د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

مه په هغی خوا ګوری

tandar
06.08.2010

سری وینی دی تویږی هری خواته پوښتونخوا ګوری
...............................................کړیږم نیمه شپه ده سرو سترګوته زما ګوری
مه ې منی زما خبره، خو دا ورځ به خامخا ګوری
............................................U.SA تجزیه کیږی که نن نه وی نو سبا ګوری
دا نه خوب اونه خیال دی ،نه تبلیغ دی چه کومه ې
...........................................دا جبر دزمان دی، دغه حال به خامخا ګوری
تقسیم شویدی جهان کی ،فقط وژلو دانسان ته
.......................................... نیول، اوټکول د دوی ظلمونه په هر چا ګوری
داسلام نړی کی، اورونه دی بل کړی ښه ې وینی
..........................................دغرزی په شانته ،ګوډایان به ې وارخطا ګوری
ما چه ژوند کی حدس وهلی، تل دی رښتیا شوی
..........................................کاسه ددی ظلمونو به نسکوره په دنیا ګوری
باوری دغه وعهده کړی ،سل په سله رښتیا نه شوه
..........................................زما په قبر لاړی تو کړی مه په هغی خوا ګوری



06.08.2010

...................................... د مشرانو ، لويانو او بزرګانو د اشعارو ارزونه او ارزښتونه
درنو دوستانو !
تاسو وګورئ باوري صيب څه عجب عجب الهامي پرنبوغه او وړاند ويونکي شعرونه د وطن په درد دردمن، ټوک ټوک
زخمي زخمي زړه له تله راباسي او خپل مظلوم ولس ته يې لکه اشرفۍ او لعلونه، طلايي مډالونه ، شعرې خزانې او کانونه ډالۍ کوي !
هغه خپل شعر ددې له پاره د عادي شعرونو فوروم ته نه دی ورکړی او د بحث دې فوروم ته يې لورولی څو له معنوی فيض او برکت
څخه په ژورو کتنو او ارزښتونو سره برخورداره شو، په تيره بيا دغه بيتونه يې د اندفرسا اعجاز په توګه مونږ او تاسې خپل، هيواد ،
سيمې او ټولې نړۍ راتلونکې ديرو حساسو تاريخي شيبو ته متوجه کوي او ړانده افغان ولس ته د تيارې لارې له پاره د لار ښودنې او
لار موندنې يو بل څراغ په لاس ورکوي :

[color=red:9db9f6c883]ما چه ژوند کی حدس وهلی تل دی رښتیا شوی[/color:9db9f6c883]
..........................................کاسه ددی ظلمونو به نسکوره په دنیا ګوری

دلته مونږ بايد د باوري صيب تجربوي حدثونه کومه ټوکه ونه بولو ، ځکه هغه قسم خوري چې ما کله هم په ژوند کې حدث وهلی غلط شوی نه دی او رښتيا راوتلی دی .
هو، چې دچا چې تش حدث د کاڼي کرښه وي، نو ريال فکر ، نظر او تحليل خوبه يې
بيا صرف د حقيقت په کاڼي کرښه نه ، بلکې پخپله کاڼی وي !
ددغسې پير څخه خو بالکل لاسنيوی په کار دی چې ځان پخپله د حقيقت اسماني تندر بولي، خبره يې د حقيت اسماني کاڼی ، حدث شريف يې د کاڼي کرښه
او خوبونه يې اعجاز وي ، دغسې پير حق لري چې خپلو مريدانو ته په خپل راتلونکي قبر قسم وخوري چې که دا او دا تيوريکه
وړاندوينه مې سمه را ونه وتله بياراشئ زما په قبر لاړې تو کړئ :

باوری دغه وعده که سل په سله رښتیا نه شوه
..........................................زما په قبر لاړی تو کړی مه په هغی خوا ګوری
مه ې منی زما خبره خو دا ورځ به خامخا ګوری
............................................U.SA تجزیه کیږی که نن نه وی نو سبا ګوری
دا نه خوب اونه خیال دی ،نه تبلیغ دی چه کومه ې
...........................................[color=yellow:9db9f6c883]دا جبر دزمان دی دغه حال به خامخا ګوری [/color:9db9f6c883]
هو! دغه جبر د زمان که په ننَنۍ دوه زريزه کې نه وي په بله دوه زريزه ( دريمه او څلورمه زريزه ) کې خو به يې بالکل احتمال وي،
ما شا الله ، دا خو يو رښتينی د زمان جبر دی :
زريزې او زريزې به تر هغه وخته پورې يوه د بلې پسې تيرېږي تر څو چې د ژوندي پير باوري بابا وړاند وينه رښتيا شي ! دا کار خو به
حتما کيږي ، ولې او څنګه به نه کيږي (؟؟؟؟) او له شک پرته له قيامت نه به هم مخکې کيږي!
نور بخښنه غواړم چې ددې شعر د عظمت له نور تحليل څخه زه هم عاجز يم !


pattang
06.08.2010

پتوالخانه ! هدف د خلکو لمسول دی ، هر څوک چې دازادي په لاره کې ګام
اخلي دقدر وړ دی او کور يې ودان٠



07.08.2010

[quote:094e7962d7="pattang"]پتوالخانه ! هدف د خلکو لمسول دی ، هر څوک چې دازادي په لاره کې ګام
اخلي دقدر وړ دی او کور يې ودان٠[/quote:094e7962d7]

ځکه خو مونږ هم (د ) :

[color=blue:094e7962d7]خلکو لمسون ته بوډا ګان لمسوو
....................................... جګړې لپاره پرې ځوانان لمسوو

سل افرين شه د افغان په همت
........................................ چې ځمکه ونيسي اسمان لمسوو

پريکړه به وکړو د پوره آزادۍ
................................................. چې تر اټکه به افغان لمسوو
[/color:094e7962d7]


