د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

امريکا ولې د پښتنو قاتل په تور لست کې نه نيسي ؟؟؟


08.08.2010

د پښتنو او ټولو افغانانو د ځان ، مال او راتليزې قاتل :
http://pa.azadiradio.org/content/article/2121484.html


سلامونه

tandar
09.08.2010

پتوال صاحب سلامونه٠

چه دا سوال داسی شوی وی چه امریکا ولی خپل ځان په تور لست کی نه نیسی نو ښه به وی ٠
چه دوستم او حمیدګل او نور جنایت کاراران له منځه ولاړل نو دامریکا لاسونه دی ور پریکړه ٠
چه ددی سوال سره دغه سوال هم وی ، ولی د پوښتنو دسر سړی ،مشران ،یو په بل پسی وژل کیږی٠
دا چه یو پنجابی پښتون په پښتون باندی وژلی شی نو څنګه دیو بل دشمن نه چه ددوستی دعوا کوی توقع کوی دا سړی په تور لست کی ونیسی٠
هر چا چه نن یو پښتون ووژلو هغ ته ډالر حواله دی په تور لست کی نه راځی هغوی ته مډال ورکول کیږی ٠
پښتون قوم باید بی سواده ، درپه در، غریب، غلام،بی اتفاقه ،لر او بر نه په څلور بره تقسیم لکه ،، کوردان،، چه دسر سړی په کی نه وی، پاتی شی
غربیان، امریکایان چیرته بشر دوسته خلک دی ددوی تاریخ چه ولوستل شی څومره کلونی لرلی څومره قومونو ددوی غلامی کوله٠
دا پاکستان ې تر ننه ې غلام نه دی ، سل کاله مخکی پښتون قوم ې لر او بر نه کړو
زه هم پوهیږم مثالونه وایم تاسی هم پوهیږی سوالونه کوی چه غوا توره پی ې سپنی دی مګر ژیړ ژړ ورته ګور و چه نن په مونږ ه څه کارونه کیږی مچان نه یو انسانان یو وژل کیږو هره ورځ له هره کوره جنازی وځی ددی نه غټ دشمن اوغټ عمل نور نشته چه بل مو وژنی او مونږ ورته ګورو٠
ددغسی قاتل باید لاسونه ورمات شی نو دا کار په یوالی او قوی عزم او ارده کیږی
او په مونږ کی دی سر سړی پیدا شی چه ټول پری راټول شواو دا کار په خوله نه کیږی
بلکه په عمل کیږی او سباته پاتی نه شی او دا نن وشی چه بیا به وخت تیر وی.
دیو متحد او ازد افغانستان په امید٠



09.08.2010

باوري صيب ډيره مننه!
تاسو پوهېږئ چې زما پوښتنه له امريکا نه نه ، بلکې په امريکا تنقيد او د هغوی د ککړو موخو رسوا کول دی او بس .

حقيقت روښانه دی :
حميد ګل پاکستان او امريکا په ګډه د پښتنو د تباه کولوپلان عملي کوي، پورته د CIA غلامان (حکومت) او کښته د ISI طالبان ،

نومونږ بايد د يو داسې مشرتابه لټه او غوښتنه وکړو چې د ددواړو ملت دوښمنو
ډلو او حاميانو( امريکا او پاکستان) پر ضد يې ټول افغانان سره يو موټی کړي، آمين !


سلامونه٠

tandar
09.08.2010

زه ستا سو دنظر موافق یم باید سره یو شو او که نه ورکیږو ٠
نور بس دی ، او خدای،ج،دی زمونږ دکونډو او یتیمانو اه واخلی او یو اتحاد مونږ کی پیدا کړی لکه وروڼه په یو او بل له سره تیر شو٠
بیادی دټولو لاس خلاص وی٠ هم به ټاټوبی لرو،هم به عزت لرو،هم به ناموس لرو او جهان به راته دانسان په سترګو ګوری٠
بی اتفاقی کی فقط زمونږ تباهی ده نور څه نشته٠
داسی سړی به څوک وی چه مونږ ټول په یوه چرګی راټول کړی ؟
مننه



