اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
اسقاط څه حکم لري؟
شهاب الدین
13.08.2010
اسقاط څه حکم لري؟
درنواوعزتمندوملګرو:تاسوته به معلومه وي چي پدې
سيموکي اکثره خلګ داسقاط حيله کوي،کله چي څوک مړشي،
دهغه دعمرحساب لګوي،بيايې دټول عمردروژوحساب معلوموي،دهغوپرځای فديه ورکوي،هغه هم پداسي طريقې چي
دائره جوړه کړي،مسکينان پکي راغونډکړي،يوڅه روپۍ وغيره
په يوه دسمال کي وتړي،يوه
مسکين ته ورکړي،هغه يې قبولي کړي،بېرته يې ترې واخلي،
بيايې بل ته ورکړي،بيايې بل ته پدې طريقه هغه حساب پوره کوي.
مونږددې مسئلې په اړه دعلماووترمنځ شديداختلاف وينو،يوه ډله
ملايان صاحب وايي چي داډېرضروري دی.
نورعلماءوايي چي دانه داطريقه په دين کي نشته،بلکي يوبدعت اونارواعمل دی.
که مهرباني وکړئ اوپدې اړه خپل معلومات راسره شريک کړئ!
په درنښت
مومن مهاجر
13.08.2010
محترم حقیارصاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! هیله ده چي جوړاوروغ به یاست .
ستاسودپوښتنې په اړه به دومره ووایم چي داسقاط حیله یوداسي بدعت دی چي له ځان سره څونوربدعتونه هم په څنګ کي لري . بدعت ځکه دی چي درسول الله صلی الله علیه وسلم له خوانه په فعل،نه په قول اونه په تقریرثابت دی . له همدې امله په بدعت کي شمېرل کېږي . اوس مهال چي خلک ددې کارلپاره کوم توجیهات کوي هغه ټول توجیهات درسول الله صلی الله علیه وسلم په زمان کي په پراخه پیمان موجودول خوبیاهم رسول الله صلی الله علیه وسلم داسقاط حیله نه ده جوړه کړې . اورسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي : من عمل عملالیس علیه امرنافهورد. یعني هرڅوک چي په دین کي یوداسي کاروکړي چي موږنه وي کړی هغه مردوددی .
و.افغان
13.08.2010
نعوذ بالله دغه اسقاط لوی الله جل جلاله ته غِــلْــط ورکول دي،
وايي چې يوه کوچي باندې زر روپۍ زکات اوښتی وو، نو په يوه ټوکرۍ کې يې
کېښودې، او له پاسه يې پرې هګۍ کېښودې، لاړ، ملا صاحب ته يې ورکړې، بېرته يې له ملا صاحب څخه ټوکرۍ په شلو روپيو واخيسته.
چې له ملا صاحب له ځای څخه راووت؛ نو ځان سره يې وويل چې: خدای مې هم غلط
کړ، او ملا صاحب هم.
په درنښت
شهاب الدین
13.08.2010
ښاغلی مهاجراوښاغلی ساپی صاحب ستاسوله مختصرواومدللومعلوماتوڅخه ډېره مننه .
