نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د فاریاب پولیس له پښتنو سره دښمنانه چلند کوي.
pattang
06.08.2010
د فاریاب پولیس له پښتنو سره دښمنانه چلند کوي.
مجیب
06.08.2010 07:51
ناروېجي افسر افغانان د ملکي وګړو د ژوند د تلف کولو په خاطرغندي
http://www.aftenposten.no/nyheter/uriks/article3755574.ece
ژباړه: مجیب
د ناروېجي افسر په اند افغاني سرتېري اصلاٌ د دې پروا نه لري چي ملکي وګړي به تلف شي.
په ناروېجي ستراتېژي کي د افغانانو لاس ته د امنیت د ورسپارلو په کار کي افغاني اردو او پولیسو ته کلیدی رول ورکړای شوی دی.
موخه دا ده چي سر له اوسه یعني د ۲۰۱۰ له پای نه به دوی د فارېاب مسولئت په خپله غاړه اخلي چېرته چي اوس ناروېجي سرتېري د امنیت د ساتلو مسولئت لري.
اولریکسن وایې: له خشونت نه آن د لیونتوب تر کچې زیات کار اخیستل شوی دی، چي اوس خلک د دومره ډېرو خلکو له مړینې سره عادت شوي دي.
په بله عباره: دا پولیس او سرتېري د ناروېجي سرتېري له افغانستانه خپل وطن ته د ستنېدو کیلي ده. خو د یو امریکایی تجربه کار جنګي راپورتر د بیان سره سم دا افغاني پولیس او سرتېري هم بېپروا دي او هم یې د بدني روزنې خونده نشته.
امریکایی نظامي راپورتر (داوېد ووډ) دعوا لري چي د فارېاب په ولایت کي د ناروې افغاني متحدین داسي یوه ستراتېژي پلي کوي چي موخه یې د دښمن وژل دي بې له دې نه چي څوک دې د پایلو پروا ولري. دوی تر بل هر چا زیات د داسي یو ریسک اخیستو ته چمتو دي چي کیدای شي د ملکي وګړو د وژنې سبب وګرځي.
د این یو پي آی د څېړونکي ستوله اولریکسن په اند افغاني پولیس او نظامیان له پښتنو سره ،چي د طالبانو د حمایې لپاره د ملا د تیر حیثیت لري، دښمنانه چلند کوي. په تېره بیا پولیس.
یو ناروېجي افسر ( اې، او، اېل) ته وایې چي یو افغاني افسر ماته یو ځل ویلي وو چي مونږ ته ښایې چي یو کلی ته دننه ورشو او خلک یې په بمباردولو وګواښوـ هم نارینه،هم ښځینه او هم ماشومان.
دی غواړي چي له ده نه دي د کریس تر مستعار نامه لاندي نقل قول وشي.
اولریکسن دې ته اشاره کوي چي پښتانه د دې وطن د وګړو لویترینه ګروپ دی خو دوی هم په پولیسو او هم په اردو کي زښته کم استازیتوب لري.
امریکایې راپورتر د فاریاب په ولایت کي ناروېجي او امریکایی سرتېري څارلي، هغه د بین المللي ځواکونو او افغاني پولیسو او اردو تر منځ په خپلمنځي همکاري کي د لویو ستونزو د شتون یادونه کوي.
سم دم جنګ دی.
د ناروېجي افسر وینا ده چي په داسي حال کي چي د ایساف لپاره د امریکې نوی مشر دېوید پېتریېوس د افغانانو د حمایې په راجلبولو تکیه کړي ده، برخلاف د دوی افغاني متحدین تر دوی ډېر جګړه مار (جګړه خوښي) دي. دا افسر وایې چي دا د دوی لپاره سم دم جګړه ده، د خلکو ځان ته د راخپلولو خبر خو دوی ته اصلاٌ مطرح نه ده.
دلته یې دوی په دې ډول کوي. مونږ نه شو کولای چي دوی د ځان په څېر کړو.
همدغه افسر وایې چي د افغاني سرتېرو ډېری وخت په دې سر نه خلاصېږي چي په څه ډول خپله وظیفه ترسره کړي. کریس وایې دوی دي ایله پوه شي چي یوه نقشه څه ده یا دا چي په نقشه کي شمال او سویل کوم دی.
