د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

باټه

بڅرکی
27.07.2010

یو سړي په یوه مجلس کښي باټي وهلې چي په څو خارجي ژبو خبري کولای شم خوصوصاً په انګلیسي ٬ په دې وخت کښي د مجلس یو تن ترې پوښتنه وکړه چي موږک ته په انګلیسي کي څه وایي؟ باټک ورته وو ویل چي له ډیرو کوچني شیانو څه دي پېل وکړ٬
سړي ورته وو ویل چي داسي ده نو فل ته څه وایي؟ څرنګه چي دی په دې هم نه پوهېدو نو ویې ویل چي دا دي ډیر لوی شی یاد کړ٬سړي ورته وو ویل چي وو وایه پسه ته څه وایي؟
باټک چي په دې هم نه پوهېدو نو ویې ویل چي یوازي په دغه نه پوهېږم........ ډير مه خاندئ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more