په رښتياهم خبره دغسي ده چي دغه حيلې په دين کي نشته،خودځينومَلايانوصاحبانوګټه پکې وي ځکه ورباندي ټينګارکوي
ابومحمدحنفي
14.08.2010
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
وروسته د سلام نه :
ددي فورنو ملا يانو نه ډيره زياته مننه چه مونږ ته ئي بدعت او سنت مينځ کښي
فرق را او ښده
محترمو ملايانو څه تاسو نه هيله لرم چه په ځه نه پوهيږے نو ده څان دلا ئل مه وائي
حق ظاهر دے او باطل هم
زمونږ دين له تحريفاتو نه خالي دے د نن زرکاله مښکي د علما ء تشريح د نن صبا يو فورمي ملا باطله وي
فورمي ملا محدث هم څان بولي او شارح هم
پوښتنه:
حليه اسقاط ځنګه په دي حديث لا ندي داخل دې
ددي حليه اسقاط حکم چا ګړے ؟
حکم ئي ځه دے
تارک ئي ځه دے ؟؟؟؟
په درنـښت
و.افغان
14.08.2010
[quote:555b12b221="ابو اسيد"]السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
وروسته د سلام نه :
ددي فورنو ملا يانو نه ډيره زياته مننه چه مونږ ته ئي بدعت او سنت مينځ کښي
فرق را او ښده
محترمو ملايانو څه تاسو نه هيله لرم چه په ځه نه پوهيږے نو ده څان دلا ئل مه وائي
حق ظاهر دے او باطل هم
زمونږ دين له تحريفاتو نه خالي دے د نن زرکاله مښکي د علما ء تشريح د نن صبا يو فورمي ملا باطله وي
فورمي ملا محدث هم څان بولي او شارح هم
پوښتنه:
حليه اسقاط ځنګه په دي حديث لا ندي داخل دې
ددي حليه اسقاط حکم چا ګړے ؟
حکم ئي ځه دے
تارک ئي ځه دے ؟؟؟؟
په درنـښت[/quote:555b12b221]
محترم او دروند طالب العلم ابو اسيد صاحب
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
له ډېرې مودې وروسته يو ځل بيا په خير راغلی.
محترما! دلته غوسې څه ګټه نه لري، ځکه چې نه د په چا د وهلو زور رسيږي، او په
سپکو سپورو هم انسان پخپله سپکيږي، دلته فورمي ملا، چړي ملا، د سرسايو
ملا، د اسقاط او وظيفو ملا، يو هم مطرح نه دی،
دلته يواځې سالم دليل او سالم استدلال ګټه لري، نه که يې لرې؛ راوړاندې يې کړه.
محترما: زه به يې لنډه درته خلاصه کړم، چې اسقاط من حيث الواقع يو مهم ديني اړخ
لري، خو په اسلامي شرعه کې پرې هيڅ دليل نشته.
راشه ته يې په اثبات ورسوه، چې په اسلامي شرعه کې شته؛ مونږ به يې هم درسره ومنو
محترما! د اسقاط پيسې د هر چا خوښې دي، چې پرته له ستونځې مفته د ملا جېب
ته لويږي، مګر د الله جل جلاله شريعت تر هر چا لوړ دی.
سمونه:
ناسم : حليه.
سم: حيله.
په درنښت
ابومحمدحنفي
14.08.2010
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
محترمه تاسو ماسره مناظره کول غواړے ؟؟؟؟؟؟؟؟
او که څان پوهول غواړي؟؟؟؟؟؟؟؟؟
که مناظره کول غواړي نو د مناظري شرائط ما ته مخکښي که .
او که څان پوهه کول غواړے نو زمنږ د فقهي علماؤ کا بي يوسف اما القضاة رحمهم الله په دي باندي حکم کړي دے فرض واجب نه ده مستحب دے لانه من الذي احبه السلف وفي رائسه امام القضات ابي يوسف ررحمه الله تعالى لکن مه معيت قول ان شا الله قبل الله وان شا ء لم يقبل والله اعلم وعلمه اتم........
او پاتي شوه مطلقاً حليه په اسلام کښي ناروه نه ده که هغه حليه اسقاط وي او که نوري حليه وي ،
وهذا القول مش يقول من نفسه بل نقيسه علي اصل الشرع واساسه وهو القرآن الکريم
يوجد فيه ذکر الحليه کفي قوله عز وجل [خذ ] في قصة ايوب علي نبيا وعليه السلام،
ولک الحيرت في هذ البحث وانا في انتظارک
و.افغان
14.08.2010
اسيد صاحب:
وروره، مناظرې مناظرې نشته، خپله خبره له شرعي دليل او سالم استدلال سره وړاندې
کړه، د امام ابو يوسف قول دې ذکر کړی خو مصدر دې نه دی ذکر کړی، د هغه دليل دې
نه دی ذکر کړی، امام ابو يوسف که دا خبره کړي وي؛ نو څه دليل پرې لري؟
او که امام ابو يوسف واجب التقليد دی؟؟
ستاسو په ليکنه کې سمونې:
ناسم: حليه، سم: حيله.
