د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ژوره شننه


14.08.2010

تاسو په دې کې څه واياست ؟

څه حاجت دی چې د ې خط په ملا لولم چې زما په باب دې کښلې دي پوهیږم
رقیبان ځکه تیری په رحمان کاندي تا په خوا پوري نیولي د ي پوهیږم
رحمان بابا

د ویکي لیکس لاسوندو له رسواکېدو روسته کومه خبره چې پخوا افغانانو په یوازي ځان امریکا ، لویدیځ او نړۍ ته کوله او هغه دا چې افغانستان ته ترهګر له پاکستانه راځي او د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي ، نن هغه خبره ټوله نړۍ پاکستان ته کوي . اوس نړۍ ته ښکاره ده چې ترهګر په پاکستان کې روزل کیږي ، وسلوال کیږي او افغانستان او د نړۍ نورو برخو ته استول کیږي .

بله پوښتنه چې ارزښت يي نور هم زیات دی او هغه دا چې ترهګرو څخه ملاتړ د پاکستان دولت رسمې تګلار ده او که په دولت کې ځيني کړۍ د خپلو ځانګړو ګټو لپاره د مرکزي دولت له هوکړې او لمسون پرته داسې ملاتړ کوي ؟

ایا پاکستان ترهګرو ته دایمي اړتیا لري او که د لنډمهال لپاره يي پکار دي ؟ ترهګر ساتل او کارول د پاکستان ستراتیژۍ سره تړلې او که یوازې تاکتیکي لوبه ده ؟

ایا یوازي جنرال حمیدګل ، نصرالله بابر او څو تنه نور دي چې د ترهګرو په ملاتړ کې لیوني دي اوکه دا لیونتوب د پاکستان د ټولو حکومتونو رسمي کړنلار ده ؟

د پورته پوښتنو ځوابونه به د پاکستاني چارواکو په خپلو څرګندونو او د ویکی لیکس په خپرو شویو لاسوندونو کې وګورو :
د اوسني دولتمشر اصف زرداري میرمن بېنظیر بوټو یو وخت رسنیوته ویلي و چې د طالبانو د رامنځ ته کېدو چلوټه لومړی انګریزانو پکار اچولې وه ، امریکايي شرکت یونیکال او عربانو يي پیسې ورکړي دي او پاکستان هغه په عمل کې پلې کړې ده .
د پاکستان پخواني دولتمشر جنرال مشرف شپيګل سره په مرکه کې یو مهال ويلي و :

« که چیري نړۍ غواړي سیمه کې له ترهګرۍ سره ټينګه مبارزه وکړي ، باید هند هم له پامه ونه غورځوي » او زیاتوي « موږ په دې توګه د یوه دوښمن په وړاندې له بل دوښمن څخه ګټه پورته کوو.» د مشرف له یوه دوښمن څخه موخه ترهګر او له بل دوښمن څخه هندوستان دی . مشرف دلته په سپین سترګۍ او بېشرمۍ سره په مستقیمه توګه د هند او په نامسقیمه توګه د افغانستان په وړاندې د ترهګرو له روزلو څخه ملاتړ د پنجاب حق بولي .

د ۲۰۰۹ کال د مۍ په ۱۲ مه ، د پاکستان دولتمشر اصف زرداري ، د امریکا د ان . بې . سي جالپاڼې سره په یوه مرکه کې اعتراف کوي او وايي ، دا د پاکستان ای ایس ای او د امریکې سي ای ای « CIA «وه چې په افغانستان او سیمه کې يي د خپلې واکمنۍ د بسیا او غځولو په موخه طالبان راوزیږول .

همدارنګه د روان عیسوي کال د جولای په درېیمه د پاکستان د مسلم لیګ (ن) ګروپ مشرنوازشریف په لاهور کې د خبریالانو یوې غونډې ته په وینا کې ویلي وو :« ترهګري د پاکستان له بهرنۍ پالیسۍ او ملي سیاست سره نېغ په نېغه ارتباط لري او دا تګلارې په اسلام اباد کې جوړېږي »

د روان کال د جولای په ۱۶ مه د ای ایس ای پخواني مشر متقاعد جنرال حمیدګل د یوه پاکستاي خصوصي تلویزیون ای ار وای سره په مرکه کې وايی « ناټو په افغانستان کې ماتې خوړلې او اوس کابل د پاکستان لپاره تیاره شوې ډوډۍ ده چې باید وخوړل شي » . حمیدګل نور هم په مرکه کې وړاندې ځي او وايي « پاکستان پلوه وسلوال طالبان بریالي دي او راتلونکی حکومت به په افغانستان کې د دوی وي چې د پاکستان خواخوږي دي »

همدارنګه نوموړي دا خبره چې ګواکې پنجابي طالبان هم شته رد کړه . ده زیاته کړه « د پنجابي طالبانو اصطلاح غلطه ده په پنجاب کې چې څوک نا امني پيدا کوي هغه ورانکاري او د ده په وينا د هند جاسوسان دي . حميد گل وسله والو طالبانو ته په بيا بيا د سپېڅلو مجاهدينو خطاب وکړ او ويي ويل چې سپېڅلي مجاهدين پوهيږي چې د جهاد او مقصد ځاى افغانستان دى پاکستان نه دى.»

حمید ګل په یادو شویو خبرو هم بسیا نه کوي وړاندې ځي او د اسلام اباد چارواکو ته سلا ورکوي « چې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد له وتلو وروسته حالت تکرار نه کړي او دا ځل واردمخه د افغانستان لپاره منځمهالى حکومت جوړ کړي »
ټول هغه لاسوندونه چې افغاني حاکمیت يي له ډېر پخوانه وړاندې کوي ، په دې شاهدي ورکوي چې ترهګرو ته د پاکستان دولت دایمي اړتیا لري او پاکستان د ترهګرو په ملاتړ ژوندی دی . که پاکستان کې څوک پر لوړو دولتي څوکیو کار کوي او که متقاعد دي ، له ترهګرو به پالنه او ساتنه کوي . له ترهګرو ملاتړ د پاکستان ستراتیژیکه موخه ده ، نه لنډمهاله او تاکتیکي !
له دې کبله خبریالانو ته د ۲۰۰۸ کال د جون په ۱۵ مه د افغان ولسمشر ویلي و چې موږ ته نور زغم نه دی پاتې . موږ دا حق ځان ته خوندي ساتو ، دوښمن په هغه ځای کې چې زموږ پر ضد روزل کیږي او رااستول کیږي تعقیب کړو او مخکې له دې چې دوښمن زموږ په کور کې موږ ووژني باید دوښمن د هغه په ځای کې له منځه یوسو .

خو دا چې له ترهګرو ملاتړ د پاکستان ستراتیژیکه موخه ده روستۍ ډاډمنه سرچینه چې د پاکستاني واکمنانو د نیتونو جرړې راباسي ویکی لیکس دی . نوموړې ویبپاڼه هم داسې لاسوندونه راسپړې چې هغو کې نه یوازې د پاکستان څو تنه متقاعد جنرالان بلکې د دولت د واکمنې کړۍ غړي لاس لري . پر دې ټولو سربېره د نړۍ ځيني مشرانو هم ترهګرو سره په ملاتړ د پاکستان دولت د دوه مخي تګلارې څخه پرده پورته کړه .

« د انګلستان صدراعظم ډیویډ کامرون ترورویزم ضد جګړې کې د پاکستان د سوابقو په اړه له خپلو څرګندونو څخه دفاع وکړه او وایي، مهمه ده چې سپینې او څرګندې خبرې وکړو. کامرون په نوي ډهلي کې د هند له صدراعظم من موهن سنګ سره په ګډ خبري کنفرنس کې وویل ، هیڅوک په دې کې شک نه لري چې تروریستي ډلې له پاکستان څخه صادریږي او دا ډلې باید چې وځپلې شي او له منځه یوړلې شي. »

په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفير کريس الګزنډر وايي چې د ويکيلکس له خوا د پټو اسنادو په خپرېدو اوس په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه په ټولو کچو رسوا شوې او بايد په نړيوالو محفلونو کې پرې بحثونه وشي.

د کاناډا پخوانی سفير وايي د دې لپاره کياني په افغانستان کې چريکي جګړه پيل کړېده او له شمالي وزيرستان او بلوچستان څخه افغانستان ته ځانمرګي لېږي. نوموړی وايي چې پاکستان دا کار په دې موخه کوي چې په افغانستان کې د پښتنو ملتپالي ووژني، هندوستان وباسي او کرزی کمزوری کړي.

اوس چې د ویکی لیکس له رسواییو روسته ، د نړیوالو او پاکستاني چارواکو د ډاډ منو لاسوندونو پر بنسټ د ترهګرو په ملاتړ د پاکستان مرکزي حکومت مجرم دي او د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي ، پکار دي :

ــ ناټو او ایساف ځوکونه باید د ترهګرو ځالې په پاکستان کې په نښه کړي
ــ د ملګرو ملتو لخوا ای ایس ای د تروریستانو په لیست کې ونیول شي

ددې ترڅنګ افغان دولت ته لاندې وړاندیزونه کیږي :
ــ افغان دولت باید په افغانستان کې د پاکستان لخوا د تروریستي بریدونو په اړوند ، له ایساف او ناټو څخه د روښانه دریځ او وړو اقدامونو غوښتنه وکړي .
ــ د پاکستان لخوا په افغانستان کې د تروریستي بریدونو موضوع باید د ملګرو ملتو د امنیت په شورا کې مطرح شي .
ــ افغان دولت د اسلامي کنفرانس له لارې هم باید ، د پاکستان پر دولت فشار راوړي چې په افغان خاوره خپل تروریستي بریدونه بند کړي .
ــ د افغان دولت د بهرنیو چارو وزارت باید له اوږده خوبه ویښ شي ، په بهر کې خپلو ټولو سفارتونو ته دنده وسپاري چې د مطبوعاتي کانفرانسونو او نورو ممکنه لارو څخه نړیوالو ته ، د تروریزم په اړه د پاکستان له دوه مخې سیاست او په افغانستان کې د هغه دولت د تروریستي بریدونو په اړوند مالومات ورکړي او د افغان او لري پښتونخوا پر مظلوم ملت د پنجابي یرغلګرو له توطیو او بریدونو څخه پرده پورته کړي .
له لومړي مخ څخه :
http://www.tolafghan.com/posts/19108


..Ahmadzai
14.08.2010

پتوالګل أو سرلوڅ ته

السلام عليكم

مخكې د روسانو د ښكيلاك په وخت كې هم پاكستان له مجاهدينو سره د سرې بلا په شاتمبولو كې ډيره همكاري كړې , او برملا يې كړې.

دا خو كوم راز نه وو او نه كومې ژورې شننې ته ضرورت لري.

أوس هم پاكستان او ورسره همغه پخواني إسلامي ملكونه چې د روسي يرغل په وخت كې د مجاهدينو همكار وول او ښې ډبلې پيسې يې راليږلې, له طالبانو سره مستقيماً أويا په غير مستقيم ډول( د پاكستان له لارې) پوره پوره همكار دي.
دې سره د إسلامي نړۍ يو مليارد مسلمانان هم تر خپلې وسې مجاهدينو سره همكاري كوي, څوك په نفس څوك په مال او څوك د دعاء او خواخوږي له لارې خپله أمانتداري أداء كوي, امريكا د مسلمانانو ښه نه يسيږي أو تباهۍ ته يې سترګې په لار دي, چې كله به راپريوزي, د دولتونو په رسمي بيانونو او تصريحاتو به نه تير ووځې, ټول سياسيت او چل ول دى.
پاكستان هم له بلې كړۍ سره نښتی هغې كې يې بقا ده, هغوۍ يې ملا تړي, او هغې كړۍ سره زمونږ خير هم دى.

له بلې خوا همغې ټولې كړۍ ته زمونږ دا سره توره د بقا او ثبات لپاره لوې ضامن ده.

دلته ګډې پولې , مصلحتونه أو ګټې دي.

أو دا چې:
مونږ خپلواكي غواړو , نو كه په دغه لاره كې راسره بنجاپيان يا عرب او يا هم نور مسلمانان او غير مسلمان دولتونه, ډلې تپلې ,سازمانونه او افراد همكاري كوي مونږ ته قبوله او د قدر وړ ده, لكه څرنګه چې تاسو نا حقه د ښكيلاګرو صليبيانو ملاتړ او حمايت منلی او ورسره همكار يي, او د هغوۍ د غلامۍ كيرغيړن سيوري لاندې وخت تيروۍ, مونږ حق لرو چې خپله أزادي او خپلواكي ترلاسه كړو, او دې هدف ته د رسيدلو لپاره ملګري أو ملاتړ ولرو , دا مو ديني وجيبه ده, پر مونږ جهاد فرض عين دى, پښتو موهم دا وايي.

نو ګرانه ته ووايه: مونږ څخه څه غواړې؟

چې مونږبايد څه وكړو ؟

أيا غربيانو ته تسليم سو؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

أيا جهاد پريږدو ځكه چې پاكستان أو عرب راسره همكاري كوي؟؟؟

نو مونږ سره نور څوك همكار سي , أيا چينايان , روسيان, هندوان , إسرائليان أو كه كوريايان سئ دي؟؟ ترڅو تاسو پرې نيوكې ونه كړئ.

ډير په ساده أو كليوالو الفاظو مې درته خپل نظر وړاندې كړ.
په درنښت


larghonay laraway
14.08.2010

السلام عليکم!
جلال صيب ښه خبره مو کړې او رښتيا مو هم ليکلي چې پاکستان سرترپښو د افغانستان په جګړه کې دخيل دی خو پاکستان په دې جګړه کې هغه د پخوا په څېر رول نه لري. ځکه له روسانو سره د جګړې پر وخت پاکستان د امريکا ملګری ؤ او په ښکاره يې د افغانانو ملګرتيا کوله او ځای يې ورکړی ؤ. خو په دې جګړه کې بيا هم پاکستان له امريکا سره ملګری دی چې له امريکا څخه يې په پنډونو پیسې واخيستې چې طالبان له منځه يوسي.
يعنې پاکستان خو په ډاګه چيغې وهي چې د امريکا او انګريز سره د تروریزم سره د جګړې په اټن کې شريک دی نو تاسو په کوم ثبوت او د چا په نماينده ګۍ دا لاندې جمله ليکلې ده:
[quote:57c6f746e4]أوس هم پاكستان او ورسره همغه پخواني إسلامي ملكونه چې د روسانو په وخت كې د مجاهدينو همكار وول او ښې ډبلې پيسې يې راليږلې, له طالبانو سره مستقيماً أويا په غير مستقيم ډول د پاكستان له لارې پوره پوره همكار دي[/quote:57c6f746e4]


pattang
14.08.2010

پتوال خانه !
ګوره چې روزه دې پسې وانخلي دشپې اوبه ډېرې څشه !
وروره دا خبرې نوې ندي د ويکيلياس پايل چې 1,5 GB ده مار کته کړې ده.
هلته ډېر نور جنايتونه هم شته چې نه يواځې دصليبي اشغالګرو د خپل اساسي
قانون سره سمون نه خورې ، بلکې ددوی په قانون ډېر لويه جزا لري او دبشري
قوانينو ی په ضد دي ٠
دالمان د بهرنويو چارو وزيردطالبانو او ازادي غو ښتونکو افرادو په نخښه کړې او
نخښه کونکې وژنه قانوني بلې ده ٠ يانې بې له پوښتنې ، قانون او محکمې يې دهر
افغان وژنه قانوني بللې ده٠ ايا دا دبشريت په تاريخ کې بربريت ندی چې يو انسان
بې له پوښتنې وژل کييږي ? داخو بل څه ندي بلکې داول صليبي جنګ تکرارول
دي٠

خو پتوالخان کلک په خپل خره سپوردی اوله دغو ټولو خبرو څخه يې يوه خبره
رانيولې ده اوهغه دادی چې :
"دازادۍ ملي غورځنګ په پاکستان او ISI پورې کلک وتړي اودابدي غلامي
قباله يې خلکو ته مخته کېږدي "
٤،٥ ميليونه افغانان نيږدې يو نسل له 1978 تر نن ورځې پورې په پښتونخوا کې
داسې ژوندکوي لکه په خپل ټاټوبي کې هلته لوی شوي ، هلته پيدا نو داخو طبعي
ده چې د خپل پلرني هېواد دازادي لپاره به دپښتني او اسلامي احساساتو او
مسئوليت په اړه خپل هېواد ته راځي او عمليات به کوي اودا هم طبعي ده چې
کوز اسلامي او پښتني وروڼه به هم له دوی سره ګډ يو ځای سنګر ته ځي٠
پنجاپی ، isi خوږ اوخرس مې ټول قبولدي خو نه داشغالګرو له خوا انتي پښتني
اپارتايد (Apartheid) دکرزي ، فهيم او محقق رژيم ٠ دغه رژيم سم نېغ د پښتنو
په تباهي او شړلو کې کار کوي ٠ دبلې ورځې دوښمن نن زما دوست دی کوم چې نن
ورځ زمونږ سره ديو ه فاشسته اپارتايد رژيم له منځه وړلوسره مرسته کوي ٠
خو پتوال اغا دکرزي او ددې فاشست رژيم لپار ه يو غيرې مستقيم د يوه
Pr Manager (Public Relations Manager په دود خپل بې ګټې کاڼي
ولې او الله دې هدايت ورته وکړي٠

دا لښکر دی دې الله ختمېدل يې امکان نلري
.....................................................................مځکه داسلام ده اشغالګر يې توان نلري .



