نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د جنرال حميد ګل نوې مرکه
26.07.2010
د ويکيلېکس له خوا د 90000 محرمو اسنادو د رسوا کولو په اړه د جنرال حميدګل انکارونو او منښتو په اړه :
http://www.spiegel.de/politik/ausland/0,1518,708492,00.html
[color=blue:283d7516b0]همدارنګه :[/color:283d7516b0]
http://www.tolafghan.com/posts/18859
http://www.nytimes.com/2010/07/26/world/asia/26warlogs.html?_r=1
عادل عادل
27.07.2010
سلامونه
وروره دا خو څه صحیفې نه دي چې له اسمانه رانازلې شوي وي او مونږ یې په سترګو ومښو، دا هغه اسناد دي چې جوړونکي یې زمونږ د دین او وطن دښمنان او یرغلګر دي، دا ډول افشاګرئ ټولې ډرامې دي، ما خو پکې داسې څه چې واقعا حیرانوونکي وي ونه موندل.
كريم كامران
27.07.2010
له څه مودې راهیسې امریکا په دې یقیني شوې چې افغانستان دپاتې کیدو نه دی او شکست یې حتمی دی، نو په مطبوعاتو کې ډيرې غټ غټ ارقام او لویې لویې احصايې راوړاندې کیږي چې په لومړي ځل لیدو سره هر لوستونکی هیښ او حیران کړي. څه موده وړاندې په افغانستان کې د ۳ تریلیون ډالرو په ارزښت دمعادنو دکشف خبر اعلان شو، هغه چې څه ناڅه په سړیدو شو دا دی د ۹۰۰۰۰ پټو اسنادو دافشا موضوع مخې ته راغله، څه موده وروسته چې په دې خبر لږ وخت تیر شي بل همداسې هیښوونکی خبر به نشر ته چمتو او مطبوعاتو ته ورکړل شي. که رښتیا ووایم دې هیښوونکو خبرونو زه هم حیران کړی یم، حیرانتیا مې په دې کې ده چې تراوسه په بشپړه توګه په دې مطمئن شوی نه یم چې په مشخصه توګه ددې راپورونو اهداف څه دي او بیا په داسې حال کې چې د امریکايي اشغال ټغر له افغانستان څخه دټولیدو په حال کې دی؟.
آیا امریکا غواړي تریوه حده ولس په دې هیښونکو راپورونو په حیرانتیا کې بوخت وساتي او له افغانستان نه ددوی ټغر راټولولو څخه توجه واړوي؟
آیا امریکا غواړي نړۍ ته دا انطباع ورکړي چې له طالبانو سره دبهرنیو هیوادنو مرسته وه ځکه مونږ شکست ته مجبور شوو؟
آیا امریکا غواړي خپله افغان ولس ته دا احساس ورکړي چې ستاسو مقاومت مونږ ته دټنګیدو نه وه ځان ته مه غره کیږئ له تاسو سره بهرنۍ مرستې وې ګنې ستاسو په شان خوار، ضعیف، تش لاس ولس، او مونږ ته شکست راکول؟!!!!!!!
آیا امریکا غواړي څه ناڅه دخپل ولس له ملامتۍ څخه، په دې درواغژنو راپورنو چې عناوین یې هم ورته ډیر جالب غوره کړي، ځانونه وژغوری؟
خو که ددې راپورونو ترشا هر هدف پټ وي امریکا دې په دې پوه شي چې لمر په ګوتو نه پټیږي، او دا کوښښونه محض دوخت ضایع کول دي، دامریکا لپاره غوره داده چې څومره ژر کیږي له افغانستانه پښې سپکې کړي دا کار هم دامریکا، هم دمتحدینو، هم دامریکا دولس، او هم دافغانانو په نفع او خیر تمامیږي.
27.07.2010
سلامونه
عادل خانه وروره دا مرکه خو جنرال حميدګل جوړه کړې ده ، ايا تاسو دده مرکه په دې جملو غندلی چې :
[quote:994965689e]دا هغه اسناد دي چې جوړونکي یې زمونږ د دین او وطن دښمنان [/quote:994965689e] دي ؟؟؟؟
واقعا ً نه يواځې اشغالګر ، بلکې جنرال حميد ګل او اړونده ISI هم زمونږ د وطن دوښمنان دي .
او که نه مطلب مو دغه لينک دی چې :
http://www.tolafghan.com/posts/18859
طالب ISI
27.07.2010
سلامونه،
کامران صاحب د خوشحالئ ځائ دادئ چی، بهرنیان شاید ووځی، بمبارئ به بنده شی، نور به مظلوم اولس امریکایان په بمو نه وژنی، او طالبان به یی، په ځان مرګئ بریدونو.