لانه من الذي احبه السلف
وفي رائسه امام القضات = وعلی رأسهم امام القضاة
ابي يوسف ررحمه الله تعالى = أبو يوسف رحمه الله تعالی.
لکن مه معيت قول ان شا الله قبل الله وان شا ء لم يقبل والله اعلم وعلمه اتم ؟؟؟؟!!!!!
نه پوهېږم چې دا دې څه ويلي دي؟
او پاتي شوه مطلقاً حليه په اسلام کښي ناروه نه ده که هغه حليه اسقاط وي او که نوري حليه وي = حليه نه، بلکه حيله.
وهذا القول مش يقول من نفسه = ؟؟؟ وهذا القول لم یقله من تلقاء نفسه, أو ما نقوله
من تلقاء أنفسنا.
بل نقيسه علي اصل الشرع واساسه وهو القرآن الکريم = بل قسناه على أصول المسائل
المنصوص علیها في الشرع، وعلى أحكام منصوصة بها في الآيات القرآنية.
يوجد فيه ذکر الحليه = يوجد فيها ذكر الحيلة.
کفي قوله عز وجل = كما في قوله عزوجل.
[خذ ] في قصة ايوب علي نبيا وعليه السلام = خذ بيدك ضغثا فاضرب به .... في
قصة أيوب على نبينا وعليه السلام.
ولک الحيرت في هذ البحث وانا في انتظارک = ؟؟؟؟؟!!!!!
راځم ستا د استدلال ځواب ته:
۱- د اسقاط حيله چې د کوم سبب لپاره خلکو منځ ته راوړې ده، هغه سبب د نبي کريم
صلی الله عليه وسلم او د صحابه کرامو او تابعينو په وخت کې هم موجود وو، نو ولې
نبي کريم صلی الله عليه وسلم خلکو د هغې ارشاد ونه کړ، او ولې صحابه او تابعينو
دغه کار نه دی کړی.
۲- د اسقاط حيله ددين سره مستقيم ارتباط لري، ځکه اسقاط وايي غورځولو ته،
يعنې د اسقاط څخه موخه دا ده چې د بنده له غاړې څخه واجبات او فروض ختم
کړي، او معاف يې کړي، په دې کار په اسلامي شرعه کې هيڅ دليل نشته، داسې حال
کې چې مونږ د ديني امورو په هکله يوه قوي نبوي قاعده لرو، چې وايي:
من أحدث في أمرنا هذا ما ليس منه فهو رد.
ژباړه: هر هغه څوک چې زمونږ په دې دين کې داسې نوي څه اضافه کړي، چې په دين
کې نه وي؛ نو هغه عمل مردود دی.
اسقاط په دين کې نشته، په دين کې اضافه شوی دی، دليل پرې نشته، نو ځکه مردود
دی.
۳- هر هغه حيله، او چل ول چې د واجباتو او فرضونو د اسقاط لپاره په کار وړل کيږي؛
يا د يوه حرام فعل د ارتکاب لپاره په کار وړل کيږي؛ دغه ټولې حيلې حرامې دي، ځکه
چې وسائل د غاياتو حکم لري، او الله جل جلاله هر هغه ذريعه يا سبب حرام کړی دی،
چې د حرامو ارتکاب يا د فروضو او واجباتو اسقاط لپاره لار پرانيزي، د مثال په ډول
مسلمان ته جایز نه دي، چې داسې يوه حيله وکړي چې زکات له ځان څخه ساقط کړي،
يا روژه ساقطه کړي، يا واجب حج ساقط کړي، بلکه پرې لازم دي، چې د الله جل جلاله
فروض او واجبات پر ځای کړي، او له محرماتو څخه ځان وساتي.
نبي کريم صلی الله عليه وسلم په صحيح حديث کې فرمايي: ( لا تر تكبوا ما ارتكبت اليهود, فتستحلوا محارم الله بأدنى الحيل)
ژباړه: تاسو د يهودو په شان کارونه مه کوئ، چې په چل ول د الله جل جلاله محارم
د ځانونو لپاره حلال کړئ.
هغو يهودو باندې چې الله جل جلاله د شنبې د ورځې ښکار حرام کړی وو، هغوی چل
وکړ، او د شنبې په ورځ به يې ماهيانو ته بندونه جوړول، په دغه ورځ امتحانا ماهيان
هم ډېر د اوبو په سر راتلل، بيا به يې په نورو ورځو کې ښکار کول؛ هغوی به دا ويل:
چې مونږ خو د شنبې په ورځې ښکار نه کوو، خو سره له دې الله جل جلاله هغوی معذور
ونه ګڼل، او ټول يې له يوې مخې هلاک کړل، او يواځې هغه خلک پاتې شو، چې دوی
به يې د دې چل ول څخه منعه کول.
نو دا دليلونه د دې ښودنه کوي، چې هر هغه چل چې پرې واجبات ساقطيږي، يا پرې
محرماتو ته لار خلاصيږي، هغه ټول چل ولونه حرام او ناروا دي، اما هغه حيله چې
چې الله جل جلاله حيله ګرځولي وي، شرعې حيله ګرځولي؛ واجب په کې نه ساقطيږي،
ارتکاب د محرم په کې نه کیږي؛ نو هغه باک نه لري، لکه بيع او شراء، چې په حقيقت
کې يوه حيله ده، په دې حيله ته د خپل ورور مال اخيستلای شې، هغه ستا سودا
اخيستلی شي، داسې نورې حيلې چې الله جل جلاله بندګانو د هغوی د ژوند د اسانتياوو
لپاره او د حاجتونو د پوره کولو لپاره تشريع کړي دي.
د ايوب عليه السلام په قصه کې ، نه اسقاط د واجب شوی دی، او نه ارتکاب د محرم
شوی دی، الله جل جلاله خپله په هغه اساني راوستې ده.
خو په دې مروج اسقاط کې ملايان د الله جل جلاله څخه په نمايندګۍ د خلکو څخه
فر وض او واجبات ساقطوي؟
آيا همداسې نه ده؟؟
هيله ده چې د هرې نقطې لپاره مفصل ځواب راکړئ.
محترما: ستاسو په دې ورکړی شوي لينک کې خو نورې بلاوې ښکاري:
http://loveforallah.find-forum.net
په درنښت
ابومحمدحنفي
14.08.2010
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
محترمه ډيره مننه چه څما په دليل خو پوه شوے نور به هم پوه شي..
دا مـسئله دومره لويه مسئله نه چه له اصولو او مباديو له دين ځخه وي
اصل کښي حقيقت دادے چه علمائکرام نائبين د وراثت د پغمبر عليه الصلاة والسلام دے
هغوے د خپل مقصد دپاره يو مسئله نه کوي او نه ئي کړي ده
او ماتاسوته مخکـښي هم ليکلي وو چه حليه اسقاط نه فرض ده اونه واجب ده
جه تارک ئي يا کافر يا عاصي يا لا ئم شي نه ډيري مسئلي داسي دي
چه هغه علماء په اجتهاد سره موندلي دي هغه هم له يو اصل د اصولو د شرعي نه
ورنه بيا دليل کفايت نه کوي
او بله تاسو داخبره ذکر کړي وه چه حليه اسقاط وائي چې د بنده له غاړې څخه واجبات او فروض ختم
کړي، او معاف يې کړي، الخ دا غلط تعريف د حليه اسقاط
حليه اسقاط ددي مقصد دپاره نه کيږي او نه ئي دا تعريف دے
او لفظ د حليه ته سوچ او کړه او بيا ورپسي اسقاط او په فرضو واجباتو کښي څوک حليه نه کوي او نه دا ددي پاره مروجه شوي ده چه دادي قائم مقام د فرضو واجبو خامخه او ګرځي
بلکه کيدے شي چه الله رب العزت په خپل فضل عميم سره دا قبول کړي
دا لفظ ان شاء الله مطلب هم دادے
ځما دخبري خلاصه داده چه حليه اسقاط نه په صحابو دور کښي وو
نه په تابعينو دور کښي وو
بلکه دا حليه باندي قول صرف امام ابو يوسف رحمه الله تعالي کړي
هغه هم ورسره لفظ د ان شاء الله ئي ويلي چه کيدے شي الله رب العزت ئي قبول کښي په مقابله د ما لم يؤد کښي
او بله خبره دا چه په حرامو کښي حليي کول څما مراد نه دي له حليو نه
بلکي مراد مي هغه حليي دي چه امام بخاري رحمه الله تعالي په خبل کتاب صحيح بخاري ذکر کړي دي د امام صاحب رحمه الله په رد کښي په ضمن د قول د بعض الناس کښي فطالع سمه انشئت ويذکر اکثر العلماء الاحناف المتاخرين من هذ الحيل حيلة الاسقاط
ولا اطيل عليک يا شيخ سوا هذا
مومن مهاجر
14.08.2010
محترم ابوسیدصاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
لومړی په ډېردرناوي داغوښتنه درنه کوم چي دالله لپاره په لیکنه کي دي املايي تېروتنې ترحدډېرې دي یوڅه کوشش وکړه چي دالفاظوپه لیکلوکي دپښتواوعربي رسم الخط یالیکدودته پوره پاملرنه وکړې،ځکه چي الفاظ ناسم ولیکل شي نومعنی هم سمه نه ترې اخیستل کېږي .
پاتي شوه داسقاط مسئله نودومره خوتاهم منلې چي په خیرالقرون کي یې هیڅ څرک نه شته نوددې معنی خوداشوه چي ته یې هم پربدعتوالي اقرارکوې . داچي ته وايي په حیلة الاسقاط یوازي ابویوسف قول کړی نوهغه پرکوم دلیل باندي داخبره کړې ده؟ اجتهادخوهم دیوشرعي نص په استنادسره کېږي نه هسي په دعوه سره ته یې هغه مستندوړاندي کړه وروسته به بیاپرې وږغېږو. داچي دحیلة الاسقاط په اړه ته دښاغلي وهاج ساپي صاحب تعریف نه منې نوخوته یې هم تعریف وړاندي کړه . اوپه بخاري کي چي پرکوموحیلوردشوی نوله هغوسره ستاڅه کاردی؟ ایاهغه صحیحې دي؟ که دي مطلب بل شی دی؟
Erfan Wahdat
27.09.2010
د مړه اسقاط ګرځول بدعت نه دی:
وهابيان وايي چي اسقاط د مړه لپاره شرک او بدعت دی، موږ جواب ورکوو: چي مسلمان مړ سي نو موږ شاوخوا دوره سره راټول سو چي د مړه لپاره هغه شيان چي د ده پر ذمه وه لکه لمونځونه، روژې، زکاة، حج د الله تعالْیﷻ اوامر او منهيات
د دغو شيانو په باره کي موږ حيله د اسقاط سره جوړه کړو ځکه په [مجموعة رسائل الشامي ج ۱ ص ۲۲۲] کي ليکلي دي: (بل تعين ذالک الوکيل ليسقط عمافي ذمت الميت و يتخلص من العهدة ان شاء الله تعالْی).
چي تاسو وکيل معلوم کئ لپاره د ګرځولو د اسقاط چي هغه وکيل د مړه ساقط کړي هغه حقوق د الله تعالْیﷻ چي ثابت دي په ذمه د مړه کي او خلاص سي مړی له تاوانه چي ان شاء الله خدای تعالْیﷻ به احسان ورسره وکړي او په دغه کتاب مذکور ص ۲۱۲ کي ليکلي دي که يو سړي بالکل په ټوله ژوند کي لمونځ نه وي قضا کړی او دغسي روژه او نور حقوق د الله تعالْیﷻ يې پوره ادا کړي وي هم به اسقاط ګرځوي، احتياطاً دا په کار دی چي انسان د خطا څخه خالي نه دی.
دغه اسقاط حيله شرعي ده لپاره د خلاصولو د مړي د ټولو حقوقو څخه د الله تعالْیﷻ چي د مړه پر ذيمه وي ان شاءالله چي مړی به د الله تعالْیﷻ له حقوقو خلاص سي په سبب د دغه اسقاط سره.
