د موضوعګانو سرپاڼه
  
    
      
    وطن پال او نور ګټور شعرونه
دا مخ دي او که ديوال؟
      salou
      17.04.2004
    
تا له مخه جوړ ديوال کړ
پکي زده د هر  کمال کړ
بنايي   که  رنګمالي  ده 
ګېل ماله  که رسامي ده
غټ شونډان د رنګماليکړل
عاشقان  د  تاواني   کړل
هم د سترګې رسامي کړې
چې  نازونه اضافي  کړې
له  نوکانو  دی     جارېږم
خوب کي مه راځه  ډاريږم
نه سکولپټور يي د ليوناردو
نه هم تابلو د    پيکاسو يي
ته کوتر د ډينګو   غرو يي
زمونږ روح زمونږارزويي
         :lol: سالو :lol: