اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د طالب جان د راتلو زيری
ډاکتر وطنمل
10.08.2010
درنو ورونو او ګرانو خويندو السلام عليکم ورحمة الله !
٥ کاله کيږي چې زمونږ يو قدرمن او پياوړی ديني ليکوال ، محترم ورور طالب جان زمونږ له پحثفورم څخه ليرې پاتې شوی و
خو په وروستيو شيبو کې يې پرما زيری وکړ او زه يې پر تاسې کوم چې دغه ګران ورور به مو د روژې مبارکې په لومړۍ ورځ زمونږ او
ستاسې د بحث فورمونو خونې ته راستون شي او لومړۍ ليکنه به د حج د فريضې په اړه وړاندې کړي . مونږ ورته مخکې له مخکې د زړه
له کومي ښه راغلاست او هرکلی وايو ! پوهيږم چې د ورورولۍ د ولولوپه څرګندولو سره به يې هرکلی وکړئ !
مونږ همدارنګه هيلمن يو او غواړو چې محترمه خور عفت خاټول او دروند ملګری غروال او ګران منلی کټوازی به
هم خپلې د ټول افغان ملي اسلامي خونو ته راستنه شي او ژر تر ژره پر مونږ
دخپل راتګ زيری وکړي . ددغه خيريه اقدام لپاره هر يو ته له الله تعالی څخه توفيق
او اجرونه غواړو !
په مينه مينه او درناوي !
و.افغان
11.08.2010
محترم ډاکټر صاحب:
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته.
په خوله مو برکت شه، چې د محترم او دروند عالم ورور طالب جان د راتګ زېری دې په
مونږ وکړ.
د زړه له تله يې هر کلی کوم، الله جل جلاله دې روغ جوړ، خوشاله او آرام لري.
هيله ده چې خپل قيمتي معلومات او ښکلې ليکنې په مونږ پېرزو کړي.
د نورو محترمينو او خوږو ملګرو د راتګ په هيله.
په درنښت
ع کريم حليمي
11.08.2010
بسم تعالی : وَ لاتَسْتَوِى الْحَسَنَةُ وَ لَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِىَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَ بَيْنَهُ عَداوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِىٌّ حَمِيمٌ ° وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الَّذِينَ صَبَرُوا وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٍ ° وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
صدق الله العظيم
ډېر محترم او مکرم ډاکتر وطنمل صاحب ، وعلیکم السلام و رحمة الله
پر تاسو دي د ایمان زېری و شي ،
زموږ د دا پیاوړي عالم ورور طالب جان صاحب قدمونه دي یو وار بیا په ټول افغان پوري نېکمرغه شي ،
ګران او مکرم او محترم طالب جان صاحب ښه راغلې تاسو ته وایم ، او ستاسو د بیا راتګ په خبر مي زړه خوشحاله شوو ، او له خدایه دا هم غواړم
چه : زموږ خوږ ، مهربانه ، پتمن غروال صاحب یوار بیا سر راښکاره کړي
و ټول افغان ته ، زما دا افتخار په نسیب شویدئ چه د خواږه ورور غروال په دیدار مشرف شوئ يم ، قسمت مي خوار وو ............
وسلام
او تود هرکلئ
طالب جان
17.09.2010
ډير دروند،قدرمن او محترم ورور ډاکټر وطنمل،محترم استادمولوي صېب عبدالکريم حليمي،دروند دانشمند ورور وهاج ساپی او دټول افغان د درانه فورم ټولو محترمو ګډونوالو او کتونکو ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
لوی خدای جل جلاله مو په ټولو روا چارو کې له موږسره بريالي لره.
ډېره مننه چې يو ځل بيا مو دغه درانه او خواږه ملي فورم ته دبيا راتلو اوخپل مسلمان اوپر دين مين ولس ته د څه کولو چانس راکړ.
زه آن له پيله لا ځان نيکمرغه ګڼم چې خپل خدای راکړی استعداد مې ددغه فورم له لاري دخپلو خلکو په خدمت کې ايښی،البته په دې کار کې مې نيت دهغوي تنوير وو.لوی خدای جل جلاله دې توفيق راکړي چې خپل راتلونکي کارونه هم پرهمدغه نيت مخ په وړاندي بوزم.
داچې دښاغلي وطنمل صېب له اعلان سره سم زه ونه توانيدم چې دمبارکي روژې له پيله خپلي ليکني پرليکه کړم،نو علت يې داوو چې له مانه خورا په ناڅاپي ډول وغوښتل شول چې له خپله ځايه ليري يوې بلې سيمي ته ځان ورسوم او هلته وروڼو او خويندو ته د رمضان په مبارکه مياشت کې له تراويح وروسته دقرآن کريم خلاصه بيان کړم. هماغه وو چې لوی خدای جل جلاله ددې کار توفيق راکړ.دقرآنکريم دخلاصې دبيانولو ترڅنګ لوی خدای جل جلاله ددې توفيق هم راپه برخه کړ چې هغه نوټونه چې دهمدې موخې لپاره مې اخستي ووديوې کتابي ټولګي په بڼه سره راټول کړم. دغه خلاصه پر ورځني بنسټ يو يو ټوک ترسره شوي ده او په هرټوک کې پر راغليو اړينو مسايلو باندي څه ناڅه بحثونه هم شوي دي.
