د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د طالبانو ۶۹ مخه نظام نامه

monir
06.08.2010

د طالبانو ۶۹ مخه نظام نامه
طالبانو یوه نظام نامه خپره کړې ده چې له مخې یې خپلو وسله والو ته امر کړی دی چې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي.طالبانو نوي اصول وضع کړې دي چې له مخې یې خپلو جنګیالیو ته ویلې دي چې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي. له اصولو سره سم که څوک له افغان حکومت او ناټو سره همکاري نه کوي نو ژوند یې باید خوندي شي، کنه تیري کوونکي ته به د مرګ سزاء ورکړل شي.

دغه نظام نامه چې په نهه شپیته مخونو کې خپره شوې ده، اسوشیتد پریس اژانس ترلاسه کړې ده. نظام نامه حکم کوي چې طالبان باید له ملکیانو سره اسلامي چلند وکړي څو د خلکو زړونو او فکرونه خپل کړي.

بل لور ته په خپرو کړیو اصولو کې ویل شوې دي هغه کسان چې له بهرنیو ځواکونو او افغان حکومت سره کار کوي د دښمن د ملاتړ په تور باید ووژل شي.

تقریبا کال مخکې هم دې ته ورته لارښونې د طالبانو مشرانو کړې وې چې ورسره ځان وژونکي بریدونه لږ شي او پکې ژمنه شوې وه چې له نیول شویو کسانو سره به بد چلند نه کیږي او د سیمې د قوماندان له سلامشورې پرته به اسیر د پیسو په بدل کې نه خوشي کیږي.

تیرکال افغان او ناټو چارواکو د طالبانو اصول وغندل او ویې ویل چې طالبان د ځانو لپاره په دې ډول تبیلغ کوي.

تیرکال هغو سیاسي څیړونکو چې له طالبانو سره ډیر اشنا وو وویل، دغه اصول تر پوځي برخې ډیر سیاسي دي او طالبان غواړي چې په دې توګه د عوامو ذهنونه او فکرونه خپل کړي.

د ملګرو ملتو له رپوټ سره سم په افغانستان کې د وژل شویو ملکیانو اویا په سلو کې د طالبانو ځان وژونکو بریدونو یا د سړک د غاړې چاودنو وژلي او ټپیان کړې دي.

د طالبانو نوې نظام نامه دا تاییدوي چې د سړک د غاړې بمونه به له پلان سره سم په خپل ځای کې ایښودل کیږي، د خلکو کورنیو ته به د ګواښولو لیکونه نه استول کیږي او پر سړکونو به د مخالفانو د کورنۍ غړي په موټرسایکل سپاره خلک نه وژني.

اوسشیتد پریس اژانس د پولیسو د رپوټونو په استناد څرګندوي چې روان کال تر اوسه پورې هره میاشت لږ تر لږه د افغان حکومت درې چارواکي وژل شوې دي، دغه بریدونه په ټولو ولایتونو کې شوې دي او د اسوشیتد اژانس په وینا داسې هم شوې دي چې د وژنو رپوټونه رسنیو نه دې ترلاسه کړې.

http://pa.azadiradio.org/content/article/2118778.html


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more