د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

یاجوج وماجوج

پښتون یار
10.08.2010

ګرانو وروڼو سلامونه مې ومني
ګرانو وروڼو که د یاجوج او ماجوج په اړه څوک معلومات لری
چې موقعیت یې معلوم دي که یا؟
او ایا په دې باره کې تحقیقات شوې دي که یا؟
که چا سره معلومات وی نو مهرباني دې وکړي او مونږ سره دې شریک کړي

ستاسو ورور فخرالدین[color=blue:fd73436c5a][/color:fd73436c5a]


وصيل پېروز
11.08.2010

سلامونوته مو
وعليکم السلام
محترم نوري صا حب! ستاسودپوښتنې دځواب په خاطردالاندي يوڅوکرښې درته ليکم هيله ده تسل موپرې وشي .
ياجوج اوماجوج اودذوالقرنين بندچيری دی؟ :
نوموتي مؤرخ علامه ابن خلدون دخپل تاريخ په مقدمه کي دشپږمې وچې په ترڅ کي دياجوج اوماجوج ، ذوالقرنين دبنداودهغه دځای ځايګي په اړه داسي جغرافيايي تحقيق کړی دی :
داوومې وچې په شپږمه برخه کي لوېدیځ ته دترکانوهغه قبائل اباددي چي دقنجاق اوچرکس په نامه يادېږي، ختيځ ته يې دياجوج اوماجوج ابادۍ دي اوددوئ دواړوترمنځ کوه قاف حائل دی دهغه يادونه په تېروکرښوکي شوې ده اوويل شوي دي چي هغه له بحرمحيط څخه دڅلورمې وچې په ختيځ کي پروت دی پيل کېږي اوله دې سره دشمال پرلورددې وچې ترپايه غزېدلی دی بياله بحر محيط څخه په جلاکېدوشمال لوېديځ ته په رسېدويعني مغرب لورته په تاوېدودپنځمې وچې شپږمې برخې ته ننوزي له همدې ځايه بياخپل پخواني لوري ته تاوېږي ان داوومې وچې نهمې برخې ته ننوزي دلته په رسېدوله سهيل څخه شمال لوېديځ ته رسېږي اودغرونودهمدې لړۍ په منځ کي سکندري بندواقع دی اوداوومې وچې دنهمې برخې په منځ کي هغه سکندري بنددی چي موږ يې اوس يادونه کوواوقرآن کريم يې هم يادونه کړې ده .
عبدالله بن خردزابه دخپلې جغرافيې په کتاب کي دعباسي خليفه واثق بالله هغه خوب نقل کړی دی چي په هغه کي ده ليدلي ووچي بندمات شوی دی هغه په وېره راپورته شواودحال معلومولو لپـــاره يې دسلام په نوم ترجمان ولېږی، هغه په راستنېدو ده ته دبندحالات اوځانګړتياوې بيان کړې . (مقدمه ابن خلدون ص ۷۹)
په نړۍکي بېلابېل دېوالونه :
وتلي عالم انورشاه کشميري دخپل کتاب عقيدة الاسلام فی حياة عيسی  کي که څه هم د ياجوج اوماجوج ذوالقرنين دبندحال په ضمني ډول بيان کړی دی خوڅه چي يې بيان کړي هغه دتحقيق اوروايت پراعلی معيارولاړدي . هغه ليکلي دي چي دمفسدواووحشي انسانانو دتاړاکونواوبريدونودمخنيوي لپاره په ځمکه کي يونه ډېرځايونه بندونه يادېوالونه جوړ شوي دي چي بېلابېلوپاچاهانوپه مختلفوځايونواووختونوکي جوړکړي دي په هغوئ کي ترټولو لوی اومشهوردچين دېوال دی چي اوږدوالی يې ابوحيان اندلسي (دايران دشاهي دربارتاريخ پوه) دوولس سوه ميله بللی دی اوويلي يې دي چي جوړوونکی يې دچين فغفورپاچادی،دجوړېدو تاريخ یې ځمکې ته دادم عليه السلام ترراتلو۳۴۶۰کاله وروسته بللی دی نوموړي ويلي دي چي دې دېوال ته مغوليان داتکوه اوترکان بورقه وايي اوويلي يې دي چي په مختلفوځايونوکي داډول ګڼ نوردېوالونه هم شته .
مولوي حفظ الرحمن سيوهاروي په خپل کتاب قصص القرآن کي دشيخ دابيان په خوراتاريخي توضيح اوپوره تفصيل سره بيان کړی دی چي لنډيزيې دادی .
دياجوجواوماجوجودبريدونو،جګړواولوټماردايره دومره پراخه وه چي يوه لورته ترکاکيشا لاندي اوسېدونکي دهغوئ دظلم اوستم نښه وونوبل لورته دتبت اوچين اوسېدونکي هم هروخت ددوئ هدف وو. دهمدغوياجوجوماجوجوله شرڅخه دخلاصون لپاره په بېلابېلووختونوکي پر بېلابېلوځايونوګڼ دېوالونه جوړشول په هغوټولوکي مشهوراولوی يې دچين دېوال دی چي پورته يې يادونه وشوه . دويم دېوال په منځنۍ اسياکي بخاراوترمذته نژدې پروت دی اودوقوع ځای يې دربنددی ، دابنددمشهورمغولي پاچاګوډتېمورپه زمانه کي موجودوواودروم دپاچاځانګړي مشاورجرمني سيلاني جرجرهم په خپل کتاب کي دهغه يادونه کړې ده اوداندلس دپاچاکسټيل استازي کلاف چوهم په خپل يون ليک کي دهغه نوم يادکړی دی . نوموړی په ۱۴۰۳ کي دخپل پاچا دسفيرپه حيث تېمورته ورغی اوپردې ځای تېرشوهغه ليکي چي دباب الحديدبنددموصل پرهغه لاره پروت دی چي دسمرقنداوهندوستان ترمنځ واقع دی . (تفسيرجواهرالقرآن طنطاوي ۹ / ۱۹۸)
درېيم بنددروسيې په يوه سيمه داغستان کي واقع دی داهم په دربنداوباب الابواب مشهور دی،ياقوت حموي په معجم البلدان ادريسي په جغرافيه اوبستاني په دائرة المعارف کي دهغه حالات په تفصيل سره بيان کړي چي لنډيزيې دادی .
په داغستان کي دربنديوروسي ښاردی داښاردبحرخزر(کاسپين) پرلوېديځه څنډه پروت دی دهغه عرض البلد۳ ، ۴۳ شمالاًاوطول البلد۱۵ ، ۴۸ شرقاًدی اودې ته دربندنوشيروان هم وايي خو په باب الابواب ډېرمشهوردی .
څلورم بنددهمدې باب الابواب لوېديځ لورته دکاکيشاپه ډېرولوړوبرخوکي دی هلته ددوو غرونوترمنځ يوه دره دداريال په نوم مشهوره ده همدلته داڅلورم بنددی چي دقفقازياجبل قوقااويا کوه قاف بندبلل کېږي . بستاني په دې اړه ليکي : اوهمدې يعني باب الابواب بندته نژدې يوبل بند دی چي لوېديځ لورته غزېدلی دی غالباًبه فارسيانوله شمالي بربريانوڅخه دساتنې په نېت جوړ کړی وي ځکه دجوړوونکي صحيح حال يې معلوم نه شوځينويې نسبت سکندرته کړی دی،ځينو کسری اوځينونوشيروان ته منسوب کړی دی . ياقوت ليکلي دي چي دابنددمسوپه ويلولوجوړ شوی دی . (دائرة المعارف ۷ / ۶۵۷ ، معجم البلدان ۸ / ۹)
څرنګه چي داټول بندونه يادېوالونه په شمال کي پراته دي اونژدې ديوې اړتيالپاره جوړشوي نوددې پوښتنې ځواب چي کوم يودذوالقرنين بنددی ګران دی اوډېره ستونزه دې وروستيودوو بندونوجوړه کړې ده ځکه ددواړونوم هم يودی اوپه دواړوځايونوکي بندونه هم شته .
په پورتنيوبندونوکي يوهم دچين دېوال دی چي ترټولولوی اوډېرپخوانی دی په دې اړه خو هيچانه دي ويلي چي دذوالقرنين بنددی اوهغه دشمال پرځای په لرې ختيځ کي پروت دی اودقرآن اشاره داده چي دذوالقرنين بندپه شمال کي دی . اوس خبره دپاتي درودېوالوشوه چي په شمال کي واقع دي . عمومي مؤرخين لکه مسعودي، اصطخري ،حموي اونورهغه دېوال دذوالقرنين بندګڼي چي په داغستان اويادکاکيشاپه دربندسيمه کي بحرخزرته نژدې پروت دی . کومومؤرخينوچي د بخاری اوترمذدربنداوهلته دېوال دذوالقرنين بندګڼلی هغوئ غالباًددربندلفظ پراشتراق خطا شوي دي اوس نژدې ددې بنددوقوع سيمه معلومه شوې ده چي ددداغستان دکاکيشادربندپه باب الابواب اوياتردې پورته دقفقازيادکوه قاف دغرونوپه لوړوکي دی اوپه دې دواړوځايونوکي دبند موجوديت دمؤرخينوپه نزدثابته خبره ده . په دې دواړوکي شاه انورشاه کشميري په خپل کتاب عقيدة الاسلام کي دکوه قاف بندته ترجېح ورکړې ده اوويلي يې دي چي دادذوالقرنين بنددی .
(عقيدة الاسلام ص ۲۹۷)


