د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په فورم کې دتکړه لیکوال (پتنګ صیب) شپږمه کلیزه: دنوموړي لیکنې کره کتنې ته وړاندي کیږي

قومندان
02.08.2010

درنو ورونو!
دهرڅه نه وړاندي دټول افغان له درنو چلوونکو او قدرمن شیرزاد کامه وال صیب نه دزړه له کومي مننه کوم چي په زیار يي هرچاته دا سهولت برابر کړی چي خپل اند ونظر له نورو سره شریک او تربحث لاندي ونیسي.
دټول افغان دبحثفورم په ویاړ زه شخصا له قدرمن کامه وال صیب نه شکریه ادا کوم.
که څه هم زه په دې فورم کي نوی ګډونوال یم خو څومره چې زه وینم په بحثفورم کي دالله په فضل موږ ډیر تکړه لیکوالان درلودلي او یا هم روزلي دي، یوتربله مو دمعلوماتو شریکولو ترڅنګ دمباحثي اخلاق او اصول مو پیژندلي او په دي رابطه مو ډیره تجربه ترلاسه کړې.
نه غواړم مقدماتي خبري مې اوږدي شي، ددې لیکني څخه زما موخه دا وه چي په فورم کي دیو نوي ابتکار ډبره کیږدم په دي ډول چي دهرلیکوال دنوم ثبتولو دکلیزي دپوره کیدو په مناسبت دنوموړي لیکوال دلیکنو مخکتنه وشي. ډیر دخوشالۍ ځای دی چي د اګست دمیاشتي پنځمه چې دراتلونکي پنجشنبې له ورځي سره سمون خوري دفورم د مشر او تکړه لیکوال ښاغلي پتنګ صیب شپږمه کلیزه ده چې شپږ کاله وړاندي په همدي ورځ يي په فورم کي نوم ثبت کړی او ددي لیکنې ترلیکلو پوري ټولي لیکني يي ۲۸۸۶ ته رسیږي.

هیله ده ښاغلي ګډونوال او لیکوالان د تکړه لیکوال او مشر شخصیت قدرمن پتنګ صیب په لیکنو خپل نظرونه، او اندونه ولیکي، همدارنګه له ښاغلي پتنګ صیب څخه هم هیله لرو چي دګډونوالو او لیکوالانو نظرونو، کره کتني او پوښتنو ته په سړه سینه او اطمنان ځوابونه ووايي.

او انشاءالله دالړۍ به دنورولیکوالانو په رابطه هم دوام ولري.
ډیره مننه

په ټاکلي موضوع ستاسو دلیکنو، نظرونو، او....... په هیله


Re: په فورم کې دتکړه لیکوال (پتنګ صیب) شپږمه کلیزه: دنوموړي لیکنې کره کتنې ته وړاندي کیږي

pattang
02.08.2010

[quote:fb44e3088d="قومندان"]درنو ورونو!
دهرڅه نه وړاندي دټول افغان له درنو چلوونکو او قدرمن شیرزاد کامه وال صیب نه
دزړه له کومي مننه کوم چي په زیار يي هرچاته دا سهولت برابر کړی چي خپل اند
ونظر له نورو سره شریک او تربحث لاندي ونیسي.
دټول افغان دبحثفورم په ویاړ زه شخصا له قدرمن کامه وال صیب نه شکریه ادا کوم.
که څه هم زه په دې فورم کي نوی ګډونوال یم خو څومره چې زه وینم په بحثفورم کي
دالله په فضل موږ ډیر تکړه لیکوالان درلودلي او یا هم روزلي دي، یوتربله مو
دمعلوماتو شریکولو ترڅنګ دمباحثي اخلاق او اصول مو پیژندلي او په دي رابطه
مو ډیره تجربه ترلاسه کړې.
نه غواړم مقدماتي خبري مې اوږدي شي، ددې لیکني څخه زما موخه دا وه چي په
فورم کي دیو نوي ابتکار ډبره کیږدم په دي ډول چي دهرلیکوال دنوم ثبتولو دکلیزي
دپوره کیدو په مناسبت دنوموړي لیکوال دلیکنو مخکتنه وشي. ډیر دخوشالۍ ځای دی چي د اګست دمیاشتي پنځمه چې دراتلونکي پنجشنبې له ورځي سره سمون خوري دفورم د مشر او تکړه لیکوال ښاغلي پتنګ صیب شپږمه کلیزه ده چې شپږ کاله وړاندي په همدي ورځ يي په فورم کي نوم ثبت کړی او ددي لیکنې ترلیکلو پوري ټولي لیکني يي ۲۸۸۶ ته رسیږي.