15.08.2010

[quote:e245f4f3ff]مخكې د روسانو د ښكيلاك په وخت كې هم پاكستان له مجاهدينو سره د سرې بلا په شاتمبولو كې ډيره همكاري كړې , او برملا يې كړې.
دا خو كوم راز نه وو او نه كومې ژورې شننې ته ضرورت لري.
أوس هم پاكستان او ورسره همغه پخواني إسلامي ملكونه چې د روسي يرغل په وخت كې د مجاهدينو همكار وول او ښې ډبلې پيسې يې راليږلې, له طالبانو سره مستقيماً أويا په غير مستقيم ډول( د پاكستان له لارې) پوره پوره همكار دي.[/quote:e245f4f3ff]
عادل صيب چې :
قايل په حقيقت يې نو بيا زور ولې درکئ
................................................. ته وياړه په تور مخو څوک پيغور ولې درکئ
ښکاره وايه : لار ښود زما اشفاق او ISI دی
.......................................................... په نوم ملا عمر او داسې نور ولې درکئ
جهاد کې پاکستان د شوروي ملګری نه و
......................................................... دا مل د امريکا اوس تاته مور ولې درکئ ؟
چې ته لکه ماشوم نيغ ددوښمن په غيږ کې زانګې
............................................... دوښمن د سپي بچی نو هسې ښور ولې درکئ؟
دوښمن د آزادۍ هم امريکا هم پاکستان دی
..................................................... په دې کې قضاوت نو کر او کور ولې درکئ


..Ahmadzai
15.08.2010

[quote:19d2f660c0]قايل په حقيقت يې نو بيا زور ولې درکئ
................................................. ته وياړه په تور مخو څوک پيغور ولې درکئ
ښکاره وايه : لار ښود زما اشفاق او ISI دی
.......................................................... په نوم ملا عمر او داسې نور ولې درکئ
[/quote:19d2f660c0]

پتوال صاحب

دغه دڅو څلويښت ملكونو عسكر چې ستا په ملك كې لونډ لونډ ښكته پورته كيږي او شنه كافر هم دي,يرغلګر هم دي, ښكيلاكګر هم دي زورور هم دي, پدوۍ او د دوۍ په كړو ولې سترګې پټوې أو تل دې مقاومت پسې راخيستې ده, ISIده او پاكستان دى او زمونږ ټول إفتخارات پرديو پورې تړې, ستا دغه صليبي باداران خو به واښه نخوري, ولې ISI تر خپلو پولو او سرحدونو پورې نه دروي, زورور خو هم ښه بيخرته دي, اخر ولې څه مانع دى؟؟؟؟؟؟؟
ولې يې وينې دلته بهيږ ي چيغې بغارې يې أسمان ته ورسيدې ولې دا خپل غم نخوري؟
ولې په پاكستان حد أقل بنديزونه نه لګوي؟ :?:
:?:
سپين سترګي هم يو حد لري.


عتیق الله
15.08.2010

په سلامونو مو لمانځم.
جلال صيب زه هم د اشغال مخالف يم خو غواړم ستا د ډېرو (ولې؟) ځواب په يوه جمله کې درکړم:
ځکه چې پلان يې سره شريک دی!


..Ahmadzai
15.08.2010

ښاغلي عتيق الله صاحب أو ټولو وروڼو ته

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

عتيق الله صاحب

نه پوهيږم ولې ؟ چې تا ووينم د لرغوني صاحب بوئ راباندې ولګيږي.

خير .....
نور خو ښه يې إن شاء الله.

[quote:275b941a8a]ځکه چې پلان يې سره شريک دی![/quote:275b941a8a]

كه لږ مهرباني وكړې او د دوئ پدغه شريك او مشترك پلان لږ رڼا واچوې
زما سر خو والله كې پرې خلاص سوى وي.

په درنښت



15.08.2010

جلال صيب ، پتنګ خان ، عادل صيب او درنو لوستونکو سلامونه !
د عادل صيب پوښتنه معقوله، ضروري او اړينه
پوښتنه ده چې : نو څه وکړو ؟؟؟؟
خو ځواب يې پخپله وايي چې دا وکړو ؟ که دا وکړو ؟ او که دا وکړو ؟ نه وروره دا يو هم مه کوه دا ټول غلط کارونه ظلم او تيری دی
لکه دا روان کار چې دې غلط او له دې کبله له خبل قام سره ظلم او تيری دی .
که ملي پاڅون وي نو بايد د ټول دوښمن په ضد وي
په دې کې نه ته پاکستان له امريکا څخه بيولولی شې او نه دې کرزيخيل امريکا له پاکستان څخه بيلولی شي !
که کرزی يې بيلوي نو په دې پلمه يوه اړخ (امريکا) ته کار کوي اوکه طالب يې بيلوي نو هم يو اړخ (پنجابستان) ته کار کوي
مونږ بايد نه د CIA او اشغالګرو په ضد د ISI غيږ ې پناه يوسو او نه د ISI له لاسه اشغالګرو ته بناه يوسو ، ځکه چې لکه عتيق
ورور چې وايي ددوی پلان سره شريک دی ، او دا پلان د پښتنو د وهلو ، ځپلو او سياسي نابودۍ پلان دی او بس !
مونږ بايد دواړه د شريک دوښمن په توګه ووهو او که نه لږ تر لږه د پښتون د تباهۍ په ضد لږ تر لږه ددوښمن ډول ته له پوځي ګډا نور لاس واخلو .
د ويکيلېکس په رسوايۍ کې هم وينئ چې امريکا ، انګلستان او پاکستان ټول يو شان خفه دي ، له دې نه يې هم معلومه کړئ چې د افغانستان مستقيم
اشغال يا د غلام غلام ګرځول ددريواړو ښکاره ګډه پوځي او سياسي توطيه ده !
مستقل افغانستان خو له امريکا او نورو
زيات د پاکستان د سترګو خار دی، افغانستان چې له هرې لارې څخه اباديږي زمونږ واقعي دوښمن يې داسې حس کوي لکه
چاړه چې يې له پوست څخه هډوکي ته رسيږي ! نو پاکستان به پښتانه هېڅکله آرام ته پرېنږدي او لکه درب چې سر وۍ پاکستان به يې
په سر وۍ ( وهي).
داچې پخپله يې وهلی نشي، نو کله يې په روسيه وهي او کله
يې په امريکا وهي ، که دا هم نه وي بله ورځ دې
په ډيره اسانۍ سره په ايران وهي اوکه نه په داخلي حذريفانو دې وهي او
له ټولو وروسته دې بيا چې ښه ضعيف ملامت او خجالت شوې بيا دې نو
پخپله وهي ( ستا په وړاندې خو آخر ځا ن ته اتومي قدرت وايي )!
همدا اوس څه حالت روان دی ؟
تاسې يې نه وينئ چې د کرزي دحکومت په شکل دې په شمالي ټلواله وهي؟

تاسې يې نه ګورئ چې په امريکا او ايساف دې بمباروي او له منځه دې وړي؟
تاسې يې نه وينئ چې دامريکا په ملتيا دې پخپله پاکستان هم وهي ؟
دا بې پيلوټه الوتکې د چا له هوايي ډګرونو څخه پورته کيږي او څوک وژني ؟
په کندهار کابل نورو طالبي مرکزونو باندې د امريکا بمبارد کونکې الوتکې دپاکستان له هوايي ډګرونو څخه پورته نشوې ؟؟؟؟؟؟؟
نو ای ړوند پښتونه :

نور نو څومره موګی غواړې چې يې حس کې
........................................................ مخکې خوله او اوس په کونه او بيا په ک ... کې؟
ته ګيدړ نيولی چرګ يې ځان خبر که
................................................................. اول ټغ ، او بيا پړکتې او بيابه ټس کې !

پاکستان او امريکا په ګډه تيغ دی
............................................................ چې په ستونې يې لوبوې ځان به پرې غوڅ کې

ګوډاګيان که د کابل دي که د کوټې
.................................................................. بايد دوی او باداران سره تس نس کې !


..Ahmadzai
15.08.2010

پتواله

دا پاكستان خو ډير سياستمدار ملك دى, ډير په هنر خپل پلانونه مخكې ولي
کله چې وغواړي د نړۍ ستر قوتونه لكه خره داسې إستعمالوي, او د خپلې ګټې په لور يې راڅرخوي, أتوم هم لري, كشكې زه پاكستانى وى, ما به ډير فخر كاوو.
پتوال رنګو ته پاكستان يو ډيره لويه بلا جوړه سوې, ان د شپې هم په خوبو كې ورځي, دوۍ ته پاكستان نړۍ كې هغه يو قطبي سترطاقت ښكاري,چې دا نور ټول يې د سياست په لومو كې راګير كړي, أو خپل ټايم پرې پاسوي .