پښتون یار
11.08.2010

سلامونه مو ومني
له هر څه دمخه تاسو ټولو ته د روژې مبارکي وایم او خداي دې زمونږ ټولو روژې قبولې کړي
امابعد: ګرانه وصیل پیروز صاحب دا یاجوج او ماجوج څنګه مخلوقات دي
او ولې دوه نومونه لري؟
او ایا په اوس زمانې که چا لیدلي دي او که یا نو ولې؟

ستاسو ورور فخرالدین


وصيل پېروز
12.08.2010

وعليکم السلام
محترم نوري صاحب الله جل جلاله دي وکړي چي مبارکه روژه په خوښيوکي درباندي تېرېږي .
زه ستاسومطرح کړې پوښتنې ته په دې لاندي ټکوکي ځواب ويلای شم اوهيله لرم چي دزړه تسل دي پرې وشي .
دياجوجواوماجوجوپه اړه له قرآن اواحاديثوڅخه ترلاسه شوي معلومات داسي دي :
(۱) ياجوج اوماجوج دعاموانسانانوپه څېرانسانان اودنوح عليه السلام له اولادې څخه دي . جمهور محدثين اوتاريخ پوهان هغوئ دیافث بن نوح اولادګڼي اوداهم ښکاره ده چي ديافث بن نوح اولاد دنوح عليه السلام له وخته دذوالقرنين ترزمانې پوري په بېلابېلوډلو،قومونواوسيموکي خپرشوي وو. ياجوج اوماجوج چي دکوم قوم نوم دی داهم اړينه نه ده چي ټول دي دذوالقرنين تربندشاته محصور وي کېدای شي دهغوئ ځيني قومونه اوقبائل دذوالقرنين تربنددې خواته هم وي، په هغوئ کي چي کوم وژونکي اولوټمارقومونه ووهغوئ دذوالقرنين دبندپه وسيله بنديان شوي دي . عام مورخين په عمومي ډول په ترکانو،مغلواومنګوليانوسره يادوي خوهغوئ ته دياجوج اوماجوج نوم يوازي له دې کبله ورکول شوی چي دوئ وحشي،غيرمتمدن،وينې زبېښونکي اوظالمان وو، ددوئ هغه قومونه چي له تمدن سره اشنااوانساني تهذيب پېژني له دې وتلي دي .
(۲) دياجوجوماجوجوشمېردنړۍ ترانسانانوڅوچنده ډېراولږترلږه دلس اويونسبت يې دی .
(۳) دياجوجوماجوجوکوم قومونه اوقبائل چي دذوالقرنين دبندپه واسطه دې لوري ته له راتلو منعه شوي هغوئ به قيامت ته بالکل نژدې همداسي محصوروي هغوئ به ددجال تر راوتلواوعيسی عليه السلام ترنزول وروسته راوزي .
(۴) دیاجوجوماجوجودخلاصون پروخت به دذوالقرنين بندونړېږي اوله خاوروسره به خاوري شي . (قرآني ايت)