خو د بدبختئ ځائ دائ، چی ټوله نړئ به راسره مروره وی، او له همدی مجبوریت څخه به پاکستان استفاده وکړی، بیا به سو مخی بهرنیان وتلی وی ، خو په ځآئ به یی، تور مخی پنجابیان راشی.
په کابل کی به شریعت وی، خو په پیښور، اسلام آباد او لاهور کی چی افغانئ پیغلی د غریبئ له کبله، خپل عزت پلوری بیا د طالب جان هیڅ پروا پری نه شته.
همغه تورخم، همغه د مهاجرو بی عزتی به بیا پیل شی.
اوس خو که غلا ده، که اداری فساد دئ ، که بهرنیان دی، خلکو ته یوه حلاله او مرداره پیدا کیږی.
نو زه نه پوهیږم چا تاسی ولی د طالب خالص حکومت ته داسی خوشحاله یی، زما په اند چی دولت خلکو ته د کار، ډوډئ، تجارت، سیاسی او تجارتی اړیکو زمینه برابره نه کړه، اصلآ حکومت نه دئ.
زما او ستا مشابهت دادئ چی زه هم طالبان غواړم او ته هم، خو زه یی، داسی غواړم چی د کرزی حکومت کی داخل شی، راتلونکی ټالټاکنو کی د برخه واخلی، که خلکو ددوی پروګرامونه خوښ کړل، بس دوی پوه شه، او حکومت یی.
او ته وایی چی لکه تیر ځل، ملا صاحب مشر وی، او عام خلک لکه حیوانات چی په هره لاره ځی ورسره لاړ شی.
ډیر ښه کار وشو، چی د ای،اس،ای اداره نوره هم په ټوله نړئ که وشرمیده، خدای د داسی ورځ والی، چی هیڅ پاکستانئ هیڅ ملک ته د تګ اجازه ونه لری.
اقتصاد یی خراب، او غربت پری حاکم شی، تر څو مظلوم افغانان ددوی له شر څخه په امن پاتی شی.
Sangar Watan
28.07.2010
محترم ليکونکی،
ستاسو دا ليکنه ډيره ضعيفه او خدای مکړه دمنطق نه لرې بريښي:
[quote:66927dac92]زما او ستا مشابهت دادئ چی زه هم طالبان غواړم او ته هم، خو زه یی، داسی غواړم چی د کرزی حکومت کی داخل شی، راتلونکی ټالټاکنو کی د برخه واخلی، که خلکو ددوی پروګرامونه خوښ کړل، بس دوی پوه شه، او حکومت یی. [/quote:66927dac92]
ځکه:
که راپورونه رښتيا وي نو طالبان دپاکستان دګټو ساتونکي دي.
دکرزي دحکومت په غلامۍ که خو هيڅ شک نشته٠
تاسو غواړئ چه پاکستاني او انګريزي نوکران سره يو او زموږ په هيواد حکومت وکړي ! :shock:
نه ورورکه،
که انګريز اوامريکا وغواړي،په څوو محدودو مياشتو کې به زموږ دهيواد
غميزي ته دپای ټکی کيږدي٠
مګر تاسو غواړئ چه مقاومت قطع،نابود او ټول غرب ته تسليم شي٠
ديوه ناپييلي اند څښتن داسې وائي:
که په رښتيا سره غربيان په افغانستان که دجنګ نه ستړي شوي وي،افغان ملت
بايد په سوله ايزو هڅونو او نوښتونو ،غرب مجبور او يا قانع کړي چه
واقعا ازادې ټولټاکنې تر سره او دملت واکې ټاکل شوي حکومت ته وسپاري٠
shokoor
28.07.2010
سلام علیکم
[quote:5d706bf458="sangar watan"]ديوه ناپييلي اند څښتن داسې وائي:
که په رښتيا سره غربيان په افغانستان که دجنګ نه ستړي شوي وي،[color=blue:5d706bf458]افغان ملت
بايد په سوله ايزو هڅونو او نوښتونو[/color:5d706bf458] ،غرب مجبور او يا قانع کړي چه
واقعا ازادې ټولټاکنې تر سره او دملت واکې ټاکل شوي حکومت ته وسپاري٠
[/quote:5d706bf458]اصلی ستونځه په همدې [color=blue:5d706bf458]( باید)[/color:5d706bf458] کلمې کې ده چې د ده ناپییلي اند څښتن خبره یواځې یو خوب او خیال پاتې کیدای شی چې د موجودو واقعیتونو په شته والي کې محال هم دی! باید داسې وشی باید هسې وشی، نوښتونه به پخپل ځای پرېږدوو . افغانان او اتفاق؟؟؟
والسلام
اور- بل
28.07.2010
محترمو خوندو او ورونو ته له سلام وروسته :
هر ضد خپل نقيض لري او حقيقت په يوه باندې د بل په بري کې نه، بلکې ددواړو په منځ کې پروت دی . افراطي اضداد هر يو په خپل وار حقيقت
له دوښمن اړخ سره په منځ کې پروت حقيقت هم نفې کوي، ځکه د اضدادو افراطيت
په همدې معنی دی يواځې ځان د حقيت لرونکی او برحقه معرفي کوي
او خپل ضد د حقيقت مطلق ضد ښيي . خو دا سمه نه ده ، برعکس حقيقت يوه برخه په يوۀ کې او بله يې په بل کې او دريمه برخه يې
ددواړو ترمنځ مستقله پرته وي .دغه مستقله برخه نه يواځې مستقله ده ، بلکې د کيفيت له مخې لوړه هم واقع وي - په دې معنی چې د خپلو دوه
برخو چې يوه له يو ۀ او بله برخه له بل ضد سره نښتې ده دواړه اضداد خبل لور ته راکاږي :
يعنې دحقيقت دغه مستقله برخه لکه د يو درې ګوډيز يامٍثلٍث په راس کې واقع او
افراطي اضداد يې په دوه لاندې ګوډونو کې موقعيت لري :
کله چې دوی يو بل نفې کوي او يو د بل پر ضد ُ ُ مبارزه ُ ُ کوي نو په دغه حرکت او تعامل کې دخپل نغښتي حقيقت په مټ د مثلٍث د راس خواته
د مستقل حقيقت په لور د وتر په خط سير هم حرکت ته مجبوريږي .
يعني په بله جمله : نه يواځې دوی خپله يو بل سره په افقي ډول نفې کوي بلکې همزمان د لوړ او مستقل حقيقت له خوا هم نفې کيږي
او په دې توګه د نفې نفې د قانون سره سم د لوړ حل خواته خوځيږي يا د دواړو ضذينو څخه چې يو يې تېز او بل يې انتې تېز جوړوي
سنتيز رامنځه کيږي په کوم کې چې د حقيقت درېواړه برخې د حل يا محصول او نتيجې يا پرمختګ په شکل په لړه کچه رامنځته کيږي .
که د افغانستان دوه مارو قطبونو(ضدينو) ته وګورو په يوۀ کې هم ټول حقيقت پروت نه دی، بلکې له دوه برخې يې باطلې او يوه (دريمه) برخه
يې حقيقت جوړوي، خو تر څو چې دوې يو د بل پرضد خپله جګړه او مبارزه مطلقوي
تر هغه وخته خپلې حقيقي خوا په پام کې نه نيسي او د خپل افراطيت
يا باطلو برخو له لاسه يې اغيز پر ځان نه مني او تر هغه وخته پورې هدف صرف يو د بل تباه کول وي ، نو ددې تيز او انتې تيز څخه سنتيز يا
واقعي حل او پرمختګ هم منځته نه راځي او ددوی په جنګ او مبارزه کې د حل او پرمختګ دياليکتيک هم نه ليدل کيږي .
نو راځۍ وګورو هغه حقايق چې د کابل حکومت او طالبانو په خواو کې شته هغه ولټوو ، وېموندو او په لوړه سطحه يې د مستقل حقيقت په لور
سره ترکيب اودنفې نفې په شکل يې د حل سنتيز ته ورسوو :
د حقيقت دغه درې برخې( ٢ نغښتي او ١ مستقله برخه) به څشی وي ، په دې اړه پۀ به بياشي، تاسو ګرانو لوستونکو هم پرې فکر وکړئ او په بل ځل به يې
دبحٍث له پاره وړاندې کړو ، تر هغه مو په لوی الله سپآرم .
عادل عادل
28.07.2010
سلامونه
ِغوټئ خورې حتمي نه ده چې د کتابونو ټولې علمي او تجربي تیورئ دې زمونږ په حالاتو باندې سل په سلو کې د تطبیق وړ واوسي.
زه ستاسو د تحلیل او تیورئ سره سل په سلو کې موافق یم، خو د تطبیق مناسب ځای يې د افغانستان اوسنی وضعیت نه دی، دلته حق او باطل دواړه مشخص دي، حق د افغان ولس سره خوندي دی، د باطلو یرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅو سره هیڅ ډول مشترکه برخه نلري، همدا سبب دی چې د تاریخ په اوږدو کې حالات په بیځایه تیوریو د متکي سیاسي وړاندوینو خلاف په ډراماتیک ډول تغیر موندلئ.
د شخړو ولاړیدل، پروسس او د حل لارې چارې هم په ورته مثلث کې تحلیل کیدای شي، خو لومړئ باید شخړه وپیژنو چې څه ته وایي، اطراف یې څوک او څه موقف لري، او وروسته یې زمونږ د وطن پر حالاتو د تطبیق تکل وکړو.
هو که چیرته افغانستان خپلواک او د سیاسي ډلو ټپلو تر منځ په ملي او دیني ګټو ولاړ اختلافونه او رقابت موجود وای، نو بیا هم ستاسو په وړاندې شوې تیورئ باندې مکث کول ناشونئ نه وو.
دا مثلث مو کیدای شي د لبنان، سوریې او مصر سره د اسراییلو په حدودو، د هند او پاکستان تر منځ کشمیر، د خلیج هیوادونو او ایران تر منځ متنازع ټاپوګانو او داسې نورو مسایلو کې ترسیم او تر تحلیل لاندې ونیسئ .
زما په نظر د خپل حقه حق څخه یو څه خپل تر لمر نه روښانه دښمن ته تنازل کول پر ځان د ظلم، تعدي، بې باورئ او ضعیفې عقیدې نښې دي.
هیښ
29.07.2010
سلامونه
[code:1:b8415d7c6b]دلته څو اضافي جملې وې چې له موضوع سره يې تړاو نه درلود. په دې ټول پوهېږو چې دلته ټول نومونه مستعار دي نو ځکه يې په اړه بحث نه دی په کار[/code:1:b8415d7c6b]
دادغربیانو د۹۲۰۰۰ اسنادو موضوع ته دافغانستان په هکله:
زه خو حیران او خفه په دې یم چې په دغه راپورونو کې زموږ وروڼه یوازې هغې برخې ته ګوته نیسي چې دافغانستان دازادۍ او خپلواکۍ دمقاومت دجبهې خصوصاً دطالبانو داسلامي تحریک په ضد دي او دیوه پوچ او بې بنیاده پروپاګند نه بل هیڅ مفهوم نه لري.
دادې حمید ګل او عجب ګل کیسې خو بې ددې محرمو اسنادو نه هم په کراتو اوریدل شوي دي ،چې کره سند او تعرفه ئې نه دافغانستان مزدورې ادارې وړاندې کړه اونه ئې دواشنګتن بادارانو او یوازې دشک او تور په خامو تارونو خیالي ټالونه دې چې نه خارجي وجود لري او نه درواني ناروغانو دزنګیدو او روحي ارامش دمنځ ته راتګ وړتیا لري.دا ډول تبلیغات یوازې دیاوه ګویانو داپلتو ویلو دپاره یوه خوساشوې او دربجنه غذاده چې خپل ځانونه ترې تغذیه کړي اوخپلوافواهاتوته دوام ورکړي .
مګرهغه برخه چې ددوئ جنایت او وحشت په کې ثبت او درج شوئ دئ ،نه ئې څوک لینک ورکوی او نه ئې ترجمه کوي لکه دمثال په توګه :
Task Force 373: Die geheimen Jäger
Die Mitglieder der Task Force 373 (mehr auf der Themenseite...) sind eine Truppe von US-Elitesoldaten wie den Navy Seals und Delta Forces. Sie erhalten ihre Befehle direkt aus dem Pentagon - sie scheren sich nicht um Befehlsketten der Afghanistan-Schutztruppe Isaf.
Ihre Mission ist das Ausschalten von Top-Taliban und Terroristen, tot oder lebendig. Ihre Einsätze werden seit Jahren mit großem Aufwand streng geheim gehalten. Nun sind sie erstmals von jedem nachzulesen.
Die Einsatzberichte lassen auch Rückschlüsse auf die bis heute streng geheime Feindesliste der Truppen zu. Es ist eine in Militärkreisen nüchtern als "Joint Prioritized Effects List" (JPEL) bezeichnete Liste von Taliban, Drogenbaronen, Bombenbauern und al-Qaida-Mitgliedern - geordnet nach Vorgangsnummern und Prioritätsstufen. Oft wird den Jägern überlassen, ob sie die Zielpersonen festsetzen oder töten.
Aus Tausenden Berichten lassen sich 84 Berichte über JPEL-Aktionen herausfiltern. Dass es im Afghanistan-Krieg zu gezielten Tötungen gekommen ist, gilt unter Experten als Tatsache. Doch kein Spitzenmilitär will darüber reden. Nun wird öffentlich, was Kommandoeinheiten wie diese Task Force in Afghanistan Nacht für Nacht anrichten - und was dabei schiefläuft
. [color=white:b8415d7c6b]
So findet sich in einer Meldung vom 17. Juni 2007 gleich im zweiten
Satz die Mahnung, diese Operation der Task Force 373 müsse dringend geheim gehalten werden. Details über die Mission dürften nicht an andere Nationen innerhalb der Isaf-Streitkräfte weitergegeben werden.
Ziel war, den prominenten al-Qaida-Funktionär Abu Laith al-Libi gezielt zu töten. Das Sonderkommando hatte seit Tagen eine Koranschule beobachtet, in der die Männer den Spitzenterroristen und mehrere Getreue vermuteten. Doch nach dem Einschlag von fünf US-Raketen fanden die Bodentruppen statt al-Libi sechs tote Kinder in den Trümmern der Koranschule. Ein weiteres schwer verletztes Kind konnte nicht mehr gerettet werden.
ترجمه:
د۱۷دجون د۲۰۰۷کال په رپوټ کې په دوهمه جمله کې خبرداري ورکول شوې ده چې دغه عملیات د(Task Force 373 )باید جداً سري وساتل شی.ددې ماموریت جزیات اجازه نشته چې د( Isaf)دقواوو نورو وولسونو ته ورکړل شي.
هدف و چې دالقاعدې مشهور فعال غړۍ ابولطیف اللیبي په نښه او په قتل ورسیږي.خاصې کوماندودڅو ورځو راهیسي یوه مدرسه ترنظارت لاندې نیولې وه،چې په هغې کې دتروریستانو لوړپوړي خلک او ددوئ د وفادارانود موجودیت فکرکیده.مګردپنځو امریکائې راکټونودفیر کولو څخه وروسته ،پیاده عسکرود اللیبي په ځائ ۶وژل شوي ماشومان دمدرسې په نړیدلی ځائ کې پیدا کړل ،یوبل سخت زخمي ماشوم ته هم نجات ورنه کړل شو.[/color:b8415d7c6b]
دا ډول راپورونه ددوئ دترور او پلان شوي جنایت په هکله یو سند دئ ،ځکه ددوئ خپل اقرار اواعتراف دئ ، مګر دنورو اشخاصو او ډلو په برخه کې بیله شیطانت او فساد خورولو نه بل هدف نه لري .
همدارنګه په ځینو راپورونو کې دافغاني جاسوسانو او اجنتانو نومونه هم ذکر شوی دي چې په وولس او قام مین افغانان باید دهغوئ په پلټلو او رسوا کولوکې دخپل وولس سره مرسته وکړي او په هر راپورکې چې ئې نومونه راغلي وي سمدستي خلکو ته دا ملي خائینان او قاتلان ور وپیژندل شي،ترڅو ناوولیو اعمالو ته ئې دپائ ټکۍ کیښودل شي.
په افغانستان دلوئ شيطان امریکا په مشرئ وحشیانه او ظالمانه تجاوزاوزموږ دخاورې اشغال دلمر په شان روښانه جنایت وو چې بې له ړندو او غلام صفته عناصرو دهیڅ چانه پټ نه دئ،همدارنګه هغه جنایتونه او بربریت چې ددې وحشیانو او دهغوئ کړۍ په غاړه غلامانو له لوري دافغانستان په مظلوم وولس تحمیل شوئ او کیږي ددوئ دشیطانی میډیاپه پروپاګندونو اوزهرناکه تبلیغاتو دعامه اذهانو او او افکارونه نه ورکیږي او هره ورځ ددې غیرانساني تجاوز او اشغال ماهیت او اصلي څیره رسوا کیږي.
اوس تجاوزګرانو او اشغالګرانو ته دا ثابته شوه چې ددوئ شیطانې ،کبرجنه او احمقانه محاسبه دافغان وولس په هکله یوه درنه تیروتنه وه او افغان وولس دخپلې ازادۍ ، خپلواکۍ او دخپلو ملي نوامیسوددفاع په برخه کې هیڅ معاملې ته حاضرنه دي او دپورتنیو ارزښتونودلاسته راوستلو له پاره دمرګ تر پولې مبارزه او مقاومت کوي، نو دخپلو صورت نیولیو جنایتونودمسؤلیت نه دځانونو دتبرئه کولو له پاره یوپه بل باندې دملامتیا په اچولوسره د خپلو وولسونو په سترګو کې خاورې وشیندي او دخپلې شرمناکې ناکامۍ بار په نورو ورواچوي.