15.08.2010

[quote:d280913fa6="jalal ahmadzai"]پتواله

دا پاكستان خو ډير سياستمدار ملك دى, ډير په هنر خپل پلانونه مخكې ولي
کله چې وغواړي د نړۍ ستر قوتونه لكه خره داسې إستعمالوي, او د خپلې ګټې په لور يې راڅرخوي, أتوم هم لري, كشكې زه پاكستانى وى, ما به ډير فخر كاوو.
پتوال رنګو ته پاكستان يو ډيره لويه بلا جوړه سوې, د شپې هم په خوبو كې ورځي, دوۍ ته پاكستان نړۍ كې هغه يو قطبي طاقت ښكاري,چې دا نور ټول يې د سياست په لومو كې راګير كړي, أو خپل ټايم پرې پاسوي .[/quote:d280913fa6]

ساده  يې مه بوله غورځنګ ورباندې مکړه
...................................................... ا- يو نيم حرامزاده  ډیر لوی ګړنګ دی
چې  انګزيز  دی زېږولی په دې پوه شه
.....................................................چې هر ګام يې امريکا سره  يو رنګ دی 
د پښتون خاورې  خوړلو دې ته اړ که 
..................................................چې ينکي سره  په پلان کې هماهنګ دی 
استعمار څه خپل بچي روزلی نشي ؟
...................................................اسرائيل او پاکستان يې د زړه څنګ دی

هغه څه(؟)، دخپل طالب سطحه خو ګوره!
................................................ فارغ شوی اوس تازه د سپو له جنګ دی
اوس يوه ټوکه :
طالب څه د خونې ورونه يې ر ا نه بېل کړۀ
.............................................. غولولی ی جلال خان او خان پتنګ دی

بده نه ده،که خدای مکړه پنجابی شې
...................................................... جلال خانه پښتنو ته دې زړۀ تنګ دی ؟

اوس هم تلی شي که سنټه کړي څوک توره
........................................................ يا ته وا چې خپله تور لکه لونګ دی
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


pattang
15.08.2010

[quote:b1182e2ca8]اوس يوه ټوکه :
طالب څه د خونې ورونه يې ر ا نه بېل کړۀ
.......................................................... غولولی ی آن جلال ، عادل ، پتنګ دی[/quote:b1182e2ca8]

پتوالخانه اوس اخيري زورونه وهې ،نثرخو دخلاص شو، او س په شعرونو باندې
خپلې تيوري ته ځلا ورکوې .
چې په ليک اوشعر کې نوي ازادي
............................................................نه يې غواړم شهنامه د فردوسي

انډيواله په مليونو انسانان ،پښتانه او نور دطالبانو پلويان دي ، نه يواځې
دغه درې کسان ،اخر به يواځې ولاړ يې٠



16.08.2010

وَيم سل ځله دې واخلي کومکونه د پاکيانو
................................................. خو وايي دې چې نکړو لاسپوڅي د ګاونډيانو

دوستي او ورورولي له ګانډو سره کوو
............................................. خو خاوره کې داخل څوک لاس وهو ته نه پريږدو

نه مونږ چاته تسليم يو نه د بل تسليمي غواړو
.............................................. آزاد زمونږ ژوندون دی آزادۍ باندي مونږ وياړو

تابع نۀ د پاکيانو ، نه تابع مونږ د ايران يو
............................................... غيرت يو زيږولي مونږ ددې خاورې بچيان يو

که اخلو مشورې له حميد ګل نه کله کله
........................................خو واک زمونږه خپل دی هر تصميم نيسو پخپله

نه دې باندې منکر يو نه په دې کله پښېمان يو
................................................. پياوړي طالبان يو مونږ پياوړي طالبان يو

اسلام تطبيقوو که دچا خوښه که په زور وي
............................................ رژيم به امت واک وي خلافت به زمونږ کور وي

ټاکنې به آزادې هر کانديد ښه مسلمان وي
............................................ ده چور بې تفاوته چې طالب که ساينسدان وي

[color=red:3cfb2dd5db]شورا او ولسمشر به همېش انتخابي
................................................ وزير صيب ددفاع به د سرمېخ انتسابي وي[/color:3cfb2dd5db]


کريم
16.08.2010

دغه هم په ويلو ارزي .
د همدې ټول افغان را اخيستنه .

هدايت الله هدايت
د ۲۰۱۰ کال د اګست ۱۵ مه

افغانستان و هر نړۍ خور ته د STOP نکته ده

په افغانستان کي د «تجزيې» طرحه د امريکا زوال حتمي کوي

نهه کاله تېرسوه چي د امريکا او برتانيا جګړه ماره او بې مسؤلیته دولتونو د ناټويي هيوادونو په سرکي د خپل دفاعي قلمرو څخه دباندي زموږ په هيواد کي د ټروريزم د جررړو د ختمولو او د غربي ډيموکراسۍ او بشري حقوقو د اعادې په نامه يرغل وکړ . هغوی د ملګرو ملتو د امنيت شورا چي د پنتاګون په امر مصوبې صادروي يو دست آوېز هم په لاس کي لاره ترڅو زموږ د مظلوم هيواد و اشغال ته «قانوني» بڼه ورکړي . ددې يرغل په نتيجه کي جنګي جنایت کاران، غله، قاچاقبران ، اجيران، جنګ سالاران ،جاسوسان او د انساني حقوقو بر الا مجرمين يې و قدرت ته و رسول ، د طالب او القاعدې د ځپلو په نامه يې د افغانانو او پښتنو په ډله ائزه وژنو لاس پوري او يوه تر ټولو بدنامه او فاسده اداره يې په کابل کي نصب کړ ل . ددې کلو په وهلو او د ميليارډو ډالرو په مصرفولو سره د افغانانو ګډ هيواد لا نور هم وران او تر پخوا زیات دهغوی ژوند د ناخوالو او بدبد بختيو سره مخامخ سو . اوس چي زموږ په هيواد کي د امريکا نهه کلنه جګړه لانجمنه سوه او ځانونه يې و دېواله ته وليدل، نود هغه لانجو د حل د پاره چي همدا دوی يې مبتکرين او عاملين دي ، د خپلو مزدورانو د خولې نه په ډېره نامردۍ سره ددې هيواد د تجزيې خبره راپورته کوي او ددې وطن د «لانجو»د حل د پاره امريکايي طرحه چي د افغانانو په وسیله د افغانانو وژل دي و ميدان ته را باسي . دوی داسي فکر کوي چي ددې طرحي په تطبیق سره به پخپله د خير په غونډی باندي کښېني، خپلي پوځي اډې به جوړوي او په سیمه کي به دلا نور و وطنو د لاندي کولو نقشې پلي کوي، خپل آسيايي حريفان به ځپي او ځان به هري خواته غزوي، خو افغانان به پخپلو کي يو د بل سره وژني .

نن سبا افغانان ، د سيمي او د نړۍ ولسونه او هيوادونه په دې پوهيږي چي دامريکا دد غه شاني شیطاني طر حو تر شا کوم اهداف پراته دي ، دغه اهداف څه وخت را منځته سوي او په راتلونکي کي به څه پاېلې ولري ؟

د شلمي پېړۍ د اتيايمي لسيزي را په دې خوا يعني درست د هغه راهيسي چي د شوروي اتحاد د نړېدلو پروسه شروع سوه ، پر نړۍ باندي د هژمونۍ او سلطې د ټينګېدو نخشه هم و ميدان ته را ووتله . په دې عرصه کي د امريکا د متحده ايالاتو حاکمه طبقه يعني هم ډيموکراټان او هم جمهوري غوښتونکې ، د دې سلطې و تحقق ته لستوڼي را و نغښتل . په هغه وخت کي امريکا چي خپل قوي اقتصاد او پوځي پياوړتيا د حاله ايستلی اوپه مستي کي وو، وخپلي مخي ته ئې داسي سيال څوک نه ليده چي دا بېره يې په زړه کي را وګرځي، چي يو څوک به ئې پر ځای باندي کښېنوي . سلا يې پر دې سوه چي پر ټوله نړۍ باندي د پوځي تسلط لپاره تر هرڅه دمخه بايد ددغه کار تحقق د يوې يک لوختي پوځي سټراټيژۍ په رامينځته کېدو سره تثبيت کړي . د ۱۹۹۰ ليسزي په اوږدو کي د خليج، يوګوسلاويا، مينځنۍ اسيا، فلسطين او عراق په هيوادو کي يو لړ پوځي لاسوهني شروع سوې چي په واقعيت کي " د امریکايي سټايل جګړو" پيلامه وه ؛ داسي بې انجامه جګړې چي نخشه يې ديوه سره په واشنګټن کي طرحه سوې او پرېکړي يې هم هورې ورباندي کېدلې .

هغه سياسي سټراټيژي چي ددغي طرحي د پر مخ بېولو کوښښ يې کاوه د پوځي لاسوهنو دپاره يې لازمي بهانې پيداکولې، د ټروريزم څخه را نيولې بيا د مخدره موادو تر قاچاقه پوري يا د ډله ايزه وژنو وسلو د توليد تر اتهامه پوري ، يعني داسي څه چي د بهانو ماهيت يې هغه وخت روښانه کېدئ، چي خلک په دې وپوهيږي څرنګه دغه بهانې د سي آي اې و سازمان ته دا امکان ورکوي ترڅو مثلاً يو « ټروریسټ » دښمن و ځانته جوړکړي . په افغانستان کي طالبانو او بن لاډن - ته که ښه پام وسي نو اول خو دا تر هر چا و امريکا ته ښه معلومه وه چي هغوی څوک وه او بل داچي د سپټامبر د يولسمي حقيقت تر دا اوسه پوري هيڅکله هم چاته ندی روښانه سوی ،د بلي خوا هغه تورونه چي پر عراق او يا شمالي کوريا باندي د خطرناکه وسلو د احتمالي جوړېدو په خاطر لګېدله ، يو يې د خاورو خاکه او بل يې تر تحریماتو لاندي را ووست، نو دا خو کېدای سي سبا پر بل هر دولت باندي ولګيږې . داخبره هم بايد په ډاګه سي چي دغه ټولي ډنډورې د هغه وسلو په مقابل کي دونه ارزښت نه درلود لکه پخپله چي لا پخوا امريکا کارولي وې او يا يې اوس کاروي . يعني د امريکا لخوا د جاپان پر هيروشيما اوناکازاکي باندي د اټم بم د استعمال څخه را نيولې بيا په ويټنام کي د کيمياوي وسلو تر کارولو پوري اويا داچي د راتلونکي لانجو د امريکايي حل لپاره د ددې هيواد لخوا د اټم بم څخه د کارېدو تهديد او عام وژنه . لدې بابته دغه ټوله کمپاين د ګوبلزي تبليغاتو څخه پرته بل څه نه وو . که څه هم د ا به ښايي په متحده ايالاتوکي ساده خلګ راضي کړي خو په نورو ځايو کي د هغه و حقانيت ته اتبار نه ورکول کيږي .

هغه « وار دمخي جګړه » چي واشنګټن ددې پسته هر ځای و هغې ته ﻻس اچونه دځان « حق » ګڼي نو دا خو دهماغه اوله سره څخه د نړۍ واله حقوقو سره په ضديت کي قرار درلود . د ملګرو ملتو منشور و جګړې ته لاس اچول منعه کوي، مګر داچي د مشروعه دفاع په خاطر وي . همدارنګه د ملګرو ملتواحتمالي پوځي مداخله هم په هغو سختو شرائطو پوري مشروطه ګڼي چي دهغه پر اساس غبرګون بايد يوه متناسبه ،حساب سوې او لنډمهاله عمل وي . ټوله حقوق پوهان په دې پوهيږي ، هغه جګړې چي د ۱۹۹۰را وروسته تر سره سوي دي د يوه سره نامشروعه وې او په دې ترتيب هغه کسانو چي ددې جګړو مسؤليت يې پر غاړه اخيستی دئ دجنګي جنايت کارانو په حيث پېژندل کيږي . داخبره هم بايد په ياد ولرل سي چي متحده ايالاتو د نورو سره په لاس يوکولوکي د ملګرو ملتونو په وړاندي هغسي چلند وکړ چي تر دې د مخه فاشيسټي دولتونو د « ملتونو د ټولني » سره کړی وو .

نن دملتونو پرحق باندي سترګي پټول کومه نوې خبره نده ،خو هغه ددې باعث سوې ده چي د ملتو د برابرۍ اصل خپل ځای د متحده ايالاتو او په هغه پوري د تړلو حاکمو ډلو و تبعيضي اصل ته پرېښودل سي . دا هغه څه دي چي هغوی ځانته حق ورکوي يوه داسي « حياتي فضا» چي لازم يې ګڼي لاسته راوړي ترڅو يو ې خواته يې ځان او بلي خواته يې د ټول جهان ملتونه قرار ولري . داسي ملتونه چي د هغوی موجوديت يوازي هغه وخت د زغم وړ دئ چي د هغوکسانو و مخي ته خنډ نسي کوم چي ځانونه د « نړۍ باداران » بولي،يا داچي دهغوی د پروژو د تحقق مانع و نه ګرځي ، او «تهديد» هم ورته پېښ نکړي .

اوس به وګورو چي هغه «ملي » ګټي چي د متحده ايالاتو حاکمه ډله ځانته حق ورکوي هر ډول چي زړه يې غواړي هغه طرحه کړي، د ملتو او هيوادو پر حيثيت او ملي ګټو باندي ور و دانګي ، کومي دي ؟

حقيقت خو دادئ چي په امريکا کي دغه طبقه خپل ځان بس په يوه هدف کي تعريفوي او هغه د پيسو لاسته راوړل او په کاوبايي توګه د پردو هيوادو د شتمنيو بر الا لوټول دي . د امريکا دولت خپله لومړنۍ وظيفه د مسلطي سرمايې چي هماغه دڅو ملتيزه شرکتو څخه عبارت ده د هغوی دغوښتونو د تحقق او د هغوی د راضي کېدو په خدمت کي متعهده بولي .

په دې ډول دلته د نړۍ خلک چي د امريکا و ډيکټو ته سر نه ټيټوي د واشنګټن د حاکمي طبقې له نظره ديوه سره په امريکا کي د سرخ پوستانو په ډله کي حسابېږي ، يعني داچي يوازي په دې شرط د ژوند حق لري چي د امريکا د متحده ایالاتو د څو ملتيزي سرمايې د ډېرېدو او د هيوادو د لاندي کېدو په وړاندي مزاحمت و نکړي . هغوی پردې خبره ټينګار کوي چي هر راز مقاومت به په ټولو ممکنه وسايلو سره وځپي ان که لازمه وي نو د ډله ايزي وژنود وسلو د استعماله څخه به لا هم ډډه ونکړي . او يا داچي لکه زموږ په وطن کي به هغوی هم لکه شورويان د تېښتي لار لټوي او د تجزيې خبري به را پورته کوي ، ددې خبري مانا داده مثلاً که د څو ملتيزه سرمايه دارانو د جملې نه يو مليون تنه د زياتي ګټي خاوندان کيږي نو دا بايد څه پروا ولري چي په عوض کي يې پنځه سوه مليونه انسانان قرباني سي . دياغي دولتو هغه اصطلاح چي غټ جورج بوش ، بل کلينټن، او کوچني جورج بوش ياده کړېوه ، هغه ته که څوک ښه پام وکړي ، نو دا خبره خو تر هر دولت نه زيات پخپله پر امريکا باندي ښه تطبيقېداسي .!

د هيوادو د تجزيې خبري بې له شکه د خشونت او بربريت د واقعي مفهوم په مانا يوه امپرياليستي پروژه ده. داځکه چي خبره يوازي د نړۍ پر موجوده ټولنو باندي بابايي او د سرمايه دارۍ په يوه منسجمه سيسټم کي د هغوی ادغام ندئ، بلکه مشکل يوازي د هغوی د طبيعي زېرمو لوټول دي . و عاميانه اقتصادي بديهياتو ته د ټولنيز تفکر را کښته کېدل، او په يو لنډمهاله موده کي د مسلطي مالي سرمايې څخه د زياتو ګټو و لاسته راوړلو ته يواړخيزه پاملرنه ده، يعني دداسې ګټو دلاسته راوړلود پاره تلاښ دئ ، لکه څرنګه چي پوهيږو يوازي د پوځي وسائلو د کارولو د لاري تر لاسه کېدای سي ، دا په واقعيت کي د داسي يو وحشيانه او اخلاقي انحراف مسؤليت دئ چي يوازي د امريکا د هغو جنایت کارانو پر اوږو باندي پرېوتای سي چي د پردو هيوادو د شتمنيو د لاندي کولو د پاره يې د ملتو و تباهۍ ته لستوڼي رانغښتي دي . دغه کار درست هغه وخت شروع کيږي چي د يوه انساني او ارزښتناکه عادلانه نظام په نسبت د هر رازي تعهد څخه خپلي اوږې سپکي او د مسؤليت احساس ايسته و غورځول سي ، او پر ځای يې صرف خپله لويه غوښتنه عملي کړي چي هماغه په اصطلاح د بردګۍ او بې بند وباره بازار څخه اطاعت دئ .

د نړۍ په دغه حساسه او د راتلونکې په ټاکونکې سیمه کي خو د لويي لوبي امريکايي پړاو را شروع دئ، ولي زموږ وطن افغانستان و هر اهريمن جهانخور ته د STOP نکته ده . داسي غوړه ګوله نده چي وهر بد نيته اشغالګر ته دي په آساني سره د هضم وړ وي . دې خاوري ته چي د فرعونانو او متجاوزینو قبرستان ويل سوی دئ نو هغه داسي ټوکي نه دي چي متجاوز څوک دي هغه ته سطحي وګوري او پاملرنه دي ورته و نکړي . تاريخ دادئ يوځل بیا او هغه هم په لنډه زمانه کي و بد نيتو او مفسده «دوستانو» ته ځان ښکاره کوي ، هغوی به ښايي زموږ د هيواد د «تجزيې» خوبونه ليدلي وي چې بېله څلورمي نړۍ والي جګړې به يې تر سره نکړای سي، ولي تر هغه د مخه به امريکا و خپل ځانته هغه پروسه ګړندۍ کړي چي د خپل حتمي زوال د پاره يې را شروع کړېده . پای


عادل عادل
16.08.2010

سلامونه

پتوال صیب

زه خو ستا په دې بې مفهومه بحث کې اصلا ګډون هم نلرم، نو تاسو ولې زما په نوم ځوابي خطاب کړئ، که ستاسو څخه ټول مسایل همداسې ګډ وي لکه چې پتنګ، احمدزئ او عادل مو ګډ کړي، نو بیا خو دې بایلوله، د ای-اس-ای بابولالې دې هم ټولې افترا او تورونه دي او بس.

زما په نظر د ویکیلیکس لاسوندونه ماته د اوربشو زیات د بل څه مثال نلري چې ډیری ذیعلاقه به پرې تر ډیره وخته خپل شخوندونه وهي.

دعوی د ژورو بحث کوې خو اتکا دې ټوله د نورو په نقل قول، درواغو، افترا او عقدې سره ده.

خر دې نور لنډ تړه او بې ځایه توپونه مه وله او مه هم د خلکو زړونه د شعر ویلو او یا شعر لیکلو څخه توروه.



16.08.2010

[quote:977dbda251="عادل عادل"]سلامونه

پتوال صیب

زه خو ستا په دې بې مفهومه بحث کې اصلا ګډون هم نلرم، نو تاسو ولې زما په نوم ځوابي خطاب کړئ...... د ای-اس-ای بابولالې دې هم ټولې افترا او تورونه دي او بس.

زما په نظر د ویکیلیکس لاسوندونه ماته د اوربشو زیات د بل څه مثال نلري چې ډیری ذیعلاقه به پرې تر ډیره وخته خپل شخوندونه وهي.

خر دې نور لنډ تړه او بې ځایه توپونه مه وله[/quote:977dbda251]

عليکم سلام و رحمة الله !
عادل صيب د مبارکې روژې په درناوي مې ستا نوم ترې ليرې کړ، ځکه نور دې داسې الفاظ کارولي چې روژه دې پرې لږ تر لږه مکروه کيږي .
ټول ملي اسلامي شخصيتونو ته دې چې دويکيليکس په اسنادو کې د پاکستان رسوا شوې لاسوهنې غندي په وربشو شخوند وهونکي
حيوانات بللي دي ، چې دغسې افراطي ټوپونه تر اوسه نه پتنګ صيب او نه جلال ورور اچولي ، او ماته د شخصي ناوړه ټکو کارول دې
قصداً نه ځوابوم ، څو په دې مبارکه روژه کې پرې خپل شيطان ښه وځپم !


عادل عادل
17.08.2010

سلامونه

پتوال صیب د ځان احترام دې کوه

بې ځایه دې په ما تعرض کړئ، ځکه خو دې پر ځای رانیسم او د خدای په توکل سره دې رټم، ته چې روژه هم ساتې، ایا تا ته نه ده مالومه چې غیبت کول د ورور د غوښو د خوراک مثال لري، نو ایا تاسو په خپل پوچ بحث کې زما غیبت نه دی کړئ؟؟

په غیبت سره دې شیطان خوښ کړئ او اوس دې د روژې په بهانه نه تنها چې د ملامتئ نه تیښته کړې بلکه زما د روژې د کراهیت فتوی دې هم صادره کړې ده، ستا شیطان ډیر ځیرک دی، د رحمن په قلابي جامه کې یې داسې غولولئ یې چې حق نه وینې او نه یې منلو ته تیار یې، د نورو حق طلبي، د ملي دیني نوامیسو نه ملاتړ او دفاع درته وابستګي او مزدوري بریښي ...... خو د وحشت او یرغل په وړاندې هر ډول شعوري، غیر شعوري او مصلحتي سکوت درته شفافیت، خپلواکي، روڼ اندي او برحقه موقف بریښي ..... نور بیا .....

پتوال خانه !

زما دې غیبت کړئ، په ما دې بې ځایه تورونه لګولي افتراوې دې راپسې کړي او اوس راڅخه په مقابل کې د خپل عالیشان احترام ساتلو هیله هم لرې؟؟ دا سپین سترګي خو اخر حد لري که نه تا ته حدود اصلا اهمیت نه لري او یا هم ورته په اهمیت قایل نه یې؟


Lotfollah
17.08.2010

سلامونه !
[quote:baeed6f852="عادل عادل"]
ستا شیطان ډیر ځیرک دی، د رحمن په قلابي جامه کې یې داسې غولولئ یې چې [color=blue:baeed6f852]حق نه وینې[/color:baeed6f852] او نه یې منلو ته تیار یې، د نورو حق طلبي، د ملي دیني نوامیسو نه ملاتړ او دفاع درته وابستګي او مزدوري بریښي [/quote:baeed6f852]
عادل عادل صیب ، دا حق او حق تلفی د ستاسو خپل تعریف دی. اوس خو دا پټه خبره نده او د افغان مسلمان ولس اکثریت پدې پوهېږي چې دا یوه نړیواله توطعه ده چې انګلیس. امریکا او پاکستان یې د اسلام او آزادی تر پلمې د طالبانو په جامه کې پر افغان مظلوم ولس یې عملی کوی. دافغان ولس اکثریت پر دې باور دی چې همدا طالبان وو چې بن لادن او ملګرو ته یې په پناه ورکولو سره امریکا ته دا پلمه جوړه کړه چې د پاکستان په مرسته پر افغانستان یرغل وکړي. دا چې تاسې او یو نیم بل یې نه منی دا ستاسو کار دی!
همدا اوس هم همدا مثلث( امریکا، انګلیس او پاکستان) دی چې په بیلا بیلو پلمو د افغانانو د سولییزو هڅو خنډ ګرځي.
کله چې دافغان چارواکو او دمخالفینو تر منځ دخبرو آوازې ګرمې شی یا د ملا برادر پشان د طالبانو د جګپوړو چارواکو د نیولو خبر خپرېږي او یا د یوې ښځې پرې شوې پوزه په مجلو کې خپرېږی او پر طالبانو یې ټپی چې ددوی کار دی او کله بیا بهرنی طبی نړیوال مرستندویان وژل کېږي او ادعا کېږي چې داد طالبانو کار دی او اوس بیا بیخي یونوی خبر خپور شو چې طالبانو د کندز ولایت په شاو خوا سیمه کې یوه ښځه سنګسار کړې ده.
دا ټول د دې لپاره کېږي چې د نړیوال ‌ذهنیتونه د طالبانو پر ضد وپاروی او پدې توګه لدوی سره د سولې له خبرو مخنیوی وشی. دا پدې معنی هم ده چې جګړه او د افغان تباهی باید دوام ولری!

په درنښت


pattang
17.08.2010

د خولې چالاکي د منطق او ځيرکتوب لودګي٠
** بن لاد ن کله طالبانو راوستلی ? هغه خو درباني د دولت په وخت کې
په افغانستان کې وو، او طالبان دبن لادن له پلانه څه خبر وو ?? کار خو ټول
په خارج کې شوی دی ، نه په افغانستان کې٠
** ولې دا مثلث (usa,pak ,GB ) د اسې کار کوي او څه ضرورت لري
افغان وژنې ته !!،
هغه علت دې ندی واضح کړی ??
او يوه بله بې منطقي ستاسو دملګرو :
ته يو وارې بادار (usa) محکومه وې او له بلې خوا د هغې په مذدور اجنټ
دولت سوله غواړې ? دا پر دې مانا چې له باداره خپله عورته اخلي او اجنټ
مذدور ته يې په ور نکاح کوې ، ايا دا لويه بې منطقي نده !

[quote:42e27ff917]خبره نده او د افغان مسلمان ولس اکثریت پدې پوهېږي چې دا یوه نړیواله توطعه ده چې انګلیس. امریکا او پاکستان یې د اسلام او آزادی تر پلمې د طالبانو په جامه کې پر افغان مظلوم ولس یې عملی کوی. دافغان ولس اکثریت پر دې باور دی چې همدا طالبان وو چې بن لادن او ملګرو ته یې په پناه ورکولو سره امریکا ته دا پلمه جوړه کړه چې د پاکستان په مرسته پر افغانستان یرغل وکړي. دا چې تاسې او یو نیم بل یې نه منی دا ستاسو کار دی![/quote:42e27ff917]

[quote:42e27ff917="Lotfollah"]سلامونه !
[quote:42e27ff917="عادل عادل"]
ستا شیطان ډیر ځیرک دی، د رحمن په قلابي جامه کې یې داسې غولولئ یې چې [color=blue:42e27ff917]حق نه وینې[/color:42e27ff917] او نه یې منلو ته تیار یې، د نورو حق طلبي، د ملي دیني نوامیسو نه ملاتړ او دفاع درته وابستګي او مزدوري بریښي [/quote:42e27ff917]
عادل عادل صیب ، دا حق او حق تلفی د ستاسو خپل تعریف دی. اوس خو دا پټه خبره نده او د افغان مسلمان ولس اکثریت پدې پوهېږي چې دا یوه نړیواله توطعه ده چې انګلیس. امریکا او پاکستان یې د اسلام او آزادی تر پلمې د طالبانو په جامه کې پر افغان مظلوم ولس یې عملی کوی. دافغان ولس اکثریت پر دې باور دی چې همدا طالبان وو چې بن لادن او ملګرو ته یې په پناه ورکولو سره امریکا ته دا پلمه جوړه کړه چې د پاکستان په مرسته پر افغانستان یرغل وکړي. دا چې تاسې او یو نیم بل یې نه منی دا ستاسو کار دی!
همدا اوس هم همدا مثلث( امریکا، انګلیس او پاکستان) دی چې په بیلا بیلو پلمو د افغانانو د سولییزو هڅو خنډ ګرځي.
کله چې دافغان چارواکو او دمخالفینو تر منځ دخبرو آوازې ګرمې شی یا د ملا برادر پشان د طالبانو د جګپوړو چارواکو د نیولو خبر خپرېږي او یا د یوې ښځې پرې شوې پوزه په مجلو کې خپرېږی او پر طالبانو یې ټپی چې ددوی کار دی او کله بیا بهرنی طبی نړیوال مرستندویان وژل کېږي او ادعا کېږي چې داد طالبانو کار دی او اوس بیا بیخي یونوی خبر خپور شو چې طالبانو د کندز ولایت په شاو خوا سیمه کې یوه ښځه سنګسار کړې ده.
دا ټول د دې لپاره کېږي چې د نړیوال ‌ذهنیتونه د طالبانو پر ضد وپاروی او پدې توګه لدوی سره د سولې له خبرو مخنیوی وشی. دا پدې معنی هم ده چې جګړه او د افغان تباهی باید دوام ولری!

