د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

صوفيان عالمان

عبدالحميد/افغ
11.08.2010

بسم الله الرحمن الرحيم

نامتو افغان صوفيان
ابو علي سينا بلخي -- ابې نصر الفارابي -- حمزه خان شينوارې -- عبد الرحمن بابا -- خوشال خان بابا -- نجم الدين اخونزاده -- چكنور ملا صېب -- مهترلام بابا -- احمد شاه بابا -- ابو عبدالله بلخي -- احمد بن خضرويه بلخي -- شقيق بلخي -- ابراهيم بن ادهم -- ابو حاتم سجستاني -- خواجه عبدالله انصاري --
________________________________________
عرب صوفيان
ابو الحسمن الاشعري -- القشېري -- ابو علي دقاق -- جنېد بغدادي -- ابو محمد رويم -- منصور حلاج -- ذوالنون المصري -- معروف كرخي -- ابو يزيد بسطامي

د اهل سنتو نامتو صوفیان
د اهل سنتو ډېر زیات صوفیان شته، مګر موږ به یې دلته د ځینو نامتو هغو نومونه راوړو:
• فضيل بن عياض.
• ابراهيم د ادهم ځوی.
• داود طايي.
• سفيان بن عيينة.
• ابو سليمان داراني.
• بشر الحافي.
• جنيد بغدادي.
• معروف كرخي.
• سري سقطي.
• ذو النون مصري.
• أبو القاسم عبد الكريم بن هوزان قشيري.
• أبو سعيد الخزاز.
• الحارث المحاسبي.
• يحيى بن معاذ الرازي.
• أبو بكر الورّاق.
• أبو القاسم السمرقندي.
• أبو عبد الله البلخي.
• عبد القادر الجيلاني.
• أبو الحسن الشاذلي.
• أبو العباس المرسي.
• ابن عطاء الله السكندري.
• أحمد الرفاعي.
• أبو حامد الغزالي.
• زكريا الأنصاري.
• منصور الحلاج.
• رابعة العدوية.
• إبراهيم الدسوقي.
• الخطيب الشربيني.
• أبو طالب المكي.
• أبو يزيد البسطامي.
• محيي الدين ابن عربي.
• عبد الغني النابلسي.
• يحيى بن شرف النووي.
• ابن حجر العسقلاني.
• ابن حجر الهيتمي.
• تقي الدين السبكي.
• تاج الدين السبكي.
• جلال الدين السيوطي‎.
• ابن الجزري، شيخ القراء[1].
• العز بن عبد السلام [2]
• أحمد الدردير المالكي.
• شهاب الدين السهروردي.
• عبد الوهاب الشعراني.
• عبد الله بن علوي الحداد.
• الحافظ أبو نعيم.
• أبو القاسم النصرَاباذي.
• أبو علي ‏الرَوذباري
• أبو العباسْ الدَينوري
• القاضي بكارِ بن ‏قتيبةَ
• القاضي رُوَيمْ بن أحمد البغدادي
• الشيخ محمد بن خَفيفٍ ‏الشيرازي الشافعي
• أبي الفضل ‏محمد المقدسي
• حافظ ابن ‏الصلاح.
• أبو ‏الحسن الهِيكاري.
• نجم الدين الخَبوشاني الشافعي.
• ‏ابن الملقن. • أبو عبد الرحمن السلمي.
• أبو عبد العزيز أحمد بن صالح الفقيه اليحصبي.
• الحافظ جمال ‏الدين محمد بن علي الصابوني.
• الحافظ شرف الدين أبي محمد عبد المؤمن ‏الدمياطي.
• الحافظ أبي طاهر السِّلَفي.
• المسند المعمّر جمال الدين أبي ‏المحاسنْ يوسف‎ ‎الحنبلي.
• قاضي القضاة شمس الدين أبي عبد الله محمد ‏المقدسي
• شرف الدين أبي البركات محمد الجُذامي المالكي.
• ‏بهاء الدين أبي الحسن علي بن أبي الفضائل هبة الله بن سلامة.
• جمال الدين محمد ‏المعروف بابن النقيب.
• قاضي القضاة الشيخ عز الدين عبد العزيز.
• ‏قاضي القضاة بدر الدين أبي عبد الله محمد.
• برهان ‏الدين إبراهيم بن سعد بن جماعة الكِناني الشافعي.
• أبو عبد الله ‏محمد بن الفُرات.
• قاضي القضاة تقي الدين أبي عبد الله محمد بن الحسين ‏بن رُزَيْن الحموي الشافعي.
• صدر الدين أبو الحسن محمد.
• عماد الدين أو الفتح عمر.
• معين ‏الدين أبو عبد الله محمد.
• المفسّر النحوي أبو حيان الأندلسي.
• قطب الدين القَسطلاني.
• كمال الدين ابن النقيب.
• الحافظ أبي موسى المَديني.
• علامة نجم الدين أبو النعمان بشير بن أبي ‏بكر حامد الجُبعْبري التبريزي.
• عبد الواحد بن عاشرٍ الأنصاري المالكي.
• الشيخ أحمد بن ‏المبارك اللّمْطي.
• أحمد التيجاني.
• مفتي اقريقيا الشيخ إبراهيم الرياحي التونسي.
• الشيخ ماء العينين القلقمي.

له متأخرينو
• عبد الحليم محمود، في مصر.
• إبراهيم الباجوري، في مصر.
• محمد متولي الشعراوي، في مصر.
• حسن البنا، في مصر.
• حسنين مخلوف، مفتي الديار المصرية سابقا.
• عبد الرحمن الشاغوري، في سوريا.
• محمد الهاشمي، في سوريا.
• عبد القادر عيسى، في سوريا.
• الملا سعيد رمضان البوطي، في سوريا.
• محمد الحامد، في سوريا.
• مصطفى سعيد الخن، في سوريا.
• محمود بن عبد الرحمن الشقفة، في سوريا.
• سعيد حوى، في سوريا.
• أحمد كفتارو، في سوريا.
• عبد الحكيم كفتارو، في سوريا.
• محمد سعيد الكردي، في الأردن.
• يوسف النبهاني، في فلسطين.
• عبد القادر بن أحمد السقاف، في السعودية.
• محمد علوي المالكي، في السعودية.
• أحمد العلاوي، في الجزائر.
• أحمد بن صديق الغماري، في المغرب.
• عبد الله بن الصديق الغماري، في المغرب.

په اوسنی دوران کشي
• حمزة بن العباس البودشيشي، في المغرب.
• محمد سعيد رمضان البوطي، في سوريا.
• أحمد بدر الدين حسون مفتي سوريا، في سوريا.
• محمود الدرّة، في سوريا.
• محمد بسام الزين، في سوريا.
• محمود أحمد زين، في سوريا.
• أسامة الرفاعي، مفتي عكار، في لبنان.
• علي جمعة مفتي الديار المصرية، في مصر.
• محمد بن ابراهيم بن عبد الباعث الكتاني، في مصر.
• محمد عز الدين الغرياني، ليبيا
• محمد صلاح الدين المستاوي، تونس
• أحمد الجامي، في تركيا.
• محمد عبد الغفار الشريف، في الكويت.
• يوسف الرفاعي، في الكويت.
• علي الجفري، في اليمن.
• عمر بن حفيظ، في اليمن.
• سالم بن عبد الله الشاطري، مدير رباط تريم، في اليمن.
• نوح القضاة المفتي العام سابقاً، في الأردن.
• معاذ سعيد حوى، في الأردن.
• نوح كلر، في الأردن.
• حسني الشريف، في الأردن.
• حازم أبو غزالة، في الأردن.
• إسماعيل الكردي، في الأردن.
• سعيد فودة، في الأردن.
• ناصر الدين الخطيب، في الأردن.
• عبد الكريم حماد عرابي]] في الأردنکينډۍ:حقيقة.
• عبد الله فدعق، في السعودية.
• أحمد بن محمد العلوي المالكي، في السعودية.
• محمد بن عبد الرحمن السقاف، في السعودية.
• زين بن سميط، في السعودية.
• عبد الله بن بيه، في موريتانيا.
• محمود رفاعي حمادة، في سوريا.
• سعيد الكحيل، في سوريا.
• عدنان السقا، في سوريا.
• مصطفى البغا، في سوريا.
• محمد فاضل ماء العينين في المغرب.
• محمد المصطفى ماءالعينين في المغرب.
• محمود عبد الناصر البرهامي.
• خواجة شمس الدين عظيمي،شيخ السلسلة العظيمية.