هیله ده ښاغلي ګډونوال او لیکوالان د تکړه لیکوال او مشر شخصیت قدرمن پتنګ صیب په لیکنو خپل نظرونه، او اندونه ولیکي، همدارنګه له ښاغلي پتنګ صیب څخه هم هیله لرو چي دګډونوالو او لیکوالانو نظرونو، کره کتني او پوښتنو ته په سړه سینه او اطمنان ځوابونه ووايي.

او انشاءالله دالړۍ به دنورولیکوالانو په رابطه هم دوام ولري.
ډیره مننه

په ټاکلي موضوع ستاسو دلیکنو، نظرونو، او....... په هیله[/quote:fb44e3088d]

قومندان صيب سلام عليکم !
وروره له ستاينې اوپورتني وياړه څخه چې تاسو محترم ماته را کړي او رابخښلي
مودي ډېره ، ډېره مننه ، اباداوسې٠
وروره ! زه په ليکوالانو کې ځان نه ګڼم ، زما مسلک بل شی دی خو له هغه نه
هم اوس کله چې په اندوستري کې کار کوم ،بل شی شوی دی ٠
ډېر ښه ليکوالان ، پتوال، غيرت ، غوټۍ ، حامد ، عادل عادل ، هيښ ، سافی ،
حليمي، لرغونۍ ..... او نور ډېرصاحبان دي چې له ټولو څخه زه وروستی يم٠
زما ليکنې ز ما له نظره مختلفې ندي ، ټولې په يوه محور څر خيږي چې
د ويدو(بيدو) پښتنو حق اوبيداري ته په خپل نظر سره مې متوجې دي ، تاريخ
ښيې چې پښتانه په خوب ويده اوسېلاب وړي !
داچې تاسو محترم زما له حرکت سره خاصه علا قه ښکاره کړې ده نو زړه مې
داسې راته وايې چې په تېرو هم يو څو لنډې کرښې درته وليکم :
ما خپلې ليکنې (ناندرۍ ، واقعتونه ) درباني د دولت په وخت کې په نورو پاڼو
کې په مختلفو نورو نومونوشروع کړې دي او تر اوسه پورې پکښې لګيايم٠
له يوې خوا کار له بلې خوا کور او اولاد او داټول اسانه کار ندی ، ياني زه دا کار
له بې کاري څخه نکوم ، بلکې داسې هدف يې بولم لکه د خپل رزق پيدا کول٠
په هغه وخت کې چې زه ښونځي ته تلم ، دهيواد پالني حس په کليوالي او مکتبي
کړويو کې ډېر وو چې زه يې تر اوسه پورې په زولنوکې بنداو په وياړ سره وفاداري
ورته کوم او وفادار پاته يم٠

په پښتني مينه پتنګ


رښتینی
03.08.2010

.

قومندان صاحب سلامونه می ومنه !

ستاسو دا موضوع ډیره جالبه اوپه زړه پوری ده او که ووایم چی دا موپه
ټول افغان کی یونوښت رامنځته کړ بیځایه به نه وی په ټول افغان کی ستونره
داده چی له سیاسی موضوعاتو پرته له نوروهغو سره څوک دلچسپی نلری
دلته ادبی موضوعات په صفر کی ضرب دی نور معلوماتی او فکاهی موضوعات
هم پاموړ نه بلل کیږی بس یوازی سیاست څښتن مړۍ دټولو د دلچسپی
وړ موضوع ده او په هغه کی له واقعیتونو بهتانونه او ناندرۍ زیاتی دی

دپتنګ صاحب دلیکنو په اړه به دومره ووایم چی دده لیکنی تقریبا ټول
واقعیتونه دی اودایوټکۍ باید روښانه کړم چی واقعیتونه خو به خپل
ذات کی ډیر ترخه وی نو هغوته دبیان داسلوب خوږ تبۍ ورکول ضروری وی
چی متاسفانه په دی ځای کی بیا محترم پتنګ صاحب یوڅه کمزوری بریښی

