ادبي ټوکې ټکالې
ملا صاحب د شنه اسمان چکرونه خو وهی، ته وګوره چه ځما خره چیرته نه ښکاری؟
tandar
29.07.2010
ملا صاحب د شنه اسمان چکرونه خو وهی، ته وګوره چه ځما خره چیرته نه ښکاری؟
په یوه کلی کی ملا ملاې کوله مګر په دواړو سترګو ړوند یعنی قاری و.
دده ډوډی دکلی په خلکو وه.
بعضی وختو کی له یوه کوره یوی پیغلی نجلۍ ورته ډوډی راوړله .
خلاصه قاری دنجلۍ سره دوستی پیدا کړه.
یوه شپه دهمدغی نجلۍ د ډوډی راوړلو وار و.
قاری ورته وویل چه بیګاه ته ډوډی لږناوخته راوړه چه خلک ټول کوروته لاړ شی نو زه او ته به سره ګرمه میله تیره کړو. نجلۍ هم ومنله او تر ماښامه ې خوشحالی کوله.
په همدی ورځ یو کلال څه کټوی خرڅی کړی اوڅه پاتی دی نو دشپی تیرلو لپاره ماښام همدی جومات ته راغلی او کټوی د جومات په کونج کی ایښی دی.
یو باغوان هم ټوله ورځ ګنی ، ګازری ، املوک او بویان څه خرڅ کړی او څه پاتی دخپلی خورجینی او پاوی ، چارکی او تلی سره جومات ته ماښام ننوتی او غواړی شپه تیره کړی٠
یو بل سړی خره ورک کړی وه ټوله ورځ پسی ګرځیدلی و نه ې وه پیدا کړی ماښام شوی و غوښتل ې همدی جومات کی شپه تیره کړی.
مګر ملا صاحب له دری مسافرو نه خبر نه و چه په جومات کی نن شپه تیروی.
ماسختن تیاره شوه چه نجلۍ د ډوډی سره جومات ته راغله.
خیر ملا او نجلۍ سره په معامله جنګاو شوه.
دښه جوش په وخت کی نجلۍ له ملا پوښتنه وکړه ؟
ملا صاحب خوند ې څنګه دی او چیرته ې ؟ملا ورته وویل٠
پوښتنه مه کوه زه په شنه اسمان کی ګرځیږم٠
د خرو خاوند پری غږ کړ ،ملا صاحب وګوره چه زما خره چیرته نه ښکاری ؟
نجلۍ ملا ته وویل چه وباسه وباسه چه سړی دی.
دګنیو او ګازروالا فکر کولو چه ولا د خورجینی نه څوک ګازری وباسی ،نو پری غږ ې کړ چه و نه باسی چه په پاوی به دی په دا سر وولم.
کلال وارخطا شو چه په ویشتنه ویشتنه کی خو تبا کیږم٠ ور غږ ې کړ٠
پام چه وار ونه کړی چه ټولی کټوی به ماتی کړی.
نجلۍ دوه پښی خپلی او دوه ې قرض کړی او کورته ې ځان ورساوه ٠
یعنی میله خرابه شوه٠ااا