[مراقي الفلاح ص ۲٦۳]
د مړه وکيل روپۍ سره يو ځای کړي او بيا يې په دوره کي شروع وکړه چي دغه روپۍ واخله ما در بخښلي دي و تا ته چي ساقط سي د دغه مړه څخه هغه شيان چي پرده واجب دي لکه لمونځ يا روژه يا نور دغسي حقوق او هغه يې قبول کړي بېرته يې ورکي و وکيل ته او هغه يې بل ته ورکي نو دا صحيح او جائز ده. [طحطاوي ، درمختار]
په متونو، حواشيو او شروحو کي هغه دا دهاو هغه خبره چي ښکاره کړې ده علماء کرامو چي بېشکه که سړی مړ سي او داسي مسکين وي چي هيڅ شی نه لري نو بايد وارث له خپله ماله څخه اسقاط وګرځوي او که وارث هم څه نه درلودل بيا دي د يو چا څخه په بخښه وغواړي او يا دي وارث په قرض واخلي د بل سړي څخه چي اسقاط وګرځوي مطلق به اسقاط نه پرېږدي. [مجموع رسائل الشامي ج ۱ ص ۲۱۲]r> اوس د نن زمانې جاهلان وايي اسقاط نسته سبحان الله ډېر احتياط په کار دی دين په خپله رايه مه کوئ که څوک اسقاط نه مني او مسلمان ځان ته وايي او په دين مبين اسلام يې خوا بدېږي نو اسقاط ثابت دی په اجماع د امت که څوک اشتباه ولري نو دغه کتابونه دي وګوري لازمي:
۱- فتاوْی الحجةالقاضيخان، ۲- الهندية ج ۱ ص ۱۷۰، ۳- کبيري ص ۵۸۳، ۴- مراقي الفلاح ص ۲٦۲، ۵- مجموع الرسائل الشامي ج ۱ ص ۲۱۰ بيا ۲۲۲ پوري، ٦- شامي ج ۱ ص ۴۹۲ ، ۷- عيني الهدايه ج ۲ ص ۱۲۵۳، ۸- مالابدمنه ص ۱۰۸
مومن مهاجر
28.09.2010
ټولوګډونوالوته نېکې هیلي اوځانګړي احترامات تقدیموم .
فکرکوم پرښاغلي عرفان وحدت هغه متل صادق دی چي وايي : ناخبره دمرکې لېوه دی .
ګرانه عرفان جانه موږچي دلته کومه موضوع څېړواوتحقیق پرې کووهدف موداوي چي دکتاب اوسنت په رڼاکي یې وڅېړوداموږته څرګنده ده چي دحنفي فقهې په ځینوکتابونوکي داسقاط دحیلې حکم بیان شوی اودهغه دګرزولوطریقه یې هم بیان کړې ده . مګرخبره په دې کي ده چي دکتاب وسنت له مخي یې حکم څرنګه دی؟ دغوکتابونوچي داسقاط کومه حیله بیان کړي ایاپه دې دوومأخذونوکي کوم دلیل هم لري که یې له کوم شرعي مستندپرته بیان کړی دی؟ نوترکومه ځایه چي ماتحیقیق کړی قرآن اوسنت مي پسي کتلې اودفقهې کتابونه مي مطالعه کړي نویوځای مي یې دجوازدلیل نه دی لیدلی . کوم کتابونه چي یې دجوازکوم علت بیانوي هغه علت درسول الله صلی الله په زمانه کي تراوس په اتم ډول موجودووخوله دې سره سره یې دحیله اسقاط خبره نه ده کړې اوداخوتاسوته څرګنده ده چي اجتهادي حکم ته هغه وخت اړتیاپېښېږي چي یوه حادثه نوې پېښه شي علت یې هم نوی وي او په خپله واقعه هم په قرآن اوسنت کي یې څرګندحکم نه وي له همدې کبله مجتهداړکېږي چي شرعي دلائلوته په پام له خپله اجتهاده کارواخلي خوهغه هم ترپوره تحقیق اودقت وروسته که حق ته ورسېد الله به دوه اجره ورکړي اوکه خطاشوالله بیاهم یواجرورکوي خوخطایې پرنورولازمه نه ده دحیله اسقاط بنسټ چي هرچاايښي هغه په خپل دې اجتهادکي تېروتلی له همدې کبله یې کول موږته جوازنه لري . هیله ده چي دښاغلي وحدت اوس سرخلاص شوی وي . اوګوره په یادلره چي کله یوه موضوع څېړې نوکوم کتاب ته چي ته حواله ورکوې هغه بایدداسي کتاب وي چي مقابل لوري ته هم دمنلو وړ وي شامي،هندیه،هدایه،بدائع الصنائع اوداسي نورکتابونه چي دیوه مذهب په فکرپوري اړه لري هرڅوک یې نه درسره مني اوترټولومهمه داده چي دحنفي فقهې په کتابونوکي داړوندې مسئلې په اړه دقرآن اوسنت دلائل نه وي بلکي په ډېروکي دنوروفقهې کتابونوحوالې نقل کېږي چي استدلال پرې نه شي کېدای .
