د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د TIME په اول مخ نازیه که عایشه؟

Abdulhadi Hairan
10.08.2010

ټایم مجلې په خپل اول مخ د عایشې په نامه یوې انجلۍ عکس خپور کړی چې وايي طالبانو یې پوزه او غوږونه غوڅ کړي ول. په حقیقت کې دغه انجلۍ نازیه نومېږي چې پوزه او غوږونه یې خپل مېړه غوڅ کړي ول. ما یې عکسونه په ۲۰۰۷ کال کې خپاره کړي ول. جزییات http://www.abdulhadihairan.com/?p=704



طالب خان
22.09.2010

ډېر محترم او دانشمند ورور عبدالهادي حيران صېب، سلامونه او نيکې هيلې مې ومنه.
هيله من يم چې روغ رمټ او په خپلو ټولو روا چارو کې به بريالي ياست.
له بده مرغه زموږ غميزه داده چې له کار او استعداد نه مو تل لويديځو ادارو ناروا او منفي ګټه پورته کړي ده.
که زه په خپل آندکې غلط نه يم ښايي موږ په کوم فورم کې په پورته موضوع بحث هم کړی وو،خوتاسې دټايم دمجلې سپين سترګي او مسلکي خيانت وګورﺉ چې پيښه شوي په ۲۰۰۶ کې ده او دوي يې خپروي په ۲۰۱۰ کې. دميرمنې نوم نازيه دی او دوي يې خپروي دعايشې په نامه. پزه يې خپل مېړه ورغوڅه کړي او دوي يې تړي په طالبانو پوري.
دټايم راپور ښايي تاسې ډير په غور لوستلی وي چې ادعايې کړې ده چې يو طالب قومندان له خپلو وسله والو سره راغی اوانجلۍ يې ددې له پاره چې دميړه له کوره تښتيدلې وه په پورته سزا محکومه کړه.غره ته يې بوتله او هلته يې ميړه ته امروکړ چې په چاړه پزه ترې راپرې کړي........
اوبيايې ددې پيښي دپخلي له پاره دومره قدري هم نه دي کړي چې دافغان دولت له کوم ځايي چارواکې او بيا دطالبانو له کوم وياند نه پوښتنه وکړي.
له حقوقي پلوه تاسي کولای شﺉ چې دټايم دغه بې شرمانه خيانت چلينج کړﺉ او دخپل مدافع وکيل له لاري هغوي ته دغرامت نوټس ورواستوﺉ.
ټايم دخپل دغه راپور او انځور له لاري آن دآمريکا دولتي پاليسي په بله واړوله.دهمدغه راپور له خپريدا وروسته داوباما دسلاکارانو ترمنځ له افغانستان نه دوتلو په اړه سخت اختلاف رامنځته شو.دهمدې اختلاف په پايله کې ښايي امريکايان په افغانستان کې جنګ ته ادامه ورکړي چې په ټس کې به يې دوسلې جوړولو يهودي شرکتونو ته دوسلې دپلورلو له لاري په ملياردونو ډالره ګټه ورسيږي.
آيا تاسې په دغو ملياردونو ډالرو کې يوڅه برخه هم نه لرﺉ؟
طبعاََ لرﺉ يې. نو ښه به داوي چې سر له همدا اوسه دغه اقدام وکړﺉ.


