې اخيستې وې او په ټيټه ملا يې کار وکړ او پروژې يې ترسره کړې او لا لګيا دي.

دپښتنو د تباهۍ پروژې په لاندې ډول دي:
[color=blue:6a867f9578]دکلي وال او کوچي پښتون تر منځ بېلتون: [/color:6a867f9578]
د دې بېلتون لپاره هم په دې دوره کې کار وشو چې د کوچي او عام پښتون تر منځ يې درز پيدا کړ . کوچيانو ته يې د ځانګړي رياست په نامه اداره جوړه کړه چې د فايدې کار يې د يو توت په اندازه هم نه دی کړی خو پښتانه يې په دوه برخو ووېشل چې يو کوچی او بل کليوال.
همدا راز يې په پارلمان کې د دوی لپاره څو څوکۍ ځانګړې کړې چې له ګټې يې تاوان ډېر دی. ځکه له يوې خوا يو کوچی کاندید بېچاره مجبور دی چې په ټول افغانستان کې منډې رامنډې وکړي، کمپاين وکړي چې دا ناشونی کار دی. خو پارلمان د کوچيانو له پاره ټول افغانستان حوزه کړې ده او يو کوچی مجبور دی چې د رايو تر لاسه کولو لپاره په ټول افغانستان کې وګرځي چې دا نه کيدونکی کار دی.
[color=darkblue:6a867f9578]د پښتنو د ژبې معيار له منځه وړل: [/color:6a867f9578]
دا هغه پروژه وه چې لومړی له کندهاره پيل شوه چې داخلي لوبغاړي يې ښاغلی پالوال، ښاغلی خدای بښلی بابی او يو شمېر خامکي ځوانان وو او د دې پروژې بهرني تطبيق کوونکي لوبغاړي ښاغلی جهاني او ښاغلی معصوم هوتک وو. د دوی کار هم تر ډېره نتيجه ورکړې او لږ تر لږه يې د پښتنون قوم له بېلابېلو لهجو جوړه شوې معياري ژبه په دوه برخو ووېشله چې د کندهار اکثره خلک په لهجه ليکل کوي او د نور افغانستان خلک تر ډېره په معياري ژبه ليکل کوي چې د هيچا لهجه هم نه ده.
د پښتنو په څېر افغانستان کې په پاړسيوانو هم کار وشو چې ويې وېشي او ټوټه ټوټه يې کړي په همدې نيت يې په ملي ټلويزيون کې د هزاره ګانو له پاره ځانګړی پروګرام جوړ کړ خو هغوی ډېر ژر پوه شول چې دا ګټه نه کوي بلکې ژبه يې له معياره لهجې ته راغورځوي نو په خپله يې پرې نيوکې وکړې او بنده يې کړه.

[color=red:6a867f9578]د پښتنون قوم په خېل او زي او سمت د وېشلو پروژه: [/color:6a867f9578]دا پروژه هم د افغانستان او په ځانګړې توګه د پښتنو د تباهۍ لپاره جوړه شوې وه. دا چې د لندو خټولږ اوبه دارو وي، نو د پښتنو تر منځ له پخوا راهيسې هم شفاهي او وړوکی درز ؤ خو د اوسني حکومت په وخت کې ورته ښه په درز کې کار وشو چې اوس يې تر ډېره په خېل او زي وېشلي او ټول تصميمونه يې د خېل او زي پر بنسټ دي. دې پروسې ته په ټول افغانستان او په ځانګړې توګه کندهار کې ډېر کار وشو چې پلي کوونکی يې د کرزي صيب ورور احمد ولي کرزی دی او اوس هم خپلې نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کوي.

دپښتنو د تباهۍ د ناوليو پروژو ډېرې پټې پايلې شته چې تر اوسه يې ډېرې ډډوزې نه دي کړي. چې په راتلونکې کې به ترې پرده پورته کړو. يوه خونړۍ نتيجه يې تېره ورځ بيا تکرار شوه چې د ميدان وردګ ولايت د بهسود ولسوالۍ همغه خونړۍ لړۍ وه چې دوه پښتانه په کې مړه شول، او د لسو شاوخوا يې زخميان شول. په همدې حق روژه کې يې تورسرو او ماشومانو د دارالامان د غونډۍ په لمن کې پښې لوڅې منډې وهلې او د وير د ژړا لاسونه يې پر سرونو ايښي وو.
هغه د پښتون قوم د خدمت دعوې چې کوي هغه ښاغلي چېرته دي چې لږ تر لږه خپل غږ قدرې پورته کړي او د پښتنو د تدريجي تپاهۍ مخه ونيسي؟

[color=orange:6a867f9578]دا چې پښتنو ولې په دې پروژه کې نه ستړې کيدونکې هلې ځلې پيل کړي، د دې دلايل به په راتلونکې کې سره ولولو[/color:6a867f9578]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more