اوبل دمحترم پتنګ صاحب ثبات او استقلال دده هغه ځانګړتیا بللی
شو چی په دی بحثفورم کی یی بل ګډونوال نلری او ان د بحثفورمونو
مدیر له ده نه شاته دی دلته ډیر ښه لیکوالان راغلی او تللی دی خو که
هغوی هرڅومره ښه لیکوالان وو موږ یی څه کوو ځکه هغوی اوس له
موږ سره نشته او موږ یی پری ایښی یو خو پتنګ صاحب هغه درحمان
بابا په وینا: لکه ونه په خپل مقام مستقیم پاتی دی
له لوی څښتن نه اجرونه ورته غواړو
ولا نزکی علی الله احد

قومندان صاحب بریالۍ اوسی اوله ټولو ګډونوالو او لیکوالانو نه
هیله کوم چی داموضوع په ښکلی توګه مخ په وړاندی بوځی

په مینه


M Tahir
03.08.2010

درنو وروڼو سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ

قومندان صيب زۀ خو ورک سړی يم کله کله که راغلط شم هم چندان ولاکه راباندې ورکه ويرانه وي خو ماشاالله دا نور وروڼه چې له يوې خوا د ليکوالۍ پخه تجربه لري او بل هر يو يې مسلکي زده کړې هم لري چې يو له دوئ څخه محترم پتنګ صيب دی . پتنګ صاحب د پښتنوالي او اسلاميت د ګډې مبارزې د سپېڅلي سنګر يو زړور مجاهد دی . کله چې مې يي هم دريځ ليدلی، خدای سته چې پرې خوشحاله سوی يم . الله جلجلالۀ دې يي د پښتو او اسلام د خدمت لپاره قلم پياوړی او د ګران پېغمبر صلی الله عليه واله وسلم د روښانه لار سپېڅلی ژوندی ورکړي . امين ثم امين
پۀ مينه
ستاسو طاهر


مبارک

tandar
04.08.2010

زه هم پتنګ صیب ته په خپل وار مبارکی وایم ٠
پتنګ صیب چه زه پژنم یواځی دلیک له لاری پوښتنو ته خدمت نه دی کړی بلکه عملا هم ډیری منډی دپښتنو دیوالی لپاره دوطن دازادی لپاره کړی او کوی ې٠
پتنګ صیب یو څپیلی ځیګ پوښتون دی چه زه پری ویاړم٠
دده ارمانونه دپوښتنو سرلوړی ، هوساې او خپلواکی ده٠
ده ته ښه صحت او برالیتوب غواړم٠
مننه٠


عادل عادل
11.08.2010

سلامونه

لومړی د قومندان صیب د نوښت نه مننه کوم، خدای دې مونږ ټولو ته دا ظرفیت را په برخه کړي چې د یو د بل د منلو او سوچه تللو فرهنګ خپل کړو.

که څوک داسې پیدا شي چې یو بحث پرانیزي چې عنوان یې وي : "د بحث فورمونو په ګډونوالو کې څوک د چا د لیدو کتو او ملاقات هیله لري؟" نو زه به د ډیرو نورو په څنګ کې د ښاغلي پتنګ صیب د ملاقات هیله وړاندې کوم.

ښاغلی پتنګ صیب یو حقوقي، اصولي، دروند، مشر او پوه انسان دی چې په حقیقت ولاړې خبرې/لیکنې کوي، د حق پټوونکو په وړاندې هیڅ ډول انعطاف نه مني، له سیاست بازانو نه نفرت کوي او د منلو افغاني او دیني معیارونو په تله او هغوی ته د متقابل التزام او احترام په بنا د نورو درناوی کوي.

د ښاغلي پتنګ صیب خبرې دده د خپل فکر زیږنده دي چې دیني او ملي احساس یې له ورایه ترې څرګندیدای شي، په ځان، خپل قوم او دین باندې کلک باور لري په همدې اساس د هیڅ ډول تبلیغاتو تر تاثیر لاندې نه راځي.

په هر حال مونږ او تاسو ته پکار ده چې د شخص د پالنې او ازرونې پر ځای د هغه د فکر پالنه او ستاینه وکړو تر څو خدای مکړه د تشویق، ترغیب او تشجیع پر ځای طرف، لکه څنګه چې په افغان فرهنګیانو کې معموله ده، د ځانغوښتنې او ځانپالنې په ناوړه رنځ سره اخته نکړو.