سره له دې چې ما غوښتل چې پیل دحج له احکامو وکړم،خو څنګه چې دغه نوټونه همدا اوس له ماسره ليکلي پراته دي،ځکه نو ما وپتيله چې پيل له همدغې خلاصې وکړم. البته ديادولو وړ ده چې ددغې خلاصې دچاپ ټول حقونه مې دشفق علمي خپرندويه ټولني ته سپارلي دي او هغوي همدا اوس ددې ګټور کتاب چاپ ته وزري څنډي. والسلام عليکم ورحمة الله
M Tahir
21.09.2010
محترم مولانا طالب جان صاحب
اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ
د ټول افغان پۀ څېر ملي فورمونه ستاسو پۀ څېر علمي او ديني شخصيتونو ته ډېره اړتيا لري چې د خپل لوی څښتن د ورسپارل سوي او عنايت شوي علمي او ديني استعداد له مخې د اسلامي ،افغاني ټولنې لوړو ارمانونو او سپېڅليو هيلو ته خدمت وکړي. موږ ستاسو يو ځل بيا راتګ د ځان او ټول افغان لپاره نېکمرغه بولو او دعا کوو چې الله رب العزت مو د کورنۍ او اسلامي افغاني ټولنې د رهبرۍ او مشرۍ لپاره تل روغ رمټ، خوشاله او هوسا لره . (امين ثم امين)
پۀ بې کچه مينه او ادب
ورور مو طاهر
abdulhaq-watan
06.10.2010
مجاهد ورور السلام علیکم و رحمت الله و برکاته !
راځه چې څه نخرې نشته دلته! اوس دلته ټول په فضل د سبحان ټول ریښتینی مسلمین سره
ټول شوي دي او ستا ډیر کمبود احساس کیده.
شریعی درس پریږده د و طن د آزادی شریعت او درس ورکوه چې وطن ناموس خاوره
ټول ولاړل ۰ تر څو د الله په حکم او اردې دا وطن له دغو ملحیدینو خلاص شی الف زبر آ بی زبر با په درد مرد نخوري .
او اسلامی رپانده محمدي بیرغ بیا ورپیږي .
ګوره چې په شا نشې طالبه
دا دنیا خو ولاړه خو ولا چې هغه بله اصلی دنیا دې هم ولاړه مینه
مع السلام
انت نصرک الله
شبيراحمد
07.10.2010
ټولوګرانوته سلامونه اوښې چاري
دښاغلي وطنمل صيب زېرى دي ورته په زوى بدل شي
اوپياوړي عالم طالب جان صيب ته دزړه له تله هرکلى وايم
اونوروخپه شويوياګيله منووروڼوته دراتلواوپه ټول افغان فورم کي دګډون بلنه ورکوم
ګران عبدالوطن ليکلي
[quote:e7c4f4b515]مجاهد ورور السلام علیکم و رحمت الله و برکاته !
راځه چې څه نخرې نشته دلته! اوس دلته ټول په فضل د سبحان ټول ریښتینی مسلمین سره
ټول شوي دي او ستا ډیر کمبود احساس کیده.
شریعی درس پریږده د و طن د آزادی شریعت او درس ورکوه چې وطن ناموس خاوره
ټول ولاړل ۰ تر څو د الله په حکم او اردې دا وطن له دغو ملحیدینو خلاص شی الف زبر آ بی زبر با په درد مرد نخوري .
او اسلامی رپانده محمدي بیرغ بیا ورپیږي .
ګوره چې په شا نشې طالبه
دا دنیا خو ولاړه خو ولا چې هغه بله اصلی دنیا دې هم ولاړه مینه
مع السلام
انت نصرک الله[/quote:e7c4f4b515]
ګرانه اول خودي دانوم ولاکه چنداني خوندوروي اوداځکه چې تاسو
الف زبرآ بې زبرباسم نه دي لوستلي
بايدپام ولرئ چې دين دهمدې الف زبرباآ له زده کړي وروسته زده کېږي
په يوازي جهادسره له سړي نه عالم نه جوړېږي
ګني بياورباندي هغه متل صادقېږي چې وايي
چې بې علمه شېخي کړي همدغه کفريې بس ده
سلامونه ،ښه چاری
پښتون.
07.10.2010
وروره دا طالب جان څوک دی چه اول ۵ کاله ورک وو، او اوس بیا دا ۲ میاشتی یی خلک په انتظار کیښینولی دی . کله یو څه بهانه او کله بل څه بهانه کوی.
زه خو فکر کوم چه دا تیر شوی ۵ کاله هم طالب جان زمونږه سره په همدی فورم کی وو، او دی او یی به.