10.08.2010

د ملت چرګۍ هغه ملي اصول دي چې هر افغان يې غواړي او سر ترې نشي غړولی، که هغه راولټوو او ټول پرې هوکړه وکړو نو ملي چرګۍ موجوړه شوه
بيا راته اسانه ده چې يو تن له خپله منځه د مشر په توګه وټاکو.
زما په اند ځيني اساسي اصول يې دادي :
١- د ملت مشر تابه بآيد ملي کرکټر ولري او ملت پاله اوسي ، د انګليسي استخباراتو، CIA ، ISI او KGB له اغيز
او اړاو تړاو څخه پاک وي ، د عرب ، اسلام ، ګاونډي او بل چاته په خپله خاوره کې د لاسلرنې او لاسوهنې اجازه نه ورکوي او د سترګو کسی په شان
د عالي ملي ګټو ساتنه او دفاع کوي .

٢- د محمدي شريعت او اسلامي امت واکۍ په تلسټ د اسلام ساتنه او پالنه کوي !

٣- د افغاني ولسواکۍ او اسلامي امت واکۍ په ارګانيک ترکيب سره د غربي ليبرالې ، فحاشې او مردارې دموکراسۍ پر ضد مبارزه کوي
او د خپلې ملي اسلامي ولسواکۍ (= د ولس له خوا د انتخابيت اصل) په پلي کولو، ساتلو او پاللو کې له هېڅ ډول هلو ځلو او
سرښندنې څخه دريغ نه کوي !

کله چې په دې درې اساسي اصولو ملي توافق رامنځته شو، بيا د همدې ملي توافق
په رامنځته کولو کې د سرکښ رول لوبونکو له منځ څخه يو تن
ملي مشرئ ته ټاکلی او ټول پرې راټولېدلی هم شو .

و من الله التوفيق


عزتمنده سلام٠

tandar
27.08.2010

عزتمنده سلام٠
خبری خو دی ډیری خوږی دی٠
څنګه به دعمل جامی ور واغوندی ؟
دټول افغان مخونه هره ورځ په دغسو خبرو ډکیږی٠
دا زړه خواله به کله بس کیږی ؟
داسی یو څوک به چیرته او څه وخت یو غږ پورته کړی او په نره خپله فداکاری دخپل ملت لپاره ښکاره کړی ؟
زه ورسره په نیمه شپه ولاړ یم٠
را جګ شه ته په خپله یو اعلان وکړه ،یوه غونډه جوړه کړه ، یو جګ غږ وباسه ،دوطن او ناموس په لاره کی سړی مړ شی هغه مړ نه دی٠
راشه ددی اوسنی نسل او زمان میرویس خان شه، دا به ټول افغان ته دفخر ځای وی٠
میرویس خان او احمدشاه خو څه شاخونه نه لرل زما او ستا غوندی انسانان وه٠
شهامت ې لرلو قوم ې سره یو کړو ،قناعت ې ورکړو په ډیر فخر به دخپلی ازادی لپاره له دشمن یا اشغالګر سره جنګیدل ،چه نن ټول افغان فخر پری کوی٠
نن ته د میرویس خان غوندی نه کیږی ،زه نه کیږم خیر څوک به شی؟ او یا صبر وکړو چه هغوی بیرته را ژوندی شی ؟
راشه دشمکی غوړپ دی وه ې کړه یا مړ یا موړ٠ په غیر له وطن فروشانونه نور ټول درسره ودریږی ٠په حرکت کی برکت وی٠
دازاد هیواد په امید٠


pattang
27.08.2010

ساده سوالونه !
څه وخت يوه قاتل تروريست خپل ځان په تور ليست کې نيولی ?
ديوريشيما او نکزاکي اتوم بمونه دې په جاپان باندې هيرشول چې ٢٥٠٠٠٠
انسان پکې مړه شول او نور نسلونه يې هم دسطان په مرض مري٠
زه خو پوهيږم چې ستا مقصد حميد ګل دی ! نو حميد ګل څه کړي دي چې په تور
ليست کې ونيول شي ! حميد ګل له طالبانو سره مرسته کړې او کوي يې نو پر دې
خاطر ! کور يې ودان چې زمونږ سره د داخلي او خارجي استعمار ګرو د اېستلو
رټلو او وژلو په هکله مرستې کوي ٠
دازادي لپاره چا له چا څخه مرسته نده اخيستې !!!!!!!!!!!!!!
په طالب پسې پرو پاګنده ملي خيانت دی٠
مومق او بر يالي دي وي طالبان د الله لښکرې٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more