تجاوزګران او اشغالګران به دخپلو جنایتونو دتوجیه کولو له پاره لکه زخمي ماران هر لوري او وسیلې ته خوله اچوی او تور په سپین او سپین به تور رنګوی ،دائې یو مجبوریت او یا عادت دئ ،لاکن دځینو افغانانو له لوري دې راپورونو ته ،هغه هم کوم چې دمقاومت دجبهې په ضد دي دیوه مؤثق سند په سترګه کتل او په شور او شعف سره ئې یادول داپوښتنه راولاړوي چې خدائ ناخواسته ددوئ تر کاسه لاندې خو به بله نیم کاسه نه وي ،چې نورئې نه شي لیدلائ؟
مننه
عادل عادل
29.07.2010
سلامونه
[quote:c6974750bc]اول خو غوټۍ وربل خورته مبارکي وایم چې ماشاءالله داسې لیکنه ئې کړې ده چې زه فکر کوم کټ مټ دښاغلي پتوال صاحب په ګوتو کې ئې خپل قلم ایښئ دئ او دهغې دفکر ترجماني ئې دهغه په سبک او روش برابره کړې ده .دا د موږ دټولنې دپاره ډیره لویه کامیابي ده چې زموږ خویندې دتحلیل،لیکوالۍ،فلسفي انداز املا او انشاء په برخه کې دیوه تکړه او وتلي شنونکي او مبصرسره په یوه کتار کې اوږه په اوږه بې له کم او کاست نه سیالي کوي او دا ئې ثابته کړه چې رښتیا هم که دافغاني خویندو
دپاره شرایط اماده شي ،نو دنارینه وو نه په هیڅ ډګرکې وروسته نه پاته کیږي. [/quote:c6974750bc]
په زړه مې ډیرې ګوړې ماتې
اخر سالو پروت په دیوال ناهیلئ شومه
:o
Sangar Watan
29.07.2010
[quote:649249a213]اصلی ستونځه په همدې ( باید) کلمې کې ده چې د ده ناپییلي اند څښتن خبره یواځې یو خوب او خیال پاتې کیدای شی چې د موجودو واقعیتونو په شته والي کې محال هم دی! باید داسې وشی باید هسې وشی، نوښتونه به پخپل ځای پرېږدوو . افغانان او اتفاق؟؟؟ [/quote:649249a213]
ماشاالله،لوی خدای دکابل دګوډاګي حکومت دملاتړ لپاره ،ډيرپياوړی استعداد
در ارزاني کړی دی٠
ددې سايټ دليکوالو له لاسه د بايد نه بغير بل څه پوره ندي٠
که تاسو داشغالګرو په رښتنولئ ايمان او يا دباور وړ معلومات لرئ نو هيله
ده موږ سرهه ئي شريک کړئ٠که داسې نه وي نو اشغالګر تر ټولو ستر
دښمن دی،که انګريز يا پاکستانی وي٠
تاسې دپاکستاني او انګريزي اشغالګرو اتحاد غواړئ،چه په ګډه زموږ په ولس
باداري وکړي٠مګر زه پدې هيله يم، چه بايد افغانان پدي بريالي شي چه
اشغالګر راضي يا مجبور کړي،څو يوه شرافتمندانه دريمګړې لاره پيدا کړي٠
shokoor
30.07.2010
سلام علیکم
[quote="sangar watan"][quote:114b6cda5e]
ماشاالله،لوی خدای دکابل دګوډاګي حکومت دملاتړ لپاره ،ډيرپياوړی استعداد
در ارزاني کړی دی٠[/quote:114b6cda5e]
یوه چاته چې معلم هم دی دومره اعصاب خرابی نه ښایي!
[quote:114b6cda5e]تاسې دپاکستاني او انګريزي اشغالګرو اتحاد غواړئ،چه په ګډه زموږ په ولس باداري وکړي٠مګر زه پدې هيله يم، چه بايد افغانان پدي بريالي شي چه
اشغالګر راضي يا مجبور کړي،څو يوه شرافتمندانه دريمګړې لاره پيدا کړي٠[/quote:114b6cda5e]
محض چټیاټ، تهمت لګول بد کار دی معلم صاحب! ما دپاکستاني او انګريزي اشغالګرو اتحاد ندی غوښتئ . ما هم لکه تاسو غوندې چې په یوه بل بحث کې د افغانانو له بې اتفاقۍ څخه سر ټکولی دی، یواځې اشاره کړه وه بل څه نه !
تاسو پخپله یو وار لیکلي وو:
[color=blue:114b6cda5e]اوسمهال پښتانه داسي سره دبی اتفاقي اوبی اعتمادی
داور په لمبوکی سوځي چه يو هم دی ته حاضر ندی چه دبل خبری ته حتي غوږ
شي ٠تاسو وګوری،په دانورو بحثونو کی کله چه د يوه افغان نوم راياد شی
چه فلانی سړی ګواکی دولسمشرۍ لپاره ښه کانديد دی،سم دم دا نور پی راټوپ
کړی چه دا خو کمونست،ياCIA,KGB,ISI اوڅه نمونه چه نه یی پری لګوی٠
په نوره نړۍ کی چه يو کس ځان کاندی کړی نو د هغه داهليت،شخصيت،پوهي
تقوی،پاک لاس،وطندوستی،مسلمانۍ،ملتپالني،تجربی،اتوريتی،اداري وړتيا
او نور اونور خصوصيات په نظر کی نيول کيږی خو موږهمدا يوه شړی لرو او
پر هر چا يی غړوو او پرهر چا دبطلان ستره ټاپه وهل کيږی٠
لوی خدای (ج)دی افغان ولس سمی لاری ته هدايت کړي٠[/color:114b6cda5e]
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=4355&highlight=
نو اوس به زه د فارسی ژبی شاعر حافظ د شعر پدې مصرعې اکتفا کوم چې وایي:
مشکـلی دارم ز دانشمند مجلس بازپرس
توبـه فرمایان چرا خود توبه کمتر میکنـند
والسلام
30.07.2010
په دا 92000 اسنادو کې که ٨٢٠٠٠ د امريکا دظلمونو ، وحشت او بربريت په اړه وي چې له شک پرته دغه ظلمونه وحشت او بر بريت د امريکا جامه، امپريالستي
خصلت او ماهيت په ګوته کوي او ولسونه يې ښه پيژني، نو ١٠٠٠٠ اسناد خوبه يې
د طالب غورځنګ په مشرتابه کې د ISI لاسلرنې او مداخلې دثبوت په اړه وي،
چې د ساده او پياده طالب مقدس او سپېڅلی جهاد د پاکستان ( ISI ) په ناولتياو ککړوي، موخه او هدف يې ور چټلوي ، د جهاد بهير ، برياوې او پايلې په صفر کې څه چې په منفي سلو کې ضربوي .