..Ahmadzai
11.08.2010

پېر حضرت صبغة الله مجددي في أفغانستان
پير سيد أحمد جيلاني في أفغانستان
وأخرون.................................


مومن مهاجر
12.08.2010

وروڼو! سلامونه اوښې چارې .الله جل جلاله دي وکړي چي دروژې دسپېڅلې میاشتې شپې اوورځې به موله خوښۍ،الهي رحمتونو،مغفرتونواوبرکتونوسره ملې وي .
داښاغلی فاضل چي هروخت تصوف تصوف یادوي . اولیکي فلانی عالم صوفی وو فلانی محدث صوفي وو،په دي کي خوله یوې خواله څه استنادپرته خلک تصوف ته منسوبوي اوله بلې خواغواړي په اوسني عصرکي هربدعت،وهم وازرګونوخرافاتو مجموعه په ټولنه کي یوځل بیاژوندۍ کړي . زه شخصاله هیڅ هغه فن سره ورانی نه لرم چي اسلام اومسلمانانوته ګټه ورسوي،شرعي حدودپکي مرعات شي اومعاشرې ته یوڅه ورکړي . خودتصوف په نوم چي زه څه پېژنم نه یوازي اسلام اومسلمانانوته ګټه نه لري بلکي په دنیااواخرت کي زیان ورته رسوي . له عقیدې نیولي ترلمانځه،زکاته،روژې،حج،جهاد،ذکراومعاملاتوپه هرڅه کي دهمدې تصوف په نوم بدعتونه،خرافات اووهمیات پیداشوي دي . ترکومه ځایه چي په زهد اودنفس په تزکیې پوري اړه لري نودهرمسلمان لپاره هغه زهداوتزکیه بس ده چي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په کره اوصحیحواحادیثوثابت دي . ستاسوله ځانه جوړوکړیواورادو،منترونو،جادواواسلام ضداذکاروته موږهیڅ اړتیانه لرو. دالله لپاره فاضل خانه! ځان پربې ځایه اوبې ګټې شیانومه بوختوه که دي له وسه څه پوره وي دفورم ګډونوالوته داسي موادله ځان سره راوړه چي یوڅه وزن ولري دتصوف په نوم خسی ډنډنورددې نه دی چي لاس پکي ووهل شي دهغه له بدبويي موږتراوسه خلاص شوي نه یواوته غواړي نوریې هم تازه کړي . داپرېږده هرڅه یې سراب اوواهیات دي،دروغ،چټیات،بدعات اوخرافات دي پنځه فیصده اسلام هم پکي نه شته دعسیویانو،یهودیانو،مجوسیانو،هندوانواورافضیانویوګډمعجون دی .


شهاب الدین
12.08.2010

دبحث درنوکارکوونکو:سلامونه اونېکي هيلي مي ومنئ!
دتصوف په اړه به دومره ووايم چي زمااندازه داده چي شرک له تصوفه پيداشوی اوپيداکيږي.
که مونږوګورونواکثره ددې زمانې مشرکين هغوی په شرک کي دتصوف له کبله داخل شوي دي .
ګران ورورفاضل صاحب ته وايم چي خامخاپه يوه خبره مه ټينګيږه،خپله تحقيق وکړه چي ته دمتصوفينوتعارف اوصفات بيانوې،ددې پرځای يې دپيغمبرعليه السلام اوصحابۀ کرامورضوان الله تعالی عليهم اجمعين بيان کړه .
دابه دي ډېره فائده وي .


و.افغان
12.08.2010

درنو وروڼو !
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
محترمو: غواړم چې د دې بحث په تړاو دوه مهمې قاعدې بيان کړم:
لومړی قاعده: د علمي تخصص أهمیت:
که چېرې مونږ اسلامي تاريخ ته رجوع وکړو، نو وبه وينو چې اسلامي تاريخ د علمي تخصص شاهد
دی، خصوصا که چې د جرح او تعديل کتابونه وګورو، د رجال پوهنې کتابونه تر نظر
تېر کړو، نو ټولوکې تر ډېره حده په شرعي فنونو کې د تخصص اهميت، رعايت او تأثير
له ورايه ليدل کيږي، نو په دې بنا هر وخت مسلمان ته پکار وي چې علمی مسائل د
متخصصینو څخه زده کړي.