سلامونه

tandar
07.08.2010

پتوال صاحب سلامونه.
په دا شپږو کرخو کی مو دواقیت انبارونه پراته دی که څوک ې په غور ولولی اوپوه شی.
زه نور څه په کی نه وایم دډیرو خولی شاید ځواب ورته ونه لری او وواې چه دا سړی
رښتیا خبره کړیده٠ نو زما زړه مو ډیر سخت پری ټکور کړو٠
زما دشعر په اړه چه تاسو کوم نظر په خپله بزرګواری ښکاره کړی او ډیر وخت موورته نیولی مننه کوم.
مګر که فکر و کړو ،، هیچا تر اوسه خدای ،ج ، نه دی لیدلی فقط له قدرتو ې پیژنی.
که تاسو د U.S.A داخلی او خارجی بهرانونه وڅیړی نو شاید ډیر تحولات به ې نه راتلونکی نسل بلکه که ژوند و مونږ ه هم نظاره کړو٠
اقتصادی بهرانونه به ې په سیاسی بهرانو کی یوداسی انفجار مینځ ته راوړی چه اواز به ې تر اسمانو رسیږی٠ هغه U.S.A به نه وی لکه چه وه ٠دا چه په څو برخو ویشل کیږی دخدای کارونه دی مګرد دی امکان شته چه شپږ قیسمته شی٠
علم غیب دخدای سره دی مګر زه ې دسر په سترګو وینم او احساسومه ې
دا تحولات یو طبیعی کار دی کومه معجزه نه ده٠
ډیرو انسانانو دیرش ، څلویښت کاله سره واده کړی وی اولادونه او یو شریک کور لری چه دخدای قهر پری نازل شی د طلاق په نوم جدا کیږی.
نو امریکایان خو فرشته ګان نه دی تر هغی چه دا دنیا وی او یوه امریکا وی
له کلو را پدیخوا غیر له اروپا نه په کوم یو اسلامی هیواد کی یو عادی سړی چه امریکاې طبعه وی سیاحت کولی شی؟
امریکاې واکدارارانو په خپله ټوله نړی د خپل ملت لپاره تنګه کړیده ولی؟
په دوی پسی داسی اهونه دی چه هغه اهونه خدای پاک هم ورته نشی بښلی چه یو مثال ې د بی ګناه انسانانو وینی تویول دی٠
په ځان دی راوله ،څوک به ددوی جنایات ورته وبښی یا د کمونیستیانو چه هره ورځ ې ډله یز قبرونه مو په وطن کی پیدا کیږی چه ژوندی ې تر خاورو لاندی کړیوه دا انسانان وه او که موچان وه، نور نه شم کولای چه نوشته کړم ځکه چه ګوتی می بی دمه غوندی شولی او فشار را باندی راځی٠
وطن فروشانو،قاتلانو او جنایت کارو ته دی خدای جزا ورکړی

د یو متحد او ازاد افغانستان په امید٠

ماته تورخم کی ژړا راغله....زه ولاړه پنجابی دی لټول درته جبونه



07.08.2010

باوري صيب د تورخم او خيبر په نوم دې زما احساسات هم راوړزول :

تورخمه ته به د لښکر لاره شې
............................................. يوځلې بيا به د ظفر لاره شې

خيبره نوم دې احساسات لړ زوي
.................................... د خپل تاريخ بيا د باور لاره شې

چې له امو تر اباسينه پورې
..................................... د لوی افغان د لر او بر لاره شې

چې دا ينکيان په ذوالفقار وباسو
....................................... بيابه اټک ته د خيبر لاره شې

دا تورسونټي به په تېښته تښتي
...................................... که د غازيانو د خنجر لاره شې


عنوان

tandar
07.08.2010

پتوال صاحب سلام خدای وکړی چه وخت مو ونه نیسم ٠
مګر ستاسو د احساس په ارتباط د خپل ناچیزه یو شعر ډیر کمه برخه ې دلته لیکم.
لر او بر نشته یو افغان دی..............پر دشمن باندی غږونه کوو
په پوښتواوپوښتنخوا باندی ویاړیړو........ دخوښې نه نن جشنونه کوو
..............................دوروی لاسونه مو ورکړی یو تربله
..............................سبا له قندهاره نه تر اټکه اتڼونه کوو
امریکا او غربیان څه کړی..............تور پنجابی هم ګوزارونه کوی
پټان ،اګهې، نه ډاریدل پرون بچیان.......نن په پټان باندی وارونه کوی
................... راځی چه ورپه یاد تاریخ داحمدشاه اومیرویس خان کړو
..................چه داسی سبا یاد شو لکه موږ چه په نیکو باندی فخرونه کوو
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
خدای راکړی هری خواته لوړ لوړ غرونه
...................................................له زمریانو ډک په کی پریمانه سنګرونه
تور پټکی په سر دشهادت جام ې په لاس کی
...................................................په الله اکبر لری ایمان ورسره نشته کفنونه
........................ هم ې ځوانې ،هم ې جذبه، هم ې دشمن شته
...................باوری واې راځی ورسره یوشوبیابه کله جهادونه کوو


عتیق الله
09.08.2010

واواواواواواواواواواواواواواواواواواواواواواواواواواواواواواواواواواواواو
داسې شعرونو ته يوازې واه واه وييلی شو!

اوس به درته د چا يو شعر ډالۍ کړم:
چی په خپله ترينه ګډ وډ وي ودان کور
هغه کس به څنګه سم کړي د بل وران کور
علامې د هغه چا د غرقيدو دی
چې د ګټې په ځای اخلي د تاوان کور
راشئ وګورۍ د خپل عمل د لاسه
هر سړي لره عبرت شو د افغان کور


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more