د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

مسلمانان بايد دين له چا زده کړي

عبدالحميد/افغ
11.08.2010

مسلمانان بايد دين له چا زده کړي
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونستعينه ونصلي علی رسوله الکريم
زما ګرانو او محترمو وروڼو کوم بيانونه چي زه درته ليکم هغه په غورګورۍ اودغه بيان هم په غورسره مطالعه کړۍ زه ومسلمانانوته ددين درسولو په لار کښي الحمدلله محنت کوم،تحقيق کوم او مستنده خبرکوم او هر مسلمان نر اوښځه که تعليم يافته وي اوکه بې علمه وي په دې شرط چي دتعليم اودعلم په عنوان کښي دضلالت اودبدعت اونفاق ملا اوعالم نه وي ،متعصب نه وي ناقص العلمه نه وي اودمال اودجاه په محبت کښي راګيرسوۍ نه وي اودکفار و په لمسون دامت دمسََلّموامامانو دښمن نه وي اودحديث اودقرآن دتابعدارۍ په دعوه کښي دحديث اودقرآن دښمن نه وي نوحتمًابه دده زړه اووجدان ځمادبیان په حقوالي باندي اعتقاد اوجزم کوي ،محترمو دغه حاضر بيان زما په دې کښي دۍ چي مسلمانان بايد ددين زده کړه له چا وکړي دافسوس ځاۍ دادۍ چي که ديوه مسلمان سيکل ،موټرسيکل ياموټر وغيره خراب سي نو دډېرښه کامل مستري پوښتنه کوي اووهغه ته خپل موټر وغيره ورولي اودارنګه که مستريتوب زده کوي ياانګريزي ياکوم بل کسب زده کوي نو په قابل استاذ پسي ګرځي ليکن کله چي دين زده کوي ديني علم حاصلوي نو بيادوچ اولانده فرق پرده باندي نسته فقط چي سپين کالي يې اغوستي وي اودملا په نامه ياديږي نوترهغه لکه بې موره ورَي سر لاند ي کوي عام مسلمانان خوپرېږده دديني علم طالبان اکثر زه په سترګو وينم چي ترقابل اولايق استاذ ناقابل استاذډېر خوښوي دناقابل صفت کوي اودقابل اودلايق نقصان بيانوي داځکه چي لايق استاذ تقييد اوتحقيق اوتدقيق لري چي دموجوده وقت پراکثروطالب علمانو باندي دغه کارونه بوج دي ډېرسخت اومغلق کتابونه پر داسي استاذانو باندي وايي چي که هغه استاذان په خپله هغه کتابونه پر يوه قابل استاذ باندي شروع کړي نوپه پنځه ورځي به يوسبق زده نکړی ـ
محترمواسلامي وروڼو تاسي چي ددين يوه مسئله زده کوۍ نوبايد داُستاذ اودعالم په هرلحاظ پوره تحقيق وکړۍ لکه محمد بن سيرين رحمه الله تعالی چي فرمايلي دي ،
ان هذالعلم دين فانظروا عمن تأخذون دينکم
رواه مسلم

يعني بېشکه دغه علم چي تاسي يې زده کوۍ دين دۍ نوتاسي ګورۍ اوفکرکوۍ چي ددغه دين اخذ تاسي له چا څخه کوۍ ، په موجوده زمانه کښي دملا اودعالم په نامه داسي خلک هم سته چي کفارو روزلې دي او دکفارو دخدمت په وجه دآياتواوداحاديثو په معني کښي تحريف کوي ، اودارنګه دملااودعالم په نامه تاسي خلک هم سته چي داسلام پيغمبرصلی الله عليه وسلم ددين غله بللي دی اودارنګه دملااودعالم په نامه داسي خلګ هم سته چي داسلام پيغمبرصلی الله عليه وسلم داسمان ترڅرمن رالاندي ترټولوخلګو دوۍ شربللي دي ، اودارنګه داسي په نامه عالمان هم سته چي دنفسي خواهش پوره کولو دپاره وخلګوته غلطي فتواوي ورکوي بالآخرة دعلم په جامه کښي داسي بدبختان چي الله پاک دې برباد کړي هم سته چي له اولياوو څخه په ملعون اوپه خبیث سره تعبير کوي له طريقت څخه منکر دي صوفيهء کرامو ته زنديقان وايي څلور سره امامان اوټول امت مسلمه په باطن کښي کافران اومشرکان بولي ـ

