د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کرزی دخپل کمزوري استدلال په تــله کې

تــــانــــــد شينواری
21.04.2004

بخښنه غواړم ليکنه راڅخه راغبرګه شوې وه .
تازه ګل شينواری


Re: کرزی دخپل کمزوري استدلال په تــله کې

تــــانــــــد شينواری
21.04.2004

[quote[color=indigo:cdbbec4e7e]................... کرزی دخپل کمزوري استدلال په تله کې [/color:cdbbec4e7e]
[color=darkblue:cdbbec4e7e]کرزي په دي اخرو وختونو کې دخپل يو فرمان په ترڅ کې دپنجشير ولسوالی په ولايت واړوله . او په هغه وخت کې يي ددي کار وجه داحمد شاه مسعود او دپنجشير دخلکو (جهاد! ) دروسانو په وړاندي ، او هم د دوي مقاومت د طالبانو په وړاندي وښوده . د ده دي عمل که له يوې خوا يوه وړه ډله خوشحاله کړه خو په دي چې دا کړنه او توضيحات د ډيرو خلکو په اند نارښتيني او يواځي د يوي مشخصې کړې دخوشحالولو لپاره او دهغوي د سياسي ملاتړ دلاس ته راوړلو لپاره شوي دي نو هيواد داکثريت خلکو او په ځانګړې توګه دهغو سيمو دخلکو لخوا چې د پنجشير په پرتله څو چنده زيات مستحق وو چې ولسوالې يي په ولايتونو اوړيدلي وي د سختې کرکې او ناخوښي سره مخامخ شو .
يواځې کرزي ته څرګنده ده چې أيا د دې کار ارزښت په څه کې وو خو د ده دې کړنوډير شمير خلک دلاندنيو پوښتنو سره مخامخ کړه :
_ أيا کرزی ملي ګټو ته وفادار دي ؟
_أيا دی دهيواد د خلکو تر منځ توپير نه کوي ؟
_ايا د ده دا کړنه هيواد کې ملي وحدت ته زيان نه رسوي ؟
_أيا د ده دا کړنه د هغو پښتون دښمنه کړيو د دغوښتنو ورو ورو پوره کول نه دي چې غواړي په هيواد کې دپښتنو په وړاندې په مصنوعې ډول دنورو قومونو تله درنه کړي او په دي ډول پښتانه نور هم دسياسي صحنې څخه ليري کړي او دهغوي د اکثريت والي واقعيت د پوښتنې سره مخا مخ کړي ؟
_أيا دا ډول غير عادلانه کړه به نور دوام ونکړي ؟
او داسې ډيرې نورې او نورې پوښتنې ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

راځې چې دکرزي استدلال هم واورو چې په څه سبب يي دا فرمان صادر کړ . اوس اوس هغه د بي بي سي سره په يوه مرکه کې دنورو ګرمو مساٌيلو په څنګ کې دخپل دي فرمان په اړه هم ( رڼا !!!!!) واچوله (( چې ښه به واي که هماغسې په تياره کې يي پريښي وي )) .ده وويل :
(( دا يو کال کيږي چې دپنجشير خلکو زما نه خواهش کړی وو چې ددوي ولسوالي په ولايت تبديله کړم او دوي ويل چې زموږ ولسوالی په دا (٢٠ )کاله کې مستقله وه او که څه هم د پروان ولايت پوري تړلي خو بيا هم په مستقله توګه اداره کيده ځکه نو موږ غواړو چې دا ولسوالې دولايت سطحې ته ورلوړه شي !!!( څومره يو معقول !! دليل !!)) (( أيا په تيرو ٢٠ کلو کې په سلګونو ولسوالې دحکومت له کنټرل څخه بهر نه وي نو بيا ټولې د ولايت درجې ته ورلوړې کړئ )) بيا ما يو هئيت ( ( خدای خبر چې په دي هئيت کې څوک وو )) سيمي ته وليږه او دې هئيت په پاې کې ماته وويل چې هو دا ولسوالي بايد چې په ولايت تبديله شي ! (( دا هيئت نورو ولسواليو ته هم وليږه چې أيا همدا مشوره درکوي که نه ؟ )) ، بيا ما دا خبره دوزيرانو غونډې ته وړاندي کړه خو هغوي د دې کار سره په دې سبب چې ښايي بيا نوري ولسوالې هم دا ډول غوښتنې وکړي له دي عمل سره مخالفت وکړ .... خو ما په دي وروستيو وختونو کې داسې أوازې !!؟؟ واوريدي ((أيا ديو ولسمشر سره دا ډول ماشومانه منطق ښايي ؟)) چې په نتيجه کې ما پريکړه وکړه چې پنجشير دولايت مقام ته ورلوړ کړم !!![/color:cdbbec4e7e]

[color=darkred:cdbbec4e7e]درنو لوستونکو تاسي څه فکر کوي ؟ يا خو کرزی حق په جانب دي او موږ په غلطه لار روان يو او يا خو ( بيا هم ) موږ ملامته يو او د هغو د کړنو په باب مو ځانونه غلي کړي دي . أيا فکر نه کوی چې زموږ دا خاموشي به موږ ته نور څومره دا ډول زيري او پيغامونه راوړي ؟[/color:cdbbec4e7e][/quote]


کرزی دخپل کمزوري استدلال په تله کې

lima bahar
24.04.2004

ښاغلي تازه ګل او نورودرنو خويندو او ورونو ته سلامونه او نيکي هيلي!
ما ستاسي موضوع ولوسته،زه هم ستاسي د نظرياتو پلوي کوم.
مونږه بايد غږ اوچت کړو او خپل حقوق خپله وغواړو . که مونږ داسي غلي کينو مونږ ته ځوګ تياره ډوډي نه راوړي .
پښتانو ته پکار ده چي ده داسي عملو مخه ونيسي،
زما په نظر دکرزي دا ډول قدمونه د پښتون ملت سپکاوي دي ، کرزي دا وايي چي ما نه د پنچشير خلکو ځو ځو ځل دا غوښتنه کړي وه چي ده هغوي ولسوالي په ولايت بدل کړم ،ولي ؟؟ د کرزي صاحب نه خو مونږه پښتنو هم داسي هيلي کړي دي ،او کړو يي،زمونږ وار به کله را رسيږي زما په اند چي کرزي بايد اوس دا کار نوي کړي،ځکه دا د انتقالي دوري واکمني ده او په دي وخت کي بايد چي هغه ته دا حق نوي ورکول شوي .
((ايا په داسي وخت کي کرزي صاحب ده داسي بدلونونو حق لري؟؟))
زمونږه لوي دښمن زمونږه خپله خاموشي ده ،او زمونږ دا خاموشي به دوي ته نور هم قوت ورکړي چي دوي په دي شان مخکي لاړ شي.............
په درناوي ليمه بهار!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more