هو و له يوې خوا د امريکايانو ماته، وتل او شړل د افغان مسلمان ولس له پاره حتمي کوي او د وطن آزادۍ هر افغان بچی رابولی ، نو له بلې خوا د ISI دپلويانو او پيرويانو څخه د وطن ژغورل هم په طالبانو او هم په ټول افغان ولس ملي او وجداني فرض ګرځوي . دا همغه مردار خور ککړ او چټل پوځي استخباراتي سازمان دی چې د تنظيمي جهاد يې شنډ، وطن ورانونکی او خاينانه عمل ثابت کړ،
همدغسې د طالبانو مقدس جهاد به هم لږ ترلږه د افغانستان دورانولو، د پاکستان په دام کې د ملت د ښکيلولو او پرې د آزادۍ د پلورلو د عمل په توګه رسوا رسوا کړي . لکه مجاهينو ته يې چې ويل تاسو څه کړی ؟ که جنګېدلی يې نو پيسې مو پرې اخيستي احسان مو په چا دی ؟؟؟؟؟ دغسې به سبا طالب ته هم ووايي : چپ شه، که جهاد دې کړی پيسې دې هم اخيستي ، نو څه جهاد دې کړی ؟؟؟؟؟
نو ښه داده چې طالبان په ISI نه، بلکې په خپل رب توکل او په خپل افغان ملت تکيه وکړي او در مردار سونټو پنجابي اسناذانو ته نور بالاخره رخصت ورکړي!
خو په ملت څنګه تکيه کيږي ؟
چې خپل هر څه د ملت سره شريک کړي او ملت خپل هر څه له دوی سره شريک کړي !
هو جهاد، د جهاد هدف، د جهاد لار او طريقه، د جهاد ټکټيک او شتراتيژي او هر څه ، نو هله به يوې وياړلې کاميابۍ ته ورسيږي ! انشا الله
Sangar Watan
31.07.2010
محترم Shokoor
که دغوسې او قهر نه ورتير شو نو مهرباني وکړئ همدې بې اتفاقه ملت ته
دداسې لارو يا لارې وړانديز وکړې چه دکرزي دګوډاګۍ او فاسدې ادارې
او د ISI د احتمالي نوکرانو نه خالي وي٠
که موږ د ISI او انګريز ترمنځ دهيواد داشغال ددوام او شراکت لارې په لټه
کې شو،فکر نکوم چه زموږ غميزه پای ولري٠
رازئ چه ددې ډيران نه بهر،دداسې عناصرو په لټه کې شو چه په لمړي قدم
کی داسلام دمقدس دين سره دډغرو وهلو په لټه کې نه وي،دويم بايد او حتما
ملي اشخاص او ډلې وي او دهيواد دشرايطو سره سم، دموکارسئ هم ومني٠
طالبان:
داسلام او دوطن دازادۍ په شعار جنګيږي،يوګڼ شمير وطنوال ئي ملاتړ دي
مګر دهغو دواکمنئ دوخت ترخې تجربي هم دهيريدو ندي،له بلې خوا دوي په
دې هم ندي بريالي شوي چه دپاکستان سره خپلې اړکې او تړون روښانه کړي٠
دکابل اوسنئ اداره:
دکرزي پشمول دبيکفايتو،فاسدو او غيرملي افرادو او ډلو دشتون،او داشغال
سره دتړاو په وجه،ددی توان نلري چه دملت ملاتړخپل او باثباته دولت رامنځ
ته کړي٠
دپخوانيو کمونستانو او مجاهدينو او دهغو دائتلاف نه هيوادوال خفه دي او هغو ته دواک سپارل اصلا دمطرح کيدو وړ ندي٠سره ددي چه داوسني فاسد
اوغير ملي نظام دملاتير دهمدو نه جوړ کړی شوی دی٠
الترناتيف يابديل:
(دلته يواځې د بايد کلمه استعماليدی شي)
دپورتنيو ډلو صفوف،کوم چه دملت دمنلو وړ وي او دازادو ټولټاکنې له لاري
ددولت په ارکانونو کې دمسلکي مهارت په وجه وڼډه واخستلی شي٠
او باقيمانده :داټول ملت چه د٩٠په سلوکې ،څخه زيات اکثريت تشکيلوي٠
31.07.2010
سنګر وطن ورور ليکي :
[quote:6a73ff2be9]راځئ چه ددې ډيران نه بهر،دداسې عناصرو په لټه کې شو چه په لمړي قدم
کی داسلام دمقدس دين سره دډغرو وهلو په لټه کې نه وي،
دويم بايد او حتماملي اشخاص او ډلې وي او دهيواد دشرايطو سره سم، دموکراسي هم ومني٠[/quote:6a73ff2be9]
ظاهرا خو دا وړانديز هم بد نه ښکاري خو، ښه والی يې هم ډير نسبي دی :
مٍثلآ وايي : دداسې عناصرو په لټه کې شو چه [quote:6a73ff2be9]په لمړي قدم کی [/quote:6a73ff2be9]داسلام دمقدس دين سره دډغرو وهلو په لټه کې نه وي .