زمادي په الله جل جلاله سره قسم وي چي ددغه ډول ملايانوله جملې څخه يوملا په خپله وماته وويل چي زموږ په مجلس کښي فلاني ملا پرامام اعظم باندي دکفر فتوا وکړه ،
بيادي زما په الله قسم وي چي ددوۍ يوه بل ملا راته وويل چي زموږ فلاني ملګري وويل چي امام مالک کافردي ،
بيادي زما په الله قسم وي چي دوۍ په خپلوکتابوکښي ليکلي دي اوماليدلي دي اوزما سره موجود دي \چي څلورسره امامان اوددوۍ پیروان دوۍکافران اوزنديقان بولي چي ددغه ډول علما‌سوءپه باره کښي زما اراده ده چي يوه مستقله لړۍ پيل کړم ترڅوددوۍ له باطني خباثتو څخه سره له مستندو دلائلواومراجعوامت مسلمه خبرکړم ـ
مولانا روم صاحب فرمايلي دي
چون بسي ابليس آدم روي هست ، پس بهردستی نبايد داددست
نومحترمووروڼوتاسي چي دين زده کوۍ له کوم عالم څخه نوهغه بايدداسي عالم وي چي تصوف اوطريقت مني اوپه څلوروامامانوکښي ديوه تابع وي اوله دې سره سره علمي قابليت لري اوپه علم عمل کوي اودکفر غلام نه وي محب دجاه اودمال نه وي ذهني حريت لري پرمسلمانانوباندي شفقت لري اوددين خدمت اودالله رضايې مطلب وي اوشجاعت اودلاوري لري بزدله نه وي ،،،
وماعليناالاالبلاغ المبين
،والسلام ومن الله التوفیق


شهاب الدین
12.08.2010

مسلمان بايددين له هغه چازده کړي چي هغه قرآن اوسنت بيانوي،که چادبزرګانوکيسې بيانولي،له هغه چادي پرهېزوکړی شي .


لاهادي لمن اضللت

عبدالحميد/افغ
12.08.2010

له لوۍ رب څخه فرصت غواړم رڅودداسي زنديقانودفاع وکړم یودوې ورځي انتظاروکړه


Re: لاهادي لمن اضللت

و.افغان
12.08.2010

[quote:b998996e25="فاضل"]له لوۍ رب څخه فرصت غواړم رڅودداسي زنديقانودفاع وکړم یودوې ورځي انتظاروکړه[/quote:b998996e25]

نه ګرانه وروره!
د زنديقانو څخه دفاع مه کوه، داسې نه چې ته هم ورسره لاهو شې، له حق څخه دفاع
وکړه، په قرآني او حديثي دليلونو له خپل موقف څخه دفاع وکړه.
د بزرګانو خوبونه او روايات، خرافات او وهميات، خواطر او خاطرات، شوق او ذوق،
او د هغوی علم غيب او کشف درته هيڅ ګټه نه رسوي.
د قيامت په ورځ دا هيڅ درته ګټه نشي در رسولای، يواځې په قرآن او سنت باندې عمل
هغه هم د سلفو صالحينو (صحابه کرامو، تابعينو، أتباع التابعينو امامانو) ومن
تبعهم باحسان په فهم باندې.
امام مالک رحمة الله عليه وايي:
لا يصلح أمر آخر هذه الأمة الا بما صلح به أمر أولها.
ژباړه: د دې امت د وروستيو خلکو کار يواځې او يواځې په څه سمېدی شي؛ په کوم
څه چې د دې امت د مخکنيو خلکو کارونه سم شوي وو.

وکل خير في اتباع من سلف.
وکل شر في ابتداع من خلف.
ژباړه: ټولې بهترۍ د سلفو صالحينو په پيروۍ کې دي،او د خلفو بدعتونه ټول له شرونو
څخه ډک دي.