په درنښت[/quote:42e27ff917]


عادل عادل
17.08.2010

سلامونه

لطف الله صیب

زه نه وایم چې جګړه پر مونږ تپل شوې نده.

کوم مثلث چې تاسو یې یادونه کړې درې ضلعې لري چې بیس یې امریکایي او ناټويي یرغلګرو ایښئ، دوه نورې اضلاوې یې افغان مظلوم ولس یوې خواته او زمونږ نامرده او مغرضه ګاونډیان بلې خوا ته تشکیلوي.

امریکا او انګلیس دوه مجزا ضلعې نشي کیدای، خپله پرې فکر وکړه، د نورو تشې خبرې بې دلیله مه منه، خدای هر انسان ته د تحلیل قوه ورکړې.

دا مثلث څنګه سره شلیدلای شي؟؟

ما درته یاده کړه چې پر مونږ جګړه تپل شوې، خیار د یرغلګرو په لاس کې دی، له افغانانو څخه د ځان د دفاع او مقاومت حق هیڅ څوک نشي سلب کولای، ........

....... او نه دې هم پتوال صیب و امثالهم ددې مثلث د الټرنیټیو شلیدو په مقصد اصیلو افغانانو ته د تسلیمئ او غاړې ایښودو توصیې کوي او نه دې هم ددغه مثلث د استحکام لپاره د هغه په منحوث بیس، چې یرغلګر دي، زنګ وهلي او یو ځل کاریدلي کاږه میخونه ټک وهي.



17.08.2010

سلامونه !
عادل صيب ته لکه چې بالکل ځانله قاضي ته تللی يې .

دا اړينه نه ده چې دچا نوم دې صرف د هغه عنوان لاندې ذکر شي، چې نوموړي په کې ليکنه کړې وي . که د نورو عنوانونو لاندې يې د عين
موضوع په تړاوورته دريح نيولی وي چې په روانه موضوع کې يې نورو ملګرو نيولی وي ، نو په ترديد کې يې د دريځ له ملګرو سره نوم ذکرول
نه بيځايه کار دي او نه غيبت ، بلکې کله کله آن اړين هم . که تا غوندې زه له دې پسې وګرځم چې دبحث انډيوالانو د کوم عنوان لاندې زما دريځ
رد کړی چې د هغه عنوان لاندې بحث کې ما برخه نه وي اخيستي، نو سل ځايه
به داسې ګډونوال پيدا کړم چې زما ددريځ په ضذ يې ليکنې کړي
دي، بې له دې چې تر پرانيستي عنوان لاندې بحث کې ما برخه اخيستې
وي، نو ايا زه هغه ته غيبت ووايم او په دې پلمه ورته بدرد وليکم ؟
ستا دريځ ټولو ته معلوم دی چې آن له پتنګ او نورو څخه هم په کلکه او سختدريځه توګه دا نه منې چې پاکسانيان ، په تيره ISI له طلبانو سره پټې مرستې
کوي، د کوټې د شورا په غونډو کې برخه اخيستې، متقاعد مشرانو سل زله اعتراف کړی چې له طالبانو سره فعالې اړيکو لرو ، که افغان حکومت زمونږ شرايط مني مونږ طالبان ورسره خبرو ته کښينولی شو، د ملا برادر او نورو نيول چې ددوی له سياسي ليکې څخه پښه اخوا ږدي سمدلاسه خنثی کيږي او داسې نورو
ډيرو ثبوتونو باندې منکر يې، حال داچې پتنګ ترې منکر نه دی،
خو د جهاد له پاره يې دغسې مداخلې زغمل اړين بولي .
که سبا ويکيليکس څو ميليونه ډالرو رشوت ته تسليم نشي او پاتې اسناد
خورا مهم دي خپاره کړي او په کې تر اوسه په ډيرو
علايمو مشهود مخفي تړاونه په دې هکله رسوا رسوا او ثبوت ته ورسوي چې روانه جګړه د امريکا ، پاکستان او انګلستان ګډه طرحه او پلان و،
نو آيا ستا ناګاره ُ ُ عارفانه ُُُ تجاهل به ختم شي ؟؟؟؟؟؟
دهغه څه چې پخپله پرې ISI اعتراف کوي ته يې نه منې نو په دې
منکرينو کې خو ستا نوم بايد له نورو نه لومړی ذکر شي او [color=red:dc3c970fc4]په دې تړاو [/color:dc3c970fc4] که د هر عنوان لاندې خبرې کيږي
بايد خفه هم نشې چې په اصطلاح د منکرينو د سرسخت او سرکښ ابو جهل به توګه به دې نوم پکې راځي !
[color=white:dc3c970fc4]
او دا بيځايه تور دې هم ردوم چې ګواکې پتوال د طالبانو ملي او اسلامي جهاد نه مني، پتوال صرف او صرف د پاکستان مداخلې د هيواد په ملي
جهاد کې نه مني ، نو ځکه يې رسوا کوي چې روان جهاد هم د تنظيمي جهاد په څېر او تر هغه لا زيات شنډ او بدپايله پاتې نشي او بس !
هو، د تورمخي دوښمن سره هم دغه ټوکه په کارده :

http://www.youtube.com/watch?v=o_uggHsgQwQ&feature=related
[/color:dc3c970fc4]


نوروز خان
17.08.2010

وایي چې خټې ډيرې شي پيلان هم ښوییږي ،پتوال صیب او داند ملګري یي زه یوازې هغه پيلان بللی شم چې دافغانستان دمسلې (دغه په رښتینو مومنانو دالله تعالی ددیرش کلن امتحان ) په خټو کې یې پښې ښویدلي او نسکور لویدلی ،په افغانستان کې د صلیبي او یهودي څلورستوریزوموجودیت ته په پام سره به زه تنها دیوه مسلمان له دریځه کله هم درمضان په دې میاشت کې ددطالبانو قربانۍ دای ایس ای لپاره نمک حلالي ونه بولم بلکې ددې ځوانانو دغه روژه په خوله ستړې به دهغو غازیانوپه تله وتلم چې په همداسې تنده کې یې دبدر په میدان دحق اوباطل ترمنځ دمعرکې سرخط کیښود که څوک ددغو شونډې چاودو اتلانو په هکله افتراوې لیکي یایهودي ویکلیکس او ددروغجنو مطبوعاتو تبلیغات دقران ټکی بولی یوازې دخپلې ګناه پیټی درنولای شي اوبس که زمامنۍ په دې افتراګانو خپلې روژې مه خرابوئ ان الله عزیزذوانتقام