يواځې په لومړي قدم کې؟ دويم، دريم او څلورم قدم او ټوله راتليزه يې ګنګه او مجهوله پرېږدو او خدای مکړه افغان ولس يوځل بيا
دې ته راوبولو چې
له ترخو تجربو څخه بيا هم زدکړه ونکړي او ړوند باور پرې وکړي که څنګه ؟؟؟؟؟
داچې
[quote:6a73ff2be9]دويم بايد او حتما ملي اشخاص او ډلې وي [/quote:6a73ff2be9]بالکل د منلو خبره ده، خو داچې دهيواد دشرايطو سره سم، دموکراسي هم ومني ، يو څه مجهوله بڼه لري :
د هيواد له شرايطو څخه هدف څه دی، کوم شرايط او څنګه شرايط دي ، کومه دموکراسي او څنګه دموکراسي ؟
آيا مطلب مو د افغانانو اسلامي امت واکي ده لکه د خلفاو راشدينو په وخت کې يې چې عملي اساس ايښودل شوی او زمونږ د ملي ګټو
سره ټکر نه لري(؟) ، يا هدف ملي دموکراسي ده چې دملي ګټواو ملي کلتور غوښتنه ، ساتنه او پالنه کوي او له افغاني اسلامي
امت واکۍ سره ټکر نه لري ؟ او که هدف مو غوړي لا غوړي ددواړو ترکيب : ملي- اسلامي ولسواکي ده ! که دا وي نو ماشا الله ، خدای دې
ستاسې په شمول هر افغان ليکوال ته توفيق ورکړي چې په دغه موخه لا ډيرې ليکنې وکړې ! خو که هدف خدای مکړه ليبراله غربي
دموکراسي وي چې ګواکې صرف د شرايطو مطابق پلې شي ، اوس لږه او وروسته ورو ورو لکه دشيطان لومه او د دجال لکۍ پراختيا ومومي ،
نو بيا زنونږ او ټول افغان ولس له دغسې هڅو سره شپاړس دي ، او هيچا ته به بيا چانس ورنکړي چې بهر وارده ماډلونه د مظلوم ولس
په وينو تجربه کړي ، نه او هېڅکه نه !
ولې زما هيلمنتيا داده چې ستاسې هدف به همغه افغاني( ملي) ولسواکي او اسلامي امت واکي وي وي چې له شک پرته
يوه له بلې سره ښۀ ريښوي ترکيب موندلی او يوه د بلې په وسيله بشپړېدلی شي چې په اوسني رژيم کې يې رنجه هم نشته او
په دې توګه مشروعيت نه لري . او له بلې خوا متاسفانه تر دې دمه طالبانو هم ورته تن نه دی ايښی او په دې توګه يې قدرت ته د رسيدو
په هڅه پخپله د بطلان او نامشروعيت چليپه راکښلې او د افغانانو غميزه يې اوږده کړې ده ! داچې دا د ISI او که د امريکا+ ناتو
سياسي زور دی مسوليت يې صرف او صرف د کابل رژيم او طالب مشرانو په غاړه دی ، نه د عام افغان ولس او ساده طالب صفوفو په غاړه !
په پای کې ددې له پاره دچې د بحث اصلي سکالو ته پيرته ستانه شو دغه لينک ولولئ او تبصرې مو پرې وغځوئ :
http://www.tolafghan.com/posts/18917
په درنښت او سلامونو !