راځم ستاسو د والد ليکنې ته:


شهاب الدین
12.08.2010

ګرانه فاضل جانه!دکلام عفت په پام کي ستاته!داڅه کمال ندی چي ته ښکنځل وکړې!کمال دادی چي خبره په صحيح دليل سره ردکړې!
پداسي اخلاقواوداسي دلائلوخوچاته قناعت نشئ ورکولای.
ماخوصحيح خبره کړې چي دين بايدله هغه چازده کړل شي څوک چي دالله جل جلاله اورسول الله صلی الله عليه وسلم خبري بيانوي،نه له هغه چاچي خوبونه اوياداسي
کيسې دبزرګانوبيانوي چي صحت يې نه وي معلوم اوهيڅ دصحيح عقل خاونديې منلوته نه چمتوکيږي .
ته په غصه کيږه مه!که داخبره غلطه وي،دليل راوړه،که هغه نشې کولای نودحق په وړاندي بايدسړی تسليم شي،هغه ومني .
دادايمان تقاضااوغوښتنه ده .


شهاب الدین
12.08.2010

محترم اومکرم ورورښاغلی ساپی صاحب مننه کوم،ډېرښه ځواب دي ورکړی!
له فاضل صاحب څخه هم هيله کوم چي دحق په منلوکي ځنډونکړي .
ديادوني وړده چي له بده مرغه زمونږپه هيوادکي داسي عادت جوړشوی چي
که يوملايوه خبره وکړي،بيابه ترمرګه پرهغې خبري ولاړوي،بيانه دچادليل ته ګوري،نه دانيت لري چي حق خبره به منم .
زماپه فکرداډېرخوښی صفت دی،داصفت په منطقي ملايانوکي ډېردی ځکه هغوی
دالله پاک سره تعلق خاص نلري،نوداحکاماتودتعميل هڅه يې هم نکوي.


شبيراحمد
14.08.2010

[quote:c9abb7c536]داصفت په منطقي ملايانوکي ډېردی ځکه هغوی
دالله پاک سره تعلق خاص نلري[/quote:c9abb7c536]

[quote:c9abb7c536]له لوۍ رب څخه فرصت غواړم رڅودداسي زنديقانودفاع وکړم[/quote:c9abb7c536]

وهاج صيب څه فرق يې درمالومېږي ؟؟؟


و.افغان
14.08.2010

محترم او دروند ورور شبير احمد صاحب:
له حقيار ورور به وپوښتو چې له لاندنۍ خبرې څخه يې موخه څه ده؟
آيا د هغوی تکفيرول يې موخه ده؟
او که د هغوی عقيدوي کمزوری ته يې اشاره موخه ده؟
د خاص کلمې ته دې فکر وي، فکر نه کوم چې هغه په منطقي ملايانو کومه د کفر
يا زندقت ټاپه لګولي وي.

اقتباس:
داصفت په منطقي ملايانوکي ډېردی ځکه هغوی
دالله پاک سره تعلق خاص نلري


عبدالحميد/افغ
15.08.2010

لاهادظي لمن اضللت
وهاج وروره لږ زماپه مطلب ځان پوه کړه زه داسی وايم چي دزنديقانودفاع وکړم نه چی دفاع ورڅخه وکړم
خپل ټول وړاندي انشاءالله تعالی جوابونه به وويني
اووهاج صیب دوالدمحترم ليکنه دی کومه ليکنه مرادده


عبدالحميد/افغ
15.08.2010

لاهادي لمن اضللت
وهاج وروره لږ زماپه مطلب ځان پوه کړه زه داسی وايم چي دزنديقانودفاع وکړم نه چی دفاع ورڅخه وکړم
خپل ټول وړاندي انشاءالله تعالی جوابونه به وويني
اووهاج صیب دوالدمحترم ليکنه دی کومه ليکنه مرادده


مومن مهاجر
16.08.2010

فاضل اوعبدالسلام خانه! تاسوته معلومه ده چي په دې برخه کي دبحث موضوع داسلام په اړه ږغېدل دي . اودلته بیاملګري پردې لیکنې کوې چي مسلمان بایددین له چازده کړي؟ په دې اړه که څه درسره وي رامخ ته شه اوکه څه نه لري دسیاسي لیکنو لپاهر هماغې خونې ته ولاړشه چي ورته ټاکل شوې ده . هرځای هرڅه لیکل موضوعات سره ګډوډوي اواصل موضوع پاتېږي . اوفاضل خانه! ته که څه لرې رامخ ته یې کړه دڅه لپاره شاشاته کېږې؟