غچ اخیستنه
د این یو پي آی د څېړونکي ستوله اولریکسن په اند افغاني پولیس او نظامیان له پښتنو سره ،چي د طالبانو د حمایې لپاره د ملا د تیر حیثیت لري، دښمنانه چلند کوي. په تېره بیا پولیس.
اولریکسن وایې زښته ډېر داسي کسان شته چي یو څه نه یو څه لري چي غچ یې باید واخیستل شي او په دې کي شخصي ګټي(د شتمن کېدا هيلې) هم دخیلي دي. سړی په لاره کي یوه پوسته ودروي او بیا له دې نه د تېرېدونکو کسانو نه پیسې غوښتل کېږي او له خلکو نه په زور غیرقانوني مالیات اخیستل کېږي.
دی دې ته اشاره کوي چي پښتانه د دې وطن د وګړو لویترینه ګروپ دی خو دوی هم په پولیسو او هم په اردو کي زښته کم استازیتوب لري.
آیا فکر کوۍ چي افغاني پولیس او سرتېري به په رښتېا هم د ملکي وګړو د تلفاتو څه خاصه پروا نه ساتي؟
اولریکسن وایې: له خشونت نه آن د لیونتوب تر کچې زیات کار اخیستل شوی دی، چي اوس خلک د دومره ډېرو خلکو له مړینې سره عادت شوي دي.
د ناروې د دفاعې چارو وزارت د همدې قضیې په هکله د افتن پوستن غوښتنې ته لاځواب نه دی ویلی.
سلامونه
spinkar
06.08.2010
پتنګ صیب سلامونه او احترامونه وړاندی کوم٠
دمعلوماتو نه مو ډیره مننه٠
تاسو پوهیږی چه هره ورځ په افغانستان کی انسانان وژل کیږی هغه هم فقط پوښتانه٠
په بده رویه به خلک قناعت وکړی٠ مګر له بدو نه بدتر شته٠
په داسی راپورنو او ترجمو باندی با درده افغانان خو نور هم رنجیږی ٠
پس داخل او خارج کی پوښتانه ورنجیدل ځکه چه داخل کی افغانان خو دهغو افغانانو وروڼه دی او پری خفه کیږی٠
دوطن فعلی وضعه ټول افغان ته معلومه ده چه په پوښتون څه تیرږی.
تاسو ددغی مشکل دحل لاره کی قدم واخلی چه څه باید وشی او وکړو٠
په دغو ژورنالیستی احوالو سره به ې ګټه څه وی ؟ په غیر له دینه چه با درده افغانانو ته بیګاه ته خوب ورنشی او ټوله شپه په فکرو تیره کړی٠
تاسو نن دغمځپلو افغانانو خاص پوښتنو کوم درد ته څه رقم ملهم کیدلای شی٠
او که نه د ټول افغان مفته صفحه ده هر سړی په کی د زړه بغ اوباسی٠
نن له ځانه TV او رادیو جوړ نکړو، بلکه دعمل سنګر ته شو او دشمن ته خپل افغانیت او غیرت ښکاره کړو٠
کومه ورځی دناتو قوماندانی ته ورغلی یاستی کومه چیغه مو کړیده؟ چه یرغلګرو ددی غریب وطن او ولس نه څه غواړی؟
دا کارونه هغه څوک کولای شی چه واقعا په وطن مین او له سره پری تیر وی
نن دعمل ورځ ده نن دقیصو او د بغ ایستلو ورځی نه دی
خوشحاله اوسی ٠
pattang
06.08.2010
سپين کاره وروره سلام عليکم !
ستا خبره بيخي پر ځای دی او ستا وړانديز ډېر ځله ما کړی او هم مې دې خواته هغې
خواته منډې هم کړې دي ، دلته په جرمني کې ډير افغانان دي چې اکسريت يې خراب
سوابق لري او دانور يې خپلې پيسې ټولوي ٠ که په دوی کې ريښتيا دهېواد مينه
وی اوس به يې په مخکې مظاهرې کړې وې او يو حرکت به يې جوړ کړی وو٠
لنډ درته وايم که ژاړې او که خاندې :
دغه خلک دازادي خوڅښت د طالب په کټه
بولې فلهذا دوی يا خوشې پلمې کوي او يا د طالب خلاف عنا صر دي ٠
[color=brown:dc3cc49097]که په اروپاکې ژوند کوې زه درسره په يوه خبره ولاړ يم [/color:dc3cc49097]٠
ډېره مننه ستا له وړانديز څخه