Erfan Wahdat
28.09.2010
مهاجر خانه شه خبره دی وکره. زه په دی نه ومه خبره چی ته له تولی فقهی نه منکر یی. په کوم جای کی دی چی لاس ورته بند شی بیا وایی چی فالانی امام صاحب داسی ویلی او بستانی امام صاحب داسی ویلی خو چی کله مخی ته رنا ووینی نو بیا وایی چی له ایات او حدیثه را خکته مه غژیژه. دا دین به له خیره سره ستاسی په رایه را تاویژی نو د خیر القرون او شرالقرون فرق به نه وی او گدی های به وی.
------------------------------------------
شریري او ناکاره جملې ړنګي شوېٖ
بد الفاظ مه کار وۍ ، چمبر چه و غورځوېٖ جمپ وهي له مخه دي مښلي ،
تاسو په خوږېږي ( د قلم او بیان کامل عفت وساته !!! )
حلیمي
سپیلنی
28.09.2010
بحث ډیر ښه روان دی وار په وار یې مزه زیاتیږي، مومن مهاجر هم په خپله خبره ټینګ ولاړ دی او عرفان وحدت هم له خپلې دریځ په هر قیمت دفاع کوي. دواړه خپله خبره کلکه نیولې خو قرائن داسې وايي بحث به تردې هم پسې ګرم شي
د فتنې جملې ړنګي شوېٖ ،
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نده لازمه چه سبب د فتنې وګرځۍ ( تر دېٖ چه بله علاقه پېدا کړۍ ښه به وي
حلیمي
مومن مهاجر
28.09.2010
زه یوځل بیاوایم چي دزړه له کومې ددین دټولوامامانواحترام،درناوی اوقدرکوم خوهیڅکله یې خبره وروستی حجت نه ګڼم ددین په امامانوکي چي هرچاپه قوي دلیل سره خبره کړې وي دسرپرسترګویې منم شخصیت راته معتبرنه دی دهرچاعلم ته په خپله اندازه ګورم خبره یې داستدلال په معیارتلم کومه یوه چي معیاري راته ښکاره شي اواستدلال یې قوي وي هغه منم دشخص،ډلې اوحزب په نوم تعصب ته قائل نه یم . څرنګه چي اوسنی بحث پراسقاط روان دی ماله استدلال سره یوځای خپل دریځ له تاسوسره شریک کړهرڅوک حق لري چي زماپردریځ له اصولوسره سم نقدوکړي اوزه له اصولوسره سم حق لرم چي یاله خپله دریځه دحق ترپولې دفاع وکړم اوچي کله دمقابل لوري دریځ راته سم ښکاره شي په پوره جرأت له خپله پخواني موقفه پرشااوپه زړورتوب دمقابل لوري قوي استدلال ته تسلیم شم زه ان شاء الله داجرأت لرم اوهروخت چي هرملګری ماته زماتېروتنه په استدلال ثابته کړي زه به دیومسلمان اومعقول انسان په توګه پرخپله تېروته اعتراف کوم .