په پای کې ښاغلي پتنګ صیب ته د اوږد عمر او صحتمند ژوند دوعا کوم.

په درنښت



19.08.2010

پتنګ صيب زمونږ او ستاسې پخوانی يار او د ټول افغان د بحثونو پخه سټه ده !

په مشرانو کې دغه ځوان مشر په مبارزو او مناقشو کې د پخې تجربې خاوند دی او خپلې خبرې لنډې او د کاڼي کرښې په توګه وړاندې کوي
او رښتيا هم لکه رحمان با با چې وايي : [color=blue:b08c933d9b]خطا نه درومي ګوزار د دروېشانو![/color:b08c933d9b]
نوموړی د ډګر سړی دی ، تر هرچا دمخه ميدان ته ورځي او تر ټولو وروسته ډګر پريږدي !
د وجدان له پريکړې پرته څه نه ليکي او که هر څومره کم څه وليکي دده د وجدان غږ په کې روښانه ځليږي !
په پښتو پښتونولۍ دين او وطن مين او د مينې د لمبو يې رښتينی پتنګ دی !
پتنګ بې علوماته نه ګړيږي او که په يوه سکالو کې معلومات ونه لري تر ليکنې مخکې پرې اعتراف کوي او بيا پو ښتنه وړاندې کوي .

د پتنګ منحرف او منافق کسان ډير بدې ايسي او په رسوا کولو يې صرفه نه کوي.
له بحثفورمونو څخه د کوشان غوندې اسلام دوښمنه کسانو
په ايستلو کې يې په زړه پورې رول لوبولی او تر کومه ځايه چې زه خبر يم د مسول سره يې په دې برخه کې بشبړ ملاتړ او مرسته کړې ده .

پتنګ زيات د عملي اړخ پلوی دی او د خبرو اوږدول د وخت ضايع بولي ،
حوصله يې ورته تنګيږي آن تر دې چې سړی په ترخو الفاظو هم مينځي !

خو پتنګ دبل په ترخو هم نه دی خفه شوی اوتل په ورين تندي يې ځواب ورکړی دی
نوموړی د بنډار ځوان هم دی او په ټوکه ډير ښه پوهيږي !

پتنګ د پښتونولۍ په دود مين پښتون دی ، دغه ليلی يې له تاريخي سينګار پرته خوښيږي او په ابدي جامو کې يې رانغاړي، نو په دې اندتوګه کې ترې
د پرمختګ او بدلون غوښتنې هم قضا کيږي او کله ترې په پښتنې دود د تاريخي نادودو غچ په مطلقه غوښتنه اوړي چې په اسلام کې د بخښنې د غوره
ځانګړنې او تاريخي رياليزم سره چندان اړخ نه لګوي .
خو داچې پتنګ صيب د يو لوړ اخلاقي شخصيت او ټينګ غزم خاوند دی، چې زه يې په دوستۍ وياړم ، او لا هم ځوان پاتې دی ،
نو په دې برخه کې هم ترې د بري انتظار بيځايه نه دی او زه باور لرم چې پر ځان به نور هم کار وکړي !

و من الله التوفيق !


كريم كامران
27.08.2010

سلامونه مې ومنئ.

د پتنګ صاحب په اړه پتوال صاحب کافي او شافي خبرې کړي.
زه د پتنګ صاحب مشرتوب ته ډیر احترام لرم، هغه شی چې د پتنګ صاحب په لیکنو کې مې ډیر خوښ دی د پتنګ صاحب سپینې خبرې دي، خو داسې ښکاري لکه څنګه چې د پتنګ صاحب خبرې سپينې دي په زړه هم سپین وي او ښايي د مشرتوب ترڅنګ بل همدا علت وي چې ترخه خبره او غوسه یې په هیچا بده نه لګي.
ډیری لیکوالان له پښتو سره د مینې نارې وهي خو په لیکنو کې یې پښتونواله نه ترسترګو کیږي، خو که وګورو د پتنګ صاحب په لیکنو کې پښتونواله له ورایه معلومیږي.
دروان مقاومت په اړه د پتنګ صاحب دریځ د ستایلو وړ دی.

له پاک رب څخه ورته اوږد او خوشاله عمر غواړو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more