اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
پوښتنه
      اور- بل
      08.08.2010
    
له محترمو دين پوهانو ورونو او خويندو څخه له سلامونو او نېکو هيلو وروسته هيله لرم په دې اړه روښنايي وغورځوي چې :
١- که ملايک او روح هيڅکله  نه مري او  له منځه نځي ، نو  ابدي ژوند لري او چې داسې وي  نو آيا دوی  مخلوقات  نه دي او يو وخت
  نه دي خلق شوي ، يعنې  که ژوند يې ابدي وي  نو ازلي هم دی ؟؟؟؟؟؟؟ 
٢- که  ژوند يې اذلي  نه وي  او يو وخت خلق شوي وي، نو تر هغې د مخه  د الله تعالی 
تسبيح  او ستاينه چا کوله ؟؟؟؟؟؟
٣- ايا د روح او ملايک (= جبرائيل ع ) تر منځ څه فرق شته ؟؟؟؟
له زيارګالنې څخه مو ډيره مننه !
په درنښت
      عادل عادل
      09.08.2010
    
سلامونه
[quote:4ca23e7e8a] اذلي [/quote:4ca23e7e8a]
خورې دا چې تاسو ډیر دقیق او ژور سوالونه کوی، نو دا د شک نه لرې خبره ده چې تاسو به املایي تیروتنه کوی، پدې اساس پورتنئ تورئ به خامخا هغه څه وي چې مونږ ته نوئ بریښي، هیله ده چې د اذل په اړه مونږ ته یو څه وضاحت وړاندې کړی.
        
        
      ع کريم حليمي
      09.08.2010
    
درنې پتمني او مکرمي غوټۍ وربل خور ، وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته 
ګراني خور ډېري صحیح او درنې پوښتني مو کړیدي 
ستاسو اوله پوښتنه 
١- که ملايک او روح هيڅکله نه مري او له منځه نځي ، نو ابدي ژوند لري او چې داسې وي نو آيا دوی مخلوقات نه دي او يو وخت 
نه دي خلق شوي ، يعنې که ژوند يې ابدي وي نو اذلي هم دی ؟؟؟؟؟؟؟ 
جواب : بسم تعالی 
وَ نُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَنْ فِي السَّماواتِ وَ مَنْ فِي الْأَرْضِ إِلّا مَنْ شاءَ اللهُ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرى فَإِذا هُمْ قِيامٌ يَنْظُرُونَ . سورة الزمر / آیة ۶۸ 
پښتو : 
د صور شپېلۍ به ووهل شي ، نو د ځمکي او اسمانونو ټوله مخلوق به بې هوښه (مړه ) پرېوزي ، بیله هغو چه خدای یی وساتي (الامن شآء الله )
بیا به دوهم وار شپېلۍ پوکړل شي ، نو ټوله راولاړ شي سم دم به ګوري 
فارسي : 
و (در آستانه قيامت) در «صور» دميده مى شود، و در پى آن همه كسانى كه در آسمانها و زمينند مى ميرند، مگر كسانى كه خدا بخواهد; سپس بار ديگر در «صور» دميده مى شود، ناگهان همگى به پا مى خيزند و در انتظار (حساب و جزا) هستند.
له  "اِلاَّ من شآء الله" نه چا حضرت جبرائیل ، میکائیل ، اسرافیل او عزرائیل 
مراد اخستئ او چا د عرش نیونکي ملائکي هم شاملي کړيدي ،
تر کومه حده چه ماته معلومات سته ، نبي علیه السلام نه دي ویلي چه څوک به له دېٖ بې هوښۍ مستثنیٰ وي ، 
خو بیا هم داسي روایتونه سته چه وایی : داسي مرحله او وخت راځي چه دا 
ټوله فرشتې به فنا شي ، الله اعلم 
نور بیا که خدای غوښتي وي
      اور- بل
      09.08.2010
    
محترم ، مکرم او معظم  استاد  مولينا حليمي صاحب،  محترم  منلی  او ښاغلی ورور  عادل عادل صاحب  او ټولو محترمو خويندو ورونو السلام عليکم ورحمة الله و برکاته !
 ستاسو د مفصل ځواب  له امله ډيره ډيره مننه  کوم ،  ماته دا سوال له هغه ځايه پيدا شو  چې  يو بل ورور  ليکلي و د قيامت  په پيل کې  هر څه مري
 او  الله سبحانه وتعالی  يواځې پاتې کيږي . نو تاسې  ورته داسې ليکلي و و  چې 
 د قيامت  په راتګ سره که هر څه  مري  نو   ملايک  ، 
جبرائيل  يا روح   خو به نه  مري ؟  له دې څخه همدغسې استنبات کېده چې  واقعآ  هغوی نه مري  يعنې  د  کل نفس  ذايقة  الموت  دحکم  لاندې   نه راځي .
که اړونده حديٍث  چې وايي په يوۀ وخت کې  بيا  جبراييل (ع) او نور ملايک  هم مري
ما غوندې  يو جاته معلوم نه وي  او  د هغوی ژوند ابدي وګڼي 
نو بيا نورې منطقي  بايلې ترې منځته راوځي  چې   لا  پيچلې پوښتنې ترې  راپورته کيږي :
دلته د ازل  کلمه  چې ما په تيروتنه  کې په (ذ) ليکلې وه او عادل ورور  ورته متوجه کړم ، او ترې ډيره مننه کوم ، هم مطررح کيږي :
يو څه چې په راتلونکې کې ابدا ً  نه مري ښايي په تيره  کومه زمانه کې يې هم خلقت نه وي موندلی ، چې دغه صفت  صرف  خالق  يعنې 
الله تعالی ته منسوب دی  او بس . روح  القدس (جبراييل ) ته  ددغسې ابديت صفت  په اسلام کې نشي  منسوبېدای ،
نو که څوک يې منسوب کړي  هغه به له عيسويانو سره څه توپير ولري چې د ابدي  ژوند  له امله  روح القدس او عيسی (ع)  د الهي ذات 
، نعوذ بالله  ، [color=yellow:7ffde1d64e]دويم او دريم قات بولي .[/color:7ffde1d64e] يا برعکس  د همدغه  يو پارچه توب  په اساس هغوی هم  د ماضي او ايندې 
 په لوري ابدي  ژوندي ګڼي .نو ددليل  لپاره  چې  د روح القدس   او ملايکو مړينه  ترې ثاپتيږي نه يواځې  نومړی حديث ، بلکې 
 که  موجود وي بايد  د عيسويانو د ادعا د ترديد له پاره هم  اړونده ايت  يا ايتونه   ذکر شي  او د جبرائيل (ع) يا روح القدس مخلوقيت  په ثبوت ورسيږي .
هو ، د منطق له مخې خو دا ثابته ده ، ځکه  جبراييل يا روح القدس  حرکت کوي ، حال دا چې الهي ذات  حرکت   نه لري  او هر څه  ذات 
  د امر سره سم  د کن فيکون په بڼه تر سره کيږي . خو مونږ  ته يې  بايد د محترمو استادانو  په مرسته  قراني  متن  هم  را معلوم شي 
ومن الله التوفيق !