نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
داسی څوک به کله بیا راځی
tandar
04.08.2010
بی ننګو وطن خرڅ کړو نور ژړا راځی
..........................................دافغان په سر غمونه له هرخوا راځی
دنفاق اورونه بل دی هری خواته
.........................................دماشوم غوندی غولیږو داله چا راځی
ستورو داسمان چه په خنداخندا کتل کړل
.........................................پټ شول دبمونو په ګردو کی نه رڼا راځی
دشمال نه ترجنوبه، دشرق نه هم ترغربه
......................................... په هر کورکی دی ویرونه یوه غوغا راځی
ای ربه دنجات سړې راکی پیداکړه
........................................پخوانی تر خاورو لاندی کله بیا راځی
داحمدشاه اومیرویس خان تاریخ ژوندی کړی
.........................................واې باوری داسی څوک به کله بیا راځی
Lotfollah
05.08.2010
سلامونه
باوری صاحب ښایسته مو لیکلي دي. ما یوه څلوریځه له کوم ځایه اخیستې وه چې له بده مرغه شاعریې نه پېژنم خو زموږ اوسني حالت ته ښه پیغام دی:
د ژوند پهلوان
بې همت وي چې له ژونده شکایت کړي
لېونئ وي چې د تېرو حکایت کړي
پهلوان وي چې د ژوند په معرکه کې
موانع لرې کوي او حرکت کړي
په درناوی
پښتون یار
05.08.2010
واه واه لطف الله وروره ډیر ه ښکلې څلوریځه دې نوشته کړې ده
او خپل پښتونوالي دې معلوم کړي دي
الله دې همیشه داسې با احساس لره
ستاسو ورور فخرالدین
سلامونه
tandar
05.08.2010
خدایه افغان ته ته همت ورکړی
................................... له سره تیر، لږ غیرت ورکړی
ازاده خپله خاوره له دشمن کړی
...................................یو ژوندون ،ته دعزت ورکړی
لطف الله وروره ستا څلوریځه ډیره ښکلی اویو سبق دی ډیر لوی مفهوم په کی پرت دی٠
پوخوانیو دقدر وړ تاریخ پری ایښی دی او هغوی نشته٠
دا اوسنی نسل به راتلونکی نسل ته څنګه تاریخ پریږدی٠
ایا راتلونکی نسل به فخرپری وکړی؟
مننه
06.08.2010
لطف الله خانه ښې چارې !
که دا څلوريځه دې خپله نه وي نو د چا به وي ؟
د هر چا چې وي ښه کار مو کړی چې دلته مو را انتقال کړې
خو که دا پوښتنه د نر غوندې
په حقيقت ځواب کړې ، نو بيا به ته هم
موانع لرې کوې او حرکت کړې
او که حقيقت و نه وايې چې د چا شعر دی نو بيا به
موانع راجوړوې او پرې غفلت کړې
که څنګه ؟؟؟؟
راشه حال ووايه چې دا د کوم ژورانده شاعر [color=blue:45eda220a1]پيغام [/color:45eda220a1] دی ؟؟؟؟
pattang
06.08.2010
پتوال خانه تاته خو با يد مالومه وي چې د چا څلوريزه ده !
داخو داوسنيو ځوانوشاعرانو نده ،ما دا څلوريزه لوستلې ده خو
داسې مې په فکر کې راځي ? چې دا به د منافق سليمان لايق وي ٠
Lotfollah
10.08.2010
دوستانو سلامونه
[quote:bb67e37a4d]راشه حال ووايه چې دا د کوم ژورانده شاعر پيغام دی ؟؟؟؟[/quote:bb67e37a4d]
په دواړو سترګو پټوال صیب!
دا څلوریځه زموږ د وتلي شاعر سلیمان لایق ده ! د ښاغلي لایق د شعرونو په مجموعه کې چې " چونغر" نومېږي او د پښتو ټولنې له خوا خپره شوې ده د ژوند پهلوان د څلوریځې او نورو تر څنګ دا لاندې څلوریځه هم تر سترګو کېږي:
[color=blue:bb67e37a4d]پښتنو ته
د نجات د قافلې له سره هېر شوې
د ژوندون ساحل نه پټو سترګو تېر شوې
د توفان په څپو ډوب شوې خوار پښتونه
د نفاق په سېلاوونو کې چاپېر شوې[/color:bb67e37a4d]
په درنښت
pattang
10.08.2010
پښتو شاعر، پښتو ليکوال که پښتو ونلري داسې مالوميږي لکه په خره
چې داس کته ايښې وي٠ دسليمان لايق په څېره کې نه اسلام شته نه پښتو٠
پښتنو ته يې په ټولنيزه او ځانګړې توګه خيانت کړی دی٠
ددې خائن نوم بايد د پښتني شاعرانو له ټولنې لري شي ٠
که څه هم موضع بلې خواته ځي خو له نوم سره يې حساسيت لرم ٠
دې کافر نور کارونه هم کړيدي ، چې دلته دا پاڼه پرې مردارېږي او ديادولو وړ ندي ٠
نا لت په نا لا يقه .