شبيراحمد
18.08.2010

ټولوګرانوته سلامونه اونېکي ارزوګاني

ددې پوښتني چې مسلمان بايددين له چازده کړي ؟ بايدووايم چې مسلمان بايددين له هغه
چاڅخه زده کړي چې ترنن ورځي پوري يې ورته دين رارسولى نه له هغه چاچې نن پکي
نوي راپېښ شوي اوپه مخکينيوروڼ نومومفسرينو،محدثينواونوروعلماءکراموباندي
دبدعتيانوټاپې لګوي .
که دې ته ديوه داسي چاپه سترګه وکتل شي چې په زړه کي يې زره خچ هم نه وي نوبه
بې له ځنډه ورته څرګنده شي چې دادومره ډېرعلماء چې نن پرې يوه اوبله ټاپه لګيږي
ريښتياهم ناپوهه ول ؟؟؟
ريښتياهم په دوئ کي دومره څوک نه وچې خيرن اوپاک دي سره بېل کړي ترڅوپرې
نني دهغوئ پيداوارکړاڅي ددې پرځاى چې ويې غندي ويې ستايي
اوعمل پرې وکړي ؟؟؟
اوريښتياهم هغوئ دومره بې فکره بې لاري اوپه خپل علم بې عمله وچې دټلني له پاره يې دثواب په ځاى عذابونه کرلي دي ؟؟؟

خونه هيڅکله نه بالکل نه

هغه داسي خلک وچې بې انټرنټه اوبې کمپيوټره دعوت يې دادى په ټوله نړى کي
خپوردى اوهيڅکله به يې هيڅوک هم له ځايه ونه خوځوي اونه به داانټرنيټي ځوانان
دهغوئ هڅوته ورته بافايدې هڅي وکړي اونه به خپل ولس ته دهغوئ په څېرچوپړ
ووهي .
بلکه ددوئ داهرڅه هادچاپه خبره لکه دمړي وصيت اوبووړي دي

درنښت


عبدالحميد/افغ
18.08.2010

ددې پوښتني جواب مخکی ذکرسویدۍ هغه يې کافي اوشافي جواب دۍ اوعلامه ابوالفضل صاحب دسلفوصالخينوتګکلاره په کامله طريقه سره مراعت کړېده خوداهغه چاته ښه معلوميږي چ له تعصب څخه پاک وي ،
په دې مقام کښي دعلامه ابوالفضل صانه الله تعالی عن شر کل غبی وغوی، شعرعجب مناسب معلوميږي
خاص بيا اخيري مصرۍ
جهان به شی زيروزبر دغه انسان چی نه وي،
، انسان به نسی بريالۍ درب احسان چی نه وي
تش په عنوان اوپه نسب دي بزرګ نه بولمه
،،ستا په باطن کښی پټ رازونه دسبحان چی نه وي
نه به مجنون نه به فرهادوي نه بلبل اوپتنګ ،
،دانازنینه سروقدګلرخان چی نه وي
عقل دروغ رښتياباطل حق بيلولاۍ نسي
قرانه ستالوړهدايت عالي عرفان چي نه وي
نفس اوشيطان به څه غوبل پرانسانانوکړي جوړ
حق اوليا حق علما حق اميران چي نه وي
نه سړيتوب دچابه څوک په سړيتوب کړي بدل
دغه دينداره حق پالونکي استاذان چي نه وي
ستاابوالفضله منکران اوبدخواهان نسته نور
ستا په شوکت مغلوبه سوي حاسدان چي نه وي

کافي اوشافي مذکورجواب،
نومحترمووروڼوتاسي چي دين زده کوۍ له کوم عالم څخه نوهغه بايدداسي عالم وي چي تصوف اوطريقت مني اوپه څلوروامامانوکښي ديوه تابع وي اوله دې سره سره علمي قابليت لري اوپه علم عمل کوي اودکفر غلام نه وي محب دجاه اودمال نه وي ذهني حريت لري پرمسلمانانوباندي شفقت لري اوددين خدمت اودالله رضايې مطلب وي اوشجاعت اودلاوري لري بزدله نه وي ،،،
وماعليناالاالبلاغ المبين
،والسلام ومن الله التوفیق



19.08.2010

محترم فاضل صاحب السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !

د دغو ټولو نيکو ټولو خبرو مو اجرونه په نصيب شه !

تاسو دا هم ليکلي :
(( نفس اوشيطان به څه غوبل پرانسانانوکړي جوړ
[color=yellow:57d7c1d158]حق اوليا[/color:57d7c1d158] حق علما حق اميران چي نه وي ))
حق علما ديني علما او د پيغمبر دلارې وارثان دي او حق اميرانو اطاعت هم
په ايت ثابت دی . خو د اوليا او د هغوی
د اطاعت په اړه که د قران او محمدي شريعت له مخې څه مستنده رڼا وغورځوئ
ډير به ښه وي .
ځکه تاسې داسې نتيجه ګيري هم کړې ده :
[quote:57d7c1d158]کافي اوشافي مذکورجواب،
نومحترمووروڼوتاسي چي دين زده کوۍ له کوم عالم څخه نوهغه بايدداسي عالم وي چي [color=red:57d7c1d158]تصوف اوطريقت مني [/color:57d7c1d158]اوپه څلوروامامانوکښي ديوه تابع وي اوله دې سره سره علمي قابليت لري اوپه علم عمل کوي....[/quote:57d7c1d158]
دلته اړينه ده چې دتصوف او طريقت د منلو په اړه پخپله ايت او حديث او يا د امت اجماع وښودله شي او يا له دغو منابعو څخه د قياس حکم
وړاندې شي ، که نه ديني عالمان به يې څنګه ومنلی شي؟
هو، له شرعي دلايلو پرته به د تصوف او طريقت معيار د يو ُ ُ نيک هوس ُ ُ يا مستحباتو له پولو پورته نشي او له دغسې يو محکم اساس پرته به
د غه لار دناوړو ګټو له ګواښ څخه هم مصؤنه نه وي ، کۀ څنګه ؟؟؟؟.


..Ahmadzai
19.08.2010

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

هيلة ده فاضل صاحب د ښاغلي پتوال د سوالونو جوابونه ووايي.
أو بيا زما دغو يو څو پښتنو ته هم جواب ووايي.

[quote:9064102a41]خو د اوليا او د هغوی
د اطاعت په اړه که د قران او محمدي شريعت له مخې څه مستنده رڼا وغورځوئ
ډير به ښه وي [/quote:9064102a41]

أو دغه أولياء څوك دي؟
څه علائم او أوصاف لري چې دهغو پر بنا يو بنده كولى سي چې دوئ وپېژني؟
د أولياؤ او د پيغمبران د درجې او رتبې څومره توپير او تفاوت دى؟

[quote:9064102a41]نوهغه بايدداسي عالم وي چي تصوف اوطريقت مني اوپه څلوروامامانوکښي ديوه تابع وي[/quote:9064102a41]

كه څوك تصوف ونه مني د هغه حكم څه دى؟
كه څوك تمذهب ونه مني د هغه حكم څه دى؟

په درنښت


عبدالحميد/افغ
20.08.2010

ګرانواوومحترمومسلمانانو لاندي مجمل جوابونه وګورۍ
■ دلاندي علماوودتصوف په باره کښي داسي مفصل اقوال سته چي په هغوکښي يې دتصوف حقوالی بیان کړیدۍ دلته صرف دهغونومونه ذکرکوو

الإمام النووي
■ الإمام أبوحامد الغزالي
■ الإمام فخر الدين الرازي
■ أبوالفضل عبد الله الصّدّيق الغماري
■ الامام العز بن عبد السلام
■ العلامة الشيخ محمد أمين الكردي
■ العلامة الشريف الجرجاني
■ الدكتور أبو الوفا التفتازاني
■ ابن خلدون
■ الشيخ محمد أبو زهرة
■ الإمام أبو حنيفة
■ الإمام مالك
■ الإمام الشافعي
■ الإمام أحمد بن حنبل
■ الشيخ تاج الدين السبكي
■ القاضي شيخ الإسلام زكريا الأنصاري
■ الامام أبي عبد الله الحارث المحاسبي
■ الإمام عبد القاهر البغدادي
■ الإمام أبي القاسم القشيري
■ الدكتور يوسف القرضاوي
■ الإمام الشاطبي
■ الشيخ محمد متولي الشعراوي
■ الاستاذ عبد الباري الندوي
■ الفقيه ابن عابدين
■ ابن عجيبة
■ الشيخ ابن تيمية
■ الشيخ رشيد رضا
■ الشيخ محمد سعيد رمضان البوطي
■ الاستاذ عباس محمود العقاد
■ الدكتور عبد الحليم محمود
■ أبو الأعلى المودودي
■ جلال الدين السيوطي
■ الشيخ حسني حسن الشريف
نوددغټولوعلماووڅخه مخالفت څنګه دۍ تاسی فکروکړۍ
له مذهب څخه مخالفت له اسلامه وتلۍ دۍ
علامه طحطاوی ددرمختار دشرحی دڅلرم جلدپه ،۱۵۳مخ کی ویلی دی، قال بعض المفسرین فعلیکم یامعشرالمؤمنین باتباع الفرقة الناجیة المسماة باهل السنة والجماعة فان نصرالله وحفظه وتوفیقه فی موافقتهم وخذلانه وسخطه ومقته فی مخالفتهم وهذه الطائفة قداجتمعت الیوم فی المذاهب الاربعة هم الحنفیون والمالکیون والشافعیون والحنبلیو ن ومن کان خارجا من هذه المذاهب الاربعة فی ذ الک الزمان فهومن اهل البدعة والضلال)

دامت مسلمه سترامام مفسراومحدث اوصوفی قاضی ثناءالله رحمه الله دتفسیرمظهری ددوهم جلدپه ۶۴مخ کی دپورته مسألې په اړه داسی ویلی دی
فان اهل السنة قدافترق بعدالقرون الثلاثة اوالاربعة علی اربعة مذاهب و لم يبق مذهبا في فروع المسائل سوی هذه الاربعة فقدانعقدالاجماع المرکب علي بطلان قول يخالف کلهم وقدقال رسول الله تعالی صلی الله تعالی عليه وسلم«لايجتمع امتي علی الضلالة»وقال الله تعالی «وَ[من]يَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَاءَتْ مَصِيرًا (115)سورت النساء ـ
وايضا لايحتمل کون الحديث مختفيا عن الأئمة الاربعة وکان اکابر العلماء من تلامذتهم فترکهم قاطبة العمل بحديث دليل علی کونه منسوخا اومأولا( التفسير المظهري،ج،۲،ص ۶۴)
حاصل داچی څوک له تصوف څخه منکر وي اومذهب هم نه مني نوهغه داسلام له دائرې وتلۍ دۍ


كريم كامران
23.08.2010

[quote:c28698b2ca]په موجوده زمانه کښي دملا اودعالم په نامه داسي خلک هم سته چي کفارو روزلې دي او دکفارو دخدمت په وجه دآياتواوداحاديثو په معني کښي تحريف کوي [/quote:c28698b2ca]
فاضل صاحب که چيرته مو په موجوده زمانه کې ددې ډلې ملایانو او علماوو څو مثالونه هم ذکر کړي وو ډیره به ښه وه،
رښتیا هم په موجوده زمانه کې ډیر داسې علماء (؟) پیدا شوي چې هم په دقرآن په تفسیر کې ځان له چا کم نه بولي، او نه د احادیثو په شرحه کې، او په کمزوري علم دقرآن تفسیر، او دصحیحینو (بخاري او مسلم) شرحې ته لګیدلي، چې نتیجه یې دا راووځي چې: ضلوا وأضلوا.

خو دا چې تاسو وایاست:
[quote:c28698b2ca]حاصل داچی څوک له تصوف څخه منکر وي اومذهب هم نه مني نوهغه داسلام له دائرې وتلۍ دۍ[/quote:c28698b2ca]

فاضل صاحب کوم تصوف مو مراد دی؟

د تصوف نوم به چې ذکر شو د الحسن البصري په شان صوفيان به دخلکو زړه ته راتلل!!

صوفيان خو د اویس القرني په څیر خلک وه، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه فرمايي: إِنَّ خَيْرَ التَّابِعِينَ رَجُلٌ يُقَالُ لَهُ أُوَيْسٌ وَلَهُ وَالِدَةٌ وَكَانَ بِهِ بَيَاضٌ فَمُرُوهُ فَلْيَسْتَغْفِرْ لَكُمْ!!!

صوفیان خو هغه خلک وه چې له دنیا څخه بې پروايي یې دصفاتو په سر کې راتلل!!

صوفیان خو دپاچاهانو او ملوکو دروازو ته نه ودریدل، بلکې پاچاهان به دصوفیانو دروازو ته ولاړ وه!!

د چا به چې څومره په تصوف عقیده کلکه وه هومره به له کفارو سره دجنګ په ډګر کې په مخکې صف کې جنګیده!!

صوفي خو ربیع بن خثیم الثوري ته ویل کیده چې عبدالله بن مسعود ورته ویل: ای ربیعه! که چیرته د الله پیغمبر صلی الله علیه وسلم لیدلی وی، خامخا به یې درسره محبت پیدا کړی وه!!

آیا زمونږ د نن ورځې صوفیان که چیرته له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مخامخ شي د ربیع الثوري په څیر به یې ورسره مینه پيدا شي او که کرکه او نفرت به ترې وکړي!!

زما په فکر اوسني وخت کې تصوف تش په نامه پاتې دی، کوم خلک چې نن ورځ ځان ته صوفیان وايي دتصوف په جامه ډمتوب او بداخلاقۍ ته وده ورکوي. فاضل صاحب باید دتصوف په دفاع کې دومره چټکه منډه ونه وهي چې نه منونکی یې سمدستي داسلام له دایرې وباسي، فاضل صاحب که څومره له تصوف څخه دفاع کوي په هماغه کچه باید داوسنیو منحرفو صوفیانو له مخ پرده پورته کړي او اصلي څيره یې خلکو ته په ډاګه کړي.

هر قدم په رهبرۍ دعلم اخله، ابو الفضله که دې خدای زړه ته مایل وي!.


مومن مهاجر
24.08.2010

ټولوګډون والوته دزړه له کومې احترامات تقدیموم! هیله ده چي روژه به موپه خیروي .
فاضله ګرانه! ته چي تل دتصوف په دفاع کي لیکنې کوې اوڅوڅوځله مودرته ویلي چي بې سنده خبرې مه کوه خوتاسوبیاهم هغه پالیسي خپله کړي اوهرڅوک چي په مخه درځې تصوف ته یې منسوبوې . ددین دکوموامامانونومونه چي تایادکړي هغوئ په هیڅ ډول له تصوف سره تړاونه لري اونه یې کله دتصوف په ملاتړڅرګندونې کړي دي بلکه له هغوئ څخه داسي اقول نقل دي چي تصوف یې پکي غندلی دی .
خوزموږاوستاسوبحث پردې نه دی چي چادتصوف ملاتړکړی اوچایې مخالفت اصلاخبره داده چي تصوف دشریعت له نظره څه ډول تحلیلېدای شي؟
اوس تاسوموږپوه کړی تصوف دلغت له مخي څه معنی،صوفیان یې په اصطلاحي ډول څرنګه تعریفوي،په تصوف کي دننه یوصوفي څه کوي،دتصوف معمولات څه دي،صوفیان څه غواړي اوپه تصوف کي په داخلېدوهغوئ کوم مدارج وهي اوبالاخره دتصوف هدف اوغایه څه شی ده؟ کله چي ته داټولې پوښتنې ځواب کړي بیابه پرې وغږېږوچي دشریعت په مدارکوکي بایدپه کومه سترګه ورته وکتل شي .
هیله ده چي زماپوښتنوته سم اومفصل ځواب ووايې . له نوروورڼوهم هیله کوم چي ترهغولیکنې ونه کړي څوچي فاضل خان داړوندپوښتنوځواب نه وي ویلی .


شهاب الدین
06.09.2010

معززاومکرم ورورهريوښاغلی وهاج ساپی،ښاغلی شبيراحمداونورو
درنوملګروسلامونه اونېکي هيلي مي ومنئ!
زماله دې خبري څخه:(چي منطقيان دالله پاک سره خاص تعلق نلري) هيڅکله ددوی تکفيرته اشاره نده بلکي مقصدمي ددوی عقيدوي کمزورۍ اوله مقصودي علوموڅخه دهغوی لري والی اوديونان په تاريخ ځپلې اوله موډه لوېدلې فلسفه کي دعمرونوضائع کولوته اشاره ده .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more