عنوان

tandar
22.09.2010

طالب جانه سوال دی له بل چا کړی مګر زما زړه هم طاقت نه کوی اوغواړم چه څه ولیکم٠
دا تهمتونه یو بر بل باندی او یو دبل بدنامونه یو سوړ جنګ دی٠
جهان دی دامریکایانو جنایتونه په پلستین او عراق کی وګوری چه دبشریت نه لری دی ، لوڅ بندیانو ته ې پړی په غاړه کی وراچول او بیا ې کش کول نوری بی ناموسی ې دیادولو وړ نه دی ٠
دغه نن ې هم ژورنالستان له کوره په نیمه شپه وړی چه ددوی جنایات جهان ته ښکاره نه کړی٠
راغلم دغوږ او پزی غوڅونه ،دا کار نورو جنایاتو ته یوه عادی جزا ده٠
ته دکمونیستانو په وخت کی د قوای ٤ او ١٥ زرهدار صاحب منصبانو ته قسم ورکړه چه واقعیت وواې او که کوم یوې زما لیکنه لولی نو شاید بیګاه ته خوب هم ورنه شی٠
سوال، دبابا صاحب نه چه سپی دپل چرخی پولیګون ته راتلل ولی مو په مرمیو ویشتل؟
ځواب، سپیو دهغو شهیدانو لاسونه او پښی چه ژوندی به سرویس بست دپل چرخی له محبسه پولیګون ته وړل کیدل او په ژوندون به بیلدوزرو خاوری پری اړولی دچا به لاس او پښه سمه پټه نه وه بوی به ې کولو نو دبابا صاحب سپی پری اموخته شویوه او دا لاسونه او پښی به ې کلی ته وړل،همهغه و چه دسپیو دویشتلو امر ورته شوی و٠
زما سوال دادی ،چه هی داخلی قاتله هلته خو روسی لتا سره نه و، ولی دی دا ډک سرویونه په ماهیپر، نه ښکرته کول او په غرو کی به دی خوشی کړیوه چه تښتیدل ددی لپاره چه تاکوشتار ګاه ته وړل .خپله به هم تختیدلی لکه دا اوس چه تښتیلی ې ،مګر لاسونه دی د افغان ورور په وینه سره کړه بیا وتښتدلی٠
هی قاتله ددی به درنه پوښتنه کیږی انشاالله٠
طالب جانه دا دپزی او غوږ ښځه خو ژوندی ده ،خلکو خلک ژوندی تر خاورو لاندی کړل ،قاتلان نن ګرځیږی شاید دا جنایتکاران ځان ته وطنپرست هم وواې٠
او ډیر ې نن هم قدرت لری٠
نو دا تهمونه ددشمن کار دی٠
یوالی دازادی لومړی شرط دی٠


larghonay laraway
23.09.2010

په افغانستان کې روانه غميزه دمريکې او د هغې د متحدينو ګډ رنګارنګ پلانونه دي چې غواړي هم خپل هدف ته ځان ورسوي او هم د نړۍ او افغانستان خلک مصروف وساتي. ډېرې داسې پېښي دي چې طالب په کې هيڅ لاس نه لري يا د بهرنيو ځواکونو له خوا ترسره کېږي او يا د دوی د لاسپوڅو له خوا خو (ذبيح الله مجاهد) يې د وخته لا پړه په غاړه اخيستې وي.
دا يوه پليته جګړه ده خو له بده مرغه چې تر ټول زيات قربانيان يې افغانان دي
خدای دې د دوی مل شي


میوند ننګیال
07.10.2010

سلامونه !
عبدالهادی حیران صیب !
و الله عجیبه نده تاسو یو لیکوال اوژورنالست یی بیاید داسی پو ښتنی بیخی خلکو ته مخکی نه کړی چی دا څنګه پد ی خو قسم پّ خدای چی ماشوم هم پو هیږی چی دا یوتهمت او د صهیونی اشغالګرو مطبو عاتی جنګ دی .


اکرم
08.10.2010

اخ چې په پښتنو کې یوه دنر لور پیداشوې وی او دخپل زانی اولوټی میړه خوټې یې په دابیخ کې ور پرې کړې وي څه خوند به یې کړې و ،بیا به کتل شوې وو چې کوم صهیونیستانو او غربیان پرې ملامت وو !!!!
او اخ چې په پښتونولۍ کې دلوټی او زانی د تناسولی اعضاوو دپر ېکولو دود اودستور هم وی چې دا ځینو مدافع خوټورو ډرپلو ته یې ښولې وای چې دنیا څوبغرۍ ده !!!!


wadan

wadan
12.10.2010

که طالب وې اؤ یا بل څوک او که دا ښځه عايشه وې اؤ یا نازیه پزه ئی خو ورته پری کړی ده٠
مهمه دا ده چی یو پښتون دا کار کړی او دا چي څومره د شرعی او انسانیت سره جوړیږې دا د پوښتنی وړ ده٠ 
http://www.weesa.net/?p=27961


طالب ISI
13.10.2010

Shame to be a muslim, afghan and a pashtoon!

We are not good muslims, niether good afghans nor better pashtoons.

some might claim his husband is not Taliban, but he is indeed a musim,afghan and a pashtoon.

The only way to prevent such incidents is to educate people, i am sure her husband is not a talib, because in islam even it’s prohibited to cut the nose, ears of death body, so how can some body do this when he knows it’s not allowed.

Her husband was thinking he has done something good to keep the honour of his familly, but the damage he has done to islam is very big.

On the day of judgment it might be enough for him to go to hell,
1. cutting a humman’s organs
2. bringing bad name to muslims

Please educate ur boys and girls, because if mom of her husband was an educated one, her son might have been educated, and that might have avoid this incident.


Re: د TIME په اول مخ نازیه که عایشه؟

پښتون.
13.10.2010

[quote:53b7ceb542="Abdulhadi Hairan"]ټایم مجلې په خپل اول مخ د عایشې په نامه یوې انجلۍ عکس خپور کړی چې وايي طالبانو یې پوزه او غوږونه غوڅ کړي ول. په حقیقت کې دغه انجلۍ نازیه نومېږي چې پوزه او غوږونه یې خپل مېړه غوڅ کړي ول. ما یې عکسونه په ۲۰۰۷ کال کې خپاره کړي ول. جزییات http://www.abdulhadihairan.com/?p=704[/quote:53b7ceb542]
د عایشه او ناذیه څیری سره ورته ندی او دوه جلا ښځی دی.چی دا وروستی یی عایشه نومیږی او اوس بیرته روغه شوی ده.[img:53b7ceb542]http://i4.tagstat.com/image05/0/ea87/007Y052YeG7.jpg[/img:53b7ceb542]


Abdulhadi Hairan
13.10.2010

[quote:70d3c03682="shaheer"]Shame to be a muslim, afghan and a pashtoon!

We are not good muslims, niether good afghans nor better pashtoons.

[/quote:70d3c03682]

Unfortunately, the people who do it they think they are the best moslims, the best Afghans and the best Pashtoons in the world


Re: wadan

pattang
13.10.2010

ودانه داسې خبرې کوي لکه چې د بول الجبره دې مخته پرته و ي خو ګوره !
په پښتو کې د بدو کارو لپاره دا سې رواج دی :
"په خره يې څټمخه سپور که مخ يې ور تور که او کلي پر کلي يې وګرزوه "
" پوزه او غوږونه يې بوچ ور پرې کړه چې څوک وي بيا داسې کار ونکړي ! "
پښتون خو دا کار نر کار کړی ، که يې نه خوښېږي طلاق دې واخلي چې هم
اسلامي دی او هم پښتني ٠
غربيان خو خپلې ښځې خر څوي ، يواځې په المان کې دولت ٥ مليارده ماليه له دې
لا رې لاس ته راولي او ځيني وخت دغه دبشر په حقوقو مين خلک په زور تجاوز
پرېکوي ، نازيه خو ژوندی ده هغوی يې بيا په ټوټه ، ټوټه کولو کې خوند اخلي٠
نيږدې ٩٠ په سلو کې ښځې يې چې دمنجمنت څوکۍ ته رسيږي په ډېرو مختلفو
چپرکټونو کې خوبونه کوي .
وروره مونږ خو چاته پېغور نه ور کوو , ددوی يې خپله زمونږ يې خپله !
وروره ! ته دګيدړ ، زمري او موږک خواص او کړون ولې نه بېلوې !

==> د غر بيانو هدف د جنګ اوږدوالی او پروپاګنده ه چې خپل او لسونو
ته جنګ او اشغال قانوني معرفي کړي ٠
نالت په غربي ازادي او دېموکراسي چې په سپينو سترګو دروغ وايې !
دواړه رنګونه او دوريځو دمنځ فاصله فرق لري !

[quote:bfbef4a19e="wadan"]که طالب وې اؤ یا بل څوک او که دا ښځه عايشه وې اؤ یا نازیه پزه ئی خو ورته پری کړی ده٠
مهمه دا ده چی یو پښتون دا کار کړی او دا چي څومره د شرعی او انسانیت سره جوړیږې دا د پوښتنی وړ ده٠ 
http://www.weesa.net/?p=27961[/quote:bfbef4a19e]


عبد السلام
14.10.2010

پتنګ صاحب او نورو درنو ورنوته سلامونه !
[quote:5cf3ba8b6b]وروره ! ته دګيدړ ، زمري او موږک خواص او کړون ولې نه بېلوې ![/quote:5cf3ba8b6b]
پتنګ صاحب زما ویره دا ده چې خدای مکړه زمونږ په ټولنه کې دې دانسانانو ارزښت دپورته یادو شوو حیواناتو سره = نوي ! په غربی ټولنې به یې نه قیاسوو ، ځکه هلته هر بالغ اوعاقل ،نر او ښځه ، په خپلو شخصی احوالو کې تر هغې آزد دي چې نور و ته يې مخامخ زیان نوي اړولی .
اوستاسو پورتنۍ ځینې یادونې چې زه یې نه کاپی کوم ، برعکس نارینو ته د ښځو په مقابل کې ، اویوه انسان ته دبل دانسانی شرف په مقابل کې ، دهر ظلم اوتیري اباحت اواجازه ده !
او که ستاسوپه څیر یې درسم اورواج په غاړه ورواچوم ، بیا نو مونږ دانسانانو تر منځه دتقوی پرته په کوم بل توپیر قایل یو . چې دمنلو ندی .


pattang
14.10.2010

سلام خانه !
کوم شی چې ماليکلی واقعت دی ، داچې تغير څه وخت څرنګه راځي دا بيا بله
خبره ده٠ زمونږ کلچرله پرونه پورې هم داشی دی ډېر مسبت ټکي ا و هم منفي
ټکي لري ٠ تر ټولو انکار کول لوی خيانت دی ٠

تا غرب ته اشاره کړې ، انډيواله په غربي سيستم چې ژور پوهيږې سر به دسپين شي
غربي ازادي څه مانا ! دغه ازادي چا تعريف کړې ، نورم کړې او بنسټ کړې !
سرما يې او که اولسونو !!


عنوان

tandar
15.10.2010

وروڼو دټولو قیصو او لیکنو څخه هدف فقط او فقط دا عمل دی چه چا کړیدی او ولی ې کړیدی؟
افغانستان هم یوه جامعه ده لکه نوره نړی٠
په هره جامعه کی انسانی او غیر انسانی ،اخلاقی اوغیر اخلاقی اعمال شته اودی٠ که داسی نه وی ،نو نه به پولیسو اونه به محکمو ته ضرورت وو٠
نن چه په افغانستان کی هره شخصی او فامیلی جنایت مینځ ته راشی،نو دطالب نوم ورکوی اویا دطالب نوم بدناموی،چه دا عمل په خپله یوجنایت دی٠
په غرب کی خور له وروره حامله داره کیږی دا کوم عمل دی؟
یو انسان دبل انسان غوښی په یخچال ایښی او ځانته ې پښوی او بیا ګیر کیږی دا به هم دطالبانو کاروی؟
په زرهاو سغیرګایان چه دلته ګرځی دا دچا کار دی؟
په زرهاو سیکس ویدوګانی د،،ماشومانو،، جوړیږی او خرڅیږی ،دی ته کوم رقم جنایت ویلی شی؟
زما په نظر ددغی موضوع تړل په کار دی ،په دغو دسیسو سره دطالب دنوم بدنامول دطالبانو ددشمنانو کار دی،له دی بد تره جنایات په ټوله نړی کی شته دی٠
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more