د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ
د سپي او پيشو جګړه
      salou
      19.04.2004
    
د سپي او پيشو جنګ ؤ    
 سپي ور وښودل غاښونه
 پيشو هم په غوسه  شوه                                                        ور ښکاره يي کړل نوکونه
سپۍ:
وې چي ته خواره پيشو يي                                                      فکر کړي چي شهزاد ګې يي
دوه   غو ږ و نه                                                               يوه   لکې  يي
هيڅ شرم اوحيانلري                                                                اخته شی په غضب----عب،عب،عب
پيشو:         
ځان د وپيژنه څوک يي                                                           ته يو  سپۍ يي                                                                  هم ستر خولۍ                                                                  هم  لوي  لکۍ  يي
هډوکي د خوراک دي                                                             په ارمان کي د پلو-----مياو،مياو،مياو
سپي ويل تښته  مکرجني،                                                      غلني ،  دوروغجني
ماتوې خواران چرګوړي                                                      وېره نکړي دپاک رب--------عب،عب،عب
پيشو احساساتي شوه                                                        بيحده  عصبي شه
وي بس کړه نور بد مکړه                                                     سپيه  چپ!-----سپي ويل عب،عب،عب
وي چې ورکه شه ډارني                                                         بد مرغي او سپږني
په پزه کي مياو مياو کړي                                                     پوي د نه شوم په مطلب------عب،عب،عب
پيشو:
نه پړانګ يي نه زمرۍ يي                                                     شغال يي او که سپۍ يي
غلام د خپل  بادار  يي                                                          در نه جوړ يي  کړ  ببو------مياو،مياو،مياو
سپۍ:
 ټول خلک ويده دي ته  منګېږې                                                  له هيچا  نه شرميږي
لږ شاني  فکر   وکړ ه                                                           او له سپو زده  کړه  ادب------عب،عب،عب
پيشو:
نور بس کړه  مه   عپيږه                                                      حيا  کي  وپو  هيږ ه
له سخت دريځ نه تير شه                                                     ګوره لږ شه ميانه رو------مياو،مياو،مياو
 :lol:  :lol:  :lol:  :lol: سالو :lol:  :lol:  :lol:  :lol: 
 
  
[/list]