ادبي ټوکې ټکالې
دچااوری؟
tandar
27.07.2010
یوه سړی غوښتل چه د غنمو ګوډی ژرندی ته یوسی او ا وړه ې کړی٠
غوښتل ې دچانه څاروی راولی او پری ژرندی ته کوډی یوسی٠
نور څوک نه وه د ملا نصرالدین کور ته ورغی٠
د ملا صاحب نه خر وغوښته ، ملا صاحب په ځواب ورته وویل چه خر نشته٠
په دی وخت کی خر په غیجله کی رمباړی شروع کړی٠
سړی ورته وویل چه ملا صاحب ، خر خو هلتۀ ولاړ دی٠
ملا صاحب ورته وویل چه د چا اوری ؟
ته زما اوری او که دی خره؟
عبد السلام
28.07.2010
[quote:26a9347c7c]په دی وخت کی خر په [color=darkblue:26a9347c7c]غیجله رمباړی[/color:26a9347c7c] شروع کړی٠[/quote:26a9347c7c]ها ها ها : وایي کوم ماشوم په ژوند کې خر نه ولیدلی ،چا وروښود او ترې یې پو ښتنه وکړه چې دا ځناور څه شئ دی ؟ ماشوم ورته وویل دا غټه اوزه ده !
اوس د ملانصرالدین په غوجل کې به هم ښایي کوم غویي او یا کومې غوا رمباړې وهلې وي !
زمونږ په لهجه کې خر ، هنګیږي .
آس، شڼیږي .
غویه اوغوا ، رمباړې وهي .
اوښ ، غړ غړې کوي ، اویا غړیږي .
زمری ، غړمبېږي .
سپی ، غاپي.
پیشو، میو کوي .
اوس یوه پوښتنه : پسه ، اوزګوړئ ، چرګه، مرغاوي ، او نور ځناور، مرغان، او خزنده څه کوي ؟ ځواب یې تاسو اویا نور دوستان ووايئ .
په درنښت
رښتینی
28.07.2010
ښاغلی عبدالسلام همداسی ده دخره رمباړی په ټوکه کی دننه
یوه بله ټوکه ده :)
اوزګوړۍ :بړیږی
چرګه :کړتیږی
مرغۍ : چوڼیږی
میږه :رییږی
اودخره په اړه دومره زیاتونه کوم چی یودخره کوچنۍ اواز وی چی کله یی
څښتن واښه ورکوی هغه مهال یی دی کوی او یو یی سمه مخلصانه هنګیدنه
وی هغه لومړی کوچنی اواز ته یی سونګیدل وایی
نور په نورو یارانو
عادل عادل
28.07.2010
سلامونه
وایي چې طالبانو وظیفه (صحبت) ټولاوه، کور په کور به یې نارې وهلې چې طالبانو ته سوبت راوړئ، په دې منځ کې یوه طالب د شوخئ له مخې یوې بوډئ ښځې ته وویل جې حمارې ترورئ طالبانو ته صحبت راوړئ.
بوډئ ښځه چې د حمار په مانا نه وه پوهیدلې، د خپل ارادت او اخلاص له مخې داسې ځواب ورکړ چې:
زویه حماران خو تاسو یاست چې د نبي په مسله ناست یئ.
سلامونه
tandar
28.07.2010
عبدلسلام وروره سلامونه٠
تاسو رښتیا واې دا یوغټ خدت خپلی ژبی ته دی هر شی ته باید خپل نوم او کلیمه ولیکل شی مننه چه خپلی املا ته دی هم متوجه کړمه زه خو بیا هم زیار وباسم چه په پښتو یوڅه ولیکم مګر ډیر خلک شته نه یواځی په خپله ملی ژبه خبری نه شی کولای حتا او پری شرمیږی ددوی د سمون لپاره هم یو جهاد په کار دی
تاسو دډیرو حیواناتو د غږنو تپوس کړیدی٠
مګر دا غږونه او یا اوازونه دهر حیوان د ژوند دحالاتو سره شاید فرق ولری٠
غټ مثال ې خپله انسان دی، په نورمال خبرو کی یو اواز لری، په خندا کی بل شکل لری او په ژړا کی بل وزن او قافیه لری٠
ما شومان هم کله کله چه ناارامه شی رمباړی وهی٠
مګر ماته رمباړی یوه عمومی کلمه ښکاری ، دهر حیوان غږ چه له نورمال حالت نه پورته شو هغی ته رمباړی واې او دغه رمباړی ځانته معنا لری٠
مثال چه خره ته دانه ورکوی او یا ې خوری هم یو څه اواز وباسی مګر مونږ ورته رمباړی نشو ویلی او شخوند وهل رمباړی نه دی ٠
په دی باندی شاید چه د خرو ډاکتران معلومات زیات ولری او دخره هنګیدلو یعنی رمباړو ،، په غیجل کی او د باندی ،، فرق وکړی شی٠
اول یو خر ولی په غیجل هنګیږی ؟ زړه ې تنګ دی غواړی بهر ووځی ؟وږی دی؟
دویم یو خر دباندی په پټیو کی هم هنګیږی هلته ې له هنګیدو څه مطلب دی ؟
ایا شوق ې راغلی دکومی خری غوښتنه کوی ؟
او یا خاندی ، او خوشحالی کوی ، او یا په خپله ژبه ځانټه لنډی واې.
په دی حساب سره اروپایان ډیر مښکی دی شا ید ډیرو سوالونو ته په اسانه ځواب ورکړی٠مونږه هم په اطراف د وطن کی ژوند کړیدی ځمکه او مالداری مو لرله.
که کوم متخصیص د اوازونو په باره رڼا اچولوه نو زما سوال ترینه دادی٠
خر چه د خری سره کورواله وکړی او وروسته چه د خری له ډډو نه ښکرته کیږی
هم زویرګی رقمه غوندی اوازونه وباسی ، دی اواز ته څه واې ؟
دوه سوه کیلو بار لاندی دغسی اوازونه نه کوی او دومره ستړی نه وی لکه پس له کورواله نه ،ولی؟
او کله کله خپل وربوز پورته جګ کړی او خپلی شونډی سره وپړپوی،په دی کی هم یو اواز وباسی ددی اواز نوم څه دی او مطلب ې څه دی؟ دی په کوم حالت کی قرار لری ؟
لکه چه دملت غمونه لاړل اوس دخرو په قیصو کی شولو٠