په دې وخت کي به دياجوجوماجوجوبې شمېره ډلې پريوه وخت دغرونوله لوړوراکښته کېږي دګړندي تګ له کبله به داسي معلومېږي چي لکه پررغړېدوچي راکښته کېږي دابې شمېره وحشي انسانان به دعاموانسانانوپرمېشت ځايونواوټوله ځمکه ورپرېوزي . دهغوئ دقتل اولوټماري مخنيوی به هيڅوک نه شي کولای ، دالله جل جلاله رسول عيسی عليه السلام به هم دالله جل جلاله په امرخپل ملګري له ځان سره کړي اوپه کوه طورکي به پناه واخلي اودعامې دنياپه اباديوکي چي چيري خوندي کلاوې اوځايونه دي هلته به په داخلېدوخپل ځانونه وژغوري،دخوراک اوڅښاک دوسائلوترختمېدو وروسته به دژونداړتياوې ډېري سختې شي دعاموانسانانوابادي به داوحشي قومونه له منځه يوسي اوسيندونه به يې وچ کړي .
(۵) دعيسی عليه السلام اودهغه دملګروپه وجه به داملخ ډوله بې شمېره قومونه پريوه وخت هلاک شي ، ځمکه به ټوله ددوئ په مړوډکه شي اودبدبويي له کبله به يې په ځمکه کي ژوندګران وي .
(۶) بيابه دعيسی عليه السلام اودهغه دملګروپه دعادهغوئ جسدونه يووړل شي اوديونړيوال باران په وسيله به ټوله ځمکه پاکه اوومينځل شي .
(۷) رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په اخيره زمانه کي دخوب دوحې په ذريعه داڅرګنده شوه چي دذوالقرنين په بندکي سوری پيداشوی دی چي ده دعربولپاره دشراوفتنې علامه ګڼلې ده ، داسوری ځينو محدثينوپرخپله حقيقي معنی حمل کړی اوځينويې دمجازپه ډول معنی دااخيستې چي دذوالقرنين بندکمزوری شوی دی . دیاجوج اوماجوج دراوتلووخت نژدې دی اوعلامې به يې دعربو په تنزل اوکمزوري کي څرګندې شي . والله أعلم
دياجوج اوماجوج اوذوالقرنين دبندپه اړه داهغه معلومات دي چي قرآن اونبوي احاديثوامت ته بيان کړي دي ، پردې عقيده ساتل ضروروي اومخالفت يې ناروادی . پاتي شوپه دې اړه جغرافيايي بحث چي ذوالقرنين بندچيري دی،ياجوج اوماجوج څوک دي اوچيري اوسېږي؟ نوپر دې نه اسلامي عقيده موقوفه ده اونه دقرآن په کوم ايت ځان پوهول ورسره تړاولري .
زه دايادونه ضروري بولم چي دازماخپله ليکنه نه ده بلکي داژباړلې ليکنه ده که يې کوم ځای معلومات غلط وي ګران لوستونکي کولای شي چي داستدلال په رڼاکي موږته ووايي ترڅوموږهم په دې اړه صحيح معلومات ترلاسه کړواونوري صاحب ! هيله لرم چي پردې ليکنه به موزړه ډاډمن شوي وي .
له رحمتونواوبرکتونوډکه روژه درته غواړم
ستاسوپېروز


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more