Lotfollah
17.08.2010

سلامونه
پتنګ صیب تاسو سره بحث بی معنی دی، ځکه تاسې تعصب کې غرق یئ او دوامداره ابټلې وایئ! خلکو ته د پښتونولۍ په مینه رد او بد وایئ او که څوک درنه وپوښتي چې ولې؟ بیا وایئ چې دا رد او بد ندی ما حقیقت ویلي دي ! نو ته پاتې شوې او د تا حقیقت!
[quote:9aab6cdde8]بن لاد ن کله طالبانو راوستلی ? هغه خو درباني د دولت په وخت کې
په افغانستان کې وو، او طالبان دبن لادن له پلانه څه خبر وو ??[/quote:9aab6cdde8]
دا ادعا هم چا نده کړې چې طالبانو بن لادن راوستئ دی. خبره پدې ده چې کله چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې پر پېښې بن لادن په لاسلرو تورن شه او له طالبانو نه د هغه د ورسپارلو غوښتنه وشوه طالبانو هغه ته پناه ورکړه او امریکایانو ته یې د مداخلې پلمه برابره کړه. دا چې پر بن لادن د امریکایانو تور لګول پر ځای و که نه بله موضوع ده! یعنی همدا طالبان وو چې امریکایانو ته د مداخلې ضمینه برابره کړه چې دا د افغان اولس پر وړاندې لوی خیانت دی!
[quote:9aab6cdde8]امریکا او انګلیس دوه مجزا ضلعې نشي کیدای[/quote:9aab6cdde8]
عادل صیب، امریکا، انګلیس اوپاکستان هماغه مثلث دی چې افغان ملت ځپي البته په بیلابیلو دلیلونو:
امریکایې د خپلو جیوپلیتیکي اهدافو لپاره ځپي
انګلیسان نه غواړي چې امریکایان دانګلیسو عنعنوی اغیزې په سیمه کې دوی تعویض کړي او لدې کبله په هلمند او نورو سیموکې طالب سره د امریکا پرضد مرسته کوی او پدې توګه جګړې ته لمن وي او په نتیجه کې افغان ولس ځپل کېږي. همدا سبب دی چې امریکایان هم د انګلیسو پر کړنلاره پوهیدلي او د هغو د تعوض په هڅه کې دي او له ځینو ځایونو څخه یې شړلي هم دي .
پاکستان خو له خپل تاسیس نه را پدې خواد افغانانو سوکالي نده غوښتې . کله یې پر افغانانو د مالونو ترانزیتي ستونزې را منځته کولې او له دې تېرو دېرشو کلونو راهیسې لومړﺉ مجاهدین یې قبضه کړل او پر هغو یې د امریکا او نورو په مرسته هم یې رسان وځپل او هم یې د افغان ولس.
کله چې مجاهدین یې له قبضې ووتل طالبان یې را پیدا کړل او پر دوی تر ننه پورې په ډول ډول رنګونو افغان ولس ځپي!
عادل صیب، پتنګ صیب، له بده مرغه تاسې یې تعصب دومره ځپلي یاست چې د ساده شیانو د درک کولو توان هم نلرﺉ!

په درنښت



17.08.2010

نوروز خانه وروره او درنو لوستونکو !
له سلامونو وروسته به دومره ووايم چې د ګوډاګي او فاسد حکومت اړخ يو قطب دی او د طالبانو اړخ بل قطب ! نور افغان ولس
په دا منځ کې د استوا دخط دواړو غاړو ته تر قطبي دايرو پورې پروت دی ، خو امريکا او پاکستان غواړي افغانستان
په سياسي لحاظ د يو قطبي حکومت پواسطه کنترول کړي چې ناشونی کار دی ،
او دې باندی دوی هم ډير ښه پوهيږي، ولې د جنګ جګړې د ددوام له پاره دا يواځينۍ لاره ده، نو پوښتنه داده چې جګړه دچا په ګټه ده ؟
داچې د جګړې دوام ( نه لنډه جګړه ) د افغان ولس ، په تيره بيا د پښتنو په ګټه نه، بلکې په سوچه زيان يې تماميږي، خو دې ته په يوه
خوا کې هم د قدرت غلۀ نه ګوري او د حاميانو په امر او مرسته د زور
له لارې پر ٧٠٪ ولس باندې خپل حاکميت ورتپي !
په داسې حال کې مونږ دغه ٧٠ ٪ ولس ته وايو بهرنيان اشغالګر او حکومت د اشغالکرو ګوډاګی دی نو ملاتړ يې مه کوئ او
لکه څنګه چې ليدل کيږي ولس ته هم عملا ثابته شوې چې نه اشغالګر او نه يې ګوډاګيان د منلو او زغملو وړ دي !
په بلې خوا پر طالبانو ورونو غږ کوو چې د ولس غوښتنو ته غوږ شئ ، د هغوی
زړونه وګټئ ، دغه پاتې ٧٠٪ ولس هم خپل کړئ او
په خپل ولس تکيه وکړئ !
د ولس خپلول او پر هغوی تکيه کول په دې معنی تصور کيږي چې د ولس د غوښتنو سره سم يوداسې ملي او اسلامي رژيم
رامنځته کول خپل هدف وټاکئ ، چې د ولس ټولې روا غوښتنې پکې رانغښتې اوسي .
خو کله هم چې څوک د ولس د روا غوښتنو نوم په خوله واخلي، نو ته به وايې طالبانو ته نه ، بلکې مستقيماً مو د افغان ولس
ددوښمنانو کوم حساس مرکز لکه د مچيو چک ته ګوته وروړه ټول سمدلاسه راوپاريږي چې دا ولس پکې چا راوستی او ولس
ولې قدرت ته درسيدو په لاره کې په لوی لاس زمونږ مانع ګرځوئ ؟ ؟؟؟؟؟
حال داچې په اسلام کې له الله او رسول نه وروسته
د مسلمان اولس شوری او مشورې دقدرت منبع ده . د الله تعالی د رسول له ژوندانه وروسته ټول نوي او مهم اجتماعي او سياسي مسائل
لکه د قدرت ، حکومت ، ټولني او سياست مسايل بايد د مسلمان ولس په شورا او مشوروسره حل شي !
د اسلام د حکومت اصل او پرېنسيب په شورايت او شورايتي سيستم ولاړ دی، ولس بايد د شورا له پاره وکيلان وټاکي او هغوی
له خبله منځه يوتن د ولسمشر به توګه او يا د مستقيمو انتخاباتوله لارې د ولسمشر
ټاکل همغه د بيعت مسله ده ، چې ټلسټ يې اسلام ايښی دی .
په ايران کې هم د خبلو ډيرو نيمګړتياو سره سره پارلمان او ولسمشر د انتخاباتو له لارې ټاکل کيږي ! په ايران کې ښځې هم د
کور په کونج کې نه دي کښينول شوي او په ټولنه کې فعاله ونډه اخلي .
په همدغه استاد (بادار) پاکستان کې هر څه له ولسمشر، حکومت او پارلمان نه نيولې د ښاروالۍ درئيس پورې ټول نه انتخاب کيږي؟؟؟؟؟
په ما ليزيا او اندونيزيا کې اسلامي رژيمونه پارلمان او ولسمشر نه ټاکل کيږي ؟؟؟؟؟
خو نه، طالبان غواړي د ادارې ، حکومت او تقنين په دې ټولو اړينو اسلامي اصولو پښې کيږدي ، د څه له پاره ؟؟؟؟؟؟
ديکتاتوري قايمه کړي ، د څه له پاره ؟؟؟؟
صرف د اجباري لمانځه او روژې له پاره ؟؟؟؟؟ که د ږيرو او پينڅو د کنترول له پاره ؟؟؟؟؟
نه ددې له پاره ديکتاتوري نه غواړي ، دغه اجبار خو له ديکتاتورۍ پرته هم پلي کيدای شي ! ځکه دا شرعي حکم دی او په هر چا بې له کوم
ډير تکليفه عملي کېدای شي ، مسلمانان افغانان د لمانځه او روژې اوامر
شکر په داوطلبه توګه عملي کوي !
هره ديکتاتوري يو خارجي علت لري او ديو خارجي طاقت په ګټه څرخي .
په ملي اولسواکۍ او اسلامي امت واکۍ کې خارجي واک او ځواک په هيواد کې له منځه ځي ، رسوا او محکمې ته هم راکښل کيږي او ټول پلانونه يې
په اړونده هيواد کې شنډيږي نو ځکه په ديکتاتورۍ زور غورځوي ، که په خبل هيواد کې دموکراسي هم ولري په بل هيواد کې د خپلو ګوډاګيانو
دېکتاتوري غواړي !
که پاکستان کثيرالقومي هيواد دی او ديکتاتوري په دوام نشي کولی، نو افغانستان تر هغه هم زيات ي هيواد دی،
نو له ملي اسلامي ولسواکۍ پرته دلته هېڅ کوم ديکتاتور رژيم چليدلی او ډير پايېدلی نشي ! شاهانو هم دلته ديکتاتوري نشوه چلولی،
صرف امير عبدالرحمان د انګليسانو له خوا په خونړۍ ديکتاتورۍ مجبور و ،
څو خپل استعماري پلانونه او د ډيورن کرښه
د افغانستان په آزاديغوښتونکي سرشار ولس باندې په زور سره وتپي .چې لا اوس هم د همدغې تپلې ، باطلې او بې اعتباره شوې کرښې د تحميل
له پاره پاکستان غواړي خپل يو له ځان نه بې خبره ګوډاګی مذهبي ديکتاتور پر افغانانو وتپي ، ځکه د مذهب له پلمې پرته بل ديکتاتور
نشي تپلی، مګر داچې د يو سوپر پاور لکه امريکا سره په نوموړي نامقدس مثلث کې کار وکړي، کوم چې د پاکستان له پاره
د ډيورن د کرښې ساتنه هم کوي !
طالبان ورونه په کامل اخلاص سره جهاد کوي ، خو دا هغه آزادي چې دوی يې غواړي لاسته نه راوړي ، سره له دې چې دوی
کومه آزادي غواړي ، هغه دومره آزادي هم نه ده ، خو دې تنګې لنډې ګنډې آزادۍ ته به هم طالب مشرتابه پاکستان کله پريږدي ،
د ملا برادر برخليک خو به لا د چا نه وي هير شوی ! !
نور مو خدای پوه کړه ! والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more