دا خو افغانستان دی هر څوک په هر پاسپورټ چه راننوځی کولای شی.
abdulhaq-watan
07.10.2010
سلامونه او ښې چارې تاسو ټولو ته
د زړه سره شبیر احمد خانه
دا کوم الف زبر آ او بې زبر با چې تا ښودلي دي دا سمه ده تاسو تنقید په سترګو
او کوم چې زما هدف وو هاغه نصایحو ته مې ګوته نیولې کوم چې ټول افغان پرې
ډک دی تکرار یی ګټه نلری د وطن غم چې څوک نخوري اولیا د زمانې وي او که پروفیسور د شریعاتو نو ګټه یی څه؟ که څنګه ؟
پاتې شوه نامه تا عبدالوطن راته لیکلي توبه
ظالمه کفر ته دې برابر کړم ما ویل چې خدایه دا څه چل وشو زما نامه خوند ندې درکړی .
ګرانه دا دې خپله ملامتی ده اوس مې سم کړو انشاالله چې بخښنه به وکړی
کنه عبدالحق مې نوم دی او وطن مې هم ځانګړی نوم
او پښتونه وروره تاته غواړم ولیکم چې خو بیا یی هم کور آباد بچی یی لوي
غله یی ډیره، ځکه چې طالب جان چې هر څه په بله نامه لیکلی وي نو حتماً
اسلامي او شرعي او پښتو به وي ځکه دده لیکنې چې ولولې نو ته به همدا
صفتونه او ښېګړې پکې ومومې
او د پاسپورت لمبر هم ولیکه دا به نور هم ښه وي چې په چا دې د طالب جان
شک وي ځکه دلته د یو څو کسانو نه پرته یره نور ټول همدا
پاسپورت لری لکه ته
تاسو ته په مینه :lol: :o
شبيراحمد
09.10.2010
تولوته اوپه ځانګړي ډول عبدالحق وطن صيب ته
اسلام عليکم
ګرانه تاسوليکلي
[quote:b7cfc0f899]پاتې شوه نامه تا عبدالوطن راته لیکلي توبه
ظالمه کفر ته دې برابر کړم ما ویل چې خدایه دا څه چل وشو زما نامه خوند ندې درکړی .
ګرانه دا دې خپله ملامتی ده اوس مې سم کړو انشاالله چې بخښنه به وکړی[/quote:b7cfc0f899]
نوچې نوم مومخکي عبدالوطن واو اوس موسم کړزماملامتي په دې کي څه ده؟
په دې کي خوتاسوحق پريښى او وطن مويې په ځاى نښلولى دى
خيرزه دي ملامت يم خواوس دي نوم خوندوکړمخکي خوستاپه خبره
دکفرته وتلوشک پکې و
په مينه اومننه
.
ډاکتر وطنمل
11.11.2010
............................................بسم الله تعالی
السلام عليکم و رحمۀ الله و برکاته !
درنو لوسونکو او ليکونکو خزيندوز او ورونو !
د الله سبحانه وتعالی شکر ، حمد او ثنا پر ځای کوم چې زمونږ ګران او قدرمن ورور طالب جان د ټول افغان خپل ګډ کور ته پخ خير راستون شوی
زه له تاسو سره په يو آواز د زړه له کومي استقبال کوم او ښه غلاست ورته وايو !
[color=blue:6a1d754f4c]خدای دې راوله طالب جانه وروره ، ښه راغلې ، ټول افغان ته پخير راغلی ، هر کله راشې ! هر کله!!![/color:6a1d754f4c]
ښه شوه چې طالب جان د قدرمنې خور ډاکتر خاټول په شمول زمونږ د بحثفورمونو چرګۍ بيرته ډکه کړه . کومه نيمګړتيا چې اوس هم حس کوو
د مرور ورور ښاغلي نادر غروال د ځای تشوالی دی ، خو هيلمن يم چې نوموړی به هم انشا الله بيرته په خير راستون او د خپلو ورونو ترڅنګ به
زمونږ بنډار په خپلو ګټورو او اصولي بحثونو ګرم کړي ، ځکه هغه د شړومبو مېکروبي مچان لکه کوشان او نوريې اوس يو هم نشته او نشي
کولی چې د اسلام يا غروال صيب د شخصيت درناوی تر پښو لاندې کړي . خو تاسفانه چې د غروال صيب د تليفون نمره نه لرم،
که څوک يې لري زما په pm دې راواستوي چې د راتګ وعده ترې واخلم .
نور نو محترم ورور طالب جان ته ډير ې برياوي، ښه صحت او خوشالي غواړم او مننه ترې کوم چې په خپل راتګ سره يې زمونږ نږدې
د د راروان اختر خوشالي دوه چنده کړه . ددې له پاره چې بحثونه يوه ثمره ولري نو د نظر ورورګلويزه اختلافات او ورورګلويزه درناوی به هم پالو اوهم
ګالو او غوره نتيجو ته به پرې ځانونه رسوو .
ومن الله التوفيق