دويمه قاعده: د مخکینۍ قاعدې دا معنا نه ده چې دغه متخصصین معصوم دي، نه
غلطيږي، نه، هيڅکله نه، له پيغمبرانو پرته په انساني ذات کې هيڅ ډول معصوم
نشته، ځکه خو د لومړنۍ قاعدې سره يو بله قاعده ډېره ضرور ده:
الحق لا یعرف بالرجال، ولکن الرجال یعرفون بالحق.
حق په دې نه پېژندل کيږي؛ چې يو څو معين سړي يې پيروي وکړي، بلکه د سړيو
حقانيت د حق په پيروی پېژندل کيږي.

په پورتنيو اشخاصو کې يو شخص هم معصوم نه دی، د عقيدې په باب کې يې اکثره
غير متخصصين دي، نو که د يوه چا سترګې ړوند تعصب او ړوند تقليد ورپټې نه کړي؛
نو هغه به د دغه هر يوه عالم خبره په قرآن او سنت تلي، د اهل سنت والجماعت د علماوو
په اجماع به يې تلي، د صحابه کرامو او تابعينو امامانو په فهم به يې تلي.

بيا په پورتنيو مذکورينو کې درې ډوله خلک ليدل کيږي:
۱- په ځينو خلکو ظلما وزورا وبهتانا د تصوف تهمت لګېدلی دی، بلکه ځينې يې
د اهل السنت والجماعت د پاکې عقيدې امامان دي، تقوا داران او پرهېزګاران دي،
خو هيڅکله صوفيان نه دي، او نه يې ځانونه تصوف ته منسوب کړيدي:

لکه
د مثال په طور: ابراهيم بن ادهم ، فضيل بن عياض. سفيان بن عيينة. يحيى بن شرف النووي. ابن حجر الهيتمي. تقي الدين السبكي.
• تاج الدين السبكي.العز بن عبد السلام،
ابو الحسن الأشعري، او ابن حجر العسقلاني، او نور.
ابو الحسن الأشعري د عقيدې په ځينو مسائلو کې خلاف کړی وو، خو الحمد لله
بېرته د اهل السنت والجماعة عقېدې ته راوګرځېد، او د اهل السنتو په عقيده يې
يو کتاب هم وليکلو: الابانة عن عقيدة أهل السنة والجماعة.

العز بن عبد السلام هغه کس دی چې د زنديق ابن عربي باره کې داسې وايي:
هو شيخ سوء كذاب
ژباړه: ابن عربي د بدکاريو شيخ دی، غټ درواغجن دی.

تقي الدين السبکي د ابن عربي په اړه وايي:
ومن كان من هؤلاء الصوفية المتأخرين كابن عربي وغيره فهم ضلال جهال خارجون عن طريقة الإسلام فضلا عن العلماء .

ژباړه: او څوک چې د دغو متأخرينو صوفيانو له جملې څخه دي، لکه ابن عربي او نور؛
نو دغه ټول غټ ګمراهان دي، ناپوهان دي، د اسلام له لارې څخه وتلي دي، پاتې
لا دا چې عالمان ورته وويل شي، يعنې د عالم د اطلاق خو بيخي له سره جوګه نه دي.

ابن حجر العسقلاني، يو لوی محدث فقيه تېر شوی دی، دی صوفي نه وو، د ده دصحي
عقيدې په اړه يو لوی کتاب ليکل شوی دی، خو بيا هم مونږ يې د معصوميت دعوا
نه کوو، او نه يې د معصومیت عقيده لرو.

۲- دويم ډول: دا ډول په څو ډولونو ويشل کيږي:
ځينې يې هغه خلک دي چې عقيدې يې مردارې دي، بلکه ځينې يې د زندقت په
سبب په دار کړی شوي دي، د وخت خلفاوو او علماوو پرې د زندقت فيصله کړېده،
او په خپله سزا يې رسولي دي، ځينې يې په زندقت کې امامان دي.
ځينې نور يې ښه تکړه شاعران او اديبان دي، البته د دين د زده کړې د مصدريت جوګه نه دي.
ځينې نور يې مطلق جاهلان دي، او ځينې نور يې مجاهيل غير معروف خلک دي، ځينې نور يې نور تخصصات لري، لکه ډاکټري، فلسفه، منطق وغيره.
که د جرح او تعديل په
قواعدو يې وتلې؛ نو يو يې هم د اسلامي زده کړو د مصدريت لپاره وزن نه لري، يو صفت دی چې دغو ټولو ته شامل دی؛
هغه د قرآن او حديث څخه ناخبري، او يا د قرآن کريم نبوي سنت، او د صحابه کرامو له
فهم څخه ليرې د يهودو، نصاراوو، مجوسو او هندوانو دباطلو عقيدو څخه تأثر دی.
په پورتني مذكورو خلكو كې د مثال په طور د دويمې ډلې لپاره: منصور الحلاج، او
ابو علي سينا بلخي وړاندې کولای شو.
منصور الحلاج د وحدة الوجود د زنديقي عقيدې په سبب په دار شو، د دار کولو په
وخت يې هم نعرې وهلې چې: أنا الحق أنا الحق.
دا چې زمونږ ځينې شاعران يې په شعرونو کې يادوي؛ دا د هغوی په عقيدوي ناپوهۍ
دلالت کوي.
او ابو علي سينا بلخي يو تکړه پوه او نامتو ډاکټر او فلسفي وو، البته د قرآن او سنت
او اسلامي فهم څخه په ډېره لويه فاصله کې وو، هغه خوار به ويل چې: ما خدای داسې
پېژندلی دی، چې آن محمد صلی الله عليه وسلم ته ضرورت نه لرم، چې هغه يې ماته
راوپېژني. ؟؟؟؟؟!!!!!!

محترمو وروڼو! د قال الله تعالی وقال رسوله صلی الله عليه وسلم، مدرسه ژوندی کړئ،
که چېرته د دنيا لوی نامتو پوه او تکړه عالم په غير ارادي ډول د قرآن او سنت خلاف
کار وکړي؛ نو مونږ ته پکار ده، چې قرآن او سنت ته ځان تسليم کړو، که چېرې د هغه
عالم په خبرو پسې لاړو، او په دې خبر وو؛ چې قرآن او حديث بل څه وايي، نو هرو مرو
په شرک کې واقع کېږو، ولې؟
په دې چې په دې کار سره مونږ يو عادي انسان ته د مشرع ، محلل او محرم درجه ورکړه،
او دغه ځانګړي صفتونه يواځې الله جل جلاله ته حاصل دي، حتی نبي کريم صلی الله
عليه وسلم ته هم حاصل نه دي، بلکه نبي کريم صلی الله عليه وسلم د الله جل جلاله
له طرفه يو أمين ناقل دی، ځکه يې د تبليغ هره خبره صادقه او مصدوقه ده، که چېرته
مشرع هم وبلل شي، هغه هم مجازا بلل کېدلی شي.
[color=white:8751c87c34]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ګرانه فاضل جانه وروره!
د الله جل جلاله څخه وويرېږه، په پورتنۍ ليکنه کې دې ډېر غټ دروغ باد کړي دي،
ډېر ښه ښه خلک دې له ډېرو بدو بدو زنديقانو سره يو ځای ذکر کړي دي، او په ډېرو
پاکو خلکو دې تهمت لګولی دی.
د مثال په طور خو پورته ما تاسو د ځينو اقوال راوړل، مصادر يې هم راسره دي، ډېر نور
را څخه پاتې شو، ځکه چې ډېر غټ دروغ دې ويلي دي، وخت نلرم، که نه نو د هر هغه کس اقوال به مې درته راوړي وو، چې تا ورباندې ظلما وبهتانا وزورا دروغ ويلي دي،
او په ډېر ظلم سره دې پاک له نجسو سره ګډ کړيدي.
اتق الله عز وجل، فأنت في شهر الخير، شهر رمضان المبارک.
که په همدغه زور او بهتان مړ شې، د الله جل جلاله څخه معافي ونه غواړې، او بېرته
د دغو خلکو پاکې بيان نه کړې؛ نو ددغو ټولو پاکو خلکو لاسونه به ستا ګرېوان
د قيامت په ورځ ضرور درغځيږي.

په درنښت

په درنښت

[/color:8751c87c34]


مومن مهاجر
12.08.2010

محترم ساپی اوحقیارصاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!ښه روژه در ته غواړم .
کېدای شي تاسوته به دافغانستان تعلیمي نصاب ښه جوت وي هلته دزده کړې پرمهال ډېروخت دمنطق په نوم پریوه وراسته،له کاره لوېدلي اوبې ګټې فن تېرېږي هغه په داسي ډول چي یوعالم اوطالب العلم هیڅلکه بیاهم ددي فن په اساسیاتوهم خبرنه وي . ځکه په دې سیمه کي دتدریس چاري ډېرې حیرانوونکي دي دلته دیوفن داصل محتواپرځای هوايي اعتراضونواوفرضي مناقشوته ډېراعتبارورکول کېږي . زموږپه زده کړیزچاپیریال کي هغه څوک ډېرطوفان دی چي دکتاب په اول،دویم او درېیم مخ کي اونۍ اونۍ تېري کړي . بیانووايي : یاره فلانی ډېرکلک سړی دی دمیرزاهدپه اولودرومخونوکي یې دوې اونۍ سبقان وویل . اوداخوهم درته معلومه ده چي دمنطقي کتابونوشمېرهم خوراډېردی داګردکتابونه په دې ډول ویل کېږي . زموږعلماء اوطالبان خواران دومره لوېدلي دي چي په صرف ونحوکي به یې کلونه تېرکړي وي خوچي کله دیوعربي لفظ دصیغې اویاعربي جملې دترکیب پوښتنه ترې وکړي نوپرې قادرنه وي . عربي ویل،لیکل اوپه عربي مطالعه کول خودلي هیڅ ځای نه لري . زموږدسیمې عالم اوطالب پنځه جملې عربي پرقوانینوسمه نه ویلای اونه لیکلای شي . نوپه داسي یوه چاپیریال کي به یوزده کوونکی څرنګه وتوانېږي په دې پوه شي چي په احادیثوکي تخصص ته اړیتاده،مسلکي پوهنه غواړي،دعلم الرجال اویاجرح وتعدیل فن شته . زه په قسم سره وایم چي زموږدسیمې په سل کي ۹۹ علماپه دې نه پوهېږي چي په حدیثوکي سندته اعتباردی دهغه راویان دجرحې اوتعدیل داصولوپه رڼاکي کتل کېږي اوبیاله هغه وروسته دحدیث پرمتن تحیقیق کېږي . دغوفنونودلې ان خپل شناخت لاهم له لاسه ورکړی دی . په موږکي هره عربي جمله دنبوي حدیث حیثیت لري . همداوجه ده چي لولاک لولاک ماخلقت الافلاک هم حدیث بولي اورسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې منسوبوي .



12.08.2010

[quote:5509d3f120="mumin muhajir"]
په موږکي هره عربي جمله دنبوي حدیث حیثیت لري . همداوجه ده چي لولاک لولاک ماخلقت الافلاک هم حدیث بولي اورسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې منسوبوي .[/quote:5509d3f120]

يو قران په عربي پاتې صَحي دی
.................................................. دا ټول دين مو  څه لپارعربي دی؟
هر کتاب بايد پښتو ته ترجمه شي
............................................. عربي کې خو پښتون سوچه ياغي دی

يا پښتون او يا عرب شه دواړه نشي
.................................................ديني علم په پښتو درته حتمي دی 

١٤ سوه کاله دين په پردۍ ژبه 
............................................. درته اوس هم لا پشانې د پردي دی 

ته د دين بيسوادۍ کې يرغمل يې
.................................... که عرب وي پادوان  خو ستا  قاضي دی

د درې ټکو عربي په امتياز کې
............................................. ټول اسلام دې د ملا خوله کې بندی

لا قدرت  هم درنه هسې کسان غواړي
...........................................  چې په دوه ټکو طالب په يو چړي دی 


مومن مهاجر
12.08.2010

محترم پتوال صاحب ستادشعرپه مطلب پوه نه شوم،خودومره بایدووایم زه په دې عقیده نه یم چي یوسړی دي پردۍ ژبه زده کړي خوپه خپله پښتودي نه پوهېږي . هرهغه څوک چي زده کړه کوي لومړی بایدپه خپله مورنۍ ژبه تحصیل وکړي په هغې کي لاس بری شي وروسته نوري ژبې زده کړي . ماپه خپله لیکنه کي له هغوجاهلو تش په نوم علماووسرټکولی ووچي له یوې خوپه پښتوژبه ددین له خپرېدلوسره مخالف دي اوله بلې خوایې نه خپله ژبه زده ده نه بله .


وصيل پېروز
12.08.2010

السلام عليکم
فکرکوم چي محترم فاضل جان صاحب لاهم ترخپلې نظريې نه دی تېرشوی ، نه پوهېږم کوم څه یې سترګې له حق څخه پټې کړې دي !!! اخيرڅه وجه ده چي فاضل صاحب لاهم په هغه اودغه له حق څخه ځان خلاصوي خواوس دډېرافسوس ځای دادی چي اوس يې حقپال علماء هم دزنديقانوپه کتارکي درولي دي اوپه دې ډول غواړي دخلکوپه سترګوکي خاوري وروشيندي خوفاضل خانه! داپه خلاصوغوږونوواوره لمرپه دووګوتونه پټېږي .
په اسلامي امت کي تصوف هغه پديده ده چي تل يې امت له لاسه کړېدلی اودهمدې تصوف وصوفيانوله لاسه يې خپل برم له لاسه ورکړی دی، تصو ف هغه پديده چي تل درښتني اسلام په وړاندي خنډګرزېدلی اوپه يونه يوډول يې دباطل ملاتړلې اود هغوئ دريځ يې قوي کړی دی ، تصوف هغه پديده ده چي تل يې حقپال کسان له منځه وړي ، هغوئ يې په ټولنه کي منفورګرزولي اودهغوئ دخدمتونومخه يې نيولې ده ، تصوف هغه پديده ده چي تل يې په اسلامي ټولنه کي دخلکوفکري لوری دقرآن اوحديث پرځای دخپلوپيرانواقوالو،افعالواونوروته راګرزولی اوتل یې اسلامي امت په بې ځايه اوبې ګټې شيانوکي ساتلی دی لنډه داچي تصوف تل له رښتني اسلام سره اخيستې اوآرهدف یې داوي څواسلامي امت خپل پخوانی برم ترلاسه نه کړي تاسوپوهېږئ چي دااهداف هغه چاټاکلي دي چي په قرآن کريم په عدومبين سره يادشوي دي خوافسوس افسوس موږلااوس هم په اسلامي ټولنه کي داسي کسان لروچي هغوئ تصوف داسلام برخه بولي اوانکارترې ....
فاضل جانه! لومړی تصوفي عقيده ښه مطالعه کړه ، بيايې له قران اوحديث سره وتله چي څومره تضادسره لري ؟ ايادارښتيانه دي چي صوفيان پروحدة الوجود، وحدة الشهود، حلول ، اتحاداونوروباورلري ؟ په دې هم پوهېږي چي ديومسلمان لپاره دوحدة الوجودنظريه څومره خطرناکه ده ؟ ، په دې هم ښه خبريې چي ددې مرجع کوم ځای دی ؟ نوبياکوم څه دې ته اړويستی يې چي لاهم دې لارې ته بلنه کوې اوپه دې لاره خپل استعدادمصرفوې ؟؟؟. که دي له هرڅه نه يې خبراوس خودي دادی ورپام شول پلټنه پسي وکړه ، ځان په وپوهوه چي داڅه دي اوحقيقت یې کوم دی ، اهداف يې څه دی اوتراوسه چي پردې لاره کوم خلک تللي دي اخيري پايله یې کومه راوتلې ده ؟؟؟.
[color=white:a4218d7940]ښه مي ياددي چي يوه ورځ مي ستادپلارله نامه سره داسي الفاظ وليدل (فانی فی الله علامه محمدمعين الدين ابوالفضل) اياددې الفاظوتشرېح کولای شې؟؟؟. [/color:a4218d7940]
داسي نورکفري اصطلاحات په تصوف کي ډېردي ان شاء الله که مي وخت پيداکړ همدلته به بياهم دتصوف ناڅرګندحقائق خلکوته راڅرګندکړم الله جل جلاله دي له حق څخه ددفاع توفيق راکړي .
ټولومسلمانانوته له خوښيواورحمتونوډکه روژه غواړم
په درناوي